د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زما پر اند ديولسم ستمبرد پيښي شرعي حيثيت


طالب جان
09.07.2004

..........................................[color=blue:9ea4bb9dd6]بسم الله الرحمن الرحيم [/color:9ea4bb9dd6]
نحمده ونستغفره ونؤمن به ونتوکل عليه ونصلي علی رسوله الکريم - امابعد:
ټول انسانان پخپلو کړووړوکي دالهي قوانينو تابع دي دې قوانينوته شريعت وايي شريعت مونږ ته دډيرو شيانو دکولو او له ډيرو نورو څخه دځان ساتلو امر راکوي .
شرعي احکام په دوه ډوله دي لمړی هغه چي دمسألې درواوالي يانارواوالي په هکله سوچه ايت شريف يا مبارک حديث راغلی وي . دوهم ډول يي هغه دي چي په اړه يي آيت يا حديث صريح نه وي راغلی البته په هغوي باندي قياس وي دې ډول احکاموته قياسي احکام ويل کيږي دمثال په توګه يوه شي ته په آيت يا حديث کي ناروا ويل شوي نو پوهانو دهغه شي په اړه څيړنې کړي او دهغه شي دنارواوالي علت يا لامل يي پيداکړی نو کله چي همداعلت په بل شي کي پيداشوی هغه شي ته يي هم ناروا ويلي لکه شراب حرام دي علت يي مستي اوپه عقل کي خلل پيداکول نوعلماو ټول هغه څه چي له امله يي په عقل کي فتور ياخلل پيداکيږي حرام ګرځولي که څه هم دهغوي نوم به نه په ايت کي راغلی وي نه په حديث کي .
همدارازدروا کارونو لپاره هم خپل قوانين ټاکل شوي چي کله هم سړی دهغو قوانينو له پولو څخه دباندي ووځي نو هغه رواشی هم بيا ناروا ګڼل کيږي دمثال په توګه شريعت مونږ ته له کفاروسره دجهاد کولو امرراکړی مګر په هغه کي هم قوانين شته او هغه داچي دکفارو هغه ښځي ، ماشومان او سپين ږيري چي له مسلمانانو سره په جنګ کي بوخت نه وي وژل يي نه دي روا نو اوس که څوک دغه حکم تر پښو لاندي کوي نو هغه ناروا کار کوي . په جنګ کي داخته کيدو دا معنا نه ده چي هغه به هرومرو د جنګ په ميدان کي وﻻړ وي بلکه معنا يي داده چي که دې کسانو مالي ، ځاني ، پوځي يا نوري هر ډول مرستې کولې هغوي به په جنګ کي اخته بلل کيږي که څه هم دا کسان پخپلو کورونو کي په ارام سره ناست وي مګر دغازيانو لپاره يي وژل روا کيږي .
څنګه چي الحمد لله دمسلمانانو يوه لويه برخه په دې قوانينو خبر دي ځکه نو دغلط فهمي په بنسټ کله ناکله هغوي ته ديولسم ستمبر په پيښه دهغوي په نظر دشرعي قوانينو دنه مراعات کولو له کبله ډول ډول نيوکي او پو ښتني راپورته کيږي آن تردې چي ځينو مسلمانانو په دي پيښه دخوابدون څرګندوني کړي او کوي يي لګيا دي خو _کاشکي _ دې مسلمانانو دنوموړې پيښي په اړه له علماو څخه پوښتلي واي اودفتوی له معلومولو وروسته يي ښايي دخوښي يا غم ښکارندوينه کړي واي . خو په ډير افسوس سره بايد ووايم چي دنن ورځي په مسلمانانو دغرب دومره غلبه ده چي هغه څه چي غربيان يهود او عيسايان يي خوښوي روا اوهغه څه چي هغوي ته پکي تاوان رسيږي ناروا يي بولي . په هر حال
له دې ليکني څخه تر مخه مونږ دجهاد په اړه په ليکنه کي په قرآني دﻻيلو دا وښودله چي اقدامي يا تعرضي جهاد نه يواځي داچي روا بلکه ضروري دی ( تفصيل دي هلته وکتل شي ) په دې ليکنه کي به مونږ ديوولسم ستمبر پيښي ته دشريعت له کړکۍ څخه وروګورواووبه وينو چي ددې پيښي شرعي حيثيت څه دی ؟ مخکي تردې چي ددې پيښي شرعي حکم وڅيړو راځۍ دبدر وتلي غزاته چي په سورة الانفال ٤٢ آيت لسم ټوک کي يي ذکرراغلی اومفسرينو ترد ې ايت ﻻندي داغزا په تفصيل سره ليکلي يوه لنډه کتنه وکړو :
د نبوي هجرت په دوهم کال دکفارو يوه لويه تجارتي قافله له شام څخه مدينې منورې ته راتلله دابن عقبه له روايت سره سم دکفارو داسي نر يا ښځه نه وو چي په دې قافله کي يي پانګه نه وه اچولي تردې چي که له چاسره يودينار هم وو نو هغه هم خپله برخه پکي اچولي وه ګواکي دايوه تجارتي کمپنۍ وه چي دکفارو دژوند تړاو په همدې قافله پوري وو . دابن عقبه له روايت سره سم ددې قافلې ټوله سرمايه پنځوس زره ديناره وه دينار يوه دسروزرو سيکه وه چي دتول په لحاظ به څلورنيمي ماشې کيده نو داقافله ټوله ٢٢٥٠٠٠ ماشې کيده اونن سبا سره زر توله نژدې په شپږ زره افغانۍ کيږي او يوه توله ١٢ ماشې کيږي اوديوې ماشې قيمت ٥٠٠ افغانۍ کيږي نو له دې حسابه د قافلې د٢٢٥٠٠٠ ماشو قيمت ١٢٥٠٠٠٠٠ يولس کروړه او پنځه ويشت لکه افغانۍ اټکل کيداي شي . او که دنن سبا ددينار په حساب يي واخلو نو يودينار نژدې په دوه سوه افغانۍ کيږي نو له دې حسابه بيا دقافلې سرمايه لس ميليونه افغانۍ اټکل کيداي شي مګر لمړنې حساب ځکه صحيح دی چي په هغي زمانه کي به دينار دسروزرو وو .
نو اوس تاسي سوچ وکړۍ چي دهغې زمانې په لحاظ دا څومره ددرنې بيي تجارتي قافله وه .نو رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلو ملګرو ( صحابۀ کرامو) سره مشوره وکړه اوددې قافلې دتاﻻ واﻻ کولو لپاره ووت خو دا خبره ابو سفيان ته ( چي هغه وخت لا مسلمان شوی نه وو اوددې قافلې مشرتوب يي په غاړه وو ) ورسيده نو ابوسفيان خپله ﻻره بدله کړه او مدينې ته يي ځان ورساوه او نورو کفاروته يي خبرورکړ چي مسلمانانو په قافله باندي دحملې کولو هوډ کړی نو دکفارو زر تنه ځوانان چي دوه سوه اسان شپږسوه ذرې اودپوځيانو دمورال دلوړولو لپاره ترانه ويونکي ښځي اونور سازو سامان هم ورسره وو دمسلمانانو لپاره مقابلې ته راووتل .
کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ( بير سقيا ) ځاي ته ورسيد او دکفارو دلښکر له راتګ څخه خبر شو نو حضرت قيس بن صعصعه رضې الله عنه ته يي داسلامي لښکر دګڼلو امر وفرمايه حضرت قيس رضي الله عنه له ګڼلو وروسته د٣١٣وګړو دموجوديت خبر ورکړ بالآخر دحق او باطل تر منځ دغه جګړه پيل شوه چي په پايله کي اسلامي لښکر بريالی شو او فتح دمسلمانانو په برخه شوه .
نو ديوولسم ستمبر دپيښي په اړه هم کوم صريح آيت په قرانکريم کي نشته داهم يوه قياسي پيښه ده چي مونږ يي دبدر په غزا ور قياس کوﻻي شو اوويلاي شو چي په بدرکي هم رسول الله صلی الله عليه وسلم دکفارو تجارتي مرکز په نښه کړی او درسول الله صلی الله عليه وسلم هره تګلاره خپلول سنت دي که هغه فعلي وي که قولي پرته له هغو ځانګړتياوو څخه چي معلومي دي نو لکه لمر داسي روښانه شوه چي د ١١ ستمبر پيښه په شرعي قوانينو برابره اودرسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو سره سل په سل کي سمون خوري .
اوس راځودهغو پوښتنو ځوابونو ته چي دبيلابيلوخلکو لخوا په دې پيښه باندي کيږي .
لمړۍ پوښتنه : پوښتنه داده چي په ورلډ ټريډ سنټر کي خو مسلمانان هم ووژل شوه نو مجاهدين به دهغوي څه ځواب وايي ؟؟؟ .
ځواب : شرعي مسأله داده چي کچيري کفار په يوه کلا کي محاصره شول او مسلمانان يي دځان لپاره دډال په توګه استعمالول نو هلته مسلمانانوته په کاردي چي په کلا بريد و کړي که څه هم پدې بريد کي مسلمانان وژل کيږي مګر داسلامي لښکر نيت به دکفارووژل وي . نو په پورتنۍ پيښه کي هم دمجاهدينوموخه دکفارووژل ووهغه مسلمانان چي پدې پيښه کي وژل شوي اميدشته چي دامرګ به هغوي ته خداي دبښني لامل وګرځوي . پدې سره شرعا په مجاهدينو کومه ملامتي نشي راتلاي .
دوهمه پوښتنه : ځيني وايي چي دا ديهودو کارنامه ده ځکه دپيښي په ورځ څلور زره يهودان نه ووراغلي ؟؟؟ .
ځواب : دا ډيره بي ځايه خبره ده چي دا ديهودو کاردی يهودو ته ځان ډير ارزښت لري هغوي هيڅکله ځان دوژلو ځاي ته نه ورکوي بلکه داد هغو سرتيرو مجاهدينو کاردې چي تل يي داسلام او مسلمانانو دبرياليتوب او سرلوړي لپاره خپل سرونه په لاسونو کي نيولي دي . دڅلوروزرو يهودو نه راتلل کوم دليل ځکه نشي کيداي چي اول خو دامعلومه نه ده چي هغه ټول يهود وو. دوهم داچي پدې دواړو برجونو کي نژدي سلوزرو کسانو کار کاوه او په دومره ډيروکسانو کي دڅلوروزرو نه راتلل کومه دتعجب وړ خبره ځکه نه ده چي ممکن ځيني به په رخصت تللي وو ځيني به ﻻ دفترته نه وورارسيدلي ځکه پيښه ډيره وختي وشوه اوځيني به يي بيخي غير حاضر وو . داسي هم نه ده چي په دې برجونو کي فقط دغه ٤٠٠٠ يهودان وو او بس بلکه په زرګونونور هم ووچي هغه دخپلو ناوړو کړو په سزا ورسيدل .
دريمه پوښتنه : ځيني خلک وايي چي په اوس مهال کي مسلمانان ډير کمزوري دي ځکه نو ښايي چي دغه پيښه نه واي شوي ؟؟؟ .
ځواب : وروڼو مسلمانان کمزوري نه بلکه دبي خبري په خوب ويده دي کفار په ډيره چالاکي سره په مسلمانانوکي اختلاف پيداکوي خو مسلمانان دفيل په غوږ کي ويده دي نو ځکه يي دبيداري لپاره داسي پيښي په کاردي ترڅو دکفارو له موخو او عزايموڅخه خبرشي اوپه بيداري سره له هغوي څخه دکسات اخستلو لپاره منظم پلانونه طرحه کړي او نړۍ ته وښيي چي مسلمانان پخپل ايماني قوت تل سپر پاورکفاروته دماتي ورکولو جوګه دي . دبدر په غزاکي هم په ظاهري ډول مسلمانان تر نن ورځي ډيرکمزوري وومګر بيا هم خداي جل جلا له د هغوي د ايماني قوت په زور فتحه مسلمانانو ته ورپه برخه کړه ځکه نو بايد مسلمانان ددښمن له توپ او جهاز څخه ونه ويريږي او نه هم ددې شيانو ترﻻس ته راوړوپوري انتظار وکړي . بس چي څه شته په هغه بايد جهاد وشي تر ټولو لويه اسلحه نيت او ايمان دی اوبس .انشأ الله خداي به دې مجاهدينو ته هم فتح اوبرياليتوب ور په برخه کړي چي اثار او علامې يي اوس رابرسيره شوي دي.
څلرمه پوښتنه : برجونه ولي په نښه شو ځايونه خو نور هم ډير وو ؟؟؟ .
ځواب : شريعت مونږ ته دکفارو دملاماتولو امرراکوي نو دامريکې ناکامي دهغې په اقتصاد پوري تړلي ده ځکه نو مجاهدينو ټريډ سنټر په نښه کړ . اورسول الله صلی الله عليه وسلم هم په بدر کي دکفارود اقتصاد په خزانه بريد کړې وو نو مجاهدينو هم درسول الله صلی الله عليه وسلم تګلاره خپله کړه تر څو په کار کي برکت راشي .
وما علينا اﻻالبلاغ
ومن الله التوفيق


