د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دژوند راز

رښتینی
01.07.2007

دژوند راز

سلامونه او نيكي هيلي

دلته زه د يوه هندي ليكوال يو كوچني كتاب راژباړم شايد خوښ به موشي

---------------------------------------------------------------------
سريزه

بسم الله الرحمن الرحيم

الفريډايډلر (1937_1870) د موجوده پير نوماند او وتلي اروا پوهه دي دده ځانګړي موضوع شخصي اروا پوهنه ndividual psychology) ) وه يوه څيړونكي دده به اړه ليكلي دي :تول عمر دانسان او دانسان دپټو ځواكونو له مطالعي وروسته ستر ارواپوهه الفريډ ايډلر اعلان وكړ چي د انساني شخصيت په ګڼ شمير ځانګړتياوو كي د انسان يوه هيشوونكي ځانګړتيا داده چي هغه يوه (نه ) په (هو) بدلولي شي their power to turn a minus into a plus .

لوي څښتن انسان له خورا عجيبو او هيشوونكو وړتياوو سره پنځولي دي دا پورتني اقتباس د يوه ارواپوهه په ژبه باندي ددي اعتراف دي چي ددي وړتيا وروستي پوله داده چي انسان په تياره كي هم د رڼا لوري ليدلي شي هغه كولي شي نا برابر حالات د ځان په ګټه واړوي كله چي هغه يوځل د ژوند په لوبه كي هرڅه وبايلي كولي شي دځان له پاره بيا نوي ډګر پيدا كړي چي په خپلو هڅو سره بيا يوه نوي مزله ته ځان ورسوي
ستاسو په لاس كي كتاب د انساني شخصيت ددي اړخ څيړنه ده
دا په ناممكنو حالاتو كي د ممكنو حالاتو د ليدلو يوه هڅه ده
دا د نا اميدي په اميد باندي د بدلولو يوه هڅه ده
او دا هغه څه دي چي شايد د نن انسان له هرڅه زياته اړژژتيا ورته لري

وحيد الدين خان دهلي 30 مي 1986م


رښتینی
02.07.2007

(لومري برخه)

له هدف سره مينه
-----------------

(1) هد ف لرونكي ژوند

ايكسپريس ريل كاډي په پوره تيز تګ دخپل هدف په لور روان و دلاري دواړو خواوته شنه فصلونه او شكلي بيالي او روڼي بهانده او به سړي ځان ته راكاږي خو تيز تلونكي ريل كاډي له دى زړه راښكونكو منظرو سره هيڅ د لچسبي نه لري لوړه او زوره لنده او وچه دده په تګ كي توپير نه را ولي په لاره كي واړه واړه اسټيشنونه را ځي خو دي هغه ريږدي او داسي په بيړه روان دي ته وا بيخي د دريدلو نمت نه لري

د هدف لرونكي زوند كيسه هم داسي ده يو چا چي د خبل ژوند له پاره يو هدف ټاكلي وي هغه په پوره معني خپل هدف ته متوجه وي اوپه بيځايه كارونو كي خپل وخت نه ضايع كوي

د هدف لرونكي انسان ژوند هغه مسافر ته ورته ده چي غواړي خپل هدف ته د رسيدلو په لاره كي يوه كړي هم ضايع نه كړي دد نيا زړه راښكونكي منظري خو دا مسافر ځان ته راكاږي خو دي له هغو نه سترګي پټوي سيوري او ساه ځايونه خو دي درولو او ارام كولو ته وربولي خو دي هغه پريږدي او دخپل مزله به لوري ګړندي تګ كوي دژوند له لوړو او زورو سره دي ټكري خوري خو په هر صورت دي دخپلي موخي په لوري ګړندي تګ كوي او څه سستي نه په كي را ځي

د موخه لرونكي انسان ژوند ديوه وارخطا انسان په څير نه وي هغه چي دژوندلاري اوموخي د نه تعيين په صورت كي لالهانده او الويزانده ګرځي كله يوي خواته او كله بلي خواته منډي وهي بلكي دموخه لرونكي انسان په ذهن كي دلاري او هدف پوره پوهه او شعور شتون لري دهغه په وړاندي ټاكلي نښي وي نو دا ډول انسان به څنګه كوم ځاي دريږي ؟ څنګه به په بي ګټي شيانو كي خپل وخت ضايع كول خوښوي ؟
هغه به له هربل لوري نه خپله توجه دخپل هدف لوري ته اړوي ترڅو خپله موخه ترلاسه كړي او خپل هدف ته ځان ورسوي

ژوند بايد هدف لرونكي وي او ددي له پاره بايد سړي ټاكلي نښي ولري او داكار بايد له زور سوچ او فكر كولو وروسته وكړي او ځان ته يو هدف وټاكي داسي هدف چي دهغه په رشتيا والي او صداقت باندي يي زړه مطمئن او ډاډه وي چي په دي لړ كي يي خپل ضمير په پوره معني ورسره وي اودا ډاډ يي په هررګ او ريښه كي دويني په څير روان وي همدا هدف لرونكي نښي يو انسان له څاروي نه بيلوي كه دا نه وي نو ديوه انسان او څاروي په منځ كي هيڅ توپير نه ليدل كيږي او كوم انسان چي يوه موخه او هدف ولري دهغه ژوندبه خامخا يو بيل ژوند وي هغه به په كوچنيو بي ګټي كارونوكي دبوختيدلو په ځاي خبل هدف په نظر كي لري هغه به په ډاډه زړه دخپلو ټاكلو نښو په لور روان وي ترڅو خپل هدف ته ورسيږي .
-----------------------------------------------------------


رښتینی
02.07.2007

(2) [size=24:b298fbea13]رواجي ذهن[/size:b298fbea13]

اليس هووي (elias howe ) دامريكا د مشهور ښار مساچوچسټ يو عادي كار ګر و هغه په كال 1819م كي زيږيدلي او د 48 كلني په عمر په كال 1867م كي مړشوي دي خو ده نړۍ ته يوداسي څيز وړاندي كړ چي هغه دجامو كنډلو په لړ كي يو انقلاب او اوښتون را منځه ته كړ داد جامو كنډلو ماشين و چي ده په كال 1845 م كي ايجاد كړ .

اليس هووي چي په پيل كي كوم ماشين جوړكري و دهغه په ستن كي دتار پييلو له باره دستني په بيخ كي سوري شوي و لكه څرنګه چي په عامه توګه دلاس په ستنو كي سوري كيږي له زرههاو كلونوراهيسي انسان دستني په بيخ كي سوري كاوه كله چي اليس هووي دكالو كنډلو ماشين تيار كړ نو ده هم له عام رواج سره سم دهغه دستني په بيخ كي سوري وكړنو له دي كبله دده ماشين روغ كارنه كاوه په پيل كي هغه له خپل ماشين نه يواځي دڅپلي كنډلو كار اخيست او د جامو كنډلو وړتيا يي نه لرله اليس هووي څه موده له دي ستونزي سره لاس او ګريوان و او ددي له پاره يي دحل لاره نه شوي موندلي بلاخر ده يو خوب وليد چي په هغه خوب كي يي دحل لاره بياموندله

ده خوب وليد چي ديوه وحشي قام خلكو دي نيولي وي او ده ته امر كوي چي په 24 ساعتونو كي دي دوي ته دكنډلو ماشين تيار كړي او كه نه وژني يي ده خپلي هڅي په كار واچولي خو په ټاكلي وخت كي يي ونشواي كولي چي ماشين تيار كاندي كله چي ټاكلي وخت پاي ته ورسيده نو هغو وحشي خلك دده د ډبولو او وژلو له پاره په ده باندي را تاوشول دهغوي په لاسونو كي تيري برچي وي هووي چي په غور سره ددوي برچو ته وكتل نو دهري برچي په څوكه كي يي سوري وليد په همدي ځاي كي دده خوب پاي ته ورسيده او را ويښ شو.

هووي ته دكار سر په لاس ورغي ده دخپل ماشين په ستنه كي هم دبرچي په څير دهغي په سر كي سوري وكړ او په هغه كي يي تار واچاوه اوس نو ستونزه پاي ته رسيدلي وه د ماشين په ستنه كي چي دتار له پاره سوري دهغي په بيخ كي شوي و نو تار دماشين په برني برخه كي راتلوځكه يي كار نه كاوه كله يي چي په سر كي سوري وكړ نو تار لاندي راغي او خبره سمه شوه

دهووي ستونزه دا وه چي هغه له رواجي ذهن پورته سوچ نه شوي كولي ده فكر كاوه چي يو كار له زرهاو كلونو راهيسي په كوم ډنګ روان دي هماغه سم دي خو چي دده لاشعور ده ته د انځور دويم اړخ وروښود همدا مهال هغه ستونزه وپيزندله او دحل لاره يي بياموندله

كله چي يو څوك به يوه كار كي خپل دماغ په پوره معني بوخت ولري او ټول ځان هغه كارته حواله كړي نو هغه په داسي توګه دهغه كار رازونه ترلاسه كولي شي لكه هووي چي ترلاسه كړي
-----------------------------------------------------------


رښتینی
02.07.2007

(3) موخه

جاپان په كال 1931 م كي دچين په شمال ختيځه برخه منجوريا باندي خپله ولكه ټينګه كړه او هوري يي دخپلي خوښي حكومت جوړكړ له دي وروسته دچين او جاپان اړيكي خرابي شوي په 7 د جولائي كال 1937م كي په بيجينګ كي د ماركوبولو دبرج پيښه رامنځته شوه دي پيښي ناستي جذبي را وپارولي او ددواړو هيوادونو تر منځ فوجي ټكر رامنځته شو چي تر دوويمي نړيوالي جګړي پوري يي ځان ورساوه تر هغه مهاله راهيسي دچين او جاپان ترمنځ نفرت او كركه موجوده وه څو كاله مخكي دچين او جاپان تر منځ يوه معاهده وشوه له دي معاهدي سره سم به جاپان په چين كي يو داسټيل ميل جوړاوه خو دمعاهدي له تكميل وروسته د چين حكومت به ناڅا پي توګه دا معاهده منسوخه كړه .

دچين نوي لومړي وزير دينګ زاپينګ deng Xiaoping همدا اوس كمونستي سرټمبګي پاي ته ورسوله او دپرانستي دروازيopen door پاليسي يي غوره كړي ده نو دا مهال دجاپان ته ددويم ځل له پاره موكه برابره شوه نو اوس جاپانيان په چين باندي يومخ ور ووريدل كه ته وغواړي له جاپان نه چين ته ولاړ شي نو دهوايي جهاز ټيكټ به دري مياشتي مخكي بك كوي له جاپان نه چين ته د تلونكي الوتكي يو سيټ هم تش نه وي

په چين كي دتجارت خورا زيات امكانات شتون لري جاپان غواړي له دي تجارتي امكاناتو نه ګټه پورته كړي ددي موخي له پاره جاپان په خواني ټول ترخه يادونه يومخ هير كړي دي د يوه ټوريسټ په وينا جاپان پريكړه كړي ده چي هغه د چين له خوا هرډول ستونزي او ضرر رسول pinpricks په يو اړخيزه توګه وزغمي

نوموړي ټوريسټ ليكلي دي چي زه به كال 1985 م كي په بيجينګ كي اوسيدلم هغه مهال د بيجينګ راډيو اعلان وكړ چي چين به يو ميوزيم جوړوي چي د انځورونو په توګه به دا جوتوي چي په تير وخت كي جاپانيانو په چينايانو باندي څومره ظلمونه كړى دي ددي موزيم پيل به په كال 1987 م كي كيږي چي په دي نيټه د ماركوبولو د پيښي 50 كاله پوره كيږي جاپانيانوته چي په دي خبر باندي د تبصري له پاره وويل شول نو هغوي جوپتيا غوره كړه كله چي په هغوي ټينګاروشو نو هغوي په ځواب كي وويل : زمونږ چينايي وروڼه غواړي زمونږ ضمير متوجه كړي .

دجاپان په وړاندي يوه موخه وه چي هغه خپل تجارت پر مخ بيول او هغه ته وده وركول و دى موخي په جاپانيانو كي د كار وړتيا پيدا كړه ددوي موخي او هدف دوي ته پوهه ، زغم ، مخ اړول او د اړتيا په اندازه د ګړيدلو چل وروښود دوي ته خپلي موخي داخبره ورزدكړه چي هغوي دي خپله ماضي هيره كړي اوتيري جګړي او ستونزي دي په يو اړخيزه توګه هيري كړي څو دوي ته هدف ته د رسيدلو لاره هواره شي

دموخه لرونكي ډلي نفسيات تل همداسي وي برابره خبره ده چي دهغوي په وړاندي تجارتي موخي پرتي وي او كه نوري موخي وي اوكه كومه ډله دا وړتيا له لاسه وركړي نودادا معني وركوي چي دي ډلي موخه لرل او هغي ته رسيدل له لاسه وركړي دي ځكه ددوي په وړاندي كومه موخه نشته نو دكار وړتيا هم له لاسه وركوي

په موجوده وخت كي زمونږ دقوم ترټولولويه نيمګړتيا داده چي هغوي دكار وړتيا نه لري تاسوپه هر ډګر كي دا تجربه كولي شي او سمدستي به درته معلومه شي چي كومو خلكو دكار وړتياله لاسه وركړي وي هغوي نه شي كولي كوم منظم كار پر مخ بوځي كله هم چي له هغوي نه دكار اخيستلو تكل وشي هغوي دكچه خښتو په څير وخيږي او دديواله له پاره دپخو خښتوپه څير نه شي كيدلي

ددي نيمګړتيا اساسي لامل داده چي نن زمونږ قوم دموخي شعور بايللي دي هغوي ديوي بي موخي ډلي په څير ګرځيدلي دي ددوي په وړاندي نه ددنيا دجوړولو نښي شته او نه داخرت اوداددوي اساسي نيمګړتيا ده كه په خلكو كي يوځل بيا دموخي شعور ژوندي كړل شي نويوځل بيا به هغوي ژوندي قوم وګرځي هغوي به بيا داسي قوم شي چي دكار وړتيا به لري لكه مخكي چي دوي دا وړتيا لره

كله چي په قوم كي د موخي شعور پيداكړل شي نو ګواكي په دوي كي هرڅه پيداشول موخه دانسان پټ ځواكونه رابيداروي او له هغه نه نوي انسان جوړوي
--------------------------------------------------


رښتینی
02.07.2007

(4) [size=24:d7a2f37918]ټولي ويني [/size:d7a2f37918]

فروفيسر پال ډيراك paul dirac په كال 1902م كي زيږيدلي او په كال 1984م كي د 82 كلني په عمر په فلوريډا كي ومړ دي په نوي پير كي له نيوټن او ائن سټاين نه وروسته تر ټولي لوړ پوړي ساينسپوهه بلل كيږي ده د نوبل ايوارډ او نور ډير انعامونه تر لاسه كړي دي د پال ډيراك نامه ته د كوانټم ميكانيكل تيوري منسوبيږي دا ساينسي تيوري د ايټم له خورا زياتو كوچنيو ذرو نه بحث كوي ده ترټولو مخكي د اينټي ميتر وړاندوينه وكړه چي وروسته نورو زياتو څيړنو هغه ثابته كره

دګارډين ورځپاڼي په 4 نوفمبر كال 1984 م كي په پال ډيراك باندي يوه ليكنه خپره كړه چي سرليك يي داسي و
prophet of the anti-universe

پال ډيراك په ايټم كي د لومړي ځل له پاره اينټي فارټيكل بياموند چي هغه ته فازيټران positron وايي دي موندني د نيو كلير په فزيك كي انقلاب را ووست كله په چي له پال ډيراك نه چا پوښتنه وكړه چي تاسو څنګه له ايټم نه د لاندي مادي په نوعيت كي خپله پاروونكي نظريه بياموندله نو هغه به ويل چي زه به دخپلي مطالعي په خونه كي داسي پريوتم چي پشي به مي پورته وي څو مي وينه ددماغ په لوري ولاړه شي

په شكاره خو دا يوه ټوكه ده خو حقيقت داده چي يو ستر فكري كار هغه كس كولي شي چي دخپل بدن ټولي ويني په خيل دماغ كي را غونډي كړي ډير خلك داسي دي چي خپل ځواك يي ويشلي وي هغه په يوه مركزباندي په يواځيتوب سره ځان يوه كارته نه متوجه كوي ځكه خو هغه په نيمګړي ژوند تيرولو سره له نړي نه ولاړ شي هر كار له انسان نه دهغه پوره ځواك غواړي هغه كس خورا زيات برياليتوبونه ترلاسه كولي شي چي په خپل ټول ځواك سره يوه كار ته پوره متوجه وي
-----------------------------------------------------------


رښتینی
03.07.2007

(5) [size=24:f55da83ab9]نابرابر حالات [/size:f55da83ab9]

سر والټر اسكاټ (1832م – 1771م) دانګليسي ادب له نوماندو څيرو نه يوه وتلي څيره ده خو ده دا لوړ مقام په يوه مامولي حيثيت سره ترلاسه كړي دي دا مامولي حيثيت دده له پاره هغه ځينه شوه چي دي دي لور مقام ته پري وخوت

والټر اسكاټ تر خپل پاخه عمره پوري د يوي مامولي وړتيا لرونكي انسان پيژندل كيدي دده حيثيت يواځي ددريم پوړپه شاعرانو كي راتلو له دي وروسته داسي پيښه شوه چي دي له قرضو او پورونو لاندي شو ده په خپله شاعري سره دومره څه نشوي ګټلي چي دا پورونه يي پري پريكړي واي بلاخر دده حالات ډير سخت شول دي سختو حالاتو دده شخصيت ونښتيځه پايله يي داشوه چي په والټر اسكاټ كي يو نوي انسان وپنځيدي دده ذهني الوت دكار له پاره يو نوي ډګر بياموند

اوس ده نوي نوي كتابونه ولوستل تردي پوري چي ده دا ځواك تر لاسه كړ چي د ميني تاريخي داستانونه وليكي او دميني تاريخي داستانونه يي د ناول په ګاڼه پسولل پيل كړل

دپور پريكولو ليوالتيا دي وهڅاوي څو په دي ډګر كي شي خواري وكړي ده تر څو كلونو پوري په دي لاره كي خپل ټول ځواك ولګاوي ده بايد خپلي كيسي په بازار كي په ښه بيه پلورلي وي اودا كار هلته شوني و چي دده كيسي دومره ژوندي او جالبي وي چي لوستوال يي پرځان رامات كړي واي

او همداسي وشول دوالټر اسكاټ زياتي هڅي ددي وړشوي څو دده كيسو ته مقبوليت وروبښي دده كيسي په دومره زيات شمير كي وپلورل شوي چي ده وكولاي شول څو خپل ټول پورونه پريكړي كه والټر اسكاټ دپور له ستونزو سره نه واي مخ شوي نو ده نه شواي كولي چي په ځان كي هغه ځواك پيدا كړي چي دهغه په بركت يي دا كيسي وليكلي او ده ته يي په انكګيسي ادب كي خورالوړ مقام ورپه برخه كړ

له دي وروسته والټر اسكاټ ته د (سر) اعزازي لقب وركړل شو دوالټر اسكاټ له پاره د پور ستونزه خورا بوږنوونكي ستونزه وه كه دا بوږنوونكي ستونزه نه واي والټر اسكاټ به سر والټر اسكاټ نه وشوي
-----------------------------------------------------------


رښتینی
03.07.2007

(6) [size=24:f27af9094e]په پيل كي [/size:f27af9094e]

نوي صنعتي نړۍ يوه اصطلاح لري چي د كيلي تاوولوپروسه turn-key project يي بولي له دي نه موخه يو داسي تيار كور يا كارخانه ده چي په هغه كي دانسان كار يواځي دكيلي تاوول پاته وي مسلمانان چي په موجوده زمانه كي كوم عمل كوي كه سړي ورته وګوري داسي بريښي لكه دانړۍچي ددوي له پاره داسي يو تيار كور وي دوي شايد دا ګومان كوي چي دوي ته خپل خداي دا دنيا داسي تياره جوړه ورسپارلي ده او اوس ددوي كار يواځي دومره ده چي كيلي په كي تاو كړي او له خپلي خوښي سره سمه يي وچلوي .

خو دا بيخي ناپوهي ده حقيقت دادي چي دادنيا دكار او سيالي يو ډګر ده دلته به مونږ له پيل نه تر پايه پوري ټول كار په خپله كوو مونږبه له نورو سره ډغري وهو او دخپل ژوند ثبوت به ښكاره كوو له دي وروسته بيا دا شوني ده چي ددي اسبابو په نړۍ كي خپل مطلوب ځا ي بيامومو

په موجوده زمانه كي مسلمانان بايد تر هرشي مخكي په دي حقيقت ځانونه پوهه كړي چي دوي دتاريخ په پيل كي قرار لري نه د تاريخ په پاي كي هرڅوك پوهيږي چي كه هغه د كال 1985م په جنوري كي ژوند كوي نو د دي كال وه دسمبرته د رسيدلو له پاره به هغه دولس مياشتي صبر كوي چي ځمكه په خپل محور باندي 360 ځله راتاو شي له دي وروسته به دا شوني شي چي زمونږ يو كال پوره شي .

داد دنيا تر ټولو څرګند حقيقت دي خو دا معلوم حيقيقت مسلمانانو د ملت جوړوني په موضوع كي هير كړي دي هغوي په عملي توګه د كا ل په لومرړۍ مياشت كي وي او غواړي چي وروستي مياشتي ته په ټوپ وهلو سره ځان ورسوي دوي د اساس جوړولو په فكر كي نه دي او غواړي چي دخپلي خيالي ماڼۍ په بام باندي ولاړ و ليدل شي په واقعي توګه هغوي دسفر په لومړي پړاو كي وي او داسي وروستي ډوله توري كاروي ته وا د منځني لاري له وهلو پرته دخپل مزله اخر ته رسيدلي دي .

په ياد ولرئ ! زمونږ تر ټولو لومړۍ كار دادي څو يو هدف لرونكي قوم تيار كړو مونږ بايد خپلو وګړو ته داسي زدكړه وركړو څو په هغه سره خپله ماضي او موجوده وخت وپيژني په دوي كي بايد د ا شعور را ژوندي كړو څو هغوي له اختلاف سره سره د متحد او يو ځاي اوسيدلو چل زدكړي په دوي كي بايد دا سي حوصله پيدا كړل شي چي دوي له شخصي ګټو او مهاليزو جذبو لوړشي او دځان تيريدني له پاره تيار شي داكار چي تر يوي اندازي پوري وكړل شي له هغه وروسته بايد داسي ګام پورته كړل شي چي په واقعه كي وكولاي شي زمونږله پاره يو تاريخ پيدا كړي له دي پرته ګام پورته كول يواځي دمرګ كندي ته ټوپ وهل دي نه د ژوند بڼ ته ننوتل
------------------


رښتینی
03.07.2007

(7) نوي ځواك .....

دايټاليا ګيرارډ دلويديځوالو لاتينيانو له پاره هغه كارونه كړي دي كوم چي حنين ابن اسحاق د ختيځوالو عربو له پاره كړي و ده له عربي ژبي نه لاتيني هغي ته د فلسفي ،طب او طبيعي علومو ګڼ شمير كتابونه وژباړل

ګيرارډ په كال 1114م كي د ايټاليا په كريمونا سيمه كي زيږيدلي و دي په عربي ژبه ښه پوهيدي د بطليموس په كتاب المجسطي (عربي) پسي طليطليي ته راغي ده په كال 1175 م كي دا كتاب لاتيني ژبي ته وزباړه دي دعربي كتابونو په ژباړلو كي وتلي څيره وګرځيدي يوه يهودي او يوه عيسايي عالم په دي كار كي له ده سره مرسته كوله ده په لومړي ځل د لويديځ له پاره د يوناني او عربي علومو دروازي پرانستلي له دي وروسته نور ډير خلك بيدا شول چي په دي لاره كي يي دده په پله پل كيښود د ډاكټر ميكس ميرهاف په وينا دي په اروپايي نړۍ كي د عربيت مؤسس و

د طب په علم كي يي دبقراط او جالينوس كتابونه ، دحنين تقريبا ټولي ژباړي ، د الكندي ټول كتابونه ، دابوعلي سينا ستر كتاب القا نون او د ابوالقاسم الزهراوي كتاب جراحت وژباړل په طبيعياتو كي يي د ارسطو ډير كتابونه له عربي نه وژباړل چي په هغو كي د حجرياتو هغه رساله هم ده چي خلك يي ارسطو ته منسوبوي له دي پرته يي د علم په دي برخه كي د الكندي ، الفارابي ، اسحاق ،ثابت او نورو كتابونه لاتيني ژبي ته وژباړل

ګيرارډ په كال 1187م كي ناروغه شو دي په دي ګومان شو چي اوس يي نو اجل رانږدي شوي دي او كه دي ومري نو د عربي دا غوره كتابونو به لويديځوالو ژبو ته څوك ژباړي دي احساس دي وكړاوي او را ويي پاراوه اوبه ده كي د كار نوي ځواك بيداشو له ناروغي سره سره ده د دي نورو كتابونو ژباړه پيل كړه هغه چي ده له ځانه سره ايښي وو ويل كيږي چي د ده له مرګ نه مخكي يواځي د يوي مياشتي په موده كي ده اتيا كتابونه وژباړل

حقيقت داده چي كار له جذبي سره تړاو لري نه له ځواك او روغتيا سره كه په يوچا كي د كوم كار له پاره د جذبي اور ژبغړانده شي نو دا كس دا كار خامخا كولي شي كه څه هم هغه د مرګ په بستره پروت وي او ظاهري حالت يي بيخي د دي كار د ترسره كولو اجازه نه وركوي
---------------------


رښتینی
04.07.2007

(8) [size=24:e8454ba134]بي ګټي بوختياوي [/size:e8454ba134]

اليګزينډر سالزنيټسنAlexander solznenitsynيو روسي ناول ليكونكي دي له ده سره دروسي ولس د ستونزو او كړاوونو درد پيداشو او دا درد يي په خپلو كيسو كي په تمثيلي توګه څرګندول پيل كړل چي په پايله كي يي دي د روسي د كمونست حكومت له لوري يو ناسم او دحكومت ضد كس وبلل شو نو ده خپل وطن پريشود او په امريكا كي يي پناه واخيستله دي د امريكا په يوه كلي Vermont كي په پټه خوله ژند تيروي اود خپلو خيالاتوپه كتابي جوله كي په ليكلو بوخت دي

په مى كال 1982 م كي د امريكا حكومت ده ته يو بلنليك وليږه او دده د اعزاز له پاره يي دواشنګټن په سپينه ماڼي كي د يوي دولتي غونډي دجوړولو تهيه ونيوله چي په هغه كي به دډيرو لوړرتبه خلكو په شمول په خپله د امريكا ولسمشر هم ګډون كاوي او داراز په دي غونډه كي به د امريكا ولسمشر ريګن له سالز نيټسن سره 15 منټه پټي خبري هم كولي

خو سا لز نيټسين د مي په دريمه كال 1982م كي د امريكا ولسمشرته ځوابي ليك وليږه او په دي غونډه كي يي له ګډون كولو نه په كلكه انكار وكړ او خپل عذر يي ښكاره كړ ده په دي ليك كي وليكل چي د ژوندڅولنډي ګړۍ له ماسره پاته دي هغه ماته د د ي اجازه نه راكوى چي په داسي رسمي ليدنو كي يي ولګوم ده دا توري داسي وليكل :

The life span at my disposal does not leave any time for symbolic encounters.

د سا لز نيټسين په مخكي يوه ټاكلي موخه پرته وه چي هغه دروسيي د ولس له ستونزو ډك ژوند د ناول په ژبه بيانول ودي موخي دده په وختونو باندي داسي ولكه ټينګه كړي وه چي له دي پرته يي بله چاره نه ليدله څو د امريكا د ولسمشر غوښتنه رد نه كري .

ديو چا په وړاندي چي كوم ښكاره موخه وي دهغه به همدا حال وي خو كله چي دكوم انسان ژوند بي هدفه او بي موخي وي نو دهغه په نظر كي وخت هم كوم ارزشت نه لري هغه ددي په ځاي چي د خپل ځان اندازه په خپله وكړي په نورو خلكو يي كوي هغه په خپل حضور سره رسمي جلسو او ناستو ته ښكلا وربښي هغه ددي په ځاي چي د ځان له پاره ژوند وكړي دنورو له پاره بوخت وي تر دي پوري چي ژوند يي پاي ته ورسيږي كه څه هم دا ژوند په ښكاره ډير بوخت ښكاريږي خو په حقيقت كي دا يو بي معني او بي ګټي ژوند وي او همداسي په بي هدفه توګه پاي ته رسيږي .


رښتینی
04.07.2007

(9) نورڅه كول

په اتلسمه پيړي كي چي دكومو انګريزانو په سرشندنه سره هند د برتانيي مستعمره وګرځيده د لارډرابرټ كلاو (1774م-1725م)نوم دهغو په سر كي راځي په كال 1743م كي چي دي د 18 كلونو په عمر و د ايسټ انډيا كمپني د يوه كلارك په توګه دي د هند مدراس سيمي ته راغي هغه مهال دده كلني تنخوا يواځي پنځه پونډه وه دا تنخوا د ده د لګښت له پاره بيخي ناپوره وه نو ځكه خو له زياتو پورونو لاندي شو او دډيري مايوسي په حالت كي به يي هر وخت له خپلو ملګرو او افسرانو سره جګري كولي

له دي وروسته يوه پيښه رامنځته شوه چي دده ژوند يي بدل كړ داسي وشول چي ده دخپل ناكام ژوند دپاي ته رسولو په موخه يوه ورځ له ځانه سره ډ كه توپانچه واخيستله او په خپل سر له نيولو وروسته يي د هغي په ماشه ګوته ټينګه كړه خو د خورا زياتي حيرانتيا په حالت كي يي وليدل چي توپانچه يي ونه چليده ده خپله توپانچه خلاصه كړه او ويي ليدله چي له ګوليو ډكه وه كه څه هم ده كلكه اراده كړي وه چي ځان به خامخا وژني خو دي بيا هم ژوندي پاتي شو

دا ډيره هيښوونكي پيښه وه رابرټ كلاو چي داحالت وليد له ځانه سره يي چيغه كړه چي زه خامخا خداي ديوه لوي كار دسرته رسولو له پاره وژغورلم اوس نو ده د كلارك دنده پريښودله او په فوج كي برتي شو دامهال انګريزانو او فرانسويانو دواړو هڅي كولي څو په هند كي پښي ټينګي كړي په دي لړ كي ددواړو تر منځ جګړه ونښتله په دي جګړه كي رابرټ كلاو خورا زياته ميړانه وښودله له دي وروسته ده ترقي وكړه او په انګريزي فوج كي دلوي قومندان حيثيت ته ورسيدي كوم كلاو چي دمايوسي په حالت كي په ځان توپانچه چلولي وه هغه له دي وروسته هغه مقام ته ورسيدي چي دبرتانيي په تاريخ كي هغه د هند دلومړي فاتح په توګه ياد شو

كيدي شي مونږ او تاسو هم كوم يو له يوي داسي پيښي سره مخ شو چي په سخت خطرناك حالت كي له يوي خطري نه په معجزاتي توګه خلاص شو خو ډير كم خلك شته چي له داسي پيښي نه د رابرټ كلاو په څير پند واخلي چي په داسي ډول پيښو كي د قدرت دا نغوته وويني چي : اوس لا ستا وخت نه دي راغلي تر اوسه لا په دنيا كي ستا برخه كار پاتي دي


هر انسان ته په دنيا كي دكار كولو څه وخت او موكي وركړل شوي دي دا وخت او موكي تر هغو له انسان څخه نه اخيستل كيږي څو دخداي جل جلاه ليكل پوره شوي نه وي كه له شپي وروسته په تا باندي سهار راشي نو پوهه شه چي له خداي سره ستا دكار له پاره لا څو ورځي وخت شته كه دپيښو په دي نړۍ كي ته په ځان ژغورلو كي بريالي وختلي نو ددي موخه داشوه چي ستا له پاره نور څه كول هم پاته دي


رښتینی
05.07.2007

(دويمه برخه)

پنځيز پندونه

(10) [size=24:f07c821867]دشاتو درس [/size:f07c821867]

د شاتو مچۍ چي له ګلانو نه كوم رس راټولوي هغه ټول شات نه ګرځي دهغو يواځي دريمه برخه شات ګرځي د شاتو مچۍ ديوه پونډ شاتو د جوړولو له بپاره دشلو لكو ګلانو رس جمعه كولو ته اړتيا لري او ددي له پاره مچۍ تقريبا ديرش لكه واره الوت كوي او په دي مهال كي هغوي پنځوس ميله لار وهي دوي چي كله په مناسبه اندازه رس جمعه كړي له هغه وروسته بيا دشاتو جوړولو كار پيل كوي

شات په بيل كي د اوبو په څير نرم وي د شاتو دتيارولو په مهال دشاتو مچۍ خپل وزر د پكي په څير ښوروي او په دي توګه زياتي او بي ګټي اوبه له شاتو نه باسي كله چي دا اوبه ووځي له دي وروسته يو خوږ ويلي مائع پاتي شي چي هغه بيا مچۍ په زبيښلو سره څښي د مچيو په خولو كي داسي غدود دي چي په خپله كړنه سره دا ويلي خوږه ماده په شاتو اړوي اوس مچۍ دا شات په خپلو جوړو شويو سوريو كي په ځانګړي توګه سره ځايه وي وروسته بيا نوري مچۍ داسوري د موم په زريعه په ډير مهارت او ځانګړي توګه سره بندوي مچۍ دا شات په دي سوريو كي ديوه خوندي خوراك په توګه بندوي څوپه اينده كي حضرت انسان له هغه نه ګټه واخلي

دشاتو د تيارولو په كار كي مچۍ دا ډول نور ډير ګڼ شمير حفاظتي كارونه سرته رسوي خداي جل جلاله داسي هم كولي شوي چي په يوه بيله توګه يي د شاتو د پيدا كولو كار ايجاد كړي وي يا يي دشاتو چيني دځمكي پر مخ بهولي وي خو لوي څښتن داسي ونه كړل خدای له هر ډول قدرت لرلو سره سره شات د اسبابو د يوه كامل نظام له چلولو وروسته پيداكوي څو انسان له هغه نه پند او درس ترلاسه كړي او پوهه شي چي خداي ددي دنيا نظام څه ډول جوړ كړي دي او پوهه شي چي د څه ډول قوانينو او ادابو په خپلولو سره سړي كولي شي په دي دنيا كي برياليتوب ترلاسه كړي

دشاتو مچۍ چي كوم عمل كوي هغه ته يو ډول منظم كار ويل كيدي شي او د انسان له پاره هم دا اصول دي انسان هم يواځي هغه وخت ريښتوني برياليتوب ترلاسه كولي شي چي هغه دمنظم كار په زريعه سره خپلي موخي ته درسيدلو هڅه وړري يواځي منظم او اصولي كار په دنيا كي د برياليتوب د ترلاسه كولو له پاره سمه او خوندي لاره ده
هغه دشاتو د مچيوله پاره هم او دانسان له پاره هم
-------------------------------------------------


رښتینی
06.07.2007

(11) [size=24:01db64d0af]شونتيا پاي نلري [/size:01db64d0af]

د لويديځ په لورپه غوړيدليو غرونوباندي لمر د ډوبيدو په حالت كي و د لمرد سور بخوني ټيكۍ نيمايي برخه دغره له څوكي شاته پټه وه او نيمه برخه يي لا ښكاريدله ليږ وروسته پوره لمر له اسمانڅكو غرونو نه پناه شو.

اوس څلورو خواووته تياري په خپريدو وي او لمر ورو ورو خپلي وړانګي ورټولولي په ښكاره داسي بريښيدله چي ټول چاپيريال به په تورو تيارو كي ډوب شي خو دتياري دخپريدلو او پريړيدلو په دي وخت كي داسمان له بل لوري نه نوره رڼا په ځليدا شوه داد دولسم سپوږمي وه چي دلمر له ډوبيدلو وروسته د لمر په اپوته لوري كي وځليدله او ليږ ځنډ وروسته په پوره توګه روښانه شوه د لمر د رڼا د ختميدلو لا ډير وخت نه و وتلي چي يوي نوي رڼا په نړۍخپله ولكه ټينګه كړه .

دا د قدرت نغوته ده ما له خپله ځانه سره سوچ وكړ چي كله يوه شونتيا يا امكان پاي ته ورسيږي نو سمدستي دهغيي په ځاي بله شونتيا يا امكان دهغي ځاي نيسي او پيل كيږي كله چي لمر ولويدي نو سپوږمي دهغه ځاي ونيو او نړۍ د هغي په رنا سره خپل محفل روښانه كړ .

داراز د وګړو او قومونو له پاره هم درامځته كيدلو شونتيا نه ختميږي زمانه كه چيرته يوځل څوك له پښو واچوي نو هغه بايد بلكل نا اميده نه شي هغه بايد نوي موكي وكاروي او يوځل بيا دځان د مطرح او رامځته كولوچانس تر لاسه كړي اړتيا دي ته ليدل كيږي چي بايد له پوهي كار واخلي او په پرلپسي هڅو باندي ستړي نشي .

دا نړۍ لو ي څښتن له عجيبو شونتياوسره پنځولي ده دلته كه يوه ماده پاي ومومي له هغي نه بل ځواك جوړ شي ، دلته كه تياره خپره شي د هغي له ګيډي نه بله رڼا وزيږي كه يوه ماڼي ونړيږي نو هغه دبلي نوي هغي له پاره ځاي خالي كړي او د انساني ژوند پيښي هم كټ مټ داسي دي دلته له هري ناكامي نه د يوه برياليتوب دراوتلو شونتيا شته ددوو قومونو په منځ كي د جګړي په وخت يو بريالي كيږي او بل له ناكامي سره مخ كيږي نو خبره په همدي ځاي پاي ته نه رسيږي له دي وروسته يو بل كار پيل كيږي په بريالي قوم كي كه عيش او بد مستي پيداشي او سستي په كي زياته شي بل لورته په ناكام قوم كي له هڅو او خواري سره مينه پيداشي او دځان له پاره دنوي ژوند د برابرولو ولولي په كي را ژوندي شي .

ددي معني داشوه چي دخداي په دي نړۍ كي بايد څوك بي همته او نا اميده نه شي حالات كه هر څومره نابرابر وي دهغو په شاو خواكي د يو نوي برياليتوب شونتيا خامخا شتون لري انسان بايد دا نوي شونتيا وپيږني او هغه وكاروي او خپله بايللي لوبه بيرته وګټي .
-----------------------------------------------------------


رښتینی
06.07.2007

(12) دقدرت درس

يو ځاي يو چا خپله تجربه ليكلي وه هغه دا چي واي يو ځل ماته يوه كب نيوونكي وويل چي ته دي ته اړتيا نه لري چي د جنګاش ټوكري ته سر پوښ جوړ كړي ځكه په دوي كي چي كوم يو وغواړي له ټوكري نه دباندي ووځي نو نور جنګاشان ورشي او بيرته يي خپلي ټوكري ته ورغورځار كړي .

يقينا چي دا فطرت لوي څښتن په جنګاش كي پنځولي دي د جنګاش ددي فطرت په زريعه خداي جل جلاله انسانانو ته وايي چي تاسو به خپل ټولنيز ژوند څنګه پر مخ بيايي په ټولنيز ژوند كي اتحاد او يووالي ته ډيره زياته اړتيا ليدل كيږي او د اتحاد او يووالي د ټينګولو له پاره تر ټولو غوره لاره هماغه لاره ده چي د جنګاش په فطرت كي لوي څښتن پنځولي ده د يوي انساني ټولني وګړي بايد دومره شعور ولري چي كه چيرته په دوي كي كوم له ذهني كږوالي سره مخ شي او غواړي له خپلي ټولني نه ووځي نو بايد نور خلك يي ونيسي او بيرته يي د ځان لورته را كاږي د يوي ټوكري خلك بايد خپل هيڅ يو كس هم له ټوكرۍ نه دباندي پري نږدي .

په اسلامي تاريخ كي ددي يوه غوره بيلګه حضرت عباده بن صامت الانصا ري رضي الله عنه دي د رسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات وروسته د خلافت په موضوع كي د ده نظر له نورو صحابه وسره مخالف و زيات صحابه كرام په دي متفق وو چي د قريشو يو كس دي خليفه وټاكل شي خو د سعدبن عباده په ذهن كي دا خبره وه چي خليفه بايد له انصارو نه وي او يا دي دووه خليفه ګان وټاكل شي يو له مهاجرينو نه او بل له انصارو نه خو تاريخ وايي چي د سعدبن عباده دقوم ټول دده مخي ته ودريده او عباده يي بيرته خپلي ټوكرۍ ته راكاږه او اجازه يي ورنه كړه چي له ټوكرۍ نه دباندي پښه كيږدي .
-----------------------------------------------------------


رښتینی
07.07.2007

(13) [size=24:f3c96e6828]دقدرت بيلګه[/size:f3c96e6828]

دښكار يوه ماهرراته كړه چي زمرۍ دزړبوډي په وخت كي سړيخور شي هغه وخت دي نه شي كولي نور وحشي ځناورونيسي
خو په لسو كي نه (9) سړيخواره زمريان هغه دي چي بي تجربي ښكاري ټپي كړي وي ز

په فطري توګه زمرۍ سړيخور نه دي خو په ټولو ځناورو كي زيات دښمن خوړونكي دي زمرۍ چي له چا سره دښمني پيل كړي بيا يي بيخي نه بښي په عامو حالاتو كي چي زمرۍ انسان وويني نو مخ ورنه اړوي خو كه يو بي تجربي ښكاري چي مناسبه وسله هم ونه لري او په زمري بريد وكړي نو ډيرځله هغه ونشي كولي چي زمرۍ ووژني بلكي په ټپي حالت كي يي پريږدي او دا هغه زمرۍ دي چي سړيخور وګرځي دي انسان خپل ميرڅمن ګڼي او هركله چي دانسان په څير هر څوك وويني نو هيڅكله يي نه پريږدي

دادژوند يوقانون ده داچي څه ډول دانسان او زمري له پاره ده داراز دانسان او انسان له پاره هم ده كه يو انسان وي او كه پوره قوم وي په دواړو حالتونو كي همدا د نرړۍاصول دي كوم دښمن چي ته له منځه نه شي وړلي هغه ټپي كوه هم مه ځكه د ټپي دښمن دښمني له مخكي نه لا پسي زياتيږي

كه ته په خپل يوه دښمن باندي په داسي حالت كي بريد وكړي چي دهغه دنابودي له پاره دي پوره تياري نه وي نيولي نو په خپل لاس ځان د نابودي لورته ټيل وهل دي له دا ډول ګام اخيستني شاته ټول دبي صبري لاس وي څوك چي دا وړتيا نه لري چي په سوچ او فكر سره منظم پلان جوړ كري او په پټه خوله نه ستړيكيدونكي هڅي وكړي څو ځان د يوه ځواكمن اقدام له پاره تيار كړي دا هغه خلك دي چي په دښمن باندي په بيكاره وار كولو سره دښمن نور هم ځان ته بلا كړي او دي بيا له هغه وروسته په شكايتونو پيل وكړي او حقيقت دادي چي په دي دنيا كي په دروغو ګام پورته كول څه ارښت نه لري او نه د دروغو شكايت څه ارزښت لري .
-----------------------------------------------------------


رښتینی
08.07.2007

(14) دژوند ځواك

دكور په انګړ كي د يوي وني كوچني نيال ولاړو دكور جوړولو دكار په جريان كي هغه له خاورو او خښتو لاندي شو كله چي دكور څښتن دانګړ په پاكولو لاس پوري كړ دا نيال يي هم پريكړځمكه يي ښه را وپلټله او دهغه ريښي يي هم پريكړي له دي وروسته يي به ټول انګړ كي خښتي ولګولي او هغه يي په سيمټو ښي پخي كړي .

څه موده وروسته دوني ددي كوچني نيال په ځاي يوه نوي پيښه رامنځته شوه پخي خښتي په يوه ځاي كي يوڅه راپورته شوي داسي بريښيدلي لكه چاچي زور ور كړي وي او په زر سره يي راپورته كړي وي چا ويل دا د موږكانو كړنه ده او چا به بل څه ويل خو اخر خښتي را وايستل شوي او وليدل شو چي هغه بوټۍ په تاوكړي ياپيچلي توګه بيارازرغون شوي دي ددي بوټي څه ولي له ځمكي لاندي پاته شوي وي هغه لويي شوي او تر خښتو پوري يي ځان را ورساوه او اوس يي دپورته راختلو له پاره زورونه لكول .

دكور څښتن وويل : ددي بوټي دا نرمي پاڼي او نرۍاو پاسته خاښونه كه په لاس كي ومښل شي نو د وړوپه څير به ميده ميده شي خو په دوي كي دومره ځواك شته چي پخي خښتي ماتي كري او دباندي سر راپورته كړي زه ددوي په لاره كي خنډ جوړول نه غواړم كه دا نازك بوټۍ له ما نه بيا د ژوند حق غواړي نو دژوند حق وركوم نو يي له هغه ځايه يو څو خښتي وايستلي او ددي بوټي له پاره يي ځاي جوړكړ يوكال وروسته په همدي ځاي شاو خوا پنځه متره لوړه ونه ولاړه وه هغه ځاي چي هلته ددي وني د نيال بنياد او جړ هم را ايستل شوي و .

يو دنګ او خورا ستر غر دومره ځواك نه لري چي خپل يو كوچني كاڼي دي له يوه ځايه بل ځاي ته وښوروي خو ديوي وني تنكي نيال دومره زور لاره چي پخي خښتي يي ماتي كړي او سريي را وايست داځواك په هغه كي له كومه شو ؟ ددي سرچينه د فطرت اوپنځ هغه پټ او هيښوونكي ځواك ده چي مونږ او تاسو يي ژوند بولو ژوند د دي مخلوقاتو يو هيښوونكي او عجيبه حقيقت دي ژوند يو داسي ځواك ده چي هيڅوك يي هم نه شي كيكاږلي او نه يي څوك ختمولي شي او هيڅوك نه شي كولي هغه له غوړيدلو او خپريدلو څخه بي برخي كړي .

ژوند يو داسي ځواك ده چي په دي نړۍ كي له هرچا نه خپل حق غوښتلي شي ان كه د ژوند جړ هم وايستل شي هغه مهال هم خامخا يو ځاي خپل شتون لرلي شي او چي موكه پيدا كړي ځان ښكاره كوي په ظاهره توګه خو به ليدونكي ګومان كوي چي كار يي پاي ته ورسيده خو دي هغه مهال هم له هغه ځايه بيا سر راپورته كوي په كوم ځاي كي چي د ده د ختمولو هڅه شوي وي .
-------------------------------------------------------


رښتینی
09.07.2007

(15) [size=24:fe69313b47]ونه [/size:fe69313b47]

د وني يوه برخه دهغي تنه وي او بله هغه يي ولي يا ريښي وي ويل كيږي چي د وني چي څومره تنه پورته وي همدومره په ځمكه كي د ريښو په جوله كي خپره وي ونه هغه وخت خپل ځان شين او تنور كولي شي كله چي دا دي ته تياره شي چي خپله نيمايي برخه په ځمكه كي دلاندي دفن كړي دوني دا نمونه دانساني ژوند له پاره يو خدايي درس ده له دي نه دا معلوميږي چي د انساني ژوند د ودانولو او مزبوتيا له پاره څه كول په كار دي يوه لويديځوال مفكر ليكلي دي چي :

ريښي لاندي وي او ميوه پورته وي دا خدايي اصول دي دګلاب ګل د رنګ او ښه بوي يوه معياري ټولګه ده چي د يوي تني په جوله كي راپورته كيږي خو دي دا معيار هلته تر لاسه كولي شي چي لومړۍ په ځمكه كي خپلي ريښي په خاورو كي پټي كړي هغه خلك چي ځمكي كري يا د بڼونو كارونه كوي هغوي په دي كار ښه پوهيږي خو موږ له ميوي سره دومره مينه لرو چي دهغي د ريښو ټينګولو خبره ډيره په اسانه توګه رانه هيره شي مونږ تر هغو پوري حقيقي او ريښتوني پرمختګ او ترقي نه شو ترلاسه كولي څو د ګډ ژوند له پاره خپلي ريښي مزبوتي نه كړو د ګډ ژوند له پاره د ريښو له مزبوتولو پرته پوره خوشالي او سو كالي ناشوني ده

ونه په ځمكه برسيره ولاړه وي خو په ځمكه كي يي خپلي ريښي ټينګي كړي وي هغه له لاندي نه پورته وده كوي ونه ګواكي د فطرت ښوونكي ده او انسان ته دا درس وركوي چي :

له داخلي مزبوتيا او استحكام پرته باندني پرمختګ او ترقي ناشوني ده
----------------------------------------------------------------


رښتینی
11.07.2007

(16) [size=24:dfcf587d71]مخكي له ترلاسه كولو [/size:dfcf587d71]

د انګليسي يوه مقوله ده چي مونږ به مخكي له ترلاسه كولو وركول كوو in giving that we receive دنړۍ جوړوونكي دا قانون د دي له پاره ټاكلي دي چي دلته به هغه څوك څه ترلاسه كوي چي د څه وركولو له پاره تيار وي له چا سره چي د وركولو له پاره څه نه وي په دي نړۍ كي هغه نه شي كولي څه ترلاسه كړي .

