د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

کلنۍ ازموېنه

tolafghan
18.05.2003

يو زده کونکي خپل کلني ازموېنو نه وروسته خپل يو ملګري ته ويل چي زه خو ډېر باور نه لرم چي بريالئ به شم او کنه ، زه يو څه وخت لپاره بل ولايت ته ځم . هر کله چي تا نتيجه ترلاسه کړه نو ماته به په رمز کي خبر په ليک کي راولېږي .
چې په يو مضمون کي ناکام اوم نو راته وليکه چې احمد سلام واي
چې په دؤو کي ناکام اوم نو وليکه چي احمد او ورور ئې سلام واي

يو څه وخت وروسته ئې په بل ولايت کي يو ليک تر لاسه کړ چې په کي ليکل شوي ؤو .
احمد او ټوله کورنۍ ئې سلام وائي :lol: :lol: :lol: :lol:


نقاد
21.05.2003

د لومړۍ ټولګۍ يو ښوونکي د درس په پيل کي يو ماشوم ته وويل چي پاڅه او حاضر ماشومان وشمېره ، کوچني سمدﻻسه شمېرل پيل کړل: يو، دوه ، درې ، پنځه ، شپږ ......د شمېرني په پای کي ترې ښوونکي وپوښتل چي هغه څلورم دي ولي ګڼه کي ياد نکړ ؟ ما شوم ورته وويل : دهغه سره مي جنګ کړی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more