د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

رښتینی
10.04.2008

داډول لګښت

د یوه ملاصیب کیسه ده چی په یوه تصنیفی اداره کی یی کار کاوی ده ډیر ساده ژوند تیراوه او ډیره محدوده تنخوا یی لرله خو له دی کمي تنخوا نه به یی هم یو څو روپۍ بچت کیښودلی ده یواځی یوه لور لرله او هغه یی هم واده کړه خو په واده کی یی په لور باندی یوه روپۍ هم ونه لګوله بس کوم ځوان ته یی چی لور کوژده کړی وه هغه یی را وغوښت ، نکاح یی وتړله او دواړه یی رخصت کړل خو درخصت کولو په مهال یی خپلی لور او زوم ته یو چیک ورکړ او دا دلسو زرو روپیو چیک و او دوی دواړوته یی وویل : دا لس زره روپۍ زما د ټول ژوند پانګه ده چی په بانک کی می جمعه کړی وه ما کولی شوی چی دا روپۍ می ستاسو د واده په سامان او نورو مصرفونو کی لګولی وی خو هغه کار ماته خوند نه راکاوه ما دا ښه وبلله چی دا لس زره روپۍ تاسو ته نغدی درکړم تاسو دا روپۍ واخلئ او خپل ژوند پری برابر کړئ !

د ملا صیب لور او زوم یی په خپلو کی مشوره وکړه او دا یی ښه وبلله چی په دی روپیو ځان ته کاروبار پیل کړی او همداسی یی وکړل په پیل کی هغوی ډیری ستونزی وګاللی ځینی وختونه له سختو حالاتو سره مخامخ کیدل خو خپل کاروبار یی په زړه ورتوب سره روان لاره بلاخر حالات بدل شول په دی لسو زرو روپیو کی برکت ولویده او دی خلکو څو کاله وروسته ښه ترقی وکړه اوس هغه دواړه ډیرد عزت او خوند ژوند تیروی .

واده د انسان په ژوند کی یو خورا مهم بدلون ده او دا کار خورا زیاتی بیداری ته اړتیا لری د واده ورځ د تش شور او غوغا ورځ نه ده بلکی دا هغه ورځ ده چی باید دیوه لوی مسؤلیت احساس په ځان کی پیدا کړل شی په دی ورځ میړه او اورته دټول ژوند په ګډه تیرولو معاهده سره لاس لیک کوی دی درانه مسؤلیت ته دلومړی ځل غاړی کیښودلو لومړۍ ورځ دا غوښتنه کوی چی باید دواده مراسم ساده او له تکلفاتو پاک وی او له هرډول بیځایه لګښتونونه باید ډډه وشی او که څوک د کوم ضروری لګښت نیت لری هغه یی باید په داسی غوره او معقوله توګه وکړی دهغه له پاره ددی ملا صیب بیلګه تر ټولو غوره بیلګه ده

که موږ په خپل منځ کی دا ډول ودونه رواج کړو نو ودونه به مو د ملی تعمیر د پروګرام یوه مهمه برخه وګرځی او په هر کور کی به په پټه توګه د پرمختګ لړۍ پیل شی د ملت په سلهاو میلیونه روپۍ (چی د یو د وو ورځو په تشو تماشو او بیځایه مزو چړچو کی ضایع کیږی ) به د ملت د ودانی له پاره یوه مهمه زریعه وګرځی او د ملی اقتصاد دپلانونو مهمه برخه به وګرځی دملی ودی بهیر به ورسره ګړندۍ شی او دا ګټه بلکل یو غنیمت ده ځکه په دی سره به د ډیر و شتمنیو د ضیاع مخه و نیول شی او په رغوونکو لارو چارو کی به وکارول شی


رښتینی
12.04.2008

دکار پوهه

څه موده مخکی می په یوه ورځپاڼه کی ډیره جالبه خبر له نظره تیره شوه هغه داسی چی په فرانسه کی د پیرس ښار ښارولی اړوند وڅانګوته خبر ورکړ چی په ښار کی د فضا په ککړتیا کی ډیر زیاتوالی راغلی دی او ددی ستونزی دمخنیوی له پاره د ممکنه تدابیرو په نیولو خورا زیات لګښت راځی داړوند څانګو له مشورو او ډیر سوچ او فکر وروسته پریکړه وشوه چی باید دولتی ترانسپورت فری او ازاد کړل شی او له سپرلیو نه دی هیڅ کرایه نه اخیستل کیږی چی په دی توګه به خلک په دولتی ترانسپورت کی سفر کولوته تیار شی او په پایله کی به د شخصی موټروکارونه کمه شی او په دی توګه ډیری زیاتی ګټی ترلاسه کیدلی شی لکه د رش او ازدحام کموالی د تیلو په لګښت کی کموالی او د تیلو د لګښت د کموالی په صورت کی طبعا د هغو دلوګی کموالی چی د فضا دککړتیا اساسی لامل دی

کله چی دا پلان څو ورځی پر مخ بوتلل شو او دولتی ترانسپورت مفت کړل شو وروسته اړوندو
څانګو دقیقی سروی او څیړنی ترسره کړی او له څیړنو وروسته یی خورا ګټوری اوپه زړه پوری پایلی ترلاسه کړی هغه داسی چی د دولتی ترانسپورت د فری کولو په پایله کی چی دولت ته کوم تاوان اوښتی و دا تاوان له هغه بچت نه ډیر کم و چی د فضا د ککړتیا دمخنیوی په پروسو به مخکی لګیده نو هغه د هم ثواب هم خورما واله خبره په پوره مانا رامنځته شوه

دا ډول کارپوهنه د ملتونو د پر مختګ له پاره ډیره ضروری ده او دلویدیځ د بریالیتوب راز
هم په د ی کی ده چی دوی داسی کار پوهه خلک لری موږ چی نن د لویدیځ تقلید ته لیونی او په هر ډول پلمو یی خپلول غواړو کاش چی داسی د کار ټکو ته مو توجه لرلی وای په داسی ګټورو برخو کی د لویدیځ تقلید لازم ده او په پایله کی د ملت دښه رنګی لامل هم کیږی او په ټولو وچو او لندو کی د لویدیځ تقلید ځکه باید رد او ورټل شی چی په هغه صورت کی موږ خپل ملی هویت له لاسه ورکوو او بل دلویدیځ دځینی ناسور ستونزو ښکار به ګرځیدلی یو لاسمح الله


رښتینی
12.04.2008

یولسمه برخه

ځیرکتیا

د زمانی پرخلاف

هغه دښار په یوه ښکلی کالونی کی روان و اوناری یی وهلی :

که څوک لوښی جوړول او کلایی کول غواړی بهرته دی راوباسی

دی دکالونی په ټولو کوڅو کی وګرځیدی او دا ناری یی وهلی او خپل مطلب یی هر کورته په ځانګړی توګه ورساوه خو دهغو ښکلوماڼیو اوسیدونکی د ه ته هیڅ توجه ونکړه او له هیچا سره د ده کار له پاره کوم شی نه و چی ورته را ایستلی یی وی

کیدی شی لوښی جوړوونکی فکر کړی وی چی داد ښکلو ماڼیو اوسیدونکی ډیر متعصب او کبرجن خلک دی اونه غواړی ماته کوم کار را وسپاری ځکه دی یوناپوهه سړۍ و د ه ته دا کار له پلار او نیکه نه په میرات کی پاته و او د ده هم په دی کار کی څلویښت کاله وتلی ونوځکه دده ذهن په لوښو او دهغو په جوړولو کی ورک و او له هغو دباندی په بل شی کی یی سوچ نشوی کولی

خو که څوک له لوښو او دهغو له جوړولو نه پرته په نوروباندنیو حقیقتونوکی د فکر کولو وړتیاولری او وکولی شی په پراخه توګه سوچ وکړی نوپه اسانه سره به پوهه به شی چی لوښی جوړونکی ته په دی کالونی کی ولی کار نشو پیدا ځکه د لوښو جوړوونکی ته په هغه ځای کی کار پیدا کیدلی شوی چی هغو خلکو د پیتلو او نور زاړه لوښی کارولی د دی کالونی خلک خو پیتل او زاړه لوښی نه کاروی دلته خو ټول نوی او سټین لیس سټیل کارول کیږی نو دلته به لوښی جوړونکی ته څنګه کار پیداشی

په دی نړۍ کی چی دبر یالیتوب له پاره کوم څیزونه ضروری دی په هغو کی یودا هم ده چی باید سړۍ وخت اوزمانه او د وخت او زمانی غوښتنی وپیژنی او څوک چی وخت او د وخت غوښتنی نه پیژنی هغه به د لوښی جوړوونکی په څیر ستړۍ او لالهانده ګرځی هغه به د سټین لیس سټیل کاروونکو خلکو په منځ کی د لوښو دکلایی کولو بی ګټی ناری وهی خو څوک به کارنه ورکوی دی به غواړی په نوی پیر کی خپله زړه دکانداری پرمخ بوځی خوچی کله له ناکامی سره مخ شی بیا به په نوروخلکو تهمتونه لګوی چی هغوی کبرجن او متعصب دی موجوده نړۍ د معناو نړۍ ده دلته تشه وینا او غوره توری نور له کاره لویدلی موجوده نړۍ دحقایقو نړۍ ده دلته تش خیالونه ناچله دی نو که څوک د معنی په ځای په تشو ویناو او غوړو الفاظو تکیه لری او د حقیقت په ځای په تشو خیالونو ځان خوشالوی هغوی د زمانی پر خلاف روان دی او دزمانی پر خلاف تګ سړی د تاوان لورته ولی نه د ګټی


رښتینی
12.04.2008

د مالوماتو کمی

مالکم فوربس malcolm forbes یوه ډیره په زړه پوری خبره کړی ده هغه وایی :څوک چی دیوی ستونزی په اړه کم مالومات لری د هغه له پاره د دی ستونزی حل ډ یر اسانه وی .

