ادبي ټوکې ټکالې
غوايان سوټې کوي؟؟
و.افغان
16.05.2011
وايي چې يو پادشاه وو، چې د هوښيارتوب پرې تمامه وه، او د خپلې هوښيارۍ په وجه
به يې د خپل وطن او ولس څخه د حيا او عزت جامې کوزولې؛ آخر يې خپل وزير مشوره
ورکړه، چې تار په کې واچوي، او کله يې چې هوښيارتوب او عقل ترې توی شي؛ نو
وزير به د تار په کش کولو د مزيد توييدو مخه نيسي.
يو وخت د بلې پاچاهۍ څخه يو پاچا سره له خپلو وزيرانو راغی، او د دې هوښيار پاچا
مېلمه شو، نو هوښيار پاچا وار له مخې ترې وپوښتل: آيا ستاسې په وطن کې غوايان
شته؟؟؟
نو هغه بل پاچا ځواب ورکړ: هو.
هوښيار پاچا وويل: ستاسو غوايان سوټې کوي؟؟
هغه ورته وويل: هو.
کله چې د هوښيار پاچا وزير پوی شو؛ چې نور خبره خرابيږي؛ ژر يې تار کش کړ، او
د هوښيار پاچا خبرو ته يې د پرتوګ جوړولو په خاطر خبرې پيل کړې: او هغه بل پاچا
يې مخاطب کړ:
زمونږ پاچا ډېر بليغ او فصيح دی؛ په کناياتو کې خبرې کوي؛ له غوايانو څخه يې موخه
عسکري ځواک دی؛ او له سوټو څخه يې موخه اقتصاد دی.
دې وخت کې هوښيار پاچا خپل وزير ته غږ کړې؛ چې: دومره هوښيارې خبرې کوم؛ نو
تار ولې کش کوې؟؟
:lol: :lol: :lol:
-------------------
دېته ورته ټوکه:
وايي چې يو خان په يوې غټې غونډه کې تېز اچولی وو، نو يو مزدور ته 1000 روپۍ
ورکړې؛ د دې لپاره چې په بله غونډه کې اعلان کړي ؛چې په تېره غونډه کې ما تېز
اچولی وو؛ کله چې مزدور په غونډه کې دا اعلان وکړ، خان له خوشالۍ يو بل غټ
تيز واچوه؛ نو مزدور يې ورته غږ کړې؛ خان صاحب ولا که دې دا بل تېز په 2000
هم واخلم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دېته ورته ټوکه:
وايي چې: امام ابو حنيفه په درسي مجلس کې ناست وو؛ په دې مجلس کې يو سړی
ناست وو؛ چې له جسم او لباس څخه ډېر مخور، قواره دار، هوښيار، او تکړه طالب علم
ښکارېده، امام صاحب د هغه د احترم په خاطر د خبرو او جلوس خاص کيفيت اختيار
کړی وو، د هغه د احترام په خاطر خپلې پښې نه غځولې، په دې کې د
امام صاحب يو شاګرد پوښتنه وکړه چې: روژدار به کله روژه ماتوي؟ نو امام صاحب
ځواب ورکړ: کله چې لمر پرېوځي؛ نو دې وخت کې مخور رامنځته او اعتراض يې
وکړ: که چېرې لمر پرېنوځي؟؟
نو امام صاحب وويل: آن لأبي حنيفة أن يمد رجليه.
د ابو حنيفه ايله په بيله وخت بياموند چې خپلې پښې وغځوي.
په درنښت
په درنښت
عبدالوكيل
16.05.2011
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
وهاج صیب ایله په بیله چی تا د ټوکو فورم ته سر ورښکاره کړ :)
ریښتیا ښه شوه چی رایاده شوه ، دا یوه پوښتنه می هر وخت په ذهن کی ګرځی راګرځی ما ویل چی د فورم علماوو نه به یی پوښتنه کوم ، نو اوس چی ته می هم تیار د ټوکو په فورم ګیر کړی ، نو همدلته به یی وکړم .
امام ابن الجوزی په خپل کتاب (اخبار الحمقی والمغفلین) کی ډیری داسی قصی لیکلی که د احمقانو او بی عقلانو څخه حکایت کوی . خو هغه په خپل کتاب کی د احمقانو او بی عقلانو ځینی نښی نښانی او علامی هم ذکر کړی ، په نورو علامو کی یی زه څه نه وایم خو یوه علامه یی دا ذکر کړی چی ږیره به یی د قبضی څخه اوږده وی ، او وایی هرڅومره چی ږیره د قبضی څخه اوږده وه هومره یی د خاوند په حمق دلالت کوی . نو زما پوښتنه دا ده چی د قبضی نه زیاته ږیره پریښودل خو د پیغمبر علیه السلام سنت دی نو دا څنګه په د انسان د حمق علامه کیدلی شی؟؟؟
ما سره یی یو جواب شته خو جرئت نشم کولی چی ویی وایم ، اول یی تاسی ووایۍ. :)
Kamil
16.05.2011
:lol: :lol: :lol: :lol:
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
په خپل وار سره به زه هم يوه ټوكه اوكړم:
وايي يو هندو يو د پيپسيانو دكان ته لاړو نو دكاندار ته يى اويل ديوپيپسي نه سر خلاص كړه دكاندار ترى سر خلاص كړو بيا يى ورته اويل د مرنډا نه سر خلاص كړه دكاندار له مرنډا نه هم سر خلاص كرو او همداسى د ډيو،سيون اپ نه يى ورته سرونه خلاص كړل نو په اخر كى دكاندار ورته غوصه شو او ورته يى اويل ته كوم يو څكى هندو ورته به ځواب كى اويل :چى څكم خو يو هم نه هسى ماته يى دا چس چس خوند راكوي.
پښتون.
16.05.2011
السلام علیکم !
د يو ډاکټر سره په يوه کوڅه کې د يو شناخته ليکونکې د ُکان هم وو. يوه
ورځ ورته ډاکټر د ټوکې په ډول وويل چې دُعا کوه چې څوک مړ شي نو تا
ته به د شناختي ليکلو لپاره ووايې.
هغه ورته وويل چې زما دُعا ته اړتيا نشته.
ډاکټر ورته په حېرانتيا وويل ولې؟
شناخته ليکونکې ورته وويل چې زه کله وګورم څوک تا ته
د علاج لپاره راځي نو زه يې په هماغه ورځ شناحته ليکل پيل کړم.
چې دژوند څکه به نوره ونه کړي.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عادل عادل
17.05.2011
السلام علیکم
یره عبدالوکیل وروره :) ما هم غوښتل چې ګران وهاج صیب :) به دلته ګیروم، خو دا چې تاسو تیار ګیر کړی نو زه به هم ترې خپله یوه پوښتنه وکړم هغه دا چې :-
ټوکه ویل هم انګېزه لري؟ کنه هسې قدرتي د سړي ذهن ته راځي ؟؟ :)
-
17.05.2011
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
عادل صیب دایې قنجوغه کیدل. :lol: که يي پخپله نه منې؟ :D
[quote:273a0712e4="عادل عادل"]السلام علیکم
یره عبدالوکیل وروره ما هم غوښتل چې ګران وهاج صیب به دلته ګیروم، دا چې تاسو تیار ګیر کړی نو زه هم ترې خپله یوه پوښتنه کوم هغه دا چې چې دا ټوکه هم انګېزه لري؟ کنه هسې قدرتي د سړي ذهن ته راشي ؟؟ :lol:[/quote:273a0712e4]
و.افغان
17.05.2011
معزز عادل صاحبه:
[quote:38e5ea951d="عادل عادل"]السلام علیکم
یره عبدالوکیل وروره :) ما هم غوښتل چې ګران وهاج صیب :) به دلته ګیروم، خو دا چې تاسو تیار ګیر کړی نو زه به هم ترې خپله یوه پوښتنه وکړم هغه دا چې :-
ټوکه ویل هم انګېزه لري؟ کنه هسې قدرتي د سړي ذهن ته راځي ؟؟ :)[/quote:38e5ea951d]
انګازې خو به خود لري؛ چې ټولو ورته په جمعه خولې چينګې نيولي وي :lol: ، او
قدرتي كار به ځكه وي؛ چې هيڅ څيز له قدرته بهر كېدلى نشي. :oops:
په درنښت
-
17.05.2011
[quote:197e27e2ab]ما هم غوښتل چې ګران وهاج صیب :) به دلته ګیروم، [/quote:197e27e2ab]
عادل صیب :) دا دنامه نه وروسته موسکا څه معنااااااا؟؟؟؟؟
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
وهاج صیب خو په موږ ګران دی :)
عادل عادل
17.05.2011
السلا علیکم
[quote:22da62fe8b]ما سره یی یو جواب شته خو جرئت نشم کولی چی ویی وایم ، اول یی تاسی ووایۍ. [/quote:22da62fe8b]
جواب دې په مفته کې مه وایه، انعام پرې واخله، یکتیرودوپاخته :)
Kamil
19.05.2011
يو سړي دوزخ نه امريکې ته زنګ اوهلو نو ٢٠٠ افغانۍ بيل پرې راغلو بيا يې لندن ته زنګ اوهلو نو١٠٠ افغانۍ بيل پرې راغلو.
