ادبي ټوکې ټکالې
فقیر او اعرابي
أبوخليل قدوسي
11.04.2011
يوه فقیر له يوه اعرابي څخه خیرات غوښت خو هغه يې له ورکړي انکار وکړ او ورته ويې ویل چي دومره څه راسره دي چي زما ګوذاره ورباندي وشي، فقیر ورته وويل چي هغه نېکان خلګ څه شول چي الله تعالی يې په هکله فرمايي :
الذين يؤثرون على أنفسهم ؟
نېکان هغه څوک دي چي ترځان يې په بل لوروي .
اعرابي ورته وويل :
هغوی خو له هغه چا سره لاړل چي په هکله يې الله تعالی فرمايي :
لا يسألون الناس إلحافاً
له چا څخه څه نه غواړي چي ورپوری نښتي او ورپسي شله وي
پښتون.
12.04.2011
ډیره له پنده ډکه او زړه پوری ټوکه ده. :D
یو فقیر ،امیر ته راغی او هغه ته يې وویل:
ددې ايت په اساس ( انما المومنین اخوه) چې مؤمینان سره ورونه دي زه ستا په مال کې ونډه لرم ځکه ستا ورور یم
امیر هغه ته یو دینار ورکړ
فقیر په غوسه وویل: دا ډیر لږ دي!
امیر ځواب ورکړ : اې فقیره ته یوازې زما ورور نه یې بلکې ټول مؤمینان زماورونه دي که زما مال پر هغووویشې تا ته ددې ډیر نه رسیږي. :wink:
SADEQ MUSALMAN
12.04.2011
يوفقيرپه لاره ولاړواوله هرسړي نه يې لس روپۍ غوښتلې
يووخت يې خواته يوچرسي راغی په لاره تلونکوته يې غږکړدالله په نام
يوه روپۍ راکړئ خلکوټولوهغه ته روپۍ ورکولې اوفقيرپه ځای پاتي شو
اخرفقيرورته وويل :
ورک شه له دې ځایه زماګراک دي راخراب کړ. :wink:
م . ق
16.04.2011
..........