د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

أېا پښتانه دټوټه,ټوټه کېدودګواښ سره مخامخ ندي؟

N
09.09.2003

No comment.


نقاد
09.09.2003

زه په دې توګه پښتنې خور نيلو فرته ښه راغلاست او هر کلی وايم چې ټول افغان ته يې د يوې ډېرې ښې موضوع سره سر راښکاره کړی دی .، ځکه د قام او وطن انديښنه او د مسووليت احساس ترې جوت ښکاره کيږي . البته زه لومړی دلته ددې پوښتنې په اړه څه ويل ځکه نه غواړم ،څو نورو ته چانس او موقع پلاس ورکړم چې په دې اړه خپل اند او انديزونه وړاندې کړي . په درنښت او سلامونو !


N
10.09.2003

No coment!


peshtane de gowash sere

N
14.09.2003

. پښتانه دپند أخېستلو أو نا پېېلې څېړنې وس لري؟
.


Re: أېا پښتانه دټوټه,ټوټه کېدودګواښ سره مخامخ ندي؟

نقاد
19.09.2003

1 =أېا پښتانه دټوټه,ټوټه کېدودګواښ سره مخامخ ندي؟
جواب ــ هو دا ګواښ شته ، خو پلی به نشي ، دوښمن به ورته لمن ووهي ، خو ښيې پښتانه يې د ماتې سرهمخامخ کړي [/
2_أېا پښتانه د دي وس لري چې دتېرو څه دپاسه پنځه وېشتو کلو ترخو پېښو او ناخوالوڅخه پند اوعبرت واخلې او هغه په ناپېلې توګه سره وڅېړي
ج ــ په ډاډ ه توګه عبرت اخيستل او هغه هم په ناپيلې توګه د پښتنو له پاره اسانه کار نه بريښي اوښايي چې بريالي پرې نشي ، خو د ديموکراسۍ په جريان کې به دمسوليت ډکر ته راښکل شي ، قامي او ملي وحدت او ملاتړ ته اړتيا حس کړي او په منظمه مبارزه ﻻس پورې کړي .
3_دژوندانه پدي پړاوکې دځان اوټولنې دژغورنې لپاره کومې ﻻري چاري اړېنې برېښی؟
ج ــ يواځې ديموکراسۍ ته دمبارزې له ﻻرې ، او د ديموکراتيکې مبارزې په چوکاټ کې ملي غوښتنې پلي کول .

4_هغه ښاغلۍ,مېرمن اوېا سېاسې ځواک به څوک وي چې داستره دنده پرغاړه واخلې؟
داد ټولو په څه پوهو پښتنو دنده ده چې دملي ګټو او ديموکراسۍ اواز پورته کړي . زه پداسې حالکې چې وټولو
پښتنو لکه دأفغان ملت ګوند اودهغه پلوېان, مجاهدېن او
دهغوخواخوږي, دخلکدموکراتېک ګونداو دهغه پلوېان او ټول هغه ناپېلې اشخاص چې په هېڅ ګوند اوسازمان پوري اړه نلري, پدي هکله دزړه له کومې بلنه ورکوم,ددوي
ونظرېاتو ته څلورسترګې پهﻻره ېم
ج ــ د ناپييلو له جملې څخه زه لومړی شوم ، او له تسو سره د نظر يووالی لرم چې نور ناپييلي دې مهرباني وکړي ، کوم نظر لري ، دلته دې وړاندې کړي.والسلام


Peshtane de gowash sere

N
21.09.2003

پښتانه دپند اخېستلو او ناپېېلې څېړنې وس لري؟


peshtane de gowash sere

N
21.09.2003

جمهوري نظام:


peshtane de gowash sere

N
26.09.2003

دثور دپاڅون تر بري وروسته:


نقاد
27.09.2003

نيلو خورې ، له سلام نه وروسته زياتوم چې که پښتانه ستاسو په وينا د ( ټوټه ټوټه کيدو سره مخامخ ) هم وي نو داګواښ هم صرف د يو داسې انسان دﻻسه رامنځته شو چې نوم او شهرت يې هم کی جي بي جوړ کړي و، او
ان تر دې چې د (( زندګي نوين )) کتاب هم نظر زاده ته تاجيکې کمونستانو ليکلی ؤ . د شوروي په ﻻس کې يې په هيواد باندې 20 - 25 کاله غميزه راواړوله . هو زماپه اند دومره ستر خيانت هيواد إو ملت ته تر اوسه پورې له
ببرک کارغل پرته بل هيڅ چا نه و کړی .


peshtane de gowash sere

N
03.10.2003

دثورپاڅون .........


peshtane de gowash pe wrandi

N
11.10.2003

دجدي دشپږمې تر بري وروسته :



هيواد شېرزاد
11.10.2003

ټولو دوستانو ته خپل سلامونه وړاندې کوم.
او بيا محترمې خور نيلوفر ته!
که رښتيا راباندې وايې نو ستا په ليکنو مې تر اوسه ماغزه نه دي خلاص شوي هغه ځکه چې زه نه پوهيږم دغه خبرې چې ته يې ليکې ايا دا ستا الفاظ دي او که د نورو خلکو يا کتابونو څخه يې مونږ ته رانقلوې؟ که په دې هکله راته څرګندونه وکړې خوښ به شم.
زه هم لکه د پاڅون صيب په څېر د هېڅ کوم ګوند پورې تړلی نه يم خو د يو افغان په حيث دا اجازه ځان ته ورکوم چې ووايم: د [color=red:f0213a0b98]ثور ٧ [/color:f0213a0b98] او يا هم د جدي ٦ چې دلته د [color=blue:f0213a0b98]( بري)[/color:f0213a0b98] په کليمو سره يادې شوي دي ــ نه بري وو او نه به شي.
د روسانو راتګ ته که مونږ بری ووايو نو زمونږ پخوانيو ولې د انګېزي ښکېلاک په مقابل کې دومره قربانۍ ورکړي دي او مونږ ته يې ازادي ګټلې؟ چې مونږ اوس هم فخر پرې کوو. انګرېزانو، وروسانو او اوسني امريکايان چې د هيواد په داخل کې دي يو مرام او مقصد درلود او لري يې هغه زمونږ ګران ټاټوبی او زمونږ وطنوال تر خپل واک ﻻندې راوستل. خو که خدای جل جلا له کول دوی به هم لکه ددوی د پلرونو په څېر خپل ارمانونه له ځانه سره ګور ته يوسي.


انځورګر
12.10.2003

څه ووايم خو لمړئ څو ستومانه سلامونه در واخلۍ


Re: peshtane de gowash sere

نقاد
12.10.2003

[quote:fe96bb861d="Nelly"]جمهوري نظام:
خوښاغلۍ ډګروال رازمحمد چې دښاغلې هاشمې وطنوال, ټولګېوال او همکاره ؤ,
بېا بل څه واېې: ارواښاد سردارداؤد دپښتنو په هکله کوم داسې بنسټېز بدلون ندۍ
منځ ته راوستۍ.دوکېلانو ټاکل نور دخلکو هېر سوه , ددوي ټاکنه نور دولتې چارواکو
پرخپله غاړه واخېسته او هغه ډېره کوچېنې خپلواکې ئې هم له ﻻسه ورکړه.
دپښتو ژبې دزده کړي کورسونو هم ېو سنجول سوۍ لېري لېد نه درلود, دژبې زده کړي
ځاي ښوونځۍ ده اوهغه هم په کوچېنوالې کې. دپښتونستان په هکله ېوه داسې روغه-
جوړه وسوه چې خپله پښتنو أو بلوڅو په هغې کې کومه برخه نه درلوده.لنډه داچې دښا-
غلې هاشمې وهري څرګندونې ته زه له بده مرغه دهغې رد جواب لرم.
زه لېکونکې به دارواښاد لومړنې ولس مشر دپلوېانو واندوته به تود هرکلۍ وواېمه.
نوربېا.[/quote:fe96bb861d][size=24:fe96bb861d][color=blue:fe96bb861d]
داؤد خان دافغانستان يو ملي پاک اندويه، غښتلی ، مغرور ، مترقي ، وياړلی اوزورواکه او چپ خويه زعيم ؤ، روسانو او پرچميانو غولولی او د روسانو په موافقه له منځه وړل شوی دی . غرور او زور واکي يې سترې نيمګړتيا او دسترو سياسي تيروتنوا و ظلمونو سبب شوې ،او.د افغانستان د غميزي لومړنی بنسټ ايښودونکی هم د همدې دوه نيمګړتياو له کبله نوموړی پخپله ؤ . لوی خدای دې بياهم وبخښي ، والسلام [/color:fe96bb861d][/size:fe96bb861d]


انځورګر
13.10.2003

پاڅونه د زړه سره


pashtanede gowash sere

N
13.10.2003

ډېررو ښاغلو پاڅون, هېوادشېرزاد, بڅرکۍ او خالد هادي !
.


نقاد
15.10.2003

ګرانې او پتمنې خور نيلوفر ته سلامونه ، او بيا عرض کوم چې ما فکر کاوه چې بڅرکی ورور به ښايي زما په ليکنو کې نوره مداخله نه کوي ، او بيا زماليکنه خو تاسوته راجع وه ، بايد بڅرکي ورور له تيرو سؤ تفاهماتو نه وروسته ستاسو پر څای زما دليکنې د جواب ويلو څخه ډډه کړې وای . بيا به هم ما نه نوموړي ته د مداخلې چانس ورکړیوای او نه به ما د بڅرکي مداخله څواب کړې وای ، ځکه زه نه غواړم چې د هغه په ليکنه يا تبصره وکړم او يا ترې کومه پوښتنه ، او نه به زما په ليکنه کې هغه منلي ځوان ته کله د څه ليکلو اجازه يا چانس ورکړم ، خو ما په دې ګمان چې تاسو به ماته څه جواب يا خپل نظر ليکئ، په دې انتظار او هغه باور چې ښايي بڅرکی به هم زما دليکنو څخه ليرې ګرځي ، داسې مې و انګيرل چې دا ستاسو ځواب دی ، ولې د ځواب ايغ او نيغ ، سپور او ستغ او بي ادبه شکل ته مې غصه راغله ، نه دهغې محتوا ته ، صرف د شکل له مخې يوه خالصه سپين سترګي بريښيده ، نو تعجب مې وکړ چې ښايي تاسو هم د بڅرکې صيب ژبه خپله کړي وي ،د ليکونکي د نوم له کنترول پرته مې تاسوته په ډيره حوصله ځواب وليکه ، که نه بڅرکي خوبه راڅخه د ځواب يو تورئ هم نه وای ليدلی. نو له تاسونه ددې ګمان بخښنه غواړم ، او بڅرکي صيب ته هم ډاډ ورکوم چې دهغه سره زما هيڅ کار نشته ! د منلي ورور خالد نه دجواب ليکلو مننه کوم ا و د مو ضوع په اړه به بيل څواب هم ورته وليکم . انشأالله. په مينه او درنښت !


نقاد
16.10.2003

[quote:23c5df5aad="خالد هادي"]پاڅونه د زړه سره
دا خبره پر ځائ ده چه داود خان زموږ د دې پس پاته اولس د ارمانونو سر چينه وه هغه پر افغانانومغروره نه و ـ د هغه غرور يواځي نړيوالو ته ؤ ځکه هغه افغانستان د مترقي هيوادو سيال ګڼۍ زموږ دخاوري (پښتونستان ) د غوښتلو يواځنی ستر مبارز وؤ د هغه نه مخکي يا وروسته ټولو مشرانو په زړيدلي سر زموږ د ستر دښمن پاکستان سره ژوند وکړـ او دخپلي خاوري د غوښتلو توان ېئ نه په ژبه کي او نه په لاس کي پيدا کړ ـ يواځنئ شخص و چه زموږ دملت ددي ستر ارمان لپاره ددښمن مخ ته ودريدئ او بل د هغه ستر خدمت جمهوريت ؤ چه افغانستان ته ئې ډالي کړ ـ زه د امريکا په مطبوعاتوکي له څو کالو راهسي د ژورنالست په توګه دنده لرم ما په ٢٠٠١ کال کي خپله په روم کي د اعلحضرت محمد ظاهر شاه څخه د مرکي په دوران کي دا پوښتنه وکړه ـــــــــــــــــــــــــــــــــ هغه وويل داود خان يو ملت پرسته شخص وو او دافغانستان دتمدن لپاره ئې ډير لوړ ارمانونه درلودل خو متعسفانه د افغانستان دښمنانو دې ته پري نښوۍ ـــــــــــــــــــــــــــــ داد هغه چا وينا ده چه هغه ئې شاهي نظام ور ړنګ کړي و او د هغه دلاسه ېئ وطن پريښي و خو نن د هغه پر کارنامو سترګي نه پټوي نه پوهيږم چه تا په کوم دليل دا خبري وکړې ـ
په ملت پاله مينه ګرانه چه خوادي بده نسي
ستاسي مسافر ورور[/quote:23c5df5aad]

مسافره وروره خالد جانه سلامونه مې ومنئ ! خوښ شوم چې ستاسو په څير د هيواد د يو پښتون افغان ژورنالست سره پيژندنه کوم . ډيره جالبه ده که چېرې تاسو اوس په متحده ايالاتو کې همدغه شغل و لرئ او د ګران هواد د پيښو په اړه نړيوال معلومات اوخبرتيا ولر ئ او ېا ان دامريکا د خبري رسنيو په پښتو يا دري کومو پروګرامونوکې هم کواندتيا او فعاليت و لرئ .
په هر صورت څه چې تاسو د شهيد او فقيد داؤد خان په هکله ليکلي ، ماته هم معلوم دي او او درسره يې منم ، د ظاهر خان سره مو له مطبوعاتي مرکې څخه خبر نه يم ، که يوه کاپي يې راولوروي ، ډير به خوښ شم ، خو د هغه دغسې جواب ماته له انتظاره وتلی (غير مترقبه ) نه بريښي ، ځکه هم رښتيا او بر حق دي او هم د يو حقشناس پخواني باچا له خولې څخه راوتلی دی . په دې بنسټ زما او ستاسواو د بل او بل ستاينې د داؤد په اړه بيځايه نه دي ، خو زه په دې باور يم چې دستاينو ا وياړنو څخه له يوي خوالې پرته ډير څه نه راوﻻړيږي او د شخص کيش او پرستش هر وخت زيان لري ، ولې که څوک د چا له ښو څرنګيزو او ځانګړ تياوڅخه منکريږي، هغه وخت بايد هغه ياد او دفاع يې وشي . برعکس تشي ستاينې او وياړنې د تاريځي شخصيتونوپه اړه تيز نظر پسوي اود ژور څار مخه نيسي . هيڅوک نشته چې نيمګړتيا او تيروتنې و نه لري ، په تيره بيا د سياسي زعيمانو په نيمګړتيا او تيروتنو پوهيدل ډېر ه ګټه لري ، خو بې له دي چې له کارنامو اومثبتو اړخونو څخه يې بي خبره اوسي . د ساري په توګه دا پوښتنه دداؤد خان په اړه رامنځته کيږي چې : داؤد خان ولې ، په څه دليل او په کومه توګه، د څه ډول سياسي ډلو په مرسته ، او د چا په هڅونه دغه وخت کودتاته ﻻس واچاوه ؟ ايا ده لس کاله تل کودتا کولو
کمين نيولیو او کودتا يې نشوه کولی ؟ چې ايله اوس لس کاله وروسته ورته چانس پيدا شو ؟ دلته به زه يو څو نور سوالونه هم وروسته مطرح کړم چې ځوابول يې سړی ته د مسئلي ماهيت څرګندوي . په مينه اودرنښت


pashtane de gowash sere

N
16.10.2003

ډېر ښاغلې پاڅون صاحب !


انځورګر
16.10.2003

عزتمنده پاڅـــــــــون صاحب ! نيکي هيلي دي په خوا سه ـ
ستاسي د څرګندونو څخه يوه نړۍ مننه ـ ډير خوښ سوم ـ


Re: pashtane de gowash sere

نقاد
17.10.2003

[quote:e1f8030fa1="Nelly"]ډېر ښاغلې پاڅون صاحب !
زما سلامونه او نېکې هېلې هم ومنۍ.
ترهغه خاېه چې زما خواري دانېمګړي ککره کارکوي نو کلونه مخکې موږ په هېواد کښې ېو ډېر تکړه
پښتون لېکوال دښاغلې کاتب پاڅون په نامه درلودئ. زه چې ستاسو لېکنوته ځېره شم نو پردي خبره چې
ښاېې برخلېک دهمهغه پاڅون سره مخامخ کړي ېمه, مې باور نورهم زېات سې. په هره بڼه هرڅوک چې ېا-
ست دبخښنې غوښتل ستاسو سترتوب ښېې.له بده مرغه ستاسو دأټکل په خلاف زه په ټولېزه توګه دظاهر
بابا پلوي , دسېاست له پلوه دأفغان ملت ګوند غړي نه بلکه دهغه سخته پلوي او همداډول دپښتنو خلقېانو
سره دوطنولۍ أو ټولګېولۍ, ډېري ښې أړېکې لرمه .په مېنه أودرنښت.[/quote:e1f8030fa1]

درنې او عزتمنې خور نيلو فر ته له سلام او درناوي وروسته :
ستاسو د ليکنو لړۍ جالب ټکي په ګوته کوي ، خو بشپړول غواړي ، او داسې راته بريښي لکه چې تاسوغواړئ په بحث ،اند او اند توګو په په راکړه ورکړه کې يې بشپړوالی رامنځته کړئ . دا هم ښه توګه ده، خو که څوک پرې بحث ونکړي ، سکالو نيمګړې او بي ثمره پاتې کيږي ؛ په تيره بيا د پښتنو په په سړه خوا او بي مينې طبعه کې چې په څه نه بحث کوي ، نه پوښتنه او نه معلومات وړاندي کوي ، او که بحث ته زړه ښه کړي يابه ډير منجمد غږيږي او يابه د مخې د بحث نظر د راکړې ورکړې پر ځای جنګ جګړې ته ﻻس اچوي . تاسو وګورئ ، اوس د الله تعالی په لورنه ،د ټول افغا د غړو او لوستونکو شمير ښايسته ښه ډير دی ، خو څوک چې په کې يو څه ليکي ډير لږ او د ګوتو په شمار هم نه دي . د پښتنو ښځينه غړو او ليکونو شمير خو بيخي کم دی، چې دا يوه لويه ستونځه ده .
حال داچې فعال ګډون لومړی يواځې د پوښتنو له کولو څخه پيل کيږې او هر څوک که ډير لږ جرئت ولري ، پوښتنه مطرح کولای شي ، نور نوهرڅه بيا د پوښتنې په اړه دګډ اندښت او فکرکولو په نتيجه پخپله منځ ته راڅي.
په داسې حالت کې به مو ليکنې ﻻ جالبې شي که تاسو خپل اند او قضاوت هم د خپلې ليکنې سره مل وړاندې کړئ .
نور ، ستاسو له ښه نيت څخه مننه کوم، خو زه نه دنوموړي محترم کاتب صيب پاڅون د ليکوالۍ درجې ته رسيدلی يم او نه مې ورسره پيژندګلوي شته . داچې د پاڅون نوم چا ﻻره او بيا دومره مشهور ليکوال ، نو ستاسو له معلومات راکولو څخه يو عالم مننه ، زه به د تفکيک له پاره د نامه سره درې توري ( و، ا، ل )ورزيات کړم او پاڅونوال به شي ! والسلام


peshtane de gowash sere

N
20.10.2003

پښتانه دپند......


peshtane de gowash sere

N
22.10.2003

پښتانه دپند اخېستلو او ناپېېلې څېړنې وس لري؟


نقاد
24.10.2003

[quote:08b897d957="خالد هادي"]عزتمنده پاڅـــــــــون صاحب ! نيکي هيلي دي په خوا سه ـ
ستاسي د څرګندونو څخه يوه نړۍ مننه ـ ډير خوښ سوم ـ
ګرانه ماچه څه ليکلي وه هغه ستاسي په ليکنه کښي د ــــــــــــــ مغروره ــــــــــــــــــ دکلمې په جواب کښي وه ستا خبره زه تائيده وم ريشتيا هم هر انسان د خطا څخه خالي نه وي خصوصاٌ هغه څوک چه د اولس واکۍ ډګر ته راوځي ځکه تر سياسي برياوؤ وروسته ئې توجه تر خدمت مخکي د خپل واک اوږدوالي ته ډيره وي اوپه دې منځ کي خلاوي رامنځته کيږي دا خو يقيني خبره ده خوښاغلي داود خان به تيروتني درلودې مګر مغروره نه ؤ ځکه غرور او ظلم ـ تواضوع او ملت پرستي هغه غبرګوليانو ته ويلائ شو چه په يوه انسان کي دواړه نه يوځای کيږي ـ يا به غرور او ظلم وي او يا به تواضؤع اوملت پرستي وي نو ځکه هغه مشر چه ظالم وي په خپل واک مغروره کيدلائ سي خو عاجزي او ملت پرستي ته غاړه ايښودل ئې محال دي ځکه د هغه ظلم پر رعيت وي او پر رعيت ظلم کونکي ته ملت پرست نه ويل کيږي نو دا خو ما اوتا ته معلومه ده چه هغه يو ملت پرسته اولس مشر تيرسويدی خير په هر صورت تاسي د مرکې غوښتنه کړې وه هغه خودلته په امريکا کي د VANITY FAIR مجلې دجنوري ٢٠٠٢ کال په ګڼه کي چاپ سويده زه به کوښښ وکړم چه هغه يوه ګڼه در پيدا کړم په هغه کي د شاه او دهغه دنمسي مصطفی ظاهر عکسونه هم شته ـ ................په ډاډه مينه
ستاسي مسافر ورور.......... خالد هادي
افغان فوټوګرافراو فري لينزژورناليست
...................نيويارک........................[/quote:08b897d957]

[color=blue:08b897d957]
منلی ورور هادي صيب ته سلامونه !
داود خان ته چې زه کوم درناوی لرم ښايي لږ کسان يې ورته ولري ، خو هغه درناوی او ازښتونه چې حقيقت او دخپل ملت د نيکمرغۍ له پاره يې ديموکراسۍ ته يې لرم ، تر هغه هم ډيره لوړه ده . ځکه خو د داود خان په اړه ﻻندې ګڼې داسې رالنډوم :

1 ــــ داود خان د ديموکراسۍ دوښمن او يو ديکتاتور ؤ ،
2 ــــ داود خان د شخصي عقدې پر بنسټ جمهوري کودتا وکړه ، چې هيڅ ډول ضرورت ورته نه و موجود.
3ـــ داود خان د شورويانوپه لمسون کودتا ته ﻻس غځولی دی ، او دا يې يوډول غير اګاهانه ملي ضد کړه وو، چې تر سره يې کړل.
4ـــ داود خان د سرطان په کودا سره د خلقيانو د غويي کودتا ته د مثال او امکان په توګه ﻻر خلاصه کړه او
ورپسي غميزي يې وزيږولې.
٥ ــ دداود خان جمهريت بي ارزښته و ، ځکه نه دديموکراسۍ پر اساس ولاړ و او نه يې ديموکراسي غوښتله ،
ديکتاتوري او جمهوريت يو دبل ضد دي . خو دده کودتا د ديموکراسۍ د موفقيت له ويرې د ديموکراسۍ
پرضد تر سره شوې ده. ده او کريملن د يوه پرمختګ مخه نيوله چې دده په مشرۍ نه تر سره کيده او هغه د
افغانستان ملي ديموکراسي وه .
5ـــ داؤد خان په غير مستقيمه توګه د افغانستان د ملحد کمونست ګوند پر چم مؤسس او ساتندوی ؤ ، او پر
شوروي او ستالنيزم يې سخته تکيه درلودله. کله چې له قدرت نه پخوا د کارغل غوندې خبيثې اروا د پرچم
جريده کې د سره اکتوبر د پنځوسمې کليزې په مناسبت (( درود بر لنين )) وليکه ، د هيواد ملايان کابل ته
راغلل ، څو کارمل ته سزا ورکړي ، پوليسو د داؤد په امر ملايان ونيول او د مرګ د ګواښ ﻻندې يې له
پلازمينې کابل څخه وويستل.خلکو ته هم په ډاګه شوه چې پرچم داود خان ( د شاهي پرضد) جوړ کړی او ظاهر
خان هم ورته څه نشي ويلای . پرچم د کی جي بي غزيدلی ﻻس ؤ د داؤد خان په سيوري کې.
6 ــــ دداود خان ارمان د شرقي اروپا غلام شوي هيوادونه د شوروي يا وارسا د بلاک سوسياليزم ؤ ، او صرف په دغه
هدف د شاهۍ مخالف ؤ ، ځکه خو دده جمهوريت ديکتاتوري ، ولې د ظاهر شاه وروستۍ لسيزه ديموکراسي
وه. دده د صدارت په ختميدو ديموکراسي راغله، او دده په راتګ پای ته ورسيده ، دده ديکتاتوري د خلق ،
پرچم ، روسانو ، او سلامستانو ديکتاتوريو ته وغزيده . دده پرچمي حکومت په واقعيت کې د پښتنوپه واسطه
د پښتنو د حاکميت د ختمولو تاريخي پيلامه وه، ځکه ان د ستالين له وختو څخه د پښتنو واکمني د روسانو
د نړوالې سياسي شتراتيژۍ د ﻻرې خنډ اود سترګو اغزی ؤ .
7ـــ داود خان يو مقدر صدراعظم و ، ټول واک دده په ﻻس و، چې څه يې غوښتل هغه يې کول ، خو له څان څخه لوړ
مقام يې په ظاهر شاه نه لوريده ، که څه هم دده قدرت تر هغه زيات و،په صدارت يې کبر وکړ ، استعفی يې
ورکړه او يو کال وروسته يې د پردې تر شا څخه دپرچم ګوند تاسيس کړ او لس کاله وروسته يې د شوروي په
لمسون او پرچميانو په مرسته اومسقيم ګډون سره پرچمي کودتا وکړه ، څو د ځوانې افغاني ديموکراسۍ مخه
ونيسي . په دي ضدملي او ضد ولسي هدف بريالی شو خو د شپږويشت کلنې غميزې له پاره يې هم مخه خلاصه
کړه . صرف د صدارت د دورې کارنامې يې د قدر وړ او بي ساري دي اوبس
که داود خان د دومره ظلمونو او تيروتنو سره سره يواځې د (( مغرور)) په کلمې خلاصيدای شوای ، نو دا خو به
د هغه له پاره (اسمان ته د خولۍ غورځول وي ). که څنګه زما ګرانو خويندو او ورونو؟ [/color:08b897d957]


peshtane de gowash sere

N
24.10.2003

دځان اوټولنې دژغورنې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more