د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

نړيوالې ټوکې

کټوازی
11.12.2006

د ټول افغان د ټوکو ټکالو د پاڼې ګرانو کتونکو او لوستونکو ،
پۀ لمنو ،لمنو سلامونه مې و منئ !
د ټوکو ټکالو پۀ پاڼې کې تر يوې اوږدې ناسوبتيا وروسته له يوۀ نوي عنوان سره راڅرګندېږم هيله من چې د ټول افغان ټول ليکونکي او کتونکي به تردې عنوان لاندې اوږه پر اوږه راسره ولاړ شي ، ګنئ يوازې يي ګومان نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ کړم !

او هم له ښاغليو ! چلوونکو څخه هيله لرو چې هغه د اردو دانو پۀ دود د ليکونکو حوصله افزايي به کوي او پۀ نېشه کې به يي تېشه نه وروهي :oops: :lol: !

داچې څرنګه مې يي عنوا ن[color=white:bcce957e51] نړيوالې [/color:bcce957e51] ټوکې غوره کړ ؟
پۀ نړۍ کې ځينې ملتونه ځانته ځانګړی او يوونيک کرکټر ( هغه که پۀ هر لحاظ وي ) لري او پۀ جينيټيکي ډول يې خپلو راتلونکو نسلونو ته انتقالوي چې له دې کبله د نورو ملتونو د توجو او پاملرنې وړ ګرځي او پر وړاندې يي د پروپېګنډې او ناوړه تبليغاتو پۀ شکل کې يو ډول تهذيبي احساس کمتري ښيي چې بېلګې يي نږدې د نړۍ پۀ ټولو برخو کې ليدلې کېږي
اما پۀ پاکستان کې پښتانۀ چې غيرپښتانۀ يي د ډېرو ناپوهو او له تمدني ارزښتونو د ناخبره وګړيو پۀ توګه پۀ خپلو منځونو کې پېژني او د ټوکو او لطيفو پۀ بڼه ورته د کمترۍ احساس لېږدوي چې اوس يې پۀ افغانستان کې رېښې څو برابره زياتې ژورې تللې دي ،
پۀ هندوستان کې پۀ سيکهانو پسې ډېرې ټوکې تړلې شوې او تړلې کېږي ، دغه راز که اروپايي او عربي ټولنې ته ورشو نوهائيريش او سوډانيان يې د ټوکو هيروګان دي !
خو پۀ هرصورت :
زموږ موضوع دا نه ده ، موږ به بې له تاريخي عواملو تر دغه عنوان لاندې ازادې ټوکې [color=blue:bcce957e51] ( د پاس ياد شوو ملتونو تر څنګ د نړۍ د نورو ملتونو د ټوکو او خوشحالۍ فولکوري مواد ) [/color:bcce957e51] يوازې د خندا ، خوشالۍ او ګپ شپ لپاره ليکو او يو له بل سره به پرې خاندو!
تاسو تيار ياست ؟


hotak
13.12.2006

زغله درپه .....رآآآآآآآآآآ کم


hotak
15.12.2006

کوشانه سلام،
هغه ورځي دلته دکاليفورنيا دبيورلي هيلزپه ښارګوټي کي ديوه لوی سړک په منځ کي خره ځان هغه دخروټوپه خبره خرنډ کړی وو.ښاروالي اوپوليسوچي هرڅومره زور ورباندي وواهه ونه توانيدل. دکرين له لاري يی هم هڅي وکړې خوهغه بيادلته دښاغلي حليمي دانډیوالانو له لوري چي ځان ته ګرين پيس اوانيمل فرينډز وايي، دهڅوله امله ناکامي ثابتي شوې.
په پای کي ښاروالي مجبوره شوه او له سړک نه دخره ليري کونکي ته يی جايزه اعلان کړه. دجايزې له اعلان سره سم يوافغانی رامخته شو او دخره خواته ورغی. دهغه يوغوږيی ځان پله راکش کړ اوخدايزده چي په غوږکي يی څه ورته وويل. خره سرته ټکان ورکړ اوغوږونه يی له ډيري غوسې سره وجنګول.خودغه افغان زلمي خپل دغه عمل څوځله تکرارکړ تردې چي خرله سړکه پاڅيد اونامعلوم لوري ته يی منډه واخستله.
ولاړوخلکوهم دافغاني په کارنامه لاسونه وپړقول اوهغه يی تقديرکړل.
افغان ځوان اسټيج ته راوغوښتل شواوښاروال ترې وپوښتل چي هلکه داپه خره دي څه چل وکړ چي دومره ژردي له ځايه پاڅاوه.موږخو ورته دبوش روي وروړ خوهغه حراموني هيڅ څه هم نه منل اوارام په سړک پروت وو.
افغان ځوان په ځواب کي ورته وويل چي والله ماخورا ساده غوښتنه ترې وکړه. ماخره ته وويل چي بوش غواړي کرزی له خپلي دندي ګوښه کړي. خوښه دي نده چي دافغانستان دولس مشرۍ لپاره ته ځان کانديد کړې.دغه خبره په خره خورابده ولګيده او راته ويی ويل چي خداي دي خوارکړه پدې خبره. خربه يم خوکرزی نه يم چي په دومره اسانه سره دبوش غلامۍ ته غاړه کيږدم. ځه کاکا خپل کارکوه اوماپريږده چي له ازادۍ اوډيموکراسۍ خوند واخلم. خريمې ښې په پيخر رارسيږي اوشراب ښه په سپاړو دي.
خورم څښم به اوحساب به نه منم..................


کټوازی
16.12.2006

ارررررررررررررررر هوتکه !
تۀ خو لا ژوندی يې ، کنه ما دې نږدې وه چې د مړينې خبر خپور کړی وای !
خو دا ستا ټوکه زموږ خبري رسنيو پۀ لږ خو مهم توپيرسره ټيلي کاسټ کړه چې :
کله يي افغان ځوان سټېج ته راوغوښت او ورته ويي ويل چې څۀ دې ورته وويل؟
افغان وويل چې ولا د يوې سودا مې ورته وويل خو ويي نه منل او احتجاجاً له خپله ځايه پاڅېد :
دوئ ورته وويل چې د څۀ شي سودا؟
يايي ولا پۀ ډېر امېند(امېد) يي خواته ورغلم او ورته ومې ويل:
چې پر يوې نجلۍ مئين يم او کله کله اړخ هم را تودوي، او پۀ خوا کې له يوۀ تورپوستي(افريقايي) سره هم اړيکې لري، خو دنجلۍ زما ځواني او د تورپوستي يي سامان خوښ دی ،چې پۀ دې توګه مې د وادۀ پۀ لار کې دا خنډ لرم اوس که تۀ دومره وکړې چې دا سامان دې د يوې مودې لپاره زما پۀ خدمت کې کړې !
وايي خرۀ سر وخوځاوۀ چې خدای مو وشرموه افغانانو وطن هم درجوړ کړو ، امنيت مو هم موږ تامين کړو ،بېکارانو ته مو کار هم موږ ولټوو ، خو خير
اوس مو ماته هم سترګې پټې کړې چې دا سامان هم پسې درکړم زياتي راپاته څۀ شی دی؟
اواو احتجاجاًيې هنګارې کړې چې امريکايي ځواکونه دې له افغانستان ژرترژره راوځي ټول پۀ تاوان کې روان يو :oops: :o :oops:
تر بيا پورې


کټوازی
16.12.2006

[quote:caec4547fb="hotak"]زغله درپه .....رآآآآآآآآآآ کم[/quote:caec4547fb]

هوتکه کوتکه !
ورک هم يې او نارې هم وهې؟
خو نور څۀ نه درته يايم دا تبليغيان ماغوديان به دې چېرې پۀ سپينه ږيره پۀ ررررره روږدی کړي ،ځان ځينې راليرې کړه!


کټوازی
19.12.2006

کوشان صيب !
سلامونه !
وروره دا پاڼه د ټوکو ټکالو ده نه دسياسي بحثونو، او بيا د ټوکو پۀ پرمهال هم دا سپيناوی پۀ لومړي سر کې شوی دی چې تاريخي عوامل او رقابتونه به يي نه کتل کېږي چې تاسو ترې ګام اړوئ او د ښاغلي هوتک پر ټوکه ډېر بې منطقه او بې ځايه نېوکه کوئ او هغه د کليوالو پۀ ژبه دا مجلس غئئئئئئئئئئئئئئ :oops:

نور يې ولاکه کوم مطلب لرې ، که دې ټوکې زده وي ،نو وېلکم پۀ پرانيستې غېږ !
کولای يې سې او تردې چې ان پۀ ما او زما پۀ کليوالو پورې يي هم وتړې چې د موادو پۀ چمتو کولو کې به يي هم دره سره مرسته وکړم ، خو دا لمن ومنه که به دا مجلس غيييېېېېېې :oops: :oops:
له ښاغليو چلوونکو هم هيله کېږي : چې که له نورو پاڼو فکاهي مواد/ ټوکې ټکالې د ټوکو پاڼې ته رالېږدولای شي نو د ټوکو له پاڼې دې سياسي بحثونه هم وباسي ترڅود لوستونکو د خولې خوند وربد نۀ کړي!
پۀ همدې هيله ستاسې بارکړی صميم :oops:


