د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

باتور
01.11.2009

سردار خانه وعليکم السلام !

ستړی مه شې . . لږ څه دمه جوړه کړه بيا په ډزو پيل کړه .

په درنښت


Sardar Jahan Khan
01.11.2009

[quote="pattang"]انډيواله خوشې دوخت ضايع کړی ، يو څه داشغالګرو اوږد سياسي تاريخ ته
وګوره ! په عراق حمله څرنګه وه ?، طالبانو اسلام تر ورستي ندی ښودلی .
د اسلام بد نامول خو اشغالګر و په ناحقه پرې تپلی دی , داچې ټوله مېديا
ددوی په لاس کښې ده نو پرتا يې هم هوبه راوستلې ده ٠.
الله دې پښتانه هوښيار کړي٠

دا منم درسره چی میدیا ددوی په لاس کی ده. خو ایا په دی پوهیږی چی میدیا څنګه ددوی لاس ته ورغله؟ او موږ یی ولی نه شو استعمالولای؟ ددوی اشغالګرانه حرکات هم وینم دا خو طبیعی خبره ده، دوی په منابعو پسی راوتلی دی او چی هر ځای منابع وی هغه به اشغالوی او ددوی مخه هم څوک نه نیسی. دا ولی؟ دا کار ولی موږ نه شو کولای؟ ځکه یی نه شو کولای چی صحی لاری چاری نه کاروو. لکه مخکی چی می وویل هره زمانه بیل بیل تاکتیکونه ځانته لری، ددی زمانی تاکتیک څه دی؟ علم دی. ښه راته ووایه، شمالی کوریا او ایران باندی ولی یرغل نه شی کولای؟ دا خو هغه خللک دی چی که ددوی زړه وغواړی نقشه یی د نړی څخه ورکوی. خو نه شی کولای ځکه چی هغه خلک ددوی په وسله ورسره جنګ کوی. او موږ ګوره په خپل لاس خپل پښی اره کوو. مکتب نه پریږدو اور وراچوو.که دی نن اټوم درلودای نو بیا یی داسی ژر حمله نه درباندی کوله.


Sardar Jahan Khan
01.11.2009

[quote:f91bf5cf37="باتور"]سردار خانه وعليکم السلام !

ستړی مه شې . . لږ څه دمه جوړه کړه بيا په ډزو پيل کړه .

په درنښت[/quote:f91bf5cf37]

باتور خانه، تا چی راته دوعا وکړه چی ستړی مه شی نو بیا څنګه به زه ستړی کیږم او څنګه به زه دمه کوم؟ ډزی بسته وروره اوس هر یو له ډزو ستړی شوی، سپینی خبری به کوو. خو هسی تاته ډزی ښکاری.


باتور
01.11.2009

[color=darkred:3feea8c024]د موضوع عنوان :[/color:3feea8c024]
دافغانستان دولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې

[color=brown:3feea8c024]ښاغلي څپاندليکلي :[/color:3feea8c024]

ډاکترعبدالله ،نن غرمه په ١٢ بجو په رسمي ډول،په کابل کی اعلان وکړ
چه دی به دټاکنو دويم پړاو کی برخه نه اخلي٠

[color=darkred:3feea8c024]بيا يې پوښتلي:[/color:3feea8c024]
ستاسونظر؟

[color=brown:3feea8c024]زما نظر:[/color:3feea8c024]

هغه په مليونونو ډالرچي بادارانو يې د ټولټاکنو لپاره ورکړي ول، هغه يې په ډېره بېشرمۍ په خپلو کي سره ووېشل . . يو څو ورځې د ټولټاکنو ډرامه تمثيل کړه، بس خبره خلاصه سوه. .

دا دلالان ټول سره هملاسي دي . . که کرزی دی که عبدلال او که کوم بل خردجال.

[color=darkred:3feea8c024]اوس ستا وار دی سردار خانه :[/color:3feea8c024]

؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

په درنښت


Sardar Jahan Khan
01.11.2009

د افغانستان موضوع یو پیچلی سیاسی موضوع ده چی په هغه کښی د ۳۰ څخه زیات ممالکو سیاستونه نغښتی دی، نو پدی ځای کښی دا خبره کول چی په آنده کی څه پیښیږی یوه مشکله خبره ده خو دا واضیح ده چی انتخابات به وشی او ریس جمهور به ټاکل کیږی، که دا یوه ډرامه ده او که حقیقت موږ مجبور یو چی دا ومنو ځکه بله لار نه شته. هغه ممالک چی اوس ډیر پرمختګ یی کړیدی له دی نه بدو مرحلو څخه تیر شویدی تر څو اوس د یوه پرمختللی هیوادونو په حیث پیژندل کیږی نو افغانستان هم له دی مرحلی تیریږی یو نه یو وخت به انشا الله امن راځی خو دا هلته چی خلک وغواړی چی خپل ځان کی تغیر راولی. خپل مسولیتونه و پیژنی، خپل دین وپیژنی. کوښښ به کوو چی اصلاح راولو که څه هم د یوی خاشی لری کول وی د لاری څخه. اول باید له ځانه شروع کړو. موږ تاسی د افغانستان د سیاست صرف یوه برخه ګورو او هغه څه چی د پردی شاته دی هغه نه وینو و ځکه که کوم نظر ورکړو نو دا نظر به ناقص وی. د اصحیح ده چی ګونګسی را ځی خو دا ګنګوسی څومره د اعتبار وړدی دا نه راته معلومیږی. ځکه نن سبا هر څوک داسی خبره نه کوی چی په خپله ګټه یی نه وی.زما خبره ومنی، اصلاح ته کار وکړی، او یو چا ته خاین ویل او بل چا ته رشوت خور وغیره ویل په دی اصلاح نه راځی. عملی کار وکړی. غربیانو خپل منسوخ دین پریښود سپوږمی ته وختل او موږ خپل اسلامی ارزښتونه پریښودل د مځکی تل ته پریوتو. تعلیم ته به کار کوو ځکه دښمن به د هغه په وسله وژنی او بس.


Sardar Jahan Khan
01.11.2009

[quote:704a9b2da8="jalal ahmadzai"]ټرت[/quote:704a9b2da8]

جلال احمدزی وروره ستا ولی ټرت خیږی؟


باتور
01.11.2009

ښاغلي سر در جهان خان ليکلي :

[color=darkred:37aecc34df]اقتباس:
د افغانستان موضوع یو پیچلی سیاسی موضوع ده چی په هغه کښی د ۳۰ څخه زیات ممالکو سیاستونه نغښتی دی، نو پدی ځای کښی دا خبره کول چی په آنده کی څه پیښیږی یوه مشکله خبره ده[/color:37aecc34df]

زما په نظر هيځ پيچلتوب په کې نه سته، زموږ وطن يې ناحقه د درواغو بهانو په ذريعه اشغال کړ ، څه ناڅه ددېرشو ملکونو سياستونه نه بلکه مصلحتونه په دې اشغال کې نغښتي دي، په ګډه سره زموږ ملي منابع د ملت له خوښي پرته په خپل منځ کي سره وېشي او په غير قانوني توګه يې وړي .

