د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

څو پوښتني

hewad
15.08.2006

ګرانو قدرمنو هېوادوالو د زړۀ لۀ کومې سلامونه مې ومنئ !
زۀ غواړم څو پوښتنې مطرح کړم او هيله لرم چې مقنع ځوابونه ترلاسه کړم ٠ زما موخه د معلوماتو ترلاسه کول دي
هيله ده چې پرته لۀ احساساتو پۀ علم استوار معلومات راکړئ٠ د بحث پۀ ترڅ کې کېدای شي نورې پوښتنې هم
مطرح شي هيله ده چې هېوادوال ښه ونډه پۀ کې واخلي٠ پۀ درناوي هېواد
١ وهابيت څۀ شی دئ ؟ څۀ نظريات لري او ولې پۀ افغانستان کې د خلکو نه خوښيږي ؟
٢ د حنفي مذهب دريځ د زيارت پۀ هکله څۀ ډول دئ ؟ ايا زيارت ته د ښځينه يا نارينه تګ مجاز لري ؟
٣ ساينس پوهان وايي چې مځکه ،لمر ،سپوږمۍ او ستوري ګرځي ،پۀ دې هکله اسلامي نظر څۀ ډول دئ ؟
٤ پۀ اسلامي قواعد او قوانينو کې د بانکدارۍ سيستم بايد څۀ ډول وي ؟
٥ د شرعې لۀ مخې پۀ اوسنيو حالاتو کې وسله وال جهادفرض دئ او کۀ نه ؟
٦ د شرعې لۀ مخې نجونې ښوونځي ته دتګ او لوړو زده کړو اجازه لري ؟
٧ د شرعې لۀ مخې ښځې د کور څخه دباندې د کار اجازه لري ؟
٨ د هلک او نجلۍ د بلوغيت عمر لۀ څو کالو څخه پيلېږي ؟
٩ شرعي نکاح لۀ څو کلنۍ څخه مجاز ده ؟ هلک او نجلۍ بايد د څو کالو وي چې نکاح ورسره وتړل شي ؟
١٠ لۀ څو کلنۍ څخه د جماع عمل مجاز دئ ؟
١١ ولور پۀ شريعت کې مجاز دئ ؟
١٢ د نجلۍ يا هلک مخالفت سره د هغوی ولي يعنې پلار يا نيکۀ کولای شي چې هغه چا ته پۀ نکاح ورکړي ؟
١٣ مسلمانان عقيده لري چې ادم (ع) او بي بي حوا د غنمو لۀ خوړو منع ؤ اما عيسويان وايي چې د مڼې لۀ خوړلو
منع ؤ ، مسلمانان عقيده لري چې ابراهيم (ع) اسماعيل (ع) ذبح کولو اما عيسويان وايي چې اسحاق (ع) يې
ذبح کولو ،زما پوښتنه دا ده چې د اسلام او عيسويت تر منځ چې دواړه سماوي دينونه دي دا ډول توپيرونه ولې شته ؟


رښتینی
15.08.2006

محترم هيواد صيب سلامونه مى ومنه

ملا يا مولوى خو څه كوى چى اخوند هم نه يم خو دا يو جرئت كوم چو يوه اندازه هو ښيار
امى خو يم او دومره پوه شوم چى ستا پو ښتنى ډيرى مهمى او خورا درنى پوښتنى دى او
دا خبره هم با يد سپينه كړم چى پوښتنه هم دومره اسانه كار نه دى بلكى ډير سخت كار دى
او هر غوږ سمه پوښتنه نه شى مطرح كولى او ستا پوښتنى خورا درنى او ډيرى ژورى دى

خو نه پو هيږم چى دا د ټول افغان دفورم علما ء كرام ولى توجه نه ورته كوى ؟؟؟
او يو بل ټكى چى ما ژړوى او ورنه ويريږم هغه دا دى چى دى پوښتنى ته چى ځوابونه پيل شى
نو بيا به ځينى ياران په كى را منځته شى او له خبرو به خبرى وزيږوى ارموخه به بيخ ته پاته شى
او هغه د پنجابيانو خبره تو تو مي مي به سره پيل شى
خو يو ځاى روڼايي ليدل كيږى هغه دا چى تاسو پوښتونكى يانى هيواد صيب
خو دبيځايه مدا خله كوونكو او يا د تروود مچانو دمخنيوى وس لرى نو كه دى
بحث ته مو تو جه روانه پاتى شوه په سور يي برا بر لره هسى نه چى د وها بيت
خبره په مرحوم جميل الرحمن صيب با ندى را وڅر خيږى

او زيارت ته د شځو د تګ خبره په منجورو او کوډګرو ودريږى او دښځو دزدكړى خبره
د طالبانو دواكمنى په سياسى بحث كى نيست او نا بود شى د وهابيت په اړه به زما په
اند د محترم سراج الحق صيب مالومات ډير ژور او په زړه پورى يي او داسي نور

په مينه او درښت



ع کريم حليمي
16.08.2006

درنو او محترمو وړونو او خويندو 
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
محترم هيواد صاحب !
انشاالله زه به کوښښ وکم چه ستاسو سوالونو ته جواب ووايم څه چه په ځګر
کي لرم ستاسو مخته به ئې کښېږدم 
له اخري سوال څخه به شروع په وکړم تر اوله سواله به انشاالله ورسيږو 
ممکن ده چه ځني سوالونه بيله جوابه هم حل سي 

[quote:f2ee0137bd]١٣ مسلمانان عقيده لري چې ادم (ع) او بي بي حوا د غنمو لۀ خوړو منع ؤ اما عيسويان وايي چې د مڼې لۀ خوړلو
منع ؤ ، مسلمانان عقيده لري چې ابراهيم (ع) اسماعيل (ع) ذبح کولو اما عيسويان وايي چې اسحاق (ع) يې
ذبح کولو ،زما پوښتنه دا ده چې د اسلام او عيسويت تر منځ چې دواړه سماوي دينونه دي دا ډول توپيرونه ولې شته ؟[/quote:f2ee0137bd]
د ١٣ م سوال جواب - 
بسمه تعالی - وَ قُلْنَا يَئَادَمُ اسكُنْ أَنت وَ زَوْجُك الجَْنَّةَ
وَُكلا مِنْهَا رَغَداً حَيْث شِئْتُمَا وَ لا تَقْرَبَا هَذِهِ الشجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظلِمِينَ(35)
الله ج ورته فرمايي وه چه : مه نژدې کېږۍ دې ونی ته 
يو الله خبر دی چه داڅرنګه درخته وه ، اما غنم ئې ندي خوړلي ولي چه د غنمو 
بوټي ته درخته نه ويل کيږي 
دائې انګور يا مڼې خوړلي ٠ کومه خبره نه ده 
د مسلمانانو ايماني عقيده مخصوصه درخته ده ٠ يا هغه ممنوع درخته 
د مڼي خوړل نه رده ؤ او نه ئې تائده ؤ 
خبز حنطَة   و غرميني يا غلميني ډوډۍ ته ويل کيږي 
نو حنطَة غنم دي او زماتر نظر داسي حديث نه دی تير سوی چه ادم په جنت 
کښي  غنم وخوړل !

فَبَشرْنَهُ بِغُلَمٍ حَلِيمٍ(101)
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السعْىَ قَالَ يَبُنىَّ إِنى أَرَى فى الْمَنَامِ أَنى أَذْبحُك
فَانظرْ مَا ذَا تَرَى قَالَ يَأَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ستَجِدُنى إِن شاءَ اللَّهُ مِنَ الصبرِينَ(102)
فَلَمَّا أَسلَمَا وَ تَلَّهُ لِلْجَبِينِ(103)
وَ نَدَيْنَهُ أَن يَإِبْرَهِيمُ(104)
قَدْ صدَّقْت الرُّءْيَا إِنَّا كَذَلِك نجْزِى الْمُحْسِنِينَ(105)
إِنَّ هَذَا لهَُوَ الْبَلَؤُا الْمُبِينُ(106)
وَ فَدَيْنَهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ(107)
وَ تَرَكْنَا عَلَيْهِ فى الاَخِرِينَ(108)
سلَمٌ عَلى إِبْرَهِيمَ(109)
كَذَلِك نجْزِى الْمُحْسِنِينَ(110)سوره صافات
د پورته اياتونو دا معلومه سوه چه ابراهيم ع خپل زوی ذبح کاوه 

دليل دغه لاندي ايات شريف دی چه اسماعيل ع ئې ذبح کاوه 
وَ بَرَكْنَا عَلَيْهِ وَ عَلى إِسحَقَ وَ مِن ذُرِّيَّتِهِمَا محْسِنٌ وَ ظالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِينٌ(113)
ترجمه -[color=white:f2ee0137bd]ما به او [/color:f2ee0137bd]و اسحاق بركت داديم ، و از دودمان آنها افرادى نيكوكار به وجود آمدند و افرادى كه آشكارا به خود ستم كردند.
ژباړنه -او برکت اچولی ؤ پر دغه (اسمعيل ) او پر إِسحَقَ ..................

نو داسي معلوميږي چه د برکت زېری (ذبح ) پر اسمعيل شوې وو او دوهم ئې بيا 
إِسحَقَ ع ياد کړي 
اشاره کوي و نسل ته ئې چه د يوه به ښه نسل پاته سي 
او د بل نه به د بدو سزا وړاولاده پاته سي چه زموږ سردارعالم په رسالت نه مني  
نو د اسمعيل په اولاده کښي محمد ع پيداسو (عرب )
او د  إِسحَقَ ع له اولاد څخه يهود پاته سوه (اسرائيل )

.............................................................................................................................................
[quote:f2ee0137bd]١٢ د نجلۍ يا هلک مخالفت سره د هغوی ولي يعنې پلار يا نيکۀ کولای شي چې هغه چا ته پۀ نکاح ورکړي ؟ [/quote:f2ee0137bd]
12 م سوال جواب 
که هلک يا نجلۍ نه غواړي چه واده (نکاح ) سره وکړي 
نو دا نکاح نه منعقده کيږي ٠ (دا نکاح نه تړل کيږي ٠ 
دا کلتوري مشکل په ټوله جهان کښي سته که والدين خوښ نه وه 
هلک او نجلۍ چه واده وکړي د اولياوو (مور اوپلار) د ناخوښۍ په حال کښي 
نو پسله يوه يا دوو کالو چه هغه  تغياني شهوت خلاص سي او سترګي ئې 
خلاصي شي نو بيا د ولي ضرورت احساس کړي ٠ او د ولي ئې بيا د نجلۍ 
بدکيږي ٠ نو هلک هره ورځ د مور او پلار محبت غواړي 
او مور او پلار بيا د مږور په سبب مخبت  له هلکه سره نه کوي ٠ 
نو ٥٠ % ئې د طلاق امکان وي 
دغه کلتور په ټوله نړۍ کښي سته ، طبعي احساس هم دی 
نو داسبب دی څه په فقه اسلامي کښي و ولي ته بې اندازي اختيار ورکړه شوی 
که په پورته ليکنه کښي سوال ونه لرۍ نو به بيا د 11 سوال جواب درکړم 
که ژوند وو انشاالله 


لرغونى لاروى

larghonay1
16.08.2006

سلامونه !
ښاغلى حليمي صيب تاسو ويلي چې ولي ته بې اندازې اختيار وركړل شوى .
زما په نظر كه چېرته يوه ځوانه پېغله او څوان هلك چې سيال يې وي بې د ولي له پوښتنې او اجازې سره نكاح وكړي نو ولي نكاح نه شي ماتولى.
خوكه دغه هلك او نجلۍ سره سيال نه وو نو بيا هم يوازې اعتراض كولى شي، نه دا چې نكاح ماتولى شي.
نه پوهېږم كه لږ روښانه شي.


لرغونى لاروى

larghonay1
16.08.2006

سلامونه !
ښاغلى حليمي صيب تاسو ويلي چې ولي ته بې اندازې اختيار وركړل شوى .
زما په نظر كه چېرته يوه ځوانه پېغله او څوان هلك چې سيال يې وي بې د ولي له پوښتنې او اجازې سره نكاح وكړي نو ولي نكاح نه شي ماتولى.
خوكه دغه هلك او نجلۍ سره سيال نه وو نو بيا هم يوازې اعتراض كولى شي، نه دا چې نكاح ماتولى شي.
نه پوهېږم كه لږ روښانه شي.
او بله دا چې تاسو كلتوري ستونزو ته اشاره كړې ده.
نو كه چېرته يوپلار خپله لور په پيسو خرڅه كړي، يا يې په بدو كې وركړي او يا يې په ماشومتوب كې وركړي ، دغه پلار بايدمحاكمه شي او كه نه بيا هم ولي ته بې اندازې اختيارات وركړل شوي دي؟


hewad
16.08.2006

ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه او ښې چاري !
ښاغلی حليمي صاحب د هر څۀ د مخه کورودانی درته وايم او ستاسو څخه ډېره مننه کوم چې موږ د خپلې د پوهې
لۀ فيض څخه برخمن کوئ٠ الله سبحان تعالی دې لۀ نورو مسلمانانو سره جنت فردوس پۀ برخه کړه ٠
ګرانو هېوادوالو کۀ چېرې دې برخه کې ښه ونډه واخلئ کېدای شي ډېر ګټور معلومات ترلاسه کړئ ،کۀ چېرې
مهمه او پۀ زړۀ پورې پوښتنه لرئ دلته يې مطرح کړئ ،زۀ يو ځلې بيا خپله خبره تکراروم چې دلته موخه معلومات ترلاسه کول دي نۀ هسې بې ربطه بحث نو ځکه هڅه وکړئ چې د سکالو لوری بل اړخ ته وانړوئ٠ ستاسو د بشپړې
مرستې او همکارۍ پۀ هيله٠
١ عيسويان وايي چې اسحق (ع) يې ذبح کولو ،زما پوښتنه دا شوه چې عيسويانو خپل اسماني کتاب کې لاسوهنه
کړې ده ؟ کۀ داسې نۀ وي نو د قران شريف او انجيل تر منځ پۀ دې هکله توپير ولي شته ؟ کۀ فرض وکړو چې
عيسويانو خپل کتاب کې لاسوهنه کړې وي ، پۀ انجيل کې د لاسوهنې کوم ثبوت شته ؟
٢ ما اورېدلي دي چې کۀ پلار يا نيکۀ خپله لور يا لمسۍ چاته پۀ نکاح ورکړي ،نجلۍ حق نلري چې هغه ونۀ مني ٠
پۀ دې هکله کۀ يو څۀ ډېره رڼا واچوئ !
نور نو توکل پۀ خدای ستاسو د لورېنې او پېرزوينې پۀ هيله ٠
پۀ درنښت هېواد


hewad
16.08.2006

قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
١٤ پۀ ځينو اسلامي هېوادونو کې نجونې سنت کېږي ، د دې عمل مجازيت لپاره څۀ دليل شته ؟ کۀ دا سنت وي
ولې يې ټول مسلمانان نۀ ترسره کوي او کۀ سنت نۀ دي ولې د سنت پۀ نوم يادېږي؟
١٥ نبوت پۀ خاتم النبين محمد مصطفی ختم شوی دئ ٠ اما زۀ غواړم پوه شم چې د نوي مذهب د جوړښت پۀ هکله
ستاسو نظر څۀ دئ ؟ دا شونې ده چې نوی مذهب جوړ شي ؟ د مذهب د جوړښت اساسات څۀ شی دي ؟
١٦ د څلورو سني مذاهبو تر منځ بنسټيز توپيرونه څۀ دي ؟ د يو ځای کېدن مخه يې څۀ شي نيولې ده ؟
١٧ د سني او شيعه مذهب تر منځ بنسټيز توپيرونه څۀ دي ؟
١٨ د مذهب سره مخالفت کفر دئ ؟
١٩ د فرض يا سنت انکار کفر دئ ؟
٢٠ پرته د اله پر وحدانيت نور پۀ څۀ شي څوک کافر ګڼل کېږي ؟
٢١ کۀ يو څوک مبارکه کلمه وايي ، د الله پر وحدانيت او د محمد رسول الله پر رسالت ايمان ولري اما د اسلام
مغاير عمل تر سره کړي او يا اسلامي اوامر پر ځای نکړي ،هغه ته مسلمان ويل کېږي ؟
٢٢ فاسق څۀ ته وايي ؟
٢٣ موسيقي مجاز ده ؟
٢٤ تلويزيون او نورې تصويري خپرونې مجاز دي ؟
٢٥ چا چې پۀ خپله پر کفر اقرار نۀ وي کړئ هغه ته کافر ويل مجاز دي ؟
٢٦ ځينې سزاګانې پۀ اسلام کې د حضرت مبارک محمد رسول الله لۀ رحلت څخه وروسته را منځ ته شوې دي ٠
اوسنيو شرايطو ته پۀ پام کې نيولو سره ددې سزاګانو بدلون مجاز دئ ؟
٢٧ پۀ عمومي ټوګه سزاګانې چې پۀ شريعت کې ټاکل شوې دي ، پۀ مدني قانون کې کېدای شي چې بل ډول شي ؟
٢٨ ما اورېدلي چې پۀ جنت کې خلک عربي غږېږي ،ايا همداسې ده ؟ پۀ دوزخ کې خلک پۀ کومه ژبه غږېږي ؟


larghonay1
24.08.2006

ياره هيواد صيب زه ملا هم نه يم خو د لاندې سوالونو په اړه خپل نظر وايم.

١٤ پۀ ځينو اسلامي هېوادونو کې نجونې سنت کېږي ، د دې عمل مجازيت لپاره څۀ دليل شته ؟
کۀ دا سنت وي ولې يې ټول مسلمانان نۀ ترسره کوي او کۀ سنت نۀ دي ولې د سنت پۀ نوم يادېږي؟
ځواب:
دعربو يو پخوانى دود دى او د دې له پاره دا كار كوي چې د جماع په وخت كې يې خوند زياتېږي.
دا كار سنت نه ، بلكې يوازې روا يا جايز دى. او د احاديثو په كتابونو كې يې يادونه شوې ده.
ځواب:
١٥] نبوت پۀ خاتم النبين محمد مصطفی ختم شوی دئ ٠ اما زۀ غواړم پوه شم چې د نوي مذهب د جوړښت پۀ هکله
ستاسو نظر څۀ دئ ؟ دا شونې ده چې نوی مذهب جوړ شي ؟ د مذهب د جوړښت اساسات څۀ شی دي ؟
ځواب:
نبوت، پېغمبري او رسالت بېل شى دى او مذهب بېل.
مذهب دين ته نه وايي، بلكې له احاديثوڅخه د بېلابېلو مجتهدينو بېلابېل استنباط يا خيستنه ده.
يانې له احديثو څخه ځينې لوړ پوړي عالمان چې مجتهدين ورته ويلى شي ، يو ترې يو ډول مفهوم واخلي او بل ترې بل ډول ، دې ته د دوى اختلاف وايي او د هر يو لارې يا له حديث څخه اخيستل شوي مفهوم ته مذهب وايي.
په مذاهبو كې ډېر داسې شيان دي چې له قران او حديث څخه نه دي اخيستل شوي او په مذهبونوپورې داسې تړل شوي لكه ځينې عوامو چې په رحمان بابا پورې له ځانه شعرونه جوړ كړي وي.
نو مذهب دين نه دى ، بلكې يوه تګلاره ده چې د علماوو يا مجتهدينو له خوا د قران او حديث په رڼا كې جوړېږي.
دانو تر قيامته پورې كيداى شي چې جوړې شي .
ځكه چې دا كوم اسماني وحې نه ، بلكې د بېلابېلو مجتهدينو هاند او هڅه ده.

١٦ د څلورو سني مذاهبو تر منځ بنسټيز توپيرونه څۀ دي ؟ د يو ځای کېدن مخه يې څۀ شي نيولې ده ؟
ځواب:
ما مخكې هم وويل چې بنسټيز توپير يې دومره ژور نه دى،خو وروسته ، وروسته بيا خلكو ورپسې د مذهب يا امام په نامه نښلونې كړي او دغو نښلونو سره ډېرې ليرې كړي دي.
د دوى ډېر كم اختلاف په فرايضو كې وي ، نور اكثره په سنتو، مستحبو او ادابو كې دوى سره بېلا بېل نظر لري.
او اوس خو يو كيدى ځكه نه شي چې د هر مذهب جوړوونكى يا امام وفات شوى نو د هغوى د نظر نماينده ګي، بل څوك نه شي كولى.
البته پيروان يې كولى شي چې سره يو شي او له جزي اختلافاتو تېر شي.
خو كه تېر هم نه شي، دڅلور واړو منزل يو خو د مزل لارې يې بېلې دي.

١٧ د سني او شيعه مذهب تر منځ بنسټيز توپيرونه څۀ دي ؟
ځواب:
د شيعه مذهب په هغو څلورو كې نه شمېرل كېږي، دا يوه بېله لاره ده خو زما په نظر دا لاره له قران او حديثو يو څه ډېره ليرې ده.
ډېره په خرافاتو او افواهاتو تكيه كوي.
دوى د صحابه وو او د حضرت محمد ص د درنې بي بي په اړه ناوړه نظرونه لري،
ددوى عقيده كې شركي تمايلات ډېر دي، دوى له قران او حديثو څخه فلسفې او ځينو دوديز ډوله خبرو ته ډېره ترجيح وركوي.
شيعه ګان لږ تر لږه دولس ډلې دي چې په خپلو كې هم سره توپير لري.

١٨ د مذهب سره مخالفت کفر دئ ؟
ځواب:
نه!
مذهب تر اسلامه ډېر وروسته راپيدا شوى دى.
د حضرت محمد ص او صحابه وو په وخت كې دا خبرې نه وې او نه د څلورو مذهبونو جوړوونكي زېږيدلي وو.
كه داسې وي نو بيا مونږ هغوى ته څه ووايو، كافر؟
مذهب او طريقت هغه وخت راپيدا شول چې د اسلام خوږ پېغمبر او صحابه يې له نړۍ تللي وو، حتى تابعين هم نه وو.
دا وروسته پاتې خلك لږ لږ د دين له مفهوم نه ليرې شوي او بيا يې څه ناڅه كوښښ كړى چې ديندار پاتې شي. د قران او احاديثو له پاره نه پېغمبر و او نه صحابه چې دوى ته يې سم تشريح كړي واى نو دوى ترې د دوى د علم سره سم مفهوم اخيستى چې كيدى شي ډېر اټكلي هم وي.

١٩ د فرض يا سنت انکار کفر دئ ؟
ځواب:
فرض هغه ته ويل كېږي چې په نص ثابت وي، يانې د خداى ج له لوري يې حكم شوى وي. او سنت د پېغمبر كړنو، ويناوو او اوامرو ته ويل كېږي.
سنت هم په څو ډوله دي. ځينې يې ادب يا مستحبو درجې ته رسېږي او په ځينو يې چې ډېر ټينګار كړى وي ان د واجبيدو درجې ته رسېږي.
په هر حال د فرض په انكار كافر كېږي او د سنت په انكار څوك نه كافر كېږي.

٢٠ پرته د الله پر وحدانيت نور پۀ څۀ شي څوک کافر ګڼل کېږي ؟
ځواب:
دغه پورتنۍ غونډله ډېره ګونګه ده.
خو كه موخه دې دا وي چې د الله له وحدانيت څخه د انكار پرته نور په څه شي كافر كېږي نو كفر انكار ته وايي او د الله ج له وجود او د هغه له احكامو څخه انكار كفر دى.

٢١ کۀ يو څوک مبارکه کلمه وايي ، د الله پر وحدانيت او د محمد رسول الله پر رسالت ايمان ولري اما د اسلام
مغاير عمل تر سره کړي او يا اسلامي اوامر پر ځای نکړي ،هغه ته مسلمان ويل کېږي ؟
ځواب:
هو !
مسلمان دى خو ګوناهګار مسلمان دى. په دې شرط چې د كومې بلې عقيدې يا دين پيرو نه وي.

٢٢ فاسق څۀ ته وايي ؟
ځواب:
بد كاره ته وايي.

٢٣ موسيقي مجاز ده ؟
ځواب:
اختلافي مسئله ده . ځينې عالمان وايي چې رباب جايز دى او د وړو نجونو له پاره دريا وهل هم روا دي.
او حتى ځينې يې بې له هغې موسيقۍ چې فحش ته خلك راكاږي نورې روا بولي.

٢٤ تلويزيون او نورې تصويري خپرونې مجاز دي ؟
ځواب:
دا به زما په اند استعمالوونكي پورې اړه ولري . چې څه ډول ګټه ترې اخلي. او څه ډول خپرونه ګوري.

٢٥ چا چې پۀ خپله پر کفر اقرار نۀ وي کړئ هغه ته کافر ويل مجاز دي ؟
ځواب:
نه !.

٢٦ ځينې سزاګانې پۀ اسلام کې د حضرت مبارک محمد رسول الله لۀ رحلت څخه وروسته را منځ ته شوې دي ٠
اوسنيو شرايطو ته پۀ پام کې نيولو سره ددې سزاګانو بدلون مجاز دئ ؟
ځواب:
ما خو داسې سزاګانې نه دي ليدلي، او كه وي بيا يې بدلون هم مجاز كيدى شي. د (( ...واكملت لكم دينكم ..)) موخه همدا ده چې دين بشپړ شوى او رسول الله ص له نړۍ كوچېږي.

٢٧ پۀ عمومي توګه سزاګانې چې پۀ شريعت کې ټاکل شوې دي ، پۀ مدني قانون کې کېدای شي چې بل ډول شي ؟
ځواب:
نه !
شريعيت له مدنيت نه غوره او غښتلى دى. بلكې شرعيت پخپله يو ښه مدنيت دى.

٢٨ ما اورېدلي چې پۀ جنت کې خلک عربي غږېږي ،ايا همداسې ده ؟ پۀ دوزخ کې خلک پۀ کومه ژبه غږېږي ؟
ځواب:
زما په اند د جنت او دوزخ دواړو ژبه عربي ده.
دهغو احاديثو له مخې چې د جنت او دوزخ په اړه يادونې لري ، بې له عربي د بلې هيڅ ژبې ذكر نه دى شوى.
حتى د قبر ژبه هم عربي ښودل شوې ده.
خو دا يادونه هم شته چې كه جنتي په جنت كې هر څه وغواړي، نو هغه ورته رسېږي. نو هيواد صيب كه ما او تا وغواړو چې په پښتو سره وغږېږو امكان لري . خو په دې شرط چې جنت مو نصيب شي.
په درنښ.
كه څه هم دا پوښتنې ك حليمي صاحب ته راجع وې خو ما د خپلو معلوماتو له مخې دغه ځوابونه ليكلي دي.
كيدى شي ځينې تېروتنې هم ولري چې نور وروڼه به يې سمې كړي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


منلی
30.08.2006

سلامونه اونیکی هیلی .څښتن تعالی دی وکړی چی روغ جوړ اوخوشحاله اوسی
عذتمندو داماته نه ښائی چی دومره لوی شخصیتونوپه موجودګی کښی زه دی سوالونوته جواب ووایم خودډیر لوی انتظار نه وروسته مادازړه ښه کړی چی ددی یوڅه سوالونو جوابونه پیداکړم ترڅوپه کوښښ سره یی زماعلم زیات شی اوکه ومی کولی شوونوروته هم یوڅه فائیدمندشم .
ښاغلی هیواد دریم لمبر سوال کړی
[quote:8663fac407]ساينس پوهان وايي چې مځکه ،لمر ،سپوږمۍ او ستوري ګرځي ،پۀ دې هکله اسلامي نظر څۀ ډول دئ ؟[/quote:8663fac407]
جواب :
وروره په قرآنکریم کښی الله پاک فرمائی :
((اوهغه هم الله دی چی شپه اوورځ یی جوړ کړل اولمراوسپوږمی یی پیدا کړل ټول په یویو فلک کښی ګرځی )) سورة الانبیاء آیات ۳۳
دلته دکُلٌّ اویَسبَحُونَ دالفاظونه دامعلومیږی چی ددی نه مرادصرف لمر اوسپوږمی نه ده بلکی ستوری وغیره تری هم مراددی ځکه خودتثنی په ځای دجمعی ضیغه استعمال شوی ده.
فلک په عربی ژبه کښی دآسمان دعامونومونونه یونوم ده یاپه بله اصطلاح دفلک ټکی دستورو دمدارلپار ه استعمالیږی ددی مطلب دسمایاآسمان نه مختلف ده اوپه فارسی ژبه کښی دا لفظ(چرخ ) یاګردوپه معنی ده .
ټول په یویو فلک کښی ګرزی ددی نه دوه خبری صفا معلومیږی یوه داچی داټول ستوری په یوفلک کښی نه دی بلکی دهریوفلک جُداجُدا ده دویمه داچی فلک داسی شی نه ده چی لمر ستوری اوسپوږمی پکښی دمیخونوپشان نښتی دی اودفلک دګرزیدوپه وجه داشیان ګرزی بلکی یونرم شی ده یادهوااودخلاپه رنګه یوشی ده چی په هغه کښی لمر ستوری اوسپوږمی داسی حرکت کوی لکه ماهی چی په اوبوکښی لامبووهی .

بل سوال تاسی کړی
[quote:8663fac407]۶ د شرعې لۀ مخې نجونې ښوونځي ته دتګ او لوړو زده کړو اجازه لري ؟[/quote:8663fac407]
جواب :
اول بایدووایم چی داسلام دین ښځوته څومره لوړه مرتبه اومقام ورکړی هغه به نه په مخکی ملتونو کښی پیداکړی اونه په راتلونکو قومونوکښی .
اوبل داسلام دین چی کوم غزت اواحترام انسان ته ورکړی په هغه کښی ښځه اوسړی برابر شریک دی .

