ادبي ټوکې ټکالې
په روشتیا اوس ټوکی پیل سوی
تراب
12.03.2011
اسلام علیکم!
دوستانو نن می ځان په دی نیت راجستر کړ چه ښه ستاسی سره خپل د زړه بغ اوباسم اما زه چی ورته ګورم له دی خونی سره چندان څوک علاقه هم نلری؟
مګر زه داغواړم چه خپلو هیواد والو ته دآدبه ډكی ټوکی ولیکم؟ مقصد می دادی چی خپل غم ځپلی هیواد وال یو ګړی خوشحال اوساتم؟
اوس می اول ځل دی ټوکه به نه لیکم صرف په مقدمه به بسنه اوکړو بیابه انشاءالله ټوکی لیکو؟
خوښه مو ده زه پوهیږم چه دټولو خوښه ده اما څوک به حال وایی او څوک نه؟
مننه
اسد مومند
12.03.2011
وعلیکم سلامونه یاره تورابه نور خو دې موږ په ښه راغلاستونو ستړي کړو :)
چې هره ورځ فورم ته سر راښکاره کړم نو یا به قریش ته ښه راغلاست وایم او یا هوتک ته، اوس دا دی بیا لګیا یم ښه راغلاست او هرکلی درته لیکم.
خو دا ځل مې یو ډییییییییییییییييييييیر نوی شي ته پام شو چې مخکې مې په سوچ کې هم نه ګرځیدلو، لاسلیک دې یادوم.
خو دا دی مکمل ندی لیکلی اصلی بیت یې درنه پاتې دی :wink:
ټوکه به ولیکې خو یاره دا لاسلیک دې ماته ډیر جنجالي تمام شو د ځینو شکونو نه یې خلاص کړم خو په ځینو نورو شکونو یې ورګډ کړم.
اوس دې ټوکه هم ولیکه
تراب
12.03.2011
ډیر ژر می مومند صیب بیا سلامونه ومنه!
یاره مومند صیب تاته به زه څه ووایم نو...؟
ماخو ویل چه ټوکی پیل سوی مګر هغه په ګپ واوړیدو نو محترم مومند صیب دا خو ستا اول ځل دی چه زما هرکلی کوی اوبیا ستړی شوی دالا وخت چیری دی؟
خیر کور دی ودان چه په دومره ستړیاکی دی زما هرکلی وکړ؟
داچه ته وایی ستالا سلیک شكمن کړی یم ولاکه دی یو مخ په مطلب پوه سوی یم چه مطلب څه؟
چه ته وایی دابیت نیګړی دی نو که روشتیا درته ووایم نور می نه لیدلی نه اوریدلی او نه هم کتلی همدومره می وموند ډیر می خوښ سو؟له ډیره وخته می تصمیم نیولی وو چه دلته به دځان لپاره یو کور جوړوم باالاخره می نن له ځان سره دا اراده وکړه ماویل چه راسه په فورم کی ځانته اکاونټ جوړ که او دا ده ځان لاسلیک که؟
مومند صیب هلته یو ځای می ومندلی چیری وو ته اودریږه اودریږه اودریږه
کوم ځای وو اورشتیا ژبپوهنه وه نو تالیکنه کړی وه اوپر قریش او هوتک دی ږغ کړی وو
زه هم ددی فورم زوړ لوستونکی یم فکرکوم هغه اوس په دی فورم كی نسته؟
یوار می زړه راغونډ کړ چه څه جواب درته ولیکم بیا می له ځان سره وویل چه هلکه ته خو نوی ګډوانوال یی تر اوسه دی ورځ هم نده تیره سوی داخلګ به شک واخلی چه داسړی زوړ ګډونوال دی او په هره سوړه بلد دی نو بیرته راپه شاشوم؟
نور ځمه ګرځم که می چیرته یو ټوکه پیداکه چه رایی وړم او دا دوستان وخندوم.
ستاسو ټولو په اجازه ځم دالله په آمان
chaparharay
13.03.2011
تاسی هسی د ټوکو نه ټکالی جوړی کړی خو بس پری وردانګی او ټوکی پیل کړی کنه!
ټوکه : وای یو ماشوم یی سنتاوه(ختنه) نو نایی(څوک چی ختنه کوی) ورته ویل چی هااااااااااااااغه بره وګوره مرغه دی!
ماشوم چی ددی زمانی وو او ویښ وو ورته ویل چی مرغه مرغه پریده لاندی ګوره چی دا شی راته خراب نکړی بیا به زه مرغه څه کم هاهاهاها
اسد مومند
13.03.2011
ړنګه سوه..........
اسد مومند
13.03.2011
ړنګه سوه..........
اسد مومند
13.03.2011
هو، نه ښه دې کړي چې بیرته په شا شوې احتیاط ښه وي، عجله نده پکار. عتیق د عجلې نه کار اخیستی ؤ انجام یې څه شو؟؟؟
هسې نه د عتیق کانه په تا وشې او د لیکنې په اخیر کې ولیکې:
ستاسو قریش،، یا ستاسو هوتک :)
یو څو ورځې همداسې نابلده ښه یې بیا وروسته وروسته به په کراره ځان بلد کړې.
او ټوکې ته دې نور زمونږ دوه سترګې څلور شوې چې کله به یې راتوغوې؟؟
chaparharay
13.03.2011
السلام علیکم
اسدمومند صیب دا یوه لیکنه دری واری لیږل هم کومه نوی ټوکه ده که سهوا درڅخه شوی؟
خیر چی دا د ټوکو فورم دی نو مونږ به یی ستاسو لخوا په ټوکه ومنو او هاهاهاها
تراب
13.03.2011
[quote:cd237d05dd="اسد مومند"]هو، نه ښه دې کړي چې بیرته په شا شوې احتیاط ښه وي، عجله نده پکار. عتیق د عجلې نه کار اخیستی ؤ انجام یې څه شو؟؟؟
هسې نه د عتیق کانه په تا وشې او د لیکنې په اخیر کې ولیکې:
ستاسو قریش،، یا ستاسو هوتک :)
[/quote:cd237d05dd]ډیر ظالم سړی یی که داسی راباندی وشوه هم ولاکه یی څوک راومنی ولی چه له عتیقه می تجربه حاصله کړه؟
عتیق هم داسی سپین سپین ځان کوی لکه څوک چه هیڅ پری پوهیدلی هم نه وی؟؟
داچه ستاسی وټوکی ته ډیر تلوار دی اوس به یوه ټوکه در وتوغوم ګذاره پری کوی تر بلی ټوکی پوری چه بیا ستاسی حضور ته حاضریږم؟
داهم ټوکه: وایی یوه دوکاندار ته بل سړی وویل چه ته غواړی چه وجنت ته ولاړشی او که دوږخ ته.
دوکاندار ورته وویل چه زه هلته تلل غواړم چیری چه ګراکان ډیر وی؟
دا وه ټوکه خوند یی وکړ اوکنه کیداسی چه ډیر خوند یی کړی وی مګر ډیر به ورته خاندی نه؟
تربیا دالله په آمان
اسد مومند
13.03.2011
چپرهاری صاحب لیکنې سهوا راڅخه درې ځله ثبت شوي د کمپیوټر سهوه به یې وبولم ځکه چې ما به هرڅومره تیرول باندې کلیک کاوه هیڅ نتیجه به یې نه ورکوله چې په همدې کې برق هم لاړ، نو اوس مې چې ولیدلې درې واړو کلیکونو نتیجه ورکړې وه.
[quote:124ef1c28b]مرغه مرغه پریده لاندی ګوره چی دا شی راته خراب نکړی بیا به زه مرغه څه کم [/quote:124ef1c28b]
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
یاره خو چپرهاریه نو..........
:D :D :D :D :D :D :D
ډییییییییییییییییییییر خوند یې وکړ. :)
تراب
13.03.2011
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
چپرهاری صیب اوس به ځان ګوښه ګوښه نکوی هسی به دی ویل چه زما ټوکی نه زده؟
یاره چپرهاری صیب دا اسدمومند صیب وماته له تا څخه لږ ګیله من ښکاری زه یې په لیکنو پوه سوم؟
مومند،اوچپرهاری صیب داخو به منۍ چه زما راتګ په خیریوسی ورور پسی بختورسو او زما له راتګ سره سم وطنمل صیب خیریوسی ته کرسۍ ور وسپارله اوس دی خیریوسی وروره مبارک شه؟
اسده دابعضی ملګری هم دوه ځایه حلال دی ته وایې څوک هغه لکه قریش،هوتک،چپرهاری،پښتون،اوتندر؟
دانور خو نه ښکاری یو چپرهاری صیب پرمیدان پاته دی هغه غریب یوه ټوکه دلته لیکی او یوه هلته ځغلوی.