انسان چی په ټولنیز ژوند کی کله له کومی ستونزی سره مخ شی نو د ده مثال دهغه چا په څیر وی چی د اغزیو په کوټه کی یی لمن نښتی وی په داسی حالت کی که داسړۍ له سوچ او فکر پرته خپله لمن څنډوی او کشوی نو د هغه لمن به یاخونوره زیاته ونښلی او که یی خلاصی کړی نو سمه نه بلکی ټوټه ټوټه به وی نوپه داسی حالت کی داپه کار ده چی له زیات زغم نه کار واخستل شی او د حالاتو له پوره څارنی وروسته باید په ډیره ځیرکتیا سره د ځان د ژغورنی هڅی وشی

خو که یو څوک لیری ولاړ وی اود حالاتو د نزاکت پوره اندازه نلری هغه په بیړه سره دخبرو له پاره خوله وازه کړی او د ستوزی له پاره ډیر ژر حل وړاندی کړی

ټولنیز ژوند ډیر پیچلی شی دی په ټولنیز ژوند کی دا شونی نه ده چی سړې دی په یو اړخیزه توګه څه وکړی په ټولنیز ژوند کی باید د ځان او نورو ځواک په ژوره توګه پرتله کړل شی او په ټولنیز ژوند کی باید هڅه وکړل شی چی تر اخیری پولی پوری له نورو نه له ټکرنه د ځان په ژغورلو سره د خپلی موخی په لور مزل وکړل شی په ټولنیز ژوند کی باید وکتل شی چی کوم شی په سمدستی توګه ترلاسه کیدی شی او د کوم شی د ترلاسه کولو له پاره انتظار په کار ده

څوک چی د ټولنیز ژوند د نزاکتونو احسا س لری هغه د ټولنیز ژوند په باره کی ډیر حسا س وی او د یوه تجویز یاد یوی ستونزی د حل له وړاندی کولو مخکی د هغی ستونزی په اړه زر ځله سوچ او فکر کوی او د دی په خلاف څوک چی د پورتنیو نزاکتونو احسا س نلری هغه په بیړه سره حل وړاندی کوی اوخپلی بی حسی دی حد ته رسولی وی چی د یوی ستونزی له پاره ګڼ شمیر د حل لاری چاری لری


رښتینی
13.04.2008

غلط اقدام

لیما lima د جنوبی امریکا یو ښار دی په دی ښار کی یوه غریبه مرمن له خپلو څلورو بچیانو سره اوسیدله هغه له ډیر هڅو سره د یوه ښه کارپه ترلاسه کولو کی نهیلی شوی وه دی اوریدلی و چی شمالی امریکا ډیر پرمختللی هیواد دی نو اراده یی وکړه څو هلته ولاړه شی خو د الوتکی د کرایی روپۍ یی نه لرلی نو ددی کار له پاره هغی داسی تبیر برابرکړ چی ځان به په یوه لوی بکس کی بند کړی او په هره طریقه چی وی دابکس به له لیما نه لاس انجلس ته تلونکی الوتکی ته رسوی او همداسی یی وکړل

الوتکه په لاس انجلس کی کوزه شوه او دمسافرو مالونه له الوتکی نه را ښکته شول اوپه خپل ځانګړی ځای کی کیښودل شول مسافرو ټولو خپل سامانونه پورته کړل خو یو بکس په ځای پاتی و او څوک نه و چی هغه یی پورته کړی وی بلاخر پولیسو هغه بکس خلاص کړ چی ویی لیدل په بکس کی د هماغی ښځی مړی و تفتیش کوونکو وویل چی نوموړی میرمن د نور سامان له بوج لاندی راغلی ده او ژوند یی له لاسه ورکړی ده

دا پیښه د ژوند یو حقیقت روښانه کوی اوهغه حقیقت دادی چی موخی ته د رسیدلو له پاره هر ډول اقدام کافی نه ده دیوه اقدام د بریالیتوب له پاره د نورو ډیرو اسبابو موافقت ته اړتیا لیدل کیږی دا نور اسباب که موافقت ولری او موجود شی نو اقدام بریالی کیږی اوکه نه اقدام هیڅکله نشی بریالی کیدلی

په نوموړی پیښه کی د دی میرمنی اقدام یو انفرادی اقدام دی د دی غلط اقدام تاوان په انفرادی توګه همدی میرمنی ته ورسیده خو که یو مشر خپل قوم یوه اقدام ته را بولی دابه اجتماعی اوټولنیز اقدام وی او دهغه دتاوان او ناکامی خوند به ټول قوم څکی نو یو مشر باید له دی میرمنی نه څو زره چنده زیات اتیات وکړی د یوه مشر یو غلط اقدام یواځی غلط اقدام نه بلکی یو داسی ستر اونه جبیره کیدونکی جرم ده چی د هغه له پاره بیا هیڅ عذر د اوریدلو وړ نه ده

او له غلط اقدام نه نه اقدام څو زره برخی غوره ده


رښتینی
13.04.2008

هوښیاری

ایا دا شونی ده چی په ځنګله کی د ژوندی زمری خواته یوسړۍ کینی او په هغه باندی ډول ډول څیړنی تر سره کړی اوداراز په هغه لاس ووهی او دهغه دغړیو ناف واخلی په ظاهره خو دا ناشونی خبره بریښی خو لوی څښتن انسان ته عقل ورکړی دی او عقل دلوی څښتن له خوا انسان ته یوه داسی عجیبه او نادره ډالۍ ده چی ناممکن څیز ممکن ګرځوی په دی شرط چی هغه په سمه توګه وکارول شی .

په امریکا کی د حیواناتو یوه ماهر جارج بی شیلر دا ناممکن کار ممکن ګرځولی دی شیلر غوښتل چی د زمری خویونو اوځانګړتیاو باندی یو کتاب ولیکی نو یی دووه کاله په ځنګلونو کی د زمریانو په خوا کی تیر کړل او له ډیر نږدی یی په زمریانو باندی ژوری څیړنی ترسره کړی او د د ی څیړنو په زریعه یی د ځنګله دباچا زمری عجیب خویونه او عادات مالوم کړل دبیلګی په توګه داچی زمرۍ په ټولو ځناوروکی تر ټولو سست ځناور دی او د زمریانو زیات بچی له لوږی مری ځکه دهغومور اوپلار د ډیری سستی له کبله نشی کولی هغو ته خوراک ورسوی

مسټر شیلر څنګه وکولای شول چی له نږدی په زمریانو باندی څیړنی وکړی ځواب داده چی دا کار هغه د عقل په زریعه سره شونی کړ اوهغه داسی چی ده یوداسی کارتوس تیار کړ چی په هغه کی یی د بی هوښی دوا ځای په ځای کړی وه اودا کارتوس به یی د ځانګړی توپک په زریعه په زمری باندی پیر کړ او هغه به په لنډ وخت کی بی هوښه شوده په دی ډول تقریبا سل زمری بی هوښه کړل او د هغو د بی هوښی په وخت کی به یی په هغو باندی څیړنی کولی

لکه څرنګه چی انسان د ځنګله په وینه څښونکو ځناورو کنترول ترلاسه کولی شی داراز هغه کولی شی د یوه کلی لیوه ډوله انسانان په کنترول کی راولی په دی شرط چی د دوی په خلاف هم له خدای ورکړی عقل نه داسی کار واخیستل شی لکه د ځنګله دځناورو په خلاف چی مسټر شیلر خپل عقل کارولی و

یو کس له تا نه په یوه لحاظ پیاوړی او لوی دی او غواړی په تاباندی خپل زوراو لویی ومنی نوته دهغه لویی ومنه او هغه بی هوښه کړه اوبیا په پټه خوله د خپلوموخو په پر مخبیولو بوخت اوسه که ته په داسی توګه له خپل عقل نه کار اخلی او خپل کارونه پرمخ ولی نو هغه وخت لری نه ده چی همدا سړی به ستا لویی منلو ته سر ټیټه وی


