د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د امين انتخاب شوي ادبي فكاهات


Kliwal
21.06.2004

[color=red:fe2a122ad5]{!} د لوونو په مهال جګړه:[/color:fe2a122ad5]
وايي ددوو كلو تر منيځ د لوونو په مهال جګړه ونښته، جګړه سره شوه هرچا خپل لور په لاس اوخپل بټي پريښود او د خپل كلي په صف كې ودريد ترڅو د مقابل لوري سره جګړې ته چمتو وي پدي وخت كې يو سپينږيري اواز كړ چه ټول خپل لرونه كيږدي چه پري خوږ نشو.
[color=red:fe2a122ad5]{2} ښځه په مو ټر كې:[/color:fe2a122ad5]
وايي چه يوه ښځه د اول ځل لپاره په موټر كې سپره شوه، كله چه موټر ته وختله د موټروان چوكۍ يې خالي وليده او ښه ورته ښكاره شوه نو سم د لاسه پري كېناسته، كله چه موټروان راغي نو ورته ويې ويل: خورې ته لرې شه چه زه دلته كښېنم او مو تر وچلوم، نو ښځې ورته وويل: وروره زه اوس ناسته يم د بل ځاي نه يې وچلوه.
[color=red:fe2a122ad5]{3} سينما او ښځه[/color:fe2a122ad5]
وايي چه يو سړی او ښځه يې د اول ځل لپاره سينما ته لاږل نو گوري چه په فلم كې لوي غوايي په را منډو دي ښځې خپل ميړه ته مخ كړ راځه چه غوايي مو خوږ نكړي، سړي وويل سادگي نه پوهېري چه دا فلم دي ښځې په ځواب كې ورته وويل مو نږ خو پوهيرو چه فلم دي خو غوايي په دې نه پوهېري، او زمونږ پخوا به راشي.
[color=red:fe2a122ad5]{4} مرور ماشوم:[/color:fe2a122ad5]
وايي وړوكي ماشوم د خوراك په سر له مور نه مرور شو او لرې كېناست مور يې لږڅه بېل په يوه كاسه كې واچول او لرې يې كېښودل ماشوم پوه شو چه كېدای شي دا يې ماته ايښي وي نو يې وويل زه خو دا نه خورم كه د بل چاته اښي وي نو كم دي
[color=red:fe2a122ad5]{5} لك څو ته وايي:[/color:fe2a122ad5]
وايي يوې ښځې له بلې نه پوښتنه وكړه چه خورې دا لك څو ته وايي هغې په جواب كې ورته وويل خورې لك ته لكه پورې فرق دي
نور بيا


hotak
23.06.2004

مامكه ستړاى ماشې
په كوران (قران) هغه ورزي مي دي اغه اوله فكاهي وليده ما كل (ويل) زاي (زوى)دي سترشه چرگه پدى ترخه شوروا چي فورم ته دي راوړي. چنداني فكاهي نه وه.خو دانن چي دي څه ليكلي خوند دي پرى كړى.كور دي ودان غله دي ډيره بچي دي ستر او كه كوژده نلرى خداى دي اول ما بيا تا په دغه غضب اخته كا :wink: :wink: :wink:
داد دښځوخبره دي وكړه نو زما هم پدى اړه يوه سل په سله ريښتيانۍ ټوكه درواخله.
دا اوس په افغانستان كي دامريكا اوكرزي له بركته موبايلونو او سټيلايټونو دزابل په څير وروسته پاتي سيمو ته هم مخه كړيده. په شاه جوى كي زموږ په كلي كي ديوى ښځي زوى ايران ته تللى وو.له هغه ځايه يى زوى ته ټيلفون راوكړ.زوى يى ورته وايي هلو هلو!!ښځه لدى لوري ورته وايي هلو نه يم موردي يم زويه :wink: :wink: :wink: :lol: :lol: :lol:
امين جانه كه خوا نه بدوى هغه دپرديسۍ ديارانو حجرى ته هم كله ناكله سر ورښكاره كوه.هلته هغه هلكان په ټوكه نه پوهيږي كله كله خو يوه بل ته سمي دمي كنځاوي وكړي.كه ته راغلى يو څه سړيبوت به زده كړي.
مينه مننه نصير احمد هوتك