زمونږ شاوخوا په څلور كونجه نړۍ كي لوي څښتن دا اصول په ډيره پوره توګه پلي كړي دي دلته د هرشي له پاره كه څه هم دخپل شتون له پاره له بل چا نه څه اخيستلوته اړكيږي خو د هرشي داحال ده چي هغه څومره اخلي له هغه نه دزيات څه د وركولو هڅه كوي .

وني ته وګورئ ونه له ځمكي نه اوبه او معدنيات ترلاسه كوي له هوانه نايټروجن اخلي له لمر نه ګرمي اخلي او دا راز له ټولو مخلوقاتو نه خپله غذا اخلي تر څو خپل شتون دتكامل پړاو ته ورسوي خو له دي وروسته بيا څه كوي؟ له دي وروسته ددي ټول وجود دنوروله پاره وقف وي دا نوروته سيوري وركوي نوروته لرګي وركوي نوروته ميوه او ګلان وركوي او ټول عمر يي ځان دنوروله پاره وقف كړي وي تر دي پوري چي ختمه شي .

دمخلوقاتو دهرشي دا حالت ده هرشي نوروته په وركولو او ګټه رسولو بوخت ده لمر، دريابونه ، غرونه هوا او هرشي نوروته په ګټه رسونه بوخت دي د مخلوقات دين ګټه رسول دي نه دحقوقو غوښتل .

په دي نړۍ كي يواځي يومخلوق ده چي هغه دوركولو ميړه نه ده بلكي غواړي او اخيستل كوي چي هغه حضرت انسان دي انسان په يو اړخيزه توګه نور لوټي هغه چا ته له وركولو پرته اخيستل غواړي هغه له ګټه رسولو پرته له ځانه ګټه خور جوړ كړي دي .

د انسان دا چلند د خدايي اصولو خلاف ده ده د مخلوقاتو له ټوليز روش او برخورد نه ګام اړولي دي له دي تضاد نه دا ثابتولي شو چي ددا ډول خلكو له پاره په موجوده نړۍ كي دبرياليتوب چانس نشته په موجوده نړۍ كي يواځي هغه څوك كولي شي برياليتوب ترلاسه كړي چي ددي پراخو مخلوقاتوله روان چلند سره همغږي شي چي د وركولو په نړۍ كي به خپله هم وركوونكي جوړ شي نه دا چي دوركولو په نړۍ كي يواځي د اخيستلو وال اوسي .
---------


رښتینی
11.07.2007

(17) د قدرت اډاونه (نظام)

كه ته خپله خونه وتړي او بهرته ولاړشي او څو مياشتي وروسته راشي او بيرته يي پرانزي نو هرځاي به دومره ګرد پروت وي چي كه هغه پاك نه كړي نو په دي خونه كي به داوسيدلوله پاره زړه ښه نكړي كله چي له تيزي هوا سره دوړي او ګردونه پورته كيږي نو سړۍ ډير ورسره په تكليف وي او غواړي چي زر تر زره ددوړوله دي تكليف نه ځان خلاص كړي.

خو ګرد څه شي دي ؟ داد ځمكي دمخ هغه زرخيزه خاوره ده چي هرډول سبزي، ميوي ، ګلان او غلي پيداكوي كه د ځمكي پر مخ دا خاوره نه وي نو دانسان له پاره د ځمكي پر مخ ژوند كول ناشوني دي بيا همدا كرد ده چي په فضا كي كثافت او ګندګي پيداكوي چي له امله يي د اوبو بخارات په وريځو واوړي او هغه بيا په شړكنده توګه پر ځمكه را وريږي كه د ځمكې دمخ ګرد په فضا كي شتون ونه لري نو باران به وجود ونه لري .

د لمر ختلو او لويدلو په مهال چي داسمان په څنډو كي رنګين شفق ليدل كيږي هغه هم په فضا كي د دي ګرد د شتوالي له امله وي نوګرد زمونږ له پاره يوه ګټوره ماده هم ده اوداراز زمونږ نړۍ ته دښكلا وربښلو يوه ذريعه هم ده .

دايوه ساده اوروښانه بيلګه ده چي له دي نه دا اندازه لګولي شوچي څه ډول لوي څښتن ناسم او ناوړه څيزونه د وړ او سمو څيزونو په څنګ كي ايښي دي لكه څرنګه يي چي د ګل په څنګ كي اغزي راشين كړي دي داراز يي په ژوند كي هم له ناوړه شيانوسره وړاو سم شيان يوځاي ټوكولي دي .

اوس چي څرنګه قدرت په خپله ګل او اغزي په يوه ځاي پيدا كړي دي نو زمونږ له پاره پرته له دي بله چاره نشته چي له دوي سره دجوړي چلند ونه كړو په شته نړۍ كي له دي پرته نور څه كيدل ناشوني دي .

له نورونه شكايت كول او له هغو نه سر ټكول يواځي وخت ضايع كول دي دانړۍپه داسي ډنګ باندي جوړه شوي ده چي دلته به خامخا دشكايت صورت رامنځته كيږي خو هوشيار انسان بايد هغه هير كړي دي بايد شكايتونه شاته وغورځوي او د خپلي موخي په لور خپل يون روان او ګړندۍ ولري .
--------------


ملا وزګوړی
12.07.2007

حامد وروره
ډير ښه کتاب به وبلل شي خو که ځينې خبرې په پام کې ونيول شي

1) داچې په ژباړه کې له اصلي مضمون څخه مبالغه ونه شي او له اصل سره سم وژباړل شي خو له بدمرغه ستاسو سيريز چې ګورو تر ليکوال د ژباړن تله ډيره درنه مالوميږي هيله لرو چې شرعې ته يې سم کړئ او تر ليکوال تاسې ډير و نه ږغيږئ!

2) داچې که په ټوله مانا پر معياري پښتو دژباړ نې هڅه وشي او د سيمه ييزې ( لکه چې ليدل کيږي ) پښتو لهجې او حنجرې سره په تطابق کې ونه ژباړل شي

خو برسيره په دې زما په خيال يوه لويه نيمګړتياچې په کتاب کې ليدل کيږي او د ژباړن دصلاحيت له ساحيې څخه دباندې ده او ټول کتاب ښايي بې ارزښته کړي!
هغه داچې ترپايه پورې د هدف او هدف لرونکی ژوند مفهوم مبهم مالوميږي او لوستونکي د [color=blue:c87c510552]هدف د ژوند لپاره، او ژوند د هدف لپاره [/color:c87c510552] دجملې تل ته نه ورکيوځي!


رښتینی
12.07.2007

شاغلي وزګوړي ورور ډير خوشاله شوم چي ماته مو زما
کړمي را په ګوته كړي خو كه مهرباني وكړي او دا سيمئيز
توري يوڅو يي زما له ليكني نه را واخلي

او بل ايا تاسو اصل كتاب كتلي چي ماته دي ليكلي

[code:1:754a52de3d]له اصل سره سم وژباړل شي خو له بدمرغه ستاسو سيريز چې ګورو تر ليکوال د ژباړن تله ډيره درنه مالوميږي[/code:1:754a52de3d]

كه زما د زياتوني دي يو دووه بيلګي راته په ګوته كړي دا به دي هم لطف

نور نو محترم وزګوړي صيب ولا په خبرو دي ډير خوشاله شوم
الله دخوشاله لره خو بيا به هم شايد له نشت نه ښه وي اوكه نه بيخي
بيخوند ه وي بيا نو راته ووايه چي نور يي ودروم او دا موجوده هم د
مالي خولي ته وسپارم

په مينه


رښتینی
13.07.2007

(18) [size=24:a09b2e8bd4]دقدرت قانون[/size:a09b2e8bd4]

هيري ايمرسن فاسډك harry emerson fosdick دژوند يو حقيقت په دي الفاظو كي بيان كړي دي : يو كس ترهغو هيڅ شي هم نه شي چلولي څو هغه مقيد او ونه تړل شي هر ابشار يا كړونګۍ ترهغو پوري رڼايي نه شي توليدولي څو هغه په سورنګ كي د ننه نه ايستل شي هر ژوندۍ تر هغوپر مخيون نه شي كولي څو هغه په يوه لوري ونه لګول شي او يوه كارته وقف نكړل شي او منظم نه كړل شي .

د قدرت يو قانون دي چي په ساه لرونكو او بي ساه ټولو مخلوقاتو كي چليزي هغه دا چي د هر مطلبي شي ترلاسه كول بيه بپريكولوته اړتيا لري تر څو چي هغه بيه او قيمت ادا نه كړل شي هغه شي نه ترلاسه كيږي دلته د رامخته كيدلو له پاره ټيټوالي راځي او ترقي ته د رسيدلوپه لاره كي په ناكامي باندي راضي كيدل دي دلته په نورو باندي دبرلاسه كيدلو له پاره له نورونه دماتي خوړلو زغم پيدا كول ضروري دي .

په ظاهره يوه ډيره ساده خبره ده خو انسان يي په عملي ژوند كي اكثره له ياده باسي هغه دا چي مونږپه خپله جوړه كړي نړۍ كي نه اوسو بلكي مونږ دخداي په جوړه كړي نړۍ كي اوسو كله چي دا معلومه شوه چي دا نړۍ دخداي جل جلاله ده نومونږبايد د خداي په جوړو شويو قوانينو باندي هم ځانونه پوهه كړو او له هغو سره خپل ځانونه يو غږي كړو او له دي پرته چاره نشته او نه بل كوم تدبير كارګر ثابتيدلي شي .
ګ هغه څوك چي غواړي ددي پړاوونو له وهلو پرته پرمختګ وكړي او د برياليتوب څوكو ته ځان ورسوي هغه بايد له خپلي خوښي سره سم د ځان له پاره بله نړۍجوړه كړي ځكه خداي جل جلاله چي كومه نړۍ جوړه كړي ده په هغي كي داسي كيدل ناشوني دي .
-----------------------------------------------------


ملا وزګوړی
14.07.2007

حامد وروره
زه خو ملا يم او بيا وزګوړی هم يم ځکه ډيره ګيله هم مه راڅخه کوئ!
ستاسو کار ډير ښه روان دی او نه غواړم چې د ژباړنې علمي اصول ، ګرامري او لينګويستيکي نارمونه ستاسو دکار خنډ وګرځوم او که لږ نور هم رښتياووايم نو دا چندان سړيتوب هم ولاکه وي چې ستاسوکار ودروم !
په هرصورت زما له خوا په خصوصيت سره معذرت ومنئ!
په درناوي
ستاسو ملا وزګوړی


رښتینی
14.07.2007

وزګوړۍ ليكي :

او بيا وزګوړی هم يم

[code:1:8178583865]داستاسو خپل اعتراف او اقرارده[/code:1:8178583865]

او بيا ليكي :

[code:1:8178583865]نو دا چندان سړيتوب هم ولاکه وي[/code:1:8178583865]

له دا وروستي خبري نه به تير شو ستا د لومړي اعتراف په
اساس هغه څه راته وليكه چي زه ګټه ورنه واخلم ځكه له نيمګړي
كار نه نه كار غوره ده

او كه بيا په دا وروستي خبره هم ولاړ يي نو
په شخصي ايميل كي يي راوليږه

(دټوكي په جامه كي يوه جدي غوښتنه )


رښتینی
14.07.2007

(19) [size=24:9e4d7a1ffd]وروسته له ماتيدلو [/size:9e4d7a1ffd]

تاسو چي لرګۍ مات كړئ نو هغه دووه ټوټي شي او هغه دتل له پاره دووه ټوټي وي او دمخكي په څير بيرته ځان نه شي سره وروستلي خو دژونديو څيزونو حالت بيا ددي عكس او اپوټه ده ژوندي شي له ماتيدلو وروسته هم ژوندي پاته كيدلي شي يوه ژوندي اميبا (moeba (1) چي كله پريكړل شي نو هغه بيرته ژوندي اميبا وګرځي .

زمونږ په نړۍكي دا ډول پيښي دخداي ستري نښي دي هغه مونږ ته وايي چي د يوه ژوندي انسان له پاره خداي په دي نړۍكي څومره شونتياوي نغښتي دي لكه دا شونتيا چي دي بايد هيڅ ډول ماتي وروستي ماتي ونه بولي هيڅ يوه پيښه دي د تل له پاره نه شي ختمولي يو ژوندي انسان يا يو ژوندي مخلوق هيڅ كله نه شي پريكيدلي كه چرته ژوندي مخلوق پري هم كړل شي بيايي هره برخه يو بيل ژوندي وجود پيدا كوي او په نتيجه كي له پخوانه ډير پياوړۍ كيږي .

انسان يو داسي مخلوق دي چي ناكامي هغه ته فكري ژورتيا ورپه برخه كوي خنډونه د هغه په ذهن باندي بندي لاري پرانزي كه حالات د هغه وجود توكړي توكړړي كړي نو هره توكړه يي يو ځل بيا نوي ژوند بيدا كوي .

دي شونتيا په دي نړۍ كي هر انسان نه ايليدونكي ګرځولي دي خو په دي شرط چي هغه ژوندي وي هغه له ماتيدلو وروسته دخپلو ځواكونو دبيا يو ځاي كولو په چل پوهيږي له لوبي بايللو وروسته هغه خپله حوصله له لاسه ورنه كړي ديوي كشتي له ماتيدلو وروسته بايد ددويم ځل له پاره په بله نوي كشتي كي خبل يون جاري وساتي .
------------------------------------------------------------

(1) دا يو ډول كوچني ژوي ده چي په سترګو نه ليدل كيږي
ساينسپوهان وايي چي د ژوند پيل له دي ژوي نه شوي دي
______________________


رښتینی
15.07.2007

(20) دنړۍ قانون


په دي هر څوك پوهيږي چي غوا شيدي كوي خو په دي خبره به ډيرو كمو خلكو سوچ كړي وي چي غوا په څه ډول شيدي وركوي غوا يواځي هغه وخت كولي شي شيدي وكړي كله چي ددي وړتيا ولري چي واښه په شيدو كنورت او بدل كړي غوا چي كله ددي عجيبه وړتيا او صلاحيت ثبوت وركوي چي هغه يو كمزوري شي په يوه لوارزښتناك شي باندي بدلول دي هغه مهال دا هم شوني شي چي دا د خداي په دي نړۍ كي د شيدو په څير ارزښتناك شي وركوونكي وكرځي .

ونه هم داسي وبولئ له وني نه انسانان داني ، سبزي او ميوه ترلاسه كوي خوادا كله كيدي شي دا هغه وخت كيدي شي چي كله ونه ددي وړتيا ثبوت وركړي چي دي ته كله خاوري او اوبه وركړل شي او هغه وكولي شي دا په سبزي ، ميوه او دانو باندي بدل كړي وني ته يو كمزوري شي وركول كيږي او دا هغه د خپل داخلي ميكانيزم په ذريعه د يوه ارزشتناك شي په صورت كي ښكاره كوي .

دانساني ژوند كړه وړه هم داسي دي ژوند هم داسي ازمويښت ده په موجوده دنيا كي له انسان سره هم داسي كړه كيږي چي هغه له محروميتونو او ناهيليو سره مخ كيږي او له ناسمو او بوږنوونكي حالاتو سره مخامخ كيږي دلته دبياله پاره د انسان برياليتوب په دي كي دي چي هغه خپل ناسم حالات په سمو هغو باندي بدل كړي هغه د خپلو ناكاميو له منځ نه برياليتوب را وباسي .

داد دنړۍ قانون دي د انسان له پاره هم او دنورو مخلوقاتو له پاره هم څوك چي ددي ځانګړي وړتيا ثبوت وركړي هغه په دي نړۍ كي بريالي دي او څوك چي ددي وړتيا د ثبوت په وړاندي كولو كي ناكام شي هغه دخداي په دي نړۍ كي ځان له ناكا مي نه هم نه شي ژغورلي .

نو غوا ګواكي د خداي د خوښي او دهغه دغوښتنواعلان ده هغه وايي چي په دي نړۍ كي خداي له مونږنه څه غواړي خداي غواړي چي زمونږګيډدي ته د واښو په راد ننكولو سره له مونږ نه شيدي پيداكړي كه خلك له مونږ سره بد كوي مونږ به بيا هم شه ورسره كوو كه مونږ له نا برابرو حالاتو سره مخامخ شو هغه به په سمو او مناسبو حالاتوبدلوو.
-----------------------------------


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more