ادبي ټوکې ټکالې
تهاڼېدار
شمشاد شينواری
25.06.2004
زموږ يو شاعر ملګری ناياب تاڼېوال نومېږي هغه يو ځل د فيصل فاران کور ته ورغلی و، چې هغه هم شاعر دی، خو فيصل په کور کې نه و، نو د هغه له پلار سره يې ليده شوي وو. د هغه پلار ته يې ويلي و چې فيصل راشي نو ورته ووايه چې ټاڼېوال راغلی و . ماښام چې فيصل کور ته راغلی و، نو پلار يې ورته ويلي وو هلکه تا څه ورانی کړی دی، نن درپسې يو تهاڼېدار راغلی و؟.
عبدالهادي حيران
09.07.2005
د محترم ورور شمشاد څخه احترامانه هيله کيږي چه د کومي مجلي يا خپرونۍ څخه څه اخذ کوي نو بايد چه د هغي مجلي يا خپروني او د ليکوال حواله ورسره ورکړي.
شمشاد ورور چه په ټول افغان ويب پاڼه کي کومي ټوکي ليکلي دي دا ما په کراچي کي ليکلي وي چه د کوټي په پالنه نومي مجله کي چاپ شوي دي او نوموړي د هغه ځاي څخه بي د کومي حوالي نقل کړي دي . مننه