وروركه


Kliwal
23.06.2004

به ګوندو سلامونه تاسو ته په مينه تقديميږي
آرام، سوكاله او هوسا مو غواړو
زه د ټول سره د پخوانه اشنايي لرم خو په دغه راشه درشه مې سر نه خلاصيده ايله بيله تيره هفته پدغه سر پوه شوم
نو مرستې ته ضرورت لرم هيله ده ويې نه سېموي او سمي لاري راته وښايې
او دپرديس هجرې ته درتګ خو راته لږ سخت ښكاره شو ځكه ټول ياران او ددوي بنډار ګرم وو او ماته هيڅ پته ونه لګيده چه له كوم ځاي نه يې پيل كړم او څه ووايم هسې ځان راته بيګانه ښكاره شو خير چه كله زما وار برابر شو بيا به زه ځان در لړه كړم كه خير وو.


Re: وروركه


Kliwal
24.06.2004

[quote="aminwardak"]به ګوندو سلامونه تاسو ته په مينه تقديميږي
آرام، سوكاله او هوسا مو غواړو
زه د ټول سره د پخوانه اشنايي لرم خو په دغه راشه درشه مې سر نه خلاصيده ايله بيله تيره هفته پدغه سر پوه شوم
نو مرستې ته ضرورت لرم هيله ده ويې نه سېموي او سمي لاري راته وښايې
او دپرديس هجرې ته درتګ خو راته لږ سخت ښكاره شو ځكه ټول ياران او ددوي بنډار ګرم وو او ستا خبره ټولي ټوكي ، سمي دمي كنځلي وي نو زه په دغه څيزونوكې ډير وارد نه، خير نورو ځايونو كې به سره وينو او يا كه سم وار برابر شو بيا ورشم.
به مينه


وروركه


Kliwal
24.06.2004

به ګوندو سلامونه تاسو ته په مينه تقديميږي
آرام، سوكاله او هوسا مو غواړو
زه د ټول سره د پخوانه اشنايي لرم خو په دغه راشه درشه مې سر نه خلاصيده ايله بيله تيره هفته پدغه سر پوه شوم
نو مرستې ته ضرورت لرم هيله ده ويې نه سېموي او سمي لاري راته وښايې
او دپرديس هجرې ته درتګ خو راته لږ سخت ښكاره شو ځكه ټول ياران او ددوي بنډار ګرم وو او ستا خبره ټولي ټوكي ، سمي دمي كنځلي وي نو زه په دغه څيزونوكې ډير وارد نه، خير نورو ځايونو كې به سره وينو او يا كه سم وار برابر شو بيا ورشم.
به مينه


دري فكاهات


Kliwal
24.06.2004

{6} نور سوال كول بند دي:
وايي چه په كوم ملك كې ده بېوزله او غريبو خلكو سوال كول منعه شول بيا په يوه سوالگر ورځ تنګه شوه او يوه دروازه يې ټك ټك كړه د سړي د راوتو سره سم يې سترگي كښته كړې او ويل يې: ( يوه خونه اولاد را پورې دي، وږي،نر او نور دي هغه بله ورځ مو ډوډۍ نه ده خوړلې پرون مو ډوډۍ نه خوړلې....) پدي وخت كي يې دكور خاوند ته پورته وكتل كه ګوري چه همغه لوى افسر دى كوم چه سوال كول منعه كړي وو نو سوالگر زر وويل:(... چه سبا هم ډوډۍ ونه خورم پروا يې نشته)
{7} ټوله شپه ويښه:
وايي دوه كسه ملگري څنگ په څنگ په اطاقونو كي اوسېدل، دا يو به وختي ويده كېده او دغه بل به لوى لوي بوټان په پښو كول او دېر ناوخته به راتلو، چه كله به راغى نو خپل بوټان به يې په زوره غورځول چه هغه ويده ملگري به يې را ويښ شو بله ورځ يې ورته وويل: چه وروره دا بوټان د لږ ورو اچوه زه له خوبه وزم،نو سبا چه راغي د عادت سره سم يې يو بوت وغورځولو او بيا خپل ويده ملگري ور په ياد شو نو دا بل بوت يې ورو كېښود، سحر يې د خپل ملگري نه د تېرې شپې پوښتنه وكړه چه خوب د څنگه وو، هغه وويل نن د هم د اول بوټ په غورځو لو را ويښ شوم او تر سهاره د بل بوټ په انتظار وم.
{8} وهابي هندو:
وايي په كوم ځاي كې يو ملا له هندو سره ورانه شوه نو يې د جمعي په خطبه كې خلكو ته وويل چه دغه هندو (وهابي) شوي نور لدېنه سودا مه كوي همغه وو چه د هندو سودا په ټپه ودرېده. بيا هندو زاريو زاريو ملا ته عذرونه وړاندې او خوشاله كړ چه هغه بيا خلكو ته اعلان وكر چه هندو بېرته سم شوي سودا ترينه كولاى شي.


دجائزي لايقه


Kliwal
26.06.2004

[color=red]{35}بچو مور:[/color]
وايي چه يوي هزاركي 34 زامن وزيرول او به 35م زوى د وخت باچا ( ظاهرشا) پرې خبر شو او را ويې بلله ترڅويوه جايزه وركړي، د باچا لخوا يې چي جايزه تر لاسه كوله نو خوشاله نه ښكارېده بيا باچا تري پوښتنه وشوه چه دا ولې خفه يې دومره لوي شرف د په برخه شو، دي وويل جه ( دا زامن به څه كړم، ټول هيڅ دي (يكش باشه مثل تو واري باشه) يو د وي ستا غوندي د وي.


دجائزي لايقه


Kliwal
26.06.2004

{35}بچو مور:
وايي چه يوي هزاركي 34 زامن وزيرول او به 35م زوى د وخت باچا ( ظاهرشا) پرې خبر شو او را ويې بلله ترڅويوه جايزه وركړي، د باچا لخوا يې چي جايزه تر لاسه كوله نو خوشاله نه ښكارېده بيا باچا تري پوښتنه وشوه چه دا ولې خفه يې دومره لوي شرف د په برخه شو، دي وويل جه ( دا زامن به څه كړم، ټول هيڅ دي (يكش باشه مثل تو واري باشه) يو د وي ستا غوندي د وي.


درس ته مزدور ونيسه


Kliwal
28.06.2004

[color=red:0f53ef5fe3]{{9}}درس ته مزدور ونيسه[/color:0f53ef5fe3]
وايي يو پلار خپل بچي ته وويل چه بچيه د غوا څرولو ته مزدور نيسم ته نور خپل سبق وايه. بچي يې ورته وويل پلاره سبق ته مزدور ونيسه غوا زه خپله څروم
{{10}} پل صراط:
وايي يو ملا مسلې كولې، ويل يې چه پل صراط تروېښته نازك او تر تېغ تېره دي، يو كس ور آواز كړ ملا صاحب خداى پاك دومره نازك كارونه نه كوي.
{{11}} ددوزخ ژور والى:
وايي يو ملا مسلې كولى، ويل يي چه ددوزخ تله دومره لرې او ژوره ده چه ډير پخوا يوه تيږه ور ګوزار شوې لا تر اوسه يې آخر ته نه ده رسېدلې، يو كس ورغږ كړ : ملا صاحب چېرته به بنده شوې وي.
{{12ْْ}} شينواري لوى قوم دي:
كوم ځاي كي چا چه پل صراط تروېښته نازك او تر تېغ تېره دي، ددوزخ په سر پروت دي پدې به هر سړى تيريږي. يو كس چه د شينوار په قوم پورې يې اړه لرله پدې خبره ډير پريشانه شو بيا يې ځان ته تسلي وركړه وويل (( ځه خير شينوارى لوى قوم دي خداى به څه چل ورسره وكړي
{{13}} په ډيران لمونځ كول:
وايي يو كس مسلې كولي چه په ډيران لمونځ نه كيږي يو كس ورته وويل چه ما خو وكولو كېده.



