د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ياران ولي روان دي؟؟؟

SADEQ MUSALMAN
20.04.2011

ياران ولي روان دي؟؟؟
له فورم نه دتګ ابتکاردنوروزخان دی
چې څوک ځي ده ته به يې ثواب ور رسېږي :wink:

دغم خبره داچې دټول افغان والوله خواهيڅ نه ورته ويل کېږي.
چې ولي؟ دڅه له پاره؟ مه ځه يادي په مخه ښه شه.

که له موږسره دټول افغان دواکدارانوچلندهمداسي وي نوبیاخوزه هم ځم.
څه دځان عزت خوراباندي تاوان نه دی :?:
:cry: :cry: :cry:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6930
:( :( :(
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6931
داڅه اورم؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


رښتینی
20.04.2011

صادق صاحب سلام اونیکی هیلی ومنه !

ښه موضوع دی رامنځته کړی ده په دی کی شک نشته چی
دټول افغان وال په دی خبرو پسی سر نه ګرځوی یوه لیکوال
دلته څو کلونه تیرکړی وی ښی په زړه پوری او رغنده لیکنی
یی کړی وی اوپه تیره بیا دټول افغان په پرمخیون کی یی
ونډه اخیستی وی خو کله چی خپه شی او دتګ تکل وکړی
دوی ځان هم نه خبروی بلکی ځینی یی لا ریشخند هم وهی
لکه نوروزخان ته یوه لیکلی دی :
مه ځه دلته شپه وکړه ......

په هرصورت که دا حال و نو ټول افغان به دیوالی کیږی
اومسئولیت به یی دهمدی مسئولینو په غاړه وی

په مینه


عنوان

tandar
20.04.2011

په بالکل تللو دټولو وروڼو خپه کيږو، مګر له تجربې نه داسې که وليکل شې چه په دا اوسنې نوم مې چه پيژنې درڅخه ولاړم او سبا مې په بل نوم سره اقلا لږ هر کلې وکړې :roll: :roll: :roll:
دټغر خط به ولاړ شې مګر هغه څوک چه دلته ې له يارانو سره اموخت اخيستې دې ،چيرته ځې :roll: :roll:
مننه


Re: عنوان

و.افغان
20.04.2011

تندر صاحب:
سمه او مناسبه خبره مو وليكله.
ما هم ليكله، خو بيا مي له زان سره وويل, سوك رانه خفه نشي.
شكست اجول خه كار نه دى، او دلته راتلل هم د وخت ضايع كول نه دي.
كه به حقوقي دول فوروم د كاموال شيرزاد صاحب وي؛ نو به عملي دول زمونز تولو ليكوالانو دى، تول محترم ورورنه دي، د جا به قيصه كي كيدل او نه كيدل دلته هيس معنا نه لري" سوك جي د خبل دين او وطن به باره كي د مسؤوليت احساس لري, نو د بل جا نه دي د تشكرئ انتظار نه كوي
زه هم يو ستاسو به شان يو شركت كوونكى يم، كه د وخت خبره وي، نو د زان نه بغير زه بل سوك دير مشغول نه وينم.
مننه
بشتو حروف مي كمبوتر كي في الحال نشته, معافي غوارم
درنشت

[quote:02fe5fa333="tandar"]په بالکل تللو دټولو وروڼو خپه کيږو، مګر له تجربې نه داسې که وليکل شې چه په دا اوسنې نوم مې چه پيژنې درڅخه ولاړم او سبا مې په بل نوم سره اقلا لږ هر کلې وکړې :roll: :roll: :roll:
دګلم خط به ولاړ شې مګر هغه څوک چه دلته ې له يارانو سره اموخت اخيستې دې ،چيرته ځې :roll: :roll:
مننه[/quote:02fe5fa333]


SADEQ MUSALMAN
21.04.2011

سلامونه اواحترامات عرض کوم.

حامدښه ليکلي
تندرکاږه ليکلي
وهاج سپېره ليکلي
اوما، ماخدای پاره ليکلي

وهاج صیب له سلام وروسته ، هلته چې دچاليکنه موپه زړه سمه نه وي نوسمدستي ورپسي
جارو رراواخلې اوله يوې مخي يې جاروکړې.
دښاردجاروکښوپه څېردي لرګی هم په جاروکي ټومبلی وي ترڅودي ملاوچه نه شي.
اوپه ورته موضوع کي بيادټول افغان يوليکوال شې چې هيڅ مسؤليت نه منې.

وهاج صیب سپينه به يې سره کوودغه دټوکوخونه ده سياست يااسلامي خونه نه ده
چې ستاسوترواک لاندي حکوم موليکنه ړنګه کړي.
ړنګه يې کړه زموږله پاره هيڅ تاوان نه دی تاوان ستاسواوټول افغان دی.
موږدملګرودخپګان په مخکي دسرورکولوته هم تياريوليکنه خوپه ځای پرېږده.

هيله ده خپه نشې غوصه مي درته راغله اوداخبري مي دټول افغان په ښه کړي دي.

بښنه کوه


عادل عادل
21.04.2011

السلام علیکم

ما چې د ښاغلي نوروز خان د خدای پامانی پیغام ولوست نو خدای شته ډیر خفه شوم، زه فکر نه کوم چې ښاغلی نوروز خان به د چا نه د خفګان په وجه میدان پرې ایښی وي، که داسې وای نو په وطن کې خو د ټول افغان د محیط نه په زیاته پیمانه خلک شته چې د ښاغلي نوروز خان د خفګان او ګیله مندی وړ به وي، نو هلته خو یې هم باید چې په طریقه اولی سره میدان پرې ایښی وای؟ خو داسې نه ده.

اصلي خبره دا ده چې د پرلیکه نړی په صفحو کې د خپلو لیکنو د ګټې په اهمیت مونږ او تاسو نه پوهیژو، درغنده لیکنو ګټور محصول زښت زیات دی، خو ددې خلاف مونږ خیال کوو چې زمونږ لیکنې چې وخت او انرژي مو پرې لګولي، یوازې یو څو هغه هم د بحث یو څو مخالف الرای ګډونوال لولي او بس، خو څوک خبر دي چې نه دا لیکنې به د نړی په شرق او غرب کې داسې انسانان هم لولي چې د دوی په فکر کې د مثبت آني انقلاب او خودکاره ژور تفکر سبب کیژي، دورته قلمي جدوجهد د محصول محاسبه یوازې الله ج ته ممکنه ده، مونږ یې تخمین نه شو کولای، نو ځکه راته هسې بې ګټې او د وخت ضیاع بریښي.

په هر حال ... :lol:

د ټوکو د خونې خیال به هم ستاتو :lol:

خونه خو هسې هم د ټوکو ده :lol: ، نو ایا لاندې بیت د یوه بامسولیته چلوونکي په رول کې په ښاغلي نوروز خان پسې لیکل شوی دی او که نه لیکونکي د کوژدن په شیفته منونکي دوران کې د پالنګ د ملکې په رول کې د سرو منګلو او لمدو سترګو زړه راښکونکی حالت تمثیل کړی دی؟ :)

مه ځه دلته شپه وکړه --- پاته شه باران دی


هوتک
21.04.2011

[quote:e1a761ae3a="SADEQ"]سلامونه اواحترامات عرض کوم.

حامدښه ليکلي
تندرکاږه ليکلي
وهاج سپېره ليکلي
اوما، ماخدای پاره ليکلي

وهاج صیب له سلام وروسته ، هلته چې دچاليکنه موپه زړه سمه نه وي نوسمدستي ورپسي
جارو رراواخلې اوله يوې مخي يې جاروکړې.
دښاردجاروکښوپه څېردي لرګی هم په جاروکي ټومبلی وي ترڅودي ملاوچه نه شي.
‏[/quote:e1a761ae3a]‎
له خولې او له قلمه دې قربان شم،
دا جارو کښو ته ولا زما خپله هم سخت طبعت خراب دی.
زما سره دغه مهمان او شهیر چپ راغلې چه لیکنه مې نه وې کړی بیا یې جارو پسې راکش کړې وې یوار خندا راسې او بیا مې زړه درد وکړې؟

