د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغانستان دولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې

محمد احمد حمي
20.10.2009

دافغانستان دولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې
http://bakhtarnews.com.af/index.php?news=3177
محترمو ليكونكو او لوستونكو ددې نوي هېښوونكي خبر په اړه ستاسو ګټورو او مفيدو مشورو ته سترګي په لاره يو.


طالب ISI
20.10.2009

تر ټولو د مخه باید وویل شی، چی دا ډیر اړین بحث دی، هر څوک باید خپل نظر څرګند کړی، او ځینی وروڼه ددی پر ځای چي په موضوع بحث وکړی، لکه زنانه خبره بلی خوا ته غځوی، او اصلی بحث پر خای پاتی شی، نو هیله ده چی د هرچا د نظر ته احترام وشی، دا اړینه نه ده چي ټول د بحث ګډون وال یو نظر ولری.

په هر صورت زما په اند، افغانانو ته پکار ده چي د عبدالله د بریا مخنیوئ وکړی، په پراخه کچه په ټول ټاکنو کی کډون وکړی، ځکه که داسی ونه شول، بیا بو په هر وزارت کی په پښتنو ظللم کیږی، او کله چی په ټول ټاکنو کی ګډون ونه کړو، د ګیلی حق هم نه را پاتی کیږی.

پکار ده چی طالبان هم پښتانه د عبدالله له ظلمه بچ کړی، او په ټول ټاکنو کی د خلکو مخنیوئ ونه کړی.
که چیری پاکستان د امریکا سره د کویټی د شورا په ختمولو جوړ راغلل، بیا به د طالبانو حالت هم خراب شی، بیا دایم پښتانه د جمعیت د ظلم لاندی د حقارت ژوند کوی.

که چیری طالبان او کرزئ د ددغه ټول ټاکنو مخکی جوړ جاړی ته ورسیږی، دا د پښتنو د طلایی دور پيل وی.


محمد احمد حمي
20.10.2009

ښاغلى شهير صاحب له نظر وړاندي كولو څخه مو يوه نړۍ مننه.

دنورو وروڼو څخه هم دنظرونو وړاندي كولو ته سترګي په لاره يو.

ديادوني وړ ده چي زه په خپله په سياسي مسائلو كي دمهارت نه لرلو له امله دنظرونو دتائيد او ترديد وظيفه نه شم اجرا كولى ځكه نو هغه نورو وروڼو ته پرېږدم ، پكار ده چي هر يو دبل دنظر احترام وساتي.


Lotfollah
20.10.2009

[color=darkred:c844acaf32]دجمهوري رياست د انتخاباتو د وروستيونتيجو داعلامولوپه اړوند دانتخاباتو د خپلواک کميسيون مطبوعاتي اعلاميه[/color:c844acaf32]

دانتخاباتو خپلواک کميسيون په ټول هيواد کې په بيلابيلو سيمو پورې داړوندورايو د باطلولو اودنتيجو د جمع بندي په باب د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون دلار ښوونو له ترلاسه کولو وروسته دې نتيجې ته رسيدلى دى چې محترم حامد کرزي دټولو رايو په سلو کې [color=blue:c844acaf32]دنهه څلويښت اعشاريه اوه شپيتو [/color:c844acaf32]په ترلاسه کولو سره مخکښ کانديد بلل شوي دي خود١٣٨٨ کال د جمهوري رياست د انتخاباتو هيڅ يو محترم کانديد په دى نه دى بريالى شوي چې د اساسي قانون اود افغانستان دانتخاباتو د قانون په پام کې نيولو سره درايو ورکونکو دقانوني رايو په سلو کې د څه دپاسه پنځوس اکثريت ترلاسه کړي. سره له دي چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون دلارښوونوپه باب يولړ ملاحظات لري خو د زمانې محدوديتونو اودژمې دفصل درارسيدو اوپه هيوادکې دموجودو ستونزو دشتون په پام کې نيولو سره په دې وسيله اعلاموي چې دافغا نستان په اساسي قانون کې داټکل شويوحکمونو په پام کې نيولو سره د جمهوري رياست د انتخاباتو دويم پړاو دروان کال دلړم د مياشتې په ١٦ نيټه په ټول هيوادکې ترسره کيږي دجمهوري رياست د انتخاباتو په لومړي پړاو پورې اړوندې نتيجې او د موضوع د جزياتو په اړه زيات تفصيل به دروان کال دتلې د مياشتې په ٢٩ مه نيټه په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د کميسيون له خوا اعلام شي
http://bakhtarnews.com.af/index.php?news=3177


monir
20.10.2009

د بحث ګرانو ګډونوالو ښې چارې
دوستان د افغانستان لانجه یوه حساس پړاو ته رسیدلې ده. داسې ښکاري چې د افغانستان د تجزیې هڅې روانې دي.
دا تصادفی نده چې دملګرو ملتو خاص استازي کای ایده مرستیال پیتر ګالبرایت، د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما ځانګړﺉ استازﺉ ریچارد هولبروک او د اروپایي ټولنې د ناظرینو مشر فلیپ مورین د افغانستان په ټاکنو کې په دنده ګمارل شوي دي. دا دریواړه ورته دنده یې د پخوانی یوګویلاویا په لانجه کې هم درلودله چې په نتیجه کې یې یوګوسلاویا وویشل شو. فلیپ مورین هغه فرانسوی جنرال دﺉ چې احمدشاه مسعود سره یې نږدې اړیکې درلودلې اوپنشیر ته یې تګ را تګ کاوه. نږمږړي د ربانی حکومت په وخت هڅه کوله چې مسعود د ربانی ځای ناستئ کړي. له همدې امله د ډېرو هڅو په نتیجه کې په اروپایي ټولنه کې پدې بریالئ شو چې نور اروپایي هېوادونه قانع کړي چې احمدشاه مسعود ته بلنه ورکړي چې اروپا ته رسمی سفر وکړي خو څنګه چې خبر یو دا هیله یې تر سره نشوه.
ښایي فلیپ مورین اوس دا خوبونه وویني چې د مسعود پروژه د ډاکټر عبدا لله عبدالله په وجود کې د فدرالی نظام تر نامه لاندې پلی کړي.

بل دا چې باید هېر نشی چې د ربانی، مسعود، عبدالله، رهین او نورو په واکمنۍ کې د افغانستان په ملی رادیو ټلویزیون کې د پښتو ژبې خپرونې یواځې ۱۷٪ وه. که عبدالله ټاکنې وګټي هغه حالت هرو مرو بیا تکرارېږي.
نوزما په نظر د ملی ګټو ته په پام سره په اوس وخت کې د ښاغلي کرزي په وړاندې محالفت به زمونږ په زیان وي. مونږ باید پښتانه وهڅوو چې په ټاکنو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړي.

په درنښت


..Ahmadzai
20.10.2009

[quote:8f62a525ff]نوزما په نظر د ملی ګټو ته په پام سره په اوس وخت کې د ښاغلي کرزي په وړاندې محالفت به زمونږ په زیان وي. مونږ باید پښتانه وهڅوو چې په ټاکنو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړي.

[/quote:8f62a525ff]

ډیر پام کوه چې څوک دې ګوتې پرې نکړي
کرزي پښتنو ته کومه توره کړې .
دکرغیړن کرزی او د ډبل عبد الشیطان ترمنځ هیڅ توپیر نسته
وروره کرار کینه او د خپلو ګوتو خیر دې غواړه.