دښځی لپاره دینی معاملات اوپه خپله زندګی کښی فايده مندشیان زده کول ضروری دی ترڅوپوری چی هغه یوه ښه اونیکبخته ماینه اودښی مور ګرداراداکړی .بیاکه هغه په خپل ځان کښی داقدرت وینی اوحالات ورته مویثر وی نورعلوم هم ذده کولی شی .
همداسی بل سوال
[quote:8663fac407]٧ د شرعې لۀ مخې ښځې د کور څخه دباندې د کار اجازه لري ؟[/quote:8663fac407]
جواب :
دښځوله کوره دباندی کارکول په اصل کښی ددښځی طبیعت سر ه مناسب نه ده اونه ښځی سره ښه ښکاری ،لیکن که هغی ته دداسی کولوضرورت پیښ شی نوبیا ورته دداسی کارکولواجازه ده چی دهغی له طبیعت سره مناسب اودحال لائق وی لیکن په دی کښی هم شرط داده چی بایده باپرده اووسی نامحرم سړیوسره ناسته پاسته ونکړی ولی چی داسی شیانونه ډیره سخته فتنه پیداکیږی


hewad
01.09.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
لۀ ښاغليو لاروي او زخمي څخه ډېره مننه ، کۀ چېرې پاتې پوښتنو ته هم ځواب وموندل شي ډېره بۀ ښه وي ،
بل دا چې حليمي صاحب پۀ خپله د نورو پوښتنو د ځوابولو ژمنه کړېده ،هيله ده چې لۀ خپل ګټور معلومات څخه
موږ برخمن کړي ٠
لاروی صاحب !
د شيعه مذهب پۀ هکله چې څۀ تاسو ليکي ،کولای شئ دبېلګو او لازيات معلومات ورکولو سره روښان او جوت کړئ ؟
د غلا پۀ مقابل کې د لاس پرېکول شرعي سزا ده ،چې د اوسنيو شرايطو پۀ پام کې نيولو سره د غلا پۀ مقابل کې
د قيد سزا ټاکل شوېده ٠ د دا ډول سزاګانو بدلون د شرعې لۀ مخې مجاز دئ ؟
کۀ څوک مونځ ونکړي او يا هم روژه ونۀ نيسي د څلورو مذهبونو لۀ خوا ورته مختلفې سزاګانې لکه (وهل ،بندي کول
او حتا د وژلو نظر ورکړل شوی دئ )ټاکل شوېدي چې دا وروسته د محمد (ص) لۀ رحلت څخه رامنځته شوې دي ٠

زخمي صاحب !
ما د يوۀ ملا لۀ خولې اورېدلي ؤ چې قران شريف کې راغلي دي چې ځمکه مستقره ده او لمر ګرځي ٠
کۀ پۀ دې هکله يو څۀ معلومات راکړئ ؟
پۀ درنښت هېواد



ع کريم حليمي
01.09.2006

محترم هيواصاحب او د بحث نورو ګدون کوونکو سلامونه او ښې هيلي !

[quote:003bb7ecfd]٦د شرعې لۀ مخې نجونې ښوونځي ته دتګ او لوړو زده کړو اجازه لري ؟
٧ د شرعې لۀ مخې ښځې د کور څخه دباندې د کار اجازه لري ؟
٨ د هلک او نجلۍ د بلوغيت عمر لۀ څو کالو څخه پيلېږي ؟
٩ شرعي نکاح لۀ څو کلنۍ څخه مجاز ده ؟ هلک او نجلۍ بايد د څو کالو وي چې نکاح ورسره وتړل شي ؟
١٠ لۀ څو کلنۍ څخه د جماع عمل مجاز دئ ؟
١١ ولور پۀ شريعت کې مجاز دئ ؟ [/quote:003bb7ecfd]

مهر ورکول يو طبعي احساس دی چه نر او ښځه دواړه خيال کوي په مهر سره 
حتی دغه حالت د مهر په حيوانانو کښي هم سته 
او قران هم ټوله طبعي اخلاق دي چه داسي فرمايي 
بسمه تعالی ٠ وَ ءَاتُوا النِّساءَ صدُقَتهِنَّ نحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شىْءٍ مِّنْهُ نَفْساً فَكلُوهُ هَنِيئاً مَّرِيئاً(4) النسا
ژاړه ٠ او ورکوئ تاسي ښځو( خپلو) لره مهرونه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ 
د هاليوډ سټاراني هم نن د مهر اصول لري او ٠٠٠ 
او  Donald Trump  هم مهر ايښي وو وخپلي ښځي ته ٢٠٠٠٠٠٠٠ ډالره 
مهر شرعي څخه نيولې بيا تر بليون ډالرو پوري کومه خبره نده 
هو خپل دمعروف دستور سر مهر ورکوي (يعني د امريکا او هندواڼو پېښې 
بايد ونه کړه سي ) خپل اسلامي او معروف کوۍ ٠ 

جماع هغه وخت جواز لري چه دواړه بلوغ ته رسېدلي وي 
بلوغ يو طبعي حالت دی نه چابکيږي او نه کراريږي چه وخت ئې راسي هغه 
ئې وخت دی 
اما ضرور ده چه هلک او نجلۍ سره وړ وي ٠ له هري نګاه 
اخلاقي فرهنګي ،اقتصادي ، قومي 
او حيوانات هم مجامعت نه سره کوي تر څو چه سره وړ نه وي (يو دبل سره وړ وي )

په لوړو زده کړو  انسانان و تقواته تقرب کوي   انسان په ذات nature کښي 
د حيوان سره شريک دی چه علم وکړي نو حيواني خواص ئې ورک شي 


hewad
01.09.2006

ښاغلی حليمي صاحب سلامونه مې ومنئ !
١-مهر او ولور يو شی دئ او کۀ بېل ،بېل شيان دي ؟ پرته لۀ انجلۍ بل څوک د مهر اخستلو حق لري ؟
مهر مخکې لۀ وادۀ ورکول کېږي کۀ وروسته ؟
٢-مخکې لۀ بلوغيت څخه نکاح تړل کېدای شي ؟
پۀ درناوي هېواد



ع کريم حليمي
02.09.2006

محترم هيواصاحب او د بحث نورو ګدون کوونکو سلامونه او ښې هيلي !

[quote:be943930a7]١وهابيت څۀ شی دئ ؟ څۀ نظريات لري او ولې پۀ افغانستان کې د خلکو نه خوښيږي ؟
٢ د حنفي مذهب دريځ د زيارت پۀ هکله څۀ ډول دئ ؟ ايا زيارت ته د ښځينه يا نارينه تګ مجاز لري ؟
٣ ساينس پوهان وايي چې مځکه ،لمر ،سپوږمۍ او ستوري ګرځي ،پۀ دې هکله اسلامي نظر څۀ ډول دئ ؟
٤ پۀ اسلامي قواعد او قوانينو کې د بانکدارۍ سيستم بايد څۀ ډول وي ؟
٥ د شرعې لۀ مخې پۀ اوسنيو حالاتو کې وسله وال جهادفرض دئ او کۀ نه ؟ [/quote:be943930a7]

محترم هيواد جانه !
سيد عبدالوهاب يو متفکر مسلمان وو او سياسي فکر ئې هم په سر کښي 
ګرځېدی او خپل فکر ته ئې کار کاوه څوځله ئې وغوښتل چه يو حکومت جوړ 
کړي وئې نه سولای په اخر  کښي ئې يو سياسي ملګری ئې پيدا کړي 
چه عبدالعزيز سعود نومېده داسي همکاري ئې سره وکړه چه يو به حکومت 
نيسي او بل به د مذهب خوا، يعني يو به سياسي مشري پر غاړه اخلي او بل 
به مذهبي مشري !

سعود  خپل قوم وهڅاوه ٠چه د دا د نن ورځي د سعودي عربستان مځکه تر لاس 
لاندي کړي نو دواړو يو دبل همکاري ته ضرورت درلود يعني په کوم اسلامي 
ملک کښي چه څوک حکومت چپه کوي نو فتواته ضرورت لري يعني پر برحاله 
حکومت دي جهاد اعلان کړي نو د فتوا خوا ئې وهاب ونيوله او د جهاد فتوا ئې 
ورکړه ٠ او عرب پر سياسي مشر سعود راټول سوه او سعود سره د انګريز 
مصلحت  وو ٠ نو سعود چه کاميابه شوو ٠ نو وهاب د سعودي عربستان يو 
لوړمذهبي شيخ سوو ٠ اونن ئې شهرت  د وهبيانو په نامه پيداکړي 

دا د وهاب فکر ټولي نړي ته صادر سو په مصر کښي يو سړی په نامه د 
سيد قطب چه اصلا خبريال وو برېتونه ئې د هټلر په ډول وه او ږيره ئې 
خريل او درې پسه سوټ ئې اغوستلي يعني پر شريعت برابر نه وو 
هغه د وهاب کتابونه ئې طالعه کول ، نو سيدقطب هم ليکني شروع 
کړي او وئې غوښتل چه د مصر حکومت چپه کړي ٠ او ډيره سخت درځه 
ليکني ئې کړي ډير کتابونه ئې وليکل چه د يوه کتاب نوم دی 
"معالم في الطريق" او نن ورځ چه خلګ ياديږي په اخوانيانو ټوله د 
د سيد قطب پر لاره ران دي ، ګولبدين، الظواري ، مسعود د پنشېر ٠٠٠٠٠ 
او بن لادن بيا الظواهري جزب کړي په افغانستان کښي بن لادن هيڅ 
وخت نه وو اخوانۍ ٠ بن لادن تر دې دمخه چه الظواهري ئې نه وو 
ليدلی ، يو پاک سپېڅلی مسلمان او تقوادار ځوان وو ، 
اما الظواهري په ځواني کښي هم اخوانې وو او د سيد قطب له ورور 
سره ئې ډيري ليدني اوکتني کړي وي ٠ 
سيد وهاب او سيدقطب دواړه امريکا ته راغلی وه ٠ په دغه عصر کښي 
امريکا بد اخلاقه ځای وو ٠ حقوق بشر تر پښولاندي وه ،او حکومت ئې 
هيځ اخلاقي پروګرامونه نه در لوده ٠ نو ددواړو د غرب له اصولو 
بد راغله نو سخت درځه خلګ ترې جوړ سوه او [color=red:be943930a7]سيد قطب
د قتل اواقتال جهادفتوا ورکړې ده[/color:be943930a7] ، (سيد قطب د مفتي درجه نه لري )
او په هند کښي يو سری د مودودي په نامه هم د دارنګه فکر خاوند وو 
چه ډيري ليکني او کتابونه ئې ليکلي او نن ورځ په پاکستان او هند او نوره 
نړۍ کښي ډير طرفداران لري ٠ کومي ليکني چه ئې مالوستي ډير لوړ عالم دي 
او اما صلفي کړی ئې نه يم ٠ 
  مودودي درجب په مياشت په ١٣٢١ هجري قمري  د هندوستان د اورنگ آباد
په ښارکښي دنيا ته راغل ٠ 

او الظواهري د مور او پلار د خوا ډير په لوړه کورنۍ پيداسوي 

اما ظواهري د مايوسو څخه نه ؤ
ظواهري په يوه ممتازه او برجسته کورنۍ کښي سترګي خلاصي کړي
د ظواهري د کورنۍ ريښه په سعودي کښي د بدر له ښاره ده
بدر هغه ځای دی چه مبارک اوله غزا له مشرکانو سره کړې ؤ
د الظواهري ورنيکه له سعودي څخه و مصر ته هجرت کري ؤ
چه شيخ ابراهيم الظواهري نومېدی يعني په قوم الظواهر ؤ په سنه ١٨٦٠ م کښي
او مسجد ئې نن هم په نامه ولاړ دی او نيکه ئې چه شيخ احمد الظواهري نومېدی
ملا امام ؤ د الاظهر د مسجد په قاهره کښي ،او پلار ئې محمد ربي الظواهري
نومېدی او استاد ؤ د شام پوهنتون د دواشناسۍ درس ئې ورکاوه او په کال ١٩٩٥ م
کښي وفات سو ، او د مور د خوا نېکه ئې عبدو الوهاب اعظم نومېدي
هم استاد ؤ د قاهرو د پوهنتون او د ادبياتو درس ئې ورکاوه ، او هم رئيس د پوهنتون
او بيا سفير سو په پالستان کښي ، په يمن کښي ،سعودي ، او د نيکه ورور ئې
اعظم پاشا اول سکرتر وو د عرب ليک
ظواهري د جون په اوله په ١٩٥١ کښي دنياته راغلی او په ١٩٦٨ کښي له مکتبه فارغ
سو او قاهرو پوهنتون ته داخل سو او په ٧٨ م کال جراحي ډګري ئې تر لاسه کړه ٠
او په ٧٩ کښي ئې واده وکړي او ښځي ئې هم د پوهنتون فارغه وه او فلسفه لوستې
وه ٠ او د ظواهري له مخه ئې هم اولاد درلودي ٠
او ظواهري دوه وړونه لري چه يو ئې انجنري درس وايي او بل ئې د ده جهادي لياره
را اخستي چه په جنک کښي شهيد سوې او نن ئې پته نسته ٠

او بن لادن خونن ټول جهان پېږني چه يو بليونر د بليونر زوی او پنځوس 
وړنه او خويندي لري ٠ او ټوله کورنۍ ئې دلوړو تحصيلاتو خاوندان دي 
داچه دومره سخت درځه فکر ئې پيداکړي علت ئې د سعودي شاهي کورنۍ 
ده ، ليدل او کتل له ظواهري سره ٠ او دا ټوله بيا د مودودي ، سيد قطب
له برکته !
او دا ټوله بيا د غرب له برکته ٠ 
مودودي د انګريزانو څخه سر ټکاوه چه پر هند ئې حکمراني کوله 
دا زما خپل نظر دی د دغو اشخاصو په باب 

[quote:be943930a7]١-مهر او ولور يو شی دئ او کۀ بېل ،بېل شيان دي ؟ پرته لۀ انجلۍ بل څوک د مهر اخستلو حق لري ؟
مهر مخکې لۀ وادۀ ورکول کېږي کۀ وروسته ؟
٢-مخکې لۀ بلوغيت څخه نکاح تړل کېدای شي ؟ [/quote:be943930a7]
مهر که دمخه ورکړي او که تر واده ورسته فرق نه کوي که ورسته ئې ورکوي 
نو دمړه پر غاړه به ئې پور وي 
او مهر د نجلۍ ، د ښځي حق دی او که نجلۍ بيا دغه مهر خپل مور ته ورکوي 
که بل چاته اختيار لري چه څه په کوي ٠ او که مور يا بل ولی يا وکيل دغه 
د مهر روپۍ په غلا ، په زور ، په چل ترې اخلي نو غلا کوي 

ضرورده هلک او نجلۍ به عاقل بالغ وي او که واړه وه نو بيا نکاح د ولي په 
اجازه اړه پيدا کوي چه ولي به بادار،پلار ،يا وصی وي ٠ 
اوکله چه نجلۍ يا هلک بالغ سي په هغه شپه ياورځ نکاح عقد فسخ کولی سي 

د توري جهاد ( يا قتل او قتال ) فتوا تر نن ورځ جانه ده صادره کړې په 
ګران افغانستان کښي 
و افغانستان ته لا د ملل متحده عسکر نه ؤ راغلي بن لادن  دافتوا ورکړې 
وه ٠ په داسي حال کښي چه بن لادن مفتي نه دی چه فتواوي صادري کړي 


hewad
02.09.2006

ښاغلی حليمي صاحب د زړۀ لۀ کومې سلامونه مې ومنئ ،هيله ده چې روغ او سوکاله اوسئ !
حليمي صاحب زۀ بحث نۀ کوم بلکې ځان پوهوم چې البته نور ډېر خلک هم دا معلومات نلري نو ځکه تاسو ته
زحمت درکوم ٠ستاسو بوختياوې او د وخت تنګسه ماته جوته ده هيله ده چې بښنه مې ومنئ او خپل تکليف معاف کړئ٠ پۀ درنښت هېواد
١-تاسو د وهابيت د پيدايښت پۀ هکله ښۀ معلومات راکړ خو زۀ د دوی د سياسي چارو پۀ هکله څۀ زړۀ پورتيا
نلرم ،کۀ چېرې تاسو د هغوی د نظرياتو پۀ هکله معلومات راکړئ چې دوی څۀ ډول نظر لري چې البته شرعي اصول
مې مطلب دي٠
ما چې کله لوړې زده کړې کولې زماسر يمني محصلين هم ؤ چې هغوې ته ما ويل زموږ علماکرام وهابيان نۀ
خوښوي نو دوی بۀ رانه پوښتل چې ولې ؟ وهابيان د اسلام مخالف څۀ اعمال ترسره کړي چې ستاسو علما يې
مخالف دي ؟ ما معلومات نۀ درلود کۀ اوس هم پۀ دې خبره ځان پوه کړای شم ښه بۀ وي٠
٢-مفتي څۀ ډول ټاکل کېږي ؟ د مفتي توب لپاره څۀ ډول معيار ټاکل شوی دئ ؟ د شوروي يرغلګر فوځ پر ضد
کوم مفتي فتوا ورکړې وه ؟ اوس د افغانانو لپاره مفتي څوک دئ چې د شرعې لۀ مخې د اعتبار وړ وي ؟



ع کريم حليمي
03.09.2006

محترم هيواصاحب او د بحث نورو ګدون کوونکو سلامونه او ښې هيلي !
تاسو پوښتنه کړې چه :
[quote:36b7e6970c]وهابيان د اسلام مخالف څۀ اعمال ترسره کړي چې ستاسو علما يې
مخالف دي ؟ ما معلومات نۀ درلود کۀ اوس هم پۀ دې خبره ځان پوه کړای شم ښه بۀ وي٠ [/quote:36b7e6970c]
ګرانه وروره ! خبره يا ستاسو سوال دومړه عمق لري چه دا د نن ورځو جنجالونه 
ترې راوځي ،اول  له ټولو امامانو له لاري جلاسوه  
لکه د (ابو حنبفه رحمه الله تعالی ، شافعي رحمه الله تعالی ، 
احمد بن حنبل رحمه الله تعالی ........) څخه ، ماته پخپله داسوال پېدا کيږي 
چه دغه خلګ ولي ځانونو ته اهل الحديث  وائې ؟؟ 
ولي  ؟ کوم عيب سته يا وو په امامانو کښي ؟؟ زه وايم هيڅ عيب نسته!
بيهقي نقل کړي چه : نائب د ښار محمدبن عبدالله بن طاهر اټکل وکړ چه تقريبا 
ديرلس لکه نفر حاضر وه پر جنازه د امام احمد بن حنبل  رحمه الله تعالی
غير له هغو کسانو چه په کښتۍ کي سپاره وه او يو کس ويلي دي د 
امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالی  د مرګ په ورځ شل زره يهود ،نصارا او 
اتش پرستان يا مجوس مسلمانان سوه ٠ 
دغه امامان وه چه ډير په تدبير او حکمت ئې (بېله د قتل او قتال ) له 
فتوا ووڅخه ټوله خلج عرب له کفار خلاص کړي ٠ نرمي ئې کوله د دين څخه 
ئې خلګ ندي بېزاره کړي ، تر نن ورځ هيڅ عالم يا صلفي دانه سي ويلی 
چه دغو امامانو کومه غلطي کړې ده په فقه کښي ، هغوی يعني داڅلورو امامانو
ښه علم درلودی په کتاب الله تعالی ، ښه علم ئې درلودي په اقوالو 
د اصحابانو  رضی الله تعالی عنهم او ښه دانا وه په لغت ، په علم ادب 
په شعر او فصح وه او خاوندان د معرفت وه په ناسخ او منسوخ 
او اوس راسه دانور امامانوته  امام مالک رحمه الله ، امام بخاري ،امام مسلم ،
ټولو امامانو امت يو لاس او يوه دسته ساتلی وو ٠ 
نن چه زموږ وعصر ته ګورو يو سلفي شو بل قاديانی شو بل اهل حديث شو ، 
ټوله داسي سخت دريځي سوه يو پر بل د کفر فتواګاني ورکوي 
يو وائې چه لمنځ دي خلاص کړ ولاړېږه دعا مه کوه لمنځ پخپله دعا ده 
بل وايي مقبرې ته مه ځی ، بل وايي موسيقي حرامه ده ، بل وائې چه 
ښځه دي ٢٩ سېپرې  د قران پياد کړي اخري جز دي نه پياده وي ، 
بل وائې چه يامحمد مه وايه ، او بل دي  ږيره په تخته اندازه کوي ، 
بل د خپل کور څه د جهاد فتوا صادره وي ٠ 

 سلفي، اهل حديث  يا اخوانيان ، وهابيان داسي غلطي  نه لري 
چه ګوته ورته ونيول سي او يا له دينه اوشتي خو !
په هر څه کښي سخت دريځه خلګ دي ، او ټوله هڅي ئې دا دي چه 
حکومت په لاس ورسي ٠ اوبس ، سيد قطب په دغه لار کي سر ورکړ 
او بن لادن هم سر ورکوي ، سر ئې پر لاس را اخستي د څه له پاره 
چه قدرت دته په لاس ورسي ٠ 
يو سړي ته قدرت په لاس ورغلۍ ( سيد وهاب ) ته 
کله چه دغه ږغ نړۍ رسېدلې هر ملا پښې مچکړې چه حکومت به نيسو او 
ښځي به کور کښېنوو ، ډولونه او سورناګاني به ماته وو ، او د ١٤٠٠ کاله 
پخوانی ژوند به کوو ، او جهان به ټوله اسلام راوړي که نه کېدل نو ټوله 
به تر تېغ تېره ، تر تېغ باسو   ٠ 
تاسو تاريخ راواخلۍ غوث العظم دستګير په ټوله عمر د توري جهاد نه دې 
کړي ٠ اما غوث العظم دستګير  نيم عرب په اخلاقو او تبلغ اسلام ته راواړول 
ابو حنيفه  د توري جهاد و نه کړ ٠ 