مجيب انګار
30.06.2004

[quote:239eadc0bd="مجيب الرحمن انګار"][img:239eadc0bd]http://www.sabawoon.com/gallery/darrenwhitside/images/afg04.jpg[/img:239eadc0bd][/quote:239eadc0bd]
پام کوه چې پوزه رانه غوڅه نه کړې !!!!!

[img:239eadc0bd]http://www.sabawoon.com/gallery/darrenwhitside/images/afg08.jpg[/img:239eadc0bd]

وۍ الله !!! څومره غوږې پيپسانې دي کاشکې چې هوتک هک څښلې وای


دوه نورې


Kliwal
06.07.2004

[color=red:99849c93ff][[ 14]] پلار دې غوا درته واخلي:[/color:99849c93ff]
وايي يو كس چې په يو ګيلاس كې يې شړومبۍ ( تروې) اچولې وې او څښلې يي پدې وخت يو مچ په ګيلاس كې ولويد نو دغه سړي نور هم پكښې غوټه كړ او ورته ويې ويل چې: داسې شړومبۍ د خوښيږي بيا د پلار ته ووايه چې غوا درته واخلي.
[color=red:99849c93ff][[15]]مضر مچ[/color:99849c93ff]
وايي يو كس په خپله مركبه سپور او يو ځاى ته روان ؤخو يو مچ يې له مخې سره تېر او بېر كېده، ډېر يې په تنګ كړ او په آخر كې يې را ونيو او وزرې يې ترېنه پرې كړې او ورته ويې ويل: اوس نو پياده راپسې راځه.



ع کريم حليمي
07.07.2004

يوه ځوان ته پلار واده ورکړی وو ٠ ډېر په ستړی وو ٠ مچ ئې مخه دري هوري کيدۍ ٠ ستړی وو له لاسه ئې نه وه
پوره چه له خوني ئې وباسي ٠ نو مچ ته ئې ويل وزه چابک که نې اوس به بابا ته ووايم چه تاته هم واده در وکړي ٠



Kliwal
14.07.2004

[color=red:ba4eac09fa]{16}روژه مې هم نيولې[/color:ba4eac09fa]
وايي يو كس په لمانځه ولاړ وو تر څنګ يې دوه نفرو ستاينه پيل كړه چې دا كس ډېر په لمانڅه په پابند دى، هېڅكله او په هر حال كې لمونځ نه قضا كوي، پدې وخت كې لمونځ كوونكي په ولاړه او ډېر په بيړه سلام وګرځاوه او ور غږ يې كړ چې روژه هم نيولې ده.
[color=darkred:ba4eac09fa][۱۷] نه زه جنت ته نه ځم[/color:ba4eac09fa]
وايي يو معلم په ټولګي كې ماشومانو ته د جنت په اړه معلومات وركول، په آخر كې يې له شاګردانو پوښتنه وكړه چې څوك غواړي جنت ته لاړ شي، ټولو لاسونه جګ كړل او هر ماشوم جنت ته د تلو تمه څرګنده كړه، خو يو ماشوم چوپ ناست ؤ معلم ترې وپوښتل: ته جنت ته نه ځې هغه وويل: نه ځكه ماته مې مور ويلي چې له مكتب نه به بله خوا نه ځې سيخ به كور ته راځې.
[color=red:ba4eac09fa][۱۸] ترڅو چې ته دلته ياستې:[/color:ba4eac09fa]
وايي يو پا چا د يو ملګري كورته ورغى او بيا يې د هغه د واړه ماشوم نه پوښتنه وكړه چې ستا كور ښه دى اوكه زما هغه ورته وويل تر څو چې ته دلته يې زمونږ كور ښه دى.



