د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

په ټکي ټکي چه ئې زوړ کړي بيا څوک واده نه درسره کوي ٠ هلکه!


ع کريم حليمي
13.03.2005

يوهلک وو ٠ ډېر ښايسته وو ٠ يوې نجلۍ مرکه ور واستول چه زما سره واده وکړه ٠
هلک متنګ نوميده ٠ او نجلۍ نهنګه نومېده ٠
متنګ مرکې ته وويل زه اوس واده نه کوم ٠ چه مور مي مړه شي بيا واده کوم ٠
مرکه راغله ونهنګي ته چه متنګ اوس خيال د وانه درلود ٠
نهنګي پوښتنه وکړه ٠ ولي واده نه کوي ؟؟؟
مرکې ورته وويل چه متنګ اوس د مور خدمت کوي ٠ چه مور ئې مړه شي ٠ نو بيا واده کوي ٠ نهنګي ورته وويل ٠ چه ورسي ورته ووايه چه زويه
چه په بولو ئې زوړ کړې بيا ستاسره په خدای که څوک واده وکړي ٠ هلکه!



ع کريم حليمي
16.03.2005

هلک پروت وومور ئې فکر کوۍ چه هلک ويده دي ٠ او ادې او بابا ئې د نغري پرغاړه اور ته مجلس کاوه ٠
د هلک مور و همسر ته و ويل ٠ وه سړيه ! هلک ځوان سو ولي واده نه ورکوې ٠
همسر وښځي ته ويل ٠ غلې شه ښځي ٠ زه و ماښام په ټيکله پوري اريان يم ٠ هلک ته به واده څنګه وکړم ٠ مېرمني ئې ورته ويل ٠ وه سړه غوا به خرڅه کړو٠ هلک ته به واده
ور وکړو ٠ د سړي اعصاب خراب سوه پټه خوله سو ٠
ښځه پوه شوه د سړي وضعه خرابه سوه ٠ نو ښځه هم پټه خوله سوه ٠
دوې دري لحظې هلک ږغ پور ادې وکړۍ ٠ ولي مجلس نه کوۍ ٠ ادي ورته وويل
ويده سه زوئ کوربان سم ٠ داسي څه نشته چه مجلس پر وکړو ٠
زوئ و ادې ته وويل ٠ د غوا مجلس راواخلۍ



ع کريم حليمي
02.04.2005

هلک ته ئې واده ور وکړۍ ٠ د جنت شپه تيره سوه ٠ سهار دۍ قېماغ چای جوړي دي
خويندي وړونه نست دي ٠ ناوئ راله پر مخ ئې سپېد کارۍ کړي ٠ د خواښي له څنګه
کښنستل ٠ چاي چه ټولي سوې ٠ نو خواښي ورته وويل ٠ حضرتو به ماجانه بولې
ماته نو په بي بي ږغ راکوه ٠ له داچه پر ټوله فافيل نوي نومان او لقبونه چوړ سوه ٠
اخير نو ناوکۍ و دانوي زوم ته مخ په ناز ورواړاوه ٠ چه سړيه زه د چاڅه مخ پټوم او له چانه ئې نه پټوم ٠ وښځي يو لمانه مخ پټوه بل ئې دهيچاڅه مه پټوه ٠ پوه شوي خورکۍ ٠



ع کريم حليمي
12.04.2005

داسي ويل سوي ٠ چه يو وخت اوږد غوږي او اس واده کړي وو ٠ خدای اولاد ورکړي
کله چه اولاد ئې غټ سو ٠ هيچا به دئ نه پېږندلې ٠ نو کله چه به چا پوښتنه ځني وکړه
چه ته څوک يي ؟ ٠ نوم دي څه دۍ ؟ نو داځوان به سر لوړ ونيولۍ (مفتخر ) اس مي مامادۍ !!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more