رښتینی
13.04.2008

دحالاتو لحاظ

په ۱۹ د جولایی کال ۱۹۸۱م د احمد اباد میل په نامه ریل ګاډۍ په خپل وخت روان شو خو د فهسانه په تمځای څلویښت منټه ناوخته شو ریل چی کله له مهسانه تمځای نه تیر شو نو چلوونکی ډیر ریل تیز کړ څو په ټاکلی وخت احمد اباد ته ورسیږی ریل ډنګروا نومی سیمی ته په دووه کیلومیتره فاصله کی و چی چلوونکی مخته د ریل کرښه پا داسی حالت کی ولیدله چی دووه پټلۍ ورنه ختلی وی چلوونکی په ډیر زور سره بریک ونیول څو ریل له پیښی نه وژغوری خوڅرنګه چی ریل ډیر تیز روان و ویی نشوای کولی هغه کنترول کړی او ریل د چلوونکی له واکه ووت دریل انجن سره له ټولو کوټیو له کرښی نه لاندی کډی ته ولویدی او په کی سپاره ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شول

له دی پیښی نه موږ دا درس تر لاسه کولی شو چی موږ نشو کولی د حالاتو له لحاظ کولو پرته د خپل ژوند ګاډۍ په خپله خوښه تیز وچلوو ځکه په دی نړۍ کی یواځی موږ ژوند نه کوو بلکی دلته نور انسانان هم ژوند کوی دلته یواځی موږ په کارونو نه یو بوخت بلکی دلته نور خلک هم په کارونو بوخت دی په داسی یوه نړۍ کی هغه کس یا قوم په کامیابه توګه خپل سفر ته دوام ورکولی شی چی هغه په باندنیو حالاتوځان پوهه کړی او د هغو په نظر کی نیولو سره په پوره ځیرکتیا سره خپل ګاډۍ وچلوی او که له داسی جکمت نه کار وا نه خیستل شی نو کیدی شی په لاره کی له یوی ستری پیښی سره مخ شو او خپلی بریوی له لاسه ورکړو

په روان پیر کی مسلمانانو په خورا لویو لویو اقداماتو لاسونه پوری کړل خو په ټولو کی له ناکامی سره مخامخ شول او له ټولو سره د دی ناکامی لامل یواځی یو دی چی هغه په یوه لوری د سازش او دسیسو تورونه لګول دی خو په خپله دا عذر د دی خبری ثبوت دی چی د دوی په اقداماتو کی د حالاتو لحاظ نه و شوی او له سفر نه مخکی یی د د ی سوچ زحمت نه و ایستلی چی کیدی شی په لار کی چا د ریل له کرښی نه پتلۍ ایستلی وی او زموږد ریل د تباه کولو سازش یی جوړ کړی وی

سمه ده چی په کوم ګاډی کی ته ناست یی دا به په مکمله توګه ستا ملکیت وی خو په کوم سرک چی ته روان یی دا یواځی ستا نه ده په هغه کی نور هم په برابره توګه حق لری دا حقیقت کی د یوچا له پاره هرڅومره تریخ وی خو په هرصورت دا حقیقت شته ده او دا شونی نه ده چی په دی حقیقت باندی په سترګو پټولو سره دی څوک بریالیتوب ترلاسه کړی

چا چی دا حقیقت هیر کړی وی او د نړې په سرک دخپل ژوند ګاډۍ چلوی هغه نشی کولی موخی ته ځان ورسوی یواځنی شی چی د ده په نصیب به وی هغه له خپل اقدام وروسته ناکامی او بیا د یوه (سازش) له انکشاف وروسته د شکایت او فریاد ناری سوری وهل


رښتینی
13.04.2008

دشعوررڼا

د جومات موذن له سپیده دم نه لیږ مخکی پورته
شو د څه ضرورت له پاره له جومات نه د باندی ووت دبا
ندی یی یوکس ولید چی دکان یی خلاصاوه څرنګه چی لا
تیاره ډیره زیاته وه او دامهال د دکان خلاصولو وخت نه
و نو موذن ورته ودریدی او ورته کتل یی اوفکر یی وکړ
چی چی دی به دکان ته د ننوتلو په مهال په پیل کی څه
کوی له څه فکر وروسته یی ګومان وکړ چی په لومړی
سر کی دی باید بریښنا بله کړی ځکه په تیاره کی خو
هیڅ کار نه کیږی اوس د خپلی اندازی د رښتیا یا دروغ
ختلو له پاره ودریدی او دکاندارته یی کتل د موذن اندازه
سمه وختله دکاندار چی څرنګه دکان ته ننووت سمدستی
یی بریښنا بله کړه او سمدستی په دکان کی رڼا شوه او
دکاندار په دکان کی خپل کار پیل کړ

له دی بیلګی نه موږ د دین اوملت په معامله هم پو
هیدلی شو له دینی یا ملی کارنه مخکی هم بریښنا بلول
ضروری دی یعنی د شعور بیداری لکه څرنګه چی د
د کان دتیارو د ختمولو له پاره رڼا ضروری ده داراز
په ملت کی د ریښتونی کار دسرته رسولو له پاره تر
ټولو مخکی ضروری ده چی د ملت دوګړو شعوری
سطحه لوړه کړل شی په هغوی کی د پوهی اوتفکر
وړتیا بیداره کړل شی په وګړوکی د شعور د رڼا له
پیداکولو پرته هیڅ ریښتونی کار شونی نه دی .


رښتینی
15.04.2008

اقتصادی برید

هوایی hawaii د بحر کاهل یوه جزیره ده د دی جزیری یوی ساحلی سیمی ته پرل هاربر وایی امریکایانو دلته خپله نظامی چاوڼی جوړه کړی وه اوداپه بحرالکاحل کی د امریکا ترټولو قوی اډه وه په دوومه نړیواله جګړه کی د دسمبر په اوومه کال ۱۹۴۱م کی جاپان په پرل هاربر باندی هوایی برید وکړ دا مهال د امریکایانو شاوخوا سل جهازونه په دی اډه باندی ولاړ وو او د جاپان په برید کی یی زیاته برخه له منځه ولاړل

امریکایانو په شپږم د اګست کال ۱۹۴۵م کی له جاپانیانو د دی برید غچ واخیست اوهغه داسی چی په جاپان یی دووه ایټمی بمونه وغورځول چی په پایله کی یی د جاپان دووه ستر صنعتی ښارونه (هیروشیما او ناګاساکی ) له خاوروسره خاوری کړل خو جاپانیانو دادووه ښارونه اوس بیرته جوړ کړی دی په کال ۱۹۴۵م کی دا دووه ښارونه د جاپان د بربادی نښی وی خو نن سبا دا دووه ښارونه د جاپان د ستر پرمختګ او بی ساری ترقی نښی دی

دوومه نړیواله جګړه د جاپان په مکمله ماتی او شکست سره پای ته ورسیده اوپه دی برسیره جاپان د امریکا له پوره نفوذ لاندی هم راغی خو جاپانیانو د دی خبری پوره ثبوت وړاندی کړ چی دوی د حالاتوله بدلون سره د ځان د بدلیدلو وړتیا لری له دویمی نړیوالی جګړی مخکی جاپانیانو په وسلو باندی باور لاره خو له جګړی وروسته یی په خپله خوښه وسلی له ځانه لری کړی اوپه سولییزه توګه یی د خپل کور دجوړولو هڅی پیل کړی د جاپانیانو په مخ د جګړی ډګر وتړل شو او دوی هم دی سپیره ډګر ته شا کړه خو دوی د د تعمیر او ودانی ډګر غوره کړ چی لا تر اوسه ددوی په مخ پرانستی پروت دی

وروستی تدبیر له مخکینی هغه نه ډیر بریالی وخوت جاپان په صنعت اوتجارت کی دومره پر مخ ولاړ چی نن د نړۍ ستر اقتصادی ځواک بلل کیږی او د امریکا په مقابل کی د جاپان تجارت څو برخی زیات ده جګړه ګټونکی امریکا ته ماتی خوړلی جاپان د اقتصاد په ډګر کی ماتی ورکړی

دی حالت امریکایان ډیر اندیښمن کړی دی دوی د جاپان موجوده حمله اقتصادی پرل هاربر economic pearl harbour بولی په امریکا کی یو کتاب خپور شوی و چی هغه په خپل وخت کی تر ټولو زیات پلورل شوی کتاب بلل شوی ددی کتاب نوم لومړۍ نمبرجاپان
japan __ number one ده په دی کتاب کی ښودل شوی ده چی جاپان له امریکا نه د تجارت په ډګر کی ډیر مخکی دی اوپه لنډ وخت کی له برتانیی نه هم مخکی کیدونکی دی د باندنیو اثاثو په لحاظ جاپان نن د نړۍ تر ټولو شتمن هیواد دی دجاپان باندنی اثاثه پا کال ۱۹۸۴ م کی ۷۴ بلین ډالر ښودل شوی ده (ټایمس اف انډیا ۱۳ــ۱۴ جون ۱۹۸۵م)