Kliwal
18.07.2004

[color=red:4cd8444555](19) لټه نګور: [/color:4cd8444555]
وايي د يو كس كړې نګور ډېره لټه وه، هېڅ كار يې نه كولو، بله ورځ (خواښي او خسر) دواړو سلا وكړه چې دغه نګور بايد په كار واچول شي نو دواړو جارو را واخيسته اويوه ويل زه به كوټه جارو كړم بل ويل نه زه به يې جارو كړم پدې سره يې شور ماشور جوړ كړ ترڅو خپله نګور خپلې دندې ته متوجه كړي او لدوى نه جارو واخلي خو هغې چې ددوى اخ ډب وليد نو يې ورته وويل چې: نوبت مراعات كړى نن يې يو او سبا يې بل جارو كړئ.
[color=darkred:4cd8444555](20) چې واده مې تاته مې څه را غوښتل[/color:4cd8444555] وايي يو كس يو پير ته ورغي او ددعا غوښتنه يې ترې وكړه چه: الله يو زوى وركړي خو پير ورته وويل: ته ښځه لرې؟ نوموړي ورته وويل: چې ښځه مې واى تاته مې څه را غوښتل.



Kliwal
18.07.2004

[color=red:8463ab2e4a](19) لټه نګور: [/color:8463ab2e4a]
وايي د يو كس كړې نګور ډېره لټه وه، هېڅ كار يې نه كولو، بله ورځ (خواښي او خسر) دواړو سلا وكړه چې دغه نګور بايد په كار واچول شي نو دواړو جارو را واخيسته اويوه ويل زه به كوټه جارو كړم بل ويل نه زه به يې جارو كړم پدې سره يې شور ماشور جوړ كړ ترڅو خپله نګور خپلې دندې ته متوجه كړي او لدوى نه جارو واخلي خو هغې چې ددوى اخ ډب وليد نو يې ورته وويل چې: نوبت مراعات كړى نن يې يو او سبا يې بل جارو كړئ.
[color=darkred:8463ab2e4a](20) چې واده مې تاته مې څه را غوښتل[/color:8463ab2e4a]
وايي يو كس يو پير ته ورغي او ددعا غوښتنه يې ترې وكړه چه: الله يو زوى وركړي خو پير ورته وويل: ته ښځه لرې؟ نوموړي ورته وويل: چې ښځه مې واى تاته مې څه را غوښتل.



Kliwal
18.07.2004

[color=red:990fff56d1][يوويشت:]هندو او مسلمان:[/color:990fff56d1]
وايي چې هندو او مسلمان په لاره د يو سفر ملګري شوي وو چې مسلمان په آس سپور او هندو پيدل روان وو خو د پيسو خورا لوى پېتى يې په شا وو په لاره كې هندو مسلمان ته وويل دا پېټى خو درسره واخله، مسلمان يو ناڅاپه ورته وويل زما آس ستومانه دي بيا دواړه سره چوپ او په چورت كې روان وو، مسلمان پدې كې چورت شو چې داخو مې ډېر بد كار وكړ خو هسې نه هم هندو دى پيسې به مې ترې اخيستې وې او آس به مې پونده كړى وو. او هندو په دې چورت كې تللى وو چه دا خو بچ شوم كه پيسې يې رانه اخيستې واى او رانه تښى واى بيا به مې څه كول، بيا په آس سپور كس ورته وويل: راوړه چې زه يې درته يوسم نو هندو جواب وركړ : كه تا چورت وواهه، ماهم چورت وواهه. زه مې خپل بار په خپله وړم.