[color=brown:37aecc34df]خو دا واضیح ده چی انتخابات به وشی او ریس جمهور به ټاکل کیږی، که دا یوه ډرامه ده او که حقیقت موږ مجبور یو چی دا ومنو ځکه[/color:37aecc34df]

په دې موږ هم پوهېړو چي انتخابات )انتصابات( به وشي، لېکن موږ نه مجبور يو او نه هم ړانده يو چي د درواغو دې ډرامې ته د آزادو او ولسواکو ټولټاکنو په سترګه وګورو.
په خپله کرزي اعتراف وکړ چي درغلي يې کړي، کنه نو دوهم پړاو ته څه ضرورت وو. هو رښتيا يو ضرورت وو ، هغه دا چي د دوهم پړاو لپاره بيا يو دوه سوه مليون ډالره ورته حواله کېږي، عبدالله هم دا خوا ها خوا منډي وکړې او يو څو مليونه يې د دوهم پړاو په نوم له هند، ايران او نورو ځخه را ټول کړل ، کرزي ته به يې هم حتما يو څه ورکړي وي .

[color=darkred:37aecc34df]بله لار نه شته[/color:37aecc34df]

بله لار ولي نه شته، لاري ډېري دي، ساده لار يې د مثال په توګه داده چي دا غير عادلانه او مسخره ډرامه تحريم ، او پکې له ګډون ځخه ډډه وکړو .

[color=brown:37aecc34df] هغه ممالک چی اوس ډیر پرمختګ یی کړیدی له دی نه بدو مرحلو څخه تیر شویدی تر څو اوس د یوه پرمختللی هیوادونو په حیث پیژندل کیږی[/color:37aecc34df]

د مثال په توګه؟؟؟ د يو دوو ملکونو نومونه هم واخله .

[color=darkred:37aecc34df]نو افغانستان هم له دی مرحلی تیریږی یو نه یو وخت به انشا الله امن راځی خو دا هلته چی خلک وغواړی چی خپل ځان کی تغیر راولی.[/color:37aecc34df]

[color=white:37aecc34df]يو نه يو وخت!![/color:37aecc34df] امن د خلګو په تغير پوري څه اړه لري، د اشغالګرو په راتګ امن له منځه ولاړ، نه يواځي په افغانستان کي، بلکه په عراق کي هم په همدې شان .

[color=brown:37aecc34df]موږ تاسی د افغانستان د سیاست صرف یوه برخه ګورو او هغه څه چی د پردی شاته دی هغه نه وینو و ځکه که کوم نظر ورکړو نو دا نظر به ناقص وی.[/color:37aecc34df]

ته به يې يوه برخه ګورې، موږ يې د پردې تر شا هم وينو.

[color=darkred:37aecc34df] د اصحیح ده چی ګونګسی را ځی خو دا ګنګوسی څومره د اعتبار وړدی دا نه راته معلومیږی. ځکه نن سبا هر څوک داسی خبره نه کوی چی په خپله ګټه یی نه وی.[/color:37aecc34df]

نور په خپله هنداره کي مه ګوره، ډېر داسي کسان سته چي حق ته حق او ناحق ته ناحق وايي، ولو که يې سر او مال ته تاوان هم رسېږي .


[color=brown:37aecc34df]زما خبره ومنی، اصلاح ته کار وکړی، او یو چا ته خاین ویل او بل چا ته رشوت خور وغیره ویل په دی اصلاح نه راځی، عملي کار وکړی[/color:37aecc34df]

اصلاح ته څنګه کار وکړو؟ اوبه خو له پاسه خړي دي، احمد ولي کرزی يې ښه مثال دی، دومره يې بويونه ولټېدل چي خپلو دوستانو يې اوس لمن ور پورته کړه
له عملي کار نه دي مطلب څه دی؟ د وطن د ملي ثروت په غلا کي له اشغالګرو سره مرسته وکړو؟

[color=darkred:37aecc34df] غربیانو خپل منسوخ دین پریښود سپوږمی ته وختل او موږ خپل اسلامی ارزښتونه پریښودل د مځکی تل ته پریوتو. تعلیم ته به کار کوو ځکه دښمن به د هغه په وسله [/color:37aecc34df]

موږ خپل دين نه دی پرېيښی، دين هغه ځوک پرېږدي چي د دين په قدر نه پوهېږي، ورځه له غربيانو سره ته هم سپوږمۍ ته وخېژه چي موږ په دې خواره مځکه له تاسو څخه خلاص سو او د راحتۍ او آزادۍ ژوند وکړو.

په درنښت


Sardar Jahan Khan
02.11.2009

باتور صاحب د تبصری نه دی ډیره مننه، لږ زموږ دا هم واوره:
[color=red:0479d77706]
زما په نظر هيځ پيچلتوب په کې نه سته، زموږ وطن يې ناحقه د درواغو بهانو په ذريعه اشغال کړ ، څه ناڅه ددېرشو ملکونو سياستونه نه بلکه مصلحتونه په دې اشغال کې نغښتي دي، په ګډه سره زموږ ملي منابع د ملت له خوښي پرته په خپل منځ کي سره وېشي او په غير قانوني توګه يې وړي .
[/color:0479d77706]

ډیرښه، او ته ورته ګوری، یا خو یی په سیاست نه پوهیږی او یا په تا کښی علت دی چی دا دیرش کاله خلک ملی منابع درڅخه وړی او ته ورته ګوری. ځکه خو وایم اول باید په ځان کی اصلاحات راولو. انتقاد خو دی وکړ خو حل دی ونه وایه.

[color=red:0479d77706]
په دې موږ هم پوهېړو چي انتخابات )انتصابات( به وشي، لېکن موږ نه مجبور يو او نه هم ړانده يو چي د درواغو دې ډرامې ته د آزادو او ولسواکو ټولټاکنو په سترګه وګورو.
په خپله کرزي اعتراف وکړ چي درغلي يې کړي، کنه نو دوهم پړاو ته څه ضرورت وو. هو رښتيا يو ضرورت وو ، هغه دا چي د دوهم پړاو لپاره بيا يو دوه سوه مليون ډالره ورته حواله کېږي، عبدالله هم دا خوا ها خوا منډي وکړې او يو څو مليونه يې د دوهم پړاو په نوم له هند، ايران او نورو ځخه را ټول کړل ، کرزي ته به يې هم حتما يو څه ورکړي وي
[color/]

دا خو اسانه خبره وه، ودی کړه، اوس دا راته ووایه چی خلک سره له دی چی په دی پوهیږی چی انتخابات لکه څنګه چی ته وای داسی دی بیا هم ځی او رایه ورکوی، دا ولی؟ ددی څنګه مخه نیول کیدای شی؟ دا ښه خلک چی ته وایی چی باید انتخاب شی دا چیرته دی؟ ږغ یی ولی نشته؟ ولی دوی ته خلک رایه نه ورکوی؟

[color=red]بله لار ولي نه شته، لاري ډېري دي، ساده لار يې د مثال په توګه داده چي دا غير عادلانه او مسخره ډرامه تحريم ، او پکې له ګډون ځخه ډډه وکړو .
[/color:0479d77706]

تاوویل او خلکو ومنل، دادمره خلک چی د رایو صندوقونو ته ځی دا څنګه منع کوی؟

[color=red:0479d77706]د مثال په توګه؟؟؟ د يو دوو ملکونو نومونه هم واخله[/color:0479d77706]
د اروپا د توری دوری تاریخ دی لکه چی نه دی لوستی. د هارون رشید په وخت کښي مسلمانانو لومړی ساعت جوړ کړ او د فرانسی پاچا ته یی واستوی په تحفه کښی د فرانسی پاچا هیران شو او وویی ویل چی ایا په دی شی کی کوم جن دی چی په حرکت یی راولی. د مثال په توګه خپله امریکا د انګرییز هسپانیی او پرتګال غلامی تیره کړیده. خو اوس د جهان قوی ترین اقتصادی قوت دی. هند خو لا ستا غلامی هم کړیده په هغه که څه وایی؟

[color=red:0479d77706]يو نه يو وخت!! امن د خلګو په تغير پوري څه اړه لري، د اشغالګرو په راتګ امن له منځه ولاړ، نه يواځي په افغانستان کي، بلکه په عراق کي هم په همدې شان [/color:0479d77706]

دا خپله د الله ج قول دی په قران شریف کښی چی فرمایلی یی دی چی ترجمه یی داسی ده، کوم قوم چی په خپل ځان کښی خپله (مثبت) بدلون نه راولی، الله ج د هغه قوم د وضعت په ښه والی کښی کوم تغیر نه راولی. لهذا خلک باید دین ته تابع اوسی نه کلتور او نور مادی قوانینو ته. او دا اشغالګرو ته زمینه چا مساعده کړه؟ همدا ته او زه.

[color=red:0479d77706]ته به يې يوه برخه ګورې، موږ يې د پردې تر شا هم وينو[/color:0479d77706]

بیشکه چی د غیبو علم صرف الله ج ته دی. ته صرف کولای شی چی د بل له خولی خبر شی خو دا خبر څومره دقیق کیدای شی په دی ته هم نه یی خبر. دومره چی خبر یی نو باید چی د حل پا لارو چارو یی هم خبر اوسی. خو د جنجال اوږدوالی دا ثابتوی چی د حل لاری چاری هم درنه ورکی شویدی.

[color=red:0479d77706]اصلاح ته څنګه کار وکړو؟ اوبه خو له پاسه خړي دي، احمد ولي کرزی يې ښه مثال دی، دومره يې بويونه ولټېدل چي خپلو دوستانو يې اوس لمن ور پورته کړه
له عملي کار نه دي مطلب څه دی؟ د وطن د ملي ثروت په غلا کي له اشغالګرو سره مرسته وکړو؟ [/color:0479d77706]

هو کله چی د واسطی خبره شی او کار دی په بند شی نو بیا احمدولی کرزی خو دی هم ورور دی هم دی کاکا دی او هم ماما. هو ولی نه، له اشغالګرو سره مرسته وکړه ګوندی یو څه تاته هم درکړی حد اقل له دی تشو بی ځایه او بی معنی انتقاداتو چی ته یی کوی او ستا په اند کوم حل نلری خلاص شو.

[color=red:0479d77706]موږ خپل دين نه دی پرېيښی، دين هغه ځوک پرېږدي چي د دين په قدر نه پوهېږي، ورځه له غربيانو سره ته هم سپوږمۍ ته وخېژه چي موږ په دې خواره مځکه له تاسو څخه خلاص سو او د راحتۍ او آزادۍ ژوند وکړو. [/color:0479d77706]

ما نه دی ویلی چی خدای مکړه تاسو خپل دین پریښی، دین خو شته، رشتیا وایو خو رشیا مو حقیقت نه لری، روژه نیسو خو صرف په ګیډه وږی یو، لمونځ کوو خو اصلا د ورځنی عوایدو محاسبه کوو، همسایه پیژنو خو دهغه حقوق مو پر خدای سپارلی، شی خرڅوو خو د تلی کاڼی مو لږ سپک دی، سلام اچوو خو خوند نه راکوی، .... ځکه خو مو دومره پر مختګ کړیدی ۳۰ کاله جنګ نو څه لږ پرمختګ دی؟ له دینه ښه دین پالنه به څوک وکړی؟ شته داسی مسلمان؟

مننه


باتور
02.11.2009

سردار خانه سلامونه !

تا ليکلي :

[color=darkred:c0a414663a]دا دیرش کاله خلک ملی منابع درڅخه وړی او ته ورته ګوری. ځکه خو وایم اول باید په ځان کی اصلاحات راولو. انتقاد خو دی وکړ خو حل دی ونه وایه.[/color:c0a414663a]

پخوانۍ غلاوي هم د نويو غلاوو په شان غندم، همدغو اوسنيو غلو زموږ ولس له پخوانيو غلو سره جنګاوه تر څو چي خپلو غلاوو ته لاره هواره کړي . . حل يې د پخوا په شان، صرف د اشغال په ختم کي نغښتی.

[color=brown:c0a414663a] خلک سره له دی چی په دی پوهیږی چی انتخابات لکه څنګه چی ته وای داسی دی بیا هم ځی او رایه ورکوی، دا ولی؟ ددی څنګه مخه نیول کیدای شی؟ دا ښه خلک چی ته وایی چی باید انتخاب شی دا چیرته دی؟ ږغ یی ولی نشته؟ ولی دوی ته خلک رایه نه ورکوی؟[/color:c0a414663a]

د خلګو مخه څوک نه سي نيولای، څوک به په اشغال راضي وي، څوک به په ګوډاګيانو راضي وي، څوک به سيل او ساعتېري ته ورځي، څوک به د يوې ګولې لندې شوروا تمه لري. . څوک به د کرزي يا عبدالله يا کوم بل د څښلي چای ځواب ور ادا کوي. .
ښه خلګ اشغالګر لومړی کانديديدو ته نه پرېږدي، که يې بيا پرې هم ږدي د بري چانس به يې د درغليو په ذريعه په صفر کي ور ضرب کړي . . او دا چي خلګ ولي دوی ته رايې نه ورکوي، علت يې دا دی چي دا انتخابات نه بلکه انتصابات دي، د خلګو رايي کوم اهميت نه لري .

[color=darkred:c0a414663a]تاوویل او خلکو ومنل، دادمره خلک چی د رایو صندوقونو ته ځی دا څنګه منع کوی؟[/color:c0a414663a]

زه نه څوک منع کوم او نه يې د منع کولو توان لرم . . صرف دا وايم چي که خلګ ګډون وکړي اوکه يې نه وکړي، رئيس به هغه انتخابېږي، کوم چي اشغالګر غواړي، نو خلګ ځان ته ولي بېځايه زحمت ورکوي .

[color=brown:c0a414663a]د اروپا د توری دوری تاریخ دی لکه چی نه دی لوستی. د هارون رشید په وخت کښي مسلمانانو لومړی ساعت جوړ کړ او د فرانسی پاچا ته یی واستوی په تحفه کښی د فرانسی پاچا هیران شو او وویی ویل چی ایا په دی شی کی کوم جن دی چی په حرکت یی راولی. د مثال په توګه خپله امریکا د انګرییز هسپانیی او پرتګال غلامی تیره کړیده. خو اوس د جهان قوی ترین اقتصادی قوت دی. هند خو لا ستا غلامی هم کړیده په هغه که څه وایی؟ [/color:c0a414663a]

د اروپا او امريکا د تاريخ يو څو پاڼي مي لوستي دي، د بشر د حقوقو او د نړيوال قانون چي دوی د خپلمنځي جګړو څخه وروسته جوړ کړی د هغه مي هم يوڅو پاڼي لوستي دي . .

[color=darkred:c0a414663a]د مثال په توګه خپله امریکا د انګرییز هسپانیی او پرتګال غلامی تیره کړیده. خو اوس د جهان قوی ترین اقتصادی قوت دی. هند خو لا ستا غلامی هم کړیده په هغه که څه وایی؟[/color:c0a414663a]

که د امريکا د اوسني قوت علت تاته په دې کي ښکاري چي د انګرېز او هسپانيې غلامي يې تېره کړي او يا دا فکر کوې، چي صرف غلامان پرمختګ کوي نو بيا خو خطا روان يې. .
د هند پرمختګ د اشغالګرو له وتلو څخه وروسته پيل سو.

[color=brown:c0a414663a]کوم قوم چی په خپل ځان کښی خپله (مثبت) بدلون نه راولی، الله ج د هغه قوم د وضعت په ښه والی کښی کوم تغیر نه راولی. لهذا خلک باید دین ته تابع اوسی نه کلتور او نور مادی قوانینو ته. او دا اشغالګرو ته زمینه چا مساعده کړه؟ همدا ته او زه.[/color:c0a414663a]

چاته يو شی مثبت ښکاري چاته بل . . غربيان هم د روسانو په شان غواړي چي خپلي مثبتي نظريې په زور په خلګو تطبيق کړي . .که هر څومره د بل نظريه ښه هم وي، د بم په زور يې څوک نه مني.
هغه بمونه چې په خلګو واورول او لا يې هم اوروي، د هغو د قيمت نيمايي که زموږ په خلګو ولوروي ، نو ډېر زيات مثبت تغيرونه به راسي .
او دا چي چا د اشغالګرو راتګ ته زمينه برابره کړه . . زموږ ملي نفاق .

[color=darkred:c0a414663a]دومره چی خبر یی نو باید چی د حل پا لارو چارو یی هم خبر اوسی. خو د جنجال اوږدوالی دا ثابتوی چی د حل لاری چاری هم درنه ورکی شویدی.[/color:c0a414663a]

د کوم شی د حل لاره غواړې؟ مطلب دي واضح ليکه!

[color=brown:c0a414663a]هو کله چی د واسطی خبره شی او کار دی په بند شی نو بیا احمدولی کرزی خو دی هم ورور دی هم دی کاکا دی او هم ماما. هو ولی نه، له اشغالګرو سره مرسته وکړه ګوندی یو څه تاته هم درکړی حد اقل له دی تشو بی ځایه او بی معنی انتقاداتو چی ته یی کوی او ستا په اند کوم حل نلری خلاص شو.[/color:c0a414663a]

زه ستا په مقصد نه پوهېږم، چي ته څه غواړې؟ که د ګوډاګي اداره فاسده نه وای نو ضرورت به واسطې، رشوت ورکولو او غوړه مالۍ ته نه وو. . تاته دا ښه ښکاري چي په هر دفتر کي له خلګو څخه رشوت واخيستل سي؟ ته په دې غلو راضي يې؟
او بله دا چي زما په شخصي کاريې ستا څه غرض، چي له چا سره يې کوم او له چا سره نه؟ تاته که د دوی له برکته روزي در رسېږي، هغه دې په تا مبارکه، زما د روزي غمه مه خوره او انتقادونه که بد درباندي لګېږي، بيا نو داسي پاڼي ته ورسه چي انتقاد په کې نه وي .

[color=darkred:c0a414663a] ٣٠ کاله جنګ نو څه لږ پرمختګ دی؟ له دینه ښه دین پالنه به څوک وکړی؟ شته داسی مسلمان؟[/color:c0a414663a]

دا چي ٣٠ کاله سره جنګېږو، د دې اصلي علت ستا په شان د يو څو اصلاحکارانو جماعي بغاوت وو، نه غلطه دينپالۍ !!

بحث له اصلي عنوان څخه لري ولاړ، ورځه وروره هلته د مترقي بحثونو په برخه کي د خپلو اصلاحي نوښتونو وړانديزونه وړاندي کړه، که مي وخت پيدا کړ سر به در ښکاره کړم . .

او بله دا چي هاغه ده، کرزی هم د انتخاباتي کميسيو ن له خوا انتخاب سو، نور نو د ټولټاکنو بحث ته ضرورت نه سته . .

په درنښت


Sardar Jahan Khan
02.11.2009

باتوره وروره خبری به هم کوو او قناعت به هم سره کوو.

ستاسو لیکنه:

[color=blue:232fe972a7]حل يې د پخوا په شان، صرف د اشغال په ختم کي نغښتی.[/color:232fe972a7]

وروره زما زړه ته خو نه لویږی چی صرف د اشتغال په ختمیدو سره دی زموږ مشکلات حل شی. د روسانو تر وتلو وروسته بیا د طالبانو تر اخیره پوری خو به کوم اشتغال وجود نه درلود، نو تاسو ما ته ددغی دوری پرمختګونه را په ګوته کړی چی موږ دی لیدلی وی. ایا وضیعت ښه شو او که تر پخوا هم بد تر شو؟ دا منم چی د طالبانو دوره نسبت د مجاهدینو دوری ته د امنیت او د شریعت د قایمیدو له لحاظه ښه دوره وه خو بیا په کومه طریقه چی شریعت باید پلی شوی وای هغه ونشو او خلک ځنی په تنګ شول نو ځکه ویلای شو چی ددوی دوری صرف امنیت ته کار وکړ او بس. نو ځکه وایم چی اشتغال یوازینی مشکل نه دی چی موږ یی لرو موږ خپله په ځان کښی ډیر مشکلات لرو چی باید توجه ورته وکړو او اصلاح یی کړو. که نه نو اشتغال خو د هیچا خوښ نه دی، د حیوان هم له اشتغال بد راځی موږ خو لا الحمد الله انسانان، مسلمانان او بیا افغانان یو. او اشتغال داسی نه دی چی ته ووایی چی ختم او اشتغال خپله اتومات ختم شی. د اشتغال ختمولو لپاره باید خلک آماده وی او زما په فکر اوس خلک آماده نه دی ځکه تا خپله وویل چی ځنی خلک په اشتغال خوشحاله دی، ځنی شوروا ته او ځینی پیسو ته. د ټولو نه لومړی بایند خلک اصلاح شی. د خلکو سره نن سبا یو ډیر خطرناکه ذهنیت پیدا شوی او هغه دا چی وایی په ما یی څه؟ خلک اوس په دی فکر کښی دی چی څرنګه خپل ځان او فامیل وساتی او د بل په فکر کښی هیڅ نه دی، که مری او که جوړیږی. دغه روش د خلکو باید تغیر ومومی او لږ ملی فکر باید ورواچول شی او دا څنګه کیږی؟ دا په تعلیم او تربیه کیږی. خو متاسفانه زموږ سر سختو دښمنانو اوس یو له ډیرو حساسو نقطو څخه چی هغه تعلیم دی نښانه کړی او نه پریږدی چی افغانان تعلیم وکړی. موږ تاسی باید له دی دفاع وکړو او هر هغه څوک چی د تعلیم او تربیی خلاف وی باید له میدانه وباسو. ځینی ډیر جاهل کسان شته چی وایی مکتب کی خلکو ته داسی تعلیم ورکول کیږی چی عقیده یی بالاخره اوړی. زه دغو خلکو ته وایم چی ای جاهله، دا ستا عقیده او ایمان ولی دومره کمزوری دی چی پر دی بیریږی چی مکتب ته به نه ځم هسی نه چی عقیده می خرابه شی. دا خو هغه خلک باید وبیریږی چی پر حق نه وی او پوهیږی چی ددرواغو مزل لنډ دی، خو ای احمقه دا ستا دین حق دین دی نو ته ولی بیریږی چی نه چی عقیده می واوړی. حق شی خو باطلیدای نه شی. خلک به زر ځلی و تور ته سپین وایی نو زه به یی ورسره منم؟ که ته وایی چی نه چی دا زما عقیده واوړی نو دا په دی معنی ده چی دغه نوی عقیده چی ته لاس ته راوړی هغه صحیح ده او ستا اوسنی عقیده ناحقه ده ځکه ستا عقیده تغیر کوی. د انسان عقیده له یوه شی نه بل شی ته ځکه اوړی چی هغه پخوانی شی ده ته قناعت نه وی ورکړی او دغه نوی شی و ده ته قناعت وړکوی. دا خو شوی د عقیدی خبری. زما په فکر کوم ډول مبارزه چی طالبان صاحبان کوی دا زه په کلکه ردکوم ځکه بی ګناه کسان نسبت اصل هدف ته ډیر په کښی ضایع کیږی. زما دوی ته دا سوال دی چی ای قاتله وروره د یوه مسلمان چی تا ناحقه وژلی ددی ځواب به الله ج ته څنګه وایی؟ مخ به دی تور وی. لکه د یو چا مال چی بی له د خاوند د اجازی نه یو څوک اخلی هغه ته غلا ویل کیږی او کبیره ګناه ده نو ته ای طالب الحرب څنګه د یوه بیګناه خوږ ژوند بی له د هغه د اجازی ورځنی اخلی او بیا په کوم جرت وایی چی هغه هم شهید شو. شهید خو ستا له لاسه شو او ته به تر ابده د دوزخ په اور وریت شی انشاالله. هو ځنی طالبان چی صحی خلک دی هم شته خو ددغو خلکو غاړی هم ورسره بندی دی او په ګناه یی شریک دی ځکه چی ددغسی کارونو د غندلو هیڅ اواز نه پورته کوی او چپ ناست دی، ای وروره څه به دی سر خوږوم طالبان چیرته ددین لپاره جنګیږی هغوی هم د یوه سیاست څیږنده دی.

