ادبي ټوکې ټکالې
په دې کې څه وایي؟
صافي
19.05.2006
په کرغيزستان کي يوه چرګ سم دم اذان وکړ
په کرغيزستان کي یوه چرګ دسم دم شرعي اذان په کولو سره خلک حيران کړل.دکرغيزستان په پلازمينه بشکيک کي تيره ورځ يوه ځايي اوسيدونکي عصمت الله يوف ديخني شوروا دجوړولوپه نمت دچرګ په غاړه چاړه راښکله چي ناببره چرګ دالله الله دنامه په ويلو پیل وکړ. ښاغلي عصمت الله يوف خبريالانوته وويل چي په لومړي سرکي دهغه دې څه ته نه ووپام خو څنګ ته ولاړ پنځه کلن زوی يی ورته وویل چي پلاره داچرګ خوسم دم اذان کوي.نوموړی زیاتوي کله چي ورته ځيرشوم چرګ په ريښتياهم دالله مبارک نوم په سمه دمه لهجه ياداوه.
هماغه ووچي دچرګ له حلاليدامي لاس واخيست اوهغه مي خوراپه احترام يوې خواته کيناوه.
داهغه چرګ دی چي په بشکيک کي يی سم دم اذان ورکړی
ښاغلی عصمت الله يوف وايي چي له نیکه مرغه ماپه دوهم ځل دچرګ دغه بانګ په خپل موبايل ټیلي فون کي ثبت کړ.
دچرګ دبانګ اوريدلولپاره لطفاپه لاندي پیوند کليک وکړۍ
http://www.bbc.co.uk/worldservice/ram/stories/cockerel.ram
ديادولو وړده چي تيرکال هم په ګاونډي هيواد اذربايجان کي دژوبڼ يوه زمري پخپلوچیغوکي په خوراسمه لهجه الله اکبرويلی وو.
دچرګ دبانګ له پیښي وروسته ځايي خلک هک اريان شوي اودښاغلي عصمت الله يوف دکورمخي ته يی کتارونه جوړ کړيدي