Kliwal
18.07.2004

[color=red:2079e54286]{22} دنصر الدين وزه:[/color:2079e54286]
وايي نصرالدين يوه وزه تر پړي نيولې او په لاره يې روانه كړې وه خو هغه نه ورسره تله چا پرې غږ كړ چې : قصابۍ ته يې بيايې ، نصر الدين ورته وويل : دومره هم ورته ووايه بيا به ښه راسره لاړه شي.
[color=red:2079e54286]{23} ناروغه ډاكتر[/color:2079e54286]
وايي يو كس چې د سترګو ناروغي يې لرله يانې يو څيز به ورته دوه ښكارېدل، نو يوه ډاكتر ته ورغى كله يې چې په وره كې ودرېده نو يو ډاكتر ورته دوه ښكاره شول نو يې ورته وويل: په تاسو كې كوم يو ډاكتر دى، او ډاكتر هم په دغه بېمارۍ اخته وه هغه ورته وويل رش اوبير بار مه جوړه وئ بلكه يو يو راځئ او نو بت مراعات كړئ.


سخته ورځ


Kliwal
10.08.2004

([color=red:b4294594ef]24) د سختې ورځې لپاره:[/color:b4294594ef]
وايي يو كس يو ګيلن تېل په بازار كې واخيستل او بيا يې د كور په چت كې د سختې ورځې لپاره را وځړول ترڅو په هغه مهال ترې ګټه واخلي، بله ورځ يې ښځه مړه شوه، په شپه كې منډې ترړې ډېرې وې، چا ورته وويل دا تېل را كښته كړه چې، چراغ پرې بل كړو، مګر ده همغه خبره وكړه چې دا د سختې ورځې لپاره دي.
[color=red:b4294594ef](25) هسې مو روسان پرې خپه كړل:[/color:b4294594ef]
وايي د كليوالو په يوه مجلس كې د افغانستان په هكله خبرې اترې كېدې، هرچا د وطن بده ورځ بيانوله، په دوى كې يو لږ سپين ويونكي وه هغه ور غبرګه كړه چې:(( [size=18:b4294594ef]وركړه ددغه وطن د مخ ورك شي هسې مو شوريان پرې خپه كړل)).[/size:b4294594ef]



Kliwal
19.08.2004

[color=red:b423001ec9]((26)) يوه روپۍ درى بادرنګ:[/color:b423001ec9]
وايي يو كس يې خپل بچي ته يوه روپۍ وركړه او ورته ويې ويل چې ددې 3 (درى) بادرنګ راوړه بچي ورته وويل چې ددې خو يو بادرنګ كېږي ځكه بادرنګ په روپۍ روپۍ دى، پلار ورته وويل:
يو ترې په پيسو واخله. بل ترې را وتښتوه دريم به خپله درپسې را وار كړي دا به درى شي.



Kliwal
23.08.2004

[color=red:54e482600c](27) مونږ يې په هم پېژندو:[/color:54e482600c]
وايي يو څو كسان د (چوپان) د كلي څخه كابل ته تللي و، د لمانځه پر مهال يې خپل چادر په سرك وغوړولو او په لمانځه ودرېدل ځينې خلك چې پرې تېرېدل را تېرېدل نو ويل به يې: چوپانها را سي كنيد!! (يانې دغه شپنو ته ګورئ) بيا دغه خلك چې خپل ( چوپان) نامي كلي ته راغلل نو يې كليوالو ته ډېر وياړ ويل مونږ په كابل كې ټولو خلكو پېژندو. و يل يې چې داد د چوپان دي.
[color=darkred:54e482600c](۲8) زما بچي ته خو يو هارنګ وكړه.[/color:54e482600c]
وايي يو كس خپل وړوكى بچى په غېږ كې را وخيست او په سرك ودرېده كه ګوري چې يو لوې سروېس موټر په خورا تېزۍ سره را روان دى نوموړي سړي په ډېره بيړه د سرك مينځ ته شو او په ډېره واخطايى سره يې موټروان لاس وركړ، موټروان خيال وكړ لكه چې د سړي ماشوم د مرګ په حالت كې دى او بازار ته ځان رسول غواړي نو يې په ډېره سختۍ برېك ونيو او د ماشوم پلار ته يې زر كوه را خېژه خو د ماشوم پلار ورته په خورا مينه ناكه لهجه وويل محترمه استاده (موټروانه) دا زما بچي ته خو يو هارنګ وكړه!!!


