ادبي ټوکې ټکالې
د ماشوم پوښتنه
سمسور منلى
23.04.2011
یو ماشوم د خپلې امیدوارې مور خیټې ته لاس ونیو او پوښتنه یې وکړه: مورې! په دې کې دننه څوک دی؟
مور: دا دې ورور دی.
ماشوم: په تا ګران دی؟
مور: هو.
ماشوم: نو بیا دې ولې خوړلی؟
هوتک
23.04.2011
سلامونه،
سمسور صیب فورم ته پخیر راغلی.
نو بیا دې ولې خوړلی
هاهاهاهاهاهاهاهاها
یار ومې منلی.
سمسور منلى
23.04.2011
هوتک صاحب
د هرکلي او تشویق نه دې یوه نړۍ مننه.
پښتون.
23.04.2011
سمسور منلی صیب او ګران هوتک صیب سلامونه !
منلی صیب فورم ته ښه راغلاست ،همداسې په خوږو ټوکو مو لمانځه.
ټوکه ښه ټوکه ده زما له خوا یوه خوله خندا :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
يوه سوالګر د يوه ماشوم نه پوښتنه وكړه چې د كور په مخكې په زينو كې ناست وو((پلار دې په كور كې دي))
ماشوم وويل ((هو))
سوالګر څو ځلى دروازه وډبوله . د كور نه چا ځواب ورنكړ. سوالګر په غوصه د ماشوم په لور كتل . بيا يې ورته وويل . چې تا خو ويل چې پلار مې په كور كي دي.
ماشوم ورته په عاجزى وويل ((هو)) ځما پلار په كور كې دې خو دا كور زموږ نه دى
سمسور منلى
24.04.2011
پښتون صاحب تاسو نه هم ډیره مننه چې زما هرکلی مو کړی
بس تاسو خالي ما تشویقوئ د ټوکو غم مه کوئ.
اوس ستالپاره یوه سپیشل ټوکه هیله ده چې مورد قبول مو وګرځي:
وايي د یو سړي په خبرو کې ژبه نښته. تاسو به هم داسې خلک ډیر لیدلي وي چې کله خبرې کوي نو د کلمې په اول حرف کې یې ژبه ونښلي او د څو کرته تکرار نه وروسته یې بیا ژبه روانه شي او خبره وکړي.
نو دا سړی چې ژبه یې نښته د ملګرو سره کابل ته په چکر روان وه او ملګرو یې د لارې خرڅ او د مصارفو ټولې پیسې همده ته ورکړې وې. ده نو په ټوله لاره کې (مم مم مم مما) وکړل او بالآخره په همدې حالت کې کابل ته ورسیدل خو خبره یې ونه کړه. اخیر یې ملګرو ورته وویل: ته څه غواړې چې په ټوله لاره کې دې غوږونه راوخوړل.
هغه وویل: ما نه پیسې د یاده وتلي.
هغوی ته سخته غوسه ورغله چې دومره دې پازاب کړو ولې دې له اوله راته نه ویل. خیر خو بیرته وردګو ته ستانه شول خو دا ځل یې هم په ټوله لار کې (مم مم مم مما) وویل او تراخیره یې خبره تر خولې ونه وتله بالآخره ملګرو ترې وپوښتل چې ته څه ویل غواړې؟
هغه وویل: ما ټوکه کوله.
:D :D :D :D :D :D