د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ښوونکی – زده کوونکی

شمشاد شينواری
25.06.2004

..................................................... ښوونکی – زده کوونکی
پروفيسور شجاع احمد زيبا په تعليګړ ( هندوستان ) کې د پرو فيسور رشيد احمد صديقي په خوښو زده کوونکو کې و. زيبا صېب به غزلې هم ليکلې. يوه ورځ چې رشيد احمد صديقي د هغه غزل واورېده، نو ورته ويې ويل: ته دومره ښه نثر ليکلې نو ستا غزلې ليکلو ته څه اړتيا ده؟ څو ورځې وروسته زيبا صېب خپل ښونځي ته يوه مقاله ور کړه. هغه د مقالې تر لوستو وروسته زيبا صېب ته وويل: ته دومبره ښې غزلې ليکې نو په نثر ليکلو ځه خپل وخت خرابوې؟ زده کووکي په حيرانۍ سره وويل: څو ورځې وړاندې تاسو زه له شاعرۍ نه منع کړی وم او اوس مې د نثر ليکلو نه منع کوی. زه په دې خبره پوه نه شوم.
صديقي صېب ورته وخندل او په مينه يې ورته وويل تر څو چې زما په خبره نه يې پوه شوی نو شاعري هم کوه او نثر هم ليکه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more