ادبي ټوکې ټکالې
د ځان سره خبری کول،دا ټوکه نده!
پښتون.
08.04.2011
ولې بعضی د ځان سره خبری کوي یعنی دلته دا څه موده دا په څو نومونو یو کس لیکل کوي.هم پوښتنه او یا موضوع شروع کوي او هم خپله هغه موضوع ځوابوی او بیا د ځان ملاتړ هم کوي .چې د دی څه معنا ده؟
ایا دا خلک چې څه لیکې ،او بیا بیرته ځان ته په بل نوم لیکل کوي په ریښتیا نفسیاتی مریضان نه دی؟
له یویې خوا ملا توب کوي او نور تنبیه کوي ،د روا او ناروا ناری وهۍ او له بلې خوانه په بل نوم سپکې سپوری لیکۍ. :shock:
Kamil
08.04.2011
داسی کسان هسی خپل ځانته بنډار ګرموي، ماداولی ورځی نه چی دوي فورم ته راغلل اوپيژندل خوماويل پريږده چی لوبه ګرمه کړي.
دا هم يوه نوعه ټوکه ده.
ع کريم حليمي
09.04.2011
ترتیب خو ساقط دی ،دا خو د ټوکو خونه ده
د ټوکو په خونه کښی خو ډېره بده خبره نه ده ، د اسلام خوني ته راسي (
ګردۍ عینکي په سترکو ، ماش برینج اوږده ږیره ، پنډه بدنه ، چاغ مخ ګیردئ لکه د ګروۍ سرای ، د تور پاج بګړۍ) له قبح اوشنع الفاظو کار اخلي !! او په سبا بیا بیرته د یو تأدیب شوي شخص په صورت په بل سبک ، او بل قلم سره را ښکاره شي ، ته به وايي چه عمربن عبدالعزیز سر راښکاره کړ.
SADEQ MUSALMAN
09.04.2011
ددې کارمخه بايدهغه څوډب کړي چې په فورم کي په اصطلاح
ايډمينان دي
هغوئ ته ښکاري چې څوک په څونومونوليکل کوي
اوبل ټول افغان تخنيکي همکاردي يوچل وکړي زه يې ورپام کوم
هغه داچې يوې آی پي ( IP ) ته دي اجازه نه ورکوي چې په دوونومونوځان سبت کړي
ګني دلته خوپه خپله ايډمينانوچې نومونه يې له ډاره نشم اخستلای
په شپږونومونوځان سبت کړی دی.
نغده چغده بېلګه يې [size=29:0e19be3fa6]پښتون[/size:0e19be3fa6] دی
خپه نشې پښتونه
حقيقت به وايو :wink:
پښتون.
09.04.2011
ټولو ښاغلو ته السلام علیکم!
صادق صیب چې مخکی له دی به می تاسوته په کوم کوم نوم باندی سلام کړی وي،که د بیلګې په توګه دی زما یو بل نوم هم اخیستې وی نو زه به هم خبر شوی وی چې زما لخوا هم څوک لیکنې کوي،ځکه ما ته خو خپل همدا یو نوم معلوم دی او د بل لپاره خو زه هډو وخت نلرم .
ستاسو نظر د ای پی په اړه چې د یو ای پی نه دی یو نوم ته اجازه ورکړل شی هم ښه دی او هم ښه ندی. ښه ندی له دی لپاره چې بیا به دا فورم بلکل شړ شي او ښه یې تاسو لیکلې دی.
زه خو وایم چې لکه د ټوکې ټکالې خونه چې د ټول افغان ای ډی بغیر نشی راننوتلې،همداسی ټولو خونو ته یو قلف یا تاله واچول شی یعنی څوک چې د ټول افغان د فورم ګډونوال نه اوسئ د ننوتو اجازه ونلری.او پدی کار سره به هغوی هم دی ته اړ شی چې ځان له دلته یوه ای ډی جوړه کړی او په فورم کې د لیکلو تجربه پیدا کړی.او دلته به هم نوی ګډونکوونکې او لیکوالان زیات شي.البته که چیری زمونږه نور لیکوالان دخپلو لیکنو لوستوونکې د لاسه ورکولو خطر احساس نکړی.
*******خو صادق صیب ماته به زما نور نومونه راښایئ.مننه