د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
دنصرالدين دوه ښځي
جاويدشينوارى
03.11.2003
`نصرالدين په بازار کي دوه غاړګۍ د خپلو دوه ښځو له پاره وا خيستلې چي کورته راغئ يوه ئې يوې ته په پټه ورکړه او بله ئې بلي ته په پټه ورکړه او په هريوې ئې دا سپارښتنه وکړه چې بله درنه خبره نه شي . يوه ورځ ددواړو ښځو تر منځ دعوه شوه هري يوې ځان خپل ميړه ته نږدې باله خو يوې هم د بلي خبري ته غاړه نه ايښوده . فيصله نصرالدين ته پاتې شوه . نصرالدين چي راغئ ښځو ورته وويل : نن به خپله اخيري فيصله کوې اوهغه داده چې په موږ دواړو کي تاته څوک ډيره ګرانه ده ؟ نصرالدين وويل : هغه څوک چې ما ورته غاړګۍ راوړې ده .هر يوې فکر وکړ چې بس همدا زه يم اوپه دې ډول دواړه په خو شحالۍ په خپلو کارونو پسي ﻻړې . :lol: :lol: