د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

غــــــــــــــــــــــــلا

Farhad zaheer
21.06.2004

غــــــــــــــــــــــــلا
دوه غله د غلا له پاره يوه کور ته
ورغله او دکور څخه يې ډير سامانونه
راوړل او ديوې ونې لاندې کينا ستل.
اول غله وويل : وروره راځه چې
سامان وويشو .
دوهم غله وويل : وخت ولې ضايع
کوې سبا به يې په اخبار کې وګورو چې
څومره سامان ستا کيږي او څومره سامان زما .



Adil watanmal
31.07.2004

د عزت وړ لوستونكو سلامونه مي ومني.

وائي يوه ورځ يوه ډله غله د يو كور ديوال سوري كوه چي د كور مالك پري خبر شوي اواز ئي پري وكړو چي سه كوي؟ غلو ورته وه ويل چي ډول وهو. د كور مالك وويل چي دا سنګه ډول دي چي اواز ئي نه اوريدل كيږي؟ غلو وويل چي ددي ډول اواز به صبا ته واوري. :D :D :D

عادل و طنمل


راځې چې وخاندو

Farhad zaheer
28.12.2004

هګۍ نه کول
کوم لا روی له لارې تيريدی چې يو نفر ګوري په چيغو ، چيغو ژاړي لا روي ورنه پوښتنه وکړه ولې ژاړي ؟ هغه وويل چرګه مې مړه ده ساده سړيه زما پلار مړ دی نه ژاړم او ستا چرګه مړه ده دومره ژاړې ؟ د چرګې خاوند ورته وويل زما چرګې خو هګۍ اچولې ستا پلار خو هګۍ نه اچولې .

ښوونکې او زده کوونکې
زده کوونکې دښوونکې صاحب څخه پوښتنه وکړه چې ولې په ټولو سينمايي فلمونو کې هغه څوک قهرمان وي چې ښځه لري ؟ ښوونکې جواب ورکړ هر نر چې ښځه لري هغه پخپله قهرمان دی .
سينما
يو کليوال سړی سينما ته ورغی په سينما کې جنايي او پوليسي فلم چليده څه وخت چې د سينما څخه راوتی دوست يې پوښتنه ځينې وکړه چې د فلم تعريف راته وکړه . کليوال سړي ورته وويل چې په نور څه نه پوهيږم خو يو شی ماوليده هغه دوه نفر به چې مخامخ شو يو بل يې واژه نو زه مجبوره وم چې دهر چالپاره فاتحه وايم اخير په ډېرو فاتحو ستړی شوم او دسينما څخه راووتم او سينمامې پرېښوده.
جای نماز
يوغل د شپې کوم کور ته دغلا لپاره ورغې هر څه چې وګرزيده څه يې پيدانکړه اخر يې يو جای نماز پيدا کړ هغه يې راواخيسته کور والا چې غل دمخه لا څاری ورته ويې ويل وروره دامه وړه زه لمونځ پر کوم ؟ غله مخ ورته راواړوه او کور والا ته مخاطب شو ولې زه مسلمان نه يم .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more