الله ج دې ورته دنیکو هدایت وکړې؟
‎ ‎


و.افغان
21.04.2011

مننه عادل صاحب.
ديري شكلي خبري مو كري دي.
د دغي وروستئ خبري درانه راباندي د دغو نورو قيمتي خبرو به وجه سبك شول.
:) :) :)
به درنشت

[quote:7bd1bebdc5="عادل عادل"]السلام علیکم

ما چې د ښاغلي نوروز خان د خدای پامانی پیغام ولوست نو خدای شته ډیر خفه شوم، زه فکر نه کوم چې ښاغلی نوروز خان به د چا نه د خفګان په وجه میدان پرې ایښی وي، که داسې وای نو په وطن کې خو د ټول افغان د محیط نه په زیاته پیمانه خلک شته چې د ښاغلي نوروز خان د خفګان او ګیله مندی وړ به وي، نو هلته خو یې هم باید چې په طریقه اولی سره میدان پرې ایښی وای؟ خو داسې نه ده.

اصلي خبره دا ده چې د پرلیکه نړی په صفحو کې د خپلو لیکنو د ګټې په اهمیت مونږ او تاسو نه پوهیژو، درغنده لیکنو ګټور محصول زښت زیات دی، خو ددې خلاف مونږ خیال کوو چې زمونږ لیکنې چې وخت او انرژي مو پرې لګولي، یوازې یو څو هغه هم د بحث یو څو مخالف الرای ګډونوال لولي او بس، خو څوک خبر دي چې نه دا لیکنې به د نړی په شرق او غرب کې داسې انسانان هم لولي چې د دوی په فکر کې د مثبت آني انقلاب او خودکاره ژور تفکر سبب کیژي، دورته قلمي جدوجهد د محصول محاسبه یوازې الله ج ته ممکنه ده، مونږ یې تخمین نه شو کولای، نو ځکه راته هسې بې ګټې او د وخت ضیاع بریښي.

په هر حال ... :lol:

د ټوکو د خونې خیال به هم ستاتو :lol:

خونه خو هسې هم د ټوکو ده :lol: ، نو ایا لاندې بیت د یوه بامسولیته چلوونکي په رول کې په ښاغلي نوروز خان پسې لیکل شوی دی او که نه لیکونکي د کوژدن په شیفته منونکي دوران کې د پالنګ د ملکې په رول کې د سرو منګلو او لمدو سترګو زړه راښکونکی حالت تمثیل کړی دی؟ :)

مه ځه دلته شپه وکړه --- پاته شه باران دی[/quote:7bd1bebdc5]


Re: ياران ولي روان دي؟؟؟

پښتون.
21.04.2011

د هر څه مخکې نورزخان صاحب نه هیله ده چې په توده کې سړه مه راوله ،
او د قرار په ځاي فرار ته ترجیح مه ورکوه.او همداسی د ټول افغان د بحث فورم
ټولو ګډونوالو څخه دا هیله ده چې دا په دی توګه زه ځم ،زه لاړم او زه به دا وکړم
او هغه ، د نورو زړونو د فورم نه مه بدوی. زه په دی هیله یم چې مونږه ټول دا
هڅه وکړو چې په خپل چوکاټ کې دا فورم نورو هیوادوالو ته ور وپیژنو او
هغوی وهڅوو چې زمونږه سره يوځاي په بحثفورمونو کې ګډون وکړی او
زمونږه د تکړه لیکوالانو لکه نورزخان صاحب او نور محترم لیکوالانو د
لیکنو څخه ګټه واخلې.
[quote:7d044d5977="SADEQ"]ياران ولي روان دي؟؟؟
له فورم نه دتګ ابتکاردنوروزخان دی
چې څوک ځي ده ته به يې ثواب ور رسېږي :wink:

دغم خبره داچې دټول افغان والوله خواهيڅ نه ورته ويل کېږي.
چې ولي؟ دڅه له پاره؟ مه ځه يادي په مخه ښه شه.

