د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

مسعود او د سراط پل

Jalazai
07.06.2004

وايي چې يوه ورځ داميرصيب باډيګارډ ورته وويل چې ؛ امير صېب خداي دې ماله تامخکې
شهيد کړي. هغه وپوښتل چې "اوخليفه مجاهد چرا"؟ خليفه مجاهد وويل :" صيب ستا خوعادت
دی چې په ځان پسې پلونه اوپلچکونه ړنګوې، که شهيد شوې نو هسې نه چې دطالب له وېرې
هغه دسراط پل راته ړنګ نه کړې له جنت نه په مو دېخوا ايسار.کړې.


azmon
09.06.2004

جلالزی صاحب سلامونه مي ومنه .داڅه معنا ((
Che wa rasezham no dama ba kawam
چي ورسيژم نو(( ډمه )) به کوم .


د جلالزي د لاسليك په اړه

Baheerafghan
11.07.2004

درنه عزمان ( azman ) صيب !
ستا سو پوښتنه خو له قرار صيب نه په ځاى ده، چې كله ورسيږي نو ( ډمه ) به كوي؟؟
خو له بده مرغه چې مونږ پښتو سايټونو ته هوسيږو خو چې كله ېې وخت راشي نو بيا ورته پيغام په بله ژبه ليكو چې د ملګرو د نه پوهېدو لامل شي. لكه همدا د قرار صيب (لاسليك). چې دده مطلب دى: ( چې ورسېږم نو دمه به كوم ) نه دا چې ډمه به كوي!!!.
هيله ده مطلب مو حاصل شوى وي.
او دا خو بيا ماته هم سوال پيدا شو چې:
ستا مبارك نوم عثمان صيب دى او كه عزمان صيب؟؟؟


پكول


Kliwal
18.07.2004

وايي تېر كال يو كس د عمرې په نيت سعودي ته لاړ، پداسې حال كې چې نوموړي كس افغاني پكول په سر دسعودي په يوه بازار كې د گرځېده نو يو سعودى ورته راغي او د پكول غوښتنه يې ترې وكوله، خو ده ورته وويل چې زه بيا سر لوڅى كېږم، نو هغه كس په منډه لاړ او څلور پنځه خولۍ يې ورته راوړې چې كومه د خوښېږي هغه واخله، نو دغه افغاني فكر وكړ چې كېداى شي د يادګار په ډول به دغه پكول غواړي نو يې وركړ، خو هغه چې څنګه واخيست سم د لاسه يې اور ورته كړ،او په زوره زوره يې ويل: أحرقت السياف، أحرقت السياف.



Adil watanmal
31.07.2004

ګرانو لوستونكو او kliwal صاحب نيكي هيلي او سلامونه مي قبول كړي.
د سياف د نوم په لوستلو سره د يومګري ټوكه راپزړه شوه چي ويل ىي د سياف تصوير په يوه مجله كي راغلي وه او بيا ىي ليكلي وه چي د ږير پاتي برخه ئي په راتلونكي صفحه كي وګوري

ګرانو لوستونكو حقيقت دي چي د سياف په شان نور و منافقينو لكه رباني ........ د افغانانو عزت ئي په ټوله دنيا كي ختم كړو او دا صرف د خپل شخصي مفاداتو لپاره نو الله دي اورته هدايت وكړي كه نه نو بيا دي خداي پاك مونږ ترينه زر خلاص كړي

د ازاد اسلامي افغانستان په اميد

عادل وطنمل


زده كړيال
21.08.2004

وايي چې يو ځل ښاغلى سياف د خپلو نېږدو ملګرو سره يو ځاى د خپل محل مخې ته په صوفه ناست و، د هېواد په اوسني حالت او بياد خارجيانو په شتون خبرې څرخېدې را څرخېدې چې استاد سياف په ډېر وياړ ورغبرګه كړه: (ځه كه ګرد افغانستان يې نيولى هم دى خو الحمد لله ثم الحمدلله زما تر اوسه پر يوه امريكايي هم سترګې نه دي لګېدلې!!!).
پنځه ميلټونه به نوو تېر چې په لوى شمېر واړه او غټ موټر د نوموړې صوفې مخې ته ودرېدل. او په لسګونو امريكايان ترې را شېوه شول، پدې وخت كې سياف صېب ته يې خپله خبره ورپه ياد شوه خورا زهير او خجالت شو نو زر يې خپل مخ بلې خواته واړولو ګواكې چې اوس مې هم سترګې پرې نه دي لګېدلې!!!.


زده كړيال
11.05.2005

وايي كله چې بريد جنرال او بيا ستر جنرال عبد الرشيد دوستم خپل ځان د افغانستان رياست جمهورۍ ته كانديد كړ، نو كوم خبريال د مركې په ترڅ كې ځنې و پوښتل، چې جنرال صېب تاسې څنګه ځان د افغانستان رياست جمهورۍ ته كانديد وئ حال دا چې تاسې تر درېيم ټولګي پورې هم زده كړه نه ده كړې.
جنرال صېب دا د ځان په حق كې لوى ظلم وباله او په ډېره قهرمنه او افسوسناكه لهجه وويل: نه خير اين تبليغات مردم است ما صنف پنج هم خواندم٠


-
23.07.2011

نن په ټوکفورم کې لټیدم دلته خو زما یو بل همنامی هم شته د kliwal په نامه.
یاره خو کلیوال صیب ته خو ډیر ټوکي سړی یې او ډیرې ټوکې دې یادې دي. خو خدای خبر اوس به چیرته یې؟ ملګري دې هم هریو مجیدقرار، جبار بهیر عادل وطنمل، ازمون، یو هم نه معلوميږي.
ځه ښه شو چې یو همنامی خو مې پیدا کړ.


۰
24.07.2011

یره نو کلیوال صیب مونږ دي له کومه ځایه ورپسي راوستو چي اوس به نو که خیر وي کلیوال صیب یوه ښه او ترشګونه ټوکه توغولي وي او ته ایله په خپل خوښ شوي يي په خپل نوم عاشقه له نظره يي نه کړي دا نوم دي هاهاهاهاهاهاها
ددي ځاي مربوطه ټوکه:
واي یو سړي د ننګرهار په کامي ولسوالۍ کي غوایان چي خلکو به له پاکستان نه راوستل او بیا به يي پلورل واخست او په لار را روان وو نو د لیري نه دکامي یواوسیدونکي چي بیړا وو چیغي وروهلي ای ماما ای ماما ای ماما ودریږه !
نو غواي څښتن هم پدي وجهه چي ګوندي څه کاريي راسره دی ودریده او هغه بل سړی د ښه لیري نه را روان وو نو چي کله راورسیده ویل يي :
ماما دا دي په څو اخستی؟
ما ما: په ۴۰۰۰ افغانۍ
بیړا: ښه ډیر ښه دی ډیر ښه دی
ماما: لوټي پسي ورخوشي کړي چي ستا څه اوڅه کړي ددي لپاره دي زه دومره تم کړم چي ډیر ښه دي ډیر ښه دی:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
نو کلیوال صیب هم لکه چي د کامي وي مونږ يي له کوم ځایه راوستو چي ټوکه به وي او دا واي چي اوه ځما همنامي پیدا شو، داسي چي په مړو کي لټوي نو بیا خو دهرچا همنامي پید کیږي هاهاهاهاهها
خفه نشي کلیوال صیب او که دکامي يي نو بیا ډبل بښنه غواړم

مومندافغان


-
24.07.2011

ههههههههههههههههه
مومنده کامه وال خو نه یم خو د کامه والو سره مې ډیر وخت تیر کړی کیدی شي په ځینو خویونو کې ورته شوی یم . :D
رښتیا دا د کامې بیړاګانو پسې ډیرې ټوکې ویل شوي هغه څنګه یوه ټوکه ده سمه مې یاده هم نه ده وايي کامه وال یو ورکوي او دوه خیژي. نوره رانه هیره ده که د وطنمل صیب زده وي ودې کړي فکر کوم وطنمل صیب هم کامه وال دی.


