د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

بريتونه که بريکو نه

Farhad zaheer
17.06.2004

بريتونه که بريکو نه
وايي يو سړی پر بايسکله سپور و،چې ناڅاپه يې يوه ښځه ووهله ،هغې په غوسه سره وويل:
نه شرميږې ،غټ غټ بريتونه دې دي ،زه دې په بايسکله ووهلم ،خوږه دې کړمه.
هغه وويل:
خبره په بريتو کې نه ده ،خبره د بايسکل په بريکو کې ده.


بريتونه

watan zar
25.12.2004

بريتونه
په کوم کلي کې جنګ وو يو نفر چې غټ ،غټ بريتونه يې لرل په بايسکل سپور او په سړک تيريده ښځينه وو ورڅخه پوښتنه وکړه ای وروره چيرې تښتې هغه ځواب ورکړ جنګ دی ، ښځينه ورته وويل دا غټ غټ بريتونه او تښتې ؟ سړي وويل ک ای خورې کاشکې دبريتونو جنګ وای دا خو د ټوپو جنګ دی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more