جاپان خپله نظامی ماتی څنګه په اقتصادی فتحه بدله کړه ؟ ځواب دادی چی جاپان له نوی سره له هغه ځایه تګ اوسفر پیل کړ کوم ځای ته چی حالاتو ټیل وهلی و او د دی ستر کار راز په همدی ټکی کی نغښتی دی جاپانیانو د بیځایه چیغو او شکایتونو په ځای له صبر نه کار واخیست او له دی کبله د ټګر او تصادم له ډګر نه په شا شو او په سولییزه توګه یی په تعمیری چاروکی دخپلو ځواکونو کارول پیل کړل کوم امکانات اوشونتیاوی یی چی له لاسه ورکړی وی په هغو یی ژړا او شکایت ونکړ بلکی له دوی سره په پاتی امکاناتو او شونتیاو یی توجه مرکوزه ولرله

لنډه داچی جاپانیانو د نورو دملامتولو په ځای خپل ځانونه ملامت کړل او له دی وروسته سمدستی د دوی تاریخ جوړونه پیل شوه او له تکمیل ته رسیدلو مخکی ونه دریدله بلکی د تکميل پړاو ته په بریالیتوب سره ورسیدله

یواځی موږ په دی نړۍ کی ژوند نه کوو بلکی دلته نور هم ډیر خلک ژوند کوی او هغوی ټول د پرمخیون او غلبی پر لور منډی وهی په داسی حالاتو کی زموږ په مخکی د مقابلی له پاره دووه لاری پرتی دی یوه دا چی که موږ ته څوک د خپل پرمختګ په لاره کی خنډ مالومیږی له هغه سره په جګړه برید وکړو اوبله لاره داد ه چی له جګړی او ټکر نه په ځان ژغورلوسره په خپلومثبتو تعمیری هڅو پیل وکړو

تاریخی تجربی په دی نړۍ کی یواځی دویمه لاره بریالی بولی او د دی په خلاف لومړۍ لاره دبربادی او هلاکت لاره ده سمندری بیړیو ته که کمرونه په مخه ورشی نو له هغو نه ځان په څنګ کړی او خپله لاره وباسی او که کومه بیړی له هغو سره په ټکر او مقابله بوخته شی هغه به ماته او ټوټه شی اوموخی ته رسیدل د داراز بیړۍ په تقدیر کی نه دی لیکلی


رښتینی
15.04.2008

د خوشالی را ز

مارګریټ لی رونبک margaret lee rubbeck وایی : خوشالی منزل نه ده چی هغه ته دی سړۍ ځان ورسوی بلکی داد سفر کولو یوه طریقه ده په دی کی د شک ځای نشته چی هر سړۍ په خوشا لی پسی منډی وهی خو په دی نړۍ کی هیچا هم خوشا لی نه ده ترلاسه کړی اصلا داد دنیا د دی له پاره جوړه شوی نه ده چی د خوښیو کورونه په کی ودان کړل شی چا چی خوشالی خپل منزل ګرځولی وی هغه خوشا لی نشی ترلاسه کولی خوشالی یواځی د هغه چا په برخه ده چی د هغه له خوښی پرته خوشا له اوسیدل زده وی

که سړۍ په دی پوهه شی چی په دی نړۍ کی له غمه خلاصون نشته نو هغه له غم سره په ژوند کولو ځان پوهه کړی که هغه ته کوم زیان ورسیږی نو هغه فریاد او سرشکونه نکوی بلکی له هغه نه درس او پند ترلاسه کوی که د هغه هیلی تر سره نشی نو هغه د نا امیدی په رنځ نه اخته کیږی او د هغه په دی خبره باور پوخ شوی وی چی په دی نړې کی د ارمان ختل د اسمان ته ختلو په مانا دی به دی نړۍ کی د هيچا ټولی هیلی نه دی تر سره شوی که هغه غریب وی یا شتمن باچا وی اوکه ګدا

که له خوښی اوبریالیتوب نه یو سړۍ څه تر لاسه کوی نو له غم او ناکامی نه هم سړۍ ډیر څه تلاسه کولی شی د غم اوناکامی تجربی په سړۍ کی د هوښیاری جوهر پنځوی او دهغه په سوچ او فکر کی ژوروالی پیداکوی او د هغو په زریعه سره نوی نوی پندونه ترلاسه کوی د غم او ناکامی تجربه د سړی ټول وجود بدلوی او یو نوی انسان ورنه جوړوی که په نړۍ کی یواځی خوښۍ او بریالیتوبونه وای نو داد دنیا به د بی حسه انسانانو هدیره وه دا نړۍ د غم او ناکامی له برکته یو وخت هم له ژوندیو انسانانو خالی نه وی

د ژوند ترخی ورځی د انسان له پاره داسی دی له د سره او سپینو زرو په اوراشول سره او سپین چی په اور کی وای شول شی نو هغه صفا او پاک شی او ځلا پکی پیدا شی داراز ترخی تجربی او د غم لمبی سړی اصلاح کوی


رښتینی
15.04.2008

دبدی جړ

ولیم لا (۱۷۶۱م ــ ۱۶۸۶م) یو وتلی انګریز لیکوال دی دی د اخلاقیاتو په موضوع لیکی چی تکبر او غرور د هری بدی سرچینه ده اوهره بدی په عجز اوتواضع سره له منځه ځی نوموړی لیکوال داخبره د اخلاقیاتو په لحاظ کړی ده خو اسمانی شریعت هم دا خبره تائیدوی د خدا جل جلاله په نزد شرک او غرور ترټولو لویه ګناه د هرشی بښنه کیدی شی خو د شرک او غرور بښنه نه کیږی

یو انسان چی له بل انسان سره ظلم کوی او یا یوانسان فسا د ته لاس اچوی د دی هرڅه اسا س په پټه یا ښکاره توګه پا تکبر او غرور ولاړ وی د غرور له کبله سړی د حق منلو ته نشی چمتو کیدلی ځکه هغه فکر کوی چی په حق باندی په اعتراف کولو سره د ده لویی ختمیږی خو ده دا هیره کړی وی چی د حق په نه منلو سره که څه هم دی د حق په وړاندی د ځان د لوړتیا هڅه کوی خو په دی نړۍ کی حق له هرڅه لوړشی ده نه د چا ذات

د کوم سړی په مزاج کی چی غرور پروت وی هغه هیڅکله بریالیتوب نشی ترلاسه کولی ځکه په موجوده نړۍ کی ځان حقیقت او واقعیتونو ته نږدی کول تر ټولو لوی بریالیتوب ده او هغه څه باید ترسره شی چی له حقیقت سره سم وی

خو د مغرور انسان له پاره دا سخته ده چی ځان له حقیقت سره برابر کړی ځکه دی غواړی چی حقیقتونه باید له ده سره برابر وی او دا کار په عملی توګه ناشونی دی نو ځکه خو دا ډول انسان هم په دی نړۍ کی نشی بریالی کیدلی


رښتینی
16.04.2008

دوولسمه برخه

امتياز

ديوه په ځای دووه

دویم ولیم (۱۹۴۱م ــ ۱۸۵۹م) د جرمنی باچا و له خپل پلار فریډرک نه وروسته په کال ۱۸۸۸م کی په تخت کیناست ده لوړی زده کړی ترسره کړی وی ده ډیره دلچسپی لرله چی جرمنی په نظامی لحاظ پیاوړی کړی خو ده ونشوی کولی په دی نظامی پیاوړتیا سره خپل شاهی نظام وژغوری او دهیواد حالاتو دی تخت پریښودلو ته اړ کړ د کال ۱۹۱۸م په نوفمبر کی یی حکومت خوشی او هالینډ ته ولاړ او هلته ومړ په جلا وطنی کی د ده ژوند د د ی خبری ثبوت ده چی د نظامی ځواک په پرتله د حالاتو ځواک ډیر مهم ده

له نړیوالی جګړی مخکی یوه پیښه ده دجرمنی نوموړی باچا دویم ولیم سیزرلینډ ته تللی وده د چی د هغه ځای منظم فوځ ولید ډیرخوشاله شو ده په ټوکه کی د سویزرلینډ له یوه فوځی نه وپوښتل : د جرمنی فوځ چی ستاسو دفوځ په پرتله دووه برخی ده که ستاسو په هیواد برید وکړی نوتاسو به هغه مهال څه کوئ د سویزرلینډ لوړ تعلیم لرونکی فوځی په چالاکی سره ځواب ورکړ : جناب بس موږبه دیوه په ځای دووه پیرونه کوو

د دی موخه دا شوه چی په ژوند کی تعداد اوشمیر اهمیت نلری بلکی اصل اهمیت د هڅو اوکار ده که ستاسو سیال په شمیر کی له تاسو نه زیات وی نوتاسو ویریږئ مه که تاسو زیاتی هڅی اوښه کار وکړئ نو له دی کم شمیر سره سره په زیات شمیر دښمن باندی برلاسی ترلاسه کولی شئ