 د سلفي لويه خطا داده چه مسلمانانو ته ئې دروازه خلاصه کړه 
چه راوزئ له حنيفي  مذهبه (يوازي عمل په قران او حديث کوۍ ) بس

اې د الله بندګانو !
ابو حنيفه خو مذهب  له ځانه نه وو جوړ کړي  هغه هم عمل 
په حديث او قران کوي  اما سختي ئې نه ده خوښه کړې هغه سهلت خوښ کړی   
او اسانتيا ئې غوره بللې لکه  پاک الله چه فرمايلي 
بسمه تعالی ٠ يُرِيدُ اللَّهُ بِكمُ الْيُسرَ وَ لا يُرِيدُ بِكمُ الْعُسرَ
ژباړه . اراده لري الله په تاسي د اسانتيا
 او اراده نه لري په تاسي باندي د سختي

په سنه 80 يا 90 کښي د مسلمانانو ټولنه ډيره وړه وه پخپله په عراق ،مدينه ،
يمن ، مصر اکثره کفار وه دا د قتل او قتال په فتوا ګانو نه دي مسلمانان سوي 
د الله اراده داسي وه ، الله فرمايې چه :

وَ لَوْ شاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكمْ أُمَّةً وَحِدَةً وَ لَكِن يُضِلُّ مَن يَشاءُ وَ يَهْدِى مَن يَشاءُ وَ لَتُسئَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ(93)
ژباړنه . او که اراده فرمايلې وی  الله خامخا ګرځولی به ئې وئ تاسي يو امت 
(يو ټولی متفق په اسلام ) وليکن ٠٠٠٠٠٠٠٠ 
نو مطلب دلته داسو چه که الله اراده  ولري چه د نړۍ پر مخ دي يوازي اسلام وي 
نو سبابه بياکافر ونه وينو ٠ 
نو مسلمان ته اخلاق په کار دي چه نامسلمانه ئې عملي وويني چه مسلمان يعني 
دغسي ، 
چه انصاف ولري،رحم ،اتفاق ،شفقت ،مردانه ګي ،پاک دامني ، عفت ،غيرت 
ngo ، طياره ، موټر ، خپل جوړ کړې ټانک 

نه لکه سلفيان چه وائې  چه ښځه دي موټر نه چلوي ، کار به نه کوي 
ولي چه ښځه فتنه ده ، 
او د ټېپ کسيټونه د برق په خاده پورځړوه، ښځه به بازارته نه وزي ، 
دغسي سختۍ په حنفي مذهب کښي نسته 
دغه سختۍ سلفيانو را استلي او قران موږ په سختيو نه امر کوي٠ 
[quote:36b7e6970c] ٢-مفتي څۀ ډول ټاکل کېږي ؟ د مفتي توب لپاره څۀ ډول معيار ټاکل شوی دئ ؟ د شوروي يرغلګر فوځ پر ضد
کوم مفتي فتوا ورکړې وه ؟ اوس د افغانانو لپاره مفتي څوک دئ چې د شرعې لۀ مخې د اعتبار وړ وي ؟[/quote:36b7e6970c]

وروره ! يو هغه فتوا وي دي چه د کلي د خلکو مشکلات په حل کيږي  
مثلا چه په دغه اوبو اودس راوادي په هغه اوبو اوس نه صحيح کيږي ٠ 
داسي پتوا وي هر مولوي (جمهور عالم ) صادره ولې سي ولي چه دغه عالم 
هلته مکان او زمان ويني ، 

اما راځو د جهاد فتوا ته !
وروره ! داسي فتوا چه صادريږي دا په يوه مفتي اړه نه لري 
يوه ملي او مذهبي شورای فتوای  ته ضرورت لري ، او زمان ته کتل په کار دي 
که حکومت برقرار وو نو قاضی قضات په خپله محکمه کښي څومفتيان لري 
کله چه دغو مفتيانو فتوا ور کړي نو دغه فتوا ده ، قاضي به د جهاد اعلان کوي 
قاضي حق نه لري چه فتوا ور کړي (  مفتي تر قاضي عالم وي همېشه )
او که حکومت داسي وو لکه د د تره کي ٠ او هغه هم په غلا پر مشروع حکومت 
حمله کول د واضح ملحدينو له خوا ، نو جهاد فتوا ته ضرورت نسته 
ناره تکبر  الله اکبر 


hewad
03.09.2006

ګرانو هېوادوالو او ښاغلی حليمي صاحب سلامونه مې ومنئ هيله ده چې روغ رمټ وئ ٠
حليمي صاحب ستاسو لۀ پېرزوېنې څخه ډېره مننه کۀ چېرې وخت مو لارۀ پاتې پوښتنې هم راځواب کړئ٠
دلته غواړم څو پوښتنې هم مطرح کړم ٠
١-پۀ قران شريف کې د انس او جن يادونه شوېده ،اوس جن پۀ دې نړۍ کې ژوند کوي لکه انس او
کۀ لۀ دې نړۍ څخه کډه شوي دي ؟
٢-لۀ ځمکې سربېره بل ځای کې هم ژوندون شته ؟
٣-د نړۍ نژدې ټول شرکتونه او فابريکې د سود پۀ پيسو چلېږي يعنې يا سود خوري يا سود ورکوي
لۀ دوی سره د کار کول مجاز دي ؟
٤-پۀ بانک کې کۀ څوک پيسې ولري هرومرو ګټه ترلاسه کوي ،دا مجاز دئ ؟
پۀ درنښت هېواد



ع کريم حليمي
04.09.2006

محترم هيواد جانه او درنو دوستانو سلام  !
[quote:b23d66f995]١-پۀ قران شريف کې د انس او جن يادونه شوېده ،اوس
جن پۀ دې نړۍ کې ژوند کوي لکه انس او
کۀ لۀ دې نړۍ څخه کډه شوي دي ؟
٢-لۀ ځمکې سربېره بل ځای کې هم ژوندون شته ؟
٣-د نړۍ نژدې ټول شرکتونه او فابريکې د سود پۀ پيسو
چلېږي يعنې يا سود خوري يا سود ورکوي
لۀ دوی سره د کار کول مجاز دي ؟
٤-پۀ بانک کې کۀ څوک پيسې ولري هرومرو ګټه ترلاسه کوي ،دا مجاز دئ ؟ [/quote:b23d66f995]
هو ! نړۍ ډکه ده په الجن او هم اجنه سته ، اجنه وهغو خلکوته ويل کيږي 
چه د جن سره ئې اشنايي پېدا کړې وي 
ډېر اروپايان ،اسيايان ،افريقايان  خلک سته چه د جن سره  رفاقت لري

ډير داسي خلګ سته په اسلامي او غيري اسلامي ملکونو کښي چه په 
اتفاقي او تصادفي صور ت ئې رفاقت پېدا سي له جن سره 
او ټګي  شروع کړي او خلک تېرباسي او وائې چه پېريانان مي مسخر کړي 

پېريان هم اخلاقي او هم بد اخلاقه او هم بد ګوزاره او هم پاسته طبيعه او هم 
شرير لري 
بعضي چه شرير وي په کوم ځای کښي چه اوسيږي نو د انسانانو سره ئې 
جنجال پيداسي ، جنجال چه ئې پېداسي ٠ 
او بعضي وخت داسي پېښه سي چه پېری او کورنۍ ئې د ډير ښه طبيعت 
خاوندان وي نو کله چه دواړه انسان او پېريان په يوه ځای کښي سره اوسيږي 
نو د انسان سره رفاقت شروع کړي ٠ که چيري دغه انسان ئې تر سترګو ښه وايسېدلي 
او يو بيا کرامت د اوليا وو دی چه کولی سي پر پېري امر وکړي 

پېريانان کوښښ کوي چه د اسانانو سره يو ځای ونه اوسيږي 
پېريانان تقريبا داسي ژوند لري لکه  انسانان ، کورنۍ او اقوام او جلا جلا 
مذهبی عقيدې  لري 

د اسلامي کتاب له رويه داسي معلوميږي چه  ادم ذات يواځي پر مځکه سته ٠ 
او که خبره د باکټېريا وي ٠ نو پوهان خلک اخته دي او نور داسي ځايونه 
لکه مځکه تر نظر لاندي نيولي او کوښښونه کوي که چيري ئې باکټېريا 
پيدا کړه ٠ نو که چيري داسي پېښه سوه چه باکټېريا ئې پېدا کړه ٠ 
نو دا معنا چه بل ځاي هم ژوند سته ، دا معنا نه چه ادم ذات 

هو سود يا ربا حرام تجارت دی ، په انګرېزي ژبه  و ربا ته وusury ويل کيږي 
او يوبل تجارت يا معاملې ته بيا mortgage  ويل کيږي 
او يوبل تجارت ته share يا سهم ويل کيږي  او اکثره فابريکې سهمي دي 
سهمونه ئې خرڅ کړي وي ٠ shareholder يعني سهم داران لري 
چه داسهم داران په کټه او تاوان شريکان دي ٠ او که د فافريکې عايدات 
لوړ وختل نو د سهم قيمت هم لوړ خېژي چه دې ته د ربا تجارت نه ويل کيږي 

 هو بېنک طبعا بايد هغه چاته کټه ورکړي چه په بېنک کښي خپلي د پس انداز 
پېسې جمعه کړي وي ٠ که چيري د ګټي خبره معلومه وي چه ضرور به ٤ % ده 
ګته درکوي دا ربا ده او که د کټي د وړکړي اندازه سره معلومه  نه کړه سي 
او دا اختيار د بېنک په صلاحيت  کښي وي چه څومره ګټه درکوي 
دې ډول ګټي ته ربا نه ويل کيږي ٠ 
قمار حرام دی شرط تړل حرام دي ، او که شرط يک طرفه وي بياحرام نه دی 

 پاته سوه ستاسو کار کول هغه د خپل ضمير څخه پوښتنه وکړه 
زه فکر کوم چه هغه به ستاسو له عقيدې سره هرومرو سم جواب درکړي 
کوښښ بايد وکم او وکړو چه پوهه ولرو او بيا خپل ضمير بيداره وساتو 
يعني هر وخت و هوښيار او رحمانې ږغونو ته ئې غوږ ونيسو او هغه 
اعمال وګړو چه د ضمير راسره خوښه وي ٠ که د ضمير په قول ونه کړو 
لکه کوچنی خوابدې کيږي او بيا حبري زموږ سره نه کوي 
او يا ويلای سو چه ضمير بيا کار پرېږدي ، او يا وايو چه ضميرمړ کيږي 


زرملوال
06.09.2006

محترمو وروڼو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

له څه مودى غياب وروسته دا ده بيا درسره مل شوم او داد هياد صيب ديوى پوښتنى په اړه
خپل نظر درسره شريكوم هغه دا چى بالغه نجلى په خپل سر نكاح كولى شى او كه نه او يا خو
دولى له امرپرته ددى په خوشه شوى نكاح ولى بيرته ړنګولی شی او كه نه ؟

په دى اړه دنبوت دپير يوه په زړه پورى كيسه درته را اخلم دا كيسه د حديثو په مشهور كتاب
(سنن النسائي) كى راغلى ده ما په خپله پكى ليدلى خو اوس يي حواله رانه هيره ده كيسه داسى ده

يوه پيغله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغله او ورته ويي ويل چى يا رسول الله زه مى خپل پلار
زما له خوښى پرته خپل وراره ته كوژده كړى يم خو زه په دى كو ژدن نه يمه خوښه ځكه زما پلار غواړى
په ما باندى خپل عيب پټ كړى دا تورى په حديث شريف كى داسى راغلى :ليدفع بى خسيسته
او دحديثو علماء وايي چى ددى نجلى دتره زوى ته چا خپله خور لور نه وركوله نو يي تره ددى عيب
دپټولو په موخه هغه ته خپله لور وركړه خو دى ميړنى لورته دى خداي خير وركړى چى په خپله ميړانه
سره يي د مسلمانو ميرمنو يو لوى حق هغوى ته ثابت او روشانه كړ
نو لور يي را ولا ړه شوه او خپله ستونزه يي داسلام پيغمبر ته وړاندى كړه رسول الله صلى الله عليه
ددى پيغلى پلار را وغوښت او ددى خبرى په اړه يي وپوښته هغه ورته وويل چى هوكى خبره همداسى
ده ما دا كار كړى دى رسول الله صلى الله عليه وسلم هغى پيغلى ته مخ كړاو ورته ويي ويل چى ستا
خوشه ده كه غواړى په همدغه نكاح پاته شه او كه نه ته كولى شى له دى نكاح نه تيره شى او بل ځاى
درته خوش كړى دى هوښيارى پيغلى وويل :

[color=darkblue:d59e4a88f6]زه مى دپلار په نكاح خوشه يم خو ما دا كار ځكه وكړ څو مسلمانو ميرمنو ته ثابته كړم چى دوى
هسى مال نه دى دوى كولى شى دخپل تقدير او ژوند پريكړى له خپلى خوښى سره سمى تر سره كړى [/color:d59e4a88f6]

او زما له معلوماتو سره سم په څلورو مذاهبو كى يوا ځى حنفى مذهب بالغى نجلى ته اجازه وركوى
څو دخپل ولى نكاح فسخه كړى او له خپل كف او هم مثل سره په خپله خوښه نكاح وكړى په دى مسئله
كى تقصيل شته خو او س همدومره


اشفاق
27.09.2006

د پوښتنو او ځوابونو دا لړئ زموږ خوښه شوه.
زه د خپلي پوهي په خاطر دغه دوه پوښتني مطرح کوم:
١- مسواک کول سنت دي خو د مسواک څخه مطلب خوله پاکول دي که يو خاص ډول لرګي په خوله کي وهل دي؟ که مطلب يي خوله پاکول وي نو ايا په برش او ټوتهـ پيسټ کولو سره سنت ادا کيږي؟
٢- دا د اسلام يو ډير ستر افتخار ګڼل کيژي چي اعرابو به خپلي لوڼه ژوندئ خښولي خو اسلام دغه کار بند کړ. زما پوشتنه دا ده چي ايا ټولو عربو دا کار کاوه؟ که ټولو کاوه نو بيا دا خلک د څشي نه زېږېدل؟ او که چيرته دا په کومه سيمه کي يوه پيښه شوي وي نو داسي پيښي خو اوس هم کيږي چي خلک خپلي لوڼه خرڅوي، وژني، په بدو کي ورکوي او داسي نور. نو که اوس يو سيمه ايز قانون په دغو شيانو بنديز لګوي يا دغسي کوونکو ته سزا ورکوي ايا دا به د دغه قانون لپاره هماغومره د افتخار وړ وي لکه څومره چي د اسلام په تاريخ کي د دي خبري ذکر کيژي چي ژوندئ لوڼه خښول يي بند کړي دي؟


larghonay1
28.09.2006

ګران حليمي او هيواد صيب سلامونه !
ستاسو له تاوده مجلسه مو ډېر خوند واخيست .
د حليمي صيب د مشرحو ځوابونو څخه مننه.
هيله ده چې ددې څو نورو پوښتنو په اړه هم راسره ځان په تكليف كړي.
حليمي صيب لومړى خو دا چې تاسو دغوث الاعظم په يادونه كړې دا څوك و؟
بل دا چې تاسو ويلي امام ابوحنيفه مذهب له قران او حديث څخه جوړ كړى دى نو كيدى شي چې ديو كتاب نوم يې راته واخلې چې ده په فقه كې ليكلى وي؟
د فقه اكبر په اړه خبر يم خو هغه د عقايدو سره ډېر تړاو لري.
بل دا چې ځينې خلك وايي د امام ابوحنيفه مذهب كې داسې شيان شته چې نه په قران كې شته او نه حديث كې لكه د ده په فقه كې داسې دي چې په لمانځه كې به لاسونه له نامه لاندې ږدئ ( وضع اليدين تحت السرة). بل دا چې د ده په مذهب كې د وترو په وروستي ركعت كې د ( الهم اني نستعينك و....) چې مونږ او تاسو دعاء قنوت ورته وايو او د وترو په اخري ركعت كې يې لولو . دا په كوم حديث كې په دغه ترتيب او الفاظو راغلې؟
همدا راز دغه غوث العظم دستګير څوك و كه په اړه يې معلومات راكړې ؟
او بله دا چې امام ابوحنيفه رح ويلي چې په پاړسي لمونځ روا دى نو په پښتو يې ولې نه دي ويلي .او كه نه د ده نيكونه دافغانستان د شمال و؟


زرملوال
28.09.2006

محترمو وروڼوسلام

شاغلى لرغونى صيب غوث الاعظم ډير لوى انسان تير شوى دى
دده نوم عبد القادر الجيلانى و دعراق اوسيدونكى او دشافعى مذهب
پيرو و او دتصوف دقادرية طريقه ده ته منسوب ده دده په كراماتو
او اخلاقو كى هيڅ شك نه و خو دومره خبره ده چى وروسته يي ځينى
افراطى پيروانو له خپلى درجى ورپورته كړى دى
او دده په اړه يي يو څه زياتوب كړى دى او ان چى ده ته يي داسى نومونه غوره كړى دى چى يقينا ده به خپله هم دځان له پاره نه و خوش كړى

دا غوث الاعظم لقب زما په له انسان سره نه ښايي غوث خو هغه يي
چى دستونزوپه مهال مرسته غوشتونكو ته رسيږى او دا كار دانسان له وسه وتلى دى او دا راز دى (پيران پير) هم بلل كيږى او اصلا دا نوم بيخى غلط كيښودل شوى دى اصلا بايد (پير پيران) واى موخه مى داده چى دده په اړه
او دده په ستاينه كى دده پيروانو افراط كړى دى ځكه كه تاسو له عامو هغو خلكو نه دده په اړه پوښتنه وكړئ چى هغوى له تصوف سره ځانونه تړلى بولى او علم نه لرى نو دده مرتبه به له يوه نبى نه هم زياته بولى نعوذ بالله

او دامام ابو حنيفه مذهب بلكل له قران او حديث نه اخيستل شوى
اودى په حديثو كى يو كتاب هم لرى چى مسند ابو حنيفه يي بولى
او داراز دده دشاګرد امام محمد ابن الحسن الشيبانى كتابونه ګواكى
دده كتابونه دى او هم دده دبل شاګرد امام ابو يوسف كتابونه
ځكه په هغو كى دده روايات او استنبا طات را نقل شوى دى
او هرځاى به دقال ابو حنيفة خبره وينى نو دا دده شوو

او هغه دفارسى دلمانځه له خبرى امام ابو حنيفة بيرته رجوع كړى ده او كه يي نه وى هم كړى خو دمذهب علماء دصاحبينو خبره غوره بولى چى له عربى پرته په بله ژبه لونځ سم نه ده اوس خوبه دومره خبره سمه وى خو نن خو له عربى سره هم سيالى روانه ده

او ستا هغو پوښتنو ته مى ځوابونه وويل چى سمدستى مى په مغذو كى پرتى وى او هغو نورو ته به يي شايد حليمى صيب دركړى مننه



ع کريم حليمي
29.09.2006

محترم لرغونې صاحب زماسلامونه او احترامات ومنۍ !
وروره !
زبه خپل هغه څه درته وليکم کوم چه زما ځګر کښي دي ستاسو او د نورو 
وړونو څخه ئې نسپموم نو خدای دي وکي چه څوک خنجر راپسي راوانه خلي 

[quote:1b3de883d9]بل دا چې ځينې خلك وايي د امام ابوحنيفه مذهب كې داسې شيان شته چې نه په قران كې شته او نه حديث كې لكه د ده په فقه كې داسې دي چې په لمانځه كې به لاسونه له نامه لاندې ږدئ ( وضع اليدين تحت السرة). [/quote:1b3de883d9]

هو ! دا د امام ابوحنيفه  وو او حديث روايتي ئې هم سته !

مسند أحمد
المجلد الاول

حدثنا عبد الله، حدثنا محمد بن سليمان الاسدي، لوين حدثنا يحيى بن ابي زائدة، حدثنا عبد الرحمن بن اسحاق، عن زياد بن زيد السوائي، عن ابي جحيفة، عن علي، رضي الله عنه قال ان من [color=cyan:1b3de883d9]السنة في الصلاة وضع الاكف على الاكف تحت السرة‏[/color:1b3de883d9]

سنن أبي داود
كتاب الصلاة
باب وضع اليمنى على اليسرى في الصلاة

حدثنا نصر بن علي، اخبرنا ابو احمد، عن العلاء بن صالح، عن زرعة بن عبد الرحمن، قال سمعت ابن الزبير، يقول صف القدمين ووضع اليد على اليد من السنة ‏.‏

حدثنا محمد بن بكار بن الريان، عن هشيم بن بشير، عن الحجاج بن ابي زينب، عن ابي عثمان النهدي، عن ابن مسعود، انه كان يصلي فوضع يده اليسرى على اليمنى فراه النبي صلى الله عليه وسلم فوضع يده اليمنى على اليسرى ‏.‏

حدثنا محمد بن محبوب، حدثنا حفص بن غياث، عن عبد الرحمن بن اسحاق، عن زياد بن زيد، عن ابي جحيفة، ان عليا، - رضى الله عنه - قال [color=cyan:1b3de883d9]السنة وضع الكف على الكف في الصلاة تحت السرة ‏.‏ [/color:1b3de883d9]
حدثنا محمد بن قدامة، - يعني ابن اعين - عن ابي بدر، عن ابي طالوت عبد السلام، عن ابن جرير الضبي، عن ابيه، قال رايت عليا - رضى الله عنه - يمسك شماله بيمينه على الرسغ [color=violet:1b3de883d9]فوق السرة [/color:1b3de883d9]‏.‏ قال ابو داود وروي عن سعيد بن جبير فوق السرة ‏.‏ وقال ابو مجلز تحت السرة ‏.‏ وروي عن ابي هريرة وليس بالقوي ‏.‏

حدثنا مسدد، حدثنا عبد الواحد بن زياد، عن عبد الرحمن بن اسحاق الكوفي، عن سيار ابي الحكم، عن ابي وائل، قال قال ابو هريرة [color=white:1b3de883d9]اخذ الاكف على الاكف في الصلاة تحت السرة [/color:1b3de883d9]‏.‏ قال ابو داود سمعت احمد بن حنبل يضعف عبد الرحمن بن اسحاق الكوفي ‏.‏

[quote:1b3de883d9]بله دا چې امام ابوحنيفه رح ويلي چې په پاړسي لمونځ روا دى نو په پښتو يې ولې نه دي ويلي .او كه نه د ده نيكونه دافغانستان د شمال و؟[/quote:1b3de883d9]

امام ابوحنيفه رح يو زوی درلوده چه نوم ئې حماد ؤ او لور ئې نه درلوه 
اسمعيل زوی د حماد زوی د امام ابوحنيفه رح ويلي دي
 چه موږ د اهل فارس يو ، او موږ احرار يو ،او  اسمعيل  قسم کړيدی او د ويلي 
دي چه په موږ کښي او زموږ په نيکه ګانو کښي هيڅ څوک غلام يعني مريي 
نه ؤ ، امام ابوحنيفه رح د کابل شمېرل کيږي په حيث د مورنی نيکه ګانو 
او  امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی د بابل  شمېرل کيږي په حيث د پلار د 
نيکه ګانو ، ولادت دده په کوفه کښي په ٨٠ هجري کښي سويدی ، او وفات ئې 
په ١٥٠ هجري کښي سويدی 
او امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی  تابعي شخص دی ،تابعي هغه شخص  ته 
ويل کيږي چه ده اصحابي ليدلی وي ، امام ابوحنيفه رحمه الله تعالی
انس بن مالک رحمه الله تعالی څو واره ليدلی دی ، بله خبره داده چه 
عامر ابوالطفيل بن واثله رضی الله تعالی په مکه شريفه کښي په سنه ١١٠ هجري 
کښي مړ سويدی ، او دغه عامر اخر د ټولو اصحابانو دی په بابت کښي د 
مرګ يعني عامر ورسته تر ټولو اصحابانو مړ دی په ټوله دنيا کښي ، 
او امام صاحب په  وخت کښي د مرګ د عامر دېرش کلن ؤ ، او امام صاحب
لپاره د حج ډير ډير واره و کعبی شريفي ته حاضر سويدی ، نو امکان نه لري 
چه د عامر او د امام اعظم صاحب  رضی الله تعالی عنهما دي ملاقات نه وي 
سوي ٠ 
[color=white:1b3de883d9]نو دغه سبب دی چه د امام اعظم صاحب روايات اختلافي دي له نورو امامانو
څخه لکه دعاء قنوت [/color:1b3de883d9] 
 
بسم الله 
اوس به د لمانځه خبره راواخلو !
داموضع په اخبارالخيار چه عبدلحق محدث دهلوي ليکلي 
او په سترالاوليا اوکه سيرالاوليا په نامه کتاب چه مفتي غلام سرور ليکلی 
هلته راغلي چه په فارسي لمونځ روا دي او حواله په امام اعظم صاحب رضی الله تعالی ور کوي ، ما دا کتابونه نه دي ليدلي ، يو وخت مي له خپل استاد 
څخه اوريدلي وه ، او په کتابچه کښي ئې په خپل لاس راوليکل ، چون چه 
ملا علم ؤ ، داسي خط ئې ليکلی چه ښه ئې لوستلای هم نشم اوس 
دا لتابونه په کابل کښي پيدا کيږي او لاهور کښي ٠ 

دا چه لمنځ ولي په فارسي روادی او ولي ؟ خبره داسي ده !
نيت فرض دی په لمانځ کښي ٠ اونيت قلبي شئ دي نو په هره ژبه روا دی 
او سجدې څه پورته لېدل په الله اکبر سره کيږي  هم قلبي دی نو ويل کېدای 
په لوي ئې ربه ، او په سجده کښي هم کلام قلبي دي نو په فارسي او فصحه
پښتو هم تصفحات ويل کيږي  ، اما قران به په عربي وي قران نه ترجمه کيږي 
خوبيا هم تر نن ورځي هيڅوک نه غواړي چه ‏"‏ سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ ‏"‏
دي په فارسي يا پښتو څوک ووايي 
ولي چه "‏ سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ ‏"‏ يو سنت کلام دی نو موږ نه غواړو چه سنت 
راڅه پاته سي ولي چه خساره ده او ګټه ئې کميږي 
دې کارته جنرال کمال اتا ترک کوښښ وکړي خو مسلمانانو دا کار ؤ نه مانه
الحمدالله  

وخت د پېشلمي سو اوس دي پر خدای سپارم 
وسلام 



ع کريم حليمي
29.09.2006

او دغه حديث دلالت کوي پر امام صاحب باندي 
صحيح مسلم
كتاب فضائل الصحابة
باب فَضْلِ فَارِسَ

حدثني محمد بن رافع، وعبد بن حميد، قال عبد اخبرنا وقال ابن رافع، حدثنا عبد الرزاق، اخبرنا معمر، عن جعفر الجزري، عن يزيد بن الاصم، عن ابي هريرة، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ لو كان الدين عند الثريا لذهب به رجل من فارس - او قال من ابناء فارس - حتى يتناوله ‏"‏ ‏.‏

نبي عليه الصلوه والسلام ويلي دي که چيري  علم په نيزد د Pleiades (پرونی )
وي خامخابه واخلي دغه علم خلګ د اهل فارس او په اهل فارس کښي 
مثل د امام صاحب نه دي پيدا سوی 
نو امام صاحب يو امام اعظم دی !!!

 


larghonay1
30.09.2006

السلام عليكم!
ښاغلى حليمي صيب او زرملوال صيب كور مو ودان چې په زړه پوره كره معلومات مو راكړل.
لومړى خو بايد روښانه كړم چې زه پخپله حنفي يم او همدغه حنفي مذهب مې ياد دى او عمل پرې كوم خو دا چې پوښتنې راسره پيدا كېږي نو د حل لټه يې هم كوم.
حليمي صيب لومړى خو تاسو د زرملوال د ليكنې په هلكه څه نه دي ويلي چې رښتيا هم د غوث ... په اړه افراط شوى او كه نه؟
بله دا چې د دعاء قنوت په هكله بيا هم پوه نه شوم چې دا په حديث شريك كې شته او كنه او كه نه وي نو ولې پرخلكو واجب شوې ده ؟
دا چې ويل كېږي چې په بخاري شريف كې د امام ابوحنيفه مذهب ډېر كمزورى ښودل شوى او حتى ډېر ځله د بعضې اهله كوفه خطاب ورته كېږي ايا دا رښتيا ده؟
تاسو ليكلي چې امام صاحب تابعي و دا ما هم اوريدلي نو بيا مذهب جوړولو ته څه اړتيا وه خو د نورو تابعينو او صحابه وو كرامو غوندې به يې د خداى په كتاب او د رسول الله ص په احاديثو عمل كاوه نو په خپل نوم د مذهب جوړولو اړتيا څه وه؟
استاد حليمي په فقه كې يو كتاب دى چې نورالايضاح ورته وايي او اكثره رواجونه يې هم په سنتو كې شمېرلي لكه د سخات دايره او تر لمانځه وروسته دعا او داسې نور؟
حليمي صيب وخت دې ځكه نيسم چې روژه ده بايد د ثواب له پاره ديني پوښتنو ته هم وخت وركړئ . خداى دې وكړي چې په غوسه هم نه شې او ستړى هم نه شې . خېر دى كه اوس وخت نه وي هر وخت چې مو وخت بياموند بيا ځواب راكړئ!


hewad
30.09.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
پۀ دې بحث کې ځينې پوښتنې لاتر اوسه بې ځوابه پاتې دي ،تکراري ليکل يې اړين نۀ ګڼم خو کۀ څوک
يې ځواب وليکي منندوی بۀ يې وم٠ اوس هم څو نورې پوښتنې ٠
١ د محمد (ص) تګ معراج ته جسمي ؤ او کۀ روحي ؟ پۀ دلايلو خپل نظر څرګند کړئ ٠
٢ د ذوالقرنين او جوج ماجوج يادونه پرته لۀ قران شريف څخه بل ځای هم شوې ده او کنه ؟
٣ هغه دېوال چې ذوالقرنين د جوج ماجوج د مخنيوي لپاره جوړ کړی ؤ ،چېرې دئ او يا څۀ شو؟
٤ د عثمان (رض) پۀ وخت کې د قران شريف ترتيب د څۀ شي پر بنسټ تر سره شوی دئ ؟ زما موخه دا ده چې ولې
ځينې وخت مدني سورې د مکي سورو څخه مخکې راغلې او دې ته ورته نور موضوعات٠
٥ د څلورمې سپارې لن تنالو دريم ايت پۀ هکله مشرح معلومات راکړئ ٠
٦ د لومړۍ سپارې د البقره سورت (٦٢) او (١١٢) ايت پۀ هکله پۀ مشرح ډول معلومات راکړئ٠

د زړۀ لۀ کومې پۀ درناوي هېواد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more