که له موږسره دټول افغان دواکدارانوچلندهمداسي وي نوبیاخوزه هم ځم.
څه دځان عزت خوراباندي تاوان نه دی :?:
:cry: :cry: :cry:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6930
:( :( :(
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6931
داڅه اورم؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:7d044d5977]
د پتوال صاحب منت او زاری کفایت نکوي.که ماته دغسی شعر پتوال صاحب ولیکې ،د خو شحالې به مې څه حال وي الله ج پری ښه پوهیږي.

[quote:7d044d5977="پتوال"][color=yellow:7d044d5977]سبحان الله ، نوروز خانه ملا عبدالستار زرمتي صاحب
السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ![/color:7d044d5977][color=blue:7d044d5977]

که وخت دې وي بايللی نو ډير زړونه دېم ګټلي
.......................... خلوص او صداقت کې دې د سيخ غوندې ټومبلي

د ستا وداع وداع ته مې زړه سم له غمه رېږدي
........................... دوستان دمحبت به څوک په نيمه لار کې پريږدي

منت درته کو مه ګران ملا عبدالستاره
................................................ راځه کله ناکله فقط څو شېبو له پاره

بحث نه خو مرکه کوه دبحث په حجره کې
............................ پوښتنې لنډ ځواب که نور يې مه اوسه قصه کې

دليل او استدلال به درنه نه غواړي ياران
....................................... راوړه ګل نوروزه دې حجرې ته بهاران[/color:7d044d5977][/quote:7d044d5977]


عبد السلام
22.04.2011

[color=darkblue:de1792741c]مه ځه دلته شپه وکړه --- پاته شه باران دی[/color:de1792741c]
درنو ودوستانو ته سلامونه !
یاره عادل صاحب ، که زه تللی وای او هغه ددیګانانو په اصطلاح چا را پسې تور دیګی راکولې کړی وای باک یې نه وو ، اوما به هم ورته ښه په اخلاص خندلي وای ، خود نوروزخان په شا ن د یو تکړه ، په خپله خبره پوه لیکوال پسې چې دې پاڼې ته یې پرته دښکلو لیکنو نور څه نه دي راوړي توره کټوه کولول ، بله معنی لري ، هغه داړم صیب په و ینا ټکی ټکی ټکي :oops:


اړم
22.04.2011

نوروز خان لالا خو ښه شكست ګډ كړو.
په نوروز خان لالا كه دا فورم اباد وي خداي دى همدا نن وران كړي.
هغه صرف يوه ټوكه اوكړه او تاسى دومره ټکي ټکي ټکي


شيرين جان
22.04.2011

[quote:b34c7326bd]یوار خندا راسې او بیا مې زړه درد وکړې؟ [/quote:b34c7326bd]
په دی خبره په شاتو لړلې یوه مشهوره ټوکه رایاده شوه ، وخت راسره کم دی په اشارو او اختصار به یی وکړم هغه چی په ښار کې غلاوې زیاتی شوی وې اوباچا امر وکړ چاچی کوم شی غلا کړی وي په ک... یی ورننباسۍ . نور چی یو سړی ملۍ غلا کړې وه بیا یی کله خندل او کله یی ژړل.... :) چی ترما وروسته یو سړی هنډواڼه غلا کړې خندا په دې راځي چی هغه ته به څرنګه جزا ورکوۍ؟ :)
مایی مهم نقاط ولیکل که چاته ورپه یاد شوی وی مکمله دی ولیکي.


SADEQ MUSALMAN
22.04.2011

[quote:592701185a]په ښار کې غلاوې زیاتی شوی وې اوباچا امر وکړ چاچی کوم شی غلا کړی وي په ک... یی ورننباسۍ . نور چی یو سړی ملۍ غلا کړې وه بیا یی کله خندل او کله یی ژړل.... Smile چی ترما وروسته یو سړی هنډواڼه غلا کړې خندا په دې راځي چی هغه ته به څرنګه جزا ورکوۍ؟ [/quote:592701185a]
:lol: :D :lol: :D :D
دې ته خوبه وهاج صاحب هم حيران وي :wink:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عبد السلام
23.04.2011

