نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
رښتینی
08.01.2008
(۸)
اتمه برخه
[size=24:3e74f494ca]استقلال[/size:3e74f494ca]
---------------------------------------
پرلپسی کار
دکمونیسټ چین پخوانی مشر ماوزی تنګ یوه ډیره جالبه کیسه لیکلی ده هغه کاږی چی پخوا زمانه دچین په شمال کی یو سپین ږیرۍ سړۍ اوسیدی دده دکور مخ دجنوب په لور و او ستونزه یی داوه چی دده د وره په خوله کی دووه دنګ غرونه ولاړ وو چی دهغو له کبله دلمر وړانګی دده کور ته بیخی نه رالویدلی یو ورځ دی سپینږیری خپل ځوان زامن را وغوښتل او ورته ویی ویل چی راځۍ دا غرونه ونړوو څو زموږ کورته دلمر د وړانګو لاره خلاصه شی . دسپينږیری یو ګاونډۍ دده په دی پلان خبر شو او په خندا یی دی سپینږیری ته وویل : زه مخکی هم پوهیدم چی ته یوناپوهه سړۍ یی خو داسی ګومان می نه کاوی چی دومره زیات به کم عقل یی ایا داڅنګه شونی ده چی تاسو په خپلو کیندنو سره دادنګ غرونه له دی ځایه لری او ونړوۍ !!
سپینږیری ورته وویل ستا خبره سمه ده خو چی زه مړ شم زما زامن به داد کیندنو کار پر مخ ولی اوچی هغه مړه شی دهغوی زامن به دا کیندنی روانی لری او که هغه مړه شی دهغو زامن به داکار جاری لری او په دی توګه به دادکیندنوکار جاری وی نو ته پوهیږی چی بیا به دا غرونه په اینده کی دومره دنګ نشی پاتی او هره ورځ جاری کیندنی به ددوی دا لوړوالی راکموی نوکه نن نه وی یوه ورځ به داسی راشی چی ددی غرونو ستونزه به زموږ دکور له مخی لری شوی وی
داجالبه کیسه موږته دا راښیی چی دلوی بریالیتوب له پاره هروخت لوی لوی پلانونه په کار دی که ته غواړی په دی نړۍ کی لوی بریالیتوب ترلاسه کړی نو لوی پلان برابرولوته به ملاتړی اوهغه ټولی غوښتنی به پوره کوی چی یو لوی پلان اړتیا ورته لری
دا یو حقیقت دی چی دستونزو په مقابل کی د هغو حل ډیر ځواکمن وی ستونزی هر وخت محدودی وی او دحل لاری چاری لامحدودی او ځواکمنی وی که تاسو دیوی ستونزی دحل له پاره یوسنجولی پلان په پرلپسی توګه جاری وساتئ او داجریان ان نسلونو ته منتقل شی او هغوی یی هم جاری ولری نو بیا ستاسو په مخ کی غرونه هم نشی ټینګیدلی اوکولی شئ په هرډول سیند باندی لاره بیامومئ څوک چی دپرلپسی کار له پاره تیاری ولری دهغه په مخکی غرونه اوسیندونه خنډ نشی واقع کیدلی
رښتینی
10.01.2008
هره بریاوخت غواړی
اکسفورډ پوهنتون په کال ۱۱۶۳م کی جوړ شوی دی ددی پوهتنون ښکلی او شنه چمنونه شهرت لری یوه ملیړتر امریکایی یووخت هغه ولیدل نو ډیر یی خوښ شول او په زړه کیی واچول چی په خپل سرای کی به داسی چمن کرم او داکسفورډ له مالی نه یی پوښتنه وکړه :
په داډول چمن برابرولوباندی به څو ډالره لګښت راشی ؟
مالی په درنه لهجه ورغبرګه کړه مفت او ویړیا .
...څنګه مفت اوویړیا ؟
...ویړیا داسی چی ته خپله ځمکه برابره او تیاره کړه او واښه پکی وکره کله چی واښه یوڅه رالوی شی نو هغه وریبه او رولر پری تیر کړه او داکار پنځه سوه کالی جاری ولره کله چی پنځه سوه کاله پوره شول نو ستا په کور کی به همداسی چمن تیار وی داد وخت خبره ده نه دارزښت
کله چی ماښام لمر ډوب شی او ته غواړی چی بیا دسهار نظاره وکړی نو ته به ټوله شپه انتظار کوی دا شپه چی سبا شوی نه وی ته نشی کولی دسهار دسها رد مهال نظاره وکړی له تاسره دیوی ونی نیال ده او ته غواړی هغه دیوی ګوری ونی په جول کی ووینی نو ته به ددی ارمان دپوره کیدلو له پاره ۲۵ کاله انتظار کوی او له دی مخکی له دی نیال نه ونه نشی جوړیدلی داراز دقدرت دټولوپیښو دښکاره کیدلو له پاره ټاکلی (وخت) وی یوه پیښه هم له هغه وخته مخکی نشی رامنځته کیدلی له وخت نه مراد هغه موده ده چی په هغه کی یوکار جریان ولری او بیا په همدی موده کی تکمیل ته ورسیږی دقدرت په ټول نظام او اډاوڼه کی دا اصول روان او جاری دی له انسانه پرته پهنورو ټولو مخلوقاتو کی دا اصول له خدایی نظام سره سم چلیږی او انسان له خپلی ارادی سره سم دا اصول په په خپل ژوند کی غوره کوی مخلوقات په خپل دی ټول نظام سره انسان ته دا درس ورکوی چی دپیښو دښکاره کیدلو او رامنځته کیدلو له پاره کوم واقعی تدبیر غوره کول په کار دی څو انسان په دی نړۍ کی بریا ترلاسه کړی
که دشخصی ژوند دودانولو معامله ده او یاد ملی ژوند دتیارولو او هغه ته دودی ورکولو موضوع ده په دواړو اړخونو کی دانسان له پاره یواځنی لاره داده چی هغهباید له سر نه د خپل ژوند سفر پیل کړی او له ټاکلی مودی مخکی باید دپایلی لاس ته راوړلو هیله ونلری او که نه دده مثال به دهغه مسافر په څیر وی چی په روان ریل ګاډی کی ناست وی او غواړی د تم ځای له رارسیدلو مخکی په تم ځای کوز شی دا مسافر که که له وخته مخکی دخپلی ډبی دروازه پرانزی او لاندی ټوپ کړی نو له هغه وروسته چی دی کوم ځای ته رسیږی هغه به دده مطلوبه منزل نه بلکی قبر وی هره بریا چی له هرشی مخکی کوم شی ته ډیره اړتیا لری هغه وخت دی خو دبریالیتوب دی بیی پریکولوته انسان چمتو ندی
رښتینی
11.01.2008
دکاڼی درس
د راجستان یو ځوان دلیسی په ازموینه کی ناکام شو دویم کال یی بیا امتحان ورکولوته ځان تیار کړ خو بیا هم ناکام شو او په دریم کال یی چی ددریم ځل له پاره دخپلی ناکامی پایله ولیدله نو خورا زیات خواشینی شو او دومره خپه شو چی له کور نه د تیښتی لاره یی غوره کړه
له کوره چی ښه لیری ولاړ په لاره کی یوه کلی ته ورسیدی او له اوږده مزله وروسته تږی شو دکلی په ځنګ کی یی یوڅو میرمنی او ماشومان ولیدل چی له یوی چینی نه یی لوښی اومنګی ډکول او دی د چینی خواته ورغی خو ده دچینی په غاړه یو منظر ولید هغه که څه هم په ښکاره کوچنی مالومیدی خو ده له هغه نه خورا لوی عبرت ترلاسه کړ د اوبو څښل او خپله تنده ماتول یی هیر شول او له دی منظر نهډیر اغیزمن شو او ګواکی دومره لوی شی یی ترلاه کړ چی هغه له دی اوبو نه ډیر ارزښتناک و
د چینی په غاړه ده ولیدل چی کله دکلی میرمنی چینی ته داوبو له پاره راځی نو په ټولیزه توګه له هغوی سره دووه ګړی وی او دمنګیو دډکولو په مهال هغوی یو منګی د چینی په غاړه تیږه باندی کیږدی او بل په چینه کی ډوب کړی ده چی دمنګی لاندی کاڼی ته وکتل هغه د منګیو دډیر ځله کیښودلو او پورته کولو له کبله سولیدلی و او هغه دمګی دکیښودلو ځای له ورایه ژور مالومیدی
ده سوچ وکړ چی منګی له خاورو جوړ شوی څیز دی خو په کاڼی باندی دبیا بیا کیښودلو له کبله یی کاڼی سولولی او ژور کړی دی او ددی مقاومت له کبله منګی په کاڼی باندی بریالیتوب ترلاسه کړی دی او دیوه کمزوری څیز په پرلپسی توګه کار هغه په یوه کلک شی باندی غالب او برلاسه کړی دی دی ځوان فکر وکړ چی که زه په ازموینو کی بیا بیا خواری وکړم نو په خپله کمزوری به برلاسی نشم او په خپلو ازموینو کی به بریالی نشم
په دی سوچ سره د تیښتی لاره نیوونکی زده کوونکی ودریدی او خپل کورته بیرته راستون شو او بیا یی د زده کړو له پاره هڅو ته ملا وتړله او په راتلونکی کال کی د څلرم ځل له پاره دازموینی ورکولی په چوکی کیناست او داځل پایله بیخی په هیښوونکی توګه مخالفه را ووتله او د لومړی درجه بریالیتوب یی ترلاسه کړ له دری ځله ناکامی وروسته یی لومړی درجه بریالیتوب ترلاسه کړد کاڼی دادرس ددی ځوان له پاره دومره کارګر وخوت چی دده دژوند لوری بدل شو کوم ځوان په لیسه کی دری ځله ناکام شوی ځوان به له دی وروسته هر ځل لومړی درجه بریالیتوب ترلاسه کاوی تر دی پوری چی په ایم ای کی هم په لومړی درجه بریالی شو او له هغه وروسته په یوه چانس سره کوم باندنی هیواد ته ولاړی او هلته دډاکټری له ډګری ترلاسه کولو وروسته بیرته راستون شو دا کومه عجیبه پیښه نه ده چی یواځی په یوه کلی کی رامنځته شوی ده حقیقت دادی چی هر ځای داسی کاڼی شته چی هغه انسان ته دژوند درس ورکوی او انسان ته دبریالیتوب لوری ته نغوتی کوی خو دا په دی شرط چی انسان په خپل ځان کی د پند اخیستلو وړتیا پیداکاندی او که څوک دا وړتیا ولری نو دهغه په څنګ کی هم داسی کاڼی پیداکیدلی شی چی هغه کولی شی دراجستان دځوان په څیر درس او پند ورنه ترلالسه کړی
رښتینی
11.01.2008
خپله ماته منل
دامریکا یوه کس په کال ۱۸۳۱م کی خپل تجارتی کاروبار پیل کړخوپه تجارت کی بریایلی نشو او پهدی ډګر کی له ماتی وروسته یی دهیواد په سیاست کی برخه واخیستله خو په سیاست کی هم نامراده شو اوبریالیتوب یی په برخه نشو او ددویم ځل له پاره یی بیا تجارت ته مخه کړه خو داځل هم په تجارت کی بیخونده وخوت او کوم ښکاره بریالیتوب یی ترلاسه نکړ
په کال ۱۸۴۱م کی یی نور اعصابو ځواب ورکړ اوپه کال ۱۸۴۳م کی یی ددویم ځل له پاره ته مخه کړه داځل له دی هیلی سره سیاست ته راغی چی خپل ګوند به یی دکانګرس غړیتوب ته ودروی خو په لخر وخت کی یی دا هیله هم ترسره نشوه او دده نوم دګوند دکاندیدانو په لیست کی را نغی په کال ۱۸۵۵م کی هغه ته دلومړی ځل له پاره داموکه په لاس ورغله چی هغه دسینا دغړیتوب له پاره ودریږی خو داځل یی هم برخه خواره ختله او په ټولټاکنوکی ناکام شو په کال ۱۸۵۸م کی بیا د سینا دغړیتوب د ترلاسه کولو پاره رامخته شو خو پاله هماغه زړه په زړه وختله اوبریالی نشو
دا څوڅو ځله نامراده شوی کس دامریکا په تاریخ کی بیخی وتلی اوپیژندل شوی څیره ده اودابرهام لنکن (۶۵ــ۱۸۰۹) په نامه سره یادیږی چی په کال ۱۸۶۰م کی د امریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر وټاکل شوده دامریکا په پرمختګ کی دومره کار کړی چی چی اوس هغه دنوی امریکا معمار بلل کیږی
ابراهام لنکن دامریکا په تاریخ کی دومره عزت او ویاړ څنګه ترلاسه کړ او دی لوړ مقام ته څنګه ورسیدی ډاکټر نارمن ونسنټ پال دا پوښتنه داسی ځوابوی :هغه پوهیدی چی خپله ماته څنګه باید ومنل شی
he wnew how to accept defeat
دحق او حقیقت خوښونه او پلوی دژوند ترټولو لوی راز دی او خپله ماتی منل دحق خوښونی لوړ او اعلی ډول دی خپله ماته منل دا معنی لری چی ته ددی خبری اعتراف وکړی چی ته له نورو مخکی نه بلکی وروسته پاته یی یا په بله وینا چی ته په واقعی توګه کوم حیثیت لری هغه په نظری توګه ومنی له ماتی منلو وروسته له سړی سره خامخا دا فکر پیداکیږی چی باید خپل سفر جاری ولری ځکه سفر خو هر وخت له هغه ځایه پیل کیږی په کوم ځای چی سړی ولاړ وی نه له هغه ځایه چی هغه ته لاسړی نه وی رسیدلی
رښتینی
13.01.2008
حقیقت خوښونه
دباغ او بڼ دجوړولوکار په باغ کانفرنس یا بڼ غونډه سره نه پیل کیږی بلکی په خپل مناسب وخت کی چی ددی مسلک خلک په ښه ماهرانه توګه نیالونه او بوټی غوره کړی او داراز ځمکه ورته تیاره کړل شی او بیا نیالونه ولګوی نو په دی توګه کیدلی شی چی له ضروری ساتنو سره یوښکلی بڼ تیار شی او دګټی وړ وګرځی
د ملت دتعمیر او جوړولو کار هم کټ مټ داسی لارو چاروته اړتیالری د ملت جوړول په اصل کی دوګړیو او افرادو جوړولو ته وایی یویووګړی باید پوهه کړل شی دیوه یوه فرد پټی پنځیزی وړتیاوی او فطری صلاحیتونه باید را وپارول شی او له هغه نه ریښتونی انسان جوړ کړل شی په هرچاکی باید دا احساس راپیداکړل شی چی هغه باید په سولئیزه توګه خپل کار پرمخ بوځی او دخپل کار دپرمخبیولو په مهال نوروته ستونزی او مشکلات پیدانکړی اودی کار ته دملت جوړونه وایی له دی پرته نور کارونه هسی پوچ شور اوغوغا ده چی دهیچا د درد درمل نشی کیدلی
دانړۍ د مقابلی او ډغرو نړۍ ده دلته هیڅله داسی نشی کیدلی چی د یوچا دکار په مخ کی دی هیڅ خنډونه شتون ونلری او دی کوم سیال ولری په دی نړۍ کی بی له خنډونو او بی له سیالانو خلاص ډګرونه نه مخکی چاته په لاس ورغلی دی او نه اوس کیدلی شی څوک یی ترلاسه کړی اصلا ژوند وایی دی ته چی یوڅوک دخنډونو په منځ کی دځان له پاره لاره وباسی او پرته له خنډونو په صفا ډګر بی له کومی ویری اوترهی منډو ته ژوند نه وایی
انسانی تاریخ موږته راښیی چی انسان خپل ژوند هر وخت په ستونزو او ربړو کی پیل کړی دی اوداراز له تاریخ نه داهم ثابته شوی ده چی دژوند په لاره کی چی هرڅومره ډیر خنډونه وی خو بیا هم دانسان له پاره یوه پرانستی لاره شتون لری او دامید څرک لیدل کیږی چی په هغه سره انسان خپلی موخی ته ځان رسولی شی خو دا لاره دهغو خلکو له پاره وی چی هغوی دلاری له بندو دروازو سره سرونه نه وهی بلکی له نوروخواوو دځان له پاره یوه چوله پیدا کړی او په هغه باندی مخ پر وړاندی روان شی
او تاریخ دا هم ثابتوی چی پیښی که هرڅومره درنی او غټی وی خو دهغو دتلافی شونتیا دانسان له پاره هر وخت پیداکیدلی شی په دی نړۍ کی هیڅ داسی پیښه نشته چی هغه دی انسان دومره له پښو وغورځوی چی هغه دبیا له پاره دژوند پیل کولو له وړتیا ونلری او ودی نشی کولی چی خپل ژوند ددویم ځل له پاره په نوی میتود پیل کړی
کوم شی چی له یوه انسان سره شته ته هم کولی شی هغه شی ترلاسه کړی خو په دی شرط چی په دی رازځان پوهه کړی چی په دی دنیا کی چی هر څوک یو شی ترلاسه کوی هغه دحقیقت خوښونی او په همدی اساس دهڅو په برکت سره ترلاسه کوی نه په تشو تمناو او ارزوګانو سره .
رښتینی
22.01.2008
ژوندیوځل وی
دښوونځی دښوونکی له یوی خبری نه زه ډیر اغیزمن شوی یم هغه دا چی یوه ورځ یی وویل ژوند یوځل سړی ته په لاس ورځی . ده په خپل ژوند تبصره کوله او زیاته یی کړه چی ما له دولسم صنفه وروسته درسونه پریښودل او دمعلمی په کار بوخت شوم او پوهنتون می ونه ویلی چی اوس افسوس کوم ځکه اوس ډیر ښه چانسونه له همدی کبله زما له لاسه ووتل او ما ونشوی کولی له هغو نه ګټه پورته کړم ځکه له ماسره دماسټری شهادتنامه نشته که تاسو لوړه وړتیا ونلرئ نو له لویو لویو موکواوچانسونو نه به بی برخی او محروم پاته کیږئ
دا تبصره زموږ دټولنی په تقریبا ۹۹ په سلو کی خلکو کی ریښتونی ده دکشرتوب مهال دانسان له پاره دځان تیارولو وخت ده خو ډیرۍ وګړی دا ارزښتناک وخت په سمه توګه ونه کاروی او په بی ګټی کارونو کی له لاسه ووځی اوکله چی مسئولیتونه زیات شی او دکار وخت راشی نوانسان مجبور وی اوله کمی تیاری سره دکار ډګرته ووځی او بی که هر څو دده زړه غواړی خو لوی بریالیتوب نشی ترلاسه کولی ده کولی شوی د خپلی وړتیا په برکت یی لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړی وی خو په خپل وخت کی دځان دنه تیارولو له کبله اوس نشی کولی هغه لوړ ځای ته ځان ورسوی
که تاسوپه دی نړۍ کی له کمی تیاری سره دژوند ډګر ته را ووځۍ نو نشۍ کولی په دی نړۍ کی پوره ونډه ترلاسه کړۍ او څوک چی یوځل محروم او بی برخی پاته شی نو ګواکی هغه دتل له پاره بی برخی اومحروم دی ځکه ــــــــــــ ژوند یواځی یوځل سړی ته په لاس ورځی بیا بیا سړی نشی کولی ژوند ترلاسه کړی
کاڼی دهر چا له پاره سخت وی خو دهغه سړی له پاره کاڼی نه وی سخت چی هغه دکاڼی دماتولو سامان ولری دژوند په ټولو برخو کی له داسی پیښو سره سړی مخ کیږی که ته له پوره وړتیا او لیاقت سره د ژوند هر ډګر ته ورشی نو خامخا به خپله برخه ترلاسه کوی او بی برخی به نه پاته کیږی او که له وړتیا پرته دژوند ډګر ته ورشی نو دخپلی برخی د نه موندلو په صورت کی به له بیځایه شکایته نور هیڅ نشی کولی اودا شکایت به دی نور هم بیسیکه کړی ځکه موږ باید چاپیریال ته په تمه نشو موږ باید په خپله وړتیا باور وکړو او که یوڅوک په ځان باور پیداکړی هغه بیا له چاپیر یال نه شکایت ته نه اړ کیږی که یوڅوک له چاپیریال نه شکایت کوی هغه په حقیقت کی نورو ته خپله کمزوری ښکاره کوی ځکه دا شکایت دا معنی لری چی ته دی ډګر ته له پوره تیاری سره نه وی راغلی هغه تیاری چی دلته د خپل حق دترلاسه کولو له پاره ضروری وه .
رښتینی
22.01.2008
دروغژنه لویی
دیوه ځوان کیسه درته کوم ددی ځوان نیکه ډیر لوی تاجر و خو څه موده وروسته یی تجارت ختم شو دی لا ماشوم و چی مور او پلار یی مړه شوی وو نو دی ځوان ته له پلار او نیکه نه په میرات کی څه شی پاته نشول خودایو شی په میراث ورته پاته و چی زما پلار او نیکه لویان او غټان وو
دی لا ځلمی و چی په خپله سیمه کی یی په ډاکخانه کی دډاګیتوب دنده پیداکړه خپلو خپلوانو او خواخوږو مشوره ورکړه چی تا زده کړی لا ندی پوره کړی او تر اوسه ایله له اتم صنف نه فارغ شوی یی نو که یوڅه زده کړی نوری وکړی کولی شی د ډاکخانی مدیریت ترلاسه کړی نو یو څه به ددی کار تنخوا شی او څه به دی د ځمکی حاصلات شی او کار به دی پری روان وی خو د خپلو خواخوږو دمشوری منلو په مخ کی دده دروغژنه لویی او بیځایه ویاړ خنډ شو او دخلکو مشوره یی ونه منله اوله دی پرته دی بیځایه ویاړ او دروغژنی لویی ده ته نور ی ستونزی هم وزیږولی هغه داچی د ډاکخانی له کارکوونکی سره به هر وخت په جګړو اخته و تر دی پوری چی یوه ورځ یی له مدیر سره هم خوله واچوله او په پایله کی یی وظیفه له لاسه ورکړه
دډاکخانی دکار له رخصتیدلو وروسته بیکاره شو نه یی ځان ته بل کار پیداکړ اونه یی زده کړی وکړی له دی وروسته یی کار داو چی دخلکو په منځ کی به یی خپله لویی بیانوله په پلار او نیکه باندی
باندی به یی ویاړل ااو په دی توګه به یی ځان ته تسلی ورکوله دکار له پریښودلو وروسته یی په خپل پټی باندی مامولی ګذاره روانه کړی وه خو هغه یی هم چا په دیکانی ورته پاله تردی پوری چی دښپږو اولادونو خاوند شو او له دی وروسته ستونزو او اړتیا وو ورته رامخه کړه خو بیا یی هم خپله دروغژنه لویی او بیځایه ویاړونه ددی خنډ وو چی خپلی تیروتنی ومنی ده به خپل خپلوان دخپلو بدمرغیو لامل بلل او له هغوی سره به په شخړو بوخت و خو دی له حقیقت نه کاږه تګ هغه ته نوری ستونزی هم وزیږولی تردی پوری چی ذهنی حالت او توازن یی هم یو څه خراب شو او نږدی وه چی دښتو ته پنا یوسی
موجوده نړۍ د حقایقو نړۍ ده دلته له حقایقو سره سمون پیداکول دسړی له پاره تر ټولو ګټور کار دی اوله حقایقو سره دسمون په صورت کی انسان هر څه ترلاسه کولی شی او که له حقیقت سره څوک سون ونلری هغه هیڅ هم نشی ترلاسه کولی دخدای په دی نړۍ کی له دروغژنی لویی نه زیات بی معنی شی بل نشته او دلته دروغژنه لویی یو تباه کوونکی سوچ دی
------------------------------------------------------------------
رښتینی
23.01.2008
نهمه برخه
زغم
صبر
په ټولیزه توګه داسی ګومان کیږی چی صبر یو منفی عمل دی خو داخبره سمه نده حقیقت دادی چی صبر یو مثبت عمل دی بلکی صبر دمثبتو عملونو اساس دی ځکه له صبر پرته هیڅ مثبت عمل نشی ترسره کیدلی رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل ژوند په وروستی پیر کی دشاوخوا عربی قبیلو مشرانو او واکمنو ته دعوتی او بلنیز لیکونه ولیږل دده دا کار په ښکاره توګه یومثبت کار وخو دا مثبت کار دصبر په بیه سره ترلاسه کیده او له دی مخکی دی کارته ده له صبر نه کار اخیستی و او ددی صبر په برکت سره داسی حالات رامنځته شول چی ده وکړای شول دا مثبت کار ترسره کړی .
دا خبره تاریخ روښانه کړی ده چی دا لیکونه دحدیبیی له سولی وروسته لیږل شوی وښکاره خبره ده چی داکار دحدیبی له سولی مخکی هم شونی و نوبیا یی ولی دحدیبی له سولی وروسته ترسره کړ ددی یواځنی لامل دادی چی دحدیبی له سولی مخکی مسلمانان په جګړییزو حالاتو کی راګیر وو سهار او ماښام به د دښمنانو دبرید ویره وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګری یی هر وخت په دفاعی هڅو بوخت وو نو په داسی نابرابرو حالاتو کی دعربوقومی مشرانوته بلنیز لیکونه لیږل په عملی توګه ډیر ستونزمن کار و
دحدیبی سوله دمسلمانانو او ددوی دد ښمنانو ترمنځ دجګړی د اور بند (no war pact)لس کلن تړون و له دی سولی وروسته حالات معتدل او برابر شول او له دی ووروسته ده سمدستی د عربو قبیلوی مشرانوته دلیکونو لیږلو تابیه ونیوله او دا لیکونه یی ولیږل چی تفصیل یی دسیرت په کتابونو کی پروت دی
حقیقت دادی چی له صبر پرته هیڅ مثبت کار نشی ترسره کیدلی ، که ته ددعوت کار کوی نو له مدعو سره به ټولی جګړی او شخړی په یو اړخیزه تو ګه پای ته رسوی ، که ته غواړی غوره اخلاق اختیار کړی نو له خپلی سینی نه به دغرور او تکبر هدیره جوړوی ، که ته غواړی خلکو ته خیر ورسوی او دخلکو خیر غوښتونکی له ځانه جوړ کړی نو په خپله سینه کی به د حسد او کینی اور وژنی ، که ته غواړی له خلکو سره انصاف وکړی ااو له هغوی سره په نیاومنه توګه چلند وکړی نو په خپل ځان کی به انتقامی اود غچ اخیستنی جذبات ختموی ، او دا ټول هغه څه دی چی له صبر سره تړاو لری له صبرپرته ددی کارونو ترسره کول ناشونی دی
--------------------------------------------------------
رښتینی
24.01.2008
د ژوند کولوراز
په هند کی دمسلمانانویوه مشر دهغه مهال لومړۍ وزیری اندراګاندی ته یو لیک ولیږه اوپه دی لیک کی یی هغی ته دا شکایتونه او ګیلی لیکلی وی چی په هند کی له مسلمانان اقلیت سره ظلم اوناسم چلند کیږی ده په دی لیک کی دا هم لیکلی و چی که دا نارواچلند ختم نشی نو موږبه بغاوت او پاڅون ته اړشو میرمن اندرا ګاندی چی دی مسلمان مشر ته کوم ځوابی لیک ولیږه دهغه یوه جمله داسی وه :کوم اقلیت چی خپل ګاونډی اکثریت را وپاروی نو دا اقلیت ژوندی نشی پاته کیدلی
که داندرا ګاندی دی خبری ته په واقعی توګه ځیر شو اوپرته له کوم تعصب نه یی وڅیړو نو ددی دا خبره د حالاتو ریښتونی ترجمانی کوی او په دی خبره کی دموجوده ستونزی حل هم نغښتی دی
په موجوده دنیا کی هروخت داسی پیښیږی چی دګڼ شمیر لاملونو له کبله له یوه بل نه خلک خپه کیږی ځینی خلک د پرمختګ په لور ګامونه اخلی نو پّ نوروکی دهغوی په خلاف نفرت او کرکه پیداشی یوچاته یوڅه زیاته برخه په لاس ورغلی وی نو نور دمحرومی احساس کوی له یو چانه یوڅه شکایت رامنځته شی اوپه نورو کی د غچ اخیستنی لمبی بلی شی داراز حالات عام دی او هر ځای په هره ټولنه او ان هر کور کی رامنځته کیږی خو په ټولیزه توګه هغه په زړونوکی پټ پراته وی او دخلک ورځنۍ بوختیاوی دهغو دڅرګندولو په مخ کی خنډ وی اوکله کله په ځینی پیښو کی رابرسیره کیږی
د ټولنیز امنیت له پاره ضروری ده چی داډول منفی جذبات باید پټ وساتل شی او ددا ډول جذباتو چیړل او دهغو راپارول ټولنیز امنیت او کراری له منځه وړی داد ژوند یومنل شوی حقیقت دی د موجوده نړۍ هیڅ ټولنه او هیڅ کورنی له داسی حالاتو پاکه نه ده نو په داسی حالاتو کی دژوندکولو یواځنۍ راز دادی چی باید له صبر او تحمل نه کار واخیستل شی او په ډیر حکمت سره باید پټ جذبات پټ وساتل شی او په هربیه چی وی باید دهغو دڅرګندولو مخنیوی وشی او دژوند داراز یوه مفکر په دی ټکو کی بیان کړی دی : په دی نړۍ کی باید هر انسان په خپله خوا کی یوه پراخه هدیره ولری څو وکولی شی په هغه کی دخلکو نیمګړتیاوی او تیروتنی دفن کړی
رښتینی
24.01.2008
د ژوند کولوراز
په هند کی دمسلمانانویوه مشر دهغه مهال لومړۍ وزیری اندراګاندی ته یو لیک ولیږه اوپه دی لیک کی یی هغی ته دا شکایتونه او ګیلی لیکلی وی چی په هند کی له مسلمانان اقلیت سره ظلم اوناسم چلند کیږی ده په دی لیک کی دا هم لیکلی و چی که دا نارواچلند ختم نشی نو موږبه بغاوت او پاڅون ته اړشو میرمن اندرا ګاندی چی دی مسلمان مشر ته کوم ځوابی لیک ولیږه دهغه یوه جمله داسی وه :کوم اقلیت چی خپل ګاونډی اکثریت را وپاروی نو دا اقلیت ژوندی نشی پاته کیدلی
که داندرا ګاندی دی خبری ته په واقعی توګه ځیر شو اوپرته له کوم تعصب نه یی وڅیړو نو ددی دا خبره د حالاتو ریښتونی ترجمانی کوی او په دی خبره کی دموجوده ستونزی حل هم نغښتی دی
په موجوده دنیا کی هروخت داسی پیښیږی چی دګڼ شمیر لاملونو له کبله له یوه بل نه خلک خپه کیږی ځینی خلک د پرمختګ په لور ګامونه اخلی نو پّ نوروکی دهغوی په خلاف نفرت او کرکه پیداشی یوچاته یوڅه زیاته برخه په لاس ورغلی وی نو نور دمحرومی احساس کوی له یو چانه یوڅه شکایت رامنځته شی اوپه نورو کی د غچ اخیستنی لمبی بلی شی داراز حالات عام دی او هر ځای په هره ټولنه او ان هر کور کی رامنځته کیږی خو په ټولیزه توګه هغه په زړونوکی پټ پراته وی او دخلک ورځنۍ بوختیاوی دهغو دڅرګندولو په مخ کی خنډ وی اوکله کله په ځینی پیښو کی رابرسیره کیږی
د ټولنیز امنیت له پاره ضروری ده چی داډول منفی جذبات باید پټ وساتل شی او ددا ډول جذباتو چیړل او دهغو راپارول ټولنیز امنیت او کراری له منځه وړی داد ژوند یومنل شوی حقیقت دی د موجوده نړۍ هیڅ ټولنه او هیڅ کورنی له داسی حالاتو پاکه نه ده نو په داسی حالاتو کی دژوندکولو یواځنۍ راز دادی چی باید له صبر او تحمل نه کار واخیستل شی او په ډیر حکمت سره باید پټ جذبات پټ وساتل شی او په هربیه چی وی باید دهغو دڅرګندولو مخنیوی وشی او دژوند داراز یوه مفکر په دی ټکو کی بیان کړی دی : په دی نړۍ کی باید هر انسان په خپله خوا کی یوه پراخه هدیره ولری څو وکولی شی په هغه کی دخلکو نیمګړتیاوی او تیروتنی دفن کړی
حامد خانه ډېر ښه کار مو رانیولې
عثمان انصاري
28.01.2008
ګران حامد خانه سلامونه.
ډېر خوښ شوم، چې ستاسې د ژباړې مې واورېده.
د مولانا وحید الدین خان (رازِ حیات) د انساني ژوند په هر اړخ ډېر ښه عملي درسونه لري. ددې کتاب ځینې لنډې لیکنې ما هم ژباړلې وی، خو د سستۍ له وجې راڅخه نور پاتې شو.
نو هیله ده، چې تاسې به دا ګټور کتاب د پښتو ادب لمنې ته راډالۍ کړﺉ.
له ستر څښتن څخه درته د نورو بریاؤ غوښتونکې یم.
په درنښت
عثمان انصاري
رښتینی
23.02.2008
انصاري صيب بريالي اوسي
ياره دا ديره موده ى نيت له دنيا نه لري باته وم او لاهم ليري يم
اواوس كم راته باته ده نور به يي ى كاغذ مخته نقل كوم
ولا له دا يارانو نه يوسه كيله راته دريزي ما ويل له دومره اوزده غياب نه وروسته خو به مي ياران دير خبه وي سي ىا سري ولي ورك ىي خو سي نيت مي خلاص كر زما تول خيالونه سراب شول او هيحوك مي هم به كيسه كي نه و خو خير زه هم دير نه يم در بسي خبه
به مينه
رښتینی
06.04.2008
صبرته اړتيا
دمغل واکمن اورنګزيب له خپل پلار شاه جهان سره سیاسی اختلافات پیداشول اوپه کال ۱۶۵۸م کی یی هغه له پلاز نه کوز اوداګری زندان ته ولیږه اوپه دی حال کی شاه جهان په کال ۱۶۶۶م کی د ۷۴ کلونوپه عمر ومړ په دی زندان کی له ده سره دده خور جهان اراء هم وه وایی چی شاه جهان به د اګری له کلا نه تاج محل ته کتل اوشعرونه به یی ویل
ډاکټر آر سی محمد آر ، ډاکټر ایچ سی رای چودری اوډاکټر کالی کنکر دته په خپل ګډ کتاب تاریخ هند an advanced history of india کی د شاهجهان دوروستیو ورځویادونه کړی او لیکلی یی دی چی ده په مذهب کی د زړه ډاډ بیامونده اودصبر لاره یی غوره کړی وه خپلی وروستی ورځی یی له خپلی دینداری خور جهان اراء سره په عبادت او اومراقبو تیری کړی ترڅومرګ ورته راغی
ویل کیږی چی یو څه موده وروسته به شاهجهان په زندان کی ویریدی او اورنګزیب ته یی یو بند شعر ولیکه او ورویی لیږه : یا بکش یادام ده یا از قفس ازاد کن یعنی یامی ووژنه یا نوره سزا راکړه اویا می ازاد کړه وایی چی اورنګزیب په ځواب کی دا بند ورولیږی :
مرغ زیرک چون بدام افتد تحمل بایدش یعنی هوښیاره مرغی چی په لومه کی ګیر شی باید صبر او تحمل وکړی
کیدی شی داخبره حقیقت ونلری او یواځی یوه لطیفه وی خوبیا هم دحکمت خبره ده کله کله داسی پیښیږی چی سړی دیوی تیروتنی یا کومی پیښی له کبله په داسی حالت کی ګیرشی چی هغه دده له پاره په عاموحالاتو کی هیڅکله دزغم وړ نه وی خو اوس چی دی ګیر شوی او سمدستی په عملی توګه له هغه ځایه دخلاصیدا چانس هم نه وی نوپه داسی حالت کی ویریدل او یا کوم ناڅاپی ګام پورته کول کم عقلی ده مرغی چی په جال کی له نښتلو وروسته ټوپونه وهی لازیاته په کی نښلی داراز په کوم نازک حالت کی له ګیر کیدلو وروسته که سړی په بی صبری سره کوم ګام پورته کوی نو کیدی شی هغه نور زیات په هغه حالت کی ګیر پاته شی
دحکمت دا اصول دافرادو له پاره هم دی اود ټولنو له پاره هم
رښتینی
06.04.2008
غصه مکوئ
په هندی کی يومتل دی وايی څوک چی کولی شی د خبری ګزار ته ځان ټينګ کړی مناسب ده هغه ته مشرتوب ورکړل شی اونور خلک يی بايد خادمان وګرځی
د خبری په اوريدلوسره په ظاهره سړی ته کوم تکليف نه رسيږی نه دچا کوم ځای زخمی کوی او نه يی کوم غړی ماتوی خو بيا هم دبدی خبری زغمل دهر سړی د وس خبره نه ده د سختی يا بدی يا ترخی خبری زخم ته هغه څوک ټينګيدلی شی چی هغه خورا ژور سوچ لری او څيزونو ته پا ظاهری سطحه نه بلکی واقعی ستر ګه ګوری
مسټر کرشنا مورتی دهند يو ۹۰ کلن وتلی مفکر دی دی ډيره ښکلی انګليسی وايی نوځکه د ده ويناو ته انګليسی ژبی خلک ډير زيات راځی او له هندوستان نه دباندی په لويديځو هيوادونو کی هم خلک دده ويناوی ډيری په غور سره اوری
خو له دی سره ښاغلی کرشنا مورتی ګيله کوی چی هيڅوک هم دده خيالات په عملی توګه نه خپلوی دمدراس په يوه تقرير کی ده وويل چی دا پنځوس کاله کيږی چی ګردی نړی ته می سفرونه کړی دی او خلکوته می خپل خيالات رسولی دی خوپه خلکو کی هيڅ عملی خوځښت نه پيدا کيږی ده له ناستو خلکونه پوښتنه کړه چی ايا تاسو کولی شئ خپل ځانونه بدل کړئ بيا يی خپلی خبری ته په خپله ځواب ووايه : تاسو چی زماخبری واوری اوبيرته ستانه شئ بيا هماغه څه کوئ چی مخکی مو کول
د ده په دی خبرو سره په ناستو خلکو کی يو کس پورته شو او په قهر سره يی هغه ته وويل : ته هرکال دا ګيلی کوی چی موږ ستا خبری نه عملی کوو بيا نو ولی خپلی خبری راته اوروی ؟ دده په ځواب کی مسټر کرشنا په ډيره نرمی سره وويلی :
Sir have you ever asked a rose why does it bloom ?
يعنی ښاغلی ايا تا کله له ګلاب نه دا پوښتنه کړی ده چی ولی سپړيږی ؟
دتنقيد په اوريدلوسره ډيرۍ خلک په قهر کيږی خو په داسی مهال غصه کول ځان تاوانی کول دی که ته د مخاطب په خبرو سره په غصه شی نو هغه ته به په ځواب کی يواځی تيزی او توندی خبری وکړی خو که په داسی وخت کی ته وکولی شی خپل جذبات کنترول کړی نوته کولی شی داسی خبری وکړی چی هغه دمخاطب زړه ته پريوځی او هغه چوپ کړی
-----------------------------------------------
رښتینی
06.04.2008
خپلی نيمګړتياوی وپيږنئ
هغه دزړبوډی پیرته رسیدلی و خولا یی واده نه و کړی ځکه هغه د دژوند له پاره داسی ملګری غوښتله چی دده ايډیل اوهمفکره وی چا پوښتنه ورنه وکړه چی ایا تا لا دژوند داسی ملګری نده موندلی چی هغه ستا ایډیل او همفکره وی ؟ ده په ځواب کی ورته وویلی چی یوه میرمن می بیاموندله خو له بده مرغه چی هغه هم دیوه داسی ملګری په لټه کی وه چی ددی همفکره وی او متاسفانه چی زه دهغی په معیار پوره ونه ختلم
خلک په ټولیزه توګه دنورو دنیمګړتیاو دپیژندلو مهارتونه لری ځکه له یوه بل سره ګزاره نشی کولی که سړی خپلی نیمګړتیاوی وپیژنی نو ورته مالومه به شی چی دی هم په هغه بشری مقام کی قرار لری کوم چی ده نورو خلکوته ټاکلی دی دخپلو نیمګړتیاو احساس په سړی کی د عاجزی او اتحاد جذبه پیداکوی اوددی په خلاف که څوک یواځی دنورو نیمګړتیاوی پیژنی نو په دی سره په هغه کی تکبر پیداکیږی او له چا سره ګزاره کول دده له پاره ګرانه شی .
دروحیاتو څیړنی ښیی چی په یوه کس کی ټولی ځانګړتیاوی نه شی جمعه کیدلی څوک یو ه ځانګړتیا لری او ځینی نور نوری او څوک چی یوه ځانړتیالری نو په دی نسبت په هغه کی نوری ځانګړتیاوی هم پیداکیږی چی هغه ګواکی ددی ځانګړتیا ضمنی پایله وی دبیلګی په توګه که یو څوک زړور وی نو په دی مناسبت په هغه کی شدت او سختی هم پیداکیږی او که یو څوک شریف وی په هغه کی نرمی پیداکیږی یوسړی ډیر حساس وی نو په هغه کی په دی مناسبت غصه پیداکیږی او که یوڅوک ذهین او ځیرک وی په هغه کی ضمنا تنقیدی ځواک راټوکیږی اوداراز که یوڅوک دکار زیاته وړتیا لری په هغه کی فکری وړتیا کمه وی اوداسی نور
په داسی حالت کی موږد کار وړ یواځی یوه لاره لرو هغه دا چی که موږ د یوچا له ځلانده اومثبت اړخ نه ګټه پورته کول غواړو نوباید تاریک اومنفی هغه یی له نظره وغورځوو اودا یواځنی تدبیر دی چی په دی توګه موږ کولی شو دیوچا له وړتیاو او صلاحیتونو نه کار واخلو که دمیړه او ارتینی اړیکی وی او یاد بادار او مزدور اوداراز که د یوه کاروباری سړی او دهغه دشریک تعلقات وی هر ځای باید دا اصول په نظر کی ونیول شی که موږ ګل غواړو نو ازغی به ورسره زغمو که څوک دازغیو دزغملو سیکه نلری هغه په دی نړۍ کی ګل ته نسی ورنږدی کیدلی .
دایو حقیقت دی چی یو کس په یوه سر کوم لوی کار نشی ترسره کولی دلوی کار له پاره دا ضروری ده چی دهغه له پاره باید د ډیرو خلکو وړتیا وی په کار ولویږی او ددی اړتیا په اساس دګډی پانګی کمپنی رامنځته شوی دی خو دڅو کسانو د یوی موخی له پاره ګډ کار هغه مهال پر مخ تلی شی کله چی دا خلک دصبر او لوی ظرفی وړتیا ولری دوی یو بل وزغمی په وړو وړو خبرو له یوه بل سره ستونزی رامنځته نکړی دوی باید په خپلو منځونو کی شخړئیزی خبری هیری کړی او دهغو له تکرارولو ځانونه وژغوری معیار خوښونه ډیر ښه شی ده خو دمعیار ترلاسه کیدل شونی نه و نو بیا حقیقت خوښونه تر ټولو ښه کړنلاره ده
----------------------
رښتینی
06.04.2008
دصبر ځمکه
شنی او ښکلی کروندی دخاورو په پټیوکی را زرغونیږی نه دسرو او سپینو زروپه فرشونو کی دا په محدوده معنی خبره یواځی د کرکیلی په موضوع پوری نه ده ځانګړی شوی بلکی داد ژوند یو نړیوال قانون دی لوی څښتن دهرشی د پنځونی له پاره یوه اډاوڼه ټاکلی ده یا خدای دهرشی د تخلیق له پاره یو نظام مقرر کړی دی او له دی ځانګړی قانون سره سم هغه شی دشتون ډګرته را وځی او په بله کومه طریقه هغه نشی رامنځته کیدلی
د انسان ژوند هم داسی دی ژوند یوه داسی ازموینه ده چی د صبر په میدان اخیستل کیږی ژوند یوداسی فصل دی چی د صبر په ځمکه را ټوکیدلی شی خداي له ابد نه دا ټاکلی ده چی دژوند ودانی به د صبر په ځمکه جوړیږی او دا لړۍ به له قیامته پوری همداسی وی موژ ددی د ودانولو له پاره بله ځمکه نشو جوړولی صبر دیوه منفی خوی نوم نه دی بلکه هغه یوه مثبته رویه ده صبر دی ته وایی چی د بی سوچی او بی فکری په ځای په سوچ اوفکر سره یوکار پر مخ بوتلل شی د جذباتی غبرګون په ځا ی دپوهی او علم له نظره یوکار وکړل شی په مهالیزه نا امیدیو کی یوه امید لرونکی اینده ولیدلی شی حالاتو ته په لیدلوسره د رایی ورکولو په ځای له حالاتو نه په پورته لید سره باید نظر وړاندی کړل شی
که تاسو یو توخم د سرو زرو په لوښی کی کیږدی نو هغه د خپل ژوند له سرچینو سره تړاو نشی پیداکولی هغه به له اسبابو نه په ډکه نړۍ کی بی اسبابو پروت وی هغه به د زرغونیدلو ټولی وړتیاوی په ځان کی لری خو له زرغونیدلو نه به محروم پروت وی
د انسان هم دا حال ده که هغه بی صبری اخیستی و نو نو دخدای په دی تکه شنه نړۍ کی به د یوی وچی پلالی په څیر بیسیکه پروت وی خو که صبر یی غوره کړ نو په ناڅاپی توګه به دخدای په دی نړی کی د ولو خښولو ځای بیا مومی او په تدریجی وده کولو سره به یوه ګوره ونه وګرځی
که څوک په واقعی توګه صبر خپل کړی نو هغه به دالله یو ریښتونی بنده وګرځی هغه به د نړی له تنګسیاو نه د اخرت پراخیو ته لاره بیامومی هغه به له بی معنی ژوند نه دمقصدی ژوند لورته روان شی صبرناک انسان یو مومن انسان وی دده له پاره هغه انعام ټاکل شوی دی چی دویم نوم یی جنت دی
رښتینی
06.04.2008
ټوپونه ندی په کار
یو وخت یو ځلمۍ یوه پاخه استاد ته راغی او ورته ویی ویل : صیب د علم په ترلاسه کولو څومره وخت لګیږی ؟ استاد ورته وویل : لس کاله . ځلمی وویل دا خو ډیره اوږده موده نده ؟ استاد وویل نه زه تیروتلم ستا به په علم ترلاسه کولو کی پوره شل کاله لګیږی . ځلمی ورته وویل ته ولی زما له پاره وخت زیاتوی ؟ استاد ورته وویل خبره واوره کیدی شی ستا دیرش کاله پری ولګیږی
که یو کار په ټولیزه توګه په لسو کلونو کی ترلاسه کیدلی شی او ته وغواړی هغه په لسو ورځو کی ترلاسه کړی نو ددی معنی داده چی ته خپل سفر په ټوپونو سره سرته رسول غواړی اوپه ټوپونو سره سفر کول همیشه دسړی له پاره سفر نور هم اوږدوی
ځکه دټوپ وهونکی پایله دا وی چی یاخو له کوم کمره سره ټکر خوری او په کومه کنده کی لویږی چی په پایله کی دی په شا باید ولاړ شی څو په روغتون کی خپله درملنه سرته ورسوی او دا درملنه به خامخا څه وخت غواړی نو که چیرته ده د ټوپون په ځای عادی تګ غوره کړی وی نو په خپل وخت به خپل منزل ته رسیدلی وی خو ټوپونو دی شاته ټیل واهه او سفر یی نور هم ځان ته اوږد کړ .
که په یوه کار کی چی له مناسب زیات وخت لګول یعنی سستی کول څومره غلط کار دی داراز یو کار په بیړه سره سرته رسول هم دومره غلط کار دی د هر کار دتکمیل له پاره خپل ټاکلی وخت وی او دیوه کار سم پوره کول دی ته وایی چی په خپل مناسب وخت کی سرته ورسول شی که ځنډ کول سستی ده نو بیړه کول بی صبری ده اود خدای په دی پخه نړۍ کی د دی دواړو کارونو پایله د مقصود ناپوره پاته کیدل دی او بس
----------------
رښتینی
06.04.2008
حوصله
دنوبل انعام ګټونکی پروفیسر عبدالسلام په کال ۱۹۸۶م کی د هندوستان ګڼ شمیر ښارونو ته په دوره راغلی و په دی لړ کی دده د ویناو رپورټونه په ورځپاڼو کی خپریدل دده د یوی وینا رپورټ په لاندی توګه سره لولو: پروفیسرعبدالسلام جنوبی کوریا د بیلګه په توګه یاده کړه اوزیاته یی کړه چی تقریبا پنځلس کاله مخکی دجنوبی کوریا او هندوستان د فرد کلنی عاید یو برابر و خو په دا وروسته کلونو کی د جنوبی کوریا د هڅو له برکته د هغوی د فرد کلنی عاید له هندوستان نه څو ځله زیات شوی دی پروفیسر عبدالسلام وویل چی د جنوبی کوریا یوټیم ماته اټالیاته راغلی و او له مانه یی دا مالومات ترلاسه کول غوښتل چی دنوبل انعام څه ډول ترلاسه کیدلی شی ده زیات کړه چی دا هغه روح اوبیداری ده چی باید ددریمی نړۍ په خلکو کی پیدا کړل شی .
دتلاش او پلټنی دا جذبه دټولوپرمختګونو اساس بلل کیږی که هغه د فرد دپرمخیون معامله وی اویا دیوه ملت اوقوم او داراز که داد دنیا په پرمختګونو پوری تړاو ولری او یاد اخرت په بریالیتوبونو پوری هر بریالیتوب دهغو خلکو په برخه ده چی په ځان کی د تلاش او غوښتنی نه ختمیدونکی جذبه ولری
د تلاش او هڅو جذبه دا راښیی چی په لرونکی کی یی رکود او جمود نشته او جمود دټولو پرمختګونو وژونکی او قاتل دی کوم ځای چی جمود شتون ولری هلته د پرمختګ کار په ټپه دریږی دجمود په حالت کی سړی د مزید او نورو زیاتو څیزونو له مینی نه بی برخی اومحروم شی او په چا کی دا مینه نه وی هغه چی په کوم ځای ولاړ وی په هغه ځای هم ولاړنشی پاته کیدلی بلکی شاتګ ته به اړ کیږی تر دی پوری څو اخری صف ته ورسیږی
رښتینی
07.04.2008
ګټور درس
حضرت شفیق بلخی او ابراهیم ادهم په یوه زمانه کی تیر شوی دی ویل کیږی چی یوځل شفیق بلخی خپل ملګری ابراهیم ادهم ته ورغی او ورته ویی ویل چی غوښتل می په یوه تجارتی سفر ووځم فکر می وکړ چی له تګه مخکی باید له تا سره ووینم ځکه کیدی شی زما دا سفر څو میاشتو ته وعځیږی
له دی لیدنی وروسته ابراهیم ادهم ولیدل چی شفیق بلخی بیا په جومات کی شتون لری او ورنه ویی پوښتل چی ته څنګه ژر له خپل سفر نه راستون شوی ؟ شفیق بلخی ورته وویل چی زه په تجارتی سفر ووتلم او یوه ځای ته ورسیدلم او هغه یوه شاړه سیمه وه او څه اوبادی نه وه هلته می یوه مرغی ولیدله چی د الوت توان یی نه لاره ما چی هغه ولیدله خوا می ور ته بده شوه او فکر می وکړ چی په دی شاړه سیمه کی به دا مرغی خوراک له کومه کوی زه لا په دی سوچ کی وم چی یوه بله مرغی راغله چی په خپله مشوکه کی یی یو شی نیولی واو د معذوری مرغی خواته چی کینستله له مشوکی یی یو شی ولویده او معذوری مرغی هغه لویدلی شی ور واخیست او ویی خوړ او له دی وروسته هغه بله مرغی والوتله
ما چی دا حالت ولید نو له ځانه سره می وویل چی سبحان الله خدای دی معذوری مرغی ته دهغی روزی څنګه راورسوله نو زه ولی د روزی ګټلو له پاره په ښارونو ګرد ګرځم نو ما دنور سفر اراده ختمه کړه او بیرته راستون شوم ابراهیم ادهم چی دده دا خبری واوریدلی نو ورته ویی ویل شفیقه ! تا ولی دځان له پاره دا خوښه کړه چی دهغی معذوری مرغی په څیر شی ته باید ځان دهغی روغی مرغی په څیر کړی چی دخپلو مټو په برکت یی ځان ته هم روزی پیداکړی وه او نورو ته یی هم ورکړه شفیق بلخی چی د ابراهیم ادهم دا له حکته ډکه خبر واوریدله نو دهغه لاسونه یی ښکل کړل او ورته ویی ویل ابو اسحاقه ! تا زما لهسترګو پردی پورته کړی او ستا خبره سمه ده
دا یوه کیسه ده خو یوه کس د بی همتی پند ورنه اخیستی او بل دهمت درس ورنه ترلاسه کړ داراز په هره پیښه کی په یوه وخت دووه اړخونه وجود لری داد هر سړی له پاره دازمویښت ځای ده چی هغه یوه پیښه له کومی زاویی نه ګوری له یوی زاویی نه یوشی بد ترستر ګو کیږی او له بلی زاویی نه هماغه شی ښه ترسترګو کیږی او داراز د زاویو د اختلاف په حالت کی منفی او مثبت درسونه سړی ترلاسه کولی شی
رښتینی
07.04.2008
د نړۍ د مشرتابه راز
دکال ۱۸۴۷م د دسمبر څلرمه نیټه وه دسکاټ لینډ د یوه ډاکټر خونی ته دهغه چپړاسی ور ننووت چی ګوری ډاکټر او دهغه دووه نور ملګری له کرسیو لویدلی او په فرش باندی وازی خولی بی سده پراته دی چپړاسی ګومان وکړ چی دوی نن کوم ډول تیز شراب څښلی دی څکه داسی سخت بی هوښه پراته دی ده ددوی جامی ور سمی کړی اوپټه خوله دباندی ووت خو خبره داسی نه وه دا په اصل کی سر جیمز سمپسن (۱۸۷۰ــ ۱۸۱۱) او دده دووه ملګری وو دوی په انسانی جسم باندی د کلوروفارم (۱) داغیزو دازموینی له پاره لومړۍ هغه په خپله دساه په زریعه بدن ته داخل کړی و
سمپسن دیوه غریب نانبایی له اوو زامنو نه کشرۍ زوی و سن دڅلورکلنی په عمر دخپل کلی په ښوونځی کی زده کړی پیل کدی ده په زده کړو کی دومره زیاته دلچسپی وښودله چی پلار او شپږ وروڼه یی دی ته تیار شول څوپه خپله په ډیرو کمو مصاریفو ګزاره وکړی خو دی د لوړو زده کړو له پاره ښار ته ولیږی په دی توګه هغه د اډنبرا پوهنتون ته ورسیدی او په طب کی یی دهغه وخت ستره ډګرۍ md ترلاسه کړه
ډاکټر سمپسن ته دڅیړنو په مهال دا مالومه شوه چی په کلوروفارم کی د بی هوښه کولو وړتیا شته او په دی اړه یی نورو څیړنوته ملاوتړله او دی پایلی ته ورسیدی چی د عملیاتو اواپریشن په مهال باید ناروغه د ضروری وخت له پاره په کلوروفارم سره بی هوښه کړل شی چی په دی توګه به هغه دڅیرلو او ګنډلو له سخت درد نه نجات مومی ده خپلی څیړنی جاری ولرلی تر دی پوری چی په خپل ځان یی هم تجربی وکړی او دایی ثابته کړه چی کلوروفارم د بی ضرره بی هوښی له پاره په بریالی توګه کارول کیدلی شی په دی توګه دیوه غریب نانبایی زوی انسانیت ته هغه ډالۍ وړاندی کړه چی دهغی یادونه ډاکټر براون په دی الفاظو سره کړی ده :
د دردمنو انسانانو له پاره د خدای یوه غوره ډالۍ
په نوی نړی کی د لویدیځ د مشرتابه راز په دا ډول حوصله لرونکی انسانانو کی پروت ده دا هغه خلک دی چی انسانیت ته دڅه وړاندی کولو له پاره یی ځانونه هیروو دوی ځانونه د خطر دبلا خولی ته سپارلی وو څو وکولی شی نور له خطرونه وژغوری
--------------------------------------------------
رښتینی
07.04.2008
داهم یوه لاره ده
نپولین (۱۸۲۱م ــ ۱۷۶۹م)چی کله له لومړی ځل بندی کیدلو وروسته د البا (elba) له جزیری نه وتښتیدی نو دخپلو وفادارو عسکرو یوه کوچنۍ ډله ورسره وه ددی معزول شوی بړیڅی نیت داو چی ددویم ځل له پاره د فرانس پلاز ته ځان ورسوی خو په لومړۍ جګړه کی دفرانس له شلو زرو ځوانانو سره مخامخ شو .
نپولین د نړۍ له زړورو انسانانو نه یوډیر زړور انسان و خو ده دا ونه غوښتل چی دخپلی جګړئیزی لږځواکی پروا ونکړی او له خپل پیاوړی دښمن سره ډغره ووهی کله چی دوواړه ډلی یوه بل ته مخامخ شوی نو هغه یواځی اوتش لاس له خپلی ډلی نه ووت او په ډیر ډاډه زړه د مخالف لوری د لښکر دصفونو مخته ودریدی ده د خپل جاکټ تڼۍ خلاصی کړی او خپله سینه یی لوڅه کړه او له دی وروسته یی په ډیره جذباتی توګه خپل مخالف لښکریان چی زیاته برخه یی دده له قومندی لاندی پاته شوی وو داسی مخاطب کړل :
په تاسو کی داسی ځوان شته چی دخپل پلار په لغړه سینه باړ چلولو ته تیار وی ؟
دده دی خبری په هغوی ټولو ژور اغیز وکړ او هر لورته دا عږ راپورته شو چی : نه نشته ، نه نشته ټولو عسکرو مخالف لوری پریښود او د نپولین اړخ ته را واوښتل پایله ښکاره وه هغه داچی نپولین سره له ډیری کمزوری فاتح شو او فرانسه یی د دویم ځل له پاره ونیوله دا په داسی حال کی چی که دا چل یی نه وی کړی نو په هغه ډګر به دده او ملګرو مړه لاشونه پاته وو.
له سړی سره چی هرڅومره ساز اوسامان وی خو د خطری په وخت کی که هغه وویریږی نو اعصاب یی ځواب ورکوی او هغه بیا ددی وړ نشی کیدی چی دحالاتو په باره کی سم سوچ وکړی او مناسب پلان برابر کړی او ددی په خلاف که د خطری په وخت کی هغه په اعصابو کنترول ولری نو هغه کولی شی چی دخطری څرنګوالی او اصل نوعیت وپیژنی اوخپل ممکن وسائل په خپل وخت سره په مناسبه ټوګه وکاروی نو بیا کولی شی بریالیتوب ترلاسه کړی
په تاریخ کی ډیر ځله داسی پیښ شوی دی چی کم شمیره او کم ځواکه خلک په خپل زیات ځواکمن سیال باندی برلاسه شوی دی ددی لامل دادی چی دښمن هر وخت له هغه نه کمزوری وی کوم چی په ظاهری توګه مالومیږی ددی نړۍ نظام په داسی توګه جوړ شوی دی چی یوڅوک که هرڅومره ځواکمن او پیاوړی وی خو بیا هم په هغه کی دننه خامخا یوه کمزوری شتون لری او له دی کمزوری نه ګټه پورته کولوته په دښمن باندی بریالی کیدل وایی د یوچا یواځنی ځواک په دی کی دی چی مخالف لوری یی یوه کمزوری ولری او دا ځواک هرڅوک لری خو په دی شرط چی هغه دا وړتیا ولری چی دخپل سیال له کمزوری نه د ګټی پورته کولو په چل پوهه وی
رښتینی
08.04.2008
له ښوونکی پرته
یوی میرمنی له انګلیسی ژبی سره ډیره مینه لرله اوداکاریی له ښوونکی پرته نه شوی ترسره کولی خو څرنګه چی داد یوه مولوی صیب لور وه او د ا دیوه باپرده کور میرمن وه نود کور چاپیریال یی ددی اجازه نه ورکوله چی له کوم استاد نه انګلیسی زده کړی
خو که هر څومره د انسان په مخ ټولی لاری وتړل شی بیا هم د وتلو له پاره خامخا یوه چوله پیداکیدلی شی خو په دی شرط چی په انسان کی ریښتونی طلب شتون ولری او په خپل ټول ځواک سره دخپلی موخی دترلاسه کولو له پاره لاس او پښی ووهی دی میرمنی د ښوونکی د ستونزی له پاره یوډیربریالی حل بیامونده دی یوکتاب ولوست چی په لندن کی چاپ شوی ودا کاب یوه انګریز لیکوال لیکلی و هغه په دی کتاب کی د انګلیسی ژبی باندنیو زده کوونکو ته دا مشوره ورکړی وه چی دوی باید دانګلیسی لیکلو مشق په داسی توګه وکړی چی ددی ژبی دیوه لیکوال کتاب د ی پیداکړی له دی وروسته دی هره ورځ له دی کتاب نه څو مخونه خپلی ژبی ته وژباړی بیا دی کتاب بند کړی او خپله ژباړه دی په خپله بیرته انګلیسی ژبی ته راواړوی له دی کاره وروسته دی بیا کتاب خلاص کړی او د کتاب له ژباړل شوی برخی سره دی خپله لیکلی انګلیسی پرتله کړی نو کوم ځای چی غلطی ورنه شوی وی او یا یی ژباړه سمه نه وی کړی هغه دی سمه په ذهن کی ځای کړی او دکتاب له مخی دی خپله انګلیسی سمه او اصلاح کړی
دی میرمنی همدا خبره ونیوله او هره ورځ یی دا کار تکرارول پیل کړل له انګلیسی مجلی یا ورځپاڼی او یاکوم کتاب نه به یی یوه لیکنه اردو ژبی ته وژباړله او بیا به یی خپله اردو ژباړه بیرته انګلیسی ته اړوله او بیا به یی خپله انګلیسی ژباړه دانګلیسی له اصل لیکنی سره پرتله کوله چی په کوم ځای کی به یی توپیر ولید یا به یی په خپله لیکنه کی کومه کمی ترسترګو شوه هغه به یی اصلاح کړه دی کار ته دی میرمنی دووه کاله پهپرلپسی توګه دوام ورکړ له هغه وروسته ددی انګلیسی دومره ښه شوه چی په انګلیسی ژبه به یی لیکنی او مضامین لیکل او هغه به یی په انګلیسی ورځپاڼو کی خپرول او یو وخت ددی میرمنی ورور د اکسپورټ کاروبار پیل کړچی هلته د اسی یوچاته اړتیا وه چی په انګلیسی پوهیږی او دا کار یی خپلی خور په بریالی توګه سرته رساوه دی میرمنی چی په انګلیسی ژبه کی له کومی تجربی کار اخیستی دی کټ مټ همدا تجربه په بله هره ژبه کی کارول کیدلی شی .
زموږ په دی نړۍ کی دا یوه عجیبه ځانګړتیا ده چی دلته هر ډول بریالیتوب ته درسیدلو له پاره ډیری شونی او ممکنی لاری شتون لری که یوڅو دروازی د چا په مخ وتړل شی بیا هم ځینی لاری پرانستی پرتی وی چی په هغولارو سره هم سړی دبریالیتوب پړاو ته رسیدلی شی دا یو حقیقت دی چی په دی نړی کی دیوچا دناکامی لامل دهغه پست همتی وی نه دا چی هغه ته موکی په لاس نه دی ورغلی
رښتینی
08.04.2008
لسمه برخه
[size=24:7cc762321b]قربانی او ايثار[/size:7cc762321b]
له ستونزو مه ویریږئ
په ځنګله کی هر وخت ځناور له خپلو دښمنانو نه په ویره کی وی له دی کباه هغه
هروخت بیدار اوسی اودا بیداری دهغو له پاره ډیره ضروری وی او ددی بیداری لامله د
ځناورو پنځیزی وړتیاوی یا فطری صلاحیتونه راپورته کیږی اد هر ځناور شخصیت ځو
اکمن پاته کیږی او له دی کبله کوم ځای چی دځناوروله پاره لوی لویپارکونه جوړیږی
هلته په مصنوعی توګه د ا نکته په پام کی نیول کیږی او دهغوی له پاره داسی تدابیر نیول
کیږی څو د دوی په اړخ کی داسی څه شتون ولری چی له هغه نه دوی په ویره کی وی
دبیلګی په توګه د سویانو په څنګ کی پیشیانی اچول شوی وی او داراز د هوسیو په پارک
کی زمرۍ یا لیوه اچول شوی وی اوپه دی توګه دوی کولی شی ځناور بیدار وساتی چی
هغه هر وخت دځان دساتنی له پاره ژوندی او هڅاند وی او که داسی نه وی هغوی نشی
کولی نارمل ژوند جاری ولری
اودا خبره د انسانانو له پاره هم سممه ده انسان ته لوی څښتن بی شمیره وړتیاوی ورکړی دی او د انسان دا وړتیاوی په عامو حالاتو کی ویدی پرتی وی او هلته بیداریږی چی کله انسان له کومی صدمی یا ټکر سره مخامخ شی او یا انسان په ریښتونی توګه دهغو کارول وغواړی او دا ډیره ځله لیدل شوی دی چی کومی کورنی چی اسوده او مرفه ژوند تیروی د هغو وګړی بی حسه او کم عقل وی او د دی په خلاف کوم خلک چی په ستونزو او سختو حالاتوکی وخت تیروی د هغوی صلاحیتونه بیدار او هغه خلک ویښ او ځیرک وی
په روان پیر کی مسلمانان دا شکایت کوی چی دوی په خپل چاپیریال کی خوند ی نه دی او د نه تحفظ احساس یی کړوی خو دوی دا خبره هیره کړی ده چی د اسلام دلومړی پیر مسلمانان په مکه او مدینه کی له دی نه له زیاتو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګریوان وو او د دښمن له هیڅ ډول ضرر نه نه وو خوندی که چیرته دا نه خوندیتوب بده خبر وای نو باید د الله رسول او دهغه ملګری خو خامخا له ستونزو او د دښمن له ضرر نه خوندی وای خو خدای جل جلا له داسی نه کول بلکی هغوی یی په پرلپسی توګه په ستونزو او کړاوونو کی ګیر ساتلی وو هغوی په خپل ټول ژوند کی ارام او سوکالی ونه لیدله
حقیقت داد ه چی د دی نړۍ نظام لوی څښتن داسی برابر کړی دی چی دلته به له فشار او کړاو سره را پورته کیدل او بیداریدل وی دلته به دستونزو او ربړو په ښوونځی کی انسان لوړه روزنه ترلاسه کوی د ویری او ترهی په حالاتو کی به استعدادونه او وړتیاوی راټوکیږی
تاریخ موږ ته راښیی چی هغو خلکو لوی لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی کوم چی
د حالاتو په دباو کی ګیر پاته شوی وو او دقدرت دا قانون د د افرادو له پاره هم ده او
دقومونه له پاره هم
رښتینی
08.04.2008
ستر کار
ویلیم بلیک wiliam blake ویلی دی چی ستر کار هلته رامنځته کیږی چی غر او انسان سره ورشی
او په اوارولارو باندی په منډو وهلوسره لوی کارونه نه شی ترسره کیدی دویلیم بلیک دا خبره سل په سلو کی سمه ده دا یو حقیقت ده چی دلوی کار له پاره سختی هڅی په کاردی د غرونو په سختو پیچومیو باندی له ختلو وروسته سړۍ د غره څوکی ته رسیږی په ښار یا عامو لارو کی له شور او غوغا نه هیڅ نه جوړیږی او په تشو ناستو او غونډوکی په پوچه لفاظی او بی عمله ویناو سره هیڅ لویه موخه نشی ترلاسه کیدی
په سمه توګه دیوه لوی کار دسرته رسولو له پاره ضروری ده چی چی باید حالات په کره او ژوره توګه و څیړل شی دخپلو وسائلو او خارجی امکاناتو پوره رعا یت وکړل شی او بیا په یوه پلان لاس پوری کړل شی چی کله په ښه اتیات سره په دی لاره کی سفر پیل شی نودا حقیقت هم باید په پام کی ونیول شی چی په دی لاره کی نور مسافر هم شته
اودا هم ضروری ده چی سړۍ باید هر ی هغی قربانی ته تیاروی چی خپل هدف یی له ده نه غواړی کله به د مال قربانب ورکوی او کله دوخت کله به د رایی ورکولو قربانب وی او کله دجذباتو کله به له نوروسره اخته کیدل را منځته کیږی او کله به دځان احتساب کولوته اړتیا وی کله به ښه پرمختګ وی اوکله به له ډیرو هڅوسره سره د پرمختګ لاری تړلی وی
دیوه دنګ غره سر ته د ختلو په مهال خامخا سړی ته لوړی او ژوری او سخت کږلچونه رامخته کیږی داراز له سختو هڅو پرته هیڅ کار پر مخ نشی تلای داسی کار چی دسړی له مړینی وروسته هم مثبتی اغیزی ولری ، داسی کار چی په هغه کی د اینده له پاره دنقشو جوړول وی ، داسی کار چی د تاریخ تګلوی بدلوی ،
دا ډول کارونه ډیرو زیاتو هڅو ته اړتیالری او ډیره زیاته پوهه او ځیرکتیا غواړی له دی کبله داسی کارونه هغه خلک سرته رسولی شی چی هغوی دنګو غرونو ته دختلو وړتیا ولری او ددی په خلاف څوک چی یواځی په اوارولارو ځغاستل کار بولی هغوی به یواځی په ټولنیزه ګندګی کی زیاتوالی راولی
او تاریخ ته دیوی غوره ډالی ورکولو سیکه نلری
رښتینی
10.04.2008
قربانی
ونه څه شی ده . دیوه توخم په قربانی سره ونه رامنځته شی یو توخم چی کله په خاوروکی دځان فنا کولو له پاره تیار شی له دی وروسته دا شونی شی چی یوه شنه او ګوره ونه په ځمکه ودریږی
که تاسو کله خښتی وپوښتئ چی یوه ماڼۍ څنګه رامنځته کیږی نو هغه به دحال په ژبه درته ووایی چی کله چی یوڅه خښتی ددی له پاره تیاری شی چی هغه د تل له پاره په خاوروکی فنا شی نو له دي وروسته هغه څه رامنځته کیږی چی تاسو یی ماڼۍ بولئ
دانسانی ټولنی د ودانولو لاری چاری هم داسی دی د انسانی ټولنی د اینده د جوړولو کار هلته شونی کیږی چی کله څو کسان دی ته تیار شی چی د خپلی اینده له جوړولوتیرشی یو ملت هغه وخت پرمختګ کولی شی چی کله څو کسان په خپله ترقی سترګی پټی کړی او دی ستری قربانی ته ځانونه چمتو کړی د قربانی په ورکولوسره دملت جوړونه داد قدرت هغه نړیوال قانون ده چی په دی کی هیڅ تغیر اوبدلون نشی راتلی قدرت دا اصول دمادی نړۍ له پاره هم ټاکلی دی او د انسانی نړۍ له پاره هم
په لرغونو ودانیو کی به یو د ودانی ګونبته وه اوبل به یی تاداو و ګونبت هر څوک لیدلی شی ولی تاداو دهر چا له سترګو پټ وی ځکه هغه په ځمکه کی پت وی خو دا نه لیدونکی څیز اساس ده چی دګونبت په شمول ټولی ودانی ته یی وږی ورکړی وی ملی تعمیر هم په دی توګه رامنځته کیږ قربانی دی ته وایی چی سړۍ د ملی تعمیر په چاروکی ځان د تاداو په څیر درانه کار ته ټینګ کړی
دی ته قربانی نه وایی چی سړۍ په جذبه شی او سر په لاس کی ونیسی اوله خپله سره تیر شی قربانی داده چی سړی په یوه نتیجه ورکوونکی کار کی په بی نومه حالت کی په یوه ځای کی ځان دفن کړی او دده د کار له ګټونه راتلونکی نسلونه برخمن شی او ده خپل کار په دی موخه پیل کړی او پای ته رسولی وی چی نوروته یی ګټه ورسیږی او دخپل شهرت او ګټی فکر اوخیال یی په دماغوکی نه وی اچولی نو د یوه قوم تعمیر او بریالیتوب دداسی خلکو په خولو سره رامنځته کیږی او دا هغه خلک دی چی دیوه ملت داینده له پاره د تاداو او اساس حیثیت لری دوی د خپلو ځانونو په فنا کولو سره نسلونو ته د بریالیتوب او ودانی اینده ارمغان وربښی