Ghairat
20.10.2009

درنو لوستونکو!
قانون برلاسه شو اود قانون په برلاسي کې د اولسواکۍ ګټه او په اولسواکۍ کې دپښتنوګټه ده ،خوداګټه په یو شرط ممکنه ده چې پښتانه ټول سره متفق شي!
نو پښتانه باید عمومي ملي ګټې اومصالح په پام کې ونیسي اوپرې نږدي چې د پښتنورايې په څو بر خوووېشل شي او
یا په ټول ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې او منع کړل شي!
ټولوته معلومه ده چې د عبدا لله عبدا لله ماضي دملي وحدت سره په تخاصم کې تیره شوې او تل يې د شخصي ګټوله پاره
په ملي هغو معاملګري کړې ده! په تیروانتخاباتوکې یې هم له حده ډیرې پیسې وکارولې چې بهرني منابع په ګوته کوي!
نوموړی په پټو سترګو د امریکاد سیاست تعقیبونکی او د کرزي په پرتله سل ځله زیات ګوډاګیتوب ته چمتو بریښي،
له دې کبله د اشغالګرو په تیره بیا د اوبا ما د حکومت ملاتړورسره شته!

که مونږ او طالبان کرزي ته هر څومره بد هم وایو، باید هیر نه کړو چې عبدالله تربد بدتر دی اوله ټاکنوڅخه د لیرې پاتې کیدلو یا
بایکاټ پواسطه به اړ شو چې د بد پر ځای بدتر وټاکل شي اود افغان ولس پر ځای د اشغالګرو واکمني لاپسې غښتلې کړو (!).
نوددواړوکاندیدانوتر منځ پوره پوره فرق او توپیر شته ،که يې درک اوپه پام کې یې ونه نیسوبې سکیندې اوبې جبرانه تیروتنې سره به مخ شو!
[color=blue:588e0f7fbe]
نو طالب ورونه دې دا پړه ځان ته نه راجع کوي چې په بایکاټ سره قدرت سوچه شمالي ټلوالې ته ولیږدوي،کوم چې له امریکا یا نو
سره د پښتنو پر ضد د دشت لیلی د جنایت په څیر نا دودوته مخه پرانیزي او د افغانستان د ملي وحدت اوځمکنۍ بشيړتیا
په خلاف د فدرالیزم په شمول هرې سیاسي لوبې ته ټټر وهي!

په درنښت ![/color:588e0f7fbe]


باتور
21.10.2009

ورونو سر ډېر مه پې خوږوئ، يو څو ورځي وروسته به يې بادارن )د امريکې او بريتانيې سفيران ( ائتلافي اداره ورته جوړه کړي او ټول لنډغران به پکې ځای کي. . يو به هم بې برخي پاته نه سي . .

حيف زموږ د خوار ولس چي اشغالګر او ګوډاګيان يې داسي ملنډي پرې وهي.

په درنښت


Ghairat
21.10.2009

[quote:9c592301ff="باتور"]ورونو سر ډېر مه پې خوږوئ، يو څو ورځي وروسته به يې بادارن )د امريکې او بريتانيې سفيران ( ائتلافي اداره ورته جوړه کړي او ټول لنډغران به پکې ځای کي. . يو به هم بې برخي پاته نه سي . .

حيف زموږ د خوار ولس چي اشغالګر او ګوډاګيان يې داسي ملنډي پرې وهي.

په درنښت[/quote:9c592301ff]
باتور خانه داسې نه ده، اتلاف خو په دې ټولټاکنیز سیستم کې اصولأ امکان نه لري :

۱ــ ګوندې ټاکنې نه دي او ګوندي سیستم نشته، حال داچې اتلاف د ګوندونو کار دی، نو اتلاف به څوک اوکوم کوندونه سره کوي؟

۲ــ که ټاکنې ګوندي هم وي ، ددوه کاندید شویوګوندونوتر منځ اتلاف امکان نه لري، ځکه چې ګټونکی په مطلق اکثریت سره ګټونکی کیږي نونه د مخالف ګوند
اتلاف ته اړتیا لري اونه يې ور سره اتلاف کولیشي،ځکه چې پارلماني اپوزیسیون به بیا څوک چلوي؟؟؟؟
صر ف دملي وحدت کابینه جوړولی شي او بس ،خو په هغې کې اپوزیسیون هډووجودنه لري او یواځې دملي بحران په صورت کې رامنځته کیدای شي او بس!
کرزی دې ته په ناحقه ملي مشارکت وايي !


هیښ
21.10.2009

سلامونه

ددې پوشالي او ریشخندي انتخاباتو په هکله ما خپل نظر مخکې وړاندې کړئ دئ چې دیوه ملک داشغال په صورت کې داډول تیاترونه او ډرامې صرف داشغالګرانو د ناولي حضور له پاره یوه سیاسي توطئه ده او بس .که سل واره دا ډول فرمایشي اونمایشي انتخابات دایر شي او وسیع تبلیغات ورته وشي ، نه به وولسي وي ،نه به مشروع وي ،نه به ازاد وي ،نه به رڼه وي او نه به دموجوده ستونزو دحل دپاره ګټور تمام شي .
افغانان ددې مسئلې عیني شاهدان دي چې هغه اشخاص چې دې تش په نامه انتخاباتو ته ولاړ وو ،ټولو دا کوښښ کاوه چې په څه ډول ځانونه داشغالګرانو دپاره وفاداره او ځنځیري غلامان وښئي او د اشغالګرانو توجه او لورینه جلب کړي،ترڅو یو څو موده هغه ننګین قدرت ته ځانونه ورسوی چې بنیاد ئې په وطن خرڅونه ،ناموس خرڅونه او ملي ارزښتونو سوداګرئ ا و معامله ګرئ استواردئ ،ځکه دوئ په دې متیقین وو چې په دې دسیسه کې دوولس رایه او ملاتړ هیڅ رول نه لري،یوازې اشغالګران دی چې هغه چا ته به دلوئې غلامئ درجه ورکوی چې داشغالګرانو دپاره تر ټولو وفاداره او مطیع وي.

دا خبره رښتیا ده چې د اشغالګرانو په سیاسي کلتور کې زور ،فریب ،جعلکاري،درغلي ،خیانت او جنایت ته قانون ویل کیږي او همدا قانون برلاسه شو او ددې قانون په برلاسئ سره تحمیلي وولسواکي (وولسځپنه) ته ګته ورسیده او تقویه شوه او په دوولس ځپنه کې به تر ټولو زیات تاوان او زیان دپخوا په شان پښتانه وویني.
په ازادو اوبې پرې ټاکنو کې دوهم پړاو ته دټاکنو غورځیدنه په هغه صورت کې چې نوماند ۵۰+۱رایې لاسته رانه وړي یو عادي خبره ده ترڅو رایه ورکوونکي ددوهم وار دپاره انتخاب وکړي .نو اوس سوال داپیدا کیږی چې ایا دوهم پړاو ته ددې قلابي انتخاباتو غورځول ولې ؟په کوم دلیل ؟دچا دلوري او دڅه دپاره؟صورت پیدا کړ.که نه په ابتدائې شمیرنه کې کرزي دټاکنو دکمیسیون داعلان په اساس دسلو نه ۵۴ رایې وړې وې.
د تبصرو او میډیا نه دا ډنډوره خپره شوه چې په ټاکنو کې چې داشغالګرانو او جنګي جنایت کارانو تر مستقیمې ادارې ،نظارت او مالي ملاتړ لاندې سرته ورسیدې ،درغلې شوې ده ،مانا داچې ددې ټاکنو دپروسې په مخ بوونکي جعلکاره،یوبل ته غله او فریب کاره دي،نو کله چې یوه پروسه د غلو ،فریب کارانو او جعلکارانو له لوري په مخ بوول کیږي دهغې عواقب به بیله فریب ،درغلئ او جعلیتوب نه بل څه نه وي .
نو اوس باید زموږ قانون پوهان او حقوق پوهان دا خبره تشریح کړی چې په دې فرمایشي ټاکنو کې درغلي شوې ده او که نه ؟
که درغلي نه ده شوې نو په کوم اساس دکرزي رایې د۵۴سلنې نه ۴۹ سلنې ته راټیټیږي او دا مړسترګئ غلام کرزئ دخپل حق نه او دهغه اعتماد نه چې رایه ورکوونکو پرې کړئ دئ ایماناً،وجداناً(که ئې لري) او دحقوقی لارونه دفاع نه کوي؟
او که ټاکنې ددرغلئ په بنسټ سرته رسیدلې وي ،نو بیا دکوم حقوقي او اصولي معیارونو په اساس هغه اشخاص چې چې ترټولو ډیره جعلکاری او فریبکاری ئې کړې ده(کرزی او عبدالله) په دوهم پړاو کې دکاندیدلوامتیاز حاصلوي ؟
جعلکاران او فریبکاران باید محاکمه ،مجازات او دبیا کاندیدلو نه محروم کړل شي ،نه دا چې ونازول شي،خو د
استعمارګرانو په قانون کې دا خبره معکوسه ده
بل داچې افغان وولس عموماً او پښتانه خصوصاُپه دې باوردي چې دافغانستان واک دتجاوزګرانو او اشغالګرانو په لاس کې دئ اواشغالګران به هغه څوک را مخته کوي چې دبهرنیانو ،هیلې او پلانونه سرته ورسو ي او دهغوئ ګټې خوندي کړی ،نه دافغان وولس امیدونه او ارمانونه ، له دې امله دغلام کرزي او مزودور عبدالله تر منځ ورته هیڅ توپیر نشته دئ ، مزدور مزدوردئ او خائین خائین دئ .افغانان باید دغه دغلامئ او دوطن سره دخیانت کلتور چې ددې ملي خائنانو په وسیله رواج شوئ په قاطعیت سره نفې کړي او دژبې ،مذهب ،توکم او نژاد په اساس یو خائین او مزدور په بل خائين او مزدور بهتره او برتره ونه بولي ،بلکه پښتون کرزی او تاجک عبدالله دواړه دوولس دښمنان او دپردیو نوکران دي ،نو افغانان باید دومره ساده نه شي چې دښمن او دپردیو نوکر ته رایه ورکړي ،بلکه په خپل نه شرکت سره اونه رایه ورکولو سره دا ډول شیطاني طرحو ته درد ځواب ورکړي.
له دې کبله دا خبرې لکه ،قانون،وولسواکي،ټول ټاکنې،دبشر حقوق ،ټولنیز عدالت او دقانون حاکمیت هغه زرین او جذاب الفاظ دي چې داشغالګرانو او ددوئ داجیرانو له لوري دخپل وحشت او جنایت دتوجیه او تداوم دپاره په کار وړل کیږي ،خو اوس خلک دومره هم احمق نه دي چې ددې زرینو واژو او عباراتو تر شاپراته شیطنتونه او رذالتونه درک نه کړي .دانتخاباتو تر نامه لاندې مضحکې او نمایشي پروسې داشغالګرو، تجاوزکارانو او ملي خائینانو اصلي ناولې څیرې نورې هم ښې راښکاره کړې او په ثبوت ئې ورسوله چې دفیصلې اوتصمیم واک داشغالګرانو سره دئ نه داجیرانو سره.

یوه موضوع چې ځنې وروڼه کله ناکله په شعوري او یا غیرشعوري توګه ورته اشاره کوي ،هغه دافغانستان دځمکنئ بشپړتیا په هکله تشویش دئ چې خدائ ناخواسته دځینو ملي خائینانو په وسیله ورته ضرر ونه رسیږي.
افغان وولس دزرهاوو کلونوتاریخ ، ګډ ژوند ،شریک کلتور او شریکو مقدساتو لرونکئ وولس دئ او په دې زرهاوو کلونو کې دقومونو او ملیتونو تر منځ دومره کلک ،باثباته او نه شلیدونکي روابط تشکیل شوي ،وده ئې کړې ده او دبلوغ درجې ته رسیدلي دي ،چې هیڅ دسیسه او توطئه که داخلي ده او که خارجی ددې روابطو په له منځه وړلو کې کاري او مؤثره نه تمامیږي.
دافغانستان ټول شریف او وطنپرسته قومونه یودبل سره هیڅ مشکل او ستونزه نه لري او کومه ذاتي دښمني ئې ترمنځ نه تر اوسه پورې وه او نه اوس شته ده ، بلکه دمصیبت او ضرورت په وخت کې په ډیره ایماندارئ سره یودبل مرستې ته بې له امتیاز غوښتنې حاضر شوي او خپل افغانی فرض ئې اداکړئ دئ .
دادیوشمیر فرصت طلبه ،شیطان صفته او سیاسی جانیانو شیطاني پروژې دي چې دژبني ،مذهبي ،قومی او توکمي احساساتو په راپارولو سره ئې غواړی دخپلو شومو اهدافو دلاسته راوستلو له پاره عملي کړي،که نه دا دضمیر او انساني خصائیلونه خالي ځناوران نه د خپل قوم سره مینه لري او نه دخپلې ژبې او مذهب پروا لري او ترټولو زیاته جفا او نارواوې ئې دخپلو قومونو سره کړې دي.
خائنان او جنایتکاران په قومي ،ملي ،دیني اووطني ارزښتونو باور نه لري ،ددوئ تفکر او عقیده یوازې په خیانت او جنایت کې نغښتې ده اود خپل دې غیر انساني اعتقاد له امله یوازې دهغه چاسره سازش اوشریک ژوند کوی چې ددوئ په شان نظر ولری ،دا مهمه نه ده چې په کومه ژبه غږیږي ،په کوم مذهب دئ او دکوم توکم نه رازیږیدلئ دئ چې ډیر روښانه ،ژوندئ او مستند مثال ئې دافغانستان په تپل شوې اداره کې ددې اجیرانو راټولیدل او د خپلو چټلو هدفونو دپاره ګډکاردئ.پښتون خائین او جنایتکار دغیر پښتني خائنانو او جنایتکارانوسره اوږه په اوږه دخپل وولس په ضد داشغالګرانو او تجاوزکارانو سره دخپلو خارجي بادارانو تر چتر لاندې په خیانت او جنایت لګیا دي او افغانان ددوئ دشر او فساد په اورکې په بېرحمئ سوځي.
نو دافغانستان دتجزئې ګنګوسې هسې یوه مصنوعی او دځینو حلقو له لوري دمشخصو هدفونو دلاسته راوستلو له پاره بې مفهومه هڅه ده چې هیڅکله به دعمل جامه وانه غوندي .دا وطن دمیلیون هاوو افغانانو په شهادت اوشهامت سره خپل ارضي تمامیت ساتلئ دئ اوان شاءالله چې په راتلونکو کې به هم دا درایت ،لیاقت ،اهلیت او وړتیا ولري چې ددې وطن دهرې لویشتې نه دفاع وکړي او پرې نږدی چې ددښمنانو دا شومه هیله سرته ورسیږي.

مننه


زبير نجيب
21.10.2009

سلامونه،
 منيره وروره! دا چې تا ليکلي ( نوزما په نظر د ملی ګټو ته په پام سره په اوس وخت کې د ښاغلي کرزي په وړاندې محالفت به زمونږ په زیان وي. مونږ باید پښتانه وهڅوو چې په ټاکنو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړي.)دا همغه د بې غيرته او د ونې د شنه کېدو خبره ده، سيوري ته يې ناسته٠
با ايمانه مقاومينو! په دې نامه مو په ټاکنو کې ورګډوي، دا ستاسو د دريځ د 
نړولو پلانونه دي، چې ګواکي دا د ايديولوجيکي سلاټې شمالي خونخواره ډله
به ګټه واخلي٠ دلته به اؤبه او پۍ جدا شي٠ دا تر اوسه چې کرزۍ دۍ څه
يې وکړل چې لدې وروسته يې وکي٠ کرزۍ او دده ملګرې ډله د خدای هلته 
ووهي چې دي٠
 


monir
21.10.2009

ګرانو دوستانو ښې چارې!
عزیزانو دا سیاست دﺉ نه چې هسې خیالي آرزوګانې! په اوس وخت کې د نورو تر څنګ یو شمېر واقعیتونه دي چې ترې نشو سترګې پټولای:
لومړﺉ واقعیت ـ د افغانانو دبلنې پرته د طالبانو د نظام نسکورولو په موخه د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل او که مو خوښه وي که نه اوس دلته حضور لري.
دویم واقعیت ـ د د غو بهرنیو په حضور او د ملګرو ملتو د پرېکړو په چوکاټ کې په افغانستان کې د نورو تر څنګ یو سلسله بڼستیز کارونه لکه د اساسی قانون جوړول، د ولسمشرۍ او د ملی شورا ټاکنې تر سره شوې دي، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د دوهمې ټولټاکنې دویم پړاو تر سره شي .
دریم واقعیت ـ له اتو کلونو راهیسې دافغان ولس اکثریت د دغه اساسی قانون او نورو قوانینو په چوکاټ کې خپل ورځنئ ژوند تنظیموي.

څلورم واقعیت ـ دطالبانود اسلامی امارت د نسکوریدو راهیسې طالبان دافغان دولت او د هغوی ملاتړي بهرنیانو په وړاندې جنګېږي تر څو بیا واک تر لاسه کړي.
پداسې یوه حالت کې چې طالبان نه اساسی قانون مني او نه موجود حکومت نو دوی او ددوی پلویان په دغو ټولټاکنو کې اصلا مطرح ندي. دوی دې د خپل اسلامی امارت د بیا جوړولو په موخه د راتلونکي ولسمشر په وړاندې ، هر څوک چې وي، جنګونه او د خپلو د ملا دادالله په خبره اټومي بټيو آزمایښتونه کوي .

پاتې شو نور اولس : نور اولس باید ملی ګټو ته په پام سره او هر اړخیزې څېړنې وروسته د ښاغلي کرزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ یو وټاکي،ځکه په مطرح ټاکنې کې بل بدیل نشته!


ډاکتر څپاند
21.10.2009

درنو هيوادوالو،
دکرزي اوعبدالله درغلي،تقلب اوخيانت اثبات ته ورسيدل٠اوس ددي وخت راغلی چه ددريم او څلورم کانديد يعني دبشردست او احمدزي تر منځ دويم پړاو
انتابات تر سره شي٠هرهغه څوک چه کرزی پر عبدالله اويا برعکس مرجح بولي،بايد يو ځل
بيا فکر او دقت وکړي٠که عبدالله ٩٩ فيصده خاين وی نو کری ٩٨٠٩٩٩٩٩٩
په سلو کی خاين دی٠يوه خاين ته پر بل خاين رجهان او دخاين تايد پخپله
خيانت ګڼل کيدی شي٠
ترټولو معقول سياست داسې بريښي چه افغانان،په هره ممکنه وسيله نړيوالو ته
څرګنده کړي چه په انتخاباتو کی د رغلي اوخيانت،يو تصادفي کار نه بلکه
دخاين نظام دخيانت يوه بله بيلګه ده٠
بايد خاينين وپيژندل شي او دخيانت په جرم مجازات شي٠
که څوک غواړي چه دموکراسي تمثيل کړی،نوبايد انتخابات له سره داير او
خاينين هر يو کرزي اوعبدالله دنوماندو دلست نه اخراج شي٠
الترناتيف يابديل به داوي چه انتخابات او دغربي نړۍ جعلي نمايشنامه تحريم
شي٠ځکه چه پداسي انتخاباتوکی شرکت دغرب دکرغيړنو دسايسو او دهغو
دخاينو نوکرانو دتايد معني لري٠


pattang
21.10.2009

انډيواله څوک چې د خپل خوبځای له بل سره شېريکه و ي او په سترګو ورته ګوري
هغه ته زمونږ په خپله خوږه ژبه پښتو کې دوؤس ، دله ، مردګاو وايې ٠
( خدای پاک دې وکړي چې زما په کنايه خبرو پوه شې ? )
اوس ته دا راته وايه په کوم حق دغو صليبيان زمونږ ملک اشغالکړی او مونږ وژني
پر UN دې نالت وي ،يوه رشوتخوره ، بې فعاليته ټولنه ده، ټولې پرېکړې يې د cia
او صليبي اشغالګرو په غوښتنه عملي کېږي ٠
قانون اساسي جوړول لوی غټ کاردی ? ولې افغانان ددې کار خپل خپلواکه
استعدادنلري ?
ايا ددې جوړشوي اساسي قانون اطا عت اشغالګر هم کوي ??٠ نه پښې پرې پاکوي٠
څوک دا بد وايې چې طالبان په شريعت موافق اساسي قانون نه مني ?
انډيواله ! افغانان مفتخواره ، سست روزي او له هېواده ځخه يې درنډويو
لوی تعمير جوړوي٠
پر دې خبرو د سر نخلا صيږي يو څه فکر وکړه٠
کرزی او عبدالله دواړه بې ناموسه ګوډا ګيان دي په اشغال شوي هېواد کې
انتخابات څه مانا لري٠? ته دا فکر کوې چې شورا ،دومشرانوجرګه او انتخابات به
اشغالګروته يوه ورځ ځواب ور کړي ?
نه دا ټول يې واده کړې عورتې دي او په دالرو اخيستل شوې دي .

نالت په اشغالګرو او ګوډاګيانو.
موفق او بر يالي دې وي دهيواد اصلي بچيان طالبان٠

[quote:afb0f05f16="monir"]ګرانو دوستانو ښې چارې!
عزیزانو دا سیاست دﺉ نه چې هسې خیالي آرزوګانې! په اوس وخت کې د نورو تر څنګ یو شمېر واقعیتونه دي چې ترې نشو سترګې پټولای:
لومړﺉ واقعیت ـ د افغانانو دبلنې پرته د طالبانو د نظام نسکورولو په موخه د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل او که مو خوښه وي که نه اوس دلته حضور لري.
دویم واقعیت ـ د د غو بهرنیو په حضور او د ملګرو ملتو د پرېکړو په چوکاټ کې په افغانستان کې د نورو تر څنګ یو سلسله بڼستیز کارونه لکه د اساسی قانون جوړول، د ولسمشرۍ او د ملی شورا ټاکنې تر سره شوې دي، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د دوهمې ټولټاکنې دویم پړاو تر سره شي .
دریم واقعیت ـ له اتو کلونو راهیسې دافغان ولس اکثریت د دغه اساسی قانون او نورو قوانینو په چوکاټ کې خپل ورځنئ ژوند تنظیموي.

څلورم واقعیت ـ دطالبانود اسلامی امارت د نسکوریدو راهیسې طالبان دافغان دولت او د هغوی ملاتړي بهرنیانو په وړاندې جنګېږي تر څو بیا واک تر لاسه کړي.
پداسې یوه حالت کې چې طالبان نه اساسی قانون مني او نه موجود حکومت نو دوی او ددوی پلویان په دغو ټولټاکنو کې اصلا مطرح ندي. دوی دې د خپل اسلامی امارت د بیا جوړولو په موخه د راتلونکي ولسمشر په وړاندې ، هر څوک چې وي، جنګونه او د خپلو د ملا دادالله په خبره اټومي بټيو آزمایښتونه کوي .

پاتې شو نور اولس : نور اولس باید ملی ګټو ته په پام سره او هر اړخیزې څېړنې وروسته د ښاغلي کرزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ یو وټاکي،ځکه په مطرح ټاکنې کې بل بدیل نشته![/quote:afb0f05f16]


monir
21.10.2009

پتنګ خانه لکه چې په خبرو نپوهېږې هسې خوشې د خپل بابو لالي لیکئ! که زما لیکنې ته ځیر شوﺉ اوسې ما په یوه ځای کې لیکلي وو:
[color=blue:082ecc8125]پداسې یوه حالت کې چې طالبان نه اساسی قانون مني او نه موجود حکومت نو دوی او ددوی پلویان په دغو ټولټاکنو کې اصلا مطرح ندي. دوی دې د خپل اسلامی امارت د بیا جوړولو په موخه د راتلونکي ولسمشر په وړاندې ، هر څوک چې وي، جنګونه او د خپلو د ملا دادالله په خبره اټومي بټيو آزمایښتونه کوي . [/color:082ecc8125]
ته د خپلو خاینانو ، دووسانو او مردګاوانو په وړاندې جګړه دې کوه، د تایې په ټاکنو څه؟


pattang
21.10.2009

ته تر اوسه کوچنی هلک يې په خبرو نه پو هيږي دا ټولټاکنې په کوم ځای کې دي?
ستاپه کور کې او که په افغانستانکې او له چا سره ربط لري ستا له کورنۍ سره اوکه
له افغان اولس سره ? ګوره داسې قضاوت کوې لکه مکتبي هلک !
دغه ټول ټاکنې دا لاس پوڅی اجنټ رژيم په چل او ول په اولس قانوني کوي او که نه?
او داشغالګرو اشغال ته قانونيت ور بخښې او که نه ?٠
اوس څرنک هلکه سر د خلاص شه او که نه ?
اوبيا دانورې بې عقلي ته دې ګوره :
[quote:50faa196fe]ته د خپلو خاینانو ، دووسانو او مردګاوانو په وړاندې جګړه دې کوه، د تایې په ټاکنو څه؟[/quote:50faa196fe]
مردګاوان خو هغه څوک دي چې بګرام ته ښځې لېږي او له کابله يې فاحشه خانه
جوړه کړې او دوؤسان خو هم هغه څوک دي چې کور او ښځه يې هم امريکايې
باډيګاردان ساتي٠ جګړه خو ددي لپاره کېږي چې داسي چټل عناصر اود هغوي
اشغالګر باداران وشړل شي او افغان اولس ته بېرته خپل عزت ور کړی شي٠
د شهيداوزمري ملا دادلله نوم دتاريخ له پاڼوڅخه ستا په خوله نه وزي ،
هغه به تش خبره کړي وي خوستا باداران عملي دا سې کارونه هره ورځ کوي٠
اوس د سر خلاص شه هلکه ?

[quote:50faa196fe="monir"]پتنګ خانه لکه چې په خبرو نپوهېږې هسې خوشې د خپل بابو لالي لیکئ! که زما لیکنې ته ځیر شوﺉ اوسې ما په یوه ځای کې لیکلي وو:
[color=blue:50faa196fe]پداسې یوه حالت کې چې طالبان نه اساسی قانون مني او نه موجود حکومت نو دوی او ددوی پلویان په دغو ټولټاکنو کې اصلا مطرح ندي. دوی دې د خپل اسلامی امارت د بیا جوړولو په موخه د راتلونکي ولسمشر په وړاندې ، هر څوک چې وي، جنګونه او د خپلو د ملا دادالله په خبره اټومي بټيو آزمایښتونه کوي . [/color:50faa196fe]
ته د خپلو خاینانو ، دووسانو او مردګاوانو په وړاندې جګړه دې کوه، د تایې په ټاکنو څه؟[/quote:50faa196fe]


Ghairat
21.10.2009

له هیښ صیب مننه چې د تل په څیر زرین اصول بیانوي، خوداچې ددغو اصولو پلي کونکي به هغه ډله راووځي چې نوموړی ور پورې خپلې هیلې تړي ، نوکه خبره د ذ‌هني غوښتنې وې، دې ته مونږهم آمین وایواو دعا ورته کوو، چې الله تعالی دې تحقق ور وبښي !
خوکه خبره په عیني ،ویښ اوهر اړخیز تحلیل کې وي ، بیا نو یواځې ښه اصول او ښې هیلې بساندې نه دي، بلکې د ځواکونو، استعدادونو، حل موندنو، سیاسي لارو چارو او ګڼ شمیر نوروعواملو پلټل اړین کیږي چې د پرون، نن، سبا او بل سبا
سیاسي ،پوځي ، ټولنیز او اقتصادي بهیر ممکنه بڼه روښانه او له مخې یې د نوموړواصولود پلي کولو اود آزادۍ ، سولې ثبات اوپرمختګ په په شونتیا ټينګار وشي!
په مینه !


watanmal
22.10.2009

ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيښ صيب ډيره ښه ليكنه مو كړى ، تر ډيره حده درسره موافق يم.

