د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
کاغذ پېچه ټوکه
سمسور منلى
24.04.2011
وايي یوه ښځه د ګاونډي کره د نوي ماشوم د ځیږیدنې په مناسبت د مبارکۍ لپاره لاړه او خپل زوی یې هم د ځانه سره بوته. خو د تګ نه وړاندې یې زوی ته وویل چې د نوي ځیږیدلي ماشوم غوږونه ډیر کوچني دي او ګوره چې مور ته یې په دې اړه څه ونه وایې چې بیا خفه کیږې.
کله چې کیناستل نو هلک د ګاونډي ښځې ته ویل: ترورې زما درته یوه توصیه ده هغه دا چې ماشوم ته دې د ګازرو شربت ډير ورکوه.
د ګاونډي ښځه: ولې؟
هلک: چې د سترګو دید یې ضعیفه نه شي.
د ګاونډي ښځه: نو دا خو کوم مشکل نه دی خو چشمې به ورته واخلو.
هلک: اصلي مشکل همدلته دی څنګه به یې پر سترګو کوي؟
:D :D :D