کټوازی
19.12.2006

ايرانۍ ټوکه (ژباړه)
____________
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال چې داستاد رباني ټغر تر [color=blue:4544d25ff3]درواز[/color:4544d25ff3] پورې ورټول شو له ايران څخه يي دپوځي مرستو او اکمالاتو د ترلاسه کولو لپاره دغه هيواد ته د يو جګپوړي پلاوي پۀ راس کې سفر وکړ ، له ايراني چارواکو سره تر ليدنو کتنو وروسته چې کله خپل ريسټ هاوس / دمه ځای ته ولاړ،د نوموړي پر خدمت مامور ايراني ته يي وويل چې تشناب ته ځم او يوه لوټه راکړه !
ايرانی يې پرمطلب ونه رسېد ،خو لوټه يي له کومه ځايه ورته راوړه ، او د پېښې جريان يې خپلو جګپوړو چارواکو ته وړاندې کړ، ايراني چارواکو د يوې بېړنۍ پرېکړې پرکولو سره د پېښې د لابراتواري معاينې حکم ورکړ او هغه لوټه يي معاينه کړه ،تر معاينې وروسته مالومه شوه چې رباني پر دغه لوټه [color=white:4544d25ff3]اودس[/color:4544d25ff3] وچ کړی ، کله چې يي رپورټ جګ پوړو چارواکو ته وړاندې کړ نو هغوئ د يوې طنزيه پرېکړې پر کولو سره وويل
يو يي سئ دا لوټه پۀ سمندر کې واچوئ ، خپله خو يي پرې وهلې ده ،اوس زموږ واله هم پرې راوهئ! :oops:


مازدیګر
18.01.2007

سلام

دغربی سیلانیانو موټر په مالیزیا کی دهغو ونو دځنګله تر څنګ تیریږی
له کومو ونو چه ربړ ترلاسه کیږی ګایډ یا لارښود په جګ غږ وای
دغه دی محترمو دربړ ونی وګوری
یوه غربی ښځه په تعجب پوښتنه کوی
ښه ...مګر دا خو بیخی داصلو ونو په څیر دی....


hotak
12.05.2007

یارانو بیاهم سلامونه. بښنه پدې ډیره غواړم چي ښايسته ډیره موده په کنډاکي وم.هلته خورا بوخت وم ځکه مي نيټ ته هم چندان لاره نلرله بلکي خدای شته هسي مي هم نه غوښتل چي نیټ ډیروګورم.په هرصورت اوس دادی بيرته خپل آخورته راستون شوم. وايي دکولال سپی که هرڅومره وګرزي آخريی ځای استالف وي.زه هم خوراډیروګرځیدم خوپه پای کي هماغه زه اوهماغه کاليفورنيا.....
دنړيوالوټوکوپه خاته کي مي دادی یوه ټوکه دروسړله. داټوکه سل په سله کي ريښتياده اودټوکي هيرواوس هم ژوندی دی....
دطالبانوپرمهال په کابل کي یومستوفي وو چي زماخورانژدې ملګری وو.مولوي عبدالصمداندړ يی نوم وو.خوراځوان طبعه انسان وو.هغه چي کله مستوفي شو زه يی مبارکۍ ته ورغلی وم. زه ورسره ناست وم چي مامورينو يی غالباً دمعاشاتوحوالې اونورحسابونه ورته راوړل. ده خوراپه دقت سره قلم پرې راکش کيښ اوماته يی داپه پام کي راکول چي زه خونوګواکي په اکاونټنګ کي ترتاهم وړاندي يم.
ناببره يی مخي ته پروت زنګ ته فشارورکړ.هماغه ماموريی راوغوښت. ورته په دري ژبه وايي:مديرصيب‍! عجیبه دوه ګوني پرنسيپونه عملي کيږي.هغه څوک چي قرباني ډیره ورکوي،شپه ورځ يی پرځان یوه کړي اوکارکوي ډیرکم معاش اخلي اوهغه څوک چي ماتراوسه په دفترکي ليدلی ندی ترټولومآمورينوډیرمعاش اخلي.مدیرورنه په حيرت وپوښتل چي څوک یادوې؟
ده ورته وويل چي داجمع ګل خاین څوک دی چي دټول دفترمعاش یوې خواته اودده دابلي خواته سرنه سره خوري.
مديرچي زمادبورس غوندي ږيري ته يی ځیرځیرکتل ماته يی سترګه ووهله اوعبدالصمد ته يی وویل چي صيب هغه جمع ګل ندی بلکه جمع کل دی چي مانايی داده دپورته ټولو حسابونو ټولیزمقدارپه لاندي ډول دی.
مولوي صمدچي خواروشرميد ماته وکتل وايي ياره داډیرکار ريښتياهم دانسان اعصاب خرابوي.........


