ادبي ټوکې ټکالې
د نصرالدين د مرګ خبر
جاويدشينوارى
18.11.2003
نصرالدين له خپله کوره لري قدم واهه. يو نا اشنا او عجيب درد ئې احساس کړ. فکر ئې وکړ چې دئ نور مړ شوئ. سمدلاسه مخ په قبله و غزېده. ډير وخت تېر شو خوچا ئې پوښتنه ونه کړه. په غوسه له خپله ځايه پورته شو، کورته لاړ او ښځې ته ئې وويل: عجيبه زمانه شوه! څومره وخت کيږي زه په پلانکي ځای کي مړ پروت يم، خو هيڅوک نه شته چې راشي او زما جنازه پورته کړي. نصرالدين چې دا خبر ښځي ته راوړ نور په يوترپ بيرته لاړ. ښځې ئې ژړا او واويلا شروع کړه. ګاونډياني ښځي راغلې او دعلت پوښتنه ئې وکړه. د نصرالدين ښځي په ژړا ژړا کي وويل: مېړه مي په پلانکي ځای کي مړ پروت دئ، دومره څوک نه شته چي جنازه ئې واخلي او په هدېره کي ئې ښخ کړي. يوې ګاونډۍ ورنه وپوښتل: تاته دا خبر چا راوړچي هغه مړ شوئ؟ د نصرالدين ښځي په داسی حال کي چي خپلي اوښکي ئې پاکولې وويل: هغه خوا رکئ بل څوک لري؟ پخپله راغئ زه ئې خبره کړم او نور بيرته لاړ. :lol: :lol: