ادبي ټوکې ټکالې
وزیري
31.07.2011
السلام علیکم:
نه هوتک صیب! کلیوال راته وهاج افغان نه ښکاری ځکه چی هغه یو څه خودپرسته وه او کلیوال صیب خو بیا کلا وحاشا. وهاج افغان دی په دی خبره نه خفه کیږی ځکه چی دا د یو ناقص انسان خپل نظر ده. امکان لری چی خطاوتی یمه.
والسلام
هوتک
31.07.2011
[quote:ad04800408="مومندافغان"]
هوتک صیب او کلیوال دي ونه سوزي هاهاهاها
[/quote:ad04800408]نوچه موږ ښایسته ځوانان ناست یو،اوښایسته جنکیانې بدرنګو ته واده کیږې،نو سوځول کیږو خوبه خامخاهاهاهاهاهاهاهاهاها [quote:ad04800408] هغه کوم سړي چي حج کړي وي او کوم مجلس کي څوک تري خبر نه وي او ماما یا کاکا ورته وواي نوبیا خبره شروع کړي چي یره د مکي شریفي اومدیني شریفي ترمنځ په دښته کي موټر ودریده مونږ کوزشو داسي ښه سوړ باد لګیده، یره مونږ سره په مکه کي یو حاجي صیب وو ډیر ښه سړی وو، په مدینه کي يي دسترخوانونه خپاره کړي وو او داسي خورما يي پري ایښي وي چي هڅ موکله نه وي خوړلي او داسي نوري قیصي به شروع کړي چي خلک خبرشي زه حاجي یم او حاجي کلیوال صیب هم ګوري سعودي لیدلي او حاجي دي چي بیا يي نوم پوره اخلي[/quote:ad04800408]یره مومندصیب نن مې سر پرې خلاص شوهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
کلیواله په كیانو کې ځان راښکاره کوې چه عربې هیوادونه مې لیدلې دې هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
-
31.07.2011
:D :D :D :D
هوتکه دا د حاجي قصه یې ما درې کرته ولوسته او درې کرته مې ښه په کټ کټ ورته وخندل. :lol: :lol:
دا خو په مومند افغان کې په دې پاخه عمر کې د ځوانانو شوخي ده ګنې وطنمل ته به زه معلوم یم چې آیا په سعودي کې یم او که د چپرهاري صاحب په شان په مالیزیا کې (یو وخت یې په پیژنڅیره کې لیکلي وه چې په مالیزیا کې د کارګو کار کوي مانه خو دیاده نه دي وتلي :lol: ) او که د پښتون په شان په بلجیم یا فرانسه کې یم. :D
تاسو یې ترهغه نه منئ ترڅو وطنمل شاهدي ورنکړي.
نوټ:
نن خو په دې شنه سهار کې وزیري او هوتک هم ویښ دي. د وزیري صاحب په مخکې بې ادبي هم ده خو د حکیمانو نه مې اوریدلي چې د سهار په تازه هوا کې د یو څو دقیقو لپاره ګرځیدل صحت ته ډیره فایده کوي. نن زه د معمول خلاف په تازه هوا کې ګرځیدلی یم ځکه مې طبعیت داسې برابر دی. که نه نو دا وخت زما د خوب وي :)
عادل عادل
31.07.2011
السلام علیکم
مومند صاحب
یو ځل کوم عرب میلمه جومات ته له بوټونو سره ننوتلی وو، د ملا صاحب چې ورته پام شو نو په عربي کې ورته ورک شو، چې څنګه یې پوه کړي، آخر یې ورته ویل چې:-
فاخلع نعلیک ! انک بالواد المقدس طوی !!
:) :)
او زمونږ یو خدای وهلي ټوکي کلیوال به د عرب میلمه په اړه ویل چې د خدای ج کلیوال راغلی دی :)
او رښتیا کلیوال صاحب! چرا فارسي نمې سرایي، فارسي سرای تا باشد که کارېزوال صاحب باز آید و باز با هم سراییم :)
سر له سبا د ټوکو خونه بسسس،،،،، نورو بحثونو کې هم کېدای شي د نصوارو له لاسه تاوتریخوالی سوا سي، ،،،، که ژوند وو، ،،،،، اختر نه وروسته به د ټوکو خونې ته بازایي :) کوو.
محمود سعيد
31.07.2011
ستاسو کیسو ته ورته یوه!
کوم پښتون عربستان ته د زده کړو لپاره ولاړ، کومه ورځ ېې کتابونه ورسره وو او غوښتل ېې چیرې ولاړ شي خو لار اوږده وه. په یوه تلونکې لارۍ موټر پسې سریښ شو او کتابونه ېې په باډۍ کې وروغورځول...لږ وروسته چې کښته کیده د کتابونو په بیرته را اخستلو ونه توانیده، ځکه ېې په لارۍ پسې منډې وهلې، د کوم پولیس ورته پام شو او را وېې ګرځاوه. د ده چې عربي نه وه زده نو حیران او وارخطا شو ځکه ېې نو وویل: ذلک الکتاب لاریب فیه
پولیس پوه شو او لارۍ ته ېې د دریدو وویل تر څو نوموړی کتابونه ترې راواخلي
هوتک
31.07.2011
[quote:76a6605ff9="كليوال"] نن زه د معمول خلاف په تازه هوا کې ګرځیدلی یم ځکه مې طبعیت داسې برابر دی. که نه نو دا وخت زما د خوب وي :)[/quote:76a6605ff9]نن خو ولا زما زړه غوښتل چه ټوله ورځ به آنلاین ګپ سره کوو، خو داسې ښکارې چه داخلګ مې ګپې ته نه پریږدې ، ځکه چه سهار مې هغه دوې لیکنې ثبت کړې ، یو زوی مړی راغل (په عمر هم دچپرهاری صیب سره برابر وو) دومره ډیرې خبرې یې کولې چه دسړی ماغزه یې خرابول په څه زحمت مې ترې ځان خلاص کړ، یاد دې په خیر وې ولاړمې کړ،ماویل ما اوما سره پریږده،
کلیواله چپرهاری صیب هم ټوکې نکوې خو چه یوه کوې په وزن یې برابره کوې،
خان آغا ته مې هم فون وکړ واې مصروفه یم ، ماویل ته راسه په فورم کې یو ملګرې ټیله درکړې ده (دعبدالوکیل خبره وه)؟
قریش ته مې هم وغوښتل چه خبر ورکړم چه وهاج افغان نه روشتیا کلیوال یادکړی یې خو هغه ناځوانه هغه ادرس ته قلف وراچولی دی په کوم به چه زه ورسره په تماس کې کیدلم ،
هوتک
31.07.2011
[quote:f4009a76b5="وزیري"]السلام علیکم:
نه هوتک صیب! کلیوال راته وهاج افغان نه ښکاری ځکه چی هغه یو څه خودپرسته وه او کلیوال صیب خو بیا کلا وحاشا. [/quote:f4009a76b5]وعلیکم اسلام،
وزیری صیب زه خو له دې فورم څخه چپ یو هم نه پیژنم چه څوک ده، خو څپاندصیب نه ورته ګیریږې وای نه داکلیوال هماغه وهاج افغان دی نور نو والله اعلم بالصواب
۰
04.08.2011
السلام علیکم
هوتک صیب کلیوال او وهاج باره کي ډیر نژدی والی وینم !
ماته يي پټ په غوږ کي وویل چي تابه ګوره وهاج لیدلی نه وي او په غیاب کي به يي پیژني او همداسي ده زه يي په غیاب کي ډیر ښه پیژنم خو مخامخ ورسره بلد نه یم اوکیدی شي کوم ځل مي لیدلی وي خو فقط ورته مي لیدلي دي او هغه هم د سوداګر په سرګه نه.
