د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

قدر منو يارانو د زړه له تلې څخه


Kliwal
20.06.2004

قدر منو يارانو د زړه له تلې څخه درته درانه سلامونه او نېكې هيلې ستاسو ټولو قدرمنو په مخكې ږدم
د ډير پخوانه مې د كمپيوتر او انترنيت سره سر او كار دي اود ټول افغان صفحه كتل مې د ژمي د تاوده پتاوي په شان ځاي، او د ژمي د پابند لمانځه په شان عادت دي، يانې دسترخوان مې هم دادي هر څه راوړم او د ټول افغان په صفحه يي خورم، خو په دغه ليږلو را ليږلو، راشه درشه مې هيڅ سر نه خلاصيږي، بس ته به وايي د ځوانانو مجلس ته خواركى او د بلې ژبې شپون راغلي او ناست دي هرڅه ګوري خو د شراكت جرأت نه كوي زه هم داسي يم
بس يارانو نور په دغه ګونګه انډوالۍ كې تنګ شوي يم پدې تمه يم چه كله به دا حالت ختميږي. نو ستاسي همكارۍ او لار ښوونې ته پوره اړتيا ده
په ډيره خوږه، مخلصانه، كليواله او تلپاتي مينه
أمين وردك ـــ اسلام آباد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more