ادبي ټوکې ټکالې
ستا خو نوم د سړی نه دی
اړم
28.04.2011
یو سړی په بس کې سفر کاوه ، نصوار یی خلاص شوی وه نو د څنګ څوکۍ کې ناست سړی نه یی وپوښتل : وروره نوم دې څه دی ؟ سړی وویل چنار ګل . ده ورته وویل ډیر ښایسته نوم دی ، چیرته له خیره روان یی ؟ سړی وویل جلال آباد ته ، ده وویل : څه ښایسته د نارنج د ګلونو ښار دی.
بیا یی وپوښتل : یو کپ نصوار خو راکړه ، سړی ورته وویل چې زه نصوار نه اچوم ...
ناڅاپه سړی په جګ غږ ورته وویل :[color=red:9ee1c0f140]ستا خو نوم د سړی نه دی[/color:9ee1c0f140]، په دې ګرم موسم کې جلال آباد کې څه مرګ غواړې ؟.
پښتون.
28.04.2011
په دې ګرم موسم کې جلال آباد کې څه مرګ غواړې ؟. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
:wink: :D
نو وایې چې:
یو کنجوس سړی په ژمی کې په سړو اوبو لمبیده
بل چا ځنې وپوښتل چې دا څه کوې ؟ کنجوس سړی وویل :
زه غواړم ناروغ شم ، ځکه چې یو پاکټ پنسیلین لرم چې نیټه یی په ختمیدو ده .
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
اړم
28.04.2011
د دروغو منزل لنډ وي.
ماهم دفيس بوک نه راخيستی وه او راغلا کړی می وه خو ګيرشوم٠
اوس می طبيعت جوړ ندی بيا ټکي ټکي
و.افغان
28.04.2011
وروڼو!
زه به تاسې ته يوه واقعي ټوکه ولیکم
زمونږ يو ملګری تازه تازه مدينې منورې ته راغلی وو، نو څو شوخ ملګري ورپسې شول،
او ورته ويې ويل: چې د مسجد نبوي له زيارت سره سم په تاسې عمره واجب شوه، او
د مسجد نبوي عمره همدلته کيږي.
هغه بېچاره باندې يې له ټول مسجد نبوي څخه طوافونه کړي وو.
بيا يې ورته ويلي وو، چې اوس به د مقام ابراهيم سره لمونځ کوې، ښه نو مقام ابراهيم
چېرته دی؟
په مسجد نبوي کې له امام څخه څو صفه شاته يو جيګ ځای دی، مئذنه ده، يعنې
مؤذنان هلته آذان او اقامت کوي، او لمونځونه خپل هم کوي، په دروازه کې يې پوليس
ولاړ وي، نو هغو شوخانو ده ته ويلي وو، چې همدغه مقام ابراهيم دی، پوليس به تا
نه پريږدي، داسې به وکړې، چې پوليس به ټېل وهې، او بيا هلته پورته شې، فورا به
نيت وتړې، او دوه رکعته لمونځ به وکړې، دغه کار يې هم پرې کړی وو، وايي چې
پوليسانو او مؤذنينو ورته خندل، خير چې لمونځ يې خلاص کړل، نو بيا يې ورباندې
سر هم خريلی وو. :lol: :lol: :lol: :lol:
دا ځينې بېخونده وايي چې: ملايان او طالبان هر وخت داسې تريخ تروش وي، خوښي
او خوشطبعي نه خوښوي، ملايان
او طالبان چې کوم د خوښۍ او خوشطبعۍ ژوند لري؛ زه وايم چې هيڅوک به يې نه لري.
خو کله چې دجديت وخت شي؛ نو بيا لکه د نر غوندې ميدان کې ودريږي، لکه څنګه
چې د افغانستان طالبان ولاړ دي.
فاذا کان الجد کانوا هم الرجال.
په درنښت
ګل ولي
29.04.2011
هههههههههه
وهاج صاحب زه به درته دیوبل پوهنتون دمحصلینو واقعی کیسه ولیکم
زموږ ځینی ملګری په یوبهرنی هیواد کی یو پوهنتون ته نوی راغلی وو نوددی پوهنتون قانون هم دانګریز نه بدتره سخت دی هرشی ته به بیل فارم ډکوی اودهرشي له پاره به کارت جوړوی .
نو یوڅوافغانان چی پخوانی محصلین وه دنوو هغو سره به دمرستی له پاره ګرځیدل په یوه اوبله شعبه کی به یی ژر کارورخلاصاوه ځکه بلد وو. د محصلینو دتګ راتګ له پاره پوهنتون خپل بسونه هم لری چی روزانه په ټاکلی مهال ویش دښار هرکونج ته محصلین وړي راوړي . کله چی کار ټول خلاص شو نو ورته ویی ویل اوس اخیری کار دا پاتی دی چی د بس موټرو له پاره هم کارټ جوړیږی . نونابلده هلکان وه ویل سمه ده نو دمحصلینو دچارو شعبی (قسم شئون الطلاب) ته یی وربرابر کړل چی هاغه فلانی سړی نه فورمه واخلۍ هغه به ډکه کړۍ اوبیابه دترانسپورت کارټ درکړی حال داچی دترانسپورت کارټ هیڅ وو نه په اجرآتو کی . د خوند ځای خو داوه چی مامور وظیفی ددی شیانو سره هیڅ ربط نه درلود یو خودا وه او بله دا چی هلکان نوی وه اوپردۍ ژبه یی هم سمه نه وه زده نو په ماته ګوډه ژبه دمامور پوهول ورته یو بل عذاب وه . :lol:
ملګرو چی ورته په دروازه کی کتل دخندا نه مړه وو. :D
نو دا نابلدی هم کله کله داسی لوبی کوی په سړی باندی. :)