اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
منلی
08.05.2007
محترم حلیمی صاحب اونورو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی
حلیمی صاحب ددشکر ځای دی چی په خوږه پښتو ژبه کښی داسلامی پوښتنولپاره تاغوندی عالم لرو
محترمه زه چی اوس تاسونه پوښتنه کوم همداسی ځما ځنی شوی ده حلانکی ماکوشش وکړ خوسړی قانع نه شووددی لپاره تاسوته تکلیف درکوم
دهغه پوښتنه داسی وه
ویل کله چی الله پاک ملایکو ته وویل چی ادم (ع) ته سجده وکړی ټولو سجده وکړه مګر ابلیس سجده ونه کړه داولی آیا بل داسی شي یاشیطان شته چی ابلیس یی سره له دومره علمه تیرویست اوکه داسی بل شی یاشیطان نشته اوددالله پاک رضا وه نوپه دی کښي بیا دابلیس ګناه څه ده ؟
ع کريم حليمي
09.05.2007
مکرم او محترم زخمي صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
په هرڅه خو الله ښه پوهيږي ، خو ملا هغه څوک دي چه په څه پوهيږي
او څه بيا نه پوهيږي
مکرمه وروره ! الله دي ډېر اوږد ژوند درکړي په روا کښي ،او زما سره دي ، الله د دې جهان او د هغه جهان د رنګزردۍ څه وساته ، امين !
وروره ! هر څه په يو اندازه کښي له مخلوق سره ښايي ، يعني چه يو څه پوهه
، يوڅه سخا ولري ، يو څه غيرت ولري ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
يو شئ له مخلوق سره نه ښايي چه هغه[color=red:2047458b4e] تکبر [/color:2047458b4e]دی
ولي چه تکبر مطلق دی ! يعني تکبر د يوه خدای (الله ) سره ښايي
او تکبر د هغه چا سره ښايي چه من یشاء ،او هم علی کل شیء قدیر وي
( څه چه غواړي هغه کيږي )
مکرمه وروره ! زه دانن په سفر روانېږم او پر دېرشم تاريخ به انشاالله له سفر
راځم که خدای کول ٠ نو ان شاالله هغه څه چه په ځګر کښي لرم ستاسو مخ
ته به ئې کښېږدم
اللهم اشغل الظالمين باالظالمين و احفظنا من الظالمين و اخرجنا من بينهم
سالمين غانمين ، وافتح علينا ابواب فضلک
ع کريم حليمي
01.06.2007
درنو او مکرمو وړونو او خويندو ، بالخصوص زخمي صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !!
[quote:448582acb4]آیا بل داسی شي یاشیطان شته چی ابلیس یی سره له دومره علمه تیرویست اوکه داسی بل شی یاشیطان نشته اوددالله پاک رضا وه نوپه دی کښي بیا دابلیس ګناه څه ده ؟[/quote:448582acb4]
وروره ! اکثره خلک هره ګناه د شيطان هڅونه ګڼي اما داسي نده
بعضي ګناهونه بېله د شيطان ، ابليس له هڅي تر سره کيږي
تکبر هغه ګناه ده چه اکثره وخت بېله شيطانه هم تر سره کيږي ،تکبر همېشه
له علماوو څه سر خوري او شيطان هم عالم وو ، علما هم هغه وخت د تکبر
په ګناه اخته کيږي چه قياس وکړي او شيطان له قياسه کار واخستلی او تکبر
ئې وکړ او غرق سؤ ، يوه قضا ده او بل رضا ،قضا وه او رضا نه وه
(قضا دي مطالعه سي )
قضا په علم قديم کښي داسي وه چه شيطان به تکبر کوي خو رضا داسي نه وه
هر وخت چه علم او تکبر سره يو ځاي سي په مخلوق کښي هغه د شيطان مل
سوو ، ولي چه تکبر يوازي د خالق سره ښايي ، تکبر له عاليم سره ښايي
او مخلوق عليم کېدای نشي !!!!
کوم وخت چه په انسان يامخلوق کښي تر چاپېريال د بهترۍاو خودخواهۍ
احساس پيدا کيږي ، نو بېله د شيطان له هڅوني انسان پخپله خناس شي
تکبر داسي نيکي خوري ، لکه اور چه لرګي خوري
منلی
04.06.2007
ټولو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی
حلیمی صاحب ښه راغلي
امید کوم چی سفر موپه خیر تیرشوی وی
ډیر ښکلی جواب موورکړی څښتن تعالی دی جزائی خیر درکړی
خو
بنده پوښتی چی داسلام له نظره کبر ، خودی ، انا ،ایغو ، انفرادیت یوه معنی لری اوکه نه داسی نه ده کبر بل څه ته وایی او خودی ،انا ،ایغو ،انفرادیت بل څه ده ؟
ع کريم حليمي
08.06.2007
مکرم وروره زخمي صاحب سلام عليک!
خودي ازادي ته ويل کيږي (دشيطان څه ازادي )خودي د تصوف اصول دي
او کبر قياس کول دي ، يعني څوک چه داسي قياس وکړي چه تر چاپېريال بهتر يم نو متکبر ورته ويل کيږي ، هو ! د علميت احساس دي وکړي ،علم ښه شئ
دی ,اما !دا په دې معنا نه چه دئ تر چاپېريال بهتر
هو! چاپېريال حق لري چه علماوو ته د قدر په سترګه وګوري
محمد علم
04.07.2007
محترمومولوي صاحبانوالسلام علیکم !
زموږدمکتب کلنۍ ازمویني څوورځي کیږي چي پای ته رسېدلي دي اوس خپل فارغ وخت دانټرنیټ یانورو کتابو دمطالعې سره تېروم چي يوڅه زده کړم
اولاندي پوښتني مي اول بل ځای کړي وې وروسته مي فکر وکړی چي دپوښتنو لپاره لکه چي داځای وي
ایاهرعمل په نیت پوري اړه لري
دا ایت شریف دئ که حدیث شریف یا...؟
که څوک ښه کار کوي نیت ئې خراب وي عمل ئې څنګه دئ؟
که څوک ناروا کارکوي نیت ئې ښه وي عمل ئې څنګه دئ؟
اوکه بیاداسي وایو چي نیت ئې خدای ته مالوم دئ نو ماناداچي موږیو کارته ښه او بد نه سوویلای، که څنګه ؟
زماڅخه یوچا پوښتنه وکړه، ویل ئې چي کعبه څنګه دخداي کوردئ ؟ او خدای هم کور(و) ته ضرورت لري؟ اوکورلرل یاجوړول یو ضرورت دئ.
یاني معبد یوه مانا اوبیت الله به بله مانالري که څنګه ؟
که کوم ورور دجواب په ورکولوسره همکاري راسره وکړي زیات منندوی به ئې اوسم.
په درنښت
ع کريم حليمي
04.07.2007
مکرم nabil جان صاحب ، درنو ملګرو او لوستوونکو
سلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
مکرمه دومره ښايسته او زېبا پوښتني تاسو مطرح کړي چه اندازه نه لري
او بيا په دې سبب چه زه هم له داسي پوښتنو سره زياته علاقه لرم
د -اِنَّمَا الاَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، پوښتنو ته به په ورسته کي جواب ووايم
اول غواړم چه ستاسو دوهمي پوښتني په جواب کښي څه درته ليکم
تاسو پښتلي چه [quote:47d1038d23]زماڅخه یوچا پوښتنه وکړه، ویل ئې چي کعبه څنګه دخداي کوردئ ؟ او خدای هم کور(و) ته ضرورت لري؟ اوکورلرل یاجوړول یو ضرورت دئ.
یاني معبد یوه مانا اوبیت الله به بله مانالري که څنګه ؟
[/quote:47d1038d23]
تر کوم حده چه زه معلومات لرم له کتاب الله ، احاديث سته يعني کتب سته
وو څخه ، د بيت الله په نامه هيڅ شئ نسته هو ! وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ ،بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ ، الْمَشْعَرَ الْحَرَامَ ، الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ٠٠٠٠ او أول بيت نومونه شته دي ،
ان شا الله چه مبارک هم داسي جمله نده استعمال کړي چه ويلي ئې وي چه
بيت الله ، هو ! په رمزي ډول ئې ويلي چه بيت ( نو موږ د بيت الله معنا ترې
اخلو ) فکر کوم چه ښايسته خبره نده ٠ الله اعلم
دا اصطلاح نصارا هم استعالوي چه چرچ د خدای کور دی
هر انسان يو پلار لري ، اما خپل استاد ، سخر يا خوسر ، پاچا او داسي
نوروته بيا معنوي پلار هم وايو ٠ نو دا معنا نه چه اصلا فلان و فلان پلرونه
دي ٠
هو ! د انسان زړه هم خلک د خدای کور ګڼي ، دا معنا نه ورکوي چه زړه
د خدای مکان دی ،ولي چه خدای لامکانه ذات دي
نو اصلي نوم ئې کعبه ده او الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ دی ،
هو ! بلاکيف کور او ځای ئې عَرْشُ الرَّحْمَنِ ،الْعَرْشِ الْعَظِيمِ دی
نو وايو چه الله بلا کيفه لاس ،سترګي ، اورېدل ، ليدل ٠٠٠٠٠
کعبه هغه خونه ده چه : څوک ورسي او توبه هلته وکړي نو بيله شکه ئې توبه
قبله ده
فکر نه کوم چه ضرور دي وي چه کعبه څرنګه جوړه سوه او چا جوړه کړه
او له کومه وخته د کعبې مځکه معلومه وه او يا د انسان تر پيدايښت له مخه
هم دا مځکه معتبره وه ٠
که خدای کول و لمړي سوالونو ته ډېر ژير ځواب ووايم
ع کريم حليمي
05.07.2007
محترم او مکرم nabil صاحب او درنو لوستونکو
سلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:1fc72540c2]ایاهرعمل په نیت پوري اړه لري
دا ایت شریف دئ که حدیث شریف یا...؟
که څوک ښه کار کوي نیت ئې خراب وي عمل ئې څنګه دئ؟
که څوک ناروا کارکوي نیت ئې ښه وي عمل ئې څنګه دئ؟
اوکه بیاداسي وایو چي نیت ئې خدای ته مالوم دئ نو ماناداچي موږیو کارته ښه او بد نه سوویلای، که څنګه ؟ [/quote:1fc72540c2]
(( [color=white:1fc72540c2]کوم اخلاقي حکمونه چه موږ کوو د هغو تعلق هم يوازي په اراده کيږي ،
په کوم فعل کښي چه اراده شامله نه وي هغه کوم اخلاقي حيثيت نه لري [/color:1fc72540c2]))
موږ او تاسو ته معلومه ده چه د دې نړۍ اساس او زيربنا
اخلاقو او اقتصاد بلل کيږي او هم دي
نو د دې نړۍ د خلاصېدو سره دستي يوم الحساب راځي ، چه زېر بنا د
يوم الحساب نيت او عمل بلل کيږي او هم داسي ده
الله پاک هر څه جوړه جوړه پيدا کړي ، شپه او ورځ - نر او ښځه - حرام او حلال - ښه او بد
نو ښه او بد اعمال سته : په بد او مضير کښي سوال نه پيدا کيږي يعني
مضر په نيت هيڅ اړه نه لري يا په بل عبارت ښه نيت نسته ( غلا په ښه
نيت دا له عقل څخه ليري خبره ده )
دلته يوه خبره سته چه : که چيري ما داسي يو عمل کاوه چه هغه بد ، ناروا ،
او مضر وو او زه نه پوهېدلم او زما له لاس څخه لويه خساره وختل
او ما دغه مضر عمل په يو ښه نيت کاوه ، کله چه مړ سم او نو حساب زما
د نيت له رويه راسره کيږي ، او که زه پوليسو ونيولم په دې جهان کښي
حساب د نيت او ارادې له رويه بايد راسره ونشي ، قاضي دا حق نه لري
چه زما پر نيت حساب وکړي ، د عمل له رويه به حساب راسره کوي
ولي چه قاضي او څارنوالي د زړنو مالکان نه دي
هو ! که داسي پېښه سوه چه بيده وم او مړی وکړم ، يا په موټر سړی ووهم
يا نېشه وم او سړی مړ کړم او يا په مسخرو سره سړی په سوک ووهم او مړ
سي ، او پوليسو ته دا ثابته سي چه زما څخه دا کار بې ارادې شوی دی
نو بيا هم قانون ته مسؤل يم اما اوله درجه قاتل نه يم ، لږ او يا ډېره لږ
جزا بايد وڅکم
نو دلته يوه بله خبره هم سته : که چيري زه دومره تکړه سړی وم چه
ځان داسي ثابت کړم و حکومت ته چه دا عمل بې ارادي رانه شوی
نو په يوم الحساب بيا د ژبي چالاکۍ نه چليږي ولي چه د زړه مالک الله دی
يعني هلته دروغ او چالاکۍ نسته ( خدای زموږ په نيتونو خبر دی او عاليم
او
خبير دی
او بل هغه اعمال دي چه د بندګانو سره اړه نه لري ، يوازي زما او الله په
شېراکت وي لکه لمونځ کول
که زه په يو ځای کښي و درېږم او سل رکاته نفل وکړم ، دغه نو زما په
اراده اړه لري چه دا په اخلاص سره کوم او که خلکو ته ځان ښکاره کوم
چه ګوری څومره صوفي يم سل رکاته او اوږدې سجدې مي وکړې ،
يعني په ريا کاري مي عبادت کاوه ، نو په نيت مي الله ښه پوهيږي ،
او په يوم الحساب زما پر نيت او اراده حساب راسره کيږي ،
عبادتونه سړي ته دوې ګټي رسوي يو خو خلک په ښه سترګه درته کوري
او بل په اخرت کښي عوض لري ، که په نيت کښي مخلص وم نو دواړي
کټي مي وکړي ، او که په نيت او اراده کښي مخلص نه وم ، نو په دې دنيا
مي ځان ته د ښه سړي نوم وګټلی ، او په اخرت به ګټه ونه لري
ولي چه الله زما په نيت خبر دی ، او د ريا په سبب به جزا هم ووينم
زما پوهه بنا پر دې لاندني حديث او ايات شريف بنا ده
بسمه تعالی : لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ ٠ سورت : الحج ٣٧
كتاب بدء الوحى
باب كَيْفَ كَانَ بَدْءُ الْوَحْىِ اِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم
" اِنَّمَا الاَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَاِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ اِلَى دُنْيَا يُصِيبُهَا اَوْ اِلَى امْرَاَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ اِلَى مَا هَاجَرَ اِلَيْهِ ".
البخاري
په درنښت
محمد علم
05.07.2007
محترم مولوي حلیمي صاحب
وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته ومغفرته واجرته
خدای پاک دي ئې په دنیا اواخرت کښي عوضونه درکړي، ټولي پوښتني مي حل سوې ستاسو عالمانه او مشفقانه لیکنونور هم زړورتیا راکړه چي ددغه لاندي پوښتني لپاره تکلیف درکړم
ان الله علی کل شی قدیر
الله هم شی دئ خونه لکه یوشی
دپورته ایت شریف ترجمه څنګه کولای سم چي حدیث شریف ته په کتو دالله (ج) دمقدوریت العیاذبالله دپوښتني بيخي دفع سوې وي، ځکه چي په ایت شریف کښي لفظي استثنا نسته.
روغتیا اوسلامتیا مو په برخه
ع کريم حليمي
06.07.2007
محترم او مکرم nabil صاحب ، ګرانو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
لکه څومره چه ستاسو نوم اصيل دی ، پوښتني مو هم اصيلي او نجيبي دي
تاسو پوښتلي چه :
[quote:e51c6d9371]ان الله علی کل شی قدیر
الله هم شی دئ خونه لکه یوشی
دپورته ایت شریف ترجمه څنګه کولای سم چي حدیث شریف ته په کتو دالله (ج) دمقدوریت العیاذبالله دپوښتني بيخي دفع سوې وي، ځکه چي په ایت شریف کښي لفظي استثنا نسته. [/quote:e51c6d9371]
ضرور ده چه داسي ووايو چه : الله داسي يو ذات دي چه كُفُواً أَحَدٌ ،
لا يشبه شيئا من الأَشْيَاء من خلقه و لا يشبهه شيءِ من خلقه لم يزل ولا يزال ....
يعني هيڅ شئ د الله سره په هيڅ شرايطو برابره او کف نه دي ،او هيڅ شئ
د شيانوڅخه ،يو شئ هم مشابهت نه لري له الله سره ،شيان مرګ او زړېدل لري ،الله نه مرګ لري او نه زړېده (كُفُواً أَحَدٌ )
او بله خبره دا ده چه الله واحد او احد ذات دی ، او په ذات احد دی
او په رقم واحد نو بيشکه چه ان الله علی کل شی قدیر
الله ج خو خالق دي ، نو چه خالق دی نو په دمقدوریت کښي ئې
پښتنه نه ځايږي ، په شرط د دې چه څوک په خالق او خلقت عقيده وي
موږ انسانانو چه مجازي خلقت کړی (موټر ٠٠٠٠٠٠ ) هم ويلی سو چه
ووايو موږ قادر يو پر خپل مجازي خلقت باندي !
او کله چه يو ذات واحد وي نو بيا هيڅکله د بل څه سره تشبه کېدلی نه شي
که څوک داثابته کړي چه خلقت خدايانو کړی نو بيا ويلای سي چه د دوي
خدای داسي شئ دی لکه د هغو خلکو خدای
د الله و مخلوقاتو ته شيان ويل کيږي ، هر شئ زړيږي او له منځه څخه ځي
ساينس وائې چه ماده نه خلق کيږي او نه له مېنځه ځي داخبره ډېره غلته ده
ولي چه تجزيه کيږي او بياپه انرژي تبديل کېدای سي ، او انرژی چه سي
له مونږه څخه بيا ورکيږي ، موږ پوهيږو چه څرنګه يو کتله په خالصه انرژۍ
ته واړوو اما تر نن ورځي قادر سوی نه يو
الله په ذات واحد دی په ذات کښي شراکت نه لري ، او مخلوقات ئې په ذات
واحد ندي ، تجزيه کيږي زړيږي او له منځه څخه ځي (نو ئې شئ نوموي)
hewad
12.08.2007
ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
څو پوښتنې لرم هيله ده چې ځواب يې راکړئ٠
پۀ درنښت هېواد
١- پۀ لوېديزو هېوادونو کې کورونه لۀ بانک څخه د پور اخستنې پۀ وسيله اخستل (پېرودل) کېږي چې د پور پۀ مقابل کې يو څۀ ګټه بانک ته ورکول کېږي ٠دا ډول معامله اسلامي جواز لري ؟
٢- يو شمېر بانکونه پۀ داسې معاملو کې ونډه اخلي چې هغه اسلامي جواز نلري ، لکه د شرابوجوړولو فابريکې ته د پور ورکول٠ دا ډول بانکونو کې د خپلو پيسو ساتل اسلامي جواز لري؟
٣- د روژې پۀ مياشت کې خوب لږ وي ځکه چې پشلمی بايد وشي او نور عبادتونه هم د نورو وختونو پۀ پرتله دې مياشت کې ډېر ادا کېږي،لوږه پر ګېډه اغېز لري چې ورسره عصبي سيستم هم زيانمن کېږي او د سر د ګنګس توب لامل هم ګرځي ،پۀ داسې حالت کې د يوۀ جراح ډاکټر لپاره د روژې نيول حتمي دي ؟ کېدای شي چې هغه د کم خوبۍ يا دلوږې لۀ کبله تېروتنه وکړي او د ناروغ ژوند لۀ ګواښ سره مخ کړي٠ يا د بس د چلوونکي سر د لوږې يا د خوب لۀ کبله ګنګس وي چې دمسافرو ژوند ته خطرپېښولای شي ،نو پر دۀ روژه نيول حتمي دي؟
٤- پر اميدوارې (حامله )ښځې روژه نيول فرض دي؟
٥- دروژ ې نيول ولې فرض شو ي د ي ؟
٦- پۀ نورو اسمايي اديانو کې هم د روژې نيول شته ؟
٧- د عيسی (ع) او مهدي (رض) او د دوی د راتګ علامې څۀ ډول دي؟ يانې عيسی (ع) او مهدي (رض) څۀ ډول پېژندل کېدای شي ؟
٨- د لمانځۀ لپاره پينځه وخته د څۀ لۀ مخې ټاکل شوي دي ؟
٩- د شيعه او سني مذهبونوتر منځ د لمانځۀ د وخت او تعداد پۀ اړه اختلاف د څۀ شي پر بنسټ رامنځ ته شوی دئ ؟
١٠- عيسويان باور لري چې بي بي مريمې مېړۀ درلود چې نوم يې جوزيف (يوسف )ؤ او عيسی (ع) د همدې اړيکو نتيجه ده ٠ دا رښتيا ده او کۀ مومه بله کيسه ده ؟
ع کريم حليمي
14.08.2007
مکرم او محترم هيواد صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
پوښتنه
١ - پۀ لوېديزو هېوادونو کې کورونه لۀ بانک څخه د پور اخستنې پۀ وسيله اخستل (پېرودل) کېږي چې د پور پۀ مقابل کې يو څۀ ګټه بانک ته ورکول کېږي ٠دا ډول معامله اسلامي جواز لري ؟
جواب
په لوېديزو هېوادونو کښي کور په mortgage اخستل روا دي
او په هغو ملکونه چه د tax-deductible اصول نه لري ، نو کور په mortgage
اخستل ناروا عمل دی ، رانيونکی او پلورنکي ربا کوي ، او ربا دجنګ اعلان
دی و خدای او رسول ته
---------------------------------------
پوښتنه
- يو شمېر بانکونه پۀ داسې معاملو کې ونډه اخلي چې هغه اسلامي جواز نلري ، لکه د شرابوجوړولو فابريکې ته د پور ورکول٠ دا ډول بانکونو کې د خپلو پيسو ساتل اسلامي جواز لري؟
جواب
هو ! طبعا جوازلري ، پيسې په هر فرد او مؤسسه ساتلي شې ،
او که ستاسو مطلب دا وي چه : چه پيسې په ربا ور کول ، نو بيا له هر بانک څخه ربا اخستل ناروادي ،او که تاسو وداسي معاملې ته چه پيسې و بانک
ته په ربا ورکړي او د پيسو ساتل ئې نموۍ ، نوبياهم ناروا کار دی
که څوک په بېنک کښي د پسنداز حساب خلاص کړي ، او د بانک له طرفه
کټه ورکړه سي (چه د ګټي د ورکولو اندازه او % د بېنک په اختيار وي )
نو دې ګټي اومفاد ته ربا نه ويل کيږي ، او دغه رنګه ساتل شرعا جواز لري
-----------------------------------------------------------------------
پوښتنه
- د روژې پۀ مياشت کې خوب لږ وي ځکه چې پشلمی بايد وشي او نور عبادتونه هم د نورو وختونو پۀ پرتله دې مياشت کې ډېر ادا کېږي،لوږه پر ګېډه اغېز لري چې ورسره عصبي سيستم هم زيانمن کېږي او د سر د ګنګس توب لامل هم ګرځي ،پۀ داسې حالت کې د يوۀ جراح ډاکټر لپاره د روژې نيول حتمي دي ؟ کېدای شي چې هغه د کم خوبۍ يا دلوږې لۀ کبله تېروتنه وکړي او د ناروغ ژوند لۀ ګواښ سره مخ کړي٠ يا د بس د چلوونکي سر د لوږې يا د خوب لۀ کبله ګنګس وي چې دمسافرو ژوند ته خطرپېښولای شي ،نو پر دۀ روژه نيول حتمي دي؟
جواب
نه وروره ! لږ خورک کول هيڅ وخت ګنګسيت نه پېښوي ، ډير خورک ګنګسيت
لري ، تر نن ورځي هيڅ داسي طبي ارټيکل يا طبي نظريه ما نه ده لوستې
چه روژه پر عصبي سيستم بد تاثير لري ، هو ! اصلا هغه نسوار يا سکريټ دي
چه د روژه لرونکي سړي سر ګنګس وي ، او بس دچلوونکي که و غواړي چه
روژه ونه نيسي خير دي ، مسافر او مريض ته جواز سته چه روژه وخوري
او ورسته ئې قضا پر ځای کړي
او بل په هر صورت روژه خوړل ګناه کبيره ده
------------------------------------------------------------------------
پوښتنه
٤- پر اميدوارې (حامله )ښځې روژه نيول فرض دي؟
جواب
که ښځه احساس د مريضي کوي او په ځان هوهيږي ، طبعا دي روژه وخوري
---------------------------------------------------------------------------
پوښتنه
٥- دروژ ې نيول ولې فرض شو ي د ي ؟
جواب
بسمه تعالی -
شهْرُ رَمَضانَ الَّذِى أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَ بَيِّنَتٍ مِّنَ الْهُدَى وَ الْفُرْقَانِ
رمضان مياشت ده چه قران پکښي نازل سو ، په دې قران کښي د خلکو د پاره
هدايت او د حق او باطل د تميز دليلونه دي
فَمَن تَطوَّعَ خَيراً فَهُوَ خَيرٌ لَّهُ وَ أَن تَصومُوا خَيرٌ لَّكمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
نو څوک چه په مينه کومه نيکي
وکړي نو ښه ده د هغه د پاره ، او روژه نيول ستاسي د پاره ښه دی که تاسو
پوهېږئ
موسي عليه السلام چه د تورات د اخستلو د پاره تلی نو ٤٠ ورځي او شپې ئې
وږي تږي تيري کړې
او د کوه سعير مقدس راتلونکی حضرت عيسی عليه السلام لمړی له دې چه
د هغه په خو له د انجيل ژبه ګويا وي ، هغه ٤٠ شواروزه وږی تږی و اوسيده
---------------------------------------------------------------------------
نور بيا
خیریوسی
14.08.2007
محترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
هیواد صاحب ډیر ښه سوال کړیدی لاکن زه ستاسو په جواب نه یم پوه سوی
زه هم داسوال بیا تکراروم
که یوه فابریکه په اسلامی هیواد کی شراب جوړوی دهغې فابریکی سره پیسی ساتل او په سهم کی برخه اخیستل جواز لری ؟
که په اسلامی هیواد کی په کوم بنک کی ربا ( سود ) چلیږی دهغوی سره پیسی ساتل او دبنک په سهم کی برخه اخیستل جواز لری
که جواز لری نو دا به ددوی سره مرسته نه وی ؟
مینه
ستاسو یو عاجزه وراره
منلی
14.08.2007
ښاغلی حلیمی صاحب اونورټولو وروڼو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
حلیمی صاحب آسمان اوجنت دوه بیل بیل شیان دی .
په اسلام کې دجنت په مقابل کې دوزخ راځی .
اوداسمان په مقابل کې همیش ځمکه راځي اوداهم پوهیږو چې دجنت او دوزخ پوره تجربه داخرت له ورځي مخکی نشی کیدی
اوځمکه اوسمان هغه شی دی چې داولی ورځی د پيدایښت نه به تر اخرت پوری وی .
اوکله چې اخرت شی په ځکه اواسمان کې به انقلاب راشی اوددی ماهیت په بدل کړی شی .
اوهمداسی د علم غیب امور چې په قرآنکریم کې استعمال شوی لکه خدای ، فرشتی ، آخرت ...
د اسمان ذکر په علم غیب کې نه راځی
په قرانکریم کې داسمانونو ذکر تر دی سطحی شوی ترکومه حده چې یوانسان دشپی په تیاره کې دآسمان لیدنه کوی بغیر دکوم زره بین یا نوروشیانو .
په دی کې سوال ده چې له دغه اوه اسمانو خو به مطلب دغه اوه سیاری نه وی لکه . سپوږمی . عطاره . زهره . لمر. مریخ ،مشتری او زحل؟
اوهمداسی په قرآنکریم کې کرسی اوعرش ټکی استعمال شوی دی د ـ دواړو معنی یو ده اوکه بېلی ـ بېلی معناوی لری ؟
hewad
14.08.2007
ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
ښاغلی حليمي صاحب د زړۀ لۀ کومې سلامونه مې ومنئ، هيله ده چې روغ او هوسا اوسئ٠ پۀ درنښت هېواد
ښاغلی حليمي صاحب
mortage څۀ ته وايي او څۀ ډول شرايط لري؟ د اسلامي جواز لپاره څۀ ډول بنسټ لري؟
څومره چې ماته جوته ده کۀ څوک کور اخلي (رانيسي ) بايد لۀ بانکه پور (کرېډت)واخلي چې د پور پۀ مقابل کې ټاکلې (معينه ) اندازه ګټه هره مياشت بانک ته تحويل کړي ٠ د تړون لۀ مخې ٢٥ يا ٣٠ کلونه کې د بانک پور ادا کېږي ٠ کۀ پۀ دې اړه معلومات راکړئ؟
تاسو د بس د چلوونکي پۀ اړه ليکلي دي چې قضايي روژه دې ونيسي٠ اما کۀ د يوۀ ډرېور همدا دنده وي او کال دولس مياشتې بس چلوي نو هغه څۀ وخت قضايي روژه ونيسي؟
زۀ د زړۀ يو جراح ډاکټر پېژنم چې راته کيسه يې کوله ،کله چې دی عمليات ترسره کوي لۀ ٦ څخه تر٨ ساعتونه هر عمليات دوام کوي ،ځکه بايد د ډاکټر خوب پوره وي او کوم بل فشار هم پۀ پروت نۀ وي ځکه چې کېدای شي د ناروغ ژوند ته ګواښ پېښ شي٠
بله پوښتنه دا ده کۀ يو څوک هره ورځ پۀ موټر کې کار ته ځي پر هغۀ روژه نيول حتمي دي؟
زۀ غواړم د شيعه او سني مذهبونو د توپيرونو پۀ اړه معلومات ترلاسه کړم چې تر اوسه هېچا هم پۀ دې اړه معلومات رانکړ او ټولې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې دي٠
هيله ده چې معلومات راکړئ٠
ماته يوۀ شيعه وويل چې تراوېح لمونځ د حضرت محمد (ص) سنت نۀ دی بلکې دا مونځ حضرت عمر(رض) رايج کړی دئ ٠ پۀ دې اړه معلومات راکړئ٠
ع کريم حليمي
15.08.2007
مکرم ajaza صاحب او درنو لوستونکو ، السلام عليکم ورحمه الله و برکاته!
هیواد صاحب ډیر ښه سوال کړیدی لاکن زه ستاسو په جواب نه یم پوه سوی
[quote:4160aa1af3]زه هم داسوال بیا تکراروم
که یوه فابریکه په اسلامی هیواد کی شراب جوړوی دهغې فابریکی سره پیسی ساتل او په سهم کی برخه اخیستل جواز لری ؟
که په اسلامی هیواد کی په کوم بنک کی ربا ( سود ) چلیږی دهغوی سره پیسی ساتل او دبنک په سهم کی برخه اخیستل جواز لری
که جواز لری نو دا به ددوی سره مرسته نه وی ؟ [/quote:4160aa1af3]
دا ښکاره او واضع خبره ده چه شراب خوړل حرام دي او تجارت ته ئې اجازه نسته
عَنْ عَائِشَةَ ـ رضى الله عنها ـ قَالَتْ لَمَّا نَزَلَتْ اخِرُ الْبَقَرَةِ قَرَاَهُنَّ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَلَيْهِمْ فِي الْمَسْجِدِ، ثُمَّ حَرَّمَ التِّجَارَةَ فِي الْخَمْرِ
له عائشې رضی الله عنها څه روايت دی کله چه د سورت بقرې اخِري اياتونه نازل
شوه (د ربا ) نو مبارک ﷺ او خلکو ته قرات کړه او د شرابو تجارت ئې هم حرام
کړ ٠
و مسلمان ته نده لازمه چه د هغو فابريکو او بانکنو سهمونه رانيسي
کوم چه د شرابو تجارت کوي ، او پيسې ساتل يو غيري مستقيم مرسته ده
که د مسلمان په ملک کښي شراب جوړېدل او د ملک قانوني اوسېدونکو
تظاهر (قام، مظاهَره ) ونه کړه ، نو دې ته وايو مستقيمه مرسته او کومک
له غيري مستقيمي مرستي کولو ځان ساتل نو بيا د هر فرد په تقوا اړه لري
په درنښت
ع کريم حليمي
15.08.2007
مکرم هيواد صاحب سلامونه او احترامات مي ومنۍ !!
[quote:a99898ada6]زۀ غواړم د شيعه او سني مذهبونو د توپيرونو پۀ اړه معلومات ترلاسه کړم چې تر اوسه هېچا هم پۀ دې اړه معلومات رانکړ او ټولې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې دي٠
هيله ده چې معلومات راکړئ٠ [/quote:a99898ada6]
ګرانه وروره !
زه فکر کوم چه "ټول افغان " به له داسي پوښتنو د پاره ښه ځاي نه وي !
اوزه فکر کوم چه زما له پاره به هم ښه کار نوي چه داسي پوښتنو ته جواب
وليکم ، ولي چه په داسي پوښتنو او جوابونو کښي د عقائدو تحقير او توهين
پېښېدل ډېر امکان لري ، ستاسو له پاره دا ښه ګڼم چه انوار البحار کتاب
وګورۍ ،داهل شيعه وړونو د لوړو کتابونو څه حسابيږي ٠
سوال :
mortgage څۀ ته وايي او څۀ ډول شرايط لري؟ د اسلامي جواز لپاره څۀ ډول بنسټ لري؟
جواب :
مورګېج لغوي معنا ئې ګروي ده ،اما له هغه ګروۍ سره ئې ډير فرق سته کوم
چه زموږ په وطن کښي چه خلګ ګروي کوي ، مورګېج کور په سود رانيول هم
ندي ،
مثلا :يوڅوک کور رانيسي او بل نفر کور خرځوي ، خريدار دا کور رانيسي
او بيانه ورکوي ، ورسته بيا کوري چه له کوم بېنک څه پيسې په سود واخلي
هر بېنک چه په کښته في صدي او اساني سره پيسې په سود ورکولې نو
له هغه بېنک څخه پيسي اخلي ، خو بېنک کور هم ګوري ، او د رانيونکي
سړي دعايدات اسناد ګوري چه رانيونکي د کاله څومره عايدات لري ،
چه د مياشتني قست تر اوده وتلې شي که يا ،
چه دا تحقيقات وکړه شي نو بيا بينک پيسې په سود ورکوي چه پلورنکي
ته ئې نقدي ورکړي ، او په قباله کښي ليکل کيږي چه فلان کور د citibank
قرضدار دي ، يعني که دا کور بيا د خرځېدو له پاره و دريږي نو کله چه څوک
د کور سودا وکړي نو رانيونکي نفر اول پور د citi bank ورکوي که کور په
يو مليوون رانيول سوی وي او د citi bank پر کور پور ٨ لکه پوراو قرضه
وه نو اول ٨ لکه بېنک ته ورکوي ، او دوه لکه د کور خاوند ته ورکوي ،
قباله يوه صفحه ده ، او د مرګېچ اسناد تقريبا ٥٠ صفحي دي ، اول په تفصيل
ليکل ئې ساده او اسانه نه دي
مهمه داده چه مورګېج روا دي که ناروا !!
څه چه زه درته ليکم دابه لمړی ځل وي ،چه د مورګېج د روا او ناروا په اړه
څوک لولي
په امريکا او غربي نړۍ کښي هر فرد چه ګټه او عايدات لري ضرور ماليات
ور کوي و دوو حکومتونوته ، فډرل حکومت ته او ولايتي حکومت ته
هر څومره چه عايدات ئې زيات وي نو په هغه اندازه ئې د مالياتو % لوړيږي
فرضا يو سړي د کاله درې لکه ډالره کلنې عايدات لري ، داسي ئې وګڼه
چه ٣٠ % ده بايد له عايداتو بايد حکومت ته ټکس ورکړي ، (٩٠٠٠٠ $ )
که چا کور په سود اخستی وي او د کاله ئې ٣٠ زره سود وبېنک ته ورکړی وي
نو دغه سود چه ئې بېنک ته ورکړی دې ته tax-deductible مصرف
ويل کيږي
نو کله چه کلنی ټکس (٩٠٠٠٠ $ )حکومت ته ورکوي ، نو ٣٠ زره ترې منفي
کړي ولې چه سود ئې ورکړي ، نو ٦٠٠٠٠ $ ټکس ورکړي او بس
نوپه غربي جهان کښي داسي نظام دی ، چه خلګ کور په سود اخلي خو له خپل
جېب څخه د سود او ربا مصرف نه کوي ،
خوکه څوک په پاکستان يا افغانستا ن کښي کور په سود رانيسې نو ربا کوي
(يو ربا خوري او بل ربا ورکوي )او ربا او سود ورکونکی له خپل جېب څه
سود ور کوي نو په هغو ملکونو کښي چه دtax-deductible اصول نه لري
هغوي په ربا اخته دي ٠
سوال :
تاسو د بس د چلوونکي پۀ اړه ليکلي دي چې قضايي روژه دې ونيسي٠ اما کۀ د يوۀ ډرېور همدا دنده وي او کال دولس مياشتې بس چلوي نو هغه څۀ وخت قضايي روژه ونيسي؟
جواب :
په جهان کښي چه پوليسو سروې کړي ، هغه موټر وانان له خطرسره مخامخ
کيږي چه مخدرات استمالوي او يا بې خوبه او بدخابه وي ٠
ترنن ورځ پوليس هيځ داسي اطلاعات اوسوابق په لاس کښي نه لري چه روژه
داره يا د لوږي په سبب ډرېوران له خطره سره مخ شوي وي
پوليسو چه اطلاعات data کوري ډير خطرونه له بېدارخوابۍ پېښيږي
او اکثر ټکرونه له بې خوابۍ پېښ شوي ٠
د يوه څخه نيولې بيا تر زرو نفرو خبري ته اعتبار نسته
د اعتبار وړ شئ data او ګراف دي ، نه دخلکو خبري
ګراف هيځ وخت درواغ نه وايي اما خلګ درواغ وايي
سوال :
زۀ د زړۀ يو جراح ډاکټر پېژنم چې راته کيسه يې کوله ،کله چې دی عمليات ترسره کوي لۀ ٦ څخه تر٨ ساعتونه هر عمليات دوام کوي ،ځکه بايد د ډاکټر خوب پوره وي او کوم بل فشار هم پۀ پروت نۀ وي ځکه چې کېدای شي د ناروغ ژوند ته ګواښ پېښ شي٠
جواب :
تاسو له هغه ډاکتر څخه د دي لوږي په باب د وزارت صحت data او سوابقو
پښته وکړي ، چه تر نن ورځي څو مريضان په عملياتو کښي د طبيب له لوږي
په سبب له خطره سره مخ شوي ٠ که data وه نو روژه دي وخوري
خال داچه هيڅ data د خطر نسته ، دا ډاکتر صاديق نه دی
سوال :
ماته يوۀ شيعه وويل چې تراوېح لمونځ د حضرت محمد (ص) سنت نۀ دی بلکې دا مونځ حضرت عمر(رض) رايج کړی دئ ٠ پۀ دې اړه معلومات راکړئ٠
جواب :
هو ! د تراوېح لمونځ حضرت محمد ﷺ کاوه ، او جمعي په ډول اصحاب کرامو
په وخت کښي شروع سوي نو بيا هم سنت ورته ويل کيږي
خوږ نبي ﷺ فرمایی چه (علیکم بســتنی وسنت الخفأالرشیدین من بعدی )
دا معلوميږي چه شيعه علما پورته حديث نه مني او درې الخفأالرشیدین
درنښت
منلی
04.01.2008
ټولو وروڼو سلامونه !
محترم حلیمی صاحب دیو وتلی عالم چې اسرارالحق نومیږی په خټه پاکستانی ده
دیوبیان لږشان ترجمه چې دمنافق په باره کې تاسو ته لیکم اوبیا چې ماته پکې کومی پوښتنی پیداشوی تاسو ته یی وړاندی کوم .
وایی کله چې په مدینه کې مبارک (ص) ته دمنافقینو نومونه وښودل شول یا دمنافقینو په باره کې آیات نازل شوو دحضرت عمر (رص) سره دا- اندیښنه پیداشوه چې هسی نه ځما نوم پکې نه وی یا زما لور (خوا)ته اشاره نه وی شوی دلته پوښتنه پيداکیږی چې حضرت عمر(رص) داسی کوم عمل کړی وو چې په ځان یی شک کاوه؟ددی پوښتنی په ځواب کی ښاغلی وایی چې
که یو نفر مسافر وی اوسامان ورسره وی دشپی چې چیرته ویده کیږی په خپل سامان ډاریږی چې څوک یی پټ نه کړی
اوکه یونفرسره هیڅ سامان نه وی هغه چې هرچیرته لاړشی بی غمه ویده وی او دهیڅ شی پروا نه کوی
یعنی دغه اندیښنه ایماندار ه سړی ته پیدا کیږی اوڅوک چې ایمان ونه لری هغه یی هیڅ غم نه کوی
بیا هغه مخکی ځی او نور تفصیل ورکوی وایی چې منافق په دوه ډوله دی
یو شعوری منافق اوبل غیری شعوری منافق .
دشعوری منانق خبره روښانه ده اوپه دی کې دڅه تفصیل ورکولوضرورت نشته مګر
دغیری شعوی منانق په باره کې چې ایا
څوک په غیری شعوری ډول منافق ،کافر یامشرک کیدی شی ؟او دالله په وړاندی مجرم ګڼل کیږی؟
که نشی کیدی خبر روښانه ده ، اوکه مجرم ګڼل کیدی شی په دی صورت کې بیا د
انما الاعمالو بی نیت مطلب څه شې ده ؟
اوبل دحساب په ورځ به انسان څخه داسی پوښتنه کیږی چې تا څه کړی او که یا داسی چې تا ولی کړی ؟
په درنښت
hewad
02.09.2008
ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
څو پوښتنې لرم هيله ده چې ځواب يې راکړئ٠
١- کله چې د ګېډې تېزاب (اسيد) زيات شي يو ډول ترخې اوبۀ خولې ته راپورته کېږي٠ ايا پر دې ترخو اوبو روژه ماتېږي؟
٢- کۀ څوک د ساکونډۍ ناروغي ولري هغه بايد يو ډول سپرې استعمال کړي٠ ايا پر دې روژه ماتېږي؟ يا دا ځينې خلک د حساسيت ناروغي لري او د پزې لۀ لارې سپرې استعمالوي ، پۀ دې اړه ستاسو معلومات څۀ دئ روژه پر ماتېږي؟
٣- کۀ څوک پۀ مانځۀ کې د التحيات پر ځای سوره فاتحه ولوني او ورته يې پام شي ، پۀ دغسې حالت کې مانځۀ ته څۀ ډول دوام ورکړل شدي؟
پۀ درنښت هېواد
و.افغان
02.09.2008
[quote:c89200592d="hewad"]ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
څو پوښتنې لرم هيله ده چې ځواب يې راکړئ٠
١- کله چې د ګېډې تېزاب (اسيد) زيات شي يو ډول ترخې اوبۀ خولې ته راپورته کېږي٠ ايا پر دې ترخو اوبو روژه ماتېږي؟
٢- کۀ څوک د ساکونډۍ ناروغي ولري هغه بايد يو ډول سپرې استعمال کړي٠ ايا پر دې روژه ماتېږي؟ يا دا ځينې خلک د حساسيت ناروغي لري او د پزې لۀ لارې سپرې استعمالوي ، پۀ دې اړه ستاسو معلومات څۀ دئ روژه پر ماتېږي؟
٣- کۀ څوک پۀ مانځۀ کې د التحيات پر ځای سوره فاتحه ولوني او ورته يې پام شي ، پۀ دغسې حالت کې مانځۀ ته څۀ ډول دوام ورکړل شوي؟
پۀ درنښت هېواد[/quote:c89200592d]
ګران او محترم وروره هیواد صاحب: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه.
دلومړۍ پوښتنې کې دی باید ووایم چې:
چې په دغه کار روژه نه ماتيږي، همدارنګه په قي کولو هم روژه نه ماتیږي، او تاسو
چې کوم صورت یاد کړی دی، نو هغه د لږ اندکه قي لاندي راتلاي شي،
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"من ذرعه القيء فلا قضاء عليه، ومن استقاء فعليه القضاء".
ژباړه: که چا ته قي ورشي نو قضا پرې نشته، او چا چې ځانته په زوره قي راووست نو
هغه باندې قضايي شته(البته دهماغی ورځې په کومه کي يي چې ځان ته قصدا قي
راوستلې دی).
يو خبري ته مو فكر وي چې یو هر کله له ستوني دغه تیزابي اوبه راتیري شي او خولې ته راشي، مانا دا چې له جوف څخه رابیلې شو او خولي ته راغلې نو باید بیرته تیري نه شي، او
که چیرته يي قصدا تیري کړي نو روژه ماتوي، او که په خطايي سره تیري شي، نو بیا
پروا نه کوي.
ددوهم پوښتنې ځواب کی دی وایم:
چی په دغه سپرې هم روژه نه ماتیږي، چې انسان يي دضرورت په وخت کې وکاروي،
الله جل جلاله فرمايي:
وقد فصل لکم ما حرم علیکم الا ما اضطررتم الیه.
او په تحقیق سره يي په تفصیل سره بیان کړي تاسو ته هغه څه چې په تاسو يي حرام
ګرځولي، مګر هغه څه چې تاسو ورته مجبور شۍ (نو بیا مباح کيږي).
ځکه دخوراک او څښاک لاندي نه راځي، نو دهغی
پیچکارۍ سره ورته والي لري، چې تغذیه ورکوونکې نه وي، نو په هغی هم روژه نه ماتيږي، همدارنګه ځينې خلک په روژه کې دخولې دخوشبويۍ لپاره یو سپرې کاروي
په هغې هم روژه نه ماتیږي، په دې شرط چې دغه سپرې پاک او له مباح څیز څخه جوړ
شوې وي، او له ستونې ښکته لاړ نه شي.
ددريمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم:
لومړۍ خو بايد په دې پوه شو، چې لمړۍ قاعده سنت مؤکد یا واجب دی او دوهمه قعده (ناسته) رکن دي، که چیري لمونځ کوونکې دوهمه قعده ونه کړي نو
لمونځ يي باطلیږي، خو ددوهم قعدې په تشهد کې اختلاف دی څوک يي رکن بولي، او څوک يي واجب
بولي،
ځکه چې عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ویل: چې مونږ ته پیغمبر صلی الله علیه وسلم تشهد داسي راښووه لکه دقرآن کریم یو آیت چې به يي راښوده، له دې بغیر
څه آثار هم راغلي دي چې په کې ويل شوي دي، چې له تشهد څخه پرته لمونځ نه کیږي،
نو محترمه وروره !
که چیرته په لومړۍ قعده کې دې ناست وي، دالتحيات په ځاي دی فاتحه شروع کړه،
او دریم رکعت ته له پاڅیدو مخکې درته په یاد شو، نو ژر بیرته په التحیات شروع
وکړه ، او دلمانځه په آخر کی بیا دوه سجدی دسهوی وکړه، او لمونځ دی صحي دی.
او که چیرته دریم رکعت ته له پاڅیدو وروسته درته په یاد شو نو بیا دې هم لمونځ
صحيح دی، مګر دلمانځه په آخر کې به سجدة السهو کوي، او که چیرته دی سلام
وګرځاوه، او بیا دې په یاد شو، او څه وخت په کې تیر وو، نو هیڅ درباندې نشته،
لمونځ دی صحیح دي، لکه فقهي قاعده وايي: لا سهو لسهو.
راځو وروستۍ یا دوهمې قعدی ته، نو لومړۍ باید ووایم چې دغه ناسته رکن دی،
پرته له دی ناستي لمونځ نه صحي کیږي، البته په تشهد کې اختلاف دی، څوک
يي واجب بولي، او څوک يي رکن بولي.
نو که چیرته دی تشهد یعني دا التحیات .. ویلو پر ځاي دی سورة الفاتحة او یا دقرآن
نور آیتونه وویل، نو که له سلام څخه مخکې درپه یاد شو، نو بیرته ژر په التحیات...
شروع وکړه، او دلمانځه آخر کې سجدة السهو وکړه. (البته سجدة السهو ډیر صورتونه لري، او دامام صاحب ابو حنیفه په مذهب کې ځانګړې صورت لري).
او که چیرته له لمانځه وتلې وی، یعنې سلام دی وګرځاوه او په خپل ځاي ناست وی
وخت ډیر نه وو تیر، بیرته دی فکر شو، نو بیرته له همدغی دوهمې قعدې یاناستې
شروع وکړه، او وروسته بیا سجدة السهو وکړه.
او که چیرته په کې وخت ډیر تیر شو، او بیا دې را په یاد شو، نو پکار ده چې ټول لمونځ
راوګرځوي.
وصلی الله علی محمد وآله وصحبه وسلم.
په درنښت.
عبد السلام
02.09.2008
درنو مسلمانو ورونو السلام عليکم ورحمه الله ٠٠
خدای دې وکړی دروژې مبارکی ورځې مو په خوند تیریږی،
ګر چې ما غوښتل دمحترمو پوهانوو ورونو څخه يواځي د طلاق په اړه يوه وږده پوښتنه وګړم ،چې طلاق څو ډوله دئ،او دهرې يوې شرحه يي
٠ که محترم ورونه پرې رڼا واچوي ددوي ډيره مهربانی به وي٠
ضمنا دپورتنۍ موضوع په اړه يوه ټوکه راياده شوه که اجازه وي چې ويي وايم ؟
ټوکه دهغه چا په اړه ده چې په ولاړې يې تشهد لوست٠
په درناوی
ع کريم حليمي
03.09.2008
درنو او محترمو ليکوالو او کتونکو ،لوستونکو
اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته !
د دې مبارکي مياشتي مبارکي وايم تاسو ټولوته ، او بلخصوص و مکرم استاد
قاري صاحب ته ، او تمنا لرم چه له دعا مي هير نه کړي او خاص بيا د
ليلة القدر د شپې په دعاوو کښي
ډېر ګران ورور عبدالسلام صاحب ، ډېره ښه پوښتنه تاسو کړې خو لکه تاسو
چه ويلي "د طلاق په اړه يوه وږده پوښتنه وګړم " رشتيا چه ډېر اوږد جواب ته
ضرورت لري ، يو خو د طلاق باب ډير اوږد دۍ او دانن ورځ چه د حقوق زنان
خبري هم پورته کښته کيږي بيا نو فوقلعاده لوږد جواب ته ضروت لري
د طلاق ډولونه اواقسام : طلاق رجعی ، طلاق بائن ،طلاق كناية ، طلاق ثلاث
او طلاق صريح ، او الطلاق المعلق بالشرط دی
اونور اقسام هم لري او هر يو بيا خپل تعريفونه لری ، او هر يو بيا اوږد باب
دی
که ستاسو خوښه وي چه پوښتنه مو يو څه مشخصه کړي ښه به وي ، ولي چه
د طلاق په باب کښي دعلماو اختلافونه سته ،د بعضو په پوهه طلاق واقع کيږي او بعضي علما وايي چه
نه طلاق نه واقع کيږي ، او روشنفکران ،او د مدني قانون وال بيا نور سوالونه
ترې راولاړه وي ، که دقيق سوال وسي نوکه خدای غوښتتي وي دقيق جواب
به درکړو او د افغانستان د عدليي د وزارت قانون به هم په بر کښي ونيسو
البته که استاد قاري صاحب جواب تاسوته ليکي دابه نو نورعلی نور سي
په درنښت
hewad
03.09.2008
ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
ښاغلی وهاج صاحب ستاسو لۀ معلوماته ډېره مننه٠
١- سجده سهو څۀ ډول ادا کېږي؟
٢- کۀ چېرې د فرض مانځۀ دريم يا څلورم رکعت کې ورسته لۀ سوره فاتحه بله سوره ولوني ، پۀ دې اړه بايد څۀ وشي؟
٣- يو شمير خلک د پېريانو پۀ اړه عجايب او غرايب وايي٠ ايا پېريان اوس هم لۀ انسانانو سره پۀ مځکه کې ژوند کوي؟
پۀ درنښت هېواد
و.افغان
08.09.2008
[quote:4a3c21fbe3="hewad"]ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
ښاغلی وهاج صاحب ستاسو لۀ معلوماته ډېره مننه٠
١- سجده سهو څۀ ډول ادا کېږي؟
٢- کۀ چېرې د فرض مانځۀ دريم يا څلورم رکعت کې ورسته لۀ سوره فاتحه بله سوره ولوني ، پۀ دې اړه بايد څۀ وشي؟
٣- يو شمير خلک د پېريانو پۀ اړه عجايب او غرايب وايي٠ ايا پېريان اوس هم لۀ انسانانو سره پۀ مځکه کې ژوند کوي؟
پۀ درنښت هېواد[/quote:4a3c21fbe3]
بسم الله والصلاة والسلام على رسول الله.
سجده سهوه په دوه طریقو سره کیداي شي.
لومړۍ طریقه: چې وروستۍ ناسته تر آخره پوره کړي، یانې تشهد او درود ووايي،
او بیا دوه سجدي وکړي، او له سجدو وروسته متصل سلام وګرځوي.
او دا طریقه په متفق علیه حدیثونو کې راغلی.
دوهمه طریقه چې دامام صاحب دمذهب طریقه ده،
او ددی په اړه هم آحادیث راغلي دي،
هغه داسي چې وروستۍ ناسته یا قعده ټوله پوره کړي، دواړو اړخونو ته سلام
وګرځوي، بیا دوه سجدي وکړي، او له سجدي وروسته بیا وروستۍ ناسته قعده
له سره سره دتشهد او درود وکړي، او بیا سلام وګرځوي، او که چیري سړۍ
امام وي نو بیا
به یو سلام ګرځوي، ددی په خاطر چې ځینی مقتدیان چې رکعتونه ترې تلي وي، نورو
رکعتونو ته پانه څيږي، او یا ځيني نور صف پرینږدې، او له مسجده بهر ونه ووځي.
دفاتحې پريښودل په دوه حالتو کې راځي.
لومړۍ دا چې تنها په لمانځه ولاړ وي، نو دامام صاحب مذهب کې فاتحه لوستل
واجب دي، نو که پریديښوده، نو سجده سهوه به کوي، او که چیري امام پسې
ولاړ وي، آو فاتحه دی ونه ویله، نو دامام صاحب په مذهب هیڅ پروا نه کوي،
بلکه دامام صاحب مذهب دادی چې امام پسې به فاتحه نه لولی.
البته درې نور مذهبونه په دوه ډوله دی.
دشوافعو مذهب وايي چې فاتحه رکن دی، که تنها په لمانځه ولاړ وي، او که امام پسې
ولاړ وي، جهري لمونځ وي، او که خفیه لمونځ وي.او که چیري دی فاتحه ونه
لوستله نو لمونځ دی باطل دی، لمونځ به بیرته راګرځوي، او سجده سهوه
دفاتحه جبیره نشي جوړيداي.
خو مالکیان او حنابلة بیا فاتحه په تنها لمانځه کې رکن بولي، البته امام پسې يي
په خفیه لمونځ کې رکن بولي، خو په جهري کی بیا مستحبه دا بولي چې فاتحه ونه ویل شي.
هر مذهب دلایل لري، خو دشوافعو دلایل ډیر قوي دي، او کوم حدیثونو باندي
چي يي استدلال کړی، ټول متفق علیه أحادیث دي:
لا صلاة لمن یقرأ بفاتحة الکتاب.
خو احناف بیا ددی حدیث تأویل داسي کوي:
لا صلاة کاملة لمن یقرأ بفاتحة الکتاب.
معنا دا چې لمونځ يي کامل نه دی چې فاتحه ونه لوستله، البته صحي دی.
ځکه چې دکمال او صحت تر منځ فرق شته.
زه خو خپله چې ددغو قوي متفق علیه احادیثو ظاهر ته ګورم نو هر حالت کې سورة
فاتحه لولم، بل سورة فاتحه قرآن دی، نو که هر حالت کي په لمانځه کې ولولي، نو
لمونځ نه باطلوي، البته چې دفاتحي پر وجه بل رکن درڅخه ضایع نه شي.
ددریمې پوښتنې په تړاو دی باید ووایم: چې پیریان حقیقت دی، پیریان شته دی،
او په کوم عالم کې چې مونږ اوسیږو په همدې کی له مونږ سره اوسیږي.
خو دپیریانو په اړه ډیر عجايب او غراﺉب له دروغو خالي نه وي.
والحمد لله رب العلمین.
رښتینی
09.09.2008
ګومان کوم صافی صیب دلته پوښتنی ته ښه نده متوجه شوی
صیواد صیب په دریم او څلرم رکعت کی په خطایی سره دسورت
دلوستلو پوښتنه کړی او صافی صیب په فاتحه راسم شوی :)
خیر صافی صیب اوس خو تاسو هم لکه چی له متفق علیه حدیثو
پرته نور ......... :) :)
-[code:1:2a07967635] کۀ چېرې د فرض مانځۀ دريم يا څلورم رکعت کې ورسته لۀ سوره فاتحه بله سوره ولوني ، پۀ دې اړه بايد څۀ وشي؟ [/code:1:2a07967635]
هیواد صیب په دی صورت کی کوم مشکل نشته