ادبي ټوکې ټکالې
یادونه
أبوخليل قدوسي
07.04.2011
وروڼو دوخت دکمښت له کبله زه د ټول افغان دمینه والو بانډار ته ډېر لږ راځم او هغه وخت کله چي زما برېښنالیک ته دټول افغان له خوا یوبلن لیک راشي بيا ورته راښکاره شم نن هسي هم راغلی وم ما ویل يوه بله خاطره هم درسره شریکه کړم ستاسو په اجازه
زه په اماراتو کي شات خرڅوم کله ناکله ځېني عرب اخېستونکي رانه پوښتنه وکړي چي (کیف تعرف العسل الأصلي ؟ ) اصلي عسل څرنګه پېژندل کېږي ؟
نو زه ددې په ځای چي خپل سر وخوږوم په لنډو ټکو کي هغه ته غالباً همداسي وايم :
إذا اشتريت مني فاعلم أنه العسل الأصلي وإن اشتريت من غيري فيحتمل أن يكون رديئاٌ)
که يې له مانه واخلې نو پوه شه چي اصلي شات داخېستي دي او که يې له بل چانه واخلې نو ددې احتمال شته چي کم اصل وي .
هغه هم قانع شي او هم وخاندي او بیا څه راته وايي ؟\
والله أنت العسل .
والله چي ته پخپله عسل يې بس بيا يې جېب ووهم
(له لوستونکيو څخه ډېره مننه )
SADEQ MUSALMAN
07.04.2011
قدوسي صاحب که دومره اصلي شهدخرڅوې موږبه هم جيبونه درباندي ووه
زمايوملګری ستاپه څېرپه عربوکي مسافروخواوس راوتښتيد.
يوبل ملګري ويل چې کله به يې دوکان ته عرب راغلل اودپرش ياغالۍ پوښتنه به يې ترېوکړه
نوده به ورته ويل چې هذابخمس مأته ريال که اخلې واي خله ګني څه اوڅه دي کړي :lol:
خوتاسوچې ماشاالله په عربي کي په اصطلاح ډګري لرئ ډېرښه ځواب ورکوئ
ترڅوهم وخاندي اوهم يې دپولۍ ټک ته کېنوې.
أبوخليل قدوسي
07.04.2011
صاحبه ! جېب خو په غصه او تروه ټنډه کله هم نه وهل کېږي هرو مرو ګاهک خوشاله ساتې، خندوې به يې اوچي هرڅه يې ويل ښه ښه به ورته کوې ترڅوه پوه شي چي دا سړی ماته ډېر دقدر په سترګه ګوري بيا هغه پیسې څه چي ځان هم تر تا قربانوي .
او داسلام ستر پیغمبر ډېر ښه فرمایلي :
تبسمک في وجه أخيک صدقة .
ستا دمسلمان ورور په مخ کي ستا مسکا دایو ډول خیرات دی .
ډېره مننه ستاسو له پېرزويني څخه
بشري
07.04.2011
ابوخلیل قدوسی ! او دا اصلی شات رښتیا څرنګه پیژندل کیږي؟
چې ګپ په کي نه وي اوصحیح خبره وکړې.
SADEQ MUSALMAN
07.04.2011
چې درويې ښيي نوبيايې دی خرڅولی شي؟ :?:
و.افغان
07.04.2011
شات چې څومره زړيږي؛ هغومره يې خوږه ورکيږي، او تريخيږي، يوه ورځ يوه دوست
سره ناست وم، نو يو ګاک ورته راغی، لومړی يې لس او شل قسمونه ورکړل؛ چې په
سودا کې به ورسره ګڼکپتوب نه کوي، بيا يې ورته وويل: زه مريض يم، شوګر لرم،
داسې اصلي شات غواړم، چې خوږه په کې نه وي ګډه شوي؛ بوره يا چيني ونه لري،
صفا ستره وي، له
تفصيلاتو ورکولو وروسته يې ورته ځان معرفي کړ، چې په دولت کې لويه وظيفه لرم
او هغه مې ادرس دی، ستا لپاره هر خدمت کولی شم؛ خو سم شات به راکوي، ملګري
مې ورته سر ښوراوه، او ګام په ګام يې ډاډ ورکاوه، بيا پاڅېده، او له المارۍ څخه يې
زښت زاړه تور شات راوخيستل، پرې ويې خوړل، د سړي خوښ شو، ځکه چې خوږه يې
نه لرله؛ بلکه تروشي يې هم لرله، خو خبر ياستئ، په څو يې ورته حساب کړل؟
د پاکو تازه صفا شاتو د قيمت په درې چنده يې ورته حساب کړل.
بيا مې ملګري راته وويل: چې دغسې قيمت ورته ونه وايي، نو ګمان کوي چې شات
اصلي نه دي؛ او ضرور په کې مېلاوټ دی.
