د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

راځئ چې وخاندو!

شمشاد شينواری
06.04.2004

....................................................راځئ چې وخاندو!
وايي چې يو سړی ونې ته ختلی و، نو بيا کوزېدلی نه شو، نو ډېر کسان را ټول شوي وو، خو چل نه ورتلو او نه پوهېدل چې څه چاره وکړي. په دې وخت کې ملا نصرالدين راغی ويل يې دا خو اسانه ده پړې راوړی. پړی يې سړی ته ونې ته ور واچاوه، ورته يې وويل چې پړی کلک ونيسه او ځان را وغورزوه سړی راو غورزېد ورمېږ يې مات شو او مړ شو. خلکو ورته وويل ملا تا خو سړی مړ کړ ملا! وويل د ده به پوره راغلی وه که نه نو ما ٥ کسان په دې پړي د کو هي څخه راويستلی.
***
يوه سړي له خپل ملګري څخه پوښتنه وکړه چې ته خپلې ښځې ته په غوسه کېږي؟ هغه ځواب ور کړ ، هو خو چې هغه بيده وي.
***
يو خان خپل نوکر ته وويل چې يو ١٨ کلن زلمی پيدا کړه چې زه خپله لور ور کړم! نوکر روان شو، بيا څه فکر ورغی نو بېرته خان ته راستون شو او ورته يې وويل: خان صاحب که ١٨ کلن پيدا نه شي، نو دوه د ٩،٩ پيدا کړم؟
***
يو ښځې د شپې لړم وليد، وخت ور سره نه وه، چې مړ يې کړي، نور ژر يې کاسه پرې چپه کړه، چې بيا به يې مړ کړم، خو بيا يې له ياد څخه يې ووت. د شپې غل راغی نو ښځې وليد مړه ته يې وويل سړيه هغه د سرو زرو ګوته چې مې تر کاسې لاندې ايښيې وه اوس غل راغی چې وايي نه خلي. نو غله ژر کاسه او چته کړه چې لکه چې ګوته راواخلي، نو لړم ټک ور کړ. غله په زوره چغه وکړه چې اخ!!!.
ښځې ورته وويل: ولې وروره ګوته دې په ګوټه برابره رانغله!
***
له يوه عالم څخه چا پوښتنه وکړه: خوشاله ( خوشبخته ) جوړه کومه ده ؟ عالم ځواب ور کړ: يو نابينا وي او بل ګونګ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more