نوټ،
زموږ اوستاسی ترمنځ به سپکی سپوری بندی وی او خوابدی به بند وی د درو وروڼو په شان به ګپ شپ سره کوو؟
که مو خوښه وی ښه ده اوکنه نو زه دلته بیا نه راځم ؟
تربیا راتګه دالله په آمان
بیادی مبارک شه او اوس دی مبارک شه
chaparharay
13.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
خیریوسی صیب یو ځل بیا او په رښتیا دی مبارک شه اوداسی دی مبارک شه چی د هوتک صیب غوندی بیا نادرکه نشی او هروخت یا ډیر وخت په دی دیره کی راسره ناست وی ټوکی کوی ټوکی اوری ټوکی کنترولوی ټوکی ته خاندی ټوکی ته مو خندوی ټوکی راجوړوی ټوکی په ټوکی ځوابوی ټوکی ته ټوکی وای او ټوکی له ټوکی نه بیلوی او ټوکی بس ټولی ټوکی ټوکی توکی ټوکی......
ښه نو توراب(تراب)صیب ډیره په زړه پوری خبره کړی او ځمونږ ټولو د زړه خبره یی کړی او همداسی به وی که چیرته ټوکی نه پټاکه جوړه شی نوبیا خو یو هم پکی نه یو خو دا به کوښښ کوو چی ټوکه فقط او فقط د زړه خوشحالولو لپاره وی نه چی د کوم ورور د خفګیان باعث شی!!!
اوس نو بیا ټوکه:
یو خلقی مشر عسکروته تقریرکاوه نو د نصوصو په ځای کی یی یو جذباتی بیت ویل چی عسکرو کی جذبه راشی نو دملالۍ بیت چی میوند کی یی ویلی وو داسی وویل:
که په میوند کی شهید نشوی ...
بل بیت تری هیر شو نوبیا یی همدا بیت تکرار کړ: که په میوند کی شهید نشوی ...بیا هم دوهم بیت وریاد نشو نو دریم ځل یی هم وویل:که په میوند کی شهید نشوی ....خو بیچاره ته بیا په دریم ځل هم وریاد نشو اوبل چانس هم ورسره نه وو نو دوهم بیت یی داسی وویل: دیار لپاره درسمال جاروکومه!
د تقریرنه روسته چا ورته وویل چی صیب تاسی دا بیت غلط وویلی !
ده ورته ویل چی زه پوه وم چی غلط دی خو څه می کړی وی پریښودی می هم نشو ځکه چی نیم بیت می ویلی وو او بل نیم بیته یی هم نه راتلو نو له ناکامه می ددی بل بیت نه ورسره پیوند ولګاوه اوس یی که منی او که نه!
نوما هم ولیکله چی اوس ټوکه خو ټوکه می هڅ فکر ته رانغله نو له ناکامه می دټوکی سره داسی ټوکه وکړه هیله لرم چی په ټوکه یی درومنۍ ګنی ټوکه خو نده! له ناکامه هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
حذيفه
13.03.2011
د ټوکو ټکالو د برخې يارانو ته !
په سلامونو او ښو نېکو هيلو مو لمانځم .
مګر لومړی راځي يوه ټوکه ولولو څو مو د راتلونکو خبرو لپاره طبيعت خوشاله او ذهن ارام وي .
***
يوسړی خپل دملګر ي دعيادت لپاره ولاړئ .
ملګری : اوس څنګه ياست ؟
ناروغ : اوس مي تبه ښکېدلې ده ، يوازي غاړه مي درد کوي .
ملګری : غم مه کوه ، هغه به هم انشاء الله [color=white:59c54f1d3a]وښکېږي .[/color:59c54f1d3a]
***
تر ټولو لومړی تراب صاحب ته د زړه له دا بېخه هر کلی وايم او د راتلونکي لپاره دا دعا کوم چي ښه ګاونډيتوب سره وکړو.