[quote:5ddff7e473] او تاسى دومره ټکي ټکي ټکي[/quote:5ddff7e473]
اړم صاحب ! دا ټکي ټکي ټکي ، خو ستا اختراع ،او ښه سمه په ځای هم ده ، نوته ولې پسې ګرڅې ؟ او داهم را ته ووایه چې ټوکه چا کړی ، نوروز خان اوکه وهاج افغان ؟


هوتک
23.04.2011

سلامونه.
یاره نوروزخان صیب غاړی دې بندیږی چه زموږ لیکنی لولې او وخپلو لیکنو ته دې تژې پرې ایښی یو هر وخت چه فورم ته راسم پر زدکړیال باندی مې سترګې ولګیږې سخت خفه سم چه نوروز صیب ولې داسې کوی-
او نور دی هم هیڅ درنسته ،


و.افغان
25.04.2011

نه پوهېږم چې د دې وروڼو زړونه ولې راته داسې ډک وه.
ځه ښه ده، چې د زړونو بړاس يې وويست.
د نوروزخان تر ايډيال لاندې ليکوال په تګ زه هم ستومانه يم، د دغه ايډيال ممثل په
ټول فوروم کې يواځينی کس وو؛ چې له سپکو سپورو پرته يې د طالبانو د اسلامي
امارت له خوا په مدللـه او معقوله توګه ځواب ورکاوه.
دا چې ځوابونه يې تر کومه حده د قبول او رد وړ وه، بېله خبره ده، ليکن د ځوابونو طرز
او طريقه يې د اوچتې ستاينې وړ ده.
مه ځه دلته شپه وکړه، پاتې شه باران دی.
زما له خوا د هغه په تګ باندې د ناخوښۍ يوه څرګندونه وبولئ.
که چا غلطه شاربلې وي؛ نو خير حسن ظن به يې وبولم.

ـــــــــــــــــــ
له ټول افغان نه ولي خلک روان شول؟؟؟
ايادلته وخت ضايع کېږي؟ 5% [ 1 ] / د نوروزخان نظر، او تر نورو کمزوری.
ايادټول افغان والوچلندخراب دی؟ 33% [ 6 ] د حامد او صادق نظر.
اياپه ټول افغان کي څه زده کېږي نه؟ 0% [ 0 ]
اياتلونکي دټول افغان په اهميت نه پوهېږي؟ 22% [ 4 ] د عادل عادل نظر.
اوکه بله وجه ده؟ 38% [ 7 ] زما نظر. او تر ټولو ځواکمن نظر. که چېرې د عادل
عادل نظر هم ورسره ملګری شي؛ نو 58٪ ته رسيږي.
نو اوس په کې څه وايئ؟؟؟
په درنښت


Kamil
30.04.2011

که دا حال وي والله که يو هم پاتی شي.
مخکی به چی راغلې په يوه ښه موضوع به دی سترګی اولګيدی نو يو څه به تری
مستفيد شوی; اوس خو چی راشی نو دکنځلو او د بدو ردو چل به ښه زده کړی نور څه نه.


اړم
30.04.2011

[quote:b9de1ff092][color=white:b9de1ff092]ياران ولی روان دي[/color:b9de1ff092][/quote:b9de1ff092]
ياران ځکه روان دي چی دلته د[color=red:b9de1ff092][size=7:b9de1ff092]بواسيرو[/size:b9de1ff092][/color:b9de1ff092] او د[color=green:b9de1ff092][size=9:b9de1ff092] کينسر[/size:b9de1ff092] [/color:b9de1ff092]د دانو بيځايه اپريشنونه 
شروع شويدي نو هغه څوک چی مريضان نه دي خامخا به تښتي هسی نه چی د املوکو په تول کی لاړ شي نور ټکي ټکي


و.افغان
01.05.2011

بس دی وروڼو!
ستاسو هم لکه چې ښکنځل خوښ دي، هسې خوشې خپل او د نورو وخت مه ضايع کوئ، هغه
مقصود غړي ته هم لږ وخت ورکړئ، چې خپل کردار بدل کړي.
دا سکالو نوره بيخي وتړئ.
مسؤولين دې ټولې اړونده موضوعګانې ړنګې يا وتړي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more