ادبي ټوکې ټکالې
اولنۍ لیکنی
نجيب الله
05.05.2011
په فورم کی سابقه هم ډیررول لری خبری ته به هم دی غوږایښودل کیږی دااحساس نن مایوه لیکنه وکړه راته وشوچون زه نوی وم دهیچاراڅخه حیانه کیدله.بیازه لاړم دپخوانی لیکونکواولنۍ لیکنی می ولټولی بیامی زړه لږډاډه شوماویل پروانلری داحالت په ټولوتیرشوی اول کی چی هرڅوک راغلی ډیر بی جرئته وی وروسته وروسته چی یودوه ستوری تردریوواواتوستوروپوری پیداکړی بیایی ټیزپه تبرهم نه ماتیږی.په طوردمثال زه دتندرصاحب اولنۍ لیکنه داسی وه.په غزلواوشعرونوفورم ته راغلی پخپله یی وګورۍ لکه سودایی دځان سره به یی شعرونه ویل چابه یی په لیکنی تبصره هم نه کوله .
دتندرصاحب اولنۍ لیکنه
[color=blue:afca59c5f5]په وطن ننګ دی پښتونه نن جنګېږې له جهان سره
.......................................که يو موټی يو وجود شوې کاميابېږې په ايمان سره
نيکودې جنګ کې ددښمن مقابله کړې
......................................... ماتې يې ورکړې که انګرېز هم پرې حمله کړې
په وطن دې يرغل شوی چرت دې ووهه له ځان سره
.......................................که يو موټی يو وجود شوې کاميابېږې په ايمان سره
لاس يې سره يو دی په توپونو ډېر درانده راغلي
........................................ددې غرونو له زمريانو بې خبره ډېر پاخه راغلي
چې ټانکونه شې ترې پاتې دوی ځغليږي په فغان سره
.......................................که يو موټی يو وجود شوې کاميابېږې په ايمان سره
پلان دامريکا چې را ټول کړی نيم جهان دی
........................................ځينې يې دروسانو غلامان چې مسال ئي لهستان دی
خپلو ګټو پسې ګرزي چې جنګيږي له افغان سره
.......................................که يو موټی يو وجود شوې کاميابېږې په ايمان سره
دمکناتن په وينو سره چې توره داکبر شوه
........................................برائيډن نه طرف ورک وو اخېر ئي تېښته په خيبر شوه
وائي (باوري) ستا مېړانه به يا ديږي هر زمان سره
.......................................که يو موټی يو وجود شوې کاميابېږې په ايمان سره
نور بيا[/color:afca59c5f5]
اوس یی چی وګوری پخپله به هم پری شرمیږی.مطلب می دادی چی په اول کی هرڅوک همداسی وی نوچی زه پوه شوم بیرته می خفګان دزړه ووتل.
----------------------------------------------------------------------
دوهم مثال:بیامی د عادل عادل صاحب اولنۍ لیکنه ولوستل بیاخوبیخی پسی ښه شوم.په تیره چی دعادل صاحب پخوانی اواوسنی مقام می پرتله کړنوډيرتغیریی خوړلی.عادل صاحب وایی
[color=blue:afca59c5f5]ستاسو ورور عادل د بحث فورمونو ته نوی راغلی یم.
کوښښ به کوم چی یو څه زده او[/color:afca59c5f5] [color=red:afca59c5f5]په مثبتو بحثونو کی[/color:afca59c5f5] [color=blue:afca59c5f5]تر خپل وسه برخه واخلم.[/color:afca59c5f5]
بیچاره ډیر کم جرئته وه چی اول کی راغلی وه املایی هم سمه نده زده.اوس یی زده کړیده.اوس چی په مثبتوبحثونوکی برخه اخلی ډیرتکړه شوی
-----------------------------------------------------
هم دارنګه پښتون.چی کله اول کی راغلی ونواولنۍ اواوسنۍ خبری یی مقایسه شی نوداهم ډیرښه شوی
[color=blue:afca59c5f5]سلامونه شریفی صاحب!
زه له ډیر پخوا څخه د ټول افغان پاڼه ګورم خو نن می د لمړی ځل لپاره وغوښتل چی څه ولیکم .
په ریښتیاسره چی تاسی ښه کار کړی او دا زه یو لوی خدمت ګڼم د پښتو ژبی مینه والو لپاره،ماشاالله
.خدای پاک دی توفیق په نصیب کړه.[/color:afca59c5f5]
ځکه چی شریفی صیب خالی په یوبینرباندی (ښه راغلاست)لفظ لیکلی دپښتون.خوښ شوی نویی دخپلی پښتوژبی له پاره لوی خدمت ګڼلی
نوچی دامی ولوستل بیامی لږچورت پرځای شوماویل ځه ته به هم په کرارکرارښه شی داخودی اولی ورځی دی دومره ژردچانه ښه غږمه غواړه٠نواوس بیرته ښه شوم تاسی ته اطمنان درکوم تشویش مکوۍ
SADEQ MUSALMAN
06.05.2011
هاهاهاهاهاهاها
:lol: :lol: :lol:
نجيب الله وروره سلامونه اوښې چاري
دغه سي ښه موضوع موراپيل کړه رښتياهم په اول کي دسړي ليکنوته ځواب نه ويل کېږي
که موپام کړی وي کله چې سړی کوم مکتب يامدرسې ته نوی ورشي نوټولګيوال ورته
چندياني لفټ نه ورکوي.
اوبل داچې په اوائلوکي سړی لږڅه بې زړه هم وي.
دبيلګي په توګه به ستابيلګي راواخلم
تندردبې زړه توب له امله داسي شعرانتخاب کړی چې په ځوابولونه ارزي.
عادل صاحب هم قران که داسي موضوع پيل کړي وي چې دستوروڅښتنان دې ځوب
ووايي اويادې لږلږترلږه هرکلی وکړي.
پښتون ورورله ډېري وارخطايي دټولوفورم والوپرځای يوازي شريف ته سلام کړی
اوشريف نه پوهېږم چايې په خوله تريخ پيازخورل اوکه نه.
غالب ګمان دادی چې نه يې خوړل ځکه يې ليکنه هم بې ځوابه شوي ده.
خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
زمابياتودهرکلی وشو
دټولوپه نمايندګي راته هوتک صيب ښه راغلاست ووايه
دنوروپه چرت کي نه وم.
او اوسسسسسسسسسسسس
اوس خونوته خوښ شه چې موضوع مي دي وغځوله
زه هم دستوري خاونديم :lol:
په مينه اومننه
نوروز خان
06.05.2011
نجیب الله صیب خدای دې راوله په خیرونه
اول وار رښتیا هم سړی نادرې کوي ، پښتانه رښتیا وایي چې نابلده غل په کدانه ننوزي ، یا نوی مزدور هوسۍ په منډه نیسي
له همدې امله خو زما لومړی لیکنې فورم نه دي ثبت کړي اعني ړنګې شوي دي ، ځکه چې څنګه راغلم په اوله ورځ له وهاج صیب سره دتعویذ په بحث کې په جنجال واوښتم ،اوخبره خورا جنجالي شوه .
وهاج صیب دنابلدو خبروه له وجې دچرسي تور راباندې ولګاوه او ماورته وویل چې چرس مې په ټول عمریوازې دوه ځله یوازې لیدلي دي .
داځل به نور ملګري هم په لومړیو کې له جنجالونوسره مخ شوي وي ، دلته تاسو شه بحث راپیل کړ، هیله ده ملګري ټول افغان ته دلومړي ځل راتلو انګیزې ، لامل او دلومړني احساس په اړه خپلې خاطرې له ملګرو سره شریکې کړي .
ماچې څومره احساس کړې ده ، حامد ددې فورم یوازیني ګډونوال دی چې نوي راغلي ملګري استقبالوي ، هره ګړۍ پوښتنه پرې کوي ، او که خپه شي زر یي دلاسا کوي خدای دې اجر ورکړي
هوتک
06.05.2011
نجیب الله جانه اول به دې هرکلی وکړم؟
ښه راغلی فورم ته الله ج دې راوله؟
ډیره ښه موضوع دې راپیل کړی ده روشتیا هم چه فورم ته سړی اول ځل راسې څوک یې هرنكوی ؟
زه چه خپل دمحمدزمان هوتک په نامه اول ځل راغلم( داوخت ما په هیڅ نامه هم بله لیکنه نه وه کړې ) خیریوسی ورور مې هرکلی وکړ نور مې چا لیکنې ته چا جواب هم نه لیکه داسې به مې دتندر اوپښتون سره ځان نږدی کاوه هرځای به ورپسی وم دوی ناځوانو به خپلې ګپی راباندی کولی خیر ماڅه نه ویل چه اخر کې ګران ورور قریش راپیداسو له هغه سره مې ملګری شروع کړه داسې کرار کرار دتندر اوپښتون سره مې هم ملګری سوه تر ډیره مو ښائسته ملګری سره وکړه او زه هم پوره بلد سوم اوس مې یو څه دفورم سره ښه پوره عادت نیولی دی؟
دا ډیره خوندور موضوع ده باید چه دلته ملګری خپل داولنی راتګ په اړه څه ناڅه ولیکی۰
مننه
رښتینی
06.05.2011
نجیب الله وروره په خیر راغلی الله دی وکړی ژر په ټول افغان کی بلد شی
اوزه ګومان کوم ته دفورم پخوانی لوستوال یی ځکه یی په ډیرو حالاتو
خبر یی په هرصورت په راتګ دی خوشاله شوم او په دی هم خوښاله شوم
چی ستالومړۍ لیکنه خو زموږ په څیر نده بلکی ډیره جالبه اوښکلی لیکنه
ده ستاسو دنورو همداسی ښکلو لیکنوپه هیله
زه به هم دخپل لومړی راتګ په اړه یوڅه ووایم زه چی لومړی دلته راغلم
په لومړۍ وه که دویمه لیکنه کی دښاغلی پتنګ صاحب له نسبه مودبانه !
ښکنځلو یاد مشر ورو په حیث دهغه له تادیب سره مخامخ شوم
او څرنګه چی هغه له نټ سره لومړۍ اړیکی هم وی او له پښتو ویب سایټونو
سره خوبیخی نوی اړیکی وی او دا می لومړۍ ځل و چی دچا له خواراته لیکلی
شوی ښکنځلی می لوستلی نو نو حالت می ډیر خراب شو څو ورځی می
زړه ډیر شین و او بیا می چی دلته دیوه پخوانی رټل شوی ګډونوال چی
کوشان نومیدی لیکنی وکتلی نو بیخی بیخونده شوم
په هرصورت نټ څښتن مړی خو سړی له ګریوانه نیولی وی کله یی پریښدلی
شو دا سختی اوترخی مو وزغملی او اوس خو نو دومره بلاوی ! رانه جوړی
شوی دی چی دښکنځلو ماډرن شکلونه هم په سړه سینه !! لولو او دادی
په ټول افغان پوری هم لا نښتی یو
ښاغلی نجیب الله یوځل بیا مننه
ستاسو ورور رښتونی پخوانی حامد