په دنیا کی دځان له پاره د ځای جوړولو دووه لاری یو دا چی مثلا د یوه کار یا یوی وظیفی له پاره د دولسم صنف وړتیا شرط وی او هلته د دولسم صنف وړتیا لرونکو کسانو عریضی وړاندی کړی وی او ته هم له کټ مټ وړتیا سره هغه ځای ته وړاندی شی اوچی کله ته د هغه کار له پاره ونه منل شی نو په شکایتونو پیل وکړی چی نور ومنل شول زه ولی ونه منل شوم او نور خلک ولی په ما باندی غوره کړل شول سره له دی چی ټول یو ډول وړتیاوی لرو . دویمه لاره داده چی مثلا یو ځای خلکو د دولسم صنف شهادتنامی وړاندی کړی وی ته هلته د ماسټر ډګری وړاندی کړی یوځای خلک د وړتیا له شرایطو سره سم خپل حق غواړی خوته هلته له هغه نه په لوړو شرایطواوزیاته وړتیا دخپل حق غوښتونکی شی او په نوروباندی هم خپله وړتیا ومنی

دادویمه لاره دژوند اصلی لاره ده ټول بریالیتوبونه او پرمختیاوی د هغو خلکو په نصیب شوی دی چی د ژوند ډګر ته له لوړ وړتیاوسره وړاندی شوی دی څوک چی کمه یا مساوی وړتیالری هغوی به ددی مقابلو په نړۍ کی په نورو پسی له شا روان وی او په بی ګټی شکایتونو کی به خپل ژوند ضایع کوی


رښتینی
16.04.2008

لوړځايونه تش پراته دی

یوځای څو مسلمان ځوانان سره ناست وو او خبری یی کولی هر یوه له خپل چاپیریال نه شکایت کاوه چا به ویل داخلی نه پیداکیږی نورو به ویل کار او وظیفه نه پیداکیږی اوداسی نور په دی مجلس کی یو د لوی عمر تجربه کار سړۍ هم ناست و په چوپه خوله یی د ځوانانو خبری اوریدلی په پای کی یی وویل : ستاسو ټولوشکایتونه بیځایه اوچټی دی تاسو په داسی ځایونو کی کارونه غواړئ چی هغه ټول ډک دی اوکوم ځایونه چی تش پاته دی هغوته درسیدلو هڅی نه کوئ تاسو لویی وړتیا وی اوښه صلاحیتونه ترلاسه کړئ بیا نا امیدی ستاسوپرمخ لاری نشی تړلی ځکه عام ځایونه که څه هم ډ ک دی اما ډیر ګټور او لوړ مقامونه هر لورته تش پراته دی

په امتیاز کی دبریالیتوب راو نغښتی دی که ته زده کوونکی وی یا تاجر ، وکیل وی یا ډاکټر ، اویا هر ځای چی کار کوی هڅه وکړه چی په ځان کی امتیاز پیدا کړی نو بی له کومه شکه به بریالیتوب ستا پښی ښکلوی په یو ښکاره مثال سره به دا موضوع ښه روښانه کړو فرضا که ته وکولی شی چی دموږکانو دنیولو له پاره ښه پنجره یا تلکه جوړولی شی نو خلک به ستا په دروازه کی ولاړ وی د خلکو دا لویه تیروتنه ده چی په بازار کی چی کومی پنجری جوړیږی دوی هم کټ مټ هغسی پنجری جوړی کړی او په بازار کی کینی بیا وروسته شکایت کوی چی زموږ پنجری نه پلورل کیږی که چیرته ته هڅه وکړی او امتیاز لرونکی پنجره جوړه کړی نو د پیرونکو به ځای نه درباندی کیږی

په هر چاپیریال کی هر وخت تعصب او تنګ نظری شتون لری او دا یو پنځیز کار دی خود تعصب او تنګ نظری یو ټاکلی حد وی که ته له دی ټاکلی حده واوړی نو ستا پر خلاف شته تعصب او تنګ نظری تاته کوم تاوان نشی رسولی که ستا نمبر په سلو کی ۴۵ وی او د سیال نمبر دی ۴۰
په سلوکی وی نو ډیره شونی ده چی دهغه تعصب ستا د لاری خنډ وګرځی خو که چیرته ستا دسیال نمبر ۴۰ په سلوکی وی او ستا ۸۰ په سلوکی وی نو د تصعب او تنګ نظری ټول دیوالونه به ونړیږی او په یقینی توګه به ته په خپل سیال باندی برلاسی کیږی

عام او عادی ځایونه ټول ډک او خلکو نیولی دی خو لوړ او ګټور ځایونه تش پراته دی نو ته ولی هڅه نه کوی څو دی تشو ځایونو ته ځان ورسوی هغه چی دا اوس هم ستا په انتظار دی که ته له نورو نه زیاتی هڅی وکړی که ته د عامو معیارونو په ځای لوړ معیارغوره کړی که ته له لوړو صلاحیتونو او وړتیاو سره د ژوند ډګرته ور داخل شی نو هیڅ کله داسی نشی کیدی چی ته دی بیځایه یا بیکاره پاته شی او هرځای ستا ځای ده ځکه هغه تر اوسه پوری د یوه راتلونکی په انتظار کی تش پروت دی


رښتینی
16.04.2008

بریالی انسان

لی آیی کوکا (lee lacocca) په کال ۱۹۲۴م کی زوکړی دی دده مور اوپلار ډیر غریبان وو او دی په یوه ګوله روزی پسی له اټالیا نه امریکا ته ولاړ ای کوکا په ډیروستونزو سره زده کړی وکړی او په انجرینګ کی یی د ماسټری ډګری ترلاسه کړه له زده کړو وروسته مسټر آیی کوکا د موټرو په فورډ کمپنی کی کار پیدا کړ په دی کار کی ده ډیر پرمختګ وکړ ان چی د دی کمپنی مشر وټاکل شو څه موده وروسته یی له دویم فورډ هنری سره اختلاف راغی او په کال ۱۹۷۸م کی یی د فورډ کمپنی پریښودله

آیی کوکا په یوه بله کمپنی کی مشر وټآکل شو چی هغه کرسلر کارپوریشن
(chrysler corporation) نومیدله دا مهال دا کمپنی یومخ دیوالیه شوی وه خود مسټر آیی کوکا په نه ستړی کیدونکو هڅو سره دا کارپوریشن ښه پر مخ ولاړ اوډیره ترقی یی وکړه او مسټر آیی یوځای په خپلو هڅو د ویاړ په توګه لیکی :

I am the company

مسټر آیی د خپل ژوند په حالاتو یو کتاب هم لیکلی چی
( lacocca an autobiography)نومیږی د په خپل دی کتاب کی د خپل ژوند په زړه پوری تجربی لیکلی دی چی یوه یی زه دلته را اخلم دی لیکی : مالومات او ډګریانی د بریالیتوب کیلیانی نه دی په اصل کی وګړی د بریالیتوب کیلیانی دی زه چی د خپلی کمپنی دلوړو دندو له پاره کوم خلک غواړم هغوی باید داسی خلک وی چی په کار مین وی هغوی باید داسی خلک وی چی څومره دکار امید ورنه کیږی له هغه نه دوی زیات کار وکړی (ټایمس اف انډیا ۱۹۸۵م)

دکارګر او هوښیار سړی یواځنی نښه داده چی له امیده زیات کار کوی کوم خلک چی هڅه کوی څو له امیده زیات کار وکړی هغوی هغه خلک دی چی له امیده زیات بریالیتوب یی په برخه کیړی


رښتینی
24.04.2008

کوچنی تدبیرونه

یوه ډاکټر صیب کلینیک پرانست او په کم وخت کی یی کار ډیره وده وکړه د ډاکټر صیب د بریالیتوب راز د ده په وینا دهغه یوه کوچنی ځانګړتیاوه چی ډیر ډاکټران یی نه لری او هغه ناروغه ته سلام کول و په ټولیزه توګه دهرډاکټر دا غوښتنه وی چی باید ناروغه سلام ورته وکړی خو نوموړی ډاکټر صیب د ډاکټرانو دی کلچر ته لته ورکړه او په خپله یی ناروغانوته سلام کول پیل کړل او دا تګلاره بریالی وختله په ډیر کم وخت کی یی کلینیک زیاته ترقی وکړه که څه هم هغه یواځی د
Rmp کمزوری ډګری لرله

یوه دکاندار د ګاهک یا پیرونکی یو ځانګړی خوی کشف کړ هغه دا سی چی په ټولیزه توګه چی څوک له دکاندار نه څه واخلی نو په خپلو روپیو کی زاړه او خیرن لوټونه لټوی او هغه دکاندار ته ورکوی او نوی او پاک لوټونه له خپله وسه دکاندار ته نه ورکوی له دی ټکی نه دکاندار دا وپتییله چی ګاهک اوپیرونکی نوی او پاک لوټ خوښوی نو د پیرونکی له دی روحیاتو نه د ګټی پورته کولو له پاره دکاندار پریکړه وکړه چی که پیرونکی د څه پیرلو په مهال ده ته لوی لوټ ورکړ نو دی به په ماتو روپیو کی پیرونکی ته زوړ یا خیرن لوټ نه ورکوی او هر وخت به تازه او نوی لوټ ورکوی .

