د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د مال تاويز

شمشاد شينواری
25.06.2004

....................................... د مال تاويز:
يوه ښځه يو ملا ته ورغله او فرياد يې ورته وکړ: د خدای لپاره مېړي مي ګرده عمر وهي، داسي تاويز را کړه چې له دغه غضبه خلاصه شمه. ملا يو کاغذ ور کړ او ورته ويې ويل: کله چې دي مېړه وهي، نو دغه کاغذ په غاښو ټينګ ونيسه. ښځي هم دا کار وکړ او مېړه يې له وهلو لاس واخيست او ژوند يې سم شو. يو چا له ملا څخه پوښتنه وکړه، چي دا دي څنګه تاويز ور کړی و، ملا وويل: تش کاغذ و، خبره دا وه چې کله به ښځي کاغذ په غاښو کې ونيوی، نو بيا يې خبري نشوای کولای او له مېړه سره د حاضر خوابی ولوېده. د مېړه درد بي کرار او ژوند يې سم شو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more