د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د نصرالدين قضاوت

جاويدشينوارى
28.10.2003

دوه تنو په شريکه يو اوښ واخيست. يوه تن دوه ثلثه او بل يو ثلث پيسې ورکړې. پرېکړه ئې وکړه چي ګټه به ئې د خپلي پانګي په اندازه په خپلوکي ويشي. تصادفاً يوه ورځ اوښ د با ر سره په سېلاب کي راګيرشو، د خلاصون هلي ځلي ئې وکړې خو ناکامه شوې او اوښ اوبو يووړ. څه موده وروسته د اوښ د خاوندانو په منځ کې لانجه راغله. د دوه ثلثو خاوند د يو ثلث له خاوند نه يو څه اضافی پيسې غوښتی خو هغه نه ورکولې. خبره دريم ګړي ته پاته شوه. دواړه لاړل او نصرالدين ته کيناستل چي د دوی تر منځ قضاوت وکړي. هر يوه خپله ادعا نصرالدين ته واوروله. نصرالدين د يو څه فکر وروسته حکم وکړ:دا چې د دوه ثلثو خاوند دپيسو اندازه زياته ده نو حتما ئې د اوښ په با رکې ونډه هم زياته ده. او اوښ د همدې دروند با ر له مله په سېلاب کي غرق شوئ نواصلاٌ ددوه ثلثو خاوند مجبوردئ چي د يو ثلث خاوند ته پېسې ورکړي. :lol: :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more