د دکاندار په بکسه کی زاړه او نوی هرډول لوټونه پراته وی خو ده به چی کله پیرونکی ته ماتی روپۍ ورکولی نو په خپله بکسه کی به یی نوی او تازه لوټونه راټولول او هغه ته به یی ورکول او د نویو لوټونو ترلاسه کول خو د ده له پاره دومره ستونزمن کار نه و ده به خپل ټول زاړه لوټونه یوځای کړل او په یوه ځای به یی په بانک کی په نویو هغو را بدل کړل ده به له داسی ځیرکتیا نه کار اخیست چی هرپیرونکی ته وښیی چی دی د هغه ډیرخواخوږی دی او د دی له پاره به یی داسی چل وکړ چی په خپله بکسه کی به یی نوی او زاړه لوټونه ګډ وډ واچول خو چی کله به یی پیرونکی ته پاتی روپۍ ورکولی نو خامخا به یی هغه نوی لوټونه ورته راټولول او ورکول

د دکاندار دا تدبیر خوپه ظاهری توګه مامولی اوبی ارزښته بریښی خو ده په دی بی ارزښته تدبیر سره پیرونکی متاثره کړی وو او هغوی هر یوه به دافکر کاوی چی دا دکاندار د ده ډیر لحاظ کوی نو دی چالاکه دکاندار په دی کوچنی او ما مولی تدبیر سره د پیرونکی زړونه ترلاسه کړل او اخر یی دکان دومره ترقی وکړه چی د خلکو به ځای نه پری کیده

نو دا خبره رووښانه شوه چی د بریالیتوب رازپه خصوصیت اوځانګړتیا کی نغښتی دی که ته غواړی چی بریالیتوب ترلایه کړی باید په ځان کی یو ډول ځانګړتیا پیدا کړی که هغه ډیره کوچنی وی هم ته باید دا خبره خلکو ته ثابته کړی چی ته د هغوی خواخوږی یی او دا کار په یوه کوچنی تدبیر سره هم کیدی شی که هغه څو خواږه توری وی یا د زاړه لوټ په ځای نوی لوټ چاته ورکول وی


رښتینی
21.05.2008

له هیڅ نه ترهرڅه

څوک چی په کمه ګټه صبر وکړی هغه به د لویی ګټی څښتن شی ــــــ دادومره کره اصل دی چی یو تل پاته حقیقت په کی نغښتی دی که تاسو دا اصل د ژوند په کومه برخه کی وازمویئ بریالی به یئ

یوه سړی په بازار کی یو ه کو چنی هټۍ پرانستله ده به د جامو وینځلو صابون او څه نور څیزونه پلورل په ډیره موده کی د ده کاره ډیره زیاته وده وکړه اوپه هټۍ به یی د خلکو ځای نه کیده د ده دبریالیتوب راز په دی کی و چی ده به د دوو روپیو صابون په پاو کم دووه روپۍ پلوره که به یو چا څلور صابونان وپیرل نو هغه ته به د عام نرخ په پرتله یوه روپۍ ګټه پاته شوه یوه سړی له یوڅه پلټنی وروسته مالومه کړه چی دا هټیوال د جمله یا عمده خرڅوونکی په نرخ صابون پلوری دی هټیوال چی له عمده پلورونکی یا کمپنی نه په کوم نرخ صابون پیره په هماغه نرخ یی په خلکو هم پلوره

دی سړی له هټیوال نه پوښتنه وکړه چی ته خو دکمپنی په نرخ صابون پلوری نو په دی کی ستا څه ګټه ده هټیوال ورته وویل چی زه هره ورځ ۲۵ پیټۍ صابون پلورم او هغه تشی پیټۍ هره یوه په یوه روپۍ پلورم نو داسی وبولخ چی د ورځی ۲۵ روپۍ په صابون کی راته پاته کیږی او هغه د تشو پیټیو له لاری او له دی پرته څوک چی زما ارزانه صابون پیرلو ته زما هټۍ ته راځی هغه خامخا نور څه هم پیری هغه ؛ټه په دی باندی ده

دی هټیوال ورو ورو ترقی کوله او ورځنۍ ګټه یی له پنځه ویشت نه پنځوسو ته ورسیده او له پنځوسونه سلوته ان دووسوو روپیو ته یی ګټه وختله دی سړی یوڅه روپۍ برابری کړی اوپه خواکی ورسره هټۍ یی هم ترلاسه کړه دواړه یی سره ګډ کړل او یوه لویه هټۍ یی ورنه جوړه کړه اوس د ده کار ډیر پر مخ ولاړ ان چی څو کاله وروسته دښار د لویو هټیوالو په کتار کی ودریدی

دا پیښه موږ ته دا درس را ښیی چی په موجوده نړۍ کی دبریالیتوب ترلاسه کولو امکانات څومره زیات دی تر دی پوری چی که یوڅوک نن یو د ګټی کار پیل کړی نو سبا به هغه لوی بریالی تاجر وی که ننه هغه په هیڅ باندی ځان رازی وبولی نو سبا ته کیدی شی هغه سړی د هرڅه خاوند شی خو د نړی دا بی شمیره امکانات د ځان له پاره په واقعت بدلو کی دی دوو شرطونوته اړتیا لیدل کیږی چی هغه صبر کول او له هوښیاری نه کار اخیستل دی او که له چا سره د بی صبری او کم عقلی پانګه! زیاته وه د هغه له پاره د نړۍ په دی ډ ک بازار کی هیڅ برخه نشته


رښتینی
21.05.2008

ځانګړی وړتیا

څه موده مخکی می د یوه لویدیځوال لیکوال یوه لیکنه لوستی وه دی لیکوال د خورا زیاتولویو خلکو د ژوند د حالاتو له لوستلو وروسته هڅه کړی څو ما لومه کړی چی هغه کوم ګډ صفت ده چی لوی کسان یی دی لوړ پوړ ته رسولی دی ده له خپلو څیړنو وروسته ویلی دی چی هرچا چی لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی په هغو ټولو کی دا دووه صفتونه موجود وو :

Curiosity and discontent

یعنی تجسس او نه قناعت ، تجسس هر وخت سړی په کاربوخت ساتی او نه قناعت سړی په په یوه مقام باندی دریدلو ته نه پریږدی اومخته تګ ته یی هڅوی

د ویلټشایر wiltshire یوی سیکرتیری انیتا اسټریکر mrs anita straker دیوی ځانګړی غونډی له پاره یو تعلیمی رپورټ په ۱۰۸ مخونوکی تیار کړ ی اوپه هغه کی یی د نابغه ماشومانو د ځانګړو صفاتوپه اړه لیکلی : کوم زده کوونکی چی په داسی شی نه رضا کیږی چی له هغه شی نه غوره شی هم وی ګومان کیږی چی هغوی د ځانګړی ذهنی ځواک خاوندان دی
هندوستان ټآیم ۲ فروری ۱۹۸۳م

د یوه انسان دا خورا غوره صفت ده چی هغه یواځی له مخکی نه په غوره شی رضا کیږی او له مخکی نه په کم شی نه رضا کیږی اودا صفت او ځانګړتیا د ټولوبریالیتوبونو له پاره زینه ده دا ډول مزاج سړی دی ته اړ کوی چی هغه د ستری رښتیا لورته مخ پر وړاندی روان شی او د کومی نیمګړی رښتیا خواته وته دریږی دا ځانګړتیا سړی له سپکو کړنو نه د لو ړو کړنو او غوره اخلاقو لورته ولی او د دا ډول مزاج لرونکی خلک په کمو بریالیتوبونو بسنه نه کوی اودا هغه ځانګړی غوره خوی دی چی هر وخت سړی په هرشی کی له لوړ او اعلی شی پرته په کم اوټیټ شی نه قانع کیږی


رښتینی
21.05.2008

تاریخ جوړونه

انسانان په دووه ډوله دی یوډول یی ځان جوړوونکی دی اول بل ډول تاریخ جوړوونکی دی ځان جوړوونکی انسان یواځی خپل ځان ته متوجه وی اود تاریخ جوړوونکی انسان د توجه مرکز ټول انسانان وی

ځان جوړوونکی هر وخت دخپلو ګټو په فکر کی وی د ده جذبات هغه مهال څپانده شی چی کله د ده د شخصی ګټو موضوع رامنځته شی او کومه موضوع چی د ده له شخصی ګټو سره تړاو نلری هلته د ده په جذباتو کی هیڅ ګرمښت نه پیدا کیږی