[color=blue:232fe972a7]ښه خلګ اشغالګر لومړی کانديديدو ته نه پرېږدي، که يې بيا پرې هم ږدي د بري چانس به يې د درغليو په ذريعه په صفر کي ور ضرب کړي . . او دا چي خلګ ولي دوی ته رايې نه ورکوي، علت يې دا دی چي دا انتخابات نه بلکه انتصابات دي، د خلګو رايي کوم اهميت نه لري .[/color:232fe972a7]

زما په فکر ښه خلک همیشه د حق لپاره مبارزه کوی او د نه انتخابیدو وروسته لاس تر زنی لاندی نه کښینی. او داسی نه وایی چی که چیرته انتخاب شوم نو کار کوم او که نه نو د خدای په امان. خو د طالبانو کړه وړه ته مبارزه نه شو ویلای. د خلکو رایه اهمیت ځکه لری چی خلک خپله اهمیت لری. که خلک وغواړی هرڅه کولای شی خو متاسفانه خلک یو موټی نه دی. هغه ستا خبره ده چی ځینی خلک غوړه مالی کوی، ځینی اشغالګری خوښه ده، ځینی ساعتیری کوی او ځینی بیا لکه زه او ته چی د چور په میدان کی مو برخه اخیستی خو څه مو نه دی ترلاسه کړی نو ځکه اوس پری انتقادات کوو.:) ځکه وایم چی په خلکو کښی باید تغیر راشی.

[color=blue:232fe972a7]زه نه څوک منع کوم او نه يې د منع کولو توان لرم . . صرف دا وايم چي که خلګ ګډون وکړي اوکه يې نه وکړي، رئيس به هغه انتخابېږي، کوم چي اشغالګر غواړي، نو خلګ ځان ته ولي بېځايه زحمت ورکوي .[/color:232fe972a7]

بلی هو لکه تا چی خپله ویلی چی اشغالګرو ته زموږ نفاق زمینه مساعده کړی نو پدی کی د اشغالګرو څه ګناه ده، ګرم خو خلک دی. وای مال خپل ساته همسایه غل مه نیسه. زه پوهیږم چی ته څوک منع کولی نه شی خو تشویق کولای یی شی. اول باید له خپلو دوستانو، ملګرو او د فامیل د غړو څخه را شروع کړو، دمثال په توګه له اشغالګرو سره راشه درشه ختمه کړو، د هغوی سره کار تر ممکنه حده چی کوم بل کار راته پیدا کیږی ونه کړو، ددوی د دیپلوماتیکی ادارو سره کار ونه کړو، معلومات ورنه کړو، ترجمانی ونه کړو، خپل ځان خد کفا کړو تر څو ددوی مرستو ته اړ نه شو. زه په دی تعجب کوم چی خلک بهرنی مرستی خو غواړی خو نه غواړی چی په مقابل کی څه ورکړی. نو ددنیا خو داسی قانون نه دی، څه چی اخلی څه به په مقابل کی ورکوی. د هغوی ډالران مو خوښیږی خو د هغوی عسکر مو نه خوښیږی. ددی مرستو تمعه باید پریږدو خو که دا مرستی بندی شی نو شاید چی یو د بل غوښی وخورو!! او که بی مرستی ګزاره نه شی کولای نو باید څه غلامی هم ومنی.

[color=blue:232fe972a7]د اروپا او امريکا د تاريخ يو څو پاڼي مي لوستي دي، د بشر د حقوقو او د نړيوال قانون چي دوی د خپلمنځي جګړو څخه وروسته جوړ کړی د هغه مي هم يوڅو پاڼي لوستي دي . .
[/color:232fe972a7]

پوه سړی یی هسی دی ځان راته اچولی دی.

[color=blue:232fe972a7]
که د امريکا د اوسني قوت علت تاته په دې کي ښکاري چي د انګرېز او هسپانيې غلامي يې تېره کړي او يا دا فکر کوې، چي صرف غلامان پرمختګ کوي نو بيا خو خطا روان يې. .
د هند پرمختګ د اشغالګرو له وتلو څخه وروسته پيل سو.
[/color:232fe972a7]

وروره ما نه دی ویلی چی په غلامی کی پرمختګ دی، ددی څخه زما هدف دا وو چی ټولو څه نا څه غلامی تیره کړیده خو اصل شی دا نه دی، اصل شی دادی چی موږ باید له دی څخه عبرت واخلو او وګورو چی دوی په څه شکل خپله آزادی باالاخره ترلاسه کړیده. د جرمنی مثال به در کړم، په جرمنی کی اوس هم امریکایی فوځیان وجود لری خو د هغه سره سره جرمنی ډیر زیات پرمختګ کړیدی، د دنیا اوله درجه اقتصاد لری. ایا دوی ځانته غلامان وایی؟ایا دوی غلامان دی؟ امریکایی فوځیان په سعودی کی هم وجود لری ایا سعودی یو غلام هیواد دی؟ خو زه خپله د اشتغال سخت خلاف یم خو هر څه ته باید موقعه ولرو او چی کله یی وخت راغلی نو وار وکړو.

[color=blue:232fe972a7]
زه ستا په مقصد نه پوهېږم، چي ته څه غواړې؟ که د ګوډاګي اداره فاسده نه وای نو ضرورت به واسطې، رشوت ورکولو او غوړه مالۍ ته نه وو. . تاته دا ښه ښکاري چي په هر دفتر کي له خلګو څخه رشوت واخيستل سي؟ ته په دې غلو راضي يې؟
او بله دا چي زما په شخصي کاريې ستا څه غرض، چي له چا سره يې کوم او له چا سره نه؟ تاته که د دوی له برکته روزي در رسېږي، هغه دې په تا مبارکه، زما د روزي غمه مه خوره او انتقادونه که بد درباندي لګېږي، بيا نو داسي پاڼي ته ورسه چي انتقاد په کې نه وي .
[/color:232fe972a7]

زه په غلو هیڅکله راضی نه یم خو په رشوت ورکول او غوړمالی کول په دی بهانه چی اداره فاصده ده هم نه منم. نن چی تا رشوت ورکړ سبا دغه سړی د بل څخه هم د رشوت تمعه لری. او که دی نن په څپیړه وواهه او ورته دی وویل چی زما دپاره دلته ناست یی نو بیا به هیڅکه بل چاته د رشوت تمعه نه کوی. او که دا فکر کوی چی نور یی ورکوی نو زه یی ولی ور نه کړم نو دا به ډیر بد فکر وی. او بله خبره دا چی دا خو هم ظلم دی چی د څوک د کرزی او یا بل چا نمک خوری او غوړه مالی ورسره کوی خو چی کله دا رزق پر قطعه شی نو انتقادات شروع کړی او بد پر وایی دا داسی دی لکه چی په کوم لوښی کښی چی خوری هغه کی متیازی وکړی. نوددی څخه زما مطلب دادی چی ځینی خلک شته چی د کرزی ګټه وررسیږی نو څه نه وایی او چی کله یی رزق قطعه شی نو بیا انتقادات او سپکی سپوری شروع کړی چی داسی خلکو ته نمک حرام هم ویلی شو. خدای دی مو لدی حالته وساتی. او بله خبره داچی ستاسو انتقادات که سالم وی هیڅکه پر ما بد نه لګیږی او ته خو څه پرما انتقاد نه کوی خو پر بل چا یی کوی نو زه ولی خوا بده کړم؟ او له نا سالمو انتقاداتو څخه خو د هر چا بد راځی.

[color=blue:232fe972a7]
دا چي ٣٠ کاله سره جنګېږو، د دې اصلي علت ستا په شان د يو څو اصلاحکارانو جماعي بغاوت وو، نه غلطه دينپالۍ !!

بحث له اصلي عنوان څخه لري ولاړ، ورځه وروره هلته د مترقي بحثونو په برخه کي د خپلو اصلاحي نوښتونو وړانديزونه وړاندي کړه، که مي وخت پيدا کړ سر به در ښکاره کړم . .
[/color:232fe972a7]

ترقی څنګه منځ ته راځی، داسی چی انسان علم کسب کړی او دغه علم په کار واچوی د خیر او ښیګڼی لپاره. الله ج خپلو بندګانو ته لارښونه کړی چی علم زده کړی او د علم زده کړی ته یی د عبادت درجه ورکړی او یو ځای کی راځی چی هرڅومره چی انسان علم زده کوی نو خپل خالق ته هغومره ورنژدی کیږی او خپل خدای پیژنی. او د قران عظیم الشان لومړنی ایاتونه هم د علم په برخه کښی دی. لیکن ستا د خبرو څخه معلومیږی چی متاسفانه دا ۳۰ کاله مو د علم او ترقی څخه تیښته کړیده او لا اوس هم خوښ نه یو چی علم د خپل ځان کړو او ترقی وکړو نو ځکه وایم چی په هغومره اندازه د خپل خالق څخه لیری پاته شوی یو او خپل دین مو شاته غورځولی دی.

مننه[/b][/list][/code]


باتور
02.11.2009

سردار خانه د علم، پرمختګ، ترقي او اصلاح کلمې په وار وار تکراروې، دا ماته ووايه چي تا د خپلو خلګو د علم او پوهې په لارکي تر اوسه کوم عملي ګامونه پورته کړي او ځومره نور خدمت غواړې چي ويې کړې؟

راځه له نورو څخه ته مخګير سه او همدا نن پيل وکړه . . له خپلو خلګو سره خپل علم او پوهه شريکه کړه. . د ټول افغان په بحثفورمونو کي هر وړ علمي او پوهنيزو مطالبو ته د درج لپاره ځای سته . .

زه او نور دوستان به هم له تاڅخه عبرت واخلو او کله ناکله به د علم او پرمختګ په لاره ستا هملاري کوو . .

په درنښت


Sardar Jahan Khan
02.11.2009

[quote:dbb9871afc="باتور"]سردار خانه د علم، پرمختګ، ترقي او اصلاح کلمې په وار وار تکراروې، دا ماته ووايه چي تا د خپلو خلګو د علم او پوهې په لارکي تر اوسه کوم عملي ګامونه پورته کړي او ځومره نور خدمت غواړې چي ويې کړې؟

راځه له نورو څخه ته مخګير سه او همدا نن پيل وکړه . . له خپلو خلګو سره خپل علم او پوهه شريکه کړه. . د ټول افغان په بحثفورمونو کي هر وړ علمي او پوهنيزو مطالبو ته د درج لپاره ځای سته . .

زه او نور دوستان به هم له تاڅخه عبرت واخلو او کله ناکله به د علم او پرمختګ په لاره ستا هملاري کوو . .

په درنښت[/quote:dbb9871afc]

باتور خانه وروه!

زه خپله استاد یمه او همیشه می کوښښ کړیدی چی څه می زده وی هغه نورو سره شریک کړم. ستاسو سره می هم ځینی خبری شریکی کړی. خدای دی وکړی چی خفه شوی نه یاست. او آینده کی هم غواړم چی هم خپله زده کړم او هم بل چاته یی و ښیم. ما همیشه پر علم او اصلاح باندی ځکه ټنګار کړیدی چی زه فکر کوم چی دا تر ټولو مهمی وسیلی او وسلی دی په دی وخت کښی زموږ لپاره او همیشه به می دغه هڅه وی چی دا وسیلی و هر چاته ورسیږی او هیله کوم چی هر یو له زوره او احساساتو څخه کار وانخلی بلکی له علم او پوهی کار واخلی او خپل هدف په لاس راوړی. زه د کوم خاص قوم په ښه والی او طرفداری عقیده نه لرم ځکه چی هیڅ یوه پښتون او یا تاجک او یا د کوم بل قوم اړوند په خپله توره او لیاقت دا وضعیت له ځان لپاره نه دی ګټلی بلکه دا ورته پاک رب په خپله رضا ورکړی دی نو ځکه باید څوک افتخار ونه کړی چی زه نو ګواکی پښتون یم او یا تاجک یم ځکه چی دا ټول د الله ج خوښه ده او دا د الله پاک خپله خوښه ده چی یو روح د انسان په شکل پیدا کړی او که د خنځیر په شکل، هو باید ډیر زیات شکر وکاږو چی اول د انسان په شکل یی پیدا کړی یو او بیا د مسلمان په قوم کښی یی پیدا کړی یو او که د کافر په قوم کی یی پیدا کړی وای نو بیا به نوموړی امتحان تر دی هم سخت وو. او دا ارزو لرم چی نور خلک خپل ددین مشال را واخلی او د علم او پوهی په رڼا نوری دا طاریقی له منځه یوسی او د روښانه آینده په لور روان شی.
و من الله توفیق


باتور
02.11.2009

سردار خانه دا چي ته استاذ يې د دې پته ماته هم ولګېده،
په همدې دليل مي درته وليکل چي ورځه د دې په ځای چي د خپل سر ماغزه له ما يا بل بحثوال سره په بېځايه بحثونو خورې، دا خپل ښکلي اصلاحي معلومات د ټول افغان په نورو څانګو کي هم وړاندي کړه، هم به ستا وخت بېځايه نه يي مصرف سوی او هم به دي په هغو وطنوالو چي د علم، اصلاح او پرمختګ په لټه کي دي ثواب کړی وي .

په درنښت


Sardar Jahan Khan
03.11.2009

[quote:578578fba9="باتور"]سردار خانه دا چي ته استاذ يې د دې پته ماته هم ولګېده،
په همدې دليل مي درته وليکل چي ورځه د دې په ځای چي د خپل سر ماغزه له ما يا بل بحثوال سره په بېځايه بحثونو خورې، دا خپل ښکلي اصلاحي معلومات د ټول افغان په نورو څانګو کي هم وړاندي کړه، هم به ستا وخت بېځايه نه يي مصرف سوی او هم به دي په هغو وطنوالو چي د علم، اصلاح او پرمختګ په لټه کي دي ثواب کړی وي .

په درنښت[/quote:578578fba9]

او ماته هم پته ولګیده چی ته څومره د علم، اصلاح او د وطن د پرمختګ طرفدار یی. زه فکر نه کوم چی زما بحثونه ستا سره بی ځایه دی البته هو ستا بحثونه ماته بی ځایه ضرور معلومیږی. ته ماته کټ مټ له هغه کسانو څخه را معلومیږی چی د ژوند په نورو ډګرونو کی له خواریو سره مخ شوی وی، په خپل شخصی ژوند کښي ځینی مشکلات لری، او دا موضوع دده پر دماغ باندی دومره منفی تاثیر کړی وی چی اوس بلکل یی دماغ مثبتی خبری نه منی او تل منفی او مایوس کننده خبری ستایی او پلوی یی کوی. او دی کوښښ کوی چی خپله دغه غوصه په یو نه یو ډول وښیی ځکه دا د انسان طبیعی خصلت دی چی خپل احساسات باید څرګند کړی خو پدی سره نه یوازی دی خپل مشکل نور هم تازه کوی بلکه نور هم له ځانه خوابدی کوی و باالاخره وضعت نور هم خرابیږی او په ټولنه کښی بد تاثیر ښندی. زما تاته دا مصلحت دی چی لږ په مثبتو بحثونو کښی برخه واخله، کوښښ وکړه چی مثبت فکر وکړی او خبری دی باید امید له ځانه سره ولری او ښه پیغام خلکو ته پریږدی.
او دا ورځه ورځه دی څه دپاره ایښی ده؟ انسان یی شکر دی خبری کولای شی سمی خبری وکړه، دا زما خوښه ده چی زه پدی فورم کی څه لیکم او که په بل فورم کښی، نه ستا وخت در ضایع کوم او نه درته وایم چی زما خبری ومنه او نه درته وایم چی زما په ځواب کښی څه ولیکه هو که ستا خوښه نه وی چی زه ستا په ځواب کی څه ولیکم نو بیا واضیح ووایه چی وروه ما ته څه مه لیکه نو زه هم په خبره پوه یم او څه به نه لیکم او که وایی چی ته ددی فورم مالک یی نو بیخی دا فورمونه درته پریږدم او که دا فورم د ټولو وی نو بیا دا ورځه! ورځه! معنی نه لری. خو داسی مه کوه لکه کوچنی چی جنګ کوی ورځه ورځه!!


..Ahmadzai
03.11.2009

[quote:69e0f00ad4]ماته کټ مټ له هغه کسانو څخه را معلومیږی چی د ژوند په نورو ډګرونو کی له خواریو سره مخ شوی وی، په خپل شخصی ژوند کښي ځینی مشکلات لری، او دا موضوع دده پر دماغ باندی دومره منفی تاثیر کړی وی چی اوس بلکل یی دماغ مثبتی خبری نه منی او تل منفی او مایوس کننده خبری ستایی او پلوی یی کوی. او دی کوښښ کوی چی خپله دغه غوصه په یو نه یو ډول وښیی ځکه دا د انسان طبیعی خصلت دی چی خپل احساسات باید څرګند کړی خو پدی سره نه یوازی دی خپل مشکل نور هم تازه کوی بلکه نور هم له ځانه خوابدی کوی و باالاخره وضعت نور هم خرابیږی او په ټولنه کښی بد تاثیر ښندی. زما تاته دا مصلحت دی چی لږ په مثبتو بحثونو کښی برخه واخله، کوښښ وکړه چی مثبت فکر وکړی او خبری دی باید امید له ځانه سره ولری او ښه پیغام خلکو ته پریږدی.
او[/quote:69e0f00ad4]
باتور صاحب
دغه سړی ماته سایکالوجست ښکاري، خو داسې سایکالوجیست چې په مانیا او مانیک ډیپریسیون باندې اخته وي،یا یې هم کیپتاګون او یا د سپیډ په نامه ګولۍ خوړلي، چې هغه هم مانیا ته ورته آعراض رامنځ ته کوي.
نور یې پریږده ، چۍ(څه) نه ترې جوړیږي، تش عبث او شنډ بحث به څه کړې ، هسې سر مه خوږوه، پریږده دغه هوښیار لږ سوړ سي.
په درنښت


Sardar Jahan Khan
03.11.2009

احمدزی صاحب!

که می کومه خبره غلطه وی نو تاسو کولای شی چی ماته زما نا سمه خبره را په ګوته کړی نو زه به هغه اصلاح کړم، او غیر له دی څخه زما په اند د سپیډ ګولی وغیره زموږ د بحث برخه نه جوړوی.


..Ahmadzai
03.11.2009

محترم سپه سالار سردارجهان خان
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمه
ستا د رجیستریشن ډیر لږ وخت کیږي، خو د لیکنو طرز دې ډیر تیز ده، ته به کومې یوې ځانګړې سکالو سره متآثره او احساساتي سوی یې، نه پوهیږم چې به هغه کومه سکالو وي، خو تا به خامخاجواب ورکړی وي،له هغه څخه وروسته تا ته پکار وه چې لږ بریک دې نیولی وای، او سپیډ دې لږ راکم کړی وای، ترڅو دې ما حول سره لږ اشنا سوی وای، او د بحث دخونې د ګډونوالو افکارو او خویونوسره لږ بلد سوی وای، او دوۍ هم درسره اشنا سوي وای، بیا دې ډیر ستوغې خبرې هم د زغم وړ وې، او یا هم غبرګون به دومره جدي او سخت نه وو.
نو محترمه زما توصیة درته دا ده ، چې کومه ښکلې موضوع د لیکنې پیدا کړه، او هغه بحث ته وړاندې کړه، ترڅو ورونه تا ښه وپیژني او درسره بلد سي، خو کوشش کوه داسې موضوع وړاندې کړې چې ډیره د حساسیت راپارونکې نه وي.
نور دلته ډیر د رای اختلاف سته، او زغم هم سته، او متقابل احترام هم وخت سره منځ ته راځي، بیا وروسته به ښه فعال غړی سې، او له ډیرو ټکرو سره به نه مخامخ کیږې، زمونږ استاذ‍ هم همدا ټول افغان دې، ته به هم حوصله،صبر او زغم همدلته زده کړې.
په درنښت
جلال احمدزی


باتور
03.11.2009

سردارخانه له يوې خوا ماته د مثبت فکر کولو مشوره راکوې او له بلي خوا بيا په خپله داسي ژر آزرده سې. :?

وروره، له ورځه څخه مي مطلب دا وو چي دا بحث زياتي بس دی نور بحثونه وکړه، دلته خو سکالو د انتخاباتو د دوهم پړاو په اړه وه او موږ په نورو خوواوو بوتله، بيا هم درته وايم چي د کوم بل سرليک لاندي نوي موضوع بحث ته را وړاندي کړه چي بحثونه پې وکړو. .

ښاغلي احمدزي ورور ته سلامونه !!

دا سپيډ يې ماته هم ډېر تند ښکاري ، لېکن خپل کار يې دی. :)

په درنښت


Sardar Jahan Khan
03.11.2009

احمدزی صاحب وعلیکم اسلام و رحمت الله!

بیخی می قبوله ده وروره له دی وروسته به بس بریک ولګوو. نظر می دی واخستلو او انشاالله چی عمل به پری کومه. مننه.

