د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

جيغه

شمشاد شينواری
25.06.2004

زموږ يوه ملګري د چيغه په نوم يوه مياشتنۍ مجله خپروله. دوې ګڼې يې پرله پسې چاپ شوې، خو درېيمه ګڼه يې چاپ نه شوه يو کال وروسته يې بيا د چاپولو اعلان وکړ، خو بيا هم اته مياشتې وځنډېده. په دې منځ کې چې به چا هغه ليده، نو سمدستي به يې پوښتنه ځنی کوله چې هلکه هغه ستا چيغه به کله راوځي؟ يوه ورځ چې هغه د دې پوښتنو نه تر پوزې راغلی و، چا بيا ځنې همغه پوښتنه وکړه نو هغه تر خولې نه يوه اوږده چيغه وايستله او ويې ويل دغه ده زما چيغه را ووتله؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more