د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
ادب ذوقه سپی
شمشاد شينواری
25.06.2004
يو ځل وزير اغا لندن ته تللی و، نو هلته د جام ساقي سره مېلمه شو. جام ساقي تر مشاعرې وروسته خپل سپی ورښکاره کړ او ويې ويل چې دا ډېر ادب ذوقه سپی دی. دا لومړی لمبر او دويم لمبر شاعران هم پيژني، چې دويم لمبر شاعر وويني، نو ورته غاپي، چې احمد فراز دلته راغلی و، نو ده ورته دوه ځلې غپلي وو، وزير اغا وخندل او ويې ويل که دا رښتيا هم ادب ذوقه سپی وي نو تا ته به يې شپه او ورځ غپلی.