باتوره وروره!
زه خو ماشین نه یم خو انسان یم چی آزرده نه شم نو به څه کیږم. انسان خو پوره نه وی له ځانه. په هر انسان کښي کمی وی او زه له دی مثتثنی نه یم. خو ستاسو انتقاداتو ته متوجه یم. انشا الله چی هرڅه به سم شی.مننه


عبد السلام
04.11.2009

ښاغلی سردار جهان خان! باتور اواحمدزی صاحب!
سلامونه اودرناوی په عرض رسوم:

سردارجهان خان وروره! ستړمشی ، دې پاڼې ته په خیر راغی اوخدای دې وکړي چې دبحثونودفوروم دسیاسی فیلسوفانو سوړ هرکلې اوتنګونو په شاکړي نه یاست . اویا خدای مه کړه ددوي هرکلی مو دټولو په استازیتوب نه وي منلئ ،وروره لیکنې مو معقوله،پستې ،په نښه برابرې اوحوصله مو پخه ده. دلمړې نه مو بحث په معقوله دلایلو اوپراخې حوصلې ګټلئ دوهم یې اصلاْ په دې بحث کې مطرح ندی.
بیا هم په خیر راغلئ

[quote:6e15717b50]
احمدزی صاحب وعلیکم اسلام و رحمت الله!

بیخی می قبوله ده وروره له دی وروسته به بس بریک ولګوو. نظر می دی واخستلو او انشاالله چی عمل به پری کومه. مننه.

باتوره وروره!
زه خو ماشین نه یم خو انسان یم چی آزرده نه شم نو به څه کیږم. انسان خو پوره نه وی له ځانه. په هر انسان کښي کمی وی او زه له دی مثتثنی نه یم. خو ستاسو انتقاداتو ته متوجه یم. انشا الله چی هرڅه به سم شی.مننه[/quote:6e15717b50]


..Ahmadzai
04.11.2009

[quote:85827f3747]دلمړې نه مو بحث په معقوله دلایلو اوپراخې حوصلې ګټلئ دوهم یې اصلاْ په دې بحث کې مطرح ندی.
[/quote:85827f3747]

نظر دې خپل دی، ته هم حق لرې چې خپل نظر څرګند کړې.
په درنښت


عادل عادل
05.11.2009

سلامونه

نه خر بدل شو او نه یې کته، هسې یې دا ډالري خرکاران او لاسپوڅي قراردادیان سرګردانه او ونڅول.


shokoor
05.11.2009

[color=yellow:6e7de91f62]زلمى خليلزاد: د واشنګټن لپاره چلنج اوس دادى چې له حامد كرزي سره همكاري وكړي[/color:6e7de91f62]

واشنګټن+كابل- په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو كې د امريكا پخوانى استازى زلمى خليلزاد وايي، چې د واشنګټن لپاره اوس دا يو چلنج دى، چې له حامد كرزي سره د يوه پياوړي حكومت په جوړولو كې مرسته وكړي.
زلمي خليلزاد له فارن پاليسي امريكايۍ خپرونې سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې حامد كرزى او ډاكټر عبدالله دواړه د افغان جهاد له وخته پېژني او دا واړه كولاى شي اوس هم ايتلاف وكړي. ده فران پاليسي خپرونې ته وويل:[color=blue:6e7de91f62] (( كله چې دوهم پړاو ټاكنې د دواړو له خوا ومنل شوې، نو نړۍ په دې فكر كې وه چې اوس به افغانان يو پياوړى حكومت رامنځ ته كړي او يو ائتلافي حكومت به جوړ كړي. توپير يوازې دلته و چې حامد كرزي ويل چې كله زه ګټونكى اعلان شم نو بيا به ائتلاف كوم، خو عبدالله بيا ويل چې د دوهم پړاو له ټاكنو مخكې بايد ائتلاف وشي. خو دې خبرو اترو كار ور نه كړ[/color:6e7de91f62]. اوس هم چانس شته چې د دواړو خوا تر منځ يو ائتلافي حكومت رامنځ ته شي)). خليلزاد وايي، كرزي په لومړيو كې ډېر مشهور شو او خلكو له نيلسن منډيلا او په سياسي شعور كې له بل كلنټن سره پرتله كاوه، خو په دې وروستيو كې اداري فساد او نورو ستونزو د هغه اعتبار زيانمن كړى دى. دده په وينا، له ډېر پخوا څخه د اوباما د ادارې لپاره دا يوه ستونزمنه مساله وه ،چې حامد كرزى پر دې قانع كړي چې د افغانستان لپاره څه سم دي او د امريكا سره اړيكې بايد څنګه وي. ده پر كرزي غږ وكړ، چې بدلونونه راولي، ځكه دا يې وروستى چانس دى او بل ځل ټاكنو ته نشي درېدلاى. دده په وينا، كرزى بايد پر دې حساسه موقع پوه شي او د افغانستان په تاريخ كې د ښه نوم درلودو لپاره بايد له دې وروستي فرصت نه ګټه واخلي.
خليلزاد په افغانستان كې د جنګېدونكو ډلو په اړه وويل: (( هغه ډلې چې د حكومت او غربيانو پر خلاف په جګړه بوختې دي ډېرې زياتې دي، طالبان شته، د حقاني ګروپ شته، د مولوي خالص حزب شته، د حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي په جګړو بوخت دى. القاعده له دې ډلو څخه له ځينو سره مرسته هم كوي، اړيكې ورسره لري او ځينې نورې مجرمې ډلې هم دي، خو په ټوليزه توګه القاعده او طالبان سره توپير لري)). دده په وينا، ستراتيژيكه پوښتنه داده چې كه طالبان بيا قدرت ته ورسي، نو د سيمې په بدامنۍ كې به څومره رول ولري، ايا دوى به پرېږدي چې القاعده بيا افغانستان ته راشي او كه نه؟ دى زياتوي: (( د دوى دواړو تر منځ همكاري او همغږي زموږ لپاره سر خوږ دى، خو چې څومره دوى سره بېل وي، نو زموږ لپاره په ګټه ده، يانې دوى دواړه د يو بل پر خلاف كړو، يا طالبان القاعده پرېنږدي چې سر پورته كړي)). هغه له طالبانو سره د پاكستان د مرستو په اړه وويل، چې پاكستان په دوه جبهه يي جګړې ( افغانستان او هند) څخه وېرېږي، ځكه خو دوى غواړي داسې افغانستان تر څنګ ولري چې دوى كنټرول پرې ولري او يا داسې افغانستان چې بې ثباته وي او په خپل ځان كې سره لګيا وي. دده په وينا، دلته بايد داسې ډيپلوماسي په كار واچول شي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لار كې له پاكستان سره خبرې وكړاى شي او وېره يې را كمه كړاى شي. هغه د امن جرګې په اړه وويل، چې امن جرګه ولسمشر كرزي او افغانانو ته يو فرصت كېداى شي، دا چې لويه جرګه به څومره بريالۍ وي دا بېله خبره ده، خو ولسمشر كرزي ويلي دي چې په خپل دوهم دور ولسمشرۍ كې به لويه جرګه راوغواړي او د ثبات، سولې او امنيت د راوستلو لپاره به له ټولو ډلو سره خبرې اترې وكړي.
http://www.weesa.net/?p=15976



05.11.2009

دمه :

http://www.youtube.com/watch?v=Zy6zfYS6QdA


watanmal
07.11.2009

[quote:29f6a752ff="عادل عادل"]سلامونه

نه خر بدل شو او نه یې کته، هسې یې دا ډالري خرکاران او لاسپوڅي قراردادیان سرګردانه او ونڅول.[/quote:29f6a752ff]

عادل عادل صيب صحيح خبره دى كړى، څه ځوانانو خو تاجك لاسپوڅى
ته دا دنده وركړه خو ځما په نظر بايد د خليل زاد د سپى وينځلو په دنده
ګمارل شوى واىى

[img:29f6a752ff]http://watanmal.free0host.com/1257241864_image001.jpg[/img:29f6a752ff]

------
=====
په مينه
وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more