د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
د ملا نصرالدين ګيله
هيواد شېرزاد
14.11.2003
وائې چي يوه ورځ ملا نصرالدين د اغوزو ( چارمغزو ) د يوې لويي وني ﻻندي ملاست و او پورته ئې کتل. چي ځمکي ته ئې وکتل نو د هندواڼې يو بوټئ ئې تر سترګو شو چې يو څو غټي هندواڼې ئې نيولي وې. په دې وخت کي ئې سر اسمان ته ونيو او شروع ئې وکړه: خدايه! دا ستا څه رنګه انصاف دئ چې دومره لويه ونه او دومره کوچني اغوز ( چارمغز ) ئې نيولي، او دا وړوکی بوټئ وګوره دومره غټي هندواڼې ورپوري نښتي دي؟
ملا ﻻ په همدې خبرو کي و چي له پاسه ورباندې يو اغوز ( چارمغز ) راوغورځېد او سم په تندي پرې ولګېد.
نو ئې سمدستي شروع وکړه: توبه خدايه توبه، ته په خپلو کارو ښه پوهېږې، که دا هندواڼه وی او په سر مي لګېدلې وائ نو زما به اوس څه حال و!؟ :) :o :D :D :)