اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
طالب جان
21.07.2004
طالب خان ليکي [quote:f57dadf9a3] (((((بل ځاي لوى خداي جل جلاله داسي فرمايي:قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ سورة التوبه اية لمبر14ټوك10 . ژباړه: ورسره وجنگيږۍ( ويى وژنۍ اوځانونه ورباندي ووژنۍ) چي په عذاب كاندي خداي دوي ستاسي په لاس او ويى ښويوي(مغلوب او ذليل يى كړي) اودمسلمان امت زړونه ورباندي يخ كاندي.))))))) [/quote:f57dadf9a3]
دادعزتمن ورورطالب خان ژباړه ده چي کړي يي ده چي غروال صيب يي دغلطې ثابتولو هڅه کړي او حليمي صيب بيا دوه ګامه وړاندي تللی او په طالب خان يي ددې ژباړي له کبله دزنديق ټاپه لګولي زه به دعلم صرف د قواعدو په رڼا کي داژباړه وڅيړم بيا به نو اختيارتاسي ليدونکو ته په لاس در کړم پخپله قضاوت وکړۍ .
په پورتني آية کي د ( قاتلوا) لفظ راغلی داپه عربي ژبه کي دمفاعلې دباب دامر حاضر دجمعي صيغه ده . دمفاعلې دباب دخصوصيت په اړه دعلم صرف په وتلي کتاب کي داسي ليکل شوي : ( خاصۀ مفاعله مشارکتست يعني شريک بودن فاعل ومفعول درفاعليت ومفعوليت ای هريکي مرديگري را نحو قاتل زيد عمروا ای کشت زيد عمرو را وعمروزيد را ) فصول اکبري ٤٢ مخ .
ژباړه : دمفاعلې دباب ځانګړتيا له يوه او بل سره په کارکي شريکيدل دي يعني فاعل اومفعول دواړه په فاعليت اومفعوليت کي سره شريک وي دمثال په توګه د قاتل زيد عمروا معناده وژلې وو زيد عمرو او عمرو زيد .
تشريح : يعني په ظاهره لفظ کي که څه هم زيد فاعل اوعمرو مفعول ښکاري مګر په حقيقت کي په دواړو کي دا صلاحيت شته چي يواځي زيد فاعل هم واقع شي او مفعول هم واقع شي همدا راز عمرو هم فاعل او مفعول دواړه واقع کيداي شي . نوکله چي طالب خان دامر حاضر دجمعي معنا داسي بيان کړي قاتلوا ( ويى وژنۍ اوځانونه ورباندي ووژنۍ ) داترجمه چي کله مونږله پورتني ګرامرسره مقايسه کړونو بيخي په ګرامر او لغت برابره ژباړه ده اوهيڅ ډول ستونزه نه لري . والحمد لله علی ذلک اوس نوښايي غروال صيب اوحليمي صيب له خپلو هغو فتواوو او بې ځايه خبرو لاس په سرشي چي دطالب خان په شان کي يي کړي دي . دمثال په توګه د غروال صيب دا بې ځايه ليکنه :
[quote:f57dadf9a3] تاسو غواړئ د چا سترګو ته خاورې ورپاشئ؟ چيرته دي دلته ستا دغه ترجمه ((اوځانونه ورباندي ووژنۍ))ځان وژل؟ که کوم بل آيه کريمه وه اشتباهاًَ ليکل شوې ده٠ بيا هم زه ستاسو د ترجمې عربي لفظ په آيه کريمه منتظر يم٠
پام به زيات کوئ چې بل ځل داسې د سبحان و تعالی په شأن کي نعوذو بالله تهمت ونه ليکئ چې لويه کبيره او نا بخښونکي ګناه ده٠ استغفرالله ٠[/quote:f57dadf9a3]
همداراز دحليمي صيب دانادره فتوا:
[quote:f57dadf9a3]او هغه ترجمه چه تاسو کړې او غروال صاحب در ته ليکلي چه تاسو پر الله درواغ تړلې ٠ هغه څنکه کيږي ٠
په هغه ليکنه تاسو زندق سوي ياست ٠
حليمي[/quote:f57dadf9a3]
داسي ښکاري چي د ښاغلی حليمي صيب له حافظې خبره ډيره زر وځي ځکه له پو رتنۍ ( فتوا) څخه بيا په لاندي ليکنه کي داسي انکار کوي :
[quote:f57dadf9a3] ګرانه طالب جانه ما دغسي ليکلي ٠ که هرڅوک د معروف خالفت وکړي (له قرأنه ) هغه زنديق دۍ دلته خو کومه اشاره نه وينم چه مطلب زما دانشمندطالبخان وي ٠ مطلب مي هر هغه څوک دۍ چه په فقه ، شرعه معروف نه مني زنديق دۍ ٠ که x وي که [/quote:f57dadf9a3]
حليمي صيب تاسي ليکلي چي ډيرو پوښتنو ته ځواب نه دی ويل شوی وروره ځما په نظرستاسي يوه پوښتنه هم بې ځوابه نه ده پاتي شوي بياهم که کومه پوښتنه لرې نو ځمونږ دځوابونودروازې ستاسي په مخ خلاصي دي . پوښتني مطرح کړۍ ترڅو مونږ يي له شرعي پلوه دځوابونودرکړو او پداسي څه کولوسره خپل دابحث مخ په وړاندي بوځو. والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ع کريم حليمي
21.07.2004
[quote:e96f09b47b]اقتباس:
هغه يوه کلا وه ٠ او مسلمانانو د يوې خوا او کلا خلګو له بلي خوا سره په اور ځنځران په مچلوغزو يو پر بل
سره اورول ٠ يعنې مخ په مخ چنګ وو ٠ کته ، بن لادن ، طالب مخ په مخ جنګ کولاي لکه پاکستان چه له هنده
سره کاوه ٠ دا روا کار دۍ
دانوبياڅه مانا؟؟؟ كه خداي مي نه غلطوي تاسي مخامخ جنگ كول روابولۍ اوهغه چي مخامخ نه وي هغه ناروابولۍ دلته ستاسي دغه ليكنه ستاسي له هغي ليكني سره بيخي ټكرده چي تاسي ويلي دي چي جنگ كوه خو چي دمرگ ځاي راشي بيانوزغله.خوكله چي محترم مولوي طالب جان صاحب دشرعي دلايلو له مخي ستاسي دغه نظريه درباطله كړه نوپه بله ليكنه كي بياتاسي سم له لاسه خپلي ليكني ته نوي جامه ورواغوسته اودخپلي هغى ليكني په تفسير كي مووفرمايل چي له هغى جملى نه گواكي زما مطلب داوو چي دوژني له ځايه زغله يعني له حكمت اوچل نه كاراخله.په دښمن باندي داغيزمن گوزار لپاره خيردى كه ته حكمتاً عقب نشيني وكړى.هلته حكمتاً زغستل روا اودلته بيايوازي مخ په مخ جنگ روا اودطالب اوصليبي جنگ ناروا
ياره حليمي صاحب دوه خبري دي والله كه سر سره خوري.زه دي حيران كړى يم كله څه وايى اوكله څه.ثابت دريځ نه لرۍ؟؟؟ خير خوبه وي انشاءالله [/quote:e96f09b47b]
هو دا حمله چه بن لادن ،طالبانو پر ټوين ټاورو وکړه اصلأ قانونأ ،اخلاقأ،شرعأ حرامه وه ٠
تاسو عسکري قواوي پريښودلې او پر هغه خلګو مو حمله وکړه چه قلمان ئې په لاس کي وه
عسکر د عسکرو سره جنګيږي ٠ عسکر استدلال ته نه دي جوړسوي ٠ دجنګ لپاره جوړ سوي ٠
او رسول دالله چه هر څه کول د ځانه ئې نه کول او نه ويل ٠ بسمه تعالی ٠ [color=red:e96f09b47b]و ما ينطق عن الهوی ان هوالاوحی يوحی [/color:e96f09b47b]٠ ايا چه د عسکري اخلاقو څخه مو کار وانخست ٠ ايا تا سو ته هم وحی وسوې
چه دغسي حمله وکې
او بله خبره چه کوم هغه داده ٠د بدر حمله نبي وکړه خوب ئې ليدلۍ وو ٠ (وحی )
ع کريم حليمي
21.07.2004
[quote:3d25d67629]اقتباس:
او ته اصلأ جهاد نه کوې ٠ عسکري قواوي په تاپسي په غارو کي ګرځي ٠
داسمه ده چي خداى پاك ماته لاتردى دمه دمسلحانه جهاد نيك مرغي نده راپه برخه كړي خوپدى هم شكر باسم چي دنيويارك دسيدجمال الدين دجامع جومات دملاامام په ايستلواودځان لپاره دامامت په قبضه كولو پسي مي هم بډي ندي رانغښتي والحمد لله على ذلك.
پاتي شوه داخبره چي عسكري قواوي په ماپسي په غاروكي گرزي نو لومړى خو شخصا زماپه اړه داخبره سمه نده ځكه زه هيچاته هم Wanted نه يم.اوكه احيانا راپسي گرزي نو لطفا داهم وليكۍ چي كومي قواوي هماغه صليبي قواوي به يادوۍ چي دبوش اورامسفيلډپه قومانده دمسلمانانواواسلام دنابودۍ په موخه راوتلي دي كه داسي وي نوالحمدلله على ذلك.دازما په قوي ايمان اوټينگ عزم دلالت كوي.البته تاسي له ترورايزم سره په جگړه كي كولاى شۍ چي ديوه ښه امريكايي انسان په توگه دائتلاف قواوو ته ماپه لاس وركړۍ.كيداى شي پدى كارسره زمادثواب تله درنه اوستاسي دكوپون كڅوړه ډكه شي. [/quote:3d25d67629]
ولي صليبي قواوي يادوۍ که يوازي وای نو ما بدي هم ملګرئ کړۍ وای
دغه عسکر يادوم ٠ پاکستان له مطلب کيا لااله
او تورکي عسکر ٠ دسعودي عسکر چه پر اوږه ئې لااله ليکلي ٠
ع کريم حليمي
21.07.2004
[quote:f29e272c29]اقتباس:
جهاد د دې له پار ه فرض دۍ چه اسلام غالب سي ٠ او نن غالب دۍ
ريښتيا هم اسلام غالب دۍ.دغلبى ترټولو لويه نښه يى همداده چي په عراق افغانستان،فلسطين،چيچنيا،كشمير،فلپاين اوتايلانډكي هره ورځ په زرگونو مسلمانان دخپلي مسلمانۍ
په توردمرگ كندي ته غورزول كيږي.دابوغريب،شبرغان ،گوانتانامواوتل ابيب په محبسونوكي معصوم
مسلمانان دمتعصبوصليبيانو له لوري په بيدردۍ سره شكنجه كيږي.اوله څوسرتيروشازلموپرته نورهيڅوك نشته چي دهغوي كسات واخلي.اوهغوي چي دخپلو وروڼو اوخوندو دكسات داخيستلوپريكړه يى كړيده،ښه امريكايي انسانان هغه تروريستان اوترهگري بولي.ددى لپاره چي دجومات خطابت اودكوپون كڅوړه يى له لاسه ونه وزي.والى الله المشتكى[/quote:f29e272c29]هو اياتونه ټوله منم ستاسو نه دي د الله دي ٠ خو داسي کار ترې اخلۍ لکه پر طالبانو چه نازيل سوی وي که چيري داسي حکومت تاسوته معلوم دۍ چه مسلمان لمانځ ته نه پريږدي نوم ئې وليکه چه زه هم جهاد د لااله د پاره وکم د قدرت په اندازه
او ستاسو په سياسي جنګ بد وړم ٠ ولي چه امتحان مو راکړۍ ٠ حکمت مو ځان له پاره خوښ دۍ ٠ چه پر قدرت
واست ٠ چاته مو ځای نه ور کاوه ٠ چه درته وموويل چه معروفي صاحب در وغواړۍ ٠
و مو ويل چه معررفي طالبانو په CIA کيليدلۍ دۍ ٠ مانا تاسو هم هلته واست(طالبان)
٠ ٠
.
ع کريم حليمي
21.07.2004
[quote:847a8ea00e]اقتباس:
پهخره دي وس نرسيږي پر پالانه دي رااچولي دي
څه مانا په كوم خره مي وس نه رسيږي اوداپالان يى لاڅه بلاوي
له نيكه مرغه له خره يا خروسره مي دومره سروكار ندي راغلى ځكه يى په مشخصاتو اوخصوصياتو كي هم خبري نشم كولاي.البته په دغسي درانه فورم،اودغسي درنه موضوع كي دداسي سپك اوانكر څاروي نوم يادول اويايى هم په مثال كي راوړل له لطيف ذوق اوسليم فطرت نه لري بولم.
البته تاسي نه ملامتوم.ځكه تاسي واردمخه په ډاگه كړي چي تاسي يوښه امريكايي انسان ياست.څنگه چي خردولس مشرۍ په ټاكنوكي ديوه كانديد انتخابي نښه ده ځكه نويوه ښه امريكايي انسان ته دابيتفاوته ده چي ځاي بيځايه دي دخره مثال وركړي. [/quote:847a8ea00e]
ګرانه نې درکي مه کوه!!!!!
د حمار اسم په قرأن کي راعلۍ ٠ او د نبی د يوې بی بی د پارنوم ( ) کوټرکی وو ٠ او د اسلام د لوی امير مروان حمار وو ٠ په هيڅ اسم کي عيب نسته عيب په فعل کي دۍ ٠ داچه خلګ نن پر خپل اولاد د زمري نوم ايږدي
هغه د مبارک په وخت کي خر داسي ښه اسم وو لکه د زمري ٠
خر پهاحديثو کي هم ډېر ياد سوۍ ٠ او د ټولو انبياوو راحيله وو٠ او ډېر منتباره حيوان دۍ ٠ او دنبيانو خوښېدۍ
نوټ ٠ دخره اسم کي خبره نه وه ٠ دجملې څه مطلب واخله او تأويل ئې که ٠ لمر په دوو ګوتو نه پټيږي
ع کريم حليمي
21.07.2004
[quote:049a429b39]محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره حليمي صيب : زه ستاسي دغه چلينج په دواړوسترګو قبلوم . البته دبحث په پاي کي به دقضاوت پوره اختيارښاغلي اسلام دوست ته ورکوو ترڅو په پوره ايماندارۍ سره ځمونږ او ستاسي ترمنځ فيصله وکړي .همداراز مونږ اوتاسوبه دا ژمنه هم سره کووچي فيصله به منو اوکه هرفريق پړ شوهغه به دخداي تعالی په دربار کي په توبې سربيره دټول افغان په پاڼه کي ليکي چي هغه ماتي خوړلي اوله خپله دريځه اوښتی . [/quote:049a429b39]
ګرانه زه په قد کوچنۍ يم ٠ او په دوشنبه پيداسوۍ يم خو داتېر دوشنبه نه وه ٠ 2652 هفتې دمخه پيداسوی يم
او دوغنده کوچنۍ هم نه يم چه تاسو فکر کوۍ ٠ زه د هر اسلام دوست دوست يم ٠ خو خبر داسي ده دا کمپيو ټر
خو لکه د طاليبانو نظام ټولو سپيني لنګوټې ترلي دي عسکر ،ملا امام ،قومندان ، طياروان ئې نه معلوميږي
چا ته معلومه ده که ته پخپله اسلام دوست وې ٠ لکه پخوا د ضياجان په نامه وې او خپل ځان ته دي القاب ليکل ٠
سند مو په خپلو ليکنو کي پيدا که ٠
ع کريم حليمي
21.07.2004
درنو دوستانو ، ملګرو سلام ٠
زه د نارنه په ډول دريږم ٠ او اقرار کوم چه دغه غلطي راڅخه سوې ده ٠ په شعوري ډول نده ليکل سوې ٠
يوې خبري ممکن عقل رامغلوب کړۍ وي ٠ عفوه راته وکړي ٠ پوهيږم چه هېريږي نه ٠ او تکراريږي نه
[quote:ee5eb44111]په هغه ليکنه تاسو زندق سوي ياست ٠[/quote:ee5eb44111]
ع کريم حليمي
21.07.2004
ډېر ښغلې طالب جان صاحب ، قردمن غروال صاحب سلام !
طالب جان ليکي
دادعزتمن ورورطالب خان ژباړه ده چي کړي يي ده چي غروال صيب يي دغلطې ثابتولو هڅه کړي او حليمي صيب بيا دوه ګامه وړاندي تللی او په طالب خان يي ددې ژباړي له کبله دزنديق ټاپه لګولي زه به دعلم صرف د قواعدو په رڼا کي داژباړه وڅيړم بيا به نو اختيارتاسي ليدونکو ته په لاس در کړم پخپله قضاوت وکړۍ .
په پورتني آية کي د [color=red:ea3c6291f3]( قاتلوا) لفظ راغلی داپه عربي ژبه کي دمفاعلې دباب دامر حاضر دجمعي صيغه ده [/color:ea3c6291f3]. دمفاعلې دباب دخصوصيت په اړه دعلم صرف په وتلي کتاب کي داسي ليکل شوي : ( خاصۀ مفاعله مشارکتست يعني شريک بودن فاعل ومفعول درفاعليت ومفعوليت ای هريکي مرديگري را نحو قاتل زيد عمروا ای کشت زيد عمرو را وعمروزيد را ) فصول اکبري ٤٢ مخ .
...............................................................................................................................................................
]( قاتلوا) لفظ راغلی داپه عربي ژبه کي دمفاعلې دباب دامر حاضر دجمعي صيغه ده
وروره د صرف خبره دلته نسته ٠ نو ولي پر هغه څه خبري او ليکني وکړو ٠ دغه د قاتلوا لفظ دشکه وتلۍ دغه سي ده ٠
ګرانه خبره د علم کلام ده دلته ٠ مثلأ [color=blue:ea3c6291f3](مقاتلين )[/color:ea3c6291f3]لغت ته کوره ٠ که په محکمه کي ناست وې
او چا شښتنه در څخه وکړه چه دوۍ څول دي ٠ ته په جواب کي ورته ووايه چه مقاتلين دي ٠ نو پښتنه کونکۍ
دستي پوهيږي چه دغه خلګ قاتلان دي مړي ئې کړي ٠
او که په عراق کي پر سړک څوک دچا څه پښتنه وکړي چه دغه څوک دي ٠ او په جواب کي ورته وويل سي چه
مقاتلين دي ٠ پښتنه کونکۍ دستي پوهيږي چه مجاهدين دي ٠ البته نه په پښتو خبرو کي ٠ خامخابه عربي
مقالمه وي ٠
په پښتو کي داسي يوه خبره زه کوم ٠ دغه هلک هغه سري وهلي دۍ ٠ نو ته دخبري څخه هغسي مانا اخلې چه تا
تر دغه دمخه څه خبري اوريدلي وې ٠
دغه هلک هغه سري وهلي دۍ٠ پنځه رقمه مانا لري ٠
کومه ترجمه چه طالبخان کړې نو موږ لوستونکو ته ٠ د يوه پښتو تفسير څخه ئې ترجمه راته کاپي که ٠
دطالب خان په ډول ترجمه وه نو بيا څه ضرورت دۍ چه ته او زه پر صرف خبري کوو ٠ که فرضأفرضأفرضأفرضأفرضأ
زه او غروال صاحب موافق نه سوو نو بيا د صرف درس راته شروع که او اول به موږ شکرانه در وړو ٠ شرعأ دي حق دۍ ٠ ولي چه حضرت علي مبارک ته يو څه ور وړي وه ٠ که څه هم دا امر ژير منسوخ سو
حليمي
پښتون ځلمی
22.07.2004
[quote:0acd3bdaff]الحمدالله موږ خو لمنځونه کوو برېتونه خريو ږيره لرو٠ زه فکر کوم چه ته به زموږ په معکوس موقف لرې ؟؟؟؟[/quote:0acd3bdaff]
وروره، د بېلماځۍ اشاره مې تاسو يا غروال صيب ته نۀ وه.خولۀ مې دې ماته شي چې تاسو ته به داسې خبره کوم. هر څوک چې ما يادول، ښايي پوه شوی وي.
[quote:0acd3bdaff]زه فکرکوم چه پخپله ته په بړستن کي پېچلۍ ئې او طاليبانو ته دغه نعرې وهه ورسۍ الله دي برئ پر درکي ٠ ؟؟؟؟ زه که دطالب په فکر يا تحليل ملګری وای نو په والله که بل ځای وای بيله د طالب دڅنکه ٠ ته چيرئی اوس ؟؟؟[/quote:0acd3bdaff]
زۀ کۀ د طالب ورور تر څنګ نۀ يم نو مخالفت يې هم نۀ کوم. حتمي نۀ ده چي هر څوک چي د جهاد ملاتړ کوي، پۀ خپله هم هره ګړۍ پۀ جنګ بوخت وي. هو دا خپله کمزوري ګڼم چې تر اوسه مجاهد نۀ يم.
[quote:0acd3bdaff]ګرانه دا دي چيري اورېدلي يا لوستلي وه ٠ چه صوفيانو د جهاد ږغ يا باالنفس ٠ جهاد په تاريخ کي د شريعت
کار دې ٠ پيراني پير صاحب (غوث العظم صاحب ) غزا په ټول عمر نه ده کړې[/quote:0acd3bdaff]
پۀ دې لومړۍ جمله مو پوه نۀ شوم. پير صيب کۀ غزا نۀ وي کړې، نو کېدای شي اړتيا ورته نۀ وه. نن صبا زمونږ خپل ايمان او خپلواکي د ګواښ سره مخامخ دي. مخکې لۀ دې نه چې کافران اسلام ته را و بلو د ځان خير دې و غواړو. د جنګ پۀ حالت کې يو. چې خپله مسلمان پاتې شو او د کفر د تسلط نه پۀ امان شو، دا هم ډېره ده.
ع کريم حليمي
22.07.2004
درنو او ښاغلو نقاد صاحب،غروال صاحب او درنو لوستونکو سلام ٠
ګران غروال صاحب ٠ زه اوس د تفسير فوق اليسير ، کشاف القرأن ، تفهيم القرأن ،قرأن کريم ترجمه کابل ،
کشف الاسرار و عده الابرار تفسير د دغو کتابو ترجمې ٠ ليکم او وبه ګورو چه طالبخان او طالبجان ئې
مني که يا !!!!!
طالب خان ليکي
((((((بل ځاي لوى خداي جل جلاله داسي فرمايي:قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ سورة التوبه اية لمبر14ټوك10
دطالب خان له خيټي ژباړه: ورسره وجنگيږۍ( [color=red:6aa73828c0]ويى وژنۍ اوځانونه ورباندي ووژنۍ[/color:6aa73828c0]) چي په عذاب كاندي خداي دوي ستاسي
په لاس او ويى ښويوي(مغلوب او ذليل يى كړي) اودمسلمان امت زړونه ورباندي يخ كاندي.)))))))
[color=blue:6aa73828c0]کشاف القرأن ٠ ترجمه ٠ دوی سره وچنګيږئ خدائ به ستاسو په لاس سزا ورکړی او وبه ئی شرموی او دهغوی په
مقابله کښي به ستاسو امداد وکړي او د ډيرو مسلمانانو زړونه به يخ کړي ٠ صفحه ٤٦٤ [/color:6aa73828c0]
[color=darkred:6aa73828c0]کابل تفسير : و جنګېږي تاسي له دغو (کفارو)سره چه په عذاب کړی دوی الله په لاسونو ستاسی او رسوا کړی دوی
او مرسته در کړی تاسی ته پر دغو (کفارو) باندی او شفأ ورکړي سينو د قوم مؤمنانوته ٠ صفحه ١٠٥٦ [/color:6aa73828c0]
[color=green:6aa73828c0]يسير ترجمه :جنګ کوئ له دوی سره چه عذاب ور کا دوی له خدائ په لاسونو ستاسی په قتل سره او رسوا کا او
و شرموی دوی په مقهوريت او په مغلوبيت سره او مدتکاری و کاله تاسی په دوی او روغ اويخ کا زخمی سينی د
هغه قوم چه مؤمنان دي ٠ صفحه ٤٨٦ [/color:6aa73828c0]
نور نو بسته محترم غروال صاحب که دټوله دونيا تفسيرونه ور ته کاپي کړم ٠ ټوله يوه ترجمه ده
فکر وکړې ٠ زه خو لږ لږ په قران او احاديثو پوهيږم ٠
هغه د خدای بېچاره ګان چه په غرو کي پراته دي او دماښښام په ډوډۍ پوري اريان دي ٠
او دغسي غلطي ترجمې طالبان ورته وکړي او يو شل منه غنم هم ور کړي ٠ نو خود پر حاجي قديرشهيد، عبدالحق شهيد ور ځغلي او شهيدان کوي ئې او پر افغان ملي او قومي مشران دروي ٠ دروي مانا ورکوي کندهارۍ خبره ده
اوس نو دټول افغان مدير صاحب ، لوستونکوته دا پرېږدم چه څه وکړي ٠ شرعأ او وظيفتأ
او پر نقاد صاحب هم ږغ کوم چه بايد څرنګه وسي ٠ چه يو عالم د دين د قرأن په ترجمه کي لاس و وهي
او پر حاټول قدرمني خور ږغ کوم ٠ او هم پر ښاغلي اسلام دوست ، او زمونږ پر وتلي شاعرليکوال حيدري صاحب
او هم پر محترم عتيق صاحب ،جناب ازاد نظر صاحب ٠ او پر ښاغلي هوتک صاحب ، او دبلادي هير سي محترم
غيرت صاحب ٠
او تاسو دوستانو ته دغه وايم چه دغه ايه مو په نظر کي وي
ولاتلبسواالحق بالبطل و تکتمواالحق [color=red:6aa73828c0]و انتم تعلمون [/color:6aa73828c0]
حليمي
پښتون ځلمی
22.07.2004
ورونو او خويندو، کۀ لۀ ځان سره فکر وکړو، مونږ دلته پۀ دې خبره سره نۀ جوړېږو او پرې بېځايه بحثونه کوو چې يو څو کافران، هغه هم امريکايان مړۀ شول، ښۀ وشو کۀ بد. د خاټول خور د زړۀ د درد ډکه هغه ليکنه مې را پۀ ياد شي چې د عراقي بنديانو سره د امريکايانو د تېري نه وروسته يې ليکلې وه. لکه چې محترمې خور پۀ خپله ليکنه کې ګيله کړې وه، زۀ هم پۀ افسوس سره وايم چې زمونږ پۀ ګوانتانامو کې پرتو ورونو، پۀ عراق کې د ظلم او بربريت ښکار شوي ورونو او خويندو او د فلسطين د مسلمانانو پۀ حق کې مونږ داسې غبرګون ښکاره نۀ کړل لکه د يو څو کافرو امريکايانو پۀ حق کې چې پورته پورته کېږو. کۀ څوک وايي، لکه يې چې وايي چې دا امريکايان بېګناه و، نو ولې هغه افغانان چې بې درېغه پۀ بي ٥٢ ويشتل کيدل، ګناهکار و؟ امريکا چې پۀ عراق بمباري کوله، ولې د صدام پۀ کور او کوټه يې کوله او کۀ پۀ عراقي عوامو؟ هغوی به د اسمان نه پۀ مونږ وار کوي او تښتي، او مونږ به يې ننداره کوو او ناست به يو دې ته چې ګوندې د عسکرو سره يې مخامخ شو او يواځې هغو سره و جنګېږو؟ دا د کوم ځای انصاف شو او داسې وخت به کله راځي چې د دوی عسکر مونږ سره لاس پۀ لاس و جنګېږي؟
زما محترمو عالمانو ورونو، زۀ تاسونه هيله کوم چې دا بحث پرېږدئ او د دې پر ځای په نورو موضوعګانو ليکل وکړئ. زۀ درته يو څو پۀ زړۀ پورې او زمونږ د ژوند پورې تړلې موضوعات پۀ ګوته کوم. کۀ خپل وخت او انرجي پۀ هغو مصرف کړئ، خورا ډېره ګټه به وکړي.
نقاد
22.07.2004
[quote:a0565dafd6] ورونو او خويندو، کۀ لۀ ځان سره فکر وکړو، مونږ دلته پۀ دې خبره سره نۀ جوړېږو او پرې بېځايه بحثونه کوو چې يو څو کافران، هغه هم امريکايان مړۀ شول، ښۀ وشو کۀ بد. [/quote:a0565dafd6]
ګرانه وروره پښتون ځلميه، له سلام او درناوي وروسته: ماته يو خير غوښتونکی سړی ،د نېکې اراده خاوند نيکه معلوميږي او د الله فضل دی پر اسلام هم مين يې ، خدی (ج) دې په دواړو دنياو کې نيکمرغه لره. ګرانه وروره
دا خبره زمونږ لپاره دومره مهمه نه ده چې امريکايان په هغه پيښه کې مړه شوي دي ، بده داده چې ګناه يې نه وه او د اسلام پر نامه ووژل شول، تر دې زيات بده داوه چې يو مسلمان د اسلام پر نامه دا عمل له افغانستان څخه د غفغاني حکومت په زور او ډاډ سره تر سره کړ، د هيواد و دولت په نامه يې مسوليت د افغانستان په غاړه لويدلی و، او تر دې هم بدتره دا شوه چې په دغه پړه کې طالبانو زمونږ وطن پر امريکايانو اشغال کړ او پ زر ګونو افغانان پرې بن ﻻدن او عمر خان ووژل او تر اوسه د همدوی له ﻻسته امريکا يانو زمونږ وطن ند ی خوشې کړی.
آيا دا ټولې ناروا لوبې زمونږ پر وطن باندې ملا عمر ، بن لادن او ځينو نا اهلو طالبانو رانه وستې؟ آيا ددې پړه او مسووليت له ٩رچا نه مخکې د بن لادن او عمر په غاړه نه دی؟ آيا که دوی او طالبانو د افغانستان واکمني په نامشروع توګه په زور سره نه وای غصب کړی، امريکايان به افغانستان ته راغلي وای؟ متل وايي : چې عقل يې کم وي تل به يې په کور غم وي. دوی اوس هم امريکايان په افغانستان کې مصروف ساتي او د ملت غميز اوږدوي. که ملا عمر صرف يو مسلمان افغان هم وژلی وي قصاصول يې روا دي ، حال داچې دزرګونو افغاني مسلمانانو د مرګ سبب ګرځيدلی دی. طالبانو له روسانو څخه هغه وخت هم حکومت نه و نيولی، او وس يې هم له امريکايانو څخه نشي نيولی، بلې امرسکايان وو چې دوی يې په څو ورځو کې له تيارې واکمنۍ څخه راوپرځول ، نو بيا اوس ددوی څو غلچکي چريکي عمليات پر امريکايانو باندې د خلکو له تباه کولو پرته بل څه کيدای شي. دوی قدرت په نامشروع توګ ﻻس ته راوړی او په نامشروع توګه يې ساتلی و، او بالاخره په نامشروع توګه يې له ﻻسه ووت، په اصطﻻح له يو ظالم او ناپوه ګروپ څخه بلې ظالمې او ناپوهې ډلې حکومت ترﻻسه کړی و او له دوی څخه بيا ﻻ ظالمې امريکا قدرت ونيوه. البته ټوله قرباني په اولس بار شوې ، هم د کمونستانو په وخت کې او هم د طالبانو په وخت کې. د ګوانتا نامو بند ته بې ګناه افغانان هم د ملا عمرا و بن لادن د شر او فساد له کبله غورځول شوي، دا څنګه کيدای شي چې هم د ګوانتا نامو بنديان بې ګناه وبلل شي او هم د ګواتا نامو بند ته هغوی غورځونکي ملا يان عمر او بن ﻻدن بې ګاه او بې مسووليته و بلل شي . دا فغان مسلمان اولس دومره مباح الدم ملت دی چې هر بي مسووليته او بې کفايته سړی لکه تره کی يا ملاعمر راځي په زور ، پيسو ، وسلو ،دسيسو او دبهرنيانو او مغرضو ګاونډيانو په مرسته ځان ددوی مشر ټاکي او بيايې د وينو سيلاب جاري کوي خو د نامشروع قدرت له مردار خوند او غرنج څخه لاس نه اخلي ، ولی (؟) اود څه له پاره دا مسلمان غيور اوننګيالی اولس ددوی ددوی د ناخوالو ، کم عقليو اوسياسي جناياتو قرباني شي ؟؟؟ له همدې کبله ،چې د وانتا نا مو د مظلومو بنديانو پړه په طالب رژيم ، ملا عمر او بن ﻻدن پرته ده، ستاسو دا ﻻندې سوال هم ستاسو له له عمر خان ﻻ ﻻ او اسامه بن ﻻدن اشنا څخه پرته بل چاته راجع کول له هډه بي مورده دي.
[quote:a0565dafd6]زۀ هم پۀ افسوس سره وايم چې زمونږ پۀ ګوانتانامو کې پرتو ورونو، پۀ عراق کې د ظلم او بربريت ښکار شوي ورونو او خويندو او د فلسطين د مسلمانانو پۀ حق کې مونږ داسې غبرګون ښکاره نۀ کړل لکه د يو څو کافرو امريکايانو پۀ حق کې چې پورته پورته کېږو. کۀ څوک وايي، چې دا امريکايان بېګناه و، نو ولې هغه افغانان چې بې درېغه پۀ بي ٥٢ ويشتل کيدل، ګناهکار و؟ [/quote:a0565dafd6]
وروره امريکايان په خپل هيواد کې ديموکراتان او بهر ، په تيره بيا د وروسته پاتو هيوادونو په وړاندې هماغه امپريالستان، ښکيلاکګر ينکيز دي لکه انګريزان چې په ١٩ پيړۍ او وروسته تر هغې وو او دي، خو حق ته حق او باطل ته باطل ويل په کار دي: په عراق باندې دوی ښکاره تيری کړی دی او بايد تل په کلکه وغندل شي،
خو نهاا چې د عراق له خطره دې يو بل غسلامي يواد خپلې ملي آزادۍ سره لوبې وکړي لکه طالب چارواکو چې د يو بن ﻻدن له پاره د ملي ازادۍ، اسلامي واکمنۍ او افغان اولس سره لوبې وکړې !
quote]امريکا چې پۀ عراق بمباري کوله، ولې د صدام پۀ کور او کوټه يې کوله او کۀ پۀ عراقي عوامو؟ هغوی به د اسمان نه پۀ مونږ وار کوي او تښتي، او مونږ به يې ننداره کوو او ناست به يو دې ته چې ګوندې د عسکرو سره يې مخامخ شو او يواځې هغو سره و جنګېږو؟ دا د کوم ځای انصاف شو او داسې وخت به کله راځي چې د دوی عسکر مونږ سره لاس پۀ لاس و جنګېږي؟ [/quote]
آيا داسې هم کله شوي چې په جنګ کې وسله ونه کاريږي او د وسلې پياوړتيا او پوځي روزنې او پوځې ځواک له زياتوالي پرته چا يو ه جګړه ګټلې وي؟ ايمان هم يو روزنيز روځي عامل دی ، خو که ستا د تش ﻻس مقابلې ته زړه کيږي له همدې کفارو څخه د اولمپيا يوه لوبه د خپل اسلامي او افغاني اولس له پاره وګټه ! هلته دې هم طالب ملګري د ايمان برکت او بدني ځواک مالومولی شي ، بيا نو دې نورو جګړو ته څه اړتيا ده ؟.
[quote:a0565dafd6]
زما محترمو عالمانو ورونو، زۀ تاسونه هيله کوم چې دا بحث پرېږدئ او د دې پر ځای په نورو موضوعګانو ليکل وکړئ. زۀ درته يو څو پۀ زړۀ پورې او زمونږ د ژوند پورې تړلې موضوعات پۀ ګوته کوم. کۀ خپل وخت او انرجي پۀ هغو مصرف کړئ، خورا ډېره ګټه به وکړي[/quote:a0565dafd6]. کومه دی، ورور جانه تا خو يوه موضوع هم نه ده په ګوته کړې، مونږ په طمع او ته بېغمه ؟ هو، بيغمه ، خوښ او نيکمرغه اوسې ! والسلام
م ن غروال
23.07.2004
مسلمانو محترمو خويندو او وروڼو السلام عليکم و رحمت الله و برکاته!
که دا موضوع د نظرياتو لپاره هغه هم (سياسي ) مطرح شوې وای خو د هر چا نظر وو او په هغه يي اړه لرله٠ اما دا اسلامي فتوا ده چې نبايد داسي نامعلونه کسان د اسلام له مقدس دين څخه ناوړه ګټه پورته کړي٠ خير خبري مي خورا ډيرې دي زيات کوښښ به کوم چې لڼډ يي وليکم٠
[color=yellow:a321983a6b]١ : که دښاغليو طالب خان او طالب جان دا ترجمه صيح وي ( او ځانونه پرې ووژنئ )، زه مي مکمل آدرس ټول افغان ته ورکوم او اسلامي محکمې ته حاضر يم٠
٢ : که ( حتی) د يرغلګرو کفارو ملکي کسان چې پکې ښځې ماشومان او نور غير مسلح کسان شامل دي، وژل د اسلام مقدس دين رواه بللي وو ( لکه مخکې چې مې هم ليکلي دي ) زه مطلق کافر!
٣ : او که همدا دسپتمبر ١١ نيټې پيښه اسلامي حيثيت ودرلود زه ملحد يا هم منافق![/color:a321983a6b]
او ښاغلئ حليمي وروره وروسته له سلامه !
مونږه پدې هکله آيت شريف يا هم حديث شريف يا هم د ٤ امامانو کومه فقهي مسئله چې د بې ګناه کافر وژل پکي مجاز وي غوښتي وؤ چې دوئ د توبۀ مبارکې سورې آيت شريف راوړو په غلطې ترجمې، چې د عربي ژبې ګرامر سره اصلا کوم تړاو نلري او په هيڅ صورت [color=red:a321983a6b]((او ځانونه پرې ووژنئ)) [/color:a321983a6b]ترجمه او مفهوم نلري٠
لکه چې طالب جان ليکلي دي فاعل او مفعول جمع دا صيح! اما مجاهد فاعل او کافر چې د مجاهد سره په جګړه کي دۍ مفعول! يعنې وجنګيږئ يا جګړه وکړې (جمع ) تاسو( مؤمنينو) يعنې فاعل ، له هغوئ سره (کفار) مفعول!
دلته د فاعل او مفعول ګرامري شرح داسې ده٠ اما که ووايو ((او ځانونه پرې ووژنئ )) دلته ګرامر بالعکس کيږي يعنې دلته فاعل کافر او مفعول مسلمان! نه دا چې لکه طالب جان چې يي ګرامري نتيجه راويستي ده٠
ما نن د ابن کثير تفسير شريف وکوت او د نورو ځايو او عربي او افغاني له ډيرو پياوړو ديني عالمانو سره مې وکتل او ډير بحث مو وکړ اما په هپڅ تقدير داسي څه چې [color=red:a321983a6b] (( ځانونه پرې ووژنئ )) [/color:a321983a6b]يا د طالب جان ګرامري شرح راووزي، هيڅ څه پيدا نشول٠[color=yellow:a321983a6b] وَيُقْتَلُونَ چې : ( و کشته ميشوند (ګاهي) ) ــ وژل کيږي ـــ ( ګاهي) (کله کله) کابلي تفسير شريف نيولۍ دي چې مفهوم داسي دي چې په جهاد کي حتمي ندي چې مؤمن ووژلۍ شي اما پيښيږي چې کله هم دۍ(مسلمان) هم په جهاد کي ووژلۍ شي، [/color:a321983a6b]چې ـــ دريم غايب شخص جمع ـــ دي، او امر هم نه دي اما دطالب جان[color=red:a321983a6b] ((اوځانونه پرې ووژنئ)) [/color:a321983a6b]ژباړه مطلق د امر صيغه ده٠ په هر حال په اسلام کي غلط ته صيح ويل او صيح ته غلط ويل، دا به يوه استهزأ وي٠
زه ټولو مسلمانو خويندو او وروڼو ته پدې هکله بلنه ورکوم چې لطفانه يوازې د همدا د توبې مبارکې سورې ١١١ او ١٤ نمبر کريمۀ آيت شريف بلکه کلا د [color=red:a321983a6b](( ځانونه پرې ووژنئ )) [/color:a321983a6b]کلمه يا جمله په قرآن الکريم کي په احاديثو کي د امامانو (رح) په فقهو کي ، د هر عالم ددين د مسجدامام او کامل په عربي تکلم حاکم ديني عالم څخه وپوښتي چې شک او ترديد يي له زړو ورک شي او خداي ج مکړه چې د نارواه فتواؤ لارې ګيروګان شي٠ او د هر يوه ايماني مسئوليت دي چې بيا په دې هکله چپ پاتې شي٠ دا ډيره لويه کبيره ګناه ده چې مبارک آيت په غلط ژباړل کيږي٠ او څوک چې په قرأن مجيد يو محال امر ورتپي او ګرامري حثيت ورکوي له زنديق څخه هم بدتر نوم امکان لري اسلامي محکمه ورکړي٠
د پورتني ٣ دلايلو سره مې چې پر ځان څه منلي دي ښاغليو طالب جان او طالب خان ته د ځواب کومه اړتيا نه ليدل کيږي٠ ځکه:
[color=yellow:a321983a6b]١ : فتوا د شخص کار نه دي٠
٢ : د پردې شاته فتوا ورکولو اسلامي جواز نشته٠
٣ : محال په اسلام کي مجال کول نه يوازې چې خپله د کفر پولو ته رسيږي بلکه د زرګنو بې کناه مؤمنينو د جهل مؤجب ګرځي٠
٤ : دا مخامخ بحثونه نه دي په انتر نيت کي چې څوک له کومه او څرنګه او د مجهولو شخصيتو ليکل دي چې دومره ايضافه له حد چې خبر تر فتوا او غلطو ترجمو رارسيږي مناسب د حال نه بلل کيږي٠ [/color:a321983a6b]
او محترم وطنمل صاحب!
وروسته د سلام او احترام د وړاندې کولو څخه دا سر خلاصۍ ليک هم عرض کوم٠
که د ټول افغان پاڼه يوه اسلامي داسي عالم ته ــــ چې د هغه شرح او بيان او فتوې صرفاًَ د اسلام لپاره وي او د لوستونکو فقهي ستونزي ورحل کړي او د ګران هېواد افغانستان د سولې پرمختګ امنيت ملي يووالي او د افغان مسلم د زرګنو يتيمانو کونډو خويندو او بورو ميندو د پاتې ژوند د قرأن المبارک يا د اسلامي شرعي سيورې لاندې د يوه نيکمرغه آرام او خوشحال ژوندون په تمه ، په ورورګلويزه او ديموکراتيکه او د صلحې او صفا په ډګر کي ، اسلامي اصول مقررات د آيتنو شريفو او احاديثو شريفو او د قصص الاصحابه د اسلامي با اخلاقترينه نهايت دانسانيت لوړ کلتور حکايتونو په نشرولو ، د خدمت کار په پښتو ژبه خپلو ځوريدلو آواراګانو مساپرو مسلمانو خويندو او وروڼو ته د نيت او غرض په هدف ــــ اړتيا لري او اسلامي فورم هم د همدې مقدس ارمان چې اسلامي دي او انساني او وطنپال!، نو د نامعلومو کسانو لخوا دا ډول د اسلامي اخلاقو لرې ليکنې او فتوې او فيصلې به ايماناًَ او اسلاماًَ دېست او صيح نه وي٠ په بل نوم ليکمه هيڅ کوم عيب نه لري دا کار مه هم تر ډير وخته کړۍ دي اوس مې هم د بعضو جرايدو او نشريو پاتې شونې راسره پاته دي چې د ځان احتياط او د کور نورو وګړو د تحفظ لپاره مي دا کار کاوه اما هدف تل صلحه وه د کورنې جګړې پر ضد! نه دا چې خداي ج مکړه يا فتوې وليکم او يا مشخص په کوم ګوند تړلۍ وم او د هغې لپاره مې ټول زيار همدا وي چې په پو رقم نه په يو رقم مدافع واقط شم٠ اما ښاغلئ وطنمل صاحب دا د اسلام بۀث څلوونکي مطلق د بن لادن او عمر کسان دي چې د کلام الله مبارکو آيتو غلطو ترجمو او غير شرعې فتواؤ ته راورسېده٠ ما نن صرف د ((ځانونه پرې ووژنئ)) د کلمې لپاره کوم کتاب راخلاص نکړ او چاته ورنغلم٠ دوئ ليکي: ((که نوره ګناه نلري دا ګناه خو لري چې کافر دي)) استغفرالله-
دلايل او منطق خو هم يو ترتيب لري اما دا ډول د منطق ترتيب؟ تاسو په سبحان الله تعالی باور وکړئ چې هک او پک پاتې شوم، خو په هر حال٠
[color=blue:a321983a6b]ښاغلئ وطنمل صاحب!
د طالبو شاه زلميو زه ۀرفدار يم پلوي مې کړېده او کوم يي هم او ددوې پر شهيدانو دورود وايم٠ او د هغوئ د وژل کېدو د علت پوښتنه چې کوو او د مسئول، نو په آيت د قرآن مو منافق کړي ٠او داسي پلوي چې مطلقه وي او له ملا عمر څخه نعوذو باالله راته ٠٠٠٠٠ جوړ کړي او هېواد وال د اور لمن ته د جګړې اور ته د ورانولو ويشتلو مړه کولو چاودنو او٠٠٠ او ٠٠٠ د تشويق لپاره وي، فکر کوم افغان بې ګناه ولس ډير په کافي اندازه تباه شو او هېواد يي له خاورو سره هم خاورې، انساني منطق به حکم کوي چې بس دي وي او له دا ډول تشويقو به لاس اخلو٠
داسي نور ډير دلايل شته چې نور محترم ورونه به هم لکه نقاد صاحب حليمي صاحب او نور خامخا وليکي چې د ټول افغان پاڼه د نامعلومو کسانو د فتواؤ او د ملا عمر او اسامۀ د پلويو لپاره وي نو بيا دې وليکل شي چې ټوله پرې واضح خبر وي او بيا هغه وخت د هر چا خوښه که ګډون کون هم بسم الله او که نه يي کوي هم بسم الله٠
که ددغو خلکو مخه نه نيول کيږي او جريان همدا ډول پاتي کيدل وي نو د ټول افغان پاڼه به هرومرو زيانمنه کيږي او د خلکو بيا باالخصوص د ليکوالو قلم پدې پاڼه کي زما له ليده مات وبولئ٠
باقي تاسو پورې اړه لري زما صف ليکل وو چې عرض مې وکړ٠ په درناوې
غروال[/color:a321983a6b]
[color=#444444:a321983a6b][/color:a321983a6b][color=#444444:a321983a6b][/color:a321983a6b][color=#444444:a321983a6b][/color:a321983a6b][color=#444444:a321983a6b][/color:a321983a6b][color=#444444:a321983a6b][/color:a321983a6b][color=#444444:a321983a6b][/color:a321983a6b][color=#444444:a321983a6b][/color:a321983a6b]
Azad Nazer
23.07.2004
محترم غروال صاحب اودرنو افغانانو سلامونه مې ومنۍ !
عرض کووم :
دبيان اوفکر ازادي د غربي هېوادونو په قانون کی ځای لري خو له بده مرغه دغه حق په وروسته پاتې هېوادونو کی څوک نه پېژني او په تېره بيا افغانستان خو يوداسې هېواددې چې زماڅخه نيولې تر ډېرو لوړو تعليميافته افغانانو پورې ددې جوګه نه دي چې حق اوباطل سره بېل کړي ٠ پخپله په غرب کی ژوند کوي اولادونه يې غربي مکتبونو کی تعليم کوي اودهررنګه ازادۍ څخه ګټه اخلي خوچې خبره دمظلومو افغانانو راشي نو بيا خپلې ګټې ته ګوري ٠
زه دخپلې خوانه په ډاګه وايم چې نه دطالب پروا لرم ، نه د کوم تنظيم يا ګوند ، نه خلقي وم ، نه پرچمې وم او نه په اصطلاح د پټو سترګو نشناليست وم اونه په نژادي تبعيض باور لرم ٠ هغه څوک چې زما دمورنۍ ژبې څخه کرکه لري ، زه تری هم کرکه لرم ٠ په نوم مې څوک نه پېژني خو مخامخ به مې په زرګونو خلک وپېژني ٠ ما تردې وخته ډېر تکليفونه ليدلي خو په ډېرجرأت وايم چې ناروا اوناحق ته نه يم تسليم شوې اوپه هيڅ قېمت به تسليم نه شم ٠ که لمونځ کووم په فايده او معنا يې پوهېږم ، بل دکوم سر تاج دې چې لما پوښتنه وکړي ٠ دپوښتنې واک يواځې دخدای سره دې ٠
حقيقت دادې چې ځينې خلک په دين تجارت کوي ، له خدايه يې واک اخيستې اودنورو انسانانو په ژوند اوسرنويشت لوبې کوي ٠ دبن لادن د کورنۍ يوسلوپنځوس غړي دامريکايانوله ډاره د سپتمبر په دولسمه نېټه په ځانګړي الوتکو کې له امريکې نه ووتل او د مېسيچوست دايالت ماډرن کورونه اوژوند يې پرېښود ٠ ددې تر څنګه ويل کيږي چې شپاړس کسه د الوتکو تښتوونکي صعودي نژاده وو٠ دغو طياره تښتوونکو په داسې يو مکتب کی زده کړې کوولې چې زما غوندی خلک يې فيس هم نشي ورکوولای ٠ ددغې ډلې مشر چې عطامحمد نومېده ، په کلبونو کی شرابخوري هم کووله او زياترو يې امريکايي ګرل فرينډې هم لرلې چې تلوېزيوني مرکې هم ورسره شوي ٠ دغوټولو ته خپل عرب بد وايي مګر طالب جان ، طالب خان ، اسلام دوست ، ضيا ، خاټول ، پښتون زلمې اوداسې نورورته مجاهدين وايي ٠ دوی يواځې هغه چاته مسلمان وايي چې ددوی ومني اوبې ګناه انسانان قتل کړي ٠ ددوی ملګري دبې ګناه ماشومانو تښتوولو اودمکتبونو سوزولو ته هم جهاد وايي ٠ هغه وخت چې دوی په قدرت کی وو ، امريکې ته به پرته له تکليفه راتلل او په مشهورو پوهنتونونو کی به يې لکچرونه ورکوول اونورالله ځدراڼ به ورته تلوېزيوني کمره لګولې وه او په خپله په اصطلاح پښتو پروګرام کی به يې ښودل ، يعنی تردې چې په امريکا کی يې تلوېزيوني پروګرام هم درلود ٠ نپوهېږم په څه سره وران شو خوداسې کار يې وکړ چې هم يې په نړۍ کې اسلام بدنام کړ هم يې افغان اولس وشرماوه اودمرګ کندې ته يې وروغورځاوه ٠ ملاعمرهم لکه دطالب جان په څېر يونامعلوم شخص وو او تش په نوم اميرالمؤمنين شوې وو ٠ ددنيا نور خلک خوپرېږده چې نه يې مانه خو د نړۍ يونيم ميليارد مسلمانانو په مؤمن نه قبلاوه ده ځان دمومنانو امير کړ ، ان تردې چې هغه چا هم پسې ټوپک راواخيست چې په اميرالمؤ منين يې پېژاندلې وو ٠ دمولا عمر يواځې اواز اورېدل کېده نورې ټولی فيصلې دبن لادن ډلې کولې ٠
خبره چې دملي ګټوراغله نو صعودي ، پاکيستان اوعربي عماراتو چې د طالبي رژيم اصلي پلويان وو ، هم په دوی پسې ټوپکې راواخيستې ٠ بيا نه اخووت وو نه دوستي اونه پېژندګلو ٠ يواځې ملاعمر اوډله يې وه چې ملي ګټې او دافغان ملت هويت يې نه پېژانده ٠
دداسې خلکو څخه نونوره څه توقع کېدای شي ؟
زه ورته يواځې داوايم چې د فکراودبيان دازادۍ حق دې منم مګر دادرسره نه منم چې انسانان قتل کړې او يا ساده افغانان شراوفسادته ولمسوې ٠ پخپله دکمپيوټر شاته پټ يې اونورو ته اخطارونه ورکوې چې که ناروا راسره منې مسلمان يې که نه نو کافر يې ٠
ته به له ژونده تنګ يې خو نورانسانان په صلح کې ژوندغواړي او زه ددغسې صلح غوښتونکو څخه يم اودغه زما دټولو ليکنو څخه څرګنده ده٠
خدای ( ج) يواځې رب المسلمين نه دې بلکه ربالعالمين دې ٠
تاسو چې احمد ته غوسه ياست اوزور له محمود څخه باسۍ ، غلط عمل دې او دمنلو نه دې !
په اخر کی هغه چا چې ماته سپک الفا ظ استعمال کړي هم نه ملامتووم ځکه چې د اسلامي ، معاشروي او تهذيبي اخلاقوتوقع ترې نه لرم ٠ بس د پښتو په نوم مې ليکنې کوولې خو که زه غولېدﻻی يم نو ډېر ژر به درته دا پاڼه پرېږدم ٠
نور مو په خدای سپارم
ازادنظر
ع کريم حليمي
23.07.2004
مسلمانو محترمو خويندو او وروڼو السلام عليکم و رحمت الله و برکاته!
ترسلام ورته
حدثنا ابو اليمان قال ثنا شعيب قال ثنا ابوالزناد عن الاعرج عن ابی هريره ان رسول الله صلی الله عليه وسلم
قال والذی نفسی بيده يؤمن احدکم [color=red:7519f1cdaa]حتی[/color:7519f1cdaa] اکون احب اليه من والده و ولده ......بخاری لمړی جلد باب ايمان حديث 13
صفحه 7
Sahih Al-Bukhari HadithHadith 1.13 Narrated byAbu Huraira
"Allah's Apostle said, "By Him in Whose Hands my life is, none of you will have faith till he loves me more than his father and his children."
ما نه غوښته چه نور څه وليکم ٠ داچي د يو کلک ايمان خاوند (غروال صاحب ) ليکنه مي ولوستل ويني مي بيا
په خروښ سوې ٠ رشتيا چه کومه خبره ، ليکنه چه له قلبه راوځي تأثير کوي پر لوستونکو باندي ٠
پورته حديث چه تاسو ولوستۍ ٠ درته واضع سوه چه څوک نه د ايمان خاوند کيږي ٠ تر هغو پوري چي
(رسول د الله) تر پلاراو اولادو پر ګران نه وي ٠
هغه وخت چه مبارک ژوندۍ وو ٠ د ګرانښت علامه دا وه چه د هر خطرپه وخت کي ٠اصحابو ځانونه مخته کول چي د مبارک حفاظت وکړي ٠
او تر دې لمخه چه مبارک رحلت و کړي نوخپلو اصحابو ته ته ئې ارشاد و فرمايه ٠ چه درې شيه تاسوته پرېږدم
يو قران بل زما سنت (من السنه النبويه ) او اهل البيت ٠ ٠
او ايمان لرم دغه قرأن چه نن زمونږ سره سته ٠ دا هغه قران دۍ چه هر حرف ئې د مبارک له خولې را وتلۍ دۍ ٠
نن چه مبارک نه دۍ حاضير نو موږ څرنګه محبت و کړو چه د ايمان خاوندان سو (ايمان قوي )
نن موږ ته دوه شيه د مبارک را پاته دي ٠ چه قرأن او سنه دي ٠ او يوازي موږ هغه وخت د ايمان خاوندان کېداي سو
چه پر غيبو ايمان او محبت د قرأن او سنه سره ولرو ٠ او بعضي علما ايمان مرکب کڼي او بغضي ئې مفرد
که مرکب وي ٠ نو بې عمله هم څوک د ايمان دعوه نسي کولای ٠ (که د باور سره عمل ونکړي نو پسله ډيره وخته ئې ايمان له سره ځي )او که مفرد وي ٠ نو په بې عملي ضعيفه کيږي ٠ اوپه عمل قوي کيږي ٠ (ايمان )
او ايمان تر 60 ښاخه زيات لري ٠ چه ډير ښاخوئې حيا نيولي دي
او حيا ده چي انسان له ډيرو بدو راګرځوي ٠ او وډېرو ښو اعمالو ته ئې رهنمائې کوي ٠
يو صحابي و بي بي عائشه رضی الله عنها څخه و پښتل چه د مبارک خبري راته وکړه چه څرنکه سړی وو ٠
که څه هم دغه صحابي نبي كريم صلى الله عليه وسلم ليدلۍ وو ٠ زړه ئې پسي تږۍ وو چه د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په بارهکي مجلس وکړي ٠ او خپل تنده په ماته کړي ٠ نو بي بي ورته وفرمائل چه ٠ نبي كريم صلى الله عليه وسلم په پښو روان قرأن وو ٠ نو نن چه موږ ساتنه دقرأن داسي لازمه ده لکه دخپل ايمان ساتنه چه له شيطانه کوو
که څوک د قران په خرابي ، لاس وهنه ،يا په ترجمه کي لاس وهنه ٠ نو پوهېږم چه د ډېر ضعيف ايمان خاوند به وي
او ياخدای مکړه چه ايمان به داسي څندي تللۍ وي لکه څوک چه د شرابو دچښلو په حال کي وي ٠
هو د قرأن د ساتونکۍ الله دۍ ٠ [color=red:7519f1cdaa]بسمه تعالی : انانحن نزلنا الذکرواناله الحفظون [/color:7519f1cdaa]
پر دې سربېره چه الله ئې ساتي ٠ چون موږ ايمان پر راوړۍ نو موږ هم مجبوره يو چه حفاظت ته ئې کوښښونه وکړو
لکه پخوانيو علمأ وو چه خوف در لودۍ چه يهود په کلام الله لاس ونه وهي نو نو ټول قرأن ئې حرف په حرف حساب کړۍ ٠چه 636233 حرفه دۍ او 736233 کلماته دۍ ، 130360 فتحات لري ،62462 جزمات لري ٠
او دا د الله کلام دۍ چه بېله د بسم الله٠ [color=blue:7519f1cdaa]فاذاقرأت القرأن فاستعذ بالله من الشيطن الجيم [/color:7519f1cdaa]
موږ نسو کولای چه تلاوت د قرأن وکړو ٠ اصحابو د قرأن د ټولو خطرو مخه نيولې ده ٠
خو يوخطر چه نن موږ ورسره لاس په ګريوان يو ٠ هغه دا دۍ چه د هغو معليمنو مخه ونيسو چه متعلمينو ته
غلط تدريس کوي ٠
دا کتاب د شفأ کتاب دۍ (شفأ اخلاقي ) که څوک لاس پکښي وهي نو پخپله خساره کوي ٠
[color=red:7519f1cdaa]بسمه تعالی : و ننزل من القرأن ما هوشفاؤ ورحمه للمؤمنين ولايزيدالظلمين الا خسارا [/color:7519f1cdaa]
ګران او قدرمن ،ايمان داره وروره غروال صاحب مننه چه خپل نظر مو وليکه ٠ هغه ليکنه چه تاسو و محترم
استاد وطنمل صاحب ته ليکلې زه هم امظا پر کوم ٠ وسلام
حليمي
خاټول
23.07.2004
أغلو ښاغليو يو ځل بياسلامونه اوښې چاري
بحث خو موښه تودساتلى دى،اودالله تعالى نه شكرگزاره يم چي لهجى موهم اوس له ښكنځلو او بدو ردو نه دزغم اوڅيړني لوري ته راپه اوښتودي.
ماژمنه كړي وه چي زه به هم پخپل وارسره د11\9 په پيښه خپل نظر روښانه كوم، ولي ځينو وروڼوپرله پسى ليكني پيل كړي وى ،او نه مي غوښتل چي دهغوي ليكني اخلال كړم.داچي اوس دپرله پسى ليكنو لړۍ پاي ته ورسيده، نوزه هم پخپل وارسره دخپل اند دليكلو جرئت كوم، او كه زما ليكنه دچا له نظر اورايي سره اختلاف ولري هيله منه يم چي، په سړه سينه به يى وزغمي ،او په ښكنځلو به يى بدرگه نه كړي.
وروڼو اوخوندو!
د11\9 په پيښه كي دوه بنسټيزنظرونه شته.يوه ډله چي موډرن اومترقي مسلمانان دي په دى نظردي چي نوموړي پيښه اصلا داسلام په وړاندي يويهودي صهيوني دسيسه ده، اوصهيونيستانو پدى ترتيب غوښتل چي غربي نړۍ چي په سر كي يى امريكايي زبرځواك قرارلري له اسلامي نړۍ، په ځانگړي ډول له اسلامي انقلابي پديدى سره چي يهودان يى دخپلو اهدافو دحصول په وړاندي خنډبولي، اخته كړي، اوپدى ډول خپل دواړه دښمنان يعني مسيحيان اومسلمانان دبربادۍ كندي ته لاهو كړي، اودوي دخپل اهداف لاس ته راوړي.
بله ډله چي خپله غربيان، دښاغلي اسامه بن لادن ډله اونورجهادي فكرلرونكي شخصيتونه او ډلي دي، بيا په دى اند دي چي داكاردمسلمانانو يوى فدايي ډلي ترسره كړ، اوموخه يى له امريكانه دهغو مظالموغچ اخيستنه وه چي امريكايان يى دنړۍ په بيلابيلو برخو كي ياخو پخپله اوياهم دخپلو نوكرانو په لاسونو په مسلمانانو ترسره كوي.
ښايي ځيني عيني واقعيتونو زه هم پدى قانع كړي يم چي داكاردي په رښتياځينو مسلمانانو چي مادي اوفني مرسته دي ښاغلي بن لادن ورسره كړي وي،ترسره كړي وي.داچي داپيښه دمسلمانانو له خواترسره شوي نوراځۍ چي وگورو ولي مسلمانان اړشول چي داسي وروستى گام دي پورته كړي؟ البته زه غواړم چي يوازي هغه فطري تعاملات چي په ورته مسايلو اوانساني ټولنه كي ترسره كيږي وڅيړم.
ښاغلو اغلو!
ټول پدى باوري يوچي په نړۍ كي ترټولو خطرناكه اوترهگره وسله اتوم دى.اوبياټول پدى هم باوري يوچي ترټولو مخكي امريكا داوحشت او داشيطاني سوغات نړۍ ته ډالۍ كړيدی.نه يواځي دابلكي دا امريكاوه چي ترټولو له مخه يي داتوم دكارولو شيطاني لوبه د1945 كال داگست په مياشت كي په هيروشيما اوناگاساكي كي ترسره كړه .تاسو ټول پدي هم ښه پوهيږۍ چي دا اوس هم دامريكاپه اتومي زيرمو كي دومره اتومي توكي خوندي دي چي پنځه ديرش ځله دځمكي دكرى دله منځه وړلولپاره كفايت كوي.ياپه بل عبارت كه زموږدځمكي دكرى په ډول څلورديرش نوري كرى هم وي نو امريكا كولاي شي چي هغه دخپل اتومي قوت په مټ نيست اونابودكړي.
ددى حقيقت په پام كي نيولو سره راځۍ چي خپل خداي او وجدان ته مخ اوټولوانگيزو او اغيزو ته شاكړو، او ووايو چي كه داپورته څه دترهگرۍ په زمره كي راځي نو ايا ترامريكا لوي ترهگر بلڅوك كيداى شي؟
ايا تاريخ پدى ندى گواه چي په نړۍ كي ټولي جگړى او وژني چي ترسره شوي په يوه نه يوه ډول امريكا په هغو كي ككړه ده.لري به نه ځو...ايادايران اوعراق جگړه چي په ميليونونو انسانان پكي له دواړو هيوادونو نه ووژل شول دامريكا په مستقيمه لارښونه نه ترسره كيده؟اياهمدغه دامريكا اوسنى ددفاع وزير رمزفيلډنه وو چي په كال 1983 او 1984 كي يى دامريكا دجمهور رئيس دځانگړي استازي په بڼه عراق ته سفر وكړاوهلته يى له ايران سره په جگړه كي دعراق دملاتړپه موخه دصدام حكومت ته دكيميايي رژيمونو فورمولونه اوټيكنولوژي وروليږدوله اوهمداراز يى هغوي ته په ټنونو تيار كيميايي گازونه اونور اورگانيك توكي په لاس وركړل؟
اياپه كويت باندي دعراقي بريدترشادامريكايانو لاس نه وو؟ اياپه 1990كال كي په بغدادكي دامريكا سفيره دصدام ليدلو ته ورنغله اوهغه يى پركويت بريد ته ونه هڅاوه؟
څه باندي شپيته كاله تيرشول چي په فلسطين كي اوربل دى اوهره ورځ ګڼ مسلمانان پكي سوزول كيږي، داهرڅه دچاپه اشاره اوشتمنۍ ترسره كيږي؟
ايا ده دى لوبي وحشي لوبغاړي اسرائيلوته امريكايان په زرگونو ميليارده ډالر مرستي او بسپني نه وركوي؟
داهرڅه ولي اودڅه لپاره؟
راځۍ چي لږخپل علمي مراجع اومأخذونه وگورو چي په ملگروملتونو كي تراوسه داسرائيلو په مخالفت كي څومره قراردادونه وړاندي شوي او هغه چاويټوكړيدي؟
زماله معلوماتو سره سم چي امريكا پدى اړه څومره دويټوحق كارولى بل هيچابه هم داسرايلو په ملاتړكي دومره كارنه وي كړى.
داټول دڅه لپاره؟
له مسلمانانو په تيره بياله عربانوسره چي گردي طبيعي زيرمي يى هم په وړيا ډول دامريكا په چوپړكي دي،ولي داسي چلندكيږي؟اياهغوي انسانان ندي؟اوكه په امريكايي قاموس كي مسلمان ته انسان نه ويل كيږي؟
د1991نه وروسته چي په عراق باندي كوم اقتصادي بنديزونه ولگول شولدهغو له امله يوازي يو ميليون ماشومان په هلاكت ورسيدل!!!
داارقام ځمااحصائيه نه ده بلکه دملګرو ملتونو احصائيه ده ددې يوميليون کوچنيانوګناه څه وه ؟؟ايا هغوي دخپلو رايو په ورکړه سره صدام دجمهوري رياست څوکۍ ته ر سولی وو؟ ايا هغوي له صدام نه دفاع کړي وه ؟ ايا هغوي وسله په ﻻس کي اخستي وه ؟
اوکه يواځينۍ ګناه يي همدا وه چي نومونه يي احمد او محمد وو اوپه مسلمانه کوړنۍ کي زيږيدلي وو ؟ يواځي په دې ګناهګار وو چي پلار اومور يي دﻻاله اﻻالله محمد رسول الله کلمه ويله ځما په اند بله کومه ګناه خو يي نه وه . تيره اونۍ دجوﻻيي په نهم تاريخ په هاګ کي دانصاف نړيوالي محکمي يو بنچ دائر کړ دا بنچ په ١٥ قاضيانو مشتمل وو، او هغوي دغزې په تراډه کي ديهودي ديوال مسأله څيړله باالاخر فيصله داسي وشوه چي نوموړی ديوال دنړۍ دمسلمه اصولو خلاف او بشري حقونو ته نقض دی، او دملگرو ملتونو له ادارې څخه يي غوښتنه وکړه چي دنوموړي ديوال دړنګولو هڅي دي وکړي، فيصله په اکثريت داراو سره تصويب شوه يواځي يوه قاضي دنوموړي فيصلې په خلاف رايه واچوله . داقاضي څوک وو ؟؟؟ داښاغلی امريکايي وو چي په خپل تصميم او مخالفت سره يي دامريکي دولت رايه څرګنده کړه . داولي ؟؟ امريکې ولي په يهودانو ايمان راوړی ؟ ايا ددې پوښتني ځواب له چا سره شته ؟
نو که دې او دې ته ورته پيښو ته وګورو، نو په فطري قانون مسلمانان اؤ عربان دا حق لري چي له امريکي نه خپل کسات واخلي، خو که بيا هم مونږ دامريکاد [بې ګناهانو ] په حق کي جدي يو، اودهغوي وژنه له انصاف نه لري بولو نو له داسي آغلو او ښاغلونه بايد وپوښتو چي ايا جاپانيان انسانان نه وو ؟ اياويتناميان انسانان نه وو ؟ ايا دعراق يو ميليون ماشومان انسانان نه وو ؟ په افغانستان کي هغه زرگونو پښتنو چي ددوي بړيڅو ته اسلحې په ځمکه کيښودې او دپر امن ژوند ژمنه يي وکړه هغه تنکي ځوانان ولي په کنټينرونو کي ووژل شول ؟ ايا هغوي انسانان نه وو ؟ ايا په ګونټانا مو کي انسانان انسانان نه دي ؟ هغه دابوغريب په جيل کي چي لوڅ لغړ درول شوي وو او درول کيږي ، جنسي تيری ورباندي کيده او کيږي، برقي شارټونه ورکول کيده او ورکول کيږي، سپي ور شکارل کيږي ايا هغه انسانان نه دي ؟
ښاغلي استاد حليمي صيب ليکلي چي په طالبانو امريکي يرغل مشروع وو اوپه عراق نامشروع !!!
ولي؟ ايا له دي كبله چي عراقيان عربان وو، اوطالبان پښتانه؟ اوكه له دي كبله چي په عراق باندي بريد اوس امريكايان هم نا مشروع بولي اودافعانستان په هكله يي لا دداسي ريشتيا ويلو توفيق نه دى په برخه شوى؟
مکرم استاد! په ډيردرنښت بايد وپوښتم چي هغه کومه محکمه وه اوپه کومه نيټه دايره شوه چي طالبان يي په ٩/11 تورونو ګرم اوملامت وګڼل، اوپه هغوي باندي بريد يي مشروع کار وګاڼه ؟
استاده ! د [ رچرډ کلارک ] کتاب [دټولو دوښمنانو په ضد ] مو ندی لوستی ؟ ايا هغه دا نه ده سپينه کړي چي ان لا ديولسمستمبرد پيښي تر مخه امريکا په افغانستان دبريد پلان درلود . ښه دا به ومنو چي طالبان ددې وړ وو چي په ډيزي كټر بمونو اوافزوده شويو يورانيمو او خوشئي بمونو باندي ووژل شي _ اما دملت يي څه ګناه ؟ _ ايا تاسي خبر نه ياست چي په امريکي بمباريو کي په زرګونو عام افغانان هم شهيدان شول ؟ ښه نو که دقيامت په ورځ الله تعالی قاضي شي او رسول الله دشفاعت په مقام وي او دغه زرګونه شهيدان راشي اودالله تعالى په حضور کي دعوه وکړي اوووايي چي اې خدايه ! ده هغوکسانو په ډله کي چي هغه امريکايي بريد چي په پايله کي يي موږ هم ووژلوشو يي روابولي ،دغه فاضل استاد حليمي هم شامل دى ، نو لويه خدايه! ته له ده نه هم زمونږ غچ واخله :
استاده هغه مهال به دچا په وس کي وي چي له خداي سره دليل ووا يي ؟استاده !ايا دهغې ورځي سختي اوو حشت مو نه تر سترګو کيږي ؟ ښايي هغه حديث مو په واروار تر سترګو شوی وي چي چي رسول عليه الصلوة والسلام فرمالي دي چي ډير ځله انسان يوه خبره کوي، چي دی ورته دماشي دوزر هومره په اهميت هم نه وي قايل ،اما دهغې خبري له کبله دی په کلونو کلونو په جهنم کي اوړي رااوړي ، اودالله تعالی دا وينا خوبه دټولو په ياد وي چي فرمايي [ ما يلفظ من قول اﻻ لديه رقيب عتيد ] دقاف سوره ١٨ ايت يعني بنده چي څه وا يي نو ملايکي دده دقول دليکني لپاره حاضري اوتياري وي .
استاده! زه نصيحت نه در ته کوم زه ستا دلور په حيث اوته راته دخپل معنوي پلار حيثيت لرې، بلکه يواځي او يواځي مي موخه تذکير او درپه يادول دي .
استاده! هيله منه يم چي نن شپه په داسي حال کي چي خلک ويده او الله تعالی لومړني اسمان ته نزول کړی وي، اوتاسي يي په حضور کي دتهجد په لمانځه ودريږۍ نو ما اوځان ته له لويه خدايه دحق دﻻري دپلوي دعا په ﻻندي توګه وغواړۍ . اللهم ارناالحق حقا وارزقنا اتباعه وارناالباطل با طلا وارزقنا اجتنابه . امين خداي دي مونږ ټولو ته دحق ﻻر روښانه کړي . امين
يادونه : گران ورور غروال صيب ليكلي چي كه دا فلانى خبره داسي وه نو زه مطلق كافر…….........
وروره! داسي ليكنه خوند نه كوي ټول انسانان يو ، له خطا او تير وتني نه يو خوندي ،نو كه فرضافرضا هغه خبره داسي شي لكه ليكونكى چي بولي بيا به تاسي خپل سوگند څه كوي؟ اصلا دا ډول ليكنه ستاسو په شان له مهذب ، او مترقي انسان سره خوند نه كوي ،په درنښت او سلامونو ..
خور موخاټول
ازادخيال
23.07.2004
سلامونه
١ خاټول خورې داسي ښکاري چې ستاسي ليکنه په شکل د اشکالو د طالب جان د فتوا ملاتړ کوي. کومې خبرې چې تاسي د امريکا په باب ليکلي هيڅ څوک په هغو کې شک نه لري.خو دا ددې مانا نه ورکوي چې د سيپتمبر ديولسمې پيښه يو جايز عمل و. دا يو ډير منفور او غير انساني تروريستي بريد و چې دزرګونو بې ګناه انسانانو دقتل سبب وګرځيد. وژل شوي خلک يواځې امريکايان نه بلکې د ډيرو هيوادونو مسافرين او سيلانيان هم ورکې وو. ښايي ددوي په منځ کې ډيری خلک دامريکا د حکومتي ادارې د پاليسيو ضد انسانان وو، نو دهغوی څه ګناه وه ؟ تاسې ته ښه مالومه ده چې دعراق او افغانستان دبريدونو په خلاف په زرګونو امريکايان سرکونو ته ووتل او مظاهرې وکړې.که تصميم حکومتي او نظامي مقامات نيسي نو بيا ملکې بې ګناه وګړي ولي بايد دهغو قرباني شي. خبره د امريکا د پلوۍ يا نه پلوۍ نه دۀ، بلکې دبشريت مسله ده او جنايت جنايت دی که ظالم يي وکړي او يا مظلوم. خاټول خورې تاسي هم امريکا کې اوسی خو که تاسي او يا ستاسې خپل خپلوان د سيپتمبر په يولسمه په هماغه پېښه کې وژل شوی وی بيا به مو څه فکر کولی؟ ايا اوس مطميينه يي چې په راتلونکې کې ستا دکورپه نږدې کې داسې کومه پېښه ونه شي؟ او دا سره له دې چې تاسې دامريکا دسياست ضد ياست. دا دی تروريزم چې ګناه کاراو بې ګناه نه پيژني.زه هم په اروپا کې اوسم خو زما ژوند هم خوندي نه دی او تل دځان او کورنۍ په باب تشويش لرم. زه خو امريکايي هم نه يم او نه مې په عراق او يا افغانستان بمونه غورځولي.
٢ کيدی شي امريکا دخپلو اقتصادي او نظامي ګټو په وجه دغه ډول ناوړه عملونو ته لاس واچوي ، مګر سوال دادی چې ولي دې ډول پيښو ته د بنياد ګرايانو له خوا هروخت مذهبي بڼه ورکول کيږي او هڅه کوي دخپلو ناحقو غوښتنو او هدفونو په خاطردنړۍ ډير ساده او پاک نفسه مسلمانان په جګړو کې را ښکيل کړي. تاسي پخپله د جاپانيانو او ويتناميانو بيلګې وړاندي کوي نو وګوری چې هغوی خو مسلمانان هم نه دي خو د امريکايانو له خوا تر بريد لاندې راغلي دي.
که خبره داسلام او مسلمانۍ وي نو بيا زموږ مجاهد صاحبانو خو په خپله حکومتي دوره کې(١٩٩٢ راپديخوا) په سلګونو زره خپل مسلمان وطنوال ورونه او خويندې دتنکيو ماشومانو په شمول په شهادت ورسول چې شمير يي د امريکايانو په لاس د وژنو نه په لس ګونه ځلې زيات او دبيرحمی کچه يي په تاريخ کې بيلګه نه لري. او ډا ټول يواځې د يو مقصد له پاره او هغه قدرت! ايا دقدرت اوچوکۍ له پاره د هموطنه مسلمانانو ورونو او خويندو وژل او هم د هيواد ورانول د اسلام له نظره روا دي ؟ په امريکا اعتراض کوو خو د خپل کور دننه خوله پټه ساتو، ولي؟ ويريږو ؟ ولي هغو ته ګوته نه نيول کيږي؟ او په زوړرتيا سره لکه څنګه چې په امريکا اعتراضيه بريدکوو په خپل هيواد کې ونه کړو.