[color=white:4436a426e0]تر اوسه اكثره ليكونكى پدي قايل چى كرزى او عبدالله دواړه خائنان دى
او د اشغالګرو ګوډاګيان دى،[/color:4436a426e0] نو د پښتون قوم هڅول چى په انتخاباتو كى
ګډون وكړى د عقل څخه لرى او د پښتون قوم سپكاوى يى ګڼم ، زه د هغه
خلكو ضمير ته حيران يم چى كرزى خائن ګڼى او بيا ددغه ملى خائن ،
غدار او پست پاتى او بى ضميره انسان د پاچا كولو لپاره كمپاين چلوى،
خيانت هغه مردار ډنډ دى چى هره ډبره ئى مرداره وى، او د نجاست
په اندازه كى يى فرق نشته ، همدارنګه [color=indigo:4436a426e0]عبدالله تاجك دى خو كرزى
د نسل څخه قزلباش دى، يو هم پښتون نه دى نو بيا ولى د پښتون په نوم
چغى وهونكى د قزلباش ټاكلو لپاره خپل قوم هڅوى؟ [/color:4436a426e0]ددى ملى غدار
دواړه مرستيالان غيرى پښتانه دى يو تاجك دى بل شيعه دى او د دواړو
زياته تجربه په چور چپاول ، غلا ، د خلكو وژل ، كورنه ورانول ،
بى دينى ، اخلاقى فساد، قومى ژبنى او مذهبى تعصوبونو خورولو كى ده ،
همدارنګه عبدالله امريكايان راوستل او كرزى امريكايانو راوستو فرق يى معلوم دى
عقلمند هيڅكله له داسى خلكو څخه د خير طمعه نه لرى،
په تير دور كى همدى خائن قزلباش پښتنو ته كومه ګټه ورسوله
چى په راروانو ورځو كى دى ترينه طمعه وكړى شى؟
نن هيواد د صليبيانو لخوا اشغال دى ، د اشغال په وخت ازاد انتخابات
څه ډول امكان لرى؟ همدارنګه [color=darkblue:4436a426e0]ازادى زمونږ حياتى مسئله ده ، كه د پښتون
د قوم له تاريخ څخه ازادى لرى كړى نور مونږ هيڅ داسى شى په خپل تاريخ كى
نه لور چى پرى وياړ وه كړو[/color:4436a426e0] [color=white:4436a426e0]نو نن ولى مونږ د دى په ځاى چى ازادۍ
لپاره كار وكړو د يو ملى خائن او د اشغالګرو د ګوډاګى قزلباش لپاره كچكول په لاس
د خپل قوم څخه د رايو خيرات غواړو؟[/color:4436a426e0]
[color=darkred:4436a426e0]زما په نظر كه صليبيان تر 2015 پورى په افغانستان كى پاتيكيدلو اراده ولرى
نو همدغه ملى خائن كرزى به پاچا كړى د ساتنى لپاره به نور فوځ راولى
او كه غواړى چى نور تيښته وكړى نو كوم تاجك به پاچا كړى او په هيواد كى به
د خپلمنځى جګړى اور تود كړى د اربكيانو په شكل كى او دوى ته به لاره خلاصه شى او تيښته به وكړى.[/color:4436a426e0]

په پايى كى د شمالى لنډغرو دغه شعر واورۍ --- وايى DDR شديم

http://www.youtube.com/watch?v=O10zyyXCEF8&feature=related

په مينه
وطنمل


monir
22.10.2009

[quote:8745407aa0="pattang"]انډيواله څوک چې د خپل خوبځای له بل سره شېريکه و ي او په سترګو ورته ګوري
هغه ته زمونږ په خپله خوږه ژبه پښتو کې دوؤس ، دله ، مردګاو وايې ٠
( خدای پاک دې وکړي چې زما په کنايه خبرو پوه شې ? )
[/quote:8745407aa0]
زه ستا منطق ، غیرت او څرګندونو ته حیران یم. ته هغو افغانانو ته چې د بهرنیو په وړاندې نه جنګېږي او د خپل خوبځای له بل سره شریکولو په پلمه دوؤس ، دله ، مردګاو وايې پداسې حال کې چې تا د همدغو (بلو) خلکو په انګړ کې دې کډې واړول دي. . که دومره غیرت لرې لومړﺉ خو د همدغو اشغالګرو نغرﺉ پرېږده چې باټې دې یو لږ څه باوري شي. جومات ګرم او ګدا هوسا ژوند کوي! ستا او د ستا ناموس امنیت څوک تامینوي؟ ملا عمر؟ توبه توبه توبه!
[quote:8745407aa0]د شهيداوزمري ملا دادلله نوم دتاريخ له پاڼوڅخه ستا په خوله نه وزي ،
هغه به تش خبره کړي وي [/quote:8745407aa0]
زه دا در سره منم چې تاریخ پر هېڅ چا رحم نکوي او ښه او بد پخپلو پاڼو کې ثبتوي.
ملا دادالله او نور یې دا تشه خبره نده کړې بلکه عملي کړي یې هم دي. وګوره چې دا ځناوران څنګه ډلې ډلې معصوم هلکان چې باید زده کړې وکړي تېر باسی او ځانوژنې ته یې روزي. د دغو معصومو د میندو دعاوې به انشا الله دا ځناوران د دوزخ په لمبو وسوزي.
http://www.youtube.com/watch?v=vdyICgsdl5Y&feature=related


Ghairat
22.10.2009

درانده ورور وطنمل او درنو لوستونکو ته سلامونه !
په دې خو هر څوک پوهیږي چې په دوه کاندیدانوکې به يې یو ختمآ ګټي!
نو دیوه سره مخالفت د هغه بل د ګټلو پلوی دی!
داچې ښاغلی وطنمل د کرزي ناکامي او په دې ډول د عبد الله عبد الله بری غواړي،
علت يې بالآخره خپله دغه لاندې شننه ښودلې ده :
[quote:5767bee9e8]
زما په نظر كه صليبيان تر 2015 پورى په افغانستان كى پاتيكيدلو اراده ولرى نو همدغه ملى خائن كرزى به پاچا كړى د ساتنى لپاره به
نور فوځ راولى او كه غواړى چى نور تيښته وكړى نو كوم تاجك به پاچا كړى او په هيواد كى به د خپلمنځى جګړى اور تود كړى
د اربكيانو په شكل كى او دوى ته به لاره خلاصه شى او تيښته به وكړى. [/quote:5767bee9e8]
نو ګرانو لوستونکو که چیرې تاسې باور لرئ چې رزښتیا هم امریکایان نور تېښته ته راغلي ،نو ځان ته د وړو پوزې د جوړولو له پآره یو داسې زرخرید شخص لکه عبد الله عبدالله رامنځته کول او داخلي جګړوته لمن وهل غواړي ، څو دوی په اسانۍ سره پښې سپکې کړي! نو د عبد الله د ټاکلو په صورت کې اوبا ما نوې سرتیرې هم افغانستان ته نه راستوي ، ټوله مسله حل اویو طرفه کیږي !

څنګه چې د بهرني پوځونو تېښته قدرت ته د طالبانو د رسیدلو لنډه او مستقیمه
لار ده او دغه تېښته د عبد الله عبدالله په ټاکلو سره
ژر ترتر ژره اماده کیږي، نو هر وطندوست او آزادي غوښتونکي افغان ته په کار دي چې ددغه مقدس هدف له پآره د ډآکتر عبدالله ملاتړوکړي!

بر عکس کرزی بیا ګواکې یوڅه مقاومت کوي، اود لا زیاتو پوځونو راتګ ته بلنه ورکوي او غواړي لا ډير امریکایان په افغانستان
کې ښکیل کړي لهدې کبله د هر آزادۍ غوښتونکي افغان وجداني دنده به داوي چې د عبدالله عبدالله په بری سره د طالبانو برئ
اود کرزي او امریکایانو ناکامي رامنځته کړي ! آیا تاسې هم په همدې نظر یاست
اوکه څنګه ؟؟؟؟؟


باتور
22.10.2009

د اشغالګرو او د هغو د ګوډاګيانو ماموران)تبليغيان( په ډېره بېشرمۍ او سپينسترګيتوب خپل احمقانه، ماشومانه او غير منطقي دلايل وړاندي کوي، د دې په امېد چي وکولای سي چي د خلګو په سترګوخاوري ور وشيندي او د آزادۍ، سوکالۍ او نېکمرغۍ د خوبونو له ليدلو او د آرزوګانو له درلودلو څخه يې محروم کړي .

د مثال په توګه،

ښاغلي شهير ليکلي:
. . . . . . په هرصورت زما په اند، [color=darkred:ea7690a098]افغانانو ته [/color:ea7690a098]پکار ده چي د عبدالله د بریا مخنیوئ وکړی، په پراخه کچه په ټول ټاکنو کی کډون وکړی، ځکه که داسی ونه شول، بیا بو په هر وزارت کی په پښتنو ظللم کیږی، او کله چی په ټول ټاکنو کی ګډون ونه کړو، د ګیلی حق هم نه را پاتی کیږی . . . . .

ښاغلي منير ليکلي:
. . . . . نوزما په نظر د ملی ګټو ته په پام سره په اوس وخت کې د ښاغلي کرزي په وړاندې مخالفت به زمونږ په زیان وي. [color=brown:ea7690a098]مونږ باید پښتانه وهڅوو [/color:ea7690a098]چې په ټاکنو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړي . . . .

بيا يې ليکلي:
[color=darkred:ea7690a098]پاتې شو نور اولس : نور اولس باید [/color:ea7690a098]ملی ګټو ته په پام سره او هر اړخیزې څېړنې وروسته د ښاغلي کرزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ یو وټاکي،ځکه په مطرح ټاکنې کې بل بدیل نشته!

ښاغلی غيرت بيا لا دومره په دې تبليغ کي په مخ ځي چي حتی طالبان هم د ګوډاګيانو په کش او ګير کي د کرزي ملاتړ ته را بولي:

. . . . نو طالب ورونه دې دا پړه ځان ته نه راجع کوي چې په بایکاټ سره قدرت سوچه شمالي ټلوالې ته ولیږدوي،کوم چې له امریکا یا نوسره د پښتنو پر ضد د دشت لیلی د جنایت په څیر نا دودوته مخه پرانیزي او د افغانستان د ملي وحدت اوځمکنۍ بشيړتیا په خلاف د فدرالیزم په شمول هرې سیاسي لوبې ته ټټر وهي! . . . . . .

ـ محترمو تبليغيانو :

تاسو هر يو له خپل عقل، ضمير او وجدان نه دا پوښتنه وکړئ ، چي آيا تاسو کولای سئ چي د دې ډولونو په وهلو سره خلګو ته دا وښاياست چي زموږ د لاسپوځي ادارې د مشرانو ټاکل د بهرني انتصاباتو له لاري نه بلکه د ولسي انتخاباتو له لاري کېږي ؟ که مو ځواب وموند، بيا يې له موږ سره هم شريک کړئ .

د ځواب په موندلو کي به يو څه مرسته هم درسره وکړم ؛

ښاغلي هيښ ليکلي:
. . . . . . . ددې پوشالي او ریشخندي انتخاباتو په هکله ما خپل نظر مخکې وړاندې کړئ دئ چې دیوه ملک داشغال په صورت کې داډول تیاترونه او ډرامې صرف داشغالګرانو د ناولي حضور له پاره یوه سیاسي توطئه ده او بس .که سل واره دا ډول فرمایشي اونمایشي انتخابات دایر شي او وسیع تبلیغات ورته وشي ، نه به وولسي وي ،نه به مشروع وي ،نه به ازاد وي ،نه به رڼه وي او نه به دموجوده ستونزو دحل دپاره ګټور تمام شي .
بل داچې افغان وولس عموماً او پښتانه خصوصاُپه دې باوردي چې دافغانستان واک دتجاوزګرانو او اشغالګرانو په لاس کې دئ اواشغالګران به هغه څوک را مخته کوي چې دبهرنیانو ،هیلې او پلانونه سرته ورسو ي او دهغوئ ګټې خوندي کړی ،نه دافغان وولس امیدونه او ارمانونه ، له دې امله دغلام کرزي او مزودور عبدالله تر منځ ورته هیڅ توپیر نشته دئ ، مزدور مزدوردئ او خائین خائین دئ. . . . . .

ښاغلي پتنګ ليکلي:
. . . . . کرزی او عبدالله دواړه بې ناموسه ګوډا ګيان دي په اشغال شوي هېواد کې
.دا ټول يې واده کړې عورتې دي او په دالرو اخيستل شوې دي . . . . .

ښاغلي څپاند ليکلي:
. . . . . . بديل به داوي چه انتخابات او دغربي نړۍ جعلي نمايشنامه تحريم
شي٠ځکه چه پداسي انتخاباتوکی شرکت دغرب دکرغيړنو دسايسو او دهغو
دخاينو نوکرانو دتايد معني لري٠

ښاغلي وطنمل ليکلي:
. . . . . . د پښتون قوم هڅول چى په انتخاباتو كى ګډون وكړى د عقل څخه لرى او د پښتون قوم سپكاوى يى ګڼم ، زه د هغه خلكو ضمير ته حيران يم چى كرزى خائن ګڼى او بيا ددغه ملى خائن ، غدار او پست پاتى او بى ضميره انسان د پاچا كولو لپاره كمپاين چلوى،
نن هيواد د صليبيانو لخوا اشغال دى ، د اشغال په وخت ازاد انتخابات
څه ډول امكان لرى؟

همدارنګه ازادى زمونږ حياتى مسئله ده ، كه د پښتون د قوم له تاريخ څخه ازادى لرى كړى نور مونږ هيڅ داسى شى په خپل تاريخ كى نه لور چى پرى وياړ وه كړو نونن ولى مونږ د دى په ځاى چى ازادۍ لپاره كار وكړو د يو ملى خائن او د اشغالګرو د ګوډاګى قزلباش لپاره كچكول په لاس د خپل قوم څخه د رايو خيرات غواړو؟

ښاغلي نجيب ليکلي:
. . . . دا همغه د بې غيرته او د ونې د شنه کېدو خبره ده، سيوري ته يې ناسته٠
با ايمانه مقاومينو! په دې نامه مو په ټاکنو کې ورګډوي، دا ستاسو د دريځ د 
نړولو پلانونه دي، چې ګواکي دا د ايديولوجيکي سلاټې شمالي خونخواره ډله
به ګټه واخلي٠ دلته به اؤبه او پۍ جدا شي٠ دا تر اوسه چې کرزۍ دۍ څه
يې وکړل چې لدې وروسته يې وکي٠ کرزۍ او دده ملګرې ډله د خدای هلته 
ووهي چې دي٠

[color=white:ea7690a098]هيله ده چي د ځواب په موندلو کي به مي په کافي توګه مرسته کړي وي .[/color:ea7690a098]

په درنښت


Lotfollah
22.10.2009

[quote:6f846de7ca="watanmal"]عبدالله تاجك دى خو كرزى د نسل څخه قزلباش دى، يو هم پښتون نه دى نو بيا ولى د پښتون په نوم چغى وهونكى د قزلباش ټاكلو لپاره خپل قوم هڅوى؟ ددى ملى غدار دواړه مرستيالان غيرى پښتانه دى يو تاجك دى بل شيعه دى او د دواړو زياته تجربه په چور چپاول ، غلا ، د خلكو وژل ، كورنه ورانول ، بى دينى ، اخلاقى فساد، قومى ژبنى او مذهبى تعصوبونو خورولو كى ده ،
[/quote:6f846de7ca]
آیا دغه پښتون، با دینه، با اخلاقه او په قومی ژبنی او مذهبی بې تعصبه ځوان رسیست ندﺉ؟


باتور
22.10.2009

لطف الله خانه !

لکه څنګه چي له نورو څخه توقع لرې چي موضوع بلي خوا ته کش نه کړي، په هماغه شان له تاڅخه هم په محترمانه توګه غوښتنه کوم چي روانه موضوع په بله خوا مه اړوه او که غواړې دلته څه وليکې نو صرف د موضوع په اړه وليکه . . دا چي څوک متعصب دی او څوک نه د دې لپاره کولای سې چي بل سرليک خلاص کړې .

په درنښت


pattang
22.10.2009

انډيواله ته پخپله په خره سپور يې خو بل ته وايې چې ترې کښته شه !
وطنمل صيب خو واقعت ليدلی او ليکلی ايا دوی داسې ندي :
تاجک او قزلو ? ايا دوی دغه بې اتفاقي مخته نه بيايې اود ملت سره غداري
نکوي?
نو که داسې حقائق څوک بيان کړي نو ته ولې لغتې وهې ?
ايا د کرزي او دکورنۍ سجره يې درته مالومه ده ?
ايا د عبدالله سجره درته مالومه ده ?
دواړه د ګلخانۍ کلينران دي خو يواځنی فرق يې دادی چې په انګليسي هم خبرې
کولی شي٠

[quote:bdc2191b67="Lotfollah"][quote:bdc2191b67="watanmal"]عبدالله تاجك دى خو كرزى د نسل څخه قزلباش دى، يو هم پښتون نه دى نو بيا ولى د پښتون په نوم چغى وهونكى د قزلباش ټاكلو لپاره خپل قوم هڅوى؟ ددى ملى غدار دواړه مرستيالان غيرى پښتانه دى يو تاجك دى بل شيعه دى او د دواړو زياته تجربه په چور چپاول ، غلا ، د خلكو وژل ، كورنه ورانول ، بى دينى ، اخلاقى فساد، قومى ژبنى او مذهبى تعصوبونو خورولو كى ده ،
[/quote:bdc2191b67]
آیا دغه پښتون، با دینه، با اخلاقه او په قومی ژبنی او مذهبی بې تعصبه ځوان رسیست ندﺉ؟[/quote:bdc2191b67]


Lotfollah
23.10.2009

باتور خان او نورو ګډونوالو ته سلامونه!
[quote:45f41f7740]لکه څنګه چي له نورو څخه توقع لرې چي موضوع بلي خوا ته کش نه کړي، په هماغه شان له تاڅخه هم په محترمانه توګه غوښتنه کوم چي روانه موضوع په بله خوا مه اړوه او که غواړې دلته څه وليکې نو صرف د موضوع په اړه وليکه . . دا چي څوک متعصب دی او څوک نه د دې لپاره کولای سې چي بل سرليک خلاص کړې . [/quote:45f41f7740]اوریدلي به دې وي چې ( اکتسیو = ری اکتسیو) په بل عبارت چې هر عمل ځانته عکس العمل لري.
یو بحث هغه وخت هم بل خوا اړول کېږي چې یو څوک د موضوع پر ځای د هغه پر لیکونکي د ناسمو الفاظو او سپکو سپوروپر استعمال لاس پورې کړي چې طبعاً دا ډول چلند ځانته عکسل العمل لری او بحث له اصلی موضوع څخه بل خوا اړوی.
د تول افغان په بحثونو کې د اکثرو ګدودیو علت هم همدا دﺉ.

زه به له همدې روان بحث څخه یو څو مسالونه ګرانو لوستونکو ته وړاندې چې قضاوت وکړي:

ښاغلی باتور لیکي:
[color=blue:45f41f7740]د اشغالګرو او د هغو د ګوډاګيانو ماموران)تبليغيان( په ډېره بېشرمۍ او سپينسترګيتوب خپل احمقانه، ماشومانه او غير منطقي دلايل وړاندي کوي، د دې په امېد....[/color:45f41f7740]
نو که د بحث یوه ګډونوال ته چې په مستعار نوم لیکنې کوي او نه یې پېژنې د [color=yellow:45f41f7740]اشغالګرو او د هغو د ګوډاګيانو مامور، تبليغي خطاب کړې او د هغه لیکنې بېشرمې،ا حمقانه، ماشومانه او غیر منطقی وګڼې، [/color:45f41f7740]نو څه توقع به سړﺉ لری چې هغه لیکوال او نور به څه عکس العملونه له ځانه وښیی.

ښاغلی پتنګ یوه ګډونوال ته لیکی

[color=yellow:45f41f7740]انډيواله څوک چې د خپل خوبځای له بل سره شېريکه و ي او په سترګو ورته ګوري
هغه ته زمونږ په خپله خوږه ژبه پښتو کې دوؤس ، دله ، مردګاو وايې ٠
( خدای پاک دې وکړي چې زما په کنايه خبرو پوه شې ? ) [/color:45f41f7740]
د تبصرې وړ ندﺉ قضاوت دې ګران لوستونکي کوي
بیا لیکي
[color=darkred:45f41f7740]پر دې خبرو د سر نخلا صيږي يو څه فکر وکړه٠ [/color:45f41f7740]
او یا په بل ځای کې لیکی

ته تر اوسه [color=blue:45f41f7740]کوچنی هلک يې[/color:45f41f7740] په خبرو نه پو هيږي دا ټولټاکنې په کوم ځای کې دي?
ستاپه کور کې او که په افغانستانکې او له چا سره ربط لري ستا له کورنۍ سره اوکه
له افغان اولس سره ? ګوره داسې قضاوت کوې لکه [color=blue:45f41f7740]مکتبي هلک[/color:45f41f7740] !
ښاغلی احمدزی لیکي
ډیر پام کوه چې څوک دې ګوتې پرې نکړي
وروره کرار کینه او د خپلو ګوتو خیر دې غواړه.

وطنمل لیکي:
[color=yellow:45f41f7740]عبدالله تاجك دى خو كرزى د نسل څخه قزلباش دى، يو هم پښتون نه دى نو بيا ولى د پښتون په نوم چغى وهونكى د قزلباش ټاكلو لپاره خپل قوم هڅوى؟ ددى ملى غدار دواړه مرستيالان غيرى پښتانه دى يو تاجك دى بل شيعه دى او د دواړو زياته تجربه په چور چپاول ، غلا ، د خلكو وژل ، كورنه ورانول ، بى دينى ، اخلاقى فساد، قومى ژبنى او مذهبى تعصوبونو خورولو كى ده ، [/color:45f41f7740]
دا چې یو افغان تاجک وي یا پښتون - اذبک وي یا هزاره ، یا قزلباش - شیعه وي یا سنی، زمونږ بحث پورې څه اړه لری. آیا په بحث کې د دغو موضوعګانو ګډول یو رسیستی عمل ندﺉ؟

نو باتور خانه وروره اوس دې ګران ګډونوال پخپله قضاوت وکړي چې څوک د بحث له موضوع څخه اووښتي دي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more