ادبي ټوکې ټکالې
دي کوچانو ټوکي شروع کوم ( اجازه ده ؟)
G U L A P
08.04.2011
دي کوچانو ټوکي شروع کوم ، اجازه راکوئ کنه ؟
که کوم کوچی موچی وي ، دهغه مخې ته دې دیوال وي
SADEQ MUSALMAN
08.04.2011
ګلاپه پام کوه :oops:
يوه ورځ زمايوملګري زماپه مخکي دکوچيانوټوکه اوبيامخامخ ماته وکړه
خيرده بې چاره دلقمان حکيم نصحت نه وعملي کړی چې که دورځي غږېدې نومخ اوڅټ ته ګوره چې په مجلس کي داسي څوک نه وي چې ستاخبرپرې درنه شي.
نه له ټوکي سمدستي وروسته مي ورته کړه چې مخامخ چې ورته ووايي سړی
خپه کېږي هم نه. :wink:
مادومره غټه خبره ونه کړه خوپه مجلس کي دخندايوپړق اونوموړی ټوکي ښه خړشو.
نوره نوستاخوښه
G U L A P
09.04.2011
د موږ یو کوچی ملګری وه ، مور ته یی خط لیکلی وه اوپای کی یی دا کاکړی لیکلی وه
له کنډو درواوړم سرې
که مات کړم کولپ د دروازې
G U L A P
09.04.2011
د کوچانو بله ټوکه
غوږ ټینګ ورته ونیسی
دغزنی په ناوه کی وایی یومشهور ملک سخت مریض وه ،دناوې کوچان چی نور یی دکډو وخت وه ، خاص دهمدی ملک د اسقات او خیرات لپاره معتل وه ، دوی ویل چی نن به مري سبابه مري ،په دی کي څوهفتي باندی ووتې ،اخر سخت په غوسه شول چی دا بدبخته نه مړکیږی درځی چي باریږو ، نودکډو په تړلو یي شروع وکړه پیټي یي وتړل ، او تګ ته چمتو شول ، په دی وخت کی یی سوچ وکړ چی تاسی راځی یو وار بیا هم پوښتنه باندی وکړو چی مړ شوی کنه ؟
نو دمعلومات لپاره یی یوسړی دملک کلي ته ورولیږه ، سړی چې ورغی چي پوښتنه یي وکړه ملک مړ شوی وه ، نوپه ډیر منډه بیرته راوګرځیده ، اوچی کله خپلو کوچانو ته رانږدی شو، نوپه یوه لوړ ځای ودریده او په زوره یي خپلو نورو کوچانو ته ورچیغه کړه چې ( مه لیږدئ راکړې یې ده )
SADEQ MUSALMAN
09.04.2011
ښې ټوکي دي
خيرکه ماته مونه دي پکي کتلي :oops:
داخري ټوکي په اخري لفظ پوه نه شوم چې دکوچي مرادچښی وو.؟