د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

فرهنګي افغان
31.12.2003

سلامونه او نېکې هيلې !
عجب ياران او عجب چال چلند او عجب تحليل او ارزونې . زه څه وايم او زما خواږه ياران څه وايي . وروره تاسو يو ارواښاد تره کي ته ګوت نيونه وکړه او ما له دې کبله د هغه ستاينه وکړه چې يو پښتون مشر و .دا ننګه زه له امين نه هم کووم ، له نجيب نه هم له حکمتيار او خالص او محمدي او له بل هر پښتون نه چې څوک ورپسې بد وليکي ، په دغه هر مشر به يو څو تنه را ټول شوي وي ما ته دغه ارزښت لري چې څنګه پښتانه سره يو موټی کړو .داسې چې هر پښتون په ګناهونو کې را ايثار کړو نو ياره يو به هم سالمه پاتې نشي ،په داسې حال کې چې اوسنی زمانه له موږ نه بل څه غواړي او هغه د يو واحد پښتون قام راتولول او د ټولو سرو او شنو مشرانو درناوۍ يې دی .موږ هر يو يوه سمپتي او خوښونه لرو ، نو که خپلې خوښې ته د بل تر خوښې ترجع ورکړو نو دا خو هماغه کيسه شوه چې نه به ته او نه به زه يم .پښتون قام که سور دی او که شين ، که تور دی که سپين له ګواښ او تباهۍ سره مخامخ دی او هره ورځ يې د مرګ - ژوبلې نوې لارې چارې رامنځته کيږي او موږ ځان په دې خوښوو چې نن دې او سبا هغه بل پښتون مشر ته کنځلې وکړو او يو بل ته سپکې - سپورې ووايو .ما څو ځلې وړانديز وکړ چې راشۍ دا انترنيت د پښتون د يووالي لپاره پکار واچوو ،خدای شته هر پښتون او د دوي هر مشر ما ته د زړه سر دی ، مړې دې خدای وبښي راځۍ چې د ژوندو غم وخورو .آيا نن لازمه نه ده چې له کرزي سره ، له احدي سره ، له هېوادمل او رفيع سره حساب کتاب وکړو .مګر د همدوي په وخت او اقتدار کې چې پخوا به يې چيغې د پښتو او پښتونولۍ وهلې ، تر بل هر وخت زيات پښتون خوار او قتل عام نشو ؟ ولې نن سبا ټولې دنيا په پښتو او پښتنو پسې لاس يو کړی او ولې موږ بيا ان دلته په انترنيت کې پښتانه مشران او يوبل سپک کړو او يو بل خوا بدی کوړ .زما په عقيده نن ورځ بايد ټول امکانات د پښتنو د يووالي لپاره پکار واچوو . د پښتنو زوړ او لرغونی تاريخ راژوندی او دنيا ته ور په ګوته کړو ، د دوي غوره کلتور او دودونه رابرسېره او له ورکېدو څخه يې وژغورو ، په تېر مدنيت او اوسني پرمختګونو کې د پښتون قام عظمت را څرګند او روښانه کړو ، د دوي د يووالي او جرګو لرغونې عنعنه لا پسې ځلانده کړو ، له پښتون مشر سره د ورورۍ په چوکاټ کې حساب وکړو او غوره مشران د خدمت او چوپړ لپاره ميدان ته راوباسو . په دين او ايډيولوژۍ سره پښتانه مه وېشۍ ، موږ شکر الحمدالله ټول مسلمانان يو ،پرونۍ دښمني او کرکه له زړونو وباسو ،د باور او ترقی تخم وکرو ځکه چې يا به يو کيږو او يا به ورکيږو . سلامتيا مو غواړم .....فرهنګي


نقاد
01.01.2004

درانده او قدرمن ورور فرهنګي افغان ته سلامونه !
تاسو څومره په اخلاص ليکلي چي :

[code:1:b169f218f2]او موږ ځان په دې خوښوو چې نن دې او سبا هغه بل پښتون مشر ته کنځلې وکړو او يو بل ته سپکې - سپورې ووايو .ما څو ځلې وړانديز وکړ چې راشۍ دا انترنيت د پښتون د يووالي لپاره پکار واچوو ،خدای شته هر پښتون او د دوي هر مشر ما ته د زړه سر دی ، مړې دې خدای وبښي راځۍ چې د ژوندو غم وخورو .آيا نن لازمه نه ده چې له کرزي سره ، له احدي سره ، له هېوادمل او رفيع سره حساب کتاب وکړو .مګر د همدوي په وخت او اقتدار کې چې پخوا به يې چيغې د پښتو او پښتونولۍ وهلې ، تر بل هر وخت زيات پښتون خوار او قتل عام نشو ؟ ولې نن سبا ټولې دنيا په پښتو او پښتنو پسې لاس يو کړی او ولې موږ بيا ان دلته په انترنيت کې پښتانه مشران او يوبل سپک کړو او يو بل خوا بدی کوړ[/code:1:b169f218f2]

زه ستاسو د نيکو او تودو احساساتو څخه مننه کوم ، خو ګرانه وروره ، باور لرم چې ستاسو به له مانه ډيره تجربه هم لرئ ، خو ښايي د رزونې په بنسټي اصولو کې به څه توپير سره لرو ، نو :
يو متل وايي چې (( د ډيرو ونو له لاسه د ځنګل نه ليدل)) سم کارنه دی . داسې که سړی د هرې ډلې ، ډلکۍ مشر ته دپښتنو د مشر په سترګه وکتل شي ، نو پخپله پښتانه او پښتون ملت به يې هير او د هغوی نوم ، هويت او ريخي عظمت به د يو څو څېرو تر شاه پټ او مجهول او يا ډير شکمن پاتې شي . ښه داده چې د تاريخ مبارزو مشرانو په څيرو او مشرۍ کې لکه پيرروښان ، خوشالخان ، ميرويس خان ، احمد شاه بابا ، وزير محمد کبر خان
نابغه پښتون سيد جمال الدين افغاني ، امان الله خان ، ارواښاد خان غبدل غفار خان او داسې نورو په نامه وحدت او اتفاق ولرو او درناوی يې وکړو او پرې و وياړو چې وړتيا يې لري ، او لمن يې په تاريخي ناولتياو ککړه نه ده او بد پرې هيڅوک نشي ويلی . دا دی زما او هرپښتون د وحدت، او په دې ډول مونږ د هرې ډلې غړو ته ويلی شو و ترې غوښتلی شو چې په خپل ستر نارينه او ميړني پښتون قام او پښتون اولس و وياړي او ددغه طبيعي قامي وحدت پر نسټ يو بل ته ورور وويو ، نه پر دې اساس چې د ډلو ټپلو ځينې شکمن او مشکوک يا غير مشکوک خويا بيکفايته او نا ﻻيقه مشران د يوې يا بلې ډلې له بده مرغه پښتانه وو او ډير سخت زيان يې پښتنو ته، پښتون قام ته و پښتنې تاريخ ته اړولی دی . که داسې نه وي نو ملا محمد عمر خو تر ټولو دغو ډلو زيات پلويان سره يو کړي وو او تر دې نورو ټولو ښه مسلمان هم و، ولې مو پرې د وياړ يوه کلمه هم نه ده کارولې ؟ ــ حال داچې هغه همدا اوس هم د حکومت تر تر نورو مخالفينو لکه حکمتيار زيات ځواک لري ؟ نو ښه اده چې ښه ته ښه ووايو او پرې ووياړو او بد ته بد ووايو او د بدو په توګه او صرف د همغو بدو له کبله يې په اخلاقي جرئت سره يې بيدريغه وغندو او د خدای او رسول او خپل نجيب او سپېڅلي ملت په وړا ندې مو وجدان پاک وساتو . که داسې ونکړو ، د تاريخ رټلو تر شا د وحدت په بانه دريدل به مونږ هم، خدای مکړه ، د تاريخ رټنې کندې ته دېکه کړي . هو ، کومه ﻻر چې تاسو د وحدت په موخه نيولې ، و حدت ته نه ، بلکې ترکستان ته ځي . ښايي په فر صت سره به په دی بيا ۀم حه وليکو، چې تاريخ رټلي ، تاريخ بخښلي او تاريخ وياړلي چاته وايي او څوک دي . و من الله التوفيق . نور درته د نوي مسيحي کال مبارکي هم وايم ، ځکه داسې بريښي چې شايد له وطن څخه به تاسې هم ليرې په امريکا يا اروپا کې درګرده د پردېسۍ شپې ورځې تيروئ ، نو په لوی څښتن مو سپارم . [color=blue:b169f218f2]په مينه او درنښت . ستاسې يو ورور ، چې دپښتنو او ټولو افغانانو يو موټي کيدلو ته له تاسونه هم زيات ليواله دی ،خو صرف په دې يوه اصولي ګناه متهم دی چې بد او ښه سره نه لړي . والسلام ![/color:b169f218f2]


نقاد
03.01.2004

[quote:f640925f9a="Nelly"]دپاڅونوال صېب سره دزړه خواله.
ډېرښاغلۍ پاڅونوال صېب زما سلامونه اونېکې هېلې ومنئ. په ډېره خواشېنئ سره
ستاسو اوښاغلې صافې صېب جوابې لېکنې څارم اوهغه په ځېرسره لولم. خواشېنې
پدي ېمه چې زمادلېکنې مهمه موخه چې دېوه بل وسېاسې مفکوري ته د درناوي په
درلودلو سره , تېر مهال په ناپېېلې توګه وڅېړو, دهغه څخه پند واخلو , اوس دژغورنې
ﻻره ولټوو او دېوچا پرشاوخوا راټول سو, په اوبوکښې ﻻهو بولم .
دپخوانېو خلقېانو دمفکوري اوکړو سره ستاسو مخالفت ېوازي ترهغه وخته پوري
دمنلووړبولم چې په هغه کښې ښکنځل , سپکاوۍ اودملې خېانت بې بنسټه تورونو
پرهغه ېا دغه چا باندي لګول, ځاي ونه لري.
ستاسو هغه دکرکې اونفرت څخه ډکې څوبدمرغه کرښې چې دارواښاد تره کې په هکله
مو لېکلې وي, په أصل کښې وماخواري ته متوجه وي, خوماهغه ترېخ غړپ تېرکۍ او
هېڅ ډول غبرګون مې ونه ښودۍ.ولې؟
ځکه هغه لېکنه نه بلکې ناوړه توري وه چې ما ستاسو له شان څخه ټېټ وبلل اوددي په
تمه وم چې ېاتاسواوېاهم چلوونکئ به هغه ړنګ کړي.خوله بده مرغه داسې ونسوه.
دښاغلې صافې صېب اونوروغبرګون بل څه کېداي نه سې, چې کري هغه به ريبې. خوله
نېکه مرغه هغوي ښکنځل نه لېکې.
زه ستاسو دلوړ حضورڅخه دهغوکرښواوهم دصافې صيب څخه دهغودکاپې دړنګولو
هېله کوم.تمه لرم چې مابه دډډه کولو په څپېړه پرمخ ونه وهئ.
په مېنه اودرنښت.[/quote:f640925f9a]

ګرانې نيلو جانې خورکۍ ته سلامونه او نېکې هيلې !
١ـ ستاسو په خاطر او درناوي مې هغه ټکي له اړونده ليکنې څخه ليرې کړل ، څو د محترم ورور فرهنګي افغان قناعت هم حاصل شوی وي . سره ددې چي هغه کلمات ما له غصې او ياد چا د سپکاوي له پاره نه، بلکې
صرف ددې له پاره ليکلي وو، چې څوک يې راڅخه دليل وغواړي ، نو ورته به يې علتونه روښانه کړم ، خو چاځکه پوښتنه نشوه کولی ، چې ښايي له يوې خوا يې خپله نوموړي اوس مړ صيب ته ګوندي درناوی درلود او له بلې خوا به پخپله هم پدې پوهيدل چې که بيطرفانه پوښتنه وکړو ، ښايي دغه ټکي پرې رښتيا هم ثبوت شي . که نه، ما به هغه الفاظ هم ورته نه وای کارولی ، که چېرې نوموړی په شعوري يا غير شعوري توګه د سلګونو ، زرګونو او او لکونو افغانانو ، په تيره بيا د پښتنو د مرګ او وژلو مستقيم او غير مستقيم عامل نه وای ګرځېدلې.
٢ـ تاسو پخوا ليکلي و چې تاسې د چپيانو ا ند خوښوئ او د خلقيانو سر صرف اړيکې لرئ او خوشبيني ورته لرئ
اونور ګوندي تړاو مو ورسره نه و ، نو ما هم تاسو دهغوې کومه استازي نشوې بللای او فکر مې هم نه کاوه چې زما هغه ليکنه به ځان ته راجع کړئ او دومره به پرې خفه شئ . خو ستاسو له بلې ليکنې څخه داجوته څرګنديږي چې داسې نه وه او زه تير وتی وم ، ځکه په دې ﻻنديني اقتباس کې د ( زمونږ ، زمونږ ) کلمې بل ډول شاهدي ورکوي :
[quote:f640925f9a][color=red:f640925f9a]زموږ[/color:f640925f9a] اړېکې له بده مرغه د أفغان ملت ګوند سره خړي پړي او له دښمنۍ څخه ډکې وي.که څه هم د أفغان ملت ﻻرښود ښاغلې واکمن په هند کې د تره کې په ملاتړ څه ووېل , خو دا[color=blue:f640925f9a]زموږ[/color:f640925f9a] دپاره بس نه وه , [color=blue:f640925f9a]موږ غوښتل چې أفغان ملتېان ټول خلقېان سې[/color:f640925f9a]. دا هغه ستره تېروتنه اوبدمرغې وه چې پر موږ باندي
وتپل سوه[/quote:f640925f9a]

نو زه بالکل داستا حق بولم ، خور ګلې چې د خپل ګوند د مشر په غندنه خفه او تر دې هم سخت عکس العمل وښيې . ولې په دې شرط چې تاسو هم ځان همدغسې معرفي کړی وای . هو ، دا ځکه چې زه د خلقيانو او هم پرچميانو سره په همغه چوکاټ کې بحث کوم او بهتر يې بولم، کوم ته چې دوی (( اصولي، علمي يا فلسفي بحث)) وايي او چمتو يم ، خوتاسوته دې شخصأ راجع نشي ، چې ددوی هر ايديالوژست ددوی په خپل چوکاټ ، اصول اوفلسفه کې داسې مات کړم لکه څنګه چې د تاريخ جبر دوی عملا مات او مسخ کړل . خو سره ددې د افغانانو ، او بيا پښتنو په توګه دوی هم خپلې خويندې او ورونه بولم ، او دا هغه اساس او بنسټ بولم چې ددوی له سياسي مشرتابه پرته ، په شعوري او اګاهانه توګه پرې يو بل ته دورورۍ ﻻسونه ورکولی شو ، خو صرف د شعوري تحليل ، اوعلمي بحث او خبرو اترو له ﻻرې ،چې سړی پری ارګانيک وحدت او يو والي ته رسيدلی شي، ، او نه د سترګو پټولو او تزويري وحدت له ﻻرې او بس . دغه انددود د افغاني او په تيره بيا پښتنو بنسټپالو ورونو ورونو له پاره هم لرم ، څو هغوی هم له سياسي بنسټپالۍ تير او دواړه خواوې د د يو ملي ، ديموکراتيک او مسلمان څواک په توګه لومړي يو بل ته سره ﻻسونه ورکړي او د بيا د ټولو افغانانو سره د يو موټي کيدو له پاره ملي او ديموکراتيکه ر خپله کړي . هيڅوک ايد نور د تير سياسي مشرتابه د سياسي نادودو او جرمونو دروند پېټی پر وږو يونسي ، بلکې وې غورځوي ، او تل له پاره ورسره ودا ع وکړي او د هغوی له سياسي ککړتياو او سياسي ايديلوژيو څخه ځان پاک ،خپل نجيب اولس اواتل ملت ته مخه کړي او په خلاصه او پرانيستې غيږه ورسره بيرته يوځای شي. او که نه په زړو قالبونو کې به نه يواځې له افغاناولس څخه ګوښي ، بلکې په سياسي لحاظ به همدغسې فلج او مسخه هم پاتې شي . و السلام .


N
04.01.2004

ډېرښاغلۍ پاڅونوال صېب !


نقاد
04.01.2004

مننه ډېره نيلو خورې ، له سلام نه وروسته همدومره وايم چې د خوشالۍ خبره ده چې همغه لومړۍ خبره صحيح راووته چې نه تاسو کوم ګوندي تړاو لرلی او نه ما د چا سياسي فعاليتونه ستاسو پر ضد تنقيد کړي دي ، باور وکړئ چې ما په هغه ليکنه کې صرف ستاسو د خپل شخصې دريځ له کبله چې تر اوسه مو ښو دلی دي، اړونده ټکي ځکه ړنګ کړل ، چې ستاسو د تا ثر سبب ګرځيدلي وو . نور ښايي تاسو هم تير وتلې ياست ،ځکه زه نه ستاسوپه څير په تاوده جنګ کې حاضر وم او نه پخوا د ساړه جنګ عيني شاهد وم . دغه رازمې لويديزوال هم د ايديالوژۍ سره څه نشي کولی ، او نه هم ختيځوالو ورسره څه کوﻻې شول . ځکه زه کومې ايديالوژۍ ته نه تسليم او نه منسوب يم ، بلکی صرف د دری اصولو وحدت د هيواد د ګټی له پاره غواړم او هغه د سپېڅلي اسلام مراعات ، ملي ګټو او ديموکراسۍ زرين اصول دي . تاسو پوهيږۍ چې ديموکراسي کومه ايديالوژي نه ده، بلکې يو روش دی . هو، مونږ په دې دري معنوي ځواکونو چې په وحدت کې سره وکارول شي، کولې شو چې هم د لويديځ او هم د ختيځ په وړاندې خپله ملي ﻻر پر مخ بوزو او دواړو سره ددغې ملي ﻻر په چوکاټ او حدودو کې خپل نړيوال مناسبات عيار کړو . د حلق او پرچم ، د حکمتيار د ګوند او نظارشورا او د طالب او شالي ټلواې تر منځ به ډير لږ شمير پښتانه د لومړيو پلوي پريږدي او ددوهمو ملاتړ به اختيار کړي، که څه هم دغسې هم ځينې شته ، خو ستاسو په څير زه هم ځان له ډيره کيو څخه بولم . د ايران سره دافغانستان تړون د اعليحضرت ظاهر شاه په غوښتنه او اسرار او د ملي شورا په پريکړه او ملي ملاتړ سره د يو بشپړ قانوني او ديموراتيک عمل په توګه تر سره شوی ، چې د ثور د خونړۍ کودتا اوشوروي د ناتار د رامنځته کوونکو سره به يې تاسو هم دهغې له مقايسه کومې مقايسه کولو څخه کرکه وکړئ، او که ددواړو خواو په ملي ګټه نه وای، داود خان خو مجبور نه و چې هغه بيا امضأ او معتبر وګرځوي او ايران ته پرې د خپل دوستانه سفر اساس هم کيږدي . داچې د خلق او پرچم په نامه اوس په يواد کې کوم سازمان رسميت نه لري، دا بيله خبره ده او دا معنی نه لري چې په بهر کې پرچميان تنظيم نه لري او يا حلق او پرچم د کميټه مرکزي د پخوانيو غړو په شاوخوا نور فعاليت نه کوي ، يايي خپل ګوندونه منحل اعلام کړي او دوی خپل تير وخت او تنظيم د خلکو په وړاندې غندلی او کومه نوې ټولنه يې جوړه کړې چې د پخواني خلق او پرچم سره نه پخلاکيدونکې مبارزه کوي .هو دوی خو به ځان سل ځله بخښلی اوتش په نوی نامه بللی وي، خو که خلک او ملت يې وبخښي ، هماغه خلق چې د هغوی په خپل نامه يې هغوی وژل او د کور کالي ډوډۍ په نامه يې ګور کفن مرمي ورکولې . بياهم سياسي مسوليت د ساده صفوفو په غاړه نه بلکې د مرکزي کميټو په سطحه د رهبرۍ د غړو په اوږو پروت دی .په مينه درنښت او سلامونو .


م ن غروال
04.01.2004

پتمنې خورې نېلۍ او محترم ورور پاڅونوال صاحب
خوښ يم چه ټول سؤ تفاهم لرې شو او دواړه بيا د ټول افغان پاڼې ځلانده ستورې د هېواد د سولې او پرمختګ د اسلامي سېورې ﻻندې د وررګلوۍ او خورګلوۍ ديوبل په درناوي په پام کي لرلو سره، او سره د ټولو ټولنيزو سياسي اختلاف نظرسره سره ، خپلې لېکنې او خدمت د خپلو هېوادپالو وطندارو څخه ونسپموئ٠ ستاسو د ﻻ برياليتوبونو او مرستو په هيله٠ په درناوې


نقاد
05.01.2004

د قدر او درناوي وړ ورور غروال صيب ت ه د زړه له کومي سلامونه !
وايي د زرو په قدر د زرګر ښه پوهيږي ، ښه و چې د زرينې خورکۍ نيلو فر په خوا بدۍ سره زه په خواشينۍ کې يواځې پاتې نه شوم او تاسو هم په کې پوره ونډه واخيستله . ستاسو په ملګرتوب او زمونږ په ګډ برياليتوب چې ګرانه خورکۍ مو بيرته د ورونو څنګ ته راستنه شوه ، ډېر نيکمرغه يم ، څو د ټول افغان د کور په پراخه غيږ کې د ګډ ملي مرام ، ټولنيز عدالت ، پرمختګ او ديموکراسۍ له پاره سره په ګډه مبارزه وکړو او ﻻسونه سره ورکړو . مونږ ټول لوستونکي خويندې او ورونه دې ته رابولوچې د ټول افغان ويبپاڼه د ملي وحدت ، د اند او بيان د ازادۍ او ديموکراسۍ په يوه مکتب واړوي او هر يو هڅه وکړو چې ددې مکتب يو ښه مثال ا و نمونه وګرځو . ومن الله التوفيق . په درنښت او سلامونو .



ليلماـ الفت
12.03.2004

ګراني خور نيلو فر : سلامونه او ښې چاري دي په خوا سه
ګراني دا څيړنيزه او علمي موضوع دي ولي نيمخوا پريښې ده نه يم خبره چه د غروال او پاڅونوال وړونو په قول ناراضه سوې ئې او که بل مشکل لري ،
په هر صورت زه يو خواست درته کومه چه دا موضوع تر پايه ورسوې او موږ به هم قدم په قدم درسره ملګرتيا وکړو . ځکه دا موضوع واقعآٌ ډيره څيړنيزه او د پښتنو پر سرنويشت يوه علمي کره کتنه ده نو بايد چه لسټوني ورته را ونغاړې او تر پايه ئې ورسوې
په کليواله پښتنه مينه ..............
ستاسي قلمي خور الفت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more