د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
هنداره
هيواد شېرزاد
19.06.2003
يو سړی چې د بل ښار څخه خپل کور ته راستون شوی و، خپلې ښځې ته يې يوه هنداره ( آئينه ) راوړې وه. کله چې يې ښځې په هنداره کې وکتل نو خپل ځان يې پکې وليد. سمدستي په ژړا شوه او خپلې خواښې ته ورغله او ورته يې وويل : وګوره چې زوی دې بله ښځه کړې ده او د هغې عکس يې ماته راوړی دی. کله چې يې خواښې په هنداره کې وکتل او خپل ځان يې پکې وليد نو خپلې انږور ته يې وويل: غم مه کوه، زړه بوډۍ يې کړې ده څو ورځې وروسته مړه کيږي ([color=red:7ed354762d]له ښکلا څخه[/color:7ed354762d])