salam


Kliwal
04.11.2004

[color=red:e90a7cf984](29)نه دغه او نه هغه خوا:[/color:e90a7cf984]
وايي د ظاهرشا د پاچاهۍ په مهال په يو ځاي كې يوه ډله داسې كسان راټول كړای شول چې عسكرۍ ته برابر وو، نو افسر غږ كړ: چاچې تر دوولسم پورې تعليم كړي هغه دې دغه خوا ته بېل شي او څوك چې بې تعليمه دي هغه دغه بل لوري ته ودريږي,همغه وو چې دوولسم پاسان دغه يوې او دا نور دغه بل لوري ته سره بيل شول خو يو كس په ځاي پاتې شو نه دغه خوا او دغه خواته تلو، ټول په حيراني سره ورته ګوري، افسرصيب ور وړاندې شو او وي ويل: چې ولې هلكه كه تعليم لرې نو دي خوا او كه تعليم نلرې دې بلې خوا ته شه خو نوموړي ځوان وويل: زه نه پوهيږم چې كومې خواته شم ځكه دوولسم مي ويلي خو په هيڅ نه پوهيږم اوس حيران يم چې د كومې ډلې سره ودرېږم!!! :lol: :lol:


غلطه ترجماني


Kliwal
17.05.2005

[color=red:6d1e5195ba](۳۰) غلطه ترجماني[/color:6d1e5195ba]
وايي امريكايي او د هغوى متحده ځواكونه د خپلو افغاني ملگرو په ملتيا د خوست په غرو رغو كې خواره واره شول، چې القاعده!! او طالبان وپلټي او ستۍ يې كړي، كه گوري چې يو سړى په كوم غره كې وسله په لاس او ډزې كوي، امريكايان په ډېر ډار او وېره ور نېږدې شول، سړى يې محاصره كړ، د خپلو ترجمانو په ژبه يې ورته وويل: څه كوې؟؟
هغه ويل: بوز (باز) ولم.
ترجمان: په هوا كې بوز ( وزه يا چېلۍ) څه كوي؟؟!! بيا يې امريكايي ته ترجمه كړه، چې دا په هوا كې بوز (وزه) ولي؟؟ نو په هوا كې وزه څه كوي دا حتما القاعده دى همداسې يې سترگې، لاس او پښې ور تړل او موټر ته يې ورټېله كړ او په بگرام كې يې زنداني كړ.
په تحقيق كې ترې پوښتنه وشوه، چې تا څه كول، نوموړي بېچاره په همغه خپله ښكلې لهجه ويل: بوز ( باز) مې ويشته او دوى را باندې راغلل، لاس او پښې مې يې وتړلې او دلته يې بندي كړم.
كوم پښتون يې په ژبه پوه شو، چې د نوموړي باز هدف دى، نه وزه. همغه وو چې د ترجمانانو غلطي رسوا شوه؟؟؟ :cry: :oops: :(


یوه بله توکه


Kliwal
06.08.2006

۳۱- د قاضی ګولنګ:

وایی د یو قاضی څخه له لاسه په داسې حالت کې قلم پرېوت، چې یو متهم یې په مخ کې ناست وو، نو متهم ورته وویل: قاضی صېب ګولنګ مو پر ځمکه ولوېد.
قاضی په قهرمنه لهجه ورته وویل: کم عقله دا قلم دی او که ګولنګ.
متهم وویل: نه، صېب دا ګولنګ دی ځکه د همدې په وسیله مو ماته دومره لویه کنده وکندوله، چې اوس هېڅ ترې را ختی نه شم. او ددې په وسیله مو زما هرڅه تالاولا کړل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more