د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

اصلي شات كوم دي ؟

أبوخليل قدوسي
08.04.2011

زما یوه تجربه ده چي اصلي شات که دوه یا درې چمچې په يوه سپین هوار غاب کي واچوې او بیا نارمل اوبه نه ګرمي نه یخي دومره پکی واچوې چي شات پټ کړي او دا غاب په افقي شکل ښوروې ترڅو شات پکي ویلي شي .
که دبورې یا کم اصل شات وي نو هغه به په اوبو کي حل شي خو کومه نښه به يې پاته نشي او اصلي شات داوبو په دننه کي دغاب په مخ دمچيو مسدسات یا هماغه ځاله جوړوي کوم چي دا شات ورنه اخېستل شوي وي او دا تر یوې دقیقي پوري ښه واضح ښکاري .
ووایاست سبحان الله


SADEQ MUSALMAN
09.04.2011

سلام
لومړی ځل دی چې له شات خرڅونکي داصلي اوردي عسلودپېژندني طريقه اورم.
قدوسي صاحب مننه
اوپه دې ښې طريقې ته دي
سبحان الله


پښتون.
10.04.2011

السلام علیکم ښاغلې قدوسي!
ډیر په زړه پوری او ګټور مالومات مو وړاندی کړی دي ،که چیری مو ټوکه نه وي کړی.
بیا خو دا پکار و چې د تندر صیب خبره هغه د سوداګرۍ، پانګونې او تشنابثاتو په ځای کې مو خوندي کړی وی.چې د سوادګرو پام ورته شي.
صادق صیب ته څه خبر یې چې قدوسي صاحب د شاتو هټۍ لري.
او قدوسي صاحب تاسو ولې ځان ته ابوخلیل وایاست؟،دا نشئ کیدای چې ووایاست د خلیل پلار.
مننه


SADEQ MUSALMAN
10.04.2011

سلامونه
[quote:4b34a6958e]صادق صیب ته څه خبر یې چې قدوسي صاحب د شاتو هټۍ لري. [/quote:4b34a6958e]
دادي ځواب
[quote:4b34a6958e]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6842
زه په اماراتو کي شات خرڅوم کله ناکله ځېني عرب اخېستونکي رانه پوښتنه وکړي چي (کیف تعرف العسل الأصلي ؟ ) اصلي عسل څرنګه پېژندل کېږي ؟
نو زه ددې په ځای چي خپل سر وخوږوم په لنډو ټکو کي هغه ته غالباً همداسي وايم :
إذا اشتريت مني فاعلم أنه العسل الأصلي وإن اشتريت من غيري فيحتمل أن يكون رديئاٌ)
که يې له مانه واخلې نو پوه شه چي اصلي شات داخېستي دي او که يې له بل چانه واخلې نو ددې احتمال شته چي کم اصل وي .
هغه هم قانع شي او هم وخاندي او بیا څه راته وايي ؟\
والله أنت العسل .
والله چي ته پخپله عسل يې بس بيا يې جېب ووهم [/quote:4b34a6958e]

پښتون ليکلي
[quote:4b34a6958e]او قدوسي صاحب تاسو ولې ځان ته ابوخلیل وایاست؟،دا نشئ کیدای چې ووایاست د خلیل پلار. [/quote:4b34a6958e]
تراوسه له عربوسره اوسېږي هلته به يې بدلوي چې ستا(پښتون) سره يوځای شي.
چې چېرته اوسې په خوئ به دهغوسې


بشري
10.04.2011

د ټول افغان په لومړي مخ موبه مضمون لوستلی وي چې: حقپال د حکمتیار سکرتر!
نو صادقه زه ډاریږم چې څوک ونه وايي چې صادق دابوخلیل قدوسي سکرتر! :wink:
:) :) :) :) :) :) :)


له صادق صاحب څخه ډېره مننه

أبوخليل قدوسي
10.04.2011

وروڼو يوځل بيا السلام علیکم
زما دلیکني موخه داوه چي تاسو هم خپل معلومات راسره شریک کړئ خو اوس داسي فکر کوم چي تاسو زما له خبرو شېره باسئ .
دصادق صاحب دي ډېر کور ودان وي چي زما اوږه يې سپکه کړه که نه نو له دې پښتون وروره به مي په مشکل ځان خلاصاوه.
ټوکي به هم کوو خو دلیکنو موخه به مو دمعلوماتو شریکول وي که بد وايم پښتون وروره په ډاګه راته ووايه (ډېره مننه له تاسو ټولونه)


SADEQ MUSALMAN
11.04.2011

[quote:5e22d78a5e]د ټول افغان په لومړي مخ موبه مضمون لوستلی وي چې: حقپال د حکمتیار سکرتر!
نو صادقه زه ډاریږم چې څوک ونه وايي چې صادق دابوخلیل قدوسي سکرتر! Wink[/quote:5e22d78a5e]
ههههههههه
بشري ! له مرګه هېرشې.
دابوخليل قدوسي سکرترنه يم اوځيرک هم ځان نه ګڼم البته ځيرک غوندي
يم اوحافظه مي ماشاالله په دې زړبودۍ ( زيات عمر ) هم لاقوي ده دخداي په فضل.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6842
په دې موضوع کي له تاسو ( بشري ) روانيولي ترپښتون پوري ټولوګډون کړی خوپه دې ځوانه ځواني اوقوي حافظه درنه هېره شوي. :wink:

اوله قدوسي صاحب نه مننه چې معلومات يې راسره شريک کړل.

خودپښتون خبره په ځای اوخندونکي ده
[quote:5e22d78a5e]خو دا پکار و چې د تندر صیب خبره هغه د سوداګرۍ، پانګونې او تشنابثاتو په ځای کې مو خوندي کړی وی.چې د سوادګرو پام ورته شي. [/quote:5e22d78a5e]
:lol: :D :lol: :D :lol: :D


Re: له صادق صاحب څخه ډېره مننه

پښتون.
12.04.2011

[quote:7d246e9ef7="أبوخليل قدوسي"]وروڼو يوځل بيا السلام علیکم
زما دلیکني موخه داوه چي تاسو هم خپل معلومات راسره شریک کړئ خو اوس داسي فکر کوم چي تاسو زما له خبرو شېره باسئ .
دصادق صاحب دي ډېر کور ودان وي چي زما اوږه يې سپکه کړه که نه نو له دې پښتون وروره به مي په مشکل ځان خلاصاوه.
ټوکي به هم کوو خو دلیکنو موخه به مو دمعلوماتو شریکول وي که بد وايم پښتون وروره په ډاګه راته ووايه (ډېره مننه له تاسو ټولونه)[/quote:7d246e9ef7]
السلام علیکم أبوخليل قدوسي صاحب!
ما پورته هم لیکلې دي چې دا خو ډیر ګټور معلومات دی خو خبرو نه خبری جوړیږی او د پوښتنې نه پوښتنې ولاړیږي.نو ځکه مو یو څه شیره ستا له لیکنې را وویسته او د ملګرو سره مو ګډ کړل چې خولې ئې خوږی شي.
نو په ډاګه وایم چې معلومات مو ګټور او خبری دی قندو شکری دي.
مننه.


عادل عادل
03.05.2011

السلام علیکم

پښتون صاحب د ښاغلي قدوسي صاحب په توصیف کې لیکلي دي:-

[quote:4bf42c195a].........................او خبری دی قندو شکری دي.[/quote:4bf42c195a]

خدای ج دې جوړ کړه پښتونه! ...... ، قدوسي صاحب د خپلو اصیلو؟؟ شاتو څومره حکیمانه صفتونه وکړل او ستاسو ځواب باالاخره ...... قند او شکرې !!! :)


chaparharay
04.05.2011

یعني پښتون صیب د قدوسي صیب په شهدو د قندوشکرو[بوري]ګمان کوي
خو ځه خیر بوره هم دخوراک شي دي او په قیمت کي هم له شهدو سره ډیر
تفاوت نه لري داي بوره صحیح اګه اهلي واهله اګه نه اهلي چمبړي کي ګوتی مه وه!!! :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more