د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دعمر ننګيار يو طنز

norgalay
27.01.2004

طنز
په ده څه شوي دي ؟
ا نور شا ه په کور او کلی کي منلئ او ټولو ته ګرا ن ځوا ن و ، هر چا سره ئې يوه خوله خندا او انډيوالي درلوده .د اوړي په ديرو او دژمی په پيتاوو کي به ئې خپل وزګار وخت همزولو او يارانو سره په خوږو کليوالي قصو او نورو بحثونو تېراوه . دمشرانو ئې درنښت کاوه او کشرا نو باندي به ئې شفقت درلود . دا وه دده دژوند هينداره په کور او کلي کي .
وخت ګړندی تېرېده حالات بدلېدل اوورسره جوخت دهر چا په څېره کي ښه او بد بدلو ن څرګندېده . د وخت داوښتوو له مخي انډيوا ل انور شا ه هم بد ل شوی و . په کړووړو او ناسته ولاړه کي ئې ښه ښايسته بدلون راغلئ و . نور نو سړئ ديارانو سره د ګپ او شپه لوېدلئ و . تريو وچولی او راکښلی سترګی يی چاپيريا ل ويراوه . د مشرا نو څخه اوس ده سلام غوښته ، کشرا ن خو يی هډو نه منل .
په کور کی يی بله لوبه نښلولی وه ، خپله کوټه يی بيله کړی وه او خپلۍ کوټی د وره په مخ يی دکورنۍ د غړو سره د ليدنی کتنی مها ل ويش ټاکلی و او کله به چی دی په کاله کی و ، نو خواره مور به يی د کوټی بهر ناسته وه او دا به يی څارل چی څوک کوټی ته پرته له مها ل ويش څخه ور ننه نه وځی . ډير ځل يی خپله مور په دی دګلی هم وه .
دکورنۍ غړو او په تيره مور يی حيرانه پاتی وه چی په انور ی څه وشو ل ؟ ! ولی يو په يوه په بله واوښته ؟ !
دکوره بهر او دننه ټولو دا منلی وه چی په خوارکی کوډی شوی دی اودا کوډی بايد ماتی شی ، نو ځکه خو دکوډګرو او ملايا نو په لوری يی د کورنۍ غړی وخوځيدل . چا ټوټکی راوړی او بل چا تعويذونه . ټوټکی په پټه په اوبو کی ګډی شوی او پری وڅښل شوی ، تعويذونه يی په با لښت کی دننه پټ وګنډ ل شو ل . ټول په تمه وو چی اثرات به يی څرګند شی . څه موده تيره شوه د ټوټکو او تعويذاتو اثر معلوم نه شو . سړی نور هم خرابيده ، بله چاره نه وه ، بيا يی نژدی خپلوا نو او دکورنۍ غړو فيصله وکړه چی څوک دی دهغه د کار محل ته ورشی او تپوس دی وکړی چی هلته څه تيريږی ؟ !
همدا وو چي مشر کاکا ئې کومه ورځ هغې ا دارې ته چي ده پکي کار کاوه ورغئ ، هلته ئې د باندي ديوه مامور نه د انورشاه په هکله پوښتنه وکړه !
_ ګوره وروره ، دلته په دې ا داره کي ته انورشا ه پيژنې ؟ !
هغه ورته ښکته او پورته وکتل ، له لږ څه ځنډ نه ئې وروسته ځواب ورکړ :
_ هو زه ئې پيژنم خو هغه اوس څوک نه پيژني .
کاکا ئې سوړ اسويلی وکړ او په پريشاني ئې بيا وپوښتل :
_ دا ولي په ده څه شوي دي ؟ !
مامور په کراره ځواب ورکړ :
_ د ادارې آمر شوی دی .
عمر ( ننګيار )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more