٣ بله خبره داده چې دامريکا د تجارتي مرکز نړول څه ګټه ورسوله؟ زما په نظر هيڅ. خو تاوان يي داسلام د بدنامۍ او مسلمانانو له پاره ډيرزيات و. بن لادين او ملا عمر دغرونو په سمڅو کې اوسي او حکومت يي ونړيد. او دوی اوس هم دعوه کوي چې امريکا ته يي ګوزار ورکړ. ايا دا يوه ځان وژنه نه وه؟
ع کريم حليمي
23.07.2004
أغلو ښاغليو٠ خاټو جاني،ازادخيال صاحب يو ځل بيازه خپل سلامونه در استوم، اوښې چاري
ټولو لوستونکو ته !
اول زه ښه راغلاست و ازادخيال صاحب ته وايم ٠ ډيره مننه٠ ستاسو ليکنه له واقعت څخه ډکه ده ٠ او د ګراني
خور خاټول له اعتراضه ډکي ليکني ته مو داسي جواب ليکلي ٠ ماته حاجت نسته چه څه وليکم
اما دغه دخاټول خور حديث چه ئې ليکلۍ ٠ ور اصلاح کړم ٠
[quote:2662d7bf60]چي رسول عليه الصلوة والسلام فرمالي دي چي ډير ځله انسان يوه خبره کوي، چي دی ورته دماشي دوزر هومره په اهميت هم نه وي قايل ،اما دهغې خبري له کبله دی په کلونو کلونو په جهنم کي اوړي رااوړي ،[/quote:2662d7bf60]Sahih Al-Bukhari HadithHadith 6.253 Narrated byAbu Huraira
Allah's Apostle said, "On the Day of Resurrection, a huge fat man will come who will not weigh, the weight of the wing of a mosquito in Allah's Sight," and then the Prophet added, "We shall not give them any weight on the Day of Resurrection." (18.105)
او بخاري دغه ايه د دې حديث سره ليکلۍ ده ٠
بسمه تعالي : [color=red:2662d7bf60]اولئک الذين کفروا بايت ربهم ولقائه فحبطت اعمالهم فلانقيم لهم يوم القيمه وزنا [/color:2662d7bf60] سورت 18 ٠ ايه 105
خداي په امان
Azad Nazer
23.07.2004
چېرې به کوم ژبپوه نه وي چې ((أغلي يا اغلو)) راته يو څه تشرېح کړي :?:
د (( ښا-غلي )) معنی به ضرور ښه وي ځکه يې خلک دشخصيتونوددرناوي لپاره کاروي مګر دغه (( أغلو )) :roll: يې څه شې دې ؟ زما په فکر دا به هماغه ((هلک -ملک ، جينۍ - مينۍ ، پټ - مټ )) داسې څه خوبه نه وي ؟ والله دغه ښاغلو اغلو مې دکوم هلک نه هم اورېدلي خو چې دا جينۍ څنګه شوه ؟ :shock:
ازاد نظر
غښتلی
23.07.2004
ښاغلی مشرazad nazar صاحب سلام !
فيلولوژې (ژبه پوهنه )مې نه ده ويلې خو يو ځای مې ( اغلي ګلان ) لوستلي وو .اغلی _ تازه
په دې هيله چې د پورتني بحث خنډ شوی نه يم .
غښتلی
Ghairat
23.07.2004
[color=yellow:cc83978e52]محترمو خاټول خور، طالب جان او طالب خان ورونو او درنو لوستونکو ته سلامونه.
ستاسو بحثونه مې و لوستل ، زما په اند په ټولو ليکنو کې ځينې بنسټوال سوالونه شوي خو ځواب شوي نه دي او ځينی اساسي ځوابونه بيرته مراعات شوي نه دي ، د ساري په توګه دا ﻻندې ټکي :
١ ـ بنﻻدن که په افغاني جهاد کې برخه اخيستې وه خپل تصميم يې ؤ، افغاني مجاهدينو راغوښتی نه و، که دده جهاد د خدای د رضأ له پاره وای، نو وړيا ،داوطلبانه او بلا عوضه به وای او د افغاني حکومت مشرتابه لکه عمر ملا او نور طالبان به يې د خپلو عربو له پاره نه کارول او افغان اولس به يې نه برباداوه .
٢ــ که د عربي او فلسطيني ماشومانو او ښځو او سپين ږيرو په حال خاټول خور زړه دومره سيزي نو د افغاني ماشوانو ښځو سپين ږيرو او سپين سرو ميندو خويندو ځوانانو ورونو يې ولې نه سيزي چې د بن ﻻ دن او د هغه د طالب شاګرد ملا عمر له ﻻسه په زر ګونو ووژل شول ، او ﻻ اوس هم پرې د سختدريځو زړه يخ شوی نه دی او د تباهۍ لور ته يې راکاږي. ايا ددې ټولو وژل شويو افغانانو مسووليت د بن ﻻدن او عمر په غاړه پوت نه دی ؟. که دوی ونيول نو ايا د هر وژل شوي مسلمان افغان په بدل کې بايد دغه دواړه سل زر ه وارې تکرار اعدام نشي؟
٤ــ مونږ نه وايو چې د فلسطين د مظلومو مسلمانانو او د هغوی د برحقې مبارزې سره دې ملاتړ ونشي ، دا ملاتړ تل شوی او کيږي، و د فلسطين مشر و ټولې رهبرۍ يې ولې د افغاني جهاد پر څای د شوروي سره ولاړ وو، ياسر عرفات د عبدالرب سياف پسې ولې تمانچه راويستلې وه او د شوروي او کارملي رژيم پلوی يې کولو؟
٥ ـ نه د ٩ /١١ شرايط د بدر د غزا د شرايطو سره ورته والی درلود او نه طالب جان د کوم په رسميت پيژندلي اسلامي مرکز استازيتوب کوي، نو د فتوا حق او صلاحيت نه لري، په تيره بيادا چې خپل هويت لا هم پټ ساتي .
٦ــ د بن ﻻدن بريد په ١١/٩/ ٢٠٠١ نيټه په خپل سر تر سره شوې وه او اسلامي امت او سلامي مرکزونه ﻻپرې خبر هم نه وو، نو دغسې خپل سری عمل له ترهګرۍ پرته بل څه کيدای شي؟.
٧ــ بن ﻻدن بايد اول دخپل هيواد او نورو عربي هيوادونو مشرتابه راوپرځوي ، که بن ﻻدن يې د امريکا دوستان بولي، او له هغې وروسته دې بيا د امريکا پر ضد وجنګيږي ،هله به نور اسلامي دولتونه او اولسونه هم ورسره خپل ملاتړ وکړای شي. چې خپل اولس او حکومت يې د امريکا پر ضد نه جنګيږي او يا نشي جنګيدﻻی. زمونړ اولس، دولت او ملت پرې ولې تباه کوي؟
که اوس هم د اسلامي هيوادونو کنفرانس او د هغوی اړونده هيوادونه د فلسطين يا عراق لپاره جهاد اعلام کړي افغانان به هله د خپلو عربو مسلمانانو ورونو مرستی ته ورودانګي، ترهغې دمخه له سياسي او پوځي حماقت پرته بله معنی نه لري.
٨ ــ که څه هم اديان جنګ په پيسه نه غواړي او د اسلام دنيوي دنده د مسلمانو خلکو له پاره دخير، سولې ، پرمختګ غوښتنه او د اخلاقو بشپړول ، او د آخرت له پاره د تقوا لرل دي ، خو د سياسي قدرت د ګټلو او ساتلو له پاره ترې ناوړه ګټه هم پورته کيدای شي . په دې صورت کې زياتره پر ناوړه عملونو هم دجهاد نوم ايښودل کيږي . ١١ د سپتمبر يې روښانه ثبوت دی . مونږ بايد له دين څخه د ناوړو ګټو د پورته کولو څخه مخنيوی وکړو او د اسلام سپېڅلی نوم بد او رسوا نکړو .
٩ــ خاټول خورې تاسې د جاپان د هيروشيما او نا ګا څاکي پيښو ،د ويتنام ، ايران او عراق جګړې او نوروته ګوته نيولې ده ، ټول هغه برحق ټکي چې د کمونستي شوروي په ورځنۍ پروپيګنډا کې يې هم د امپرياليزم پر ضد مرکزي نقطې تشکيلولې ، خو سختدريځو اسلامستانو هيڅکله نه يادولې، ايا دا چې اوس شوروي او نړيوال کمونيسم د نړۍ له نقشي څخه ورک شو، اوس يې تبيغي ميراث اسلامستان خپلوي ، که څنګه؟ ايا غواړئ
د ويتنام ، شمالي کوريا ، کيوبا او چيلي د خلکو سره د بشريت دوستۍ له پاره هم د اسلام په نامه هم ودريږئ ؟
يا کله ورسره اسلامي مجاهدين دريدلي دي؟ او که نه تاسو د جاپاني مليتاريزم او جرمني د فاشيزم سره خوا خوږي لرئ ، که څنګه ؟ والسلام[/color:cc83978e52]
ع کريم حليمي
24.07.2004
ښاغلي ، اغلي ازاد نظر صاحب سلام ٠
نه غواړم چه دليکوالو خنډ سم خو کوم چه تاسو د اغلي پښتنه کړې جواب درته ليکم
دااصلأعربي لغت دۍ ٠ غالی مانا قيمتي ٠ دغالی څخه دۍ ٠ داسي عرب ليکي اغلي ابوبکر ص
هر سړي ته ئې نه استعمالوي ٠ اغلي (the most freshest main )
او داسي جمله کي استعماليږي ٠ [color=red:8b85795610]كأس اغلي الرجال لايق عليك ياهلال[/color:8b85795610]
حليمي
خاټول
24.07.2004
[quote:c8689ee6ed]چېرې به کوم ژبپوه نه وي چې ((أغلي يا اغلو)) راته يو څه تشرېح کړي
د (( ښا-غلي )) معنی به ضرور ښه وي ځکه يې خلک دشخصيتونوددرناوي لپاره کاروي مګر دغه (( أغلو )) يې څه شې دې ؟ زما په فکر دا به هماغه ((هلک -ملک ، جينۍ - مينۍ ، پټ - مټ )) داسې څه خوبه نه وي ؟ والله دغه ښاغلو اغلو مې دکوم هلک نه هم اورېدلي خو چې دا جينۍ څنګه شوه ؟ [/quote:c8689ee6ed]
[color=green:c8689ee6ed]اذادنظره وروره! سلام اومينه
وروره ما چي تراوسه اوريدلي اوليدلي، هغه داچي دنارينه شخصيت دپاره دښاغلي، اودښځينه شخصيت دپاره داغلي داحترام کليمي کارول کيږي، له نورو مشخصاتونه يي زه هم ناخبره يم،رښتياهم که يي څوک راته تشريح کړي نوتنده به مو ورباندي ماته شي.[/color:c8689ee6ed]
طالب جان
24.07.2004
محترمومکرمو عزتمنوپتمنو اودقدر وړو وروڼواوخويندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسي ټولو له ليکنو نه يوه نړۍ مننه . په ځانګړي ډول له خاټول خور نه دزړه له کومي مننه کوم چي په خپله حقه او ښايسته ليکنه سره يي دبحث مخ بيرته اصلي لوري ته اړولی نه پوهيږم ځمونږ بحث څوک له نظره کړي چي محترم ليکونکي په خبرداري سربيره بيا داسي ليکني کوي چي شخصي سپيڅلتيا پکي ښه تر پښوﻻندي شوي .
په هر حال زه اصل مسألې ته ځم خبره د ښاغلي محترم مکرم او عزتمن طالب خان دژباړي وه چي ځيني وروڼه يي په اړه انديښمن دي او په واروار ليکنو کي يي کوښښ کړی چي غلطه يي ثابته کړي لکه حليمي صيب چي يي په اړه داسي ليکلي :
[quote:d13a3e6d51]دطالب خان له خيټي ژباړه: ورسره وجنگيږۍ( ويى وژنۍ اوځانونه ورباندي ووژنۍ) چي په عذاب كاندي خداي دوي ستاسي
په لاس او ويى ښويوي(مغلوب او ذليل يى كړي) اودمسلمان امت زړونه ورباندي يخ كاندي.))))))) [/quote:d13a3e6d51]
اوعزتمن غروال صيب بيا داسي ليکلي: نه پوهيږم له چاسره يي ليدلي چي دحقيقت بيان يي نه ده ورته کړی.
[/quote]ما نن د ابن کثير تفسير شريف وکوت او د نورو ځايو او عربي او افغاني له ډيرو پياوړو ديني عالمانو سره مې وکتل او ډير بحث مو وکړ اما په هپڅ تقدير داسي څه چې (( ځانونه پرې ووژنئ )) يا د طالب جان ګرامري شرح راووزي، هيڅ څه پيدا نشول[/quote]
ډيرو محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو : انتظار مي وايست چي دمحترم او عزتمن طالب خان دژباړي په اړه به مو يوه وتلي شرعي قانون ته ورپام شي سره له دې چي ما دصرفي تحقيق په ضمن کي اشاره هم ورته کړي وه مګر ستاسي له ليکنو ( چي په دوهم ځل مو کو ښښ کړی چي هغه ژباړه غلطه په ډاګه کړۍ ) څخه داسي انګيرنه ترﻻسه کيږي چي هغه قانون ته مو نه ده ورپام شوی . نو عزتمنو وروڼو او خويندو راځۍ چي زه مو پام هغې خواته راواړوم .
دقدروړو: قرآنکريم يوه معجز کتاب دی ژباړه يي فقط(( لکه زمونږ او ستاسي دالفاظو)) تر لفظونو پوري ځانګړي نه ده . بلکه دقرآنکريم دژباړي او بيا له هغې څخه دمسائلو داستنباط لپاره د اصول فقهي علماو څلور ﻻري غوره کړي . ١ اﻻستدﻻل بعبارة النص ٢ اﻻستدﻻل باشارة النص ٣ اﻻستدﻻل بدﻻلة النص ٤ اﻻستدﻻل باقتضاءالنص . له دې څلورو ﻻرو کوﻻي شو مونږ دقرآنکريم ژباړه وکړو په دې کي ځيني داسي څه دي چي له کبله يي مونږ کوﻻي شو په ژباړه کي ځيني داسي توري ورزيات کړو چي هغه توري به په ظاهره له سره په ( نص ) يعني آية يا حديث کي نه موندل کيږي مګر له لغت ((( ګرامر ))) ، معنا ، يا هم اقتضا څخه به هغه توري ثابتيږي .مونږ دمسألې داهميت او وضاحت له کبله په ﻻندي ډول دهر يوه تعريف او مثالونه ذکر کوو . وبا الله نستعين .
١_ الاستدﻻل بعبارة النص : د نص ( آيت شريف يا حديث شريف ) په ظاهر باندي عمل کولو ته ويل کيږي اودا څه چي دنص له ظاهره اخستل کيږي اصلا دنص مقصود همداوي .
دمثال په توګه الله تعالی فرمايلي دي (( فانکحوا ما طاب لکم ))سورة النسأ آية٣ ټوک ٤ . ژباړه : نو په نکاح واخلۍ هغه ښځي چي ستاسي خوښي وي .
دپورتني آية له ظاهر څخه دامعلوميږي چي نکاح مباحه ده اودآية په نزول سره الله جل جلا له همدا بيانول غواړي چي نکاح مباحه ده .
2 _ اﻻستدﻻل بأشارة النص : دنص په لغوي معنا عمل کولوته اشارة النص ويل کيږي که څه هم آية دبل مقصد لپاره رانازل شوی وي مګر اشارة داڅه هم ور څخه ثابتيږي .
دمثال په توګه الله تعالی فرمايي (( وعلی المولودله رزقهن وکسوتهن )) ددې آية له ظاهر څخه خودا معلوميږي چي ماشومانو ته د تي ورکوونکو ښځو نفقه او کپړې دماشومانو په پلارانو باندي ضروري اوواجبي دي .
ليکن علماوو ليکلي چي له دې ايت څخه اشارة دا هم معلوميږي چي نسب دپلار ځانګړتيا ده او له هغه څخه ثابتيږي . ځکه دلته په آيت کي ( له ) راغلی او په (له ) کي چي کوم لام دې نو دعربي په ګرامر کي لام داختصاص يا ځانګړتيا لپاره راځي .
نو که اوس څوک راوﻻړ شي او ددې آيت په ژباړه کي بين القوسين وليکي چي نسب له پلار څخه ثابتيږي نو تاسي محترمين به راوﻻړيږي اودهغه آيت ټکي په ټکي ترجمه به رااخلۍ اوبيا به نو واياست چي چيري په آيت کي داليکلي چي نسب له پلاره ثابتيږي او بيا هغه تاسي ته په ځواب کي ووايي چي دا معنا دعربي له ګرامره معلوميږي نو تاسي به له هغي ژباړي انکار کوۍ ستاسي په آند به داژباړه غلطه او په ژباړونکي به يي ډول ډول فتواوي لګوۍ ايا ددې ژباړي نه منل به دقرآنکريم انکار نه وي ?????
٣ _ اﻻستدﻻل بدﻻلة النص : دنص (آيت يا حديث ) په لغوي يا(ګرامري ) معنا عمل کولوته اﻻستدﻻل بدﻻلة النص ويل کيږي او داڅه دنص مقصود هم وي ديادوني وړده چي دلته له لغوي معنا څخه التزامي معنا اخستل کيږي نه دنفس تورو معنا .
دمثال په توګه الله تعالی فرمايلي (( وﻻتقل لهما اف )) تاسي خپل مور اوپلار ته اف مه واياست . دلته له اف څخه دالف او فې توري مراد نه دي بلکه التزامي معنا ورڅخه مراد ده يعني هرهغه عمل چي مور اوپلارته تکليف پرې رسيږي هغه له موراوپلار سره مه کوۍ نو دمور او پلار په کومه خبره هغوي ته اف ويل مور او پلارته تکليف او ايلام رسيږي ځکه نو علماوويلي چي ددې ايت څخه معلومه شوه چي دمور اوپلار وهل او هغوي ته ښکنځاوي کول يا بدرد ورته ويل حرام او ناروا دي .
نو که څوک بين القوسين ددې آيت داسي ژباړه وکړي چي تاسي مور اوپلارمه وهي او هغوي ته بدرد مه واياست اوتکليف مه وررسوۍ نو تاسي به واياست چي داژباړه غلطه ده ځکه چي په عربي کي وهلو ته ((ضرب)) او تکليف ته (( ايلام )) ويل کيږي او دادواړه په آيت کي نشته نو ځکه به تاسي ددې ژباړي له کبله په ژباړونکي تورونه لګوۍ حال داچي پخپله سوچ وکړۍ چي همدا ژباړه صحيح او دشريعت له مقاصدو څخه ده .
اﻻستدﻻل باقتضأالنص : هغه څه ته وايي چي نص يي له خپل ځان څخه ترمخ دوجود غوښتنه کوي .که څه هم هغه څه په آيت کي صراحتا نه وي ذکر .
دمثال په توګه خداي جل جلاله فرمايلي چي دروژې دکفارې په صورت کي تاسي غلام ازادکړۍ (که مودرلود) (( دغلام دنه درلودلو په صورت کي به شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ ورکوي که يي په دې هم قدرت نه وو نو بيا به دوه مياشتي روژي نيسي )) په آيت کي غلام مطلق ذکردی ليکن علماوايي چي خپل مملوک غلام به آزادوي که يي درلود ځکه دخپلي کفارې لپاره پردی غلام آزادول صحيح نه دي ځکه په پردي شي د انسان وس نه وي بر ځکه نو ښايي سړی خپل مملوک غلام ازاد کړي .
نو که اوس ددې آيت تر ژباړي ﻻندي ددووقوسونو په منځ کي څوک داسي وليکي چي ( خپل غلام ) ازادکړۍ . نو آيا داژباړه به ستاسي له نظره غلطه وي ؟؟؟ حال داچي علماوو چي دخپل غلام کوم قيد زيات کړی هغه هم په همدې قرآن ثابت دی .
نو محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو: عزتمن او قدرمن ورورطالب خان چي دآيت شريف په ژباړه کي ددوو قوسينو په منځ کي ((ويي وژنۍ او ځانونه ورباندي ووژنۍ )) کوم توري ليکلي دا پخپله له آيت څخه منتزع شوي توري دي ځکه دنوموړي آيت له دلالة النص څخه همداڅه معلوميږي څه چي طالب خان ليکلي اوهمداقرآني ژبه ده چي مونږ ته دداسي څه کولو امرراکوي اوس نو که تاسي هغه پورتنۍ مسألې او آياتونه اوژباړي يي صحيح بولۍ نو دطالب خان ژباړه به هم منۍ او که خداي مکړه هغه ژباړي هم نه منۍ دانو بيا سرزوري ده چي دسرزور په وړاندي نوبيا هيڅ دليل نه چليږي .
طالب خان چي داژباړه ددوو قوسونو په منځ کي ليکلي مطلب يي همدادی چي ددې ژباړي صريح لفظ به تاسي په آيت کي ونه مومۍ که يي هرڅو ځله ټکي په ټکي ترجمه کړۍ بلکه داڅه د (( قاتلوا)) له لغوي څيړني څخه تاسي ته څرګنديږي . ددې څيړني لپاره به تاسي دعلم صرف کتاب ګورۍ . خو ځما (طالب جان ) په تاسي دا تکليف هم ونه لوريدو اوومي ويل چي ځما وروڼه به اوس چيري دصرف په کتاب پسي ګرځي هغه دصرفو تحقيق مي هم ستاسي درانه حضورته کيښود نه پو هيږم چي ستاسي زړه ولي هغه تحقيق ونه مانه او يووار بيامو دادې خپلي زړې خبري په تکرار سره ليکلي او هغه ژباړه مو غلطه بللي ده اوس خو مي دادی پوره تحقيق ستاسي مخي ته کيښود اميد لرم چي زړه به مو پرې يخ او سترګي به مو پرې سړې شي او خالص دخداي دکلام دتصحيح لپاره به له خپلو ليکنو څخه ﻻس په سر شۍ .
[/quote] که ( حتی) د يرغلګرو کفارو ملکي کسان چې پکې ښځې ماشومان او نور غير مسلح کسان شامل دي، وژل د اسلام مقدس دين رواه بللي وو ( لکه مخکې چې مې هم ليکلي دي ) زه مطلق کافر!
٣ : او که همدا دسپتمبر ١١ نيټې پيښه اسلامي حيثيت ودرلود زه ملحد يا هم منافق [/quote]
اشهد ان لااله الاالله واشهدان محمداعبده ورسوله .
آمنت باالله وملائکته وکتبه ورسوله واليوم الآخر والقدر خيره وشره من الله التعالی والبعث بعدالموت .
عزتمنه محترمه او مکرمه وروره غروال صيب : ددې ليکني دليکونکي نوم مي په وارو وارو ځکه وکوت چي هيڅ يقين مي نه راته چي ستاسي په څير لوړدماغه عالي ظرفه روڼ اندی علمي اوادبي شخصيت ګوتي دي پرې ښوريدلي وي نه پوهيږم تاسي ولي له خپلي مرتبې څخه دومره ټيټه ليکنه کړي . ددې په ځاي دي کاشکي ما اوځان ته دلوي خداي جل جلا له له درباره دنيکي لاري دراښودلو غوښتنه کړي واي .
حليمي صيب په يوه ځاي کي ليکلي ووچي جهادخوحکومت غواړي اوته حکومت نه يي .
عزتمنه : که جهادحکومت غواړي نودوروسيانو په مقابل کي چي موجهادکاوه هلته خوموهم حکومت نه وو نوآيا هغه ته هم جهادنه واياست ؟؟؟ که تاسي هغه په هردليل جهادبولۍ نوزه په همهغو دلايلو اوسنی جهاديعني دامريکا په خلاف جهادجهاد بولم .
بل ځاي تاسي ويلي چي جهادبه عيسی عليه السلام کوي .اوزمونږلپاره اوس دجهادوخت نه ده ځکه اسلام خپور شوی اودنړۍ هرهيوادته رسيدلی .
قدرمنه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي جهادبه تر قيامته دوان وي اوته راته وايي چي دعيسی عليه السلام تروخته يي ودروۍ . نوآيا ستاسي خبر ومنوکه درسول الله صلی الله عليه وسلم .
Azad Nazer
24.07.2004
محترمې خور خاټول ، قدرمن غښتلې صېب او دروند اوزړه ته رانيږدې حليمي صېب زما دعااوسلام ومنۍ٠
ډېر ه مننه ستاسوله ښوونې څخه ٠
زما يو ډېر بد خوی دادې چې په هرڅه کی کوونج کاوي کووم نوهيله ده چې په دې عادت به مې نه ملامتوۍ ٠ دافغانستان حالاتو په تېرو پنځه ويشتو کالوکی ډېر داسې نوي څيزونه راپيداکړه چې ښې اوبدې ، مثبتې اومنفي خواوې لري ٠ په پښتو ژبه کی هم نوي اصطلاحات وارد (import ) شول لکه شورای حل و عقد ٠ خېر سربه پرې نه ګرځوو خو دا د خاټول خور نوم خو داسې پېژنم چې هغه ګل ته يې وايي چې دهغې دليکنې ترڅنګه ټومبل کيږي ٠ که نه يم خطاوتې نو زمونږ په لهجه کی ورته ((غاټول)) وايي ٠ اوس زه په دې کی هم هک پک يم چې کوم يو به صحيح وي ، غاټول که خاټول ؟
بې پولې درنښت
ازاد-نظر