د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ټوکې

hewad
20.05.2007

وايي د طالبانو د واکمنۍ پۀ وخت کې د امربالمعرف خلک د وردګو سيمې ته ولاړل او لۀ وردګ ځوان څخه يې وپوښتل چې کلمه ووايه ،هغه هم کلمه وويله ٠ بيا يې ترې وپوښتل چې د غرمې مونځ څو رکعته دئ ؟وردګ ورته وويل :پۀ وردګو کې داشيطانتونه نشته٠

وايي کوم اندړ خټه کې نښتی ؤ او هر څۀ زور يې چې واهۀ لۀ خټو يې ځان نشو راايستی ،دکليو خلکو هم مرستې ته راوډانګل خو هېڅ ونشول بلاخره يوۀ سړي لۀ لرې ګوړه ورته ونيوله او دۀ لۀ لرې پۀ څټلوڅټلو ځان لۀ خټې ويوست٠

وايي کوم لغمانی حج ته تللی ؤ ٠ پۀ حج کې هرچاشيطان پۀ تيږه ويشت نو لغماني هم وار پر وکړ٠ شيطان ورته ويل :ماما نور خو مې ولي نوتۀ مې ولې ولې؟

وايي کوم څوک دبل سره مېلمه شو ٠ کله چې کور کې کېناستل د کوربانۀ ماينې پر خپل مېړۀ پټکې وکړې٠ مېلمانۀ چې دا حال وليد نو د خپل ملګري د ډاډ لپاره يې هغه ته وويل ستا ماينه خو ښه ده زما خو څمڅۍ هم پر سر راکوي٠ کوربه ورته وويل دومره نو هم نۀ ده٠

وايي انګرېزانو پر کوم سړي څېړنې کولې ٠ لومړی يې د ماغزو څلورمه برخه ترې لرې کړله ،ګوري چې سړی روغ رمټ دئ څۀ بدلون پۀ کې نۀ دئ راغلی،ورپسې يې نيمايي ماغزۀ ترې لرې کړل بيا هم څۀ بدلون يې نۀ ؤ کړی همدا ډول د ماغزو دريمه برخه يې لرې شوه کوم بدلون پۀ کې رانغی ٠ بلاخره ټول ماغزۀ يې ترې لرې کړل نور روغ رمټ ؤ خو د انګرېزۍ پر ځای يې پښتو ويله٠


hewad
25.05.2007

وايي کوم سړي دوه خرۀ لرل ٠ کومه شپه يو خر لېوۀ خوړلی ؤ ٠ سهار چې څښتن يې خبر شو چې يو خريې لېوۀ خوړلی پۀ ژړا شو او کوکارې وهي ٠ کليوال راټول شول او د خرۀ څښن ته يې ډاډ ورکړ ،ښه ده چې دواړه يې نۀ دي خوړلي يو خر خو ژوندی پاتې دئ٠ د خرۀ څښتن ورغبرګه کړه چې زۀ خو ژوندي ته ژاړم چې پر دۀ بۀ يې څومره تيزونه اچولي وي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more