په درنښت
وهاج صاحب ته
أبوخليل قدوسي
07.04.2011
السلام عليكم
وهاج صاحب ښه وختونه درته غواړم مانه غوښتل چي درسره مخامخ شم ولي يوه ملګري راته ويلي وو چي ډېر تېز یا تندرو دی خو نن دي دشاتو او عطرو په خرڅوونکيو هم ضمني یرغل وکړ الله دي خیر کړي دادعطرو والا خو خیر غریبان خلګ دي خو دشاتو له نحالینو سره ډېر منظم پوځ وي خيال کوه.
کوم ورور چي داصلي شاتو پوښتنه کړي وه نو وهاج صیب يې تر ما مخکي ځواب ووايه او ديوه مفتي به فتوا سربېره بله فتوا ورکول جایز نه وي .
وهاج صاحب ماته ستا علمي لیکني ډېري په زړه پوري او دقدر او ستايني وړ وي لږ دا دشرعي مسایلو په بیانولوکي لهجه ملایمه کړه او دنورو دعواظفو او احساساتو او درایو هم خيال ساته داسلام دایره ډېره پراخه ده او ایمان وای ګیدړه نده چي په دوګي وزي .
ښه وختونه درته غواړم په دعا کي مو یاد ساته
و.افغان
07.04.2011
محترم او دروند قدوسي صاحب:
خفه کيږو به نه، د ټوکو خونه ده.
نصيحت مو په سر سترګو، د هر چا عواطفو احساساتو او رایو ته پوره پوره احترام لرم.
ما ته خو خپله لهجه کې څه توندي نه ښکاري؛ خو ردوم يې هم نه، په کوم ځای کې چې
را څخه توندي کيږي؛ نو همالته که مو متوجه کړم، يا کم نه کم د يوه شخصي پيغام
له لارې مو منتبه کړم ؛ نو ډېر منندوی به مو شم.
په درنښت
پښتون.
07.04.2011
السلام علیکم ! ښه د شاتو ډکې مرکې روانې دي.
خو یوه په شاتو لړلې ټوکه د عادل عادل صیب لپاره هم د حامد صیب په اجازه ور وتغوۍ ،او ګورئ یو څه شات تاسي هم وڅټۍ چې لږ څه خواږه شئ یعنی په هر لحاظ خواږه ،نور یې تاسي پخپله ښه پوهیږی چې څنګه دلته قریش او اعنی قریشیانو سره په شاتو خوړلو کې جوړ راشئ.او ګوره اوس خو مې وپیژندئ چې دا د شاتو خرڅوونکې ولې دومره قسمونه کوي. :wink: :wink: :wink:
ښه ښه نو دا ټول نیمچه او یا سلامت ملایان او یا شیخان دي.چې خواږه خواږه قسمونه به در له خوری او ستا د جیبونو نه به پیسئ هم خوري. :wink: :lol: :lol: :lol:
ښه نو شات هم اصلي ندی نو دا مچئ بیا څه کوي،اعنی هغوی به د هغه کس لپاره شات جوړوي چې ریاکار نه اوسي.
:wink: :wink:
أبوخليل قدوسي
07.04.2011
وهاج صاحب دا رېښتیا هم د ټوکو خونه ده او دلته خو تا کومه تندروي نده کړي او چي څه دي لیکلي هغه هم دټوکي په بڼه کي دي ما هسي ضمنا خپل پیغام چی ماغوښتل تاسوته يې ورسوم له فرصت څخه په استفادي سره ستاسو درانه حضور ته ورساوه .
ډېر خوشاله شوم چي له تاسو سره مي پېژندنه پیل شوه په فیسبوک کي مي بلن لیک در واستاوه هیله ده چي ويې منې زه او ټول افغانان ستاسو غوندي په ځوانو علمو څېرو او دهغوی په رغنده فعالیتونو تل وياړو.
داهم حقیقت دی چي دشاتو خرڅوونکي ډېر قسمونه خوري په تېره بیا مصریان چي له هري خبري سره والله العظیم ملګری وي خو زه په (البائع السكوت) پټ خولي خرڅوونکي دګېراکانو په مېنځ کي مشهوره يم .
امام حسن البنا رحمه الله فرمايي :
أن الأمه المجاهدة لا تعرف الا الجد
دا دټوکو فورم دی خو زه به يو څو دزړه خبري دلته درسره شریکي کړم ترڅو نور لوستونکي هم ورته متوجه کړم که مي بد ويلي وو راته ووایاست چي بیا داسي څه مه لیکه، ترڅو لاس ځېني واخلم اوکه ښه وي راځۍ چي نور دې لور ته خپلي هڅي ځانګړی کړو
زه يو عمومي نظر لرم او غواړم چي تاسو او درانه لوستونکي ورته متوجه کړم هغه داچي په موجوده وخت کي زمونږ دنده دمسلمانانو رايوځای کول دی، له مناظرو او داختلافي فرعي مسایلو له څېړلوڅخه په تېره بیا دخپرندویه وسایلو په سطحه باید لېري واوسو هسي هم په مصیبتونو او ناخوالو اخته يو نور باید پرهارونو ته پټۍ جوړي کړو نه داچي نور يې هم خوړېن يې کړو او په ناسور يې واړوو.
زمونږ لپاره ژوندی ښه مثال دمصر د ځوانانو غورځنګ ووچي ديوه مشترک هدف لپاره يې چي ديوه فاسد نظام ړنګول وو هرډول ، عقیدوي، سمتي ، قبیلوي او طبقاتي توپېرونه شاته او په يوه صف کي داسي ودرېدل چي هم يې نظم ګډوډ نه کړ، نه عامه ممتلکاتو کوم تاوان واوښت، نه دچا کور لوټ یا بې غفته شو او په عین وخت کي يې خپل هدف هم په ډېره مېړانه په لنډ وخت کي ترلاسه کړ .
مونږ پداسي حال کي چي مذهب مو يو ، عقیده مو یوه، هدف مو يو، خو بیا هم په ذات البیني لانجو کي راګېر يو، یوبل نه منو، په ډېرو وړو فرعي مسایلو کي يو په بل ټاپې لګوو تاسو ددې صحنې شاهدان یاست، په ډېرو وړو جزئياتوپخپل څنګ کي د خپل ورور موجودیت راته دبرداشت قابل نه وي .
دټولي نړۍ کفار سره له دې چي فرهنګونه يې بېل، عقیدې يې بېلي، مصالح او منافع يې بېل خو بيا هم دناټو تر يوه قومنده لاندي زمونږ دبېوسه او تش لاسي ملت په خلاف جنګېږي . زمونږ عقیده، هویت، فرهنګ او اخلاق حتى چي موجودیت مو يې له ګواښ سره مخامخ کړی دی .
څوک به دې دوحدت او پیوستون چوپړ ته ملاتړي، څوک به زمونږ ټولنه داختلافاتو له دې ناورېن څخه خلاصوي، داخو زما او ستا او هرهغه مسلمان دنده ده چي کولای شي دژبي اوقلم په وسېله عمومي افکارو ته دا پیغام ورسوي .
اوس ددې وخت دی چي هرچېرته چي فرصت په لاس راشي که په مجالسو کي وي، که دبحث په فورمونو کي وي اوکه بل چېرته هرهغه نظر، لیکنه، خبر، څرګندونه چي داختلاف بوي ځېني را ولاړېږي او زمونږ او ستاسي وس پې ورسېږي سم دلاسه يې په حکیمانه شکل ډیلیټ او معالجه يې وکړو همدا راز عمومي افکار او نوی ځوان نسل دوحدت او پیوستون اړتياته متوجه کړو.
پدې صورت کي به مو تریوه حده پوري خپل رسالت سرته رسولی وی او هم به مو دهغو متوقعو شخړو مخه نېولي وي چي ديرغلګر له تېښتي وروسته يې ګواښ مونږ او زمونږ ټولني ته متوجه دی . هذا والله ولي التوفیق
ريان احمدزى
20.04.2011
قدوسي صاحب په زړه پوري لړۍ موراپيل کړي
ريښتوني اوادبي ټوکي دي
زه به هم يوه ټوکي ته ورته خبره درسره شريکه کړم
دکراچۍ حالات خودرمالومېږي.
يوڅوشپې چې حالات خراب وپه موټرسايکل ډبل سوارلي
بنده وه، زه اوزمايوبل ملګری يوه نژدې ځای ته تلو، مونږيقين درلودچې په کوڅوکي
پوليسان نه وي ځکه په يوه لنډه کوڅه روان شوو.
خوهغه دچاپه خبره خلاف مفروض واقع شوو، پوليسانو ونيولوليسنس ميسنس يې وکوت
پوښتني يې ډېري وکړې نويې ويل چې هرڅه موسم دي خوله قانونه موسرغړونه ولي کړي؟
ماويل بس جي
غلطي سې غلطي هوګياابهي همې چهوړدو دوعادېنګې آپ کو.
پوليس هم بده بلاوو، وايي زماموراوپلارشته چې دوعاراته کوي
تاته هيڅ ضرورت نشته. :lol: :lol: :lol:
آخريې يوسلګون رانه واخست اودډبل سوارلۍ اجازه يې راکړه.
مننه
عادل عادل
20.04.2011
السلام علیکم
یوه ورځ مې د شاتو د بوتل پر مخ معلومات لوستل، د شاتو په صفت کې یې لیکلي وو چې زمونږ د شاتو مچی د څلوېښتو زرو ---40000--- کیلو مترونو په دایره کې د مختلفو بوټو او ګلانو شیره راټولوي، ما ته خندا راغله او چې لاندې ادرس مې یې ولوست د تولید پته یې سعودي عربستان وو :lol:
تر کومه چې ما مطالعه کړې د شاتو مچی یوازې تر 30 کیلومتره لرې واټن پورې د ګلونو په شیره پسې ځي، چې د مرګ ژوبلې خطر یې د واټن د زیاتوالي په تناسب سره د ګرمی، باد او باران په سبب سره زیاتیژي.
قدوسي صاحب چې ستاسو لښکر به څو کیلومتره واټن الوتنه کوي؟؟ :)
قدوسي صاحب دا شات عربان پخپله خوري که یې په اوښانو خوري؟؟ :)
قدورسي صاحب تاسو که مچی لری نو د وهاج صاحب څخه د هغوی د نارینه وو مچیو د قتل په اړه فتوی وغواړی؟ :D
السلام عليکم
أبوخليل قدوسي
21.04.2011
ريان صاحب سلام ته دي وعليکم السلام له ټوکي څخه مو مننه
عادل صيب !
زه خو تيار عسل اخلم او مچۍ نلرم او هغه چا چي دمچيو په هکله يې علمي څېړني کړي وايي چي مچۍ دشاتو دراغونډولو لپاره زيات واټنونه وهي .
يوه جالبه خبره بله درته وکړم:
څېړونکي وايي : دمچيو ملکه او يا شهزادګۍ پېغله وي او په جسماني او فيزيکي لحاظ تر ټولو مچيو ستره اوځواکمنه وي هغه چي کله واده کوي نو ټول رعيت ورسره په مخه کړي او په يوه اوږده سفر رواني شي تر هغو سفر کوي ترڅو چي ټولي مچۍ يا خو په لاره مړې شي او يا ورکي شي کله چي يو نارېنه ورسره پاته شي له هغه سره واده وکړي او چي کله حمل ورڅخه واخلي هغه هم پخپله ووژني او هلته بيا نوی ژوند پيل کړي او بچيان زېږوي او نوی کور جوړ کړي .
ستاسو دپوښتني په ځواب کي به ووايم چي دا شهد عادي عربان پخپله خوري او بډايان او يا داوښانو پالونکي عربيان يې اوښانو ته ورکوي او زه يې پدې دواړو طبقو خرڅوم او په وروستۍ پوښتني دپوه نشوم مننه
عادل عادل
21.04.2011
السلام علیکم
ښاغلی قدوسي صاحب ستاسو خبرې ماشاالله د شاتو په شان خوږې او حلیمې دي، خدای وکړي چې زما په ګډون ستاسو د مورد نظر وروڼو د توجه وړ وګرزي.
[quote:69b6d21f1b] او په وروستۍ پوښتني دپوه نشوم مننه[/quote:69b6d21f1b]
هغه چې تاسو د شاتو د مچیو د ملکې په اړه لیکلي همداسې ده، هغه نارینه مچی چې په کال کې یو ځل په پېغله ملکه پسې په خپل منځ کې د اسمان په لوري لوړ واټن کې مسابقه کوي، تعداد یې تر ښځينه مچیو چې کار یې د شیرې راټول دي، زیات دی، د مچیو نارینه چې له جسمي لحاظه د دوی د ښځینه وو په نسبت زمونږ او تاسو په شان پنډ او ببر بریښي، ټول کال په طفیلي شکل د ښځینه وو له راټولې شوې شیرې/شاتو څخه خوراک او د ژوند پایښت کوي، سره لدې چې همدا ظاهري ناانډولي د دوی د نظم یوه برخه ده، خو بیا هم ځنې وخت د مچیو څښتنان یا پالونکي د نارینه وو مچیو په قتلولو باندې لاس پورې کوي چې ماته نوموړی عمل د انصاف او علمي تجربې تقاضا نه بریښي،او همدا ټکی زما د مخکینی پوښتنې هدف وو، چې ښاغلی وهاج صاحب دې نظر/فتوی پرې ورکړي.
د ټوکو د خونې خیال به ساتو :)
که د شاتو د مچیو د پالونکو سره مخ شوی نو دا یوه پوښتنه ترې خامخا وکړی چې د شاتو مچی کله هم له نامه نه لاندې ساحه کې چيچلي یاست؟ :lol:
................. د پیو ډکه غړک/مشک خو به مو خامخا لیدلی وي ....... :lol: ..........په اوږه وړل یې ممکن خو د پښو په منځ کې خورا ستونزمن تمامیژي ...... :lol: