ادبي ټوکې ټکالې
طنزګوټی
Dr MPZ Safi
07.09.2006
شير(زمرې)اوګيډله
ګيډلي پداسي حال کي چه خپلی اوښکی ئ پاکولي او خپل ټپونه ئ ښودل داسی ئ کيسه وکړه ٠دی زمري پر ما حمله وکړه او زه ئ مجرم و ګڼلم چه ګواکي ما ددوی دکورنی راز برالاکړی٠ کيسه داسی وه چه په تلويزيون کي د زمرينو او پړانګانو دکورني راز په هکله يو مستند فلم خپور شوی وه٠پدي فلم کي دزمرۍ او دهغي د ملشومانو دزيږیدو په هکله معلومت خپرېدل٠ پدي فلم کي په جوته شوي وه چه زمرۍ هم دسپۍ پشان دماشومانو دزیړولو لپاره بايددڅوتنو زمرو سره جنسی مناسبات ولري٠ددېکار داعلان لپاره سپينو د تولو کورونو دروازې و ټکولي اؤ ليوانو هم چه دهغو د غيرت او ناموس صفت پدي فام کي ښودل شوې وه د کوڅي د بريښنا مامور ته رشوت ور کړ چه دفلم دښودو په وخت کي بريښنا قطع نکړي٠ګېډلي پداسي حال کي چه خپل پر هرهنه ئ ښودل د ږمری د خولي نه ئ داسی ؤؤيل مونږ روسان د ښیواد څخه بهر کړلاو تو لو خلکو به ويړ کاوه چه ځان زمری او پړانګ و ګڼې مګر اوس دې فلم د نشر څخه روسته خدایخبر چه څه ډول رسوائ به زمونږپه برخه شي