ادبي ټوکې ټکالې
تر ټولو هوښيار سړی
همت
09.02.2007
په يوه چورلکه کې Hillary Clinton, George W Bush, Ronaldo, يو ماشوم او يو بوډا سفر کوه، چورلکه د تخنيکي عوارځو له امله غورځېده،
پيلوټ نورو کسانو ته وويل چې زه خو پراشوټ کې ځان ژغورم، تاسو هم ٤ پراشوټونه لری، بس تاسو سره جوړ راشی، ٤ کسان ژغورل کيږي او يو کس بايد ځان قرباني کړي، پيلوټ ځان وژغوره٠
Ronaldo وويل چې زه ډېر مينه وال لرم، ډېر تکړه فوټبالر يم، زه خپل ځان ژغورم، ټولو اجازه ورکړه او Ronaldo ځان وژغوره.
مېرمنې کلېنتن وويل چې ما ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړی دی او فکر کوم بريالۍ به شم، زه غواړم چې پدرشاهي په مادرشاهي بدله کړم، يعنې که زه بريالۍ شوم، د امريکا لمړنۍ ولسمشره به يم، دا به يوه تاريخي ورځ وي٠
دې ته هم ټولو اجازه ورکړه .
اوس د بوش نوبت راغی، بوش وويل چې که زه مړ شوم نو ټول جهان په خطر کې دی ،د ترور وختونه دي، بايد ترورېستان له منځه وېسم، کنه نو خپل ولس ته مې مخ نور هم توريږي، ددې سره سره په نړۍ کې تر ټولو هوښيار هم يم، که زه مړ شوم نو دنيا ورانيږي ،
بوډا بوش ته هم اجازه ورکړه، بوش د ځان د ژغورلو په موخه له چورلکې ځان راخطا کړ٠
بوډا ماشوم ته وويل چې وراره ګله، ځما خو يوه پښه هسې هم په قبر کې ده، ورځه ته ځان وژغوره، زه دې مړ شم٠
ماشوم په خندا ورته ځواب ورکړ : کاکا، ته به ولې مړ کېږې، مونږ دوه کسان يو او دوه پراشوتونه لرو، د نړۍ تر ټولو هوښيار سړي ځما د ښونځي په بکس پورې ځان تړلی وه٠
د خټکي ټک
هلمند
04.08.2008
اى دا منئ
واى چي يو وخت دوه کسان سره ناست وه يوه ويل زما د پاليز څخه شغالانو خټکي خوړل يوه ورځ چي پاليز ته ورغلم که ګوم خټکى چاودلى دى او د هغه په ټک د شغال زاره چاودلې ده او مړ پورت دى
وروسته هغه بل وويل زه هم يوه ورځ درباب ( سمندر ) ته ولاړم که ګورم ټول سمندر يخى دى ډبره مي پر يخي و غور ځوله ولاړه پر يخي و ښويده تر سترګو پنا سوه څه وخت چي کورته راغلم د دوبۍ څخه ټليفون راغلى ويل دا ډبري مه غورځوى زموږ ښيښې مو ماتي کړلې
نو اوس تاسو تا دا منئ هاهاهاهاهاها[color=orange:047e1b5e64][/color:047e1b5e64][color=white:047e1b5e64][/color:047e1b5e64]