Azad Nazer
09.07.2004

طالب خانه کوښښ دی ډېر کړې چې سپين په تور اوتورپه سپين وښۍ خو زه افسوس کووم ستا په علم او قضاوت ٠ ستا اودجرمني نازيانو په فکر او قضاوت کی څه توپير نه ليدل کيږي ٠ په ورلډ ټرېد سنټر کی زياتره هغه د ( ٩٠) هېوادونو خواريکښ انسانان قتل شوي او خبره چې دانسانيت ، قضاوت اوعدالت شي نو بيا پکی تور ، سپين ، عيسوي او مسلمان رول نه لري ٠ دطالبي ډلې شريعت او قضاوت نړۍ ته معلوم دې ځکه خو پلويان يې دګوتو په شمار دي ٠

ستانه زما پوښتنه داده :
ايا په اسلام او شريعت کې د بشر دحقونو ، انساني کرامت ، صلحې ، عدالت ، مسالمت امېزه ژوند اونورو ښېګړو په هکله هم څه شته که بس وژل اولوټول دي ؟

خدای دې درته هدايت وکړي
امين

ازاد نظر
_____________________________________________________________
تل اوبرقراره دې وي صلحه په نړۍ کې
پياوړي دې وي دصلحې ، بشري حقوقو او ټولنيز عدالت پلويان


م ن غروال
10.07.2004

درنو محترمو او پتمنو مسلمانو خويندو او وروڼو!
هر هغه مسلمان چه نه يوازې د سپتمبر يوولسمې نيټې نا انساني او غير اسلامي پيښې بلکه د هغه په شان د نورو د دا ډول له کرامت او اسلامي اخلاقو لرې عام وژونکو عمل ته اسلامي رنګ او خوند ورکوي هغه بې له شکه پرته لدې چه د اسلام مقدس دين د بدنامې باعث وګرزي او مسلمان ولس ته په نړېواله کچه کرکه او دښمني او نړېوالې سياسي ستونزې راپيدا کړي، نور به يي هيڅ هم نه وي کړي٠
که طالب جان صاحب داسې نظر لري چه پورته يي ليکلي دي نو زما په عقيده غوره به دا وي چه ځانته کومه بله د نشرياتو او خپرونو وسيله وګوري٠ ټول افغان پاڼه د دا ډول ليکنو ځاي نه هم دي او نه هم بايد وي٠ ددې امکان به پيدا شي چه دا پاڼه به تړل کيږي٠
که دا مسئله د نظرياتو په شکل مطرح شوې وای او د پېښې تأئيد چا کړئ وائ او چا هم نه، فکر کوم پروا به يي نه وای درلودای، ځکه هغه نظرونه دي٠ اما دا چه د اسلام بحث چلوونکئ د سپتمبر يوولسمې نيټې پېښې ته اسلامي رنګ او اسلامي شرعي فتوا ورکوي، دا نو بيا نظر نه بلکه د ټول افغان پاڼې لخوا تِأئيدل معنی لري٠
زه د همدغې لېکنې له لارې په ښاغلي شېرزاد او ښاغلې وطنمل وروڼو غږ کوم چه که غواړي دا پاڼه د افغانو خويندو او وروڼو پر مخ د تل لپاره چلولې پاتي شي نو معقوله لار به دا وي چه الخصوص د بحثونو فورم چلوونکو متضرره ليکنې چه علمي او اسلامي بنسټ نه لري نبايدد خپرېدو مستحق وګڼل شي٠
زه شخصا د سپتمبر د يوولسمې نېټي ته په هيڅ شکل د اشکالو نه يوازې اسلامي او جهادي عمل نشم ويلۍ بلکه ډير سخت يي غير اسلامي او غير اساني هم بولم٠ ددا ډول جناياتو د تأئيد فتوا چه هر دين له ځانه سره لري زه منکر د هغه دين يم٠
په درناوې ـــ غـــروال



ع کريم حليمي
10.07.2004

ښاغلې محترم او دانشمند طالب جانه وروره او درنو لوستونکو سلام او رحمتونه دي وي پر تاسو د الله !
[quote:ba4922dbc8]ځواب : شريعت مونږ ته دکفارو دملاماتولو امرراکوي نو دامريکې ناکامي دهغې په اقتصاد پوري تړلي ده ځکه نو مجاهدينو ټريډ سنټر په نښه کړ . اورسول الله صلی الله عليه وسلم هم په بدر کي دکفارود اقتصاد په خزانه بريد کړې وو نو مجاهدينو هم درسول الله صلی الله عليه وسلم تګلاره خپله کړه تر څو په کار کي برکت راشي . [/quote:ba4922dbc8]چه غلط فهمي ونسي اول به دا واضع کم چي داسلامي اصولو مخالف نه يم٠ستاسو دتحليل مخالف يم
او امريکا د جنګ اعلان نه وو کړۍ ٠ دوهم تاسو ، لادن حکومت نه واست ٠
که د شريعت اصول هر فرد پر خپل سر عملي کړي ٠ داخو دي يو حرج مرج جوړکړۍ ٠ ټول نظامونه دي خراب کړه
ايا يو سل نفره کولای سي چه شريعت په خپل سر تطبق کړي ٠ او خلګ نيسي او قصاص ئې شروع کړۍ وي ٠
او سنګ سار ئې شروع کړۍ وي او نعرې وهي چه شريعت اجازه را کوي ٠ نه داسي نه ده ٠
نبی د رسالت سند پلاس ي وو٠ ستاسو کوم دحکومت سند درلودۍ ٠ په UN کي مو چوکۍ نه درلوده ٠
ملتمو تر ګرېوان نيولۍ وو ٠ طاليبانو رسميت نه در لودۍ ٠ نو هغه شرعه چه يوازي تطبق ئې په حکومت اړه لري
نو کوم وخت چه عوام ئې تطبقوي حق نه لري٠ پښتنه داده
که فرضأزه سل ملګري پيداکړم ٠ او کور سره کښېنو ٠ مشوره سره وکو چه دا دسويس حکومت د کفر دۍ
او جهاد اعلان وکوو ٠ او سبا په ويزه ور داخل سو سويس ښار ته او مړي شروع کړو ٠ ايا شرعأ موږ اجازه لرو ؟؟؟
[quote:ba4922dbc8]د نبوي هجرت په دوهم کال دکفارو يوه لويه تجارتي قافله له شام څخه مدينې منورې ته راتلله دابن عقبه له روايت سره سم دکفارو داسي نر يا ښځه نه وو چي په دې قافله کي يي پانګه نه وه اچولي تردې چي که له چاسره يودينار هم وو نو هغه هم خپله برخه پکي اچولي وه ګواکي دايوه تجارتي کمپنۍ وه چي دکفارو دژوند تړاو په همدې قافله پوري وو . دابن عقبه له روايت سره سم ددې قافلې ټوله سرمايه پنځوس زره ديناره وه دينار يوه دسروزرو سيکه وه چي دتول په لحاظ به څلورنيمي ماشې کيده نو داقافله ټوله ٢٢٥٠٠٠ ماشې کيده اونن سبا سره زر توله نژدې په شپږ زره افغانۍ کيږي او يوه توله ١٢ ماشې کيږي اوديوې ماشې قيمت ٥٠٠ افغانۍ کيږي نو له دې حسابه د قافلې د٢٢٥٠٠٠ ماشو قيمت ١٢٥٠٠٠٠٠ يولس کروړه او پنځه ويشت لکه افغانۍ اټکل کيداي شي . او که دنن سبا ددينار په حساب يي واخلو نو يودينار نژدې په دوه سوه افغانۍ کيږي نو له دې حسابه بيا دقافلې سرمايه لس ميليونه افغانۍ اټکل کيداي شي مګر لمړنې حساب ځکه صحيح دی چي په هغي زمانه کي به دينار دسروزرو وو .
نو اوس تاسي سوچ وکړۍ چي دهغې زمانې په لحاظ دا څومره ددرنې بيي تجارتي قافله وه .نو رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلو ملګرو ( صحابۀ کرامو) سره مشوره وکړه اوددې قافلې دتاﻻ واﻻ کولو لپاره ووت خو دا خبره ابو سفيان ته ( چي هغه وخت لا مسلمان شوی نه وو اوددې قافلې مشرتوب يي په غاړه وو ) ورسيده نو ابوسفيان خپله ﻻره بدله کړه او مدينې ته يي ځان ورساوه او نورو کفاروته يي خبرورکړ چي مسلمانانو په قافله باندي دحملې کولو هوډ کړی نو دکفارو زر تنه ځوانان چي دوه سوه اسان شپږسوه ذرې اودپوځيانو دمورال دلوړولو لپاره ترانه ويونکي ښځي اونور سازو سامان هم ورسره وو دمسلمانانو لپاره مقابلې ته راووتل .
کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ( بير سقيا ) ځاي ته ورسيد او دکفارو دلښکر له راتګ څخه خبر شو نو حضرت قيس بن صعصعه رضې الله عنه ته يي داسلامي لښکر دګڼلو امر وفرمايه حضرت قيس رضي الله عنه له ګڼلو وروسته د٣١٣وګړو دموجوديت خبر ورکړ بالآخر دحق او باطل تر منځ دغه جګړه پيل شوه چي په پايله کي اسلامي لښکر بريالی شو او فتح دمسلمانانو په برخه شوه [/quote:ba4922dbc8]
ګرانه وروره د دغه تاريخي واقعې زمانه نېستي ده عمل نن نه پکيږي ٠
داسي ډير احاديث سته چه زمانه ئې نېستي سوې ده ٠ نو عمل ځای ئې نسته ٠ په زور ئې زمانه نسې پيداکولای ٠
اصحاب صوفه داسي غريبان وه چه ٣،٤ ورځي به ئې ډوډۍ نه درلوده ٠ او کالي ئې داسي وه چه يوازي به ئې
عورت پټ وو نوربه لڅ وه ٠ نو نن موږ ته لازمه ده ٠ چه داسي وګرزو لکه اصحاب صوفه ٠
د اصحاب صوفه زمانه په جاپان،ايران،يورپ، امريکا کي نېستي سوه ٠ که څوک داسي وګرځي بد اخلاقي٠ ده نن !!
نور به نو موږ هيڅ جهاني قانون نه منو ولي چه شرعت لرو ٠ داسي نده ٠ د هر اخلاقي ،معرف قانون ساتل پر موږ
فرض دي ٠ نو اول به دي خپل نماينده استلۍ وای ٠ نماينده دي په امريکا کي ناست د سفارت کار ئې پر غاړه
وو ٠ دا راته ووايه چه نبی د کوم قوم سره جهاد کړۍ وو ٠
نور زماسره ډيري خبري ،احاديث،اياتونه،حکمونه سته چه په تفصل سره ئې وليکم ٠ هيڅ نه غواړم چه وئې ليکم
اوبل بن لادن هم تر ننه داسي ندي ليکلي ٠ لکه تاسو چه څه ليکلي ٠
طالب جانه وروره ورسه يوکسب زده که او روپۍ وګټه تر دې چه د طاليبانو ملګری کوې ٠ اوس دي نو دغه کار
عادت سوې دۍ ٠ او ډير زور غواړي چه عادت څوک مات کړي ٠
او شرعأ ستاسو ليکني غلطي دي ٠ ولي چه ته نئې معلوم چه څوک ئې ته ٠ زه چه څه ليکم معلوم يم ٠ ځان نه پټوم
هر څه چي ليکم مسؤليت ئې پر غاړه اخلم ٠ وايم چه بوش د نړۍ قانون تر پښو لاندي کړۍ ٠
اما تاسو د ترورست چم کوۍ ٠ لکه اوخوۍ مور څوک مو نه پېژني ٠ که ځای دخطر راغلۍ نو بيا نه تا کړي نه ما
دا اسلامي اخلاق نه دي دا دCIA،KGB اخلاق دي چه دين نه دې ٠ يو موئسسې دي ٠ ته خوموئسسه نه ئې
انسان ئې ٠
مبارک فرمايلي ٠چه ميانه روي وکړۍ [color=cyan:ba4922dbc8] Sahih Muslim HadithHadith 997 Narrated byAnas ibn Malik

The Messenger of Allah (peace be upon him) said: Observe moderation in prostration, and let none of you stretch out his forearms (on the ground) like a dog.[/color:ba4922dbc8] [color=red:ba4922dbc8]Al-Tirmidhi HadithHadith 5059 Narrated byAbdullah ibn Sarjis

The Prophet (peace be upon him) said: "A good manner of conduct, deliberation and moderation are a twenty-fourth part of prophecy."
Tirmidhi transmitted it.[/color:ba4922dbc8]


سباوون ننگرهاری
10.07.2004

دطالب جان ليکنه له نفرت څخه ډکه ده. په ښکاره د اسلام سپکاوی کوي او هم دانسان او بشريت په وړاندې يوه نه بښونکې او دکرکې وړ څرګندونه ده. نه غواړم د هغه دليکنې په محتوياتو خبرې وکړم ځکه په دويم ځل دهغه دليکنې دلوستلو توان په ځان کې نه وينم. دزرګونو بې ګناه ملکې انسانانو وژنې ته شرعي جواز ورکول د افراطيزم او اکستريزم نه هم ډيره پورته الوتنه ده. فکر کوم بشرې عاطفه او زړه سوی اصلا دطالب جان په زړه کې ځای نه لري. د هغه داډول نظريات ډير زيات خطرناک دي او ورڅخه دوينو بوی راځي. بايد دا ډول ليکنو ته په هيڅ ډول په دې پاڼه کې ځای ورنکړل شي.