ځان جوړوونکی انسان له خپلو شخصی ګټو نه بل هرشی قربانولوته چمتو وی که هغه کوم اصول او قوانین وی یا قول او لوز ، که هغه اخلاقی نورمونه وی یا نوری انسانی غوښتنی ، هغه د خپل ځان په خاطر نور هرڅه هیرولی شی او هغه د خپلو خواهشاتو په وړاندی نوری ټولی غوښتنی شاته غورځولی شی

او د تاریخ جوړوونکی انسان معامله د دی ټولو عکس او خلاف ده هغه د خپل ځان په اړه فکر ته شا کړی وی هغه د یوی لوړی موخی له پاره ژوند کوی هغه په اصولو مین وی هغه یو ستر هدف لری او د هغه له پاره یی ځان وقف کړی وی د هغه زړه له دردونو ډک وی ځان یی هیر او د انسانیت فکر په مخه کړی وی

له ځان نه د تاریخ جوړوونکی انسان جوړولو له پاره یواځی او یواځی یو شرط ستاسو مخته پروت ده او هغه له ځان جوړونی تیریدل دی او بس کله چی څوک له خپله ځلانه تیر شی هغه کولی شه د تاریخ جوړوونکو انسانانو په کتار کی راشی که په دی لاره یک هرڅومره زورونی پيښیدلی دی یی زغملوته تیار وی که په دی لاره کی هرڅومره شخصی ګټی له ویری اوخطر سره مخ وی دی یی پروا نکوی او که په دی لاره کی یی خپله لویی او غرور له خاوروسره خاوری کیده دی به یی پرضد غبرګون نه ښکاره کوی

د تاریخ جوړونی له پآره داسی وګړی په کار دی چی وکولی شی د ځان جوړوونی غوښتنی په خپل لاس ذبحه کړی یواځی خپلو مسئولیتونو او وجیبو ته متوجه وی او د خپلو حقوقو په غم کی نه وی


رښتینی
23.05.2008

کردار

د ۲۲ ملیونو ډالرو په لګښت سره د ګاندی په نامه یو فلم جوړشو او دا فلم د هند د لویی مشری مهاتما ګاندی پر ژوند باندی جوړشوی او دا فلم یوه انګریز رچرډ ډاټن برو تیار کړی دی ده ددی فلم دجوړولو له پاره شل کاله په پرلپسی توګه هڅی وکړی خو بریالی نشو او یوه فلمی کمپنی هم دی ته نه تیاریدله چی په دی فلم کی پانګه ولګوی ځکه د دی فلم په اړه هغوی فکر کاوه چی دا بی ګټی ده خو په دی فلم کی بن کنګسلی (ben kingsley) په دی فلم کی دومره په زړه پوری رول ترسره کړ چی دا نن په ډیرو بریالیو فلمونو کی شمیرل کیږی پټه دی نه وی چی بن کنګسلی د په خپله د ګاندی پارټ پرمخبیولی دی

د بن کنګسلی پلار د هند د ګجرات یو ډاکټر و اوله یوه فرنګۍ میرمنی سره یی واده کړی و د ده اصلی نوم کرشنا بنجی و او وروسته یی ځان ته بن کنګسلی نوم غوره کړ څرنګه چی کنګسلی له ګاندی سره بدنی مشابهت لاره نو په دی اساس د اتلولی یا هیرو رول ده ته وسپارل شو له دی وروسته هغه د اوږدی مودی له پاره سختی هڅی وکړی

بن کنګسلی د فلم له شوتینګ نه ښه ډیره موده مخکی هند ته راغی ده خپل سر پآک ورخیی څو د ګاندی په څیر پک شاته وبریښی دی ډیر مزی و نو د خوړو په کمولو سره یی خپل وزن ۲۰ کیلو کم کړ او ځان یی ډنګر کړ او ډیر وخت به لمر ته ولاړ و څو یی رنګ توربخون غوندی شی او دفلم کیسه یی هم ټوله یاد کړه ده د خپلی خونی دیوالونه د ګاندی په انځورونو وپوښله او پنځه ګینټی به یی د مهاتما ګاندی ډکومینټری کتله ده نشوی کولی د ګاندی په څیرپه غبرګه پښه کینی نو هره ورځ به یی دووه ګینټی د یوګا ورزش کاوه او د ګاندی له هغی ځانګړی ناسستی سره یی ځان روږدی کړداراز ده به هره ورځ دووه ګینټی څرخ چلاوه څو وکولای شی د ګاندی په څیر څرخ وچلوی
(نیوز ویک دسمبر ۱۹۸۲م)

د بن کنګسلی په مخ کی په یوه فلم کی د یوه ځانګړی رول ترسره کول و نو دومره زیاتی هڅی یی کړی دی او له اوږدی مودی وروسته په دی وتوانیده چی ور سپارل شوی کار یی په بریالیتوب سره ترسره کړ نو کوم خلک چی ځان ته غوره امة وایی هغوی به خامخا په انسانی تاریخ کی غوره کردار ترسره کوی او ایا دوی پرته له کومی تیاری په دی مهم کار کی بریالی کیدلی شی


رښتینی
23.05.2008

سپینه خبر

وایی سلطان محمود غزنوی چی کله ترکی ځواکونو ته ماته ورکړه او ډیر زیات ترکان یی ووژل نو ترک مشرانو د تیښتی لاره خپله کړه او دووه یی خپلی دووه په پور د خپل وطن په لور یی ځغاسته پیل کړه سلطان مرحوم هم ډیر ضدی و او په هغو ی پسی له شا شو دا وخت په هیواد کی د سخت ژمی موسم و د سلطان لښکریانو هغه ته خواستونه او زاری وکړی چی په دی یخ کی د میرڅمن تعاقب ډیر سخت کار ده او دومره ضروری هم نه ده نو باید له دی کاره لاس واخلو خو سلطان په خپله خبر ټینګ ولاړ و او د ترک مشرانو له تعاقب نه نه را ګرځیدی

یوه ورځ یی په یوه ځای کی واړول د سلطان په خیمه کی په ډیره زیاته پیمانه د اور انګیټۍ بلی شوی او خیمه دومره ګرمه شوه چی اورته ډیرو ناستو کسان له خپلو غاړو خپل پوستینان راکوز کړل او ځینی خو یی لا خولی هم وو په دی حال کی د سلطان یو مریی د هغه خیمی ته ورننووت سلطان په خندا ورته وویل چی ولاړ سه او یخ ته ووایه چی نن ستا هڅی بیکاره دی نن به پر موږ باندی ستا جادو ونه چلیږی او پر موږ به برلاسی نشی مریۍ د سلطان له امر سره سم د باندی ووت او لیږ ځنډ وروسته بیرته خیمی ته را ننووت او سلطان ته یی وویل : جناب ! ستاسو مبارک پیغام می یخ ته ورساوه خو هغه راته وویل چی ښاغلی باچا ته ووایه چی سمه ده نن به جلالت ماب باچا ته زما لاس ونه رسیږی خو با چا ته ووایی چی نن به ستا د مزدورانو او مجاهدینو داسی چوپړ ووهم چی سبا به د باچا د اسانو د تیارولو له پاره په خپله باچا او دده امیران په هغو لګیا وی او دومره څوک به نه وی چی دوی ته اسان تیار کړی سلطان د مریۍ په خبره پوهه شواو سهار وختی یی امر وکړ چی بیرته غزنی ته ستنیږو

دبا چا دربارته رسیدل که څه هم ډیرو مهارتونو ته اړتیا لری خو یو اساسی مهارت یی د ټولو په سر کی قرار لری او دا مهارت ! اپر چونیزم یا چپړاسیتوب ده موږ دی الله له دی مهارت نه د تل له پاره وژغوری خو د واکمنو په پلاز او دسترخوان دا ډول ماهرین هر ځای په ګڼ شمیر کی شتون او حضور لری او ګومان کوم له داسی کسانو پر ته به په واکمنی کی هم دومره خوند نه وی ځکه د واکمنو کړنو ته ګوته نیول یا هغو ته ستوخه او سپینه خبر کول د هغو په غرور کی د لاسوهنی مانا لری هغوی غواړی چی په هره ښه اوبده خبره یی افرین او شابا سۍ وویل شی خو که په دربارونو کی کوم د اسی د نرځوی وی چی د واکمنو کږو او غلطو خبرو ته په زغرده ګوته ونیسی اود سپینی خبری جرئت ولری او د هغوی له واک او زور نه ونه ویریږی نو دا ډول زړور کسان بیا د تاریخ په زړه کی ځای نیسی که څه هم یو مریۍ یا غلام وی


رښتینی
26.05.2008

ریښتونی حل

یو فارسی ژبی شاعر وایی چی ما له خپل یار سره سل ځله جګړه او سل ځله سوله وکړه خو هغه زما په سوله او جګړه خبر شوی هم نه دی او دا هرڅه ما له ځانه سره سرته رسولی دی