او بل دا چي دوهاج صیب له والدصیب نیولي تر د خسر د خسره پوري ټول يي په یوه سا راته کتار کړه او پيژني يي حالا چي زه يي خسر پیژنم او ملګری مي دي خود خسر خسر يي هڅ نه پیژنم نو ددي نه دا نتیجه اخذ کیږي چي کلیوال صیب پخپه وهاج صیب دی خو بیا چي ګورم نو وهاج صیب د پخوانو اخندانو په شان تروش پروش وو اوټوکو کي که هم جدي معلومیده خو کلیوال صیب بیا ډير خندان دی ، یره یا خو وهاج دی او یا خو بیا کلیوال صیب د کامي یا کوزکنړ دی که الله کول ډیر نژدي ورغلي یم تاسو شور مه کوی ګیروم يي .
زه دا چشمي مي ورته لږي پاکي کړم او بیا ورته وګورم نو وبه يي پیژنم ،
خو که وهاج وي نوبیا يي دا IP ادرس ولي بدل دی او یا يي بيخي بل لپټاپ اخستی ،
بس هوتک صیب زه کوښښ کوم بیا به تاسو ته ووایم هسي کلیوال صیب ښه کلک دښمندار دی او هاغه هم په ټول افغان کي،
او ای په شخصي پیغام کي هم ځان نه راښاي واي بیا مي وطنمل صیب پیژني او په بل ایمل اډرس GMAIL کي يي اکاونټ دي وعده يي کړي وه خو بیا په هغي هم پښیمان شو خو خیر چي زه ورپسي چشمي را واخلم نو وبه ګوري چي بوټټټټټټټټ يي را وباسم هاهاهاهاهاهاها
مومندافغان
-
04.08.2011
یره مومند صیب ته هم ښه راز ساتې!
نور څه پاتې شوه خو اسانه زما شخصي پیغام به دې راکاپي کړی او دلته پیسټ کړی وی. :)
خو دا ښه ده چې نور څه مې درته نه دي ويلي. اوس دې هم خیریوسې چې زما د جیمیل آی ډي دې نه ده راکاپي کړې. :D
یا به دې ورته پام شوی نه وي.
نه یاره زه خو تاته منتظر یم چې کله به دې ایمیل راځي، په ورځ کې دوه ځله ایمیل چیک کوم خو ځواب دې نه وي راغلی. پښیمان نه یم تاته منتظر یم چې ایمیل راولیږې او آی ډي دې راسره ثبت شي او بیا به سره شجره راوباسو زه خو هم داسې فکر کوم چې کوم خپلوان به مې وخیژې. :wink:
Kamil
04.08.2011
له چپرهاري نه ولاکه یو کس هم غلط شي داسی چشمی دي ورسره چی مه یی کوه پوښتنه.
ټول ټول افغان څه د پاسه ۵۰۰۰ غړي لري چی په دی کی ۴۰۰۰ نه زیات چپرهاری پیژني.
زما خو ورته دوه لاسي سلام دی
watanguljan
04.08.2011
[quote:b76ac41547="كامل"]له چپرهاري نه ولاکه یو کس هم غلط شي داسی چشمی دي ورسره چی مه یی کوه پوښتنه.
ټول ټول افغان څه د پاسه ۵۰۰۰ غړي لري چی په دی کی ۴۰۰۰ نه زیات چپرهاری پیژني.
زما خو ورته دوه لاسي سلام دی[/quote:b76ac41547]
کامل خانه
چپرهاری صيب راته لږ بېروزګاره ښکاري
او پښتو کې يو متل دی چې وايي : د بېروزګار خبرو ته د وزير دماغ هم نه رسيږي. :oops: :oops:
زه خو لا وام چې د فورم له 5000 غړو پرته به د ټول افغان ټول مراجعين 50000 هم دی
پېژني :)
والسلام
۰
05.08.2011
کامل صیب چشمي مي خپلي ندي کنه نو ټول به مي رسوا کړی وو هاهاهاها
زړه مي ورته پړسیږي چي ويي نه وایم.
څارنوال صیب وطنګلجانه مشره وروره رسوا کوم دي نه خو پیژندلی مي يي.
او داکلیوال ته ډیرنژدي ورسیدلی یم خو ډیر ماهر دی ځان چپوي او بلي
خواته مي سیخ کوي خو زه يي په چلونو پوه یم نه مي شي غلطولی اخر به
يي وپیژنم ډیوه مي پسي رڼاکړیده :idea:
مومندافغان