د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

مچ او د فیل غوږ

أبوخليل قدوسي
07.04.2011

وايي چي په ژمني باراني ماښام کي یومچ دې ته اړشو چي د فیل په غوږ کي شپه تېره کړي چي کله سهار شو او لمر راوخوت مچ هم راووت او فيل ته يې په عذرونو ويلو پیل وکړ چي مشره ! خپه نشې، تېره شپه باران وو ، ترږمۍ وه ، اېسارشوم شپه مي ستا په غوږ کي تېره کړه تاته به مي ځور درکړی وي ډېره بښنه غواړم .
فیل په ځواب کي ورته وويل :
مچه ! ته خو عذرونه وايې او زه خو والله که لا ستا په راتګ خبر شوی يم او یا په تګ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more