صدبار جنګ کرد باو وصلح کرد یم = اورا خبر نه بودزصلح وز جنګ ما

که څه هم دا د شعری نړۍ خبره ده خو د حقیقت په نړی کی هم ډیر اهمیت لری لری د یوی لویی موخی د ترلاسه کولو له پاره چی دکومی وړتیالرونکو افرادو ته اړتیا لیدل کیږی هغه هم کټ مټ هغه وړتیا ده چی په دی شعر کی یی یادونه شوی ده یعنی هغه چی د چاپیر یال او ټولنی په وړاندی یی په ذهن کی کوم شکایتونه پیدا شوی وی هغه په خپله ختم کړی هیڅ لوی کار یو کس په خپل سر نه شی تر لاسه کولی د هری ستری موخی د ترلاسه کولو له پاره باید ډیر خلک خپلی هڅی سره شریکی کړی او په دی ګډ کار کی هر وخت ستونزی را منځته کیږی او هغه خپلمنځی اختلافات او له یوه بل نه شکایتونه لرل دی نو د کار خلک هغه دی چی د شاعر په څیر د کار له ملګرو سره سل ځلی جګړه او سوله وکړی خو هغوی پری خبر هم نه وی

کله چی ډیر خلک په ګډه کار کوی او د یوی ګډی موخی له پاره په هڅو بوخت وی نو طبعا دد وی په منځ کی شکایتونه او ترخی خبری را منځته کیږی کله په ویش کی چاته یوڅه کم ورسیږی او نورو ته زیات چا ته د دندی په لحاظ لوړ مقام ورکړل شوی وی او چاته کم چاته د یوه ملګری خبره بده ښکاره شی او بل ته د یوه ملګری کار د خپلو ګټو په خلاف ښکاره شی لنډه دا چی ډیر ځله داسی خبری رامنځته کیږی چی د یوه بل د خوا بدی لامل ګرځی او یو دبل په خلاف غصی اوغچ ته وهڅوی

په داسی حالاتو کی یواځنی ریښتونی حل دادی چی هر سړی باید د ځان سمونی مشین
(self correcting machine) وګرځی هغه باید په خپل زړه کی خپله راپاریدلی مخربه جذبه سړه کړی او خپل شکایت په خپله ختم کړی

کله چی دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د فوځ له مشری نه لری کړ نو په سمدستی توګه د حضرت خالد په زړه کی جدی غبرګون را پورته شو خو وروسته یی په دی خبر هرڅه له زړه ووتل چی ما چی کوم کارونه کول هغه می د خدای جل جلاله د رضا له پاره کول نه د عمر له پاره نوبیا زه ولی له عمر نه خپه شم او ددی په ځای چی له عمر نه شکایت وکړی هرڅه یی له ځانه سره ختم کړل


رښتینی
26.05.2008

دیووالی راز وپیژنئ

د جاپانی چارو یوماهر ښاغلی ولیم اوشی william ouchi)) وایی : په جاپان کی ټولی هڅی او لوی کارونه اجتماعی کارونه دی هلته هیڅ کار هم د انفرادی لویوالی یا شخصی شهرت له پاره نه ترسره کیږی

په مختلفو کارونو کی چی نړیوالی سرویګانی شوی دی په ټولو کی په ټولیزه توګه جاپانیانو لومړۍ مقام ترلاسه کړی دی د جاپانیانو ددی معجزاتی پرمختګ راز لویدیځوالو څیړونکو د هغوی په ګډه کار (team work) بللی دی چاپانی چارواکی او کار ګر هر وخت په ګډه سره او په پوره یووالی سره خپل کارونه پر مخبیایی د کار په منځ کی د دوی خپل منځی یووالی او اتحادهیڅکله نه ماتیږی چی په پیله کی یی دوی ډیر لوی لوی کارونه په ډیر ښکلی توګه سرته رسوی

په جاپانی کلتور او کاردود کی په پوره پیمانه ټولنیزه یو غږی (group harmony) پرته ده په کور او کارخونو کی یا په وړو اوغټو ادارو اوهر ځای یو غږی او یووالی دجاپانیان کیرکټر امتیازی صفت (distinctive feature) ګرځیدلی دی

دا جاپانیانو دا ځانګړتیا د هغو ی د ملی پرمختګ ترټولولوی راز دی ترټولو لوی پرمختګ هغه وخت رامنځته کیږی چی خورا ډیر خلک وکولی شی چی په یوه ځای کار وکړی دګډ کار په مخ کی خنډونه هغه وخت رامنځته کیږی چی د کار ګرو د شخصیت څرګندونی خبری راپورته شی د هر قوم وګړی چی دخپل شخصیت جوړولو په فکر کی وی هغه قوم په ګډه سره کارونه نشی تر سره کولی او له همدی کبله هغوی پرمختګ هم نشی کولی

د ستروپرمختګونو راز یواځی او یواځی په اتحاد او یووالی کی نغښتی دی په اتحاد سره له یوه نه څو جوړیږی او د هڅو شمیر څو زره ځله زیاتوی


رښتینی
26.05.2008

دګډ کارلاره

د اسټیم انجن Steam engine یاداور دماشین چلوونکی اورته مخامخ ولاړ وی اوله دی وروسته بیاهغه کولی شی چی هغه مادی ټولګه په خوځښت راولی چی هغه ته ماشین وایی دارازپه ګډه کارکوونکی خلک به دی ته ځان تیاروی چی د برداشت اوزغم په ځمکه ودریږی کوم خلک چی د برداشت او زغم سیکه نلری هغوی له یوه بل سره په ګډه کار نشی کولی

هروخت چی یوڅه خلک په یوه ځای کارکوی نوخامخا یی له یوه بل سره اختلافات رامنځته کیږی اود یوه بل په په خلاف یی د شکایتونو لمبی په سینوکی ژبغړانده کیږی اودا ستونزه په هر صورت رامنځته کیږی په یوه ځای کارکوونکی خلګ که په انفرادی توګه هرڅومره ښه خلک وی خو ددوی په منځ کی داډول منفی جذبات حتما رامنځته کیږی او په هیڅ صورت ددی ستونزو مخ نیوی نشی کیدی

نوپه داسی حالت کی به ګډ کار او مشترکی هڅی څرنګه شونی ګرځی ددی کار یوه لاره ده اوهغه له اختلاف سره ګډ اوسیدل دی خلک باید په شعوری توګه دومره بیدار وی چی هغوی وکولای شی هرډول شکایت وزغمی اوهرډول جذباتی غبرګون په خپله سینه کی خوندی کړی او هڅی وکړی چی د اتحاد او یووالی د ساتلو له پاره هره اختلافی خبره برداشت کړی

داد یوه ناممکن شی غوښتنه نه ده دا کټ مټ هغه شی دی چی په عملی توګه هر سړی په خپل کورکی غوره کړی ده دیوی کورنی وګړی چی په یوځای ژوندکوی دهغوی په منځ کی خامخا په یوه نیمه خبره زړه بدۍ رامنځته کیږی هره ورځ ددوی په منځ کی دیوه بل په خلاف شکایتونه پیداکیږی خوبیا په دی ټولوشکایتونواوخوابدیوباندی د وینی رشته غالبه کیږی څوڅوځله زړه بدۍ پیداکیږی خو هروخت د خپلمنځی مینی په برکت هغه خوابدی له منځه ځی اوپه دی توګه دکور یووالی او اتحاد په خپل ځای پاته وی نوهرکور له اختلاف سره دګډاوسیدلو یوه عملی نمونه ده

نو که څوک واقعی شعور ولری کټ مټ داحالت په اجتماعی ژوندکی هم رامنځته کولی شی په کورنی ژوند کی چی کوم ستونزی د خپلمنځی مینی او دوینی د رشتی په برکت له منځه وړل کیږی په ټولنیز ژوندکی دا کار دشعوری پریکړوپه برکت شونی ګرځیدلی شی په کورکی دننه د زړونو تړاوخلک له یوه بل سره ګډاوسیدلوته مجبوروی اوله کورنه دباندی عقلی اوشعوری پریکړی داتحاد اویووالی دساتلوله پاره هره ستونزه له منځه وړلی شی اودا د ګډکار له پاره ښه لاره ده


رښتینی
27.05.2008

دټول افغان مينوالو! خوندو او وروڼو سلام !

زماداليکنه په همدي ځاي پاي ته رسيږي اونوره يي نه اوږدوم
خداي دي وکړي چي ستاسودخوښي وړګرځيدلي وي ښاداوسئ

ستاسوحامد


ډاکتر څپاند
27.05.2008

جناب حامد صيب
هسی خپل اود نورو وخت په ببولالو مه ضايع وه.
هغه څه په ليکه کړه چه نور هم تری خوند واخلی او بحث پری وکړی٠
هيله ده چه خفه نشی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more