د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

م
13.04.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یو وخت دټولوفورمانو غوندې دادټوکو فورم هم داسې ګرم وه ، لکه داندړو اتڼ ، سپین ږیری تندر ، ځوان هوتک ، ملاطوره قریش اوخبرلوڅ پوختون به په کې تورغومبر جوړ کړی وه ، زه به هم کله ناکله مجلس ته ورګډ شوم ، خو غلی به کیناستم او بیرته به په ادب پاڅیدم ، له ډاره به مې څه نه شوای ویلی ، دوی سم ائتلاف جوړ کړای وه ، چې هوتک به څلور ضلعي باله ،دټول افغان له جونګړې یې سمه پاچاهي جوړه وه ، که به کوم نابلده میلمه ورپیښ شو ، نو دریشخند لپاره به یې دپاکستان دپولیسو مسخره ورسره شروع کړه ، یو به ورته خوشک خوشک کیده ، ترڅو یي تررعب لاندې راولي او بل به ورته ویل ګوره خفه نه شي ، دابه دماغو کې لږ شاټي لري ، ددوی مجلس دومره خوږ وه چې سړی شپه او ورځ نه پرې مړیده .
مګر اوس نه پوهیږم هغه ښکلي خلک څه شول چې نه ښکاري ، :o :o


هوتک
13.04.2011

اسلام علیکم!
ملاصاحب بختوره الله ج دې راوله هغه زموږ کندهاریانو په اصطلاح (چیرې یې ناځوانه چه نه معلومیږې)
ولا بختور ملاصاحب که روشتیا ووایم هغه تیر وخت زما هم ډیر یادیږی؟
خو ګوره چه دچا بدو سترګو ووهلو سره ورک یې کړو؟
‏‎ ‎څومره خوند به یې کاوه چه زموږ څلورو به آنلاین ګپ شپ روان وو؟
او د ستا دشروة الصلات شاګرد به چه ګرمه موضوع ولیدل پرې راټوپ به یې کړه ویل زه یې پلار یم؟ولا ډیر خوند یې کاوه؟

نو اوس که ددوی په اړه زه معلومات درکړم نومشر ورور تندرصیب خو اوس دخپلې اتیا کلنی په شوق ورک دی؟
او قریش باندی دومره خبر یم چه په ډیر وخت کې یوه ورځ نیټ ته لاس رسی پیداکوی؟
اوګران ورور پښتون خو همدلته اوسې چه زه یې لیکنې ډیر په خوند لولم؟
او زما خو خپله دفورمه ولا زړه مات دی بس لیکنی لولم خو څه نه لیکم پټه خوله بیرته ځنې ځم؟
خوچه کومه موضوع مې ډیره خوښه سې بیا جواب ورته لیکم اوبس.‏
مننه‎ ‎


۰
13.04.2011

السلام علیکم
ملا بختورصیب الله دی وکړی چی بیا هاغه خندیدلی ،خندونکی،خنداراوړونکی او خنداجوړونکی ښکلی ښکلی خلک راشی.
تاسی د قریش صیب خبره کړی نو زه به هم ووایم چی الله دی وبښی ښه سړی وو
او الله دی جنتونه ورکړی او الله دی ګناهونه ورمعاف کړی ځمونو ملګری وو
:( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :(


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more