کټوازی
13.05.2007

اررررررررررررررررر
دا هوتک خو داد لا ژوندی دی
يره هوتک جانه ابله ورځ مې سخت بد و يېسدې ، ډېر ګيله من شوم درچې
ګيله مې هم خدایسته چې ژور معصوميت پلي کوي، فزيکي حالت يې کتل نۀ دي پکار زما د زړۀ ډیوه ورته ولګوه
ته وا څرنګه؟
پر لار روان وم له خپل دوس عادت سره سم مې شاوخو ا ټول چاپېريال له ځانه سره منعکس کاوۀ چې پر يوۀ نرښځي مې سترګې ولګېدې چې زما خواته راروان وو چې رانږدې شو پۀ خپل مخصوص سټايل يې غېږ راته خلاصه کړه او پۀ يو خاص موډ کې يي راته وو يل چې :
زړګيه ما د خدای نه چېرته غوښتې او چېرته يي راکړې !
خير ورته و مې ويل چې دا لار ، دا خلک لږ خيال کوه !
له ځانه مې ليرې کړ مال اوس پر ماناوخته دی بيا به دې چېرې سم و نازوم :oops:
چې ځان مې ترې خلاص کړ نو هغه زموږ د کوچيانو خبره چټي تۀ ( هوتک ) سترګو ته ودرېدې ما ويل څومره بې وفا وخوت ، څۀ يي سړيتوب ............. ونيو نور خو يي لا پرېږده د دې نرښځي غوندې :oops: [color=white:8b233c9996][/color:8b233c9996] هم نۀ شو
چې يو وارې يي ياد کړي وای !!!

پۀ تېره بيا هغه دوست ( چې زۀ يي پر ناليدلي مخ مين يم ښرنوال دريادوم ) ته مې لا وزګې ( وازدې ) راکې و ايشېدې او و مې ويل چې :
دوست دوست نه رها ، يار يار نه رها
زندګي مېن غم کېسوا کوئی کاروبار نه رها
خبر هغه د نرښځي او زما د تعلق خبره رانه پرځای پاته شوه
نور مو څۀ خاص او مرموز روابط ترمنځ نشته ، بس يو وارې مو سره ليدلي وو چې پۀ بس کې راسره ملګری شو يو ملګري مې زما خواته ځای ورکړ ( زموږ دوو پۀ منځ کې يي کېناوۀ ) دوئ خو چې هرڅۀ سره کول ما ځان پۀ خوب اچولی وو خو اخېر يې زۀ هم معاف نه کړم (
هر څوکه مې ورته وويل چې ځان مه راباندې غييييييييييييه ، خو نه يي منل ) ترڅو يي ګډ وډ کړم :oops: :oops: :oops:
او ايله يي ځان مطمئن کړ !

يره هوتک جانه تۀ خو پۀ دا لويو کاسو کې لوېدلی د اکاونټګ علم درسره دی دا ماغود خو لږ موږ ته هم راوښيه !
ولا خوسي تسي ګرځو هغه و رځ مې د يو ملګري دوکان ته ورغلم ( ښۀ پوخ تبليغي دی او د تبليغ لپاره يي تر افريقايي هيوادونو پورې ځان رسولی ) تر ښۀ جوړ او روغبړ وروسته يي راته وويل چې د څلوېښتو ورځو لپاره ځان تيار کړه ، ما ويل اشنا داخبره راته بيا بل وخت وکړه اوس چې زۀ پۀ څۀ شي پسې راغلی يم اول بايد پر هغه سره و ږغېږو !
او ورته ومې ويل چې يو ډېر زبردست کار مې ليدلی ( د بل کار خو ولاکه لا تۀ يې که لا زۀ يم ) درځه چېرې درځن دوه درځنه نرښځيان ټيکه کړو ، د ورځې به ښې زياتې پيسې راټولوي راته :oops: خواري هم نه غواړي چټ به ورته ګرځو ، سه روزه او شب جمعې ته به هم پۀ کې ځو !


hotak
14.05.2007

صميمه سلام
خورا اوږد ځواب مي درته ليکلی وو خورانه ړنګ سو اوس مي والله که همت وي.بيابه يی درته وليکم ته دي خپل مجلس کوه.مينه


کټوازی
17.05.2007

هوتک اکا!
ستړی مه سې!
لرې وېغام کمپيوټر دې دی او که بې بريکو ټرېکټر ( چې چېرې راخوشی شي او تم کېدل يې پر يو خدای وي ) چې ليکلی متن دې نه شې ساتلای /Recover کولای !
دؤس به ځان سپموي او يوه بله پلمه به کوي!
پۀ مينه


hotak
18.05.2007

هلکه داستاترنرښځي مي راپه یادشو.پدغه برخه کي به کیدای سي مازديګر ترماوتا ښه مالومات لري ځکه هغه آل ريډي دنرښځيانوپه ښارکي اوسي.
دکراچۍ په هرچوک باندي په لس ګونو دغه دله ګان ولاړ وي اوخيرغواړي.دشپې لخواخوپه خپله خیروخیرات،اوصدقه وغیره باسي.
په کراچۍ کي رشیدآباد،بنارس اورنګي ټاون دغه دنرښځیانوپاخه مرکزونه دي.
مازدیګره ژرکوه پدې برخه کي موږ له خپلوتجربوخبرکړه.
له ماسره هم دغو دله ګانو ډیرپراډونه کړیدي چي په کراره به يی کیسې سره کوو.


کټوازی
21.05.2007

هوتک جان!
بښنه غواړم چې نور به مود ځوان مجلس ملګری ونه اوسم،البته ستاسې خوږې او تودې ټوکې به مې هروخت ملګری وي !
پرالله پاچادې سپارم


صافی
23.05.2007

کټوازﺉ صاحب !داخلاصه ډک سلامونه اونیکې هیلې وړاندی کوم:
غروال خو میدان پریښود ، هوتک هم هغه دﺉ په (فرینچ کیسنګ) دیهود دښڅې سره اخته دﺉ، ته هم میدان نر ښځکوو ته پریږدې؟ پتنګ به یواځی دلته ترکله وزرکی وهي؟ داسی خو نشی کیدای!!
وروره! سند رانه مه غواړه خو ، پرته زما، کوشان ، اوښاغلی استاد حلیمی ، اویو څو نورو ورونوڅخه نورټول دلته په مختلفو نومونو لیکنې کوي او تر ټولو بده لا دا چې حتی ځینې یې زما اوستا په لیکنو کې دلاسوهنې امتیاز هم لري. چې په واقع کې هیڅ مهم ندﺉ . دلته په لیکنو قضاوت کیدای شي ، نه په اشخاصو ځکه ټول یو اوبل ته مجهول يو. ولی دلته زیان دهغه چا دﺉ چې پرته دسرګرمۍ او مجهوله ګټی اخیستلو بله توقع لري. هو: که څوک په دې عقیده وي اووخت اوتوان یې هم لري چې: ښه وکړه او په سین کې یې واچوه ،نو ډیر ښه ، اوکه نه دلته دې وخت نه ضایعه کوي.


صافی
28.05.2007

دجاپان دکرهڼي وزير ځان وژلی دی

دجاپان دکرهڼي وزير توشيکاتسوماتسووکا ځان وژلی دی .دپوليسو په وينا هغه د خپلي کوټي څخه د بې هوښۍ په حالت کې را اېستل شوی او روغتون ته لېږدول شوی وه چرته چي د روغتون ډاکټرانو له څو ساعتونو وروسته د هغه د مرګ خبر ورکړی دی .ډاکټرانو دا ګمان څرګندکړی دی چي نوموړي په خپله د ځان د وژلو بريالۍ هڅه کړېوه ځکه چي نوموړی دجاپان په ملي شورا کې دخپلي څوکۍ څخه د ناوړي ګټي او په لويه پېمانه د درغلۍ کولو له بې شمېره تورونو سره مخامخ و.[color=red:b5c99a6824]دمرحوم[/color:b5c99a6824] توشيکاتسوماتسووکاعمر دوشپېته کاله وه .

بوريوال کاکړ


رښتینی
12.06.2007

د[color=red:625dbac469]مرحوم[/color:625dbac469] [color=green:625dbac469]توشيکاتسوماتسووکاعمر دوشپېته کاله وه [/color:625dbac469].

ولا جالبه ټوكه ده او ډيره جالبه په دي ده چي مأخذ يي مالوم ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more