۰
24.07.2011

یره کلیوال صیب چي کاموال پیژني نو زما هم پکي زښت ډیر ملګري اواستاذان دي خو یو شی مي پکي دنورو سیمو نه خاص لیدلي او هغه دا چي په نور سیمو کي هر رنګي خلک وي اعلی ادني متوسط خو په کامه کي یا بیړا وي او یا بیا دومره پوه وي چي دافغانستان وزارت کوي اویا صدراغظمي کوي دا درمیانه مي پکي ونه لیدل چي دا ولي؟
که ستا پکي څوک دوست وي نو دا پوښتنه تري حتما وکړه چي د کامي خلک ولي یا تر ټولو مشرقیوالو پوه وي اویا تر ټولو بیړا دا متوسط پکي ولي نشته
هاهاهاهاهاهاهاها
چي ځواب يي درکړ بیا ما هم لږ خبر کړه ښه!

مومندافغان


عادل عادل
24.07.2011

السلام علیکم

مومند صاحب هاغلته مو غېږ درته شلولې وه، خو راپام دې نشو، نو اوس دلته غېږ درنه ګډوم، ستړی مشې، له اوږده غیاب وروسته په خیر راغلی، خوښ یم چې لیکنې مو بیا لولو.

کلیوال صاحب په دې لړ کې دې زه هم زمونږ د یوه کلیوال کلیوال په اصطلاح کَمپیوز کړم.

امر صاب دې خدای نه بښي، دی مړ ښه دی، زمونږ اوس امر صاب دی.

او سیاف خو بیا تر رباني یوه ماشه پښتون دی، په دې مانا کله هم نه چې خروټی دی یا پښتو وایي، بلکه د چکري صاب په قول چې، د سیاف او رباني صیب کورونه د ازهر د ډاکټری په دوران کې په یوه مصري محله کې وو، اعنې د دواړو مېرمنې ګاونډیانې وې، د وخت په تېرېدو سره دواړو ته د شهرت تر حده یو ډول نیکنامي! ورپېښه شوه.

سیاف خپله ښځه طلاقه کړه، همدا یې اوله او اخره پښتو وه، خو خواجیین رباني ته تراوسه ناسته ده.


-
24.07.2011

مومند صاحب په دې خبره دې چې
[quote:20f9164416]خو په کامه کي یا بیړا وي او یا بیا دومره پوه وي چي دافغانستان وزارت کوي اویا صدراغظمي کوي دا درمیانه مي پکي ونه لیدل[/quote:20f9164416]
ماته زمونږ یو متل رایاد کړ وايي:
یا نه کوي یا د خره کوي.. :)
او یو بل متل مې هم دلته په فورم کې چیرته لیدلی وه وايي:
مړی اول ... ناچوی چې وایچوي بیا کفن شکوي. :)

نو که د کوم کامه وال نه پوښتنه هم وکړم همدا جواب به راکوي.

[quote:20f9164416]کلیوال صاحب په دې لړ کې دې زه هم زمونږ د یوه کلیوال کلیوال په اصطلاح کَمپیوز کړم.[/quote:20f9164416]
عادل صیب ته ولې کمپیوز (کنفیوز) :wink: شوې. :lol:

او رښتیا دا درباني نوم چې اخلي یو موسکا ورسره کوه لکه هغه یو ځای دې ویل د استاذ رباني کوڅه... او موسکیدلی وې نو هغه د پیښوریانو خبره ډیر چک یې ولګاوه. :)


۰
24.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عادل صیب ډیره مننه چي ماته دي د سفر ستړي مشي وویله الله دي مه خرابوه آمین
رښتیا د استاذ رباني سره خو ستا هم غټټټټټټټټه رشته ده هسي د کلیوال صیب خبره چي نوم يي اخلي خندا نه درځي!
یوه زړه ټوکه:
یو هلک په خوب کي خپلي نیا سره [اختلاط] نه رښتیا احتلام بي ادبي دي معاف وي کړي وو[ غصه کیږه مه خو خوب دي نو] سباناري کي چي ټول د چرګۍ نه ګیر چاپیره ناست دي نو دی خپلي انۍ ته ګوري او مسکی مسکی کیږي.
اخیر مشر ورور يي ورپام شو او ورته يي ویل چي څه خبره ده چي خوله دي چینګه چینګه کوي !
هلک ویل چي بس پریده خو ما و انۍ سره پوهیږو هاهاهاهاهاهاهاهاها
نو تا و رباني هم سره پوهیږي خو هسي رباني د نوم په لیکلو دي خوله مسکۍ مسکۍ نه کیږي رښتیا رښتیا وایه:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more