اخر کی يې جلال اباد ته زنګ اوهلو نو هيڅ بيل پرې رانغلو نو پوښتنه يې اوکړه چی دا ولې؟
نو چا ورته اويل: دوزخ نه دوزخ ته تيلفون مفت دی.
طاهر
19.05.2011
[quote:793cd4388b="كامل"]يو سړي دوزخ نه امريکې ته زنګ اوهلو نو ٢٠٠ افغانۍ بيل پرې راغلو بيا يې لندن ته زنګ اوهلو نو١٠٠ افغانۍ بيل پرې راغلو.
اخر کی يې جلال اباد ته زنګ اوهلو نو هيڅ بيل پرې رانغلو نو پوښتنه يې اوکړه چی دا ولې؟
نو چا ورته اويل: دوزخ نه دوزخ ته تيلفون مفت دی.[/quote:793cd4388b] معنا داسوه چی جلال آباد دوزخ دی؟؟؟
هغه خلک نه وایی ننګرهار دګلو هار کامل صاح جلال آباد خو ډیرخکلی ولایت دی . مګر دغه داوباما پښه می پکشی نده خوښه؟؟
Kamil
05.06.2011
طاهر جانه سلامونه
وايم په دى ګرمۍ كى ددوزخ نه هم بدتر دى.
زه پخپله د جلال اباد يم او يقينا دير زيات مى خوښ دى خو په ګرمۍ كى يى نوم راته مه اخله.
وزیري
13.06.2011
السلام علیکم
محترم عبدالوکیل صاحب له عزتمند وهاج صاحب نه پورته یوه پوښتنه کړیده. زه به په دی رابطه یوه ټوکه درته ولیکم.
وایی چی یو عالم به ټوله شپه ډیوی ته کتابونه لوستل، یوه شپه ناست وه او کتاب یی کاته په کتاب کی یی ولیدل هرهغه څوک چی د ږیره یی له یو لویشتی نه زیاته وی احمق ده. عالم بی درنګه خپله ږیره په موټی کی ونیوله، چی کاته یی نو دده ږیره هم له موټی نه زیاته وه. په حیرانتیا یی ځان سره وویل: چی دا کتاب خو هم راته دروغ نه ښکاری او زما په هوښیاری کی هم څه شک نشته نو دا څنګه کیدای شی؟
بیا یی ځان سره کړه چی راځه په دی کتاب باندی عمل وکړه، نو خپله ږیره یی په موټی کی ونیوله او له موټی نه وتلی ږیره یی مخی ته پرتی ډیوی ته ونیوله ترڅو له موټی باندی ږیره په اور له منځه یوسی او یو موټی ږیره یی پاتی شی.
په دی کار کولو سره یی ټولی ږیری اور واخیست او مخ یی هم ورسره وسوزیده.
نو ښه په اطمینان سره یی ځانته وویل: چی احمق تور وی که سپین، جار سم کتابه!
والسلام