الله دي وکړي چي نور وروڼه هم روغ وي او موږ يې هېر کړي نه يو ، مګر چپرهاری صاحب تا دي الله په ځانګړي ډول روغ لري او هو هغه اعلان ګوره تر خلکو ورسوې !
دا هم د پای يوه ټوکه :
***
يوه فراهي ملا څخه پوښتنه وکړه ، چي ملا صاحب ، کله چي مي بوټونه په پښووي ، آيا زه لمونځ کولا ی سم ، ملاصاحب ورته وايي ، نه توبه وکاږه لمونځ نه سې کولای ؛ فراهی ورته وايي، څنګه نه کيږي ، ما پرون دبوټونو سره وکړئ
*** مګر فراهيانو ته مه واياست !!!
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
chaparharay
13.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ډیر محترم او د قدر وړ حذیفة وروره پخیر راغلی ګوره تاسی هم ډیره غیرحاضری پیل کړی ،پټ پټ ځمونږه لیکنی ګوری او ځان مو پټ خوندی کړی که بل ځای نه وی نو دی د ټوکو فورم ته خو ډیر ډیر راځی دلته که کوم ورور یوه نیمه بده خبره هم وکړی نو مونږ به یی په ټوکه واړو هغه نورو فورمونو کی خو چی بده وی نو بیا بده وی په پر بیا هم نه پټیږی.
او تاسی خو ډیره خوندوره ټوکه کړی ښه می ورته وخندل خوتاسی ته خپله خوله نه درښایم چی څومره می ورسره هاهاهاها کړی بیا به وای چی قهقهه مه کوه او تبسم بس دی .
خو وروره تاسی د کندهار ورونه د ښ پر ځای هم ش استعمالوی لکه ښه ته شه وای او ښار ته هم شار وای خو دلته مو بیا د ش پرځای هم ښ استعمال کړی چی وښکیږی ! نه داسی نده دا کلمه باید[ وشکیږی ]استعمال شی.
ټوکه:
وای له کندهاره کوم طالب پیښور ته د سبق لپاره راغلی وو نو دلته په افغانانو بندیز وو نو دا د ختیځ طالبان چا سم نه پیژندل چی پاکستانیان دی که افغانان ځکه چی لهجه یی یوه وه خو بیا کندهاری خو له ورایه معلومیدل نو دی طالب ته یی ملګرو ویل چی وروره ته نور ش پریږده او ددی پرځای ښ وایه!
کندهاری طالب د ښ تمرین پیل کړ نو د شپی مطالعه کوی او د شرح ملا علی قاری کتاب یی پرانستی وو ، وای چی دی وخت کی پیشو راغله او په کتاب ور وخته ، نو دی طالب ورته په اړولی لهجه وویل چی : پښی پیښو په نیمه ښپه په ښر ملا وختی [پشی پیشو په نیمه شپه په شرح ملا وختی]
نو حذیفه وروره خفه رانه نشی ټوکه وه ما ویل چی تاسی هم د ش پرځای ښ پیل کړی خو هرځای کی یی مه وایه دلته بیا ش صحیح دی !
مننه
تراب
13.03.2011
سلامونه!
بخښنه غواړم زه دا وار بیا بغیر له ټوکی راغلم!
حذیفه صیب له هرکلی دی یوه دونیا مننه اوغواړو چه زموږ مطلب مې زه اسدمومنداوچپرهاری صیب دی) زموږ سره ترپایه ملګری وکړی؟
خبره داسی ده چه زما سره یو ډیر لوی دټوکو ټکالو کتاب راسره وو یو ملګری راڅه وړی دی چه اوس سترګی مې ورته سپینی سوی چه کله به یې راوړی؟
فکرکوم اسدمومند به هم په .....بازارکی سر تور سر دې کتاب خانې ته ولاړ او هغې کتاب خانې ته ولاړ وایې به ماما دټوکو کتاب سته هغه به وایې نه؟ مومند صیب ډیر مه پسی ګرځه راځه ستاګپ هم موږ ته له ټوکی کم نه دی؟
تربیا دالله په آمان
اسد مومند
13.03.2011
توراب (تراب) صاحب زړو یارانو خو کډه وکړه اعني تندر، پښتون، قریش، هوتک، خو داسې ښکاري چې د هغوی ځای موږ ونیسو. که څنګه چپرهاریه؟
مطلب زه اسد مومند، توراب، او چپرهاری به پ
اسد مومند
13.03.2011
بښنه غواړم په پورتنۍ لیکنې کې چې دې ځای ته ورسیدم نو په غیږ کې مې ماشوم ؤ یوناڅاپه یې په کیبورډ راترپ کړل او په دواړو لاسو یې څپیړې ورته ونیوې نو چې کتل مې لیکنه تیره شوې وه او لیکل شوي ؤ چې ستاسې پیغام په بری سره ثبت شو.
په هرحال زه خپلې خبرې ته بیرته راګرځم او دهماغه ځای نه یې تکمیلوم نو...... چپرهاری به په فورم کې ددې نه وروسته ګډ ګرځو زموږ غږ به یو وي او چې کله مو د (موږ) لفظ ولیکه نو تاسې به پخپله پوهیږئ چې مطلب اسد مومند، توراب، چپرهاری دي حاجت ددې نه شته چې پوښتنه وشي چې څوک؟؟؟
نو چپرهاریه د پیښو ټوکې دې ډیره مزه وکړه چې دا ځینو ځینو ته پته ولګي چې زموږ هم ټوکې زده دي.
حذیفه ته دې ښه مښوره ورکړې چې د ښ ځای وي هلته ش تلفظ کوي او چې بیا د ش ځای راښي بیا ښ لیکي.
اوس یوه ټوکه
د جنوبي ولایاتو اوسیدونکي د ش پرځای س تلفظ کوي، زما یو ملګري ؤ (الله دې یې شهادت قبول کړي) په یو پوهنتون کې یې محصل ؤ د پوهنتون د کارتونو د توزیع مشر یو جنوبي وال ؤ. ملګري مې د څو نورو انډیوالانو سره د پوهنتون د کارت لپاره په ګډه عریضه کړې وه، کله چې په ټاکلې ورځ ورغلل چې د کارت پوښتنه وکړي نو هغه مسئول کس نورو ته وویل چې ستاسو په کارتونو کې کار پاتې دی او دې یو کس زما ملګري ته یې وویل چې ستا کارت وسو (وشو). دا لفظ (وسو) زموږ په محلي لهجه کې د (وسوځید) معنی ورکوي. د خوند خبره خو داوه چې ملګري مې په ډیییییییییر تعجب ترې بیابیا پوښتنه کوله ښه نو ولې وسو؟ په څه شي وسو؟....
اخیر بل چا ورته وویل دا وايي ستا کارت وشو اعني جوړ شو. نو بیا یې ایله زړه جمع شو.
اوس شهید شوی الله دې یې شهادت قبول کړي خو تراخیره به موږ ورته په ټوکو کې یادوله.
chaparharay
13.03.2011
السلام علیکم!
هو نو یو خو ځکه او بل ددی وجهی نه چی خیر یوسی صیب هم ډیر ښه سړی دی او مونږ هم ورسره دا وعده کړی چی بی ادبه ټوکی به نه کو نو په ادبناکه ټوکو خو بیا هغه صیب هم ډیر خوشحالیږی نو جوړه مو سره راځی !
او بله دا چی تندر صیب+قریش صیب+پښتون صیب+محمدزمان هوتک صیب دا نو سیټ بسته دی که یو ورنه هم کم شی نوبیا یی سیټ خرابیږی نو ځکه ټول سره یوه ډله ځی او راځی ، که دوی کی یو تری را دلاسه کړی نو بیا دا نور ورسره پخپله راځی په ټولو پسی خواری مکوی فقط یو تری را کششششششششششششششششش کړی بیا نو ګوره چی دا نور به ورپسی بی سته را روان وی سیټ بسته یو له بله نشی بیلیدای!
ټوکی دی ورونو [سیټ بسته صاحبانو]چی خفه نشی ځما د سر سترګی یی احترام درته لرم خو بس ټوکی خو بیا همداسی وی نو نور به څه ولیکو!
تراب
13.03.2011
اسلام علیکم!
موږ څنګه یو ښه یو جوړ یو آځه ښه دی چه ښه یو؟
یاره مومندصیب دا زوی دی هم عجب چل کړی دی چه ستا لیکنه یې نیمه ثبت کړی ده؟
ټوکه ده که حقیقت دی؟
تربیا