نقاد
10.07.2004

[color=blue:2224fbfd75]ګرانه ، محترمه او مکرمه وروره طالب جانه اسلام عليکم و رحمت الله و بکاته!
وروسته له دې چې د سپتمبر د ١١ نېټې د پيښی د شرعي حيثيت په اړه ستاسې ليکنې ته د ټول افغان ټولګړي
مسول چلونکي وطنمل صاحب ستاسې د شخصي نظر بڼه ورکړې ده، غواړم زه هم خپل شخصي نظر په دې اړه داسې رالنډ کړم :

١ــ د سپتمبر د ١١ نيټې بريد يو ترهګری ګوزار و، چې بي شميره بي ګناه کسان په کې ووژل شول ، او د اسلام مبارک دين ترهګری او د ترهګرۍ دين نه دی.

٢ــــ هرسړی حق نه لري چې له ځانه يو مجرد قياس او بيا له هغې څخه په خپله خوښه فتوا صادره کړي .ستاسو دغه قياس به له اميانو پرته بل هيڅ مسلمان ته سم ښکاره نشي .

٣ــ له يوې پيښې څخه د بلې پېښې په اړه قياس کول ، د دواړو پيښو د کټ مټ شرايطو او مقدماتو موجوديت غواړي ، د سپتمبر د ١١ نېټې د ترهګري بريد شرايط او مقدمات د بدر د غزا د علت او شرايطو سره سمون نه خوري. يواځې دا حقيقت چې امريکا ، لکه څنګه چې حليمي صيب هم ورته ګوته نيولې ده، له اسلام سره په جنګ جګړه کې واقع نه وه ، اوپر اسلام يې بريد نه و کړی ، دغه ډول قياس مردود بولي.

٤ــ د ابو سفيان په تجارتي قافله کې ډير هغه مالونه وو، چې د مسلمانانو له کورونو څخه په زور زياتي سره د کفارو لاسته ورغلي وو او مهاجرين ډير بي وځلي او نيستمن شوي هم وو.نو د خپل مال تر ﻻسه کول هم روا او هم ضروري وو. د امريکا په تجارتي سينټر کې نه خو د بن ﻻدن او نه د اسلام کومه مالي پانګه يرغمل شوې وه.

ه ــ پکار خو داوه چې له يوې پېښې څخه موپه بله پېښه قياس کړی نه وای ، بلکې له هغه ايت او حديث څخه مو چې د لومړۍ پېښې (شا نزول) په هکله راغلي او ويل شوي دي ، ددوهمې پيښې په اړه قياس ښودلی وای. قياس د ايت او حديث له له ټولګړي تعميم له امکان او لوښې څخه کيدای شي، نه له يوه شانزول څخه چې د دوهمې پېښې سره يې ماهيت کټ مټ يو شان او يو شي نه وي..

٦ــ جهاد که سم نه وي، د سوۀ استفادې له پاره ترې کار اخيستل کيدای او په ترهګرۍ بدلېدای شي( لکه ډېرو
تنظيمي مشرانو چې وکړل، خو ترهګري هيڅکله په جهاد نشي بدلېدای، خو طالب جانه وروره تاسې له منطقي (( ځواک)) څخه همدومره ناوړه ګټه پورته کړه چې يو ناروا عمل ته مو نه يواځې روا وويل، بلکې يوه لعنتي ترهګري مو يو سپېڅلي جهاد وباله . دا يوه عظيمه ګناه ده او په دې سره مو اسلام د يوه ترهګري دين په توګه معرفي کړ، يو ديني عالم بايد
افراطيت داسې خپل نکړي چې د اسلام په سپکاوي ﻻس پورې کړي . هو د چپ او ښي افراطيت پايله او نتيجه يوشی ده چې مرتد والی او ګمراهي ورته وايي ، مونږ او تاسې دې الله تعالی له هرې ګراهۍ څخه وساتي. آمين ثم امين . [/color:2224fbfd75]


م ن غروال
11.07.2004

محترمو مسلمانو خويندو او ورورڼو!
زه ښاغلي طالب خان ورور ته بلنه ورکوم چه د اسلام دبحث فورم په حيث لطفا خپل اسلامي نظر وليکي تر څو دا روښانه شي چه ددې بحث چلوونکي ايا په رښتيا سره د بې ګناه خلکو وژلو ته د مجاز اسلامي فتوا ورکوي؟
بيا به ګورو انشأالله چه څه لاس ته راځي٠
او طالب جان ته اوس فرض ده چه هر څه زر تر زره دې د دانشمند او مکرم عالم ورور ښاغلي حليمي صاحب لاندنې جمله ځواب کړي٠
[color=red:04c7569b0a]او شرعأ ستاسو ليکني غلطي دي ٠ ولي چه ته نئې معلوم چه څوک ئې ته ٠ زه چه څه ليکم معلوم يم ٠ ځان نه پټوم [/color:04c7569b0a]

په درناوې



ع کريم حليمي
11.07.2004

محترمو ! نقادصاحب ،غروال صاحب او درنو لوستونکو سلام ٠ ښې هيلي
هرڅوک چه کومه فتوا ور کوي ٠ ضرور ده شخصيت ئې معلوم وي ٠ که معلوم نه وي فساد په جامعه کي څندي
پيدا کيږي ٠ ولي چه نن هر ملک استخباراتي ،پروپاګنډي،مؤسسې لري ٠ او غواړي چه دوه لوي نظامونه لکه
اسلام،٠٠٠٠ په جنګ او اختلاف فکري اخته وساتي ٠ او لوی تاوان ئې اول موږ ګرانو افغانانو،افغانستان
ته دريږي ٠ که طالب جان خپل شخصيت معرفي کړي ښه کنه ٠ نو دا يولوی غېري شرعی کار دې ٠ د اسلام
په تاريخ کي تبلغ د پردې تر شا ندې سوی٠ او يا پرمخ دمبلغ نقاب وي او وخلکوته تبلغ کوي ٠ دا د عمل الصالحاتوڅخه نه دۍ ٠ عمل صالحه هغه ته ويل کيږي چه زموږ مبارک نبی کړی وي ٠ نو ويلای سم چه په پټ مخ تبلغ فساد دې ٠ چه په خاصو شرايتو کي چه څوک فساد کوي ٠ بايد اميرين هغه له وطنه و شړي ٠
او که په غلا ٠٠٠٠٠٠٠ وطن ته بيا هم راځي اوفساد چوړ کي واضع ئې حکومت کولای سي چه حيات ئې ختم کړي ٠ هو دليکني حق ازاد دې خو ترڅو ئې په ليکنه خلګ و فساد ته تشويق کړي نه وي ٠ که داسي تشويقي
جمبه ولري ٠ نو و مدير ته لازمه ده ٠ چه اقدام وکړي ٠ ترکومه ځايه چي حق ورکوي ٠ قانون عملي کړي ٠
که پاچهان د فساد مخه په قصد سره نه نيسي نو پاچا هم فاسيق دې ٠
حليمي


سباوون ننگرهاری
11.07.2004

طالب جانه وروره منتظر وم چې ډير ژر به خواب وليکې خو درک دې نشته. کيدی شي چې په کتابونوکې غرق يي او دفقې او نورو دينې کتابونو له پاڼو څخه غواړې په يو ناروا تحليل خپله له زهرو ډکه دفاعيه ليکنه چې نه علمې او نه مذهبي بنياد ولري، وړاندې کړې. که هرڅه وليکې او هرڅومره مذهبي دليلونه وړاندې کړې خو چې له منطق او سليم عقل سره په تضاد کې وي د منلو وړ نه دي. او يا داچې ستا په نظر په اسلام او مسلمانۍ کې د سليم عقل او منطق له پاره ځای نشته؟ که ته په يواځې يو واحد خداي ايمان لري او خداي د ټولو انسانانو خالق ګڼې نو بيا څنګه د هغه دمخلوق وژل روا بولې او فکر کوې يوازې تاسې طا لب ډوله مسلمانان د خدای نازولي ياست او نورټول يا کفار او يا هم ستاسې په مفکوره ملحدين او يا سست عنصره مسلمانان دي. په بل عبارت په نړۍ کې له ٦ملياردو زيات انسانان اوسيږي خو د مسلمانانو نفوس يونيم مليادر اټکل شوی دی. خو ستاسې دطالب ډوله مسلمانانو له پاره يونيم ميليارده مسالمانان هم د منلو وړ نه دې او يواځې د څوسوه طالبانو له پاره دجنت په فکر کې ياست. نور ټول ستاسې په نظر کفار او وژل يې کوم عيب نه دی. او د ټولو ځای دوزخ دی. داسې نه ده؟ ستا ليکنې که له يوې خوا ډير مايوسه کړم خو له بلې خوا مې ډير درباندې زړه وسوځيد. په دې مانا چې ستا فکر او نظريات ډير زاړه او زرکلونه پخواني دي او په ډيره تياره نړۍ کې ژوند کوې. په مذهبې کتابونوکې داسې غرق شوی يې چې د عينې نړۍ له غوښتنواو واقعيتونو سره دې هر ډول تماس له منځه تللی او نشې کولی هغه په سمه او سالمه توګه د اسلام او بشريت په ګټه تحليل کړې. که زما منې نو يو څه ساينسې علومو ته هم مخ واړوه او بيايي له اسلامې اړخه وڅيړه. او که دا ټول نشې منلی نو بيرته جومات ته لاړ شه او بيرته دې خپله طالبې شروع کړه. د روښانفکرانو په منځ کې ستا دزهرګينو څرګندونو له پاره ځای نشته. وسلام


پښتون ځلمی
12.07.2004

سلامونه او نېکې هيلې
طالب جانه وروره، ما ته دا د امکان نه ډېره لېرې ښکاري چې دا کار به مسلمانانو کړی وي او د امريکا چارواکي به ترې خبر نۀ و٠ خو کۀ چېرته پۀ ريښتيا هم مجاهدينو کړی وي، نو پاک الله دې د هغوی شهادت قبول کړي او داسې پېښې دې هر کالې زمونږ د زړونو يخوالی و ګرځوي، امين

د بشري حقوقو ټېکدرانو ته بس دومره دا وايم چې چېرته وي ستاسو بشريت کله چې د کفر لښکرې پۀ افغانستان، عراق او د نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کې پۀ مسلمانانو [b:cebbd24eec]انسانانو[/b:cebbd24eec] هر ډول تېري کوي؟

وروره، د دې خلکو پۀ قيصه کې مۀ اوسئ٠ دلته څوک بې دينه، تش پۀ نوم مسلمان دي، څوک غربيانو brainwash کړي دي او څوک بيا هغه صوفي ډولي مسلمانان دي چې د جهاد با ا لنفس لمن يې دومره ټينګه نيولې ده چې که يو کافر پۀ زور پۀ کور هم ور ننووځي نو دوی به هلته هم چغې وهي چې هله جهاد با ا لنفس وکړئ، نفس مو کنټرول کړئ چې دا کافر درنه خوږ نۀ شي.

افغان قوم نه نور د اسلام او جهاد طمعه کېږي هم نۀ
پۀ بوسو به يې سر نۀ خلا صېږي او د روشن فکرۍ، بشري حقوقو او د ټرت او لغت نعرې به وهي. ورکه دې شي داسې ړنده روشن فکري چې اسلاميت پکې نۀ وي٠ ټکی لمونځ به يې زده هم نۀ وي او عالمانو ته به ګوتې نيسي.

زۀ تاسو، د طالب جان مخالفينو، نه پوښتنه کوم چې تاسې ٥ وخته لمونځ کوئ؟ کۀ ٤ وخته هم کوئ نو د خبرو حق نۀ لرئ ځکه خا مخا ستاسو علم به هم صفر وي او بس



ع کريم حليمي
12.07.2004

[quote:2e84d0090a] صوفي ډولي مسلمانان دي چې د جهاد با ا لنفس لمن يې دومره ټينګه نيولې ده [/quote:2e84d0090a]
ګرانه دا دي چيري اورېدلي يا لوستلي وه ٠ چه صوفيانو د جهاد ږغ يا باالنفس ٠ جهاد په تاريخ کي د شريعت
کار دې ٠ پيراني پير صاحب (غوث العظم صاحب ) غزا په ټول عمر نه ده کړې ٠ او په تبلغ ئې په دومره اندازه
عيسايان په اسلام مشرفه کړي ٠ چه د اسلام په تاريخ کي ئې مثال نسته ٠
چه ته په دغه اندازه بې خبره ئې نو دطالب ملګيرۍ پر تا لږدې ٠
الحمدالله موږ خو لمنځونه کوو برېتونه خريو ږيره لرو٠ زه فکر کوم چه ته به زموږ په معکوس موقف لرې ؟؟؟؟
زه فکرکوم چه پخپله ته په بړستن کي پېچلۍ ئې او طاليبانو ته دغه نعرې وهه ورسۍ الله دي برئ پر درکي ٠ ؟؟؟؟
زه که دطالب په فکر يا تحليل ملګری وای نو په والله که بل ځای وای بيله د طالب دڅنکه ٠ ته چيرئی اوس ؟؟؟
حليمي


اسلام دوست
12.07.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دټول افغان ويب پاڼه خوراپه زړه پوري پاڼه ده ،خوپه تأسف سره چي ځيني اسلامي پوهي نه درلودونکي کسان ډيرژرداحساساتوترتاثيرلاندي راځي ٠په پورته ليکنه کښي چي قدرمن اوپياوړي ديني عالم طالب جان ديولسم سپتمبرپيښه دشريعت په رڼا کښي څيړلي ده ،بدبختانه چي ځيني کسانوباندي دومره بده لګيدلي چي ته به وايی ددوی شخصي بلډينګونه وو٠
زمافکرخوزه پدي فورم کښي له ښاغلي طالب جان څخه پرته بل داسي څوک نه ګورم چي هغه دپه اسلامي موضوعاتوکښي دده مقابله وکړئ شي ،نورنوانګريزي ياپښتوعبارات له کوم کتاب څخه يوماشوم هم رانقلولای اوځان ورباندي عالم ښودلای شي ،ديني عالم لپاره ضروري ده چي په عربي ژبه پوره عبورولري اوکله چي يوې موضوع باندي بحث کيږي نوپکارده چي دمستندوکتابونوپه حوالې سره عربي عبارت اودهغي ژباړه په پام کښي ونيسي ،نه داچي له کوم کتاب څخه کټ مټ عبارت نقل کول اوبياځان ديني عالم ښودل ښايې دعالمانوپيښې کولومعنی ولري ٠
زه ځان عالم نه بولم ،خوله خدای جل جلاله څخه غواړم چي دقيامت په ورځ مي دصحي عالمانوپه ډله کښي پورته کړي ٠
پاتي شوديولسم سپتمبرپيښې باندي دومره شوراوغوغا کول دمسلمان له شانه لري ګڼم ٠داکارکه هرچاکړئ وي په هرنوم يی چي کړئ وي ديوصحي مسلمان لپاره دخوښئ ځای ځکه دی چي ورسره سم دامريکايانواقتصادي ،سياسي اوفوځي زوال شروع شو (( انشأالله ))
بل پلواسلام اوکفرترقيامته پوري په ټکرکښي دي چي له دي ټکرڅخه مقدس جهادمنځ ته که خبره دتعرض وي نولمړنئ تعرض امريکايانوکړی ،اول تعرض يی دفلستين په مسلمانانوکړئ ،لکه چي دپه يوحديث شريف کښي راځي (( جهادبه ترقيامته پوري جاري وي )))
چي اسرائيل يی ديوې الې په حيث وکاره ول اوله تراوسه کاره وي ٠چي په په نتيجه کښي اسرئيلودامريکايانو په مټ دمسلمانانولمړنئ قبله قبضه کړه چي تراوسه امريکاداسرئيلوکلکه ملاتړې ده ٠
همدارنګه بل تعرض يی اقتصادي تعرض وچي دافغانستان په خلکو دامريکاپه فشارتش په نوم ملګروملتونووضع کړ،لکه څنګه چي ورته اقتصادي بنديزونه داسلام په خوږ پيغمبرصلی الله عليه وسلم اودهغه په ملګروباندي دوخت کفاروله خوا لګيدلي وو ،
نورنوکه چا سره دشريعت په رڼاکښي ځواب وي هغه دوليکي ٠هسي اوتوبوتوته څه ضرورت دی ،بلډينګونه دامريکانوړنګ شوي اوښکنځل بدرد مونږاوتاسويوبل ته وايو،دومره ذهني توازن له لاسه ورکول ندي پکار اونه دي خبرې ته ضرورت شته چي ته څوک يی اوولي پټ نوم کاره وي ،چي دادښځوماشومانو پيغورونه دي نارينه بايدديوچاشکل اوصورت په نظرکښي ونه نيسي بلکه هغه څه چي هغه ويلي ياليکلي هغه په پام کښي وساتي اوځواب يی ووايی ٠
داسلام دوښمنانوپرضدهرډول جهادکښي که هغه په ځان يامال اوياقلم سره وي پټ نوم کاره ول ګټورتماميږ ي ، په اسلام کښي دکفاروڅخه دشرائتوپه بنا ځان ساتل کوم بدکارياعيب نه دی ،کنه داسلام خوږپيغمبر صلی الله عليه وسلم به درايس المنافقين اودکفارواستخبارتومشرڅخه په کوڅوپټ نه ګرځيدی اوهم به يی غار ثورته پناه نه وی وړي ٠
داچي تاسونه پټيږئ اوځان ته بهادروايئ ، نوقدرمنه يوڅوک چي دکفاروپه غم اوښادئ کښي ځان شريک ګڼي اودورلډټريډسنټر ړنګيدوپه ويراوماتم کښي له هغوسره اوښکې تويوي نوبياخوبه ليونئ نه وي چي ځان پټوي ،البته دمؤمنومجاهدينوڅخه دځان پټولوحق لري ٠
رښتاچي اسلام دصله رحمئ دين دی خوپه خپل منځ مسلمانانوکښي نه له کفاروسره ،لکه چي په قران مجيدد ( الفتح ) سورت (٢٩ ) ايت شريف په يوه برخه کښي بخښونکئ اومهرابان خدای جل جلاله فرمائي ((( محمدرسولله والذين معه اشدأ علی کفار رحمأ بينهم ))) يعني محمدرسولله اوهغه کسان چي له ده سره دي سخت دي په کفاروباندي اوپه خپل منځونوکښي مهرابان اوزړه سواندی دي ٠
دترهګرواصطلاح چي داسلام دوښمانانوله خوا دمجاهدينولپاره کاره ول کيږي ٠که څه هم ځيني مسلمانان يی د کرکې په ډول په ناپوهئ مجاهدينوته ترهګر وايی خو له بلې دادمجاهدينولپاره دډيروياړافخرځای دی چي داسلام دوښمنان ورڅخه بيريږي اوويرونکي بولي ٠
راځئ چي دقران مجيد دسورت (( ص )) درويشتمې سيپاري (( ٦٢ )) نمبرايت شريف وګوروچي بخښونکئ خدای جل جلاله فرمايی ((( وقالوا مالنالانری رجالاکنانعدهم من الاشرار ))) يعني وبه ويی (مشرکان دکفارو ) چي څه شی مانع ده زمونږلپاره چي نه وينو هغه خلک چي مونږپه دونياکښي اشراربلل ٠
کله چي کفاراومنافقين دوزخ ته واچول شي اوهلته دوی خپل اشنايان اودوستان ،خپلوان په دوزخ کښي يوځای شي نودوی به دهغومسلمانانوپه باره کښي چي په دونياکښي ورته اشرارياترهګرويل چي هغوی چيرته مونږبه ورباندي ټوکي اومسخري کولي ٠
اوس يوقيصه راياده شوه هغه داچي په پاکستان کښ يوجامع جومات کښي يوعالم دمنبردپاسه قيصه کوله چي يووخت دپاکستاني عالمانويوه ډله لندن ته تلي وه هلته ورڅخه يوانګريزپوښتنه وکړه چي ددي څه سبب دی چي کله مونږپخوانئ تاريخ ګورونوپخوا له مسلمانان څخه کفارزيات ويريدل لاکن اوس کفارله مسلمانانو دومره نه بيريږي لکه پخواچي ووداولي ؟ په دوی کښي يوذهين عالم ورپاڅيداوورته وي ويل ،قانون دادی چي ويره اوډارهغه وخت منځ ته راځي کله چي دوه مختلف اوبدل شکلونه سره مخ شي ،
اوس چي تاسوله مونږڅخه نه بيريږي علت يی دادی چي مونږاوتاسوشکلونه برابردي ،تاسودريشي پتلون اچوئ مونږهم دريشي اوپتلون درپسي واچول ، تاسونکتايې مونږهم رازوړندکړه ،تاسوږيره اوبريت خرايئ مونږ درپسي وخريل ،تاسوسرتورګرځئ مونږهم سرتورسرګرځو،اوانګريزي موستاسو نه ښه زده کړه ٠نوبيابه ولي تاسوله مونږڅخه وويريږئ ؟ له دي ځواب وروسته انګريزقناعت وکړ٠
نوځکه دمجاهدينوڅخه دکفاروويره اوډاردوياړاوفخرځای دی ٠
په درناوي
اسلام دوست



ع کريم حليمي
12.07.2004

١( إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيماً ){الفتح :26}
دغه ايه هغه وخت مبارک ته راغله ٠ چي اصحابو غوښتل چه غزاوکړي ٠
يوازي الله خبروو چه په مکه کي يوڅومسلمانان دي ٠ نو الله د جنګ څخه دمبارک لاس ونيوۍ ٠ او دزړه ارامي ئې
ورکړه ٠
زه چه په دغه ښار کي ژوند کوم او څلور اوﻻده ٠ زما مرګ نوتاسوته روادۍ ٠ ؟؟؟؟
هو دا رواده چه په غار کښي کښېني ٠ سمه خبره ده ٠ خو موږ ئې نه پېژنو ٠ چه دۍ څنګه سړی دۍ ٠
د ده شخصيت ندی معلوم ٠ که دی ديهودو نماينده دې او که د طاليبانو نماينده دې ٠ شرعأ بايد موږ طالب جان
وپېژنو ٠ که يا ؟؟؟؟
زموږ غاړي بنديږي چه په يو نامعلومه سړي باور او اعتماد وکړو ٠
حلمي


م ن غروال
12.07.2004

محترمو مسلمانو خويندو او ورورڼو سلامونه عرض کوم !
يو نظر دي چه د سړي د افکارو بيان کوي چه مطلقا په هغه شخص اړه لري يو يوه جريان يا يوې مسئلې ته اسلامي بڼه ورکول او هغه اسلامي بلل دي چه هغه په نظر هيڅ اړه نلري٠
هر هغه عمل چه د مسلمان ولس د سياسي اقتصادي نظامي امنيتي او حياتي ګټې په خطر کي اچوي او د زرګنو بې ګناه مسلمان ولس د شهادت مؤجب ګرځي هغه مطلقا اسلام منع ګڼلۍ دی٠ د سپتمبر يوولسمه پرته له ضرره او بدنامۍ څخه اسلامي نړۍ ته هيڅ هم ورنکړل٠ که د هغوئ او د اسلامي نړۍ زيان سره په تلو کي واچوؤ ډير لوي توپير ليدل کيږي، هغه عددي محاسبه چې طالب خان کړې ده له علمي اقتصاد سره اصلا هيڅ ډول سمون نلري٠
د اسلام په تاريخ کي هيڅ کله هم داسې د مجاز فتوا نشته چه د دښمن بې ګناه ولس چه پکي ښځې سپين ګيري او ماشومان ځاي ولري عام قطل شي٠ ولو تر شا يي لوی برۍ هم نغښتۍ وي٠
دلته هيڅ څوک د چا مخالف ندي او فکر هم نه کوم چې له چا سره داسی نظر هم موجود وي٠ دا لومړۍ ځل دي چه ښاغلئ پښتون ځلمۍ مونږه د طالب جان ضد کسان نومولي يو٠ جې البته د نظرياتو مخالفت د شخص ضد کسان نومول درست او صيح ندی٠ او بيا حتی بې دينه!!!
د ټول افغان پاڼه د پټ پټولو لپاره نده
د قلم په ژبه خبرې کول دا يو ادبي نزاکت او کلتور ته اړتيا لري چه د نړۍ په کچه يي ليکوالان په جديت سره په پام کي لري٠ اما له بده مرغه ښاغليو اسلام دوست او پښتون ځلمي دلته قلمي ادب چندانې په پام کي ندې لرلۍ٠ د چا يي پلار ياد کړۍ دی او چا ته يي بې دينه ويلي او څوک يي بېلمانځه بللي او چا ته يي د ښځو او ماشوم خطاب کړۍ او چا ته يي (ټرت پرت ليکل ) ويلي او ....... چه دا به سم کار نه وي٠ ادب او معاشرت هم اسلام دي او هم پښتونولي! په هر ځاي کي چه رعايت وشي پرته له درنتوب او سړيتوب بل څه به يي پايله نه وي٠دا چه څوک خپلو هغو نظرياتو ته چه د ٩٩٪ اسلامي نړېوالو علماؤ لخوا غندل شوي وي اسلامي رنګ ورکوي، بيا دې لکه خوشحال بابا په ښکاره نارې وهي چې خوله يي راکړه او که لزوما يي مناسب نه بولي نو بيا د لطفا کومې بلې نشراتي وسيلي ته مراجعه وکړي د نامعلوم کس شرعي فتوې هيڅ وخت د منلو وړ نه دي او الخصوص چه اسلامي فتوا څوک ورکوي چې دلته د ښاغلي حليمي ورور د خبري صدق روښانه کيږي چه صيح هم همداسې ده٠ ٠په دا ډول بحثو کي ((هر څوک پوه شه او د هغه اخيستنه د اسلام د مقدس دين له علمه څخه )) اسلامي علم او اسلامي وجدان نشي زغملائ٠ که څوک د طالب جان سره په پورتنۍ عقيده کي شريک وي نو تر ټولو ړومبۍ دې د ((جهاد )) په نوم د خبرو او نظرياتو بحث پرانيزي چه وکتل شي څه لاس ترې راځي٠ که چېرې څوک اوس مهال د جمله ملت اسلام جهاد د جمله کفارو سره لازم يا رواه يا شرعي امر ورکوي نو بيا دې خپل اسلامي دلايل په خپل ريښتيني نوم په ډګر وليکي چه د مونږه هم سترګي خلاصې شي او وګورو هغه څه دي چه مونږه لا تر اوسه پرې ناخبره يو او ګورو به چې څه لاس ترې راځي٠
کومه څېړنه چه ښاغلي حليمي ورور لېکلې ده علمي ده ځکه تکيه په تحليل او غور او سنجش لري٠ کاپي کول او ليکل ندي لکه طالب جان يي چه ليکي٠ د جناب مصطفی ص د جهاد وخت ټولنه او کلتور او د هغه ص د جهاد پايلي او د دسمبر يوولسمه؟ استغفرالله چې توپير بې مثاله دي٠ اسلامي تحليل په دا شکل؟ د بې ګناه خلکو وژلو اسلامي فتوا؟ هغه هم د پردې شاته! په عجب کي عجايب ګورم!!! خير په هر حال٠
په پاي کي زه له ټولو ګډونکوونکو خويندو او ورڼو په درنښت هيله کوم چه د ځواب په ورکولو اود نظرياتو په غبرګون ښودلو هيڅ کله ځان ته د نورو محترمو ليکوالو په وړاندې د ناسمو او نا خوښونکو کلماتو او جملو حق ورنکړي چې خپل شخصيت او خپل د قلم کلتور به يي زيانمن کړئ وي او بس٠ چه بل چاته يي هيڅ ضرر نشي رسيدلائ٠
په درناوې
غروال


ستاسي دنظرونو ځوابونه


طالب جان
12.07.2004

محترمو مکرمو عزتمنووروڼو پښتون ځلمی صيب ، اسلام دوست صيب ، آزادنظر صيب ، غروال صيب ، حليمي صيب ، سباوون ننګرهاری صيب ، او نقاد صيب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ديوولسم ستمبرد پيښي دشرعي اثبات په اړه ستاسي له نظر ليکنو څخه يوه نړۍ مننه کوم . وروڼو يو شرعي حکم که څه هم زمونږ اوتاسي له طبيعتونو څخه مخالف وي مګر بيا يي هم په مونږ اوتاسي عملي کول فرض دي ځکه چي عزتمن ورور حليمي صيب داخبره په يوه موضوع کي روښانه کړيوه چي ځمونږ اوستاسي عقلونه دشرعي احکامو ادراک نشي کوﻻي خوپه افسوس سره بايد ووايم چي دپورتنۍ مسألې په اړه ځمونږ له ځينووروڼو څخه خورا ناوړه توري ليکل شوي ماته که هرڅه وواياست پروا يي نه کوم مګر ځيني وروڼو خوداسي توري ليکلي چي دهغو تورو په ليکلو سره سړی داسلام له دايرې څخه وځي دمثال په توګه يوه ورور ليکلي چي دا مسأله که په هر مذهب صحيح وي زه هغه مذهب نه منم ( نعوذ با لله ) وروره دا مسأله داسلام په مبارک او سپيڅلي دين ثابته ده نو آيا ته ا سلام نه منې ؟؟؟ دا پوښتنه ما هيڅکله کول نه غوښتل ځکه ځما ددې ورور په مسلماني کي هيڅ شک نشته خو دده له ليکني څخه دا پوښتنه سرراپورته کوي .
اسلام دوست صيب له ليکني مو مننه ډير ناوخته مو سرراښکاره کړ . وروره ستاسي دايماني جذبې اووجداني احساساتو نه قدردانی کوم . مسلمانان ديوه اوبل وروڼه دي عرب او عجم هيڅ فرق نه سره لري مونږ به شرعي مسايل وړاندي کوو او دملامتوونکو له هيڅ ډول ملامتيا څخه به نه ويريږو.
عزتمنه وروره پښتون ځلمی صيب له ليکني څخه مو مننه . خداي دي ستاسي دعا قبوله کړي . وروره دټول افغان د ځينو ليکونکو دليکنو له امله مه خفه کيږه دا ټول ځما وروڼه دي په ډيرو ځايونو کي دوي ماته سختي سپوري وکړي زه ددې خلکو له عادت سره اشنا شوی يم ددې خلکو داعادت دی چي لمړی ليکنه کوي وروسته بيا سوچ پرې وهي بيا ماته خصوصي پيغامونه راليږي او عذرونه وايي زه له دوي څخه ځکه ګيله نه لرم چي دوي ددې هرڅه په ويلو مجبوره دي دامريکي حکومت لخوا به تراوسه تنخواګاني ورکول کيږي دا يي دهمدې ورځي لپاره ساتلي وو چي بيابه خپل هيواد ددې يوڅو ډالرو په مقابل کي په مونږ خرڅوي او چي مونږ مو په هيواد کي هر څه کووتاسي به غږ نه لرۍ دادی اوس يي وينو چي امريکايان دافغانانو په عزت لوبي کوي مګر ځمونږ دغه په اصطلاح روڼ اندي وروڼه ورته ناست دي بلکه په سر کي يي دوي غورزي نو په دې کسانو دامريکي احسانونه شوي عربي مقوله ده چي ( الانسان عبدالاحسان ) انسان داحسان غلام دی نو دا خلک دومره هم نمک حرامه نه دي چي دامريکا په غم به خوښي څرګندوي آخير ( غيرتي افغانان ) دي . دا وروڼه هسي په خوله دا خبري کوي په زړه کي دوي هم ښه پرې خوښ دي . ما هم ځکه تراوسه څه نه ليکل چي ما ويل يووار دي ټول خپل غصه يخه کړي بيا به ورته زه په سړه سينه ځوابونه ووايم ممکن دوي ځما په ليکنه له سره غوروکړي او دشرعي مسألې په تاييد سره له يوي خوا خپله کره مسلماني په ډاګه او له بلي خوا به يي دشيطان دخبري په نه منلوسره دهغه مخ ور تور کړي . آزادنظر ورور ليکلي : (( ستانه زما پوښتنه داده :
ايا په اسلام او شريعت کې د بشر دحقونو ، انساني کرامت ، صلحې ، عدالت ، مسالمت امېزه ژوند اونورو ښېګړو په هکله هم څه شته که بس وژل اولوټول دي ؟ ))

عزتمنه وروره : ښه پوښتنه موکړي اسلام او شريعت د بشر دحقونو ، انساني کرامت ، صلحې ، عدالت ، مسالمت امېزه ژوند اونورو ښېګړو مراعات کوي خو دا هله چي تا څوک دې ته پريږدي خو که يوه سړي ستا په سر تبر نيولی وي او وژني دي اوته بيا هم هغه ته دبشر دحقوقو دمراعات او دانساني کرامت دساتلو له کبله څه نه وايي نو ووايه چي دا په زور دځان وژل دي که نه ؟؟؟ او په داسي اضطراري حالت کي هغه ته صبر کول دا معنا لري چي ومي وهه ومي وژنه زه به هيڅ هم نه درته وايم . امريکې ځمونږ اوتاسي ( مسلمانانو ) ويني توي کړي هغه هيڅکله دمعاف کيدو حق نه لري آيا دا مسلمانان انسانان نه دي ؟ چي هره ورځ دامريکې د ناروا اوغاصبو قوانينو له کبله په لسګونو بي ګناه مسلمانان شهيدانيږي . افغانستان ته، عراق ته ، فلسطين ته ،انډونيزياته وګورۍ لنډه داچي امريکايانو هر ځاي مسلمانانو ته اورونه بل کړي دي چي په ځيني ځايونو کي نيغ په نيغه امريکا دمسلمانانو دويني په تويولو اخته ده او په ځينونورو کي بيا باالواسطه امريکا دمسلمانو دويني په توييدو کي ککړه ده قسم وخورۍ چي تاسي ته دا حقيقت نه دی څرګند ايا په اوسنيو حالاتو کي امريکه دمعاف کولو حق لري ؟؟؟ نه هيڅکله هم نه .
قدرمن غروال صيب ليکلي :
((هر هغه مسلمان چه نه يوازې د سپتمبر يوولسمې نيټې نا انساني او غير اسلامي پيښې بلکه د هغه په شان د نورو د دا ډول له کرامت او اسلامي اخلاقو لرې عام وژونکو عمل ته اسلامي رنګ او خوند ورکوي هغه بې له شکه پرته لدې چه د اسلام مقدس دين د بدنامې باعث وګرزي او مسلمان ولس ته په نړېواله کچه کرکه او دښمني او نړېوالې سياسي ستونزې راپيدا کړي، نور به يي هيڅ هم نه وي کړي٠ ))
وروره : ديوولسم ستمبر پيښه ما په قرآني آياتونو ثابته کړي نو له دې سره څنګه تاسي دې پيښي ته غير اسلامي پيښه وا ياست؟؟؟ ايا دا له اسلامي امر څخه سر غړونه نه بولې ؟؟؟ که ددې مسألې دنارواوالي په اړه کوم شرعي دليل لرې راوړاندي يي کړه که نه وي هسي په توهماتي خبرو مه خپل ځان ګناهګاروه او مه په داسي ليکنو دنورو قيمتي وخت ضايع کوه .
پتمن ورور حليمي صيب ليکلي چي :
((نبی د رسالت سند پلاس ي وو٠ ستاسو کوم دحکومت سند درلودۍ ٠ په UN کي مو چوکۍ نه درلوده )) وروره کاشکي تاسي غوندي پو هانو داسي خبر نه واي ليکلي ځکه تاسي د رسالت دسند په مقابل کي UN ليکلي له کوم څخه چي معلوميږي چي ستاسي په نزد حکومت فقط په رسالت اود يو اين په چوکۍ جوړيږي اوبس . که داسي نه وي او ما ستاسي له ليکني څخه غلط اقتباس اخستې وي نو محترمه لږ په روښانه تورو وليکه چي اسلامي حکومت په کومو شيانو رامنځته کيږي ؟؟؟ دا خبره په يادلره چي خبره داسلامي حکومت ده نه دامريکي جمهوريت .
همداراز په بل ځاي کي حليمي صيب ليکې:
((ګرانه وروره د دغه تاريخي واقعې زمانه نېستي ده عمل نن نه پکيږي ٠
داسي ډير احاديث سته چه زمانه ئې نېستي سوې ده ٠ نو عمل ځای ئې نسته ٠ په زور ئې زمانه نسې پيداکولای )) عزتمنه اودقدروړه تاسي مخکي هم داسي څه ليکلي وو زه حيران دې ته يم چي تاسي ولي دجهاد احکام زاړه بولۍ ؟ ايا پدې اړه تاسي کوم شرعي دليل وړاندي کوﻻي شۍ چي په هغه کي دي ويل شوي وي چي جهادي احکام بدليږي ز مونږ مخي ته خو يو حديث پروت دی چي وايي چي جهاد به (بې له کومه فرقه دهغه په احکامو کي) ترقيامته پوري روان وي . کچيري ټول احکام بدلون مومي نو بيا دا دلمانځه روژې حج زکات احکام هم ښايي بدل شي حال داچي دهغوي دبدلون تاسي هم قايل نه ياست نو کله چي هغه احکام بدلون نه مومي نو بيا جهادي احکام بدلول څه معنا لري ؟؟؟ نه پوهيږم حليمي صيب ولي خالص دجهادي احکامو بدليدو ته ليواله دی ؟؟؟ .
سباوون ننګرهاري صيب ليکلي :
((نه غواړم د هغه دليکنې په محتوياتو خبرې وکړم ځکه په دويم ځل دهغه دليکنې دلوستلو توان په ځان کې نه وينم ))
سباوون صيب اول خودرته ښه راغلاست وايم بيا مو له نظر څرګندولو څخه مننه کوم . وروره نه پوهيږم ولي مو دومره تنګ نظري څرګنده کړي چي ځما ليکنه دوهم ځل نه شې کتلاي وروره ما ستا ليکنه څو څو واره وکتله اوپه هر وار کتلو مي خوندو اخيست . زه ستا په ګډون ټولو وروڼو او خويندو ته بلنه ورکوم چي هغه په وار وار ځما ليکنه وګوري او په هروار ويلو سره خپل ايمان تازه او زړه پرې سوړ کاندۍ .
وروره تاسي ماته دساينس دويلو مشوره راکړي وروره لکه چي دنړۍ کفارراباندي له يوه سره ختموې ځکه که ساينس پوه شم نو هرومرو به ايټم بم لاس ته راوړم او ته خو پوه يي چي په کومه ورځ ماته ايټم په لاس راشي نو تر ټولو لمړی يي په امريکا استعمالوم ته چي اوس دامريکې په خلاف ځما يوه ليکنه نه شي زغملاي نو که مي ايټم پرې استعمال کړ بيا به څه کوې وروره .
عزتمن ورور نقاد صيب ليکلي :
((د ابو سفيان په تجارتي قافله کې ډير هغه مالونه وو، چې د مسلمانانو له کورونو څخه په زور زياتي سره د کفارو لاسته ورغلي وو او مهاجرين ډير بي وځلي او نيستمن شوي هم وو.نو د خپل مال تر ﻻسه کول هم روا او هم ضروري وو. د امريکا په تجارتي سينټر کې نه خو د بن ﻻدن او نه د اسلام کومه مالي پانګه يرغمل شوې وه )) .
عزتمنه وروره : که ستا خبره فرضا ومنل شي نوايا امريکې دمسلمانانوشتمنۍ نه دي وړي ؟؟؟ ايا په ورلډ ټريډ سنټر کي دمسلمانانو دوينو راکړه ورکړه نه کيده ؟؟؟ ايا دسعودي ، کويټ ، اوپه اوس مهال کي دعراق تيل دچا شتمني ده چي په بيرلو بيرلو امريکي ته روان دي ؟؟؟ .
ځينو وروڼو له ماڅخه غوښتي چي زه ځان بايد وښيم پدې اړه دعزتمن او ګران ورور اسلام دوست په ليکنه بسنه کوم خو له خپله آنده دومره وايم چي _ ماته خو مخکي هم دښځو دحقوقودمقالې په اړه ځينووروڼو ګواښونه کړي وو او غوښتل يي چي ما امرکايانو ته په لاس ورکړي نو د ((وﻻتلقوا بايديکم الي التهلکة )) آيت له کبله زه هم ځان په زور هلاکت ته نه ورکوم نو ځکه له ځان ښودلو څخه ډډه کوم .
ستاسي دنظرونو په انتظار ستاسي ورور طالب جان


Azad Nazer
12.07.2004

خو زه افسوس کووم ستا په علم او قضاوت ٠ ستا اودجرمني نازيانو په فکر او قضاوت کی څه توپير نه ليدل کيږي ٠ په ورلډ ټرېد سنټر کی زياتره هغه د ( ٩٠) هېوادونو خواريکښ انسانان قتل شوي او خبره چې دانسانيت ، قضاوت اوعدالت شي نو بيا پکی تور ، سپين ، عيسوي او مسلمان رول نه لري ٠ دطالبي ډلې شريعت او قضاوت نړۍ ته معلوم دې ځکه خو پلويان يې دګوتو په شمار دي ٠

ازاد نظر


Azad Nazer
12.07.2004

ګرانو لوستونکو سلام !

دخاصوجملو اولغاتونوټاکنه او استعمال دهرليکونکي دتړاو او فکري تګلارې استازګرنه کوي اودغه يوهنر دې چې هرليکوال بايد پرې پوهيږي چې څه ليکي ، ولی يې ليکي او کله يې بايد وليکي نو ځکه دهر مضون ليکونکې دخپلی ليکنې مسؤليت لري ٠ هرڅه په وخت ، ځای او شرايطو پورې تړلي دي ٠
زه حېران په دې يم چې ځينې خلک ولی له دين څخه سؤاستفاده کوي اودخپل شخصي اهدافو دپوره کېدو لپاره يې وسيله کوي ٠ داسې خلک په اصليت کی ډېر بې رحمه دي ٠ دوی له خدايه هم واک اخيستې اويواځې په هغه څه يقين لري چې ددوی پکی ګټه وي ٠ خدای له اسمانه هيڅ چاته غږ نه دې کړې چې زما په نوم قتل وکړه ، غلا وکړه ، سرمايه پيداکړه ، ظلم وکړه اونوم ورته جهاد کېږده او بيا نور خلک هم مجبوروه چې دغسې ناپاک جهاد درسره وکړي ٠
نن دنړۍ نفوس ( ٦) ميليارده دې ، له دې جملې څخه (١،٢) ميليارده مسلمانان دي ٠ څنګه کېدای شي دغه غېر مسلمان مطلق اکثريت يا په زور خپلې عقيدې ته راواړوې اويا يې له تېغه تېر کړې ؟
ښکاره خبره ده چې نه امکان لري ، نه يې درسره څوک مني ، نه دې ورته پرېږدي اونه په بشري اوخدايي اصولو اوقوانينو برابردي ٠ دصلحې اوانسانيت خلاف عمل جرم دې ٠ ځينې دافراطي روحيې خاوندان يې ثواب ګڼي اوپه قتل او غارت ککړو مجرمانو ته د جنت شهادتنامه ورکوي ٠
داسې برېښي چې دنړۍ دمسلمانانو مذهبي مشران بايد د (( جهاد )) صحيح تعريف وکړي او تشريح يې کړي چې څه وخت او په څه کی فرض دې ترڅو مسلمانان اودنړۍ خلک وپوهيږي چې جهادقتل اوترورته نه وايي اونه يواځې په وسلوال عمل پوری تړلی ٠
افغانان په خپله خپلی ستونځې نشي حل کولې ته راته پرې اندونيشيا ، کشمير ، فلسطين ، صعودي عرب او عراق هم باروې !!!

په لنډو ټکو کی يې وايم ، هرڅوک چې ظلم کوي ، انساني حقوق ترپښو لاندی کوي ، دصلحې پرضد عمل کوي ، بې ګناه انسانان وژني ، دامن لپاره کار نه کوي ، ددغسې خلکونه نفرت لرو ٠

ازاد نظر
________________________________________________________________

تل دې وي صلح ، ټولنيز عدالت اوانساني رغوونکي فکرونه


م ن غروال
12.07.2004

ښاغلئ طالبجانه وروسته له سلامه،
ستاسو د وينا اثبات په آيت د قرآن؟ ستاسو ځواب او زما ليکنه، دا فرق سره نلري؟ مونږ مو د امريکا نوکران بللي يو او معاش خواره٠ آيا په باور کي به مو شک پيدا نشي چې ګواکي تېر وتلي به واست؟ مونږه په امريکا بحث نه کوو او نه موهم کړئ دي بلکه بحث د سپتمبر په ١١ نېټې دی او هغه مونږ د اسلام له اخلاقو ليري ګڼو او تاسو ورته اسلامي حثيت ورکوئ٠
که بې له شکه په لوی الله ج ايمان لرئ نو:
١: کور کي هره ورځ د دنيا کوم نعمات نوش جان کوئ؟
٢: د خپلو عايداتو څخه څومره برخه يي د مجاهديتيمانو ته مرسته کوئ؟
٣: آيا کور کي تلويزيون نلرئ او نامحرمه پکي نه ګورئ اوآيا قيمت به يي وواياست؟
ښاغليه مسلمان صاحب مخ مو مکې مکرمې ته کړئ او خداي نه بلکه خپل انساني وجدان مدنظر ونيسئ او وواياست چه ددنيا له نعماتو څومره برخورداره ياست او اوس هم چيرته مېشت ياست اوڅه ګټئ او څه ليکئ او وګورئ چه عام ولس نن سبا اسلام ته په کومه سترګه ګوري٠ او که بيا دا کله ثابته شوه چه دا ستاسو په فتوا جهادي عمل ستاسو غوندي مجاهدينو صاحبانو نه وي کړئ او د يهودو لخوا د اسلام د بد نامۍ لپاره دا تر سره شوۍ وي بيا به څه ډول فتوا ورکوئ؟
د خپلې ګېډې به څېړل نه ليکو علمي به سره غږيږوطالب جانه!!!
د سورة الفيل قصي فلسفه يعنې څه؟
هجرت او د مبارک ص تګ حورا غره ته کومه تاريخي علمي پديده له ځانه سره لرلای شي؟
د آنحضرت ص د مکې تګ تړون مونږ ته کوم عيني واقعيت په اسلامي فلسفه کي کولای شي د تاريخ علم راکړي؟
تر آخري اصحاب رض تر وخته پورې چيرته کله د کفر بې ګناه خلک وژل دي؟
آيا چيرته مو د آنحضرت ص د جهاد په دوران کي د هغه مبارک داسي کوم امر ندې ترسترګو تير شوۍ چه فرمايلي يي وي ( پام وکړي او زيار به کوئ چه د عامه ولس څوک درڅخه ژوبل او زيانمن نشي)؟
دا کوم آيت شريف دي چه ليکي:
((ووژنئ اې مسلمانانو کفار تر قيامته که څه هم عام وګړي وي يا هم بې وسلې او بې ګناه، په رښتيا چه که تاسو په غازيتوب او په خپل خدای ايمان لرئ))
يا انحضرت ص فرمايلي وي:
((اې زما امته: وژنئ تل تر تله تاسو کفار بې ګناه نو که ښځې وي او که ماشومان))
يا: ((وکړئ تاسواې زما امته ځان مرګۍ بريد يا ووژنئ ځانونه خپل پخپله که وژل کيږي ستاسو په ځان مرګي بريدکفار يا هم يهودان يا هم ملحدان يا هم يرغلګر))
او که شته حتی بالعکسه آيات شريف؟
طالب جانه اسلام د چا شخصي پوله پټۍ ندې دا هغه انساني اصول او مقررې دي چه تر قيامته د ټولونظامونو او شرايطو لارې چارې چه هرومرو به پکي غور او تحليل او علمي کړنلارې وجود ولري خپلو پيروانو ته الله تعالی در احسان کړئ دی٠ تاسو حق لرئ چه هر څه وليکئ اما اسلامي رنګ؟ دا تر هغه چه روح مې تن کي وي نه تا نه بل او کوم زورور يا هم فرعون د زمانې که هماغه لذظه د بنده محمد نادر غروال د فيض محمدغروال زوي د پيرتخان لمسۍ په قوم ځاځۍ خټه پښتون ولايت پکتيا ولسوالي ځاځي په پلرينه ځړکوټۍ!!!
نه له بوشه هېره لرم او نه هم ستا له جاني د زرګنو تنکيو طالبو په اسلام مينو د شهادت له مسئول عمره!!!
نه دې له د هېوادملي خاين مسعود نه هېره لرم نه هم له ګلبدين نه!!!
نه هم د تره کي په ګوند کي وم او نه هم د کارغل!!!
خو تربيه او اسلام او ايمان مې ستا غوندې ايمانداران او مجاهدان او کاپي عالمه عالمان، هم د لوي کريم عليم حکيم الله جل جلاله په پوره مدد او نصرت نه زغمي نه يي هم زغملي دي او نه يي هم زغملۍ شي٠ که مې د ليکنو قرباني کيږم سر مې ورنه ځار!!!
دا ستا تخيلي اسلامي احکام زه غندم او تاسو داسلام د مقدس دين د بدنامۍ موجب ګرځئ٠ او هر څوک چه اسلام مقدس دين د بدنامۍ مؤجب ګرځي حقاالمبين عادل او مقتدر الله ج دې هر څه زر تر زره په خپل غضب کي راګير کړي٠ آمين ــ يو ځل مخکي مې هم داسي يوه دعايه ليکلې وه او تاسو ته مې د آمين ويلو بلنه درکړې وه اما وتښتېدئ دا ځل به دې ګورم طالب جان صاحبه چه بياهم تېښته کوئ او که څنګه؟!!!!!!!!!!
نارينه بايد نارينه وي شريعت د نارينه خلکو کار دي٠ کوشش وکړه چه له نارينه يره به تل د نارينه په ژبه او ډګر غږيږي٠ بل ځل داسي غير وجداني له ګېډي د ړانده عمرګک فتوې صادرې نکړئ له مونږه خو به غارو کي وکولای شئ پټ شئ اما له بصير ج څخه نشئ ځلاصېدائ٠ او که هر چا زما د کور پته هم پکار وي چه ورته يي وليکم٠
د اسلام له مقدس دين څخه په کافي اندازه سؤ استفاده وشوه او نوره به بس وي٠
او هر چا چې له تاسو په شخصي پيغامو کي بخښنې غوښتې وي لطفا واضح يي وليکئ!!!
هر هغه څوک چه د اسلام مقدس دين د بدنامۍ کلمه هم وليکي د خپل سر په بيه په هر ډګر کي دا خاوري محمد نادر غروال چه او س فعلا د جرمني د هامبورګ په ښار کي اوسيږي، ورته هره لحظه تيار سۍ ولاړ دي٠
او بيا دا تکرار ليکم چه زه هغه دين نه منم چه د بې ګناه خلکو وژل پکي رواه وي چه بې له شکه د اسلام مقدس دين له له دا هر يول د ړاندو کاغذي تش په نو علماؤ له تهمته په امان دي٠ غروال



ع کريم حليمي
12.07.2004

ښاغلو دانشمنو، لوستونکو سلام !
ښاغلې طالبجان ! زه يو ډير ښه امريکائي انسان يم ٠ ولي ٠
هغه څوک چه زېږېدلۍ دۍ دلې ٠ خپل اختيار ئې نه وو ٠ امما ما دا مځکه دخپل ژوند لپاره نتخاب کړې وه او ده
او زما د اولاد لپاره هم ٠ نمونه ئې هم ترپيداکېدو لمخه انتخابړي وه ٠ او دزېږېدوځای ئې هم ٠ هرځای دالله مځکه ده ٠ په هغه وخت کي چه زه د وطنه راوتلم ٠ داودخان ناست وو ٠ دجهاده نيم تښتېدلۍ ٠ دا ګناه مي نه ده کړې ٠
اخيري درجه جهاد په قلم دۍ ٠ اوله درجه فرض جهاد په نفس ، مال دۍ ٠ په مال مي جهاد کړيدې ٠
او اولاد مي نن د 12 کالو دۍ د ځانهي مسافر کړی په مدرسه کي اوسيږي ٠ د اسلامي درس طالب دې ٠
اول کوښښ مي دا دې چه اول دعقل حفاظت ، ترتيب أعلى نسب حفاظت ،دمال حفاظت، د دين حفاظت وکړم ٠
او بل ما لاس پورته کړې چه د امريکا د قانون حفاظت به کوم تر څو زما د دين خطر پکښي نوي
نو داسي وايم ٠ چه دعراق پر خاوره حمله غېري قانوني ده ٠ او بوش مجرم دې ٠
او پر بن لادن ،طاليبانو حمله مشروع حمله ده ٠ دغه جنګ د اسلام سره نه دې ٠ اخبارونه وګورۍ ٠
چه د بوش کورنۍ او لادن سره شريکان دي ٠ د تيلو په تجارت کي ٠ په هغه ورځ چه ټاورونه ونړېدل
د لادن طياره له سعودي څه راغله او د دوی کورنۍ يوه طياره ډکه د بوش په اجازه و لاړه ٠ په داسي حال کي چه
سپين امريکايانو، مسافرو طيارې نه راتلای سوای نه وتلی سوای ٠
زه ئې ملګرۍ نه کوم د دواړو ٠ يو کافر دې او دبل ايمان ضعيفه دې ٠
ورور ته ښه ليکوال ئې ٠ امما بالغه، فسحه ليکنه نه کوې ٠ مثلأ
[quote:6d94d03e63]ټول انسانان پخپلو کړووړوکي دالهي قوانينو تابع دي [/quote:6d94d03e63]
داغلطه جمله ده ٠ بالغ نه ئې چه څه ليکې پر خپله ليکنه ٠ او فسحه نه ده ٠ ولي څو قيسمه معنی لري ٠
فسحه ليکنه هغه ته ويل کيږي ٠ چه ټوله لوستونکي يو مفهم ځيندي واخلي ٠
که تاسو پر خپله ليکنه بالغ وای نو دغه جمله به مو وغسي نه ليکلای ٠
داسي ليکل کيږي شرعأ ٠ [color=red:6d94d03e63]ټوله مسلمانان پخپلو کړووړو کي د الهي قوانينو تابع دي [/color:6d94d03e63]
[quote:6d94d03e63]وﻻتلقوا بايديکم الي التهلکة ))[/quote:6d94d03e63]
زه نوايم چي ځان مړ کړه٠ او دغاره راووزه ٠ خو په اوله ورځ دي داسوچ او تحليل دي ولي نه کاوه ٠
چه يونفر دي د دنيا محکمې ته پلاس ور کړيوای ٠ د 20 زه طاليبانو مرګ او حکومت به دي هم ساتلی وای ٠

[quote:6d94d03e63]((نبی د رسالت سند پلاس ي وو٠ ستاسو کوم دحکومت سند درلودۍ ٠ په UN کي مو چوکۍ نه درلوده )) وروره کاشکي تاسي غوندي پو هانو داسي خبر نه واي ليکلي ځکه تاسي د رسالت دسند په مقابل کي UN ليکلي له کوم څخه چي معلوميږي چي ستاسي په نزد حکومت فقط په رسالت اود يو اين په چوکۍ جوړيږي اوبس . که داسي نه وي او ما ستاسي له ليکني څخه غلط اقتباس اخستې وي نو محترمه لږ په روښانه تورو وليکه چي اسلامي حکومت په کومو شيانو رامنځته کيږي ؟؟؟ .[/quote:6d94d03e63]
مشروعيت دوه شکله نن پيداکړي ٠ يو چه افغان ملت ته مشروع وي او بل اسلامي او غيري اسلامي (UN ) ته
او تاسو سره دواړه نوه ٠
٠
[quote:6d94d03e63]داسي ډير احاديث سته چه زمانه ئې نېستي سوې ده ٠ نو عمل ځای ئې نسته ٠ په زور ئې زمانه نسې پيداکولای )) عزتمنه اودقدروړه تاسي مخکي هم داسي څه ليکلي وو زه حيران دې ته يم چي تاسي ولي دجهاد احکام زاړه بولۍ ؟ ايا پدې اړه تاسي کوم شرعي دليل وړاندي کوﻻي شۍ چي په هغه کي دي ويل شوي وي چي جهادي احکام بدليږي ز مونږ مخي ته خو يو حديث پروت دی چي وايي چي جهاد به (بې له کومه فرقه دهغه په احکامو کي) ترقيامته پوري روان وي . کچيري ټول احکام بدلون مومي نو بيا دا دلمانځه روژې حج زکات احکام هم ښايي بدل شي حال داچي دهغوي دبدلون تاسي هم قايل نه ياست نو کله چي هغه احکام بدلون نه مومي نو بيا جهادي احکام بدلول څه معنا لري ؟؟؟[/quote:6d94d03e63]
هو ګرانه وروره ٠ د کوم حديث چه زمانه نېستي سي ٠ نو واضع ده چي عمل نه پکيږي ٠
دا جمله، پوهه زما خپله ده ٠ حوله مي زه پخپله يم ٠ د غلامۍ زمانه نيستي سوه ٠ په هيڅ حديث د نبي عمل نکيږي ٠ که ته ئې نه منې ٠ ته راته وليکه کله چه روسۍطياره چي طاليبانو راکښته کړه٠ ولي تاسو هغه
غلامان نکړه ٠ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[quote:6d94d03e63]ولي خالص دجهادي احکامو بدليدو ته ليواله دی ؟؟؟[/quote:6d94d03e63]
ځکه چي فرض عين نه دې ٠ مشروط عمل دې ٠ او زده کړه غواړي ٠ ستاسو نه زده ٠خپل ځانونه وژنې ٠ ګناه ده
که قدرت ، زده کړه،مشروع ، اواجماع هم وسي زه مو هم ملګری يم ٠
د نن عصري فقها وو اجماع چوړه کړه ٠ نو بيا د جهاد اعلان وکړه که مي ځان وکښۍ ٠ نو ملامت يم ٠
نن ته ملامت ئې ٠
نور نه غواړم چه اياتونه او احاديث په دغه موضع کي در سره تبادله کم ٠ ولي بيا ايت جنګي ترې جوړيږي ٠
ګناه ده ٠
حليمي


Azad Nazer
13.07.2004

<<الحمدالله موږ خو لمنځونه کوو برېتونه خريو ږيره لرو٠ زه فکر کوم چه ته به زموږ په معکوس موقف لرې ؟؟؟؟
زه فکرکوم چه پخپله ته په بړستن کي پېچلۍ ئې او طاليبانو ته دغه نعرې وهه ورسۍ الله دي برئ پر درکي ٠ ؟؟؟؟
زه که دطالب په فکر يا تحليل ملګری وای نو په والله که بل ځای وای بيله د طالب دڅنکه ٠ ته چيرئی اوس ؟؟؟ >>

حليمي صاحب !

دبې سواده او نيمچه طالبانو دپاره همدومره سبق بس دې ، د نورې زده کړې توان نه لري ٠څه به وايي سرپرې مه ګرځوه ٠
دقاتلانو اوغلولمونځ ؟ :lol: :lol: :lol:

من کافری عشقم خداکافرماست ******* من پيری خدا ام خدامرشدماست

احترام
ازادنظر


Mazloom
13.07.2004

درنووروڼو سلامونه مي ومنۍ. دطالب جان نه مننه کوم چي په دې مسأله کي يي ځمونږ شرعي راهنمايي وکوله .کله چي مسأله په شريعت برابره ده اوس نو هيڅوک دا حق نلري چي په طالب جان اويا په شرعي مسألو باندي انتقادونه يه انکار وکړي . دشرعي مسألې له معلوميدا وروسته له هغې انکار يا يي په ليکونکي بدررد ويل داسلامي تعليماتو منافي خبره ده ما دابحث له سره تر پايه ووايه طالب جان هرڅه په دليل ليکلي اودانور هسي لګيا دي . دليل خو له دوي سره نشته نو ځکه همدا عبث ګوييوي کوي .
پدې موضوع کي ما داسي څه ونه ليدل چي هغه دي طالب جان دځان د فايدي لپاره ليکلي وي مګر بعضو هغه ته بد رد ويلي ګورۍ دوستانو هغه زمونږ اوتاسو عالم ورور دي دهغه په شان کي داسي څه چي تاسوويلي ښه کار نه دې . زه په پورته مسأله کي دطالب جان ملا تړ کوم او ليکني ته يي احترام لرم .
دعبدالکريم خبري ځکه ناوړه اونه منونکي دي چي په ګران هيواد يي امريکا يي يرغل روا بللي حال داچي شته داسي بي مذهبه اوسيکولر امريکايان چي دابريد ناروا بولي او غندي يي نوت ه ځانته څنګه مسلمان بيا ملا وايي چي دکفارو ملاتړ دي کړي پدي ليکنه کي دي هغه کونډي اويتيمان سترګو ته نه دريدل چي خاوندان او پلرونه يي په امريکي بمباري کي شهيدان شول ته به دطالب جان مخالف يي مګرد داسي بي ضميره ليکنو اجازه هيڅکله نه درکوو. اسلام خو داسي نيمچه ملايانو تباه کړ چي دخپلي تنګ نظري له لاسه ورته د پوهنتون وال مسلمان نه ښکاري .
ريښتيا ده چي نيم داکتر خطرۀ جان نيم ملا خطرۀ ايمان


نقاد
13.07.2004

دروند او محترم ورور طالب جان ته سلامونه او درناوی!
تاسو ليکلي:
[quote:b6861a2c29]عزتمن ورور نقاد صيب ليکلي :
((د ابو سفيان په تجارتي قافله کې ډير هغه مالونه وو، چې د مسلمانانو له کورونو څخه په زور زياتي سره د کفارو لاسته ورغلي وو او مهاجرين ډير بي وځلي او نيستمن شوي هم وو.نو د خپل مال تر ﻻسه کول هم روا او هم ضروري وو. د امريکا په تجارتي سينټر کې نه خو د بن ﻻدن او نه د اسلام کومه مالي پانګه يرغمل شوې وه )) .
عزتمنه وروره : که ستا خبره فرضا ومنل شي نوايا امريکې دمسلمانانوشتمنۍ نه دي وړي ؟؟؟ ايا په ورلډ ټريډ سنټر کي دمسلمانانو دوينو راکړه ورکړه نه کيده ؟؟؟ ايا دسعودي ، کويټ ، اوپه اوس مهال کي دعراق تيل دچا شتمني ده چي په بيرلو بيرلو امريکي ته روان دي ؟؟؟ [/quote:b6861a2c29]
وروره په سعودي او کويټ کې چې تيل د هر چا شتمني وي، دغه تيل د سعودي او کويټ د حکومتونو له خوا پلورل کيږي ، دا دواړه حکومتونه اسلاميحکومتونه هم دي او کافر نه دي او تر اوسه پورې يې نه خپل مسلمان اولس پر ضد راپاڅېدلی دی او نه هم د نورو اسلامي هيوادونو له خوا پرې د کفر يا ظالمو حکومتونو شرعي فتوه
پرې صادره شوې ده او نه هم د نوموړو هيوادونو مسلمان اولس بن لادن ته مراجعه کړې وه، چې مونږ د امريکا له شرڅخه خلاص کړه. وختې چې دا يو حالت هم نه و، نو بيا بن ﻻ دن د چا په نامه او د چا له پاره په نړيوال تجارتې مرکز بريد وکړ . بله داچې بن ﻻ دن د نړۍ د کوم هيواد د مسلمانانو اولسمشر او قايد دی ؟ که دی د يوه عربي اسلامي هيواد خليفه هم وای نو بيا هم به لږ تر لږه د هغه هيواد مسلمان اولس دده تر شا ولاړ وای .نه دا چې محض د پيسو په زور يوه ډله ګۍ واخلي ، تر بيه يې کړي او پر ځان وژونکو بريدونو يې وګماري.
سر بيره پر دې بن ﻻدن ښه پوهيده چې په دې کار سره به امريکا د افغانستان طالب چارواکي راوپرځوي. خو هغه ته دا بې تفاوته وه چې د افغانستا ن خپلواکي او ازادي له منځه يوسي ، په زرګونو او لکونو افغانان په کې وژل کيږي ، ښځې واړه او سپين ږيري په کې له منځه ځي ، تر څو چې نوموړی په افغانستان کې نه وي دده په سر نه سعوديانو ته، نه کويټيانو ته او نه عرقيانو ته څه خطر متوجه کيږي، بلکې هر څه افغانانو او افغانستان ته متوجه کيږي ، لکه چې ومو ليدل ، امريکايان نه سعودي ته او نه کويت ته دده له وجې ﻻړل، بلکې زمونږ وطن يې وران ويجاړ او محاصره کړ. که څوک دې ډول سياسي تجارت ته جهاد وايي د خپل مظلوم او غمځپلي افغان اولس به يې زړه نه سوزي او د هغه نورې تباهۍ ته به يې هم ملا تړلې وي. همدا اوس که طالب له اخلال څخه ﻻس واخلي ، په انتخاباتو کې اصولي ونډه واخلي او له سوله ييز تبليغي جهاد څخه کار واخلي ، د نورو ورونو سره يوځای مبارزه او مجاهده وکړي څو بهرنۍ القاعده او داخلي ټوپک سالاران ورک شي ، نو بيا به په ملي اتفاق او تړون سره په يوه غږ او يوه آواز سره امريکايانو ته هم ځواب ورکړو چې نور ژر تر ژره زمونږ له هيواد څخه ووځي او که داسې نه کوي ، نو همدوی دي چې له کبله يې امريکايان راغلي او همدوی دي چې امريکايان په هيواد کې مصروف ساتي او ملت نه پريږدي چې امريکايانو ته رخصت ورکړي. .


سباوون ننگرهاری
13.07.2004

طالب جانه خدای دې په زړه درحم اوبه توی کړه. تاسي ليکلي که اتوم بم دې جوړولای شوی نو ټول (کفار) به دې ورباندې ختم کړي وی. زه په دې کې هيڅ شک نه لرم. او نه يوازې ستاسې په اصطلاح کفار بلکې له طالب ډوله مسلمانانو پرته ټول سپيڅلي مسلمانان به مو هم ژوندوي نه وی پريښي. په ساينس کې د بشريت په ګټه هم شيان زده کيږي. همدا اوس چې خپل اورتودوکس تبليغات دکمپيوتر او انترنيت د لارې نه کوې ، او خپل نوم هم پټ ساتې نود ادساينس برکت دی او دا هماغه خلکو جوړکړي چې ته ورته کفار وايي. هغوی چې د اتوم بم اوله هغه نه نورې پرمختللې وسلې هم لري خو ته دادی ژوندی ګرځې او هيڅ چا درباندې ونه کارولي. همدلته دې خپل اخلاقې کمزورتيا ونه ښوده؟ ښايي همدا دليل و چې خدای(ج) له قدرته وغورځولی او دقصرونو په ځای مو دغرونو سمڅې او مغارې په نصيب شوې. ډير اسلامې هيوادونه او علما موجوددي خو هيڅ چا هم تراوسه په دومره زوړرتيا د سپتمبر د يولسمې د قتل عام په باب چې مسلمانان هم په کې ووژل شود شرعيت سره سم عمل نه دی ښودلی. خو تاسې ورته شاباس وايي. زما ددې ليکنې مانا دانه ده چې د غربي نړۍ ملاتړ کوم بلکې بشري احساس لرم او دډاډول وژنو له وحشت څخه کرکه لرم. ستادوروستی ليکنې څخه مې داسې نتيجه ترلاسه کړه چې نوردا بحث له تاسره اوږدول هيڅ کومه ګټه نه لري ځکه ستاليکنې يوه له بلې تند تره او لاخطرناکې دي. داپه دې باب زما وروستی ليکنه ده. وسلام


نقاد
15.07.2004

درنو لوستونکو ، له سلام وروسته مو پام دې خبرې ته راګرځوم چې اسلام دسولې ، خير اواجتماعي پر مختګ دين دی. که د اديانو تاريخ ته وګورو هر اسماني دين د ټولنيز خير او پرمختګ دين ثابتيږي، خو دوه وروستۍ کلمې په خپل حال نه پاتې کيږي: د دين د نزول او برياليتوب په لومړۍ دوره کې خير او پر مختګ دواړه څرګند ليدل شوی او لومړی يې يو ستر بدلون په ټولنه او اخلاقو کې منځ ته راوړی دی. وروسته چې پرمختګ او اجتماعي عدالت نور کم شوی او پرمختګ ورک شوی ، نو د خير په برخه کې هم دخبرو او عمل ترمنځ توپير رامنځته شوی دی، خبرې هماغسې ښې کيږي خو عمل پرې حتی هغه مبلغ پخپله هم نه کوي چې نورو ته ﻻر ښيي. او د پرمختګ نشتوالي خو بالکل د دين د منسوخ کيدلو سبب ګرځيدلی ی . څه دينونه چې الله تعالی منسوخ کړي ، دا هغه وخت شوي چې اړونده دين به نور د پرمختګ مخه نيوله او د بشري ټولنې د د حرکت او بشپړتيا پر زوﻻنو به اووښتی و، يا په بله وينا دزاړه دين محتوا به د بشپړتيا او پرمختګ غوښتنواو پوښتنو ته په خپله غيږه کې نور ځای نه درلود او مثبت ځواب يې نشو ورکولای. اسلام چې وروستی اوجامع دين دی، نو هغه له همدې کبله جامع دين دی چې کولی شي د سولې، ټولنيز خير او پر مختګ غوښتنو او پوښتنو ته مثبت ځوابونه ورکړي او تل د پرمختګ، خير او اجتماعي عدالت مخکښ دين اوسي . خو زمونږ ملايان له دې رسالت څخه بي خبره پاتې دي او د طالب جان په څېر، چې يو رسيدلی ملاهم دی، غواړي اسلام د منسوخو اديانو ليکې ته په څټ ور وتمبوي ، له اسلام هغه څخه د خير او پرمختګ متن او غايه ورکه کړې ،بشر دوست جامع او کائن خصلت يې په تنګ نظرۍ او سختدريځۍ واړوي او د تنوير او علميت لوښه يې ديوه ملا عمر او يوه بنﻻدن په ﻻس کې دجهاد په بهانه د خير او فلاح پر ځای د فساد او ترهګرۍ په يوه تيره توره بدل کاندي ، خو دې ته متوجه نه دي چې دا توره دوی په حقيقت کې د اسلام د دښمن پسې نه ده راويستلې، بلکې پخپله يې د اسلام په مرۍ ايښې ده. همدا اوس هم اسلام ته ددوی د خدمت او د اسلام سره د يهودو ددوښمنۍ تر منځ فرق نه دی معلوم ، چې په ورلډ تريډ سنټر باندې د سپتمبر د ١١ نېټې بريد دوی د ا سلام په بهانه کړی که يهودو د اسلام د درسوا کولو او سپکاوي له پاره تر سره کړی دی. [color=yellow:42140d45c9] يو بد عمل او دوه متضاد تفسيرونه [/color:42140d45c9]، دانو عمل د نظر ، او پرکتيک د حقيقت معيار يا محک نشو، بلکې انګيرنې ، پروپاګند او ايديالوژۍ د حقيقت معيار شو. په دې ډول ملا يان غواړي له دين څخه د سياسي قدرت د نيولو او ساتلو يوه غضبميره و سيله جوړه کړي او د خپلو نادودو له ﻻرې د خلکو زړونه له اسلام څخه تور کړي.
مونږ له طالب جان څخه هيله لرو، او د اسلامي ورور ولۍ او افغاني خواخوږۍ مشوره ورکوو چې د اسلام له پاره د نړيوال او جهان شموله دين، د بشر له پاره د خير ،عدالت او پرمختګ غوښتونکي دين په توګه تبليغ وکړي او د ا سلام د حقيقت اوتحقق ځواک او سوله راوړونکی پيغام نړيوالو ته روښانه کړي، هغه څه چې د حليم او متشرع اسلامي عالم استاد حليمي صاحب په وينا او ليکنو کې له ورايه ځليږي، د هغې سره خپله منطقي ژبه او فساحت يو او يوځای کړي ، او د ترهګريو له ستاينو څخه د اسلام په ګټه او د ا سلام د مقدس دين د خدمت له پاره ﻻس واخلي. و من الله التوفيق .



طالب جان
15.07.2004

محترمو مکرمو عزتمنو او دقدر وړو وروڼو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
يووار بيا ستاسي له نظرڅرګندولونه مننه کوم . ستاسي نظرونه ماته دارزښت وړدي ځکه ورته داحترام په سترګه ګورم داځانته خبره ده چي په پورتنۍ مسأله کي ستاسي نظرونه له يوې حقي شرعي پيښي سره سمون نه خوري ځکه نوکه په ليکنه کي لږ له سړې سينې کارواخلۍ مهرباني به مووي .
ځمادليکني له کبله د اميرالمؤمنين ملا محمدعمر- مجاهد- حفظه الله په شان کي بې ادبه اودليکني له بنسټيزو اصولو لري توري ليکل دهيڅ مؤدب سړي کارنه دی بيا ستاسي په شان له روڼ اندو ، مؤدبو، ازاد نظرو پوهانو سره خوخداي شته داسي څه ليکل بيخي نه ښايي .ما داليکنه نه داميرالمؤمنين -حفظه الله - په امرليکلي نه دشيخ اسامه بن محمد بن ﻻدن -ادام الله حياته - په وينا. داليکنه ما پخپل آنددشرعي قوانينوپه رڼا اودهغوقوانينو په مراعات کولوسره وروسته له ډيره سوچه اوددې مسألې د شا اومخ له څيړلوڅخه وروسته ليکلي ده ځکه نو نوموړي دوه کسان ښايي بيا په بدو ياد نه شي .
[quote:fc3b6f77de]که بې له شکه په لوی الله ج ايمان لرئ نو:
١: کور کي هره ورځ د دنيا کوم نعمات نوش جان کوئ؟
٢: د خپلو عايداتو څخه څومره برخه يي د مجاهديتيمانو ته مرسته کوئ؟
٣: آيا کور کي تلويزيون نلرئ او نامحرمه پکي نه ګورئ اوآيا قيمت به يي وواياست؟ د خپلې ګېډې به څېړل نه ليکو علمي به سره غږيږوطالب جانه!!!دا ستا تخيلي اسلامي احکام زه غندم او تاسو داسلام د مقدس دين د بدنامۍ موجب ګرځئ٠ [/quote:fc3b6f77de]
عزتمنه غروال صيب : داخبري په يادلره دابه بيا دآخيرت په ورځ سره ثابتوو که خير وو. زه چي په ټول افغان کي هره شرعي مسأله ليکم دهغي په اړه دآخيرت په ورځ دخداي جل جلاله په حضور کي ځواب ور کولو ته تياريم . آيا تاسي به په آخيرت کي خداي جل جلاله ته دخپلو ليکنو ځواب ورکړۍ ؟؟؟
[quote:fc3b6f77de]بنده محمد نادر غروال د فيض محمدغروال زوي د پيرتخان لمسۍ په قوم ځاځۍ خټه پښتون ولايت پکتيا ولسوالي ځاځي په پلرينه ځړکوټۍ!!![/quote:fc3b6f77de]
غروال صيب کاشکي مودکور ادرس هم ليکلاي واي ممکن په نژدې وخت کي مي دروازه درټکولي واي .يوه ميلمستيابه مي درباندي اړولي وه وروره .
[quote:fc3b6f77de]اولاد مي نن د 12 کالو دۍ د ځانهي مسافر کړی په مدرسه کي اوسيږي ٠ د اسلامي درس طالب دې ٠[/quote:fc3b6f77de]
حليمي صيب : خداي جل جلاله دي ستاسي ځامن باعمله عالمان وګرځوي يقينا په امريکي چاپيريال کي ځامن داسلامي درس لپاره مسافر کول غټه قرباني ده الله تعالی دي له تاسي څخه قبوله کړي .آمين ثم آمين دالاندي ټپه ستاسي طالبانو ځامنو ته ډالۍ کوم :
[color=blue:fc3b6f77de] خداي مودعلم باغ سمسورکړه _چي شنه طوطيان مو بهره مندله باغه ځينه [/color:fc3b6f77de]

[quote:fc3b6f77de]پر بن لادن ،طاليبانو حمله مشروع حمله ده [/quote:fc3b6f77de]
حليمي صيب : ايا داعجيبه خبره نه ده چي په مسلمانو بېوزلو اومظلوموهيوادوالو دي کفري ناروابريدمشروع اورواوي . اوپه کافروظالمويهودانودي روا اسلامي بريد(جهاد) نا مشروع وي .
تاسي ليکلي چي غوث اعظم صيب ټول عمر جهادنه ووکړی . وروره ځما په آند غوث اعظم يو الله جل جلا له دی اوبس . هوهغه چي ته يي ښيي هغه به يوولي وومګر دهغه جهادنه کول ځمونږلپاره دجهادنه کولودليل نه شي ګرځيدﻻي . ځکه چي زمونږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم مجاهدتير شوی اومونږته يي ترقيامته پوري دجهادکولو امرراکړی نوزمونږلپاره دنبي صلی الله عليه وسلم کړه آييډيل دي نه دهغو په مقابل کي ديوه ولي عمل .
حليمي صيب تاسي واياست چي دجهاد وخت تيردی . دعزت وړه په ډيراحترام سره ښايي ستاسي په حضور کي ووايم چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خوفرمايلي دي چي جهادبه ترقيامته پوري روان وي نوفکر نه کوۍ چي دلته به ستاسي خبر له صريح حديث سره معارضه وي؟؟؟ نوکله چي دامام ابو حنيفه رحمه الله قول له حديث سره معارض وي هم عمل نه پرې کيږي نوستاسي په قول مونږ څنګه عمل وکړو؟؟؟ اوآيا دجهاد لپاره به تراوس وخت نورهم کوم مناسب وخت راځي چي کفار ځمونږ ټاټوبي ته راغلي دي ځمونږ په عزت خاوره اوناموس يي تيرې کړی اوکوي يي لګيا دي نوچي اوس هم دجهاد وخت نه وي فکر کوم چي بيا به کله هم جهاد روا نشي .
[quote:fc3b6f77de]داغلطه جمله ده ٠ بالغ نه ئې چه څه ليکې پر خپله ليکنه ٠ او فسحه نه ده ٠ ولي څو قيسمه معنی لري ٠ فسحه ليکنه هغه ته ويل کيږي ٠ چه ټوله لوستونکي يو مفهم ځيندي واخلي ٠
که تاسو پر خپله ليکنه بالغ وای نو دغه جمله به مو وغسي نه ليکلای ٠
داسي ليکل کيږي شرعأ ٠ ټوله مسلمانان پخپلو کړووړو کي د الهي قوانينو تابع دي[/quote:fc3b6f77de]
وروره ماچي څه ليکلي زه اوس هم پخپله ليکنه وﻻړ يم چي ما صحيح ليکلي . ځکه چي داصول فقهي په وتلي کتاب ( نورالانوار ) کي ملاجيون رحمه ا لله په ٦٣ مخ دامر په بحث کي داسي فرمايلي : (( واماالکفارمخاطبون باالامربا الايمان وباالمشروع من العقوبات والمعاملات )) ژباړه : خداي تعالی کفار هم دايمان په راوړلو مخاطب کړي همداراز کفار په ټولوشرعي کړووو مکلف دي که هغه دعقوباتوله ټولۍ نه وي اوکه دمعاملاتو . نو وروره ځماليکنه داصول فقهي په قاعده برابره ده هيڅ غلطي نه پکي ليدل کيږي اما ستاسي ليکنه دلته لږ کمزوري ښکاري دکمزوري